Jjmklk

توزک بابرى يا بابر نامه د افغانستان او

04.01.2010 09:43

                                       څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار

 

 

 

توزک بابرى يا بابر نامه د افغانستان او

سيمې د منځنئ پيړى د تاريخ يو معتبر ماء خذ

          توزک بابرى  يا (( بابر نامه )) هغه معتبر او با ارزښته کتاب دى . چې د پنځلسې ميلادى پيړى په پاى کې ظهر الدين محمد بابر ليکلى دى . په دى کتاب کې بابر د خپل ژوند ټول واقعات په ډير ساده او واقعبينانه توگه بيان کړى دى . د ظهير الدين محمد بابر ژوند او کړه وړه ټول په ماورا ء النهر افغانستان او هندوستان پورى مربوط دى . دا معتبر ماء خذ ددى سيمى د تاريخ يوه برخه ده .

          وړاندى تر دى چې په اصلى خبره يعنى د توک بابرى په معرفى او پيژندنې باندى خبرى پيل کړم غواړم بابر چې ددى کتاب  مؤلف او ليکوال دى د هغه د کورنى ، ژوند ، جنگونو اوپاچاهى په اړه لنډ معلومات وړاندى کړم او وروسته بيا د توزک بابرى يا (( بابر نامى )) په باره کې په مفصله توگه معلومات وړاندى کړم . د بابر د نسب د شجرى په اړه علامه پوهاند عبدالحى حبيبى په خپل کتاب    (( ظهير الدين محمد بابر )) کې معلومات وړاندى کړى دى چې په يوه برخه کې ليکلې دى :

          ظهير الدين محمد بابر د شيخ عمر زوى اوشيخ عمر د ميرزا ابوسعيد زوى ، ميرزا ابوسعيد د محمد ميرزا زوى ، محمد ميرزا د ميران شاه زوى او ميران شاه د امير تيمور زوى دى . د بابر مور قتلق نگار نوميږى چې د يو نس خان لور ده او يو نس خان د مغلستان حاکم و چې د بابر د مور نسبت په پنځلس واسطه چنگيز خان ته رسيږى ( ١ ) .

          عمر شيخ د بابر د پلار داندى جان پاچا و ، کله چې عمر شيخ مړ کيږى د هغه په ځاى ١٢ کلن بابر پاچا کيږى د بابر د زيږيدو او پاچا کيدو په اړه د استاد خليل الله خليلى په کتاب (( آرامگاه بابر )) کې داسى ذکر شوى دى : ظهير الدين محمد بابر د ١٤٨٣ ميلادى کال د فبرونرى په ١٥ نيټه په انديجان کې زيږيدلى دى . کله چې هغه وزيږيد حضرت خواجه عبيدالله احرار رحمته الله عليه ورباندى ظهير الدين نوم کيښود . څرنگه چې ددى نوم تلفظ د مغولو په ژبه اسان نه وو ، نو دى د بابر په نوم ياد او وروسته مشهور شو . عمر شيخ د ( ٨٩٩ هـ ق د روژى په څلورمه = ١٤٨٣ ميلادى )) کې د ٣٩ کالو په عمر په انديجان کې له بام څخه ولويد او مړ شو او بابر په ١٢ کلنى کې دا نديجان دپاچا په حيث اعلان شو ( ٢ ) .

          کله چې دى د فرغانى په انديجان کې پاچا شو ، د هغه د خپلوانو تر منځ د پاچاهى او حکمرانئ په سر ډير جنگونه اوجگړى وشوى . ددغه جنگونو او جگړوله امله بابر ونشو کولى چې خپله پاچاهى په انديجان کې ټينگه کړى . د بابر پاچاهى د ١٤٨٣ ميلادى کال نه وروسته په انديجان کې پيل کيږى او تر ١٥٠٤ ميلادى کاله پورى دغلته په ډيرو مشکلا تو او جنجالونو پاچاهى کوى او د همدى کال نه وروسته مجبوريږى چې د فرغانى څخه  افغانستان خواته وخوزيږى .

          ظهير الدين محمد بابر د ١٥٠٤ ميلاد ى کال نه وروسته د آموسميند څخه تيريږى او د افغانستان خاورى ته داخليږى د همدى کال نه تر ١٥١٢ ميلادى کاله پورى تر کابل اوپيښوره پورى رسيږى او دغه سيمى تر خپل کنترول لاندى را ولى او بيرته د ماوراء النهر خواته ځى . په ماورا ء النهر کې د مخا لفتونو او جنگونو له امله مقاومت نشى کولى ، بيا د دوهم ځل لپاره په ١٥١٤ ميـــــــــلادى

 

 

( ١ ) _ پوهاند عبدالحى حبيبى  _ ظهير الدين محمد بابر _ کابل ، ١٣٥٠ هـ ش _ ١٠ مخ .

کال کې د کابل په لور روانيږى او په کابل ، ننگرهار ، باجوړ ، سوات ، هشنغر ، د افغانستان په جنوبى برخو ، کندهار ، د شينوارو ، افريدو او وزيرو په سيمو کې او په پنجاب او لاهور کې ډير مهم جنگونه او قتلونه کوى او ځان هندوستان  ته رسوى او په هندوستان کې د لودى پاچاهانو سره جنگونه پيلوى ، چې مهم او آخرنى جنگ د پانى پت جنگ  و چې په ١٥٢٦ ميلادى کال پيل شوى اوپه دى جنگ کې سلطان ابراهيم لودى ماتى وخوړل او بابر د افغانستان او هندوستان پاچا شو او د مغولى دولت اساس يې کيښود چې نژدى دوسوه کاله يې دوام وکړ .

          په پورتنيو کرښو کې د بابر د سياسى فعاليتونو او د هغه د کورنى په اړه  لنډ معلومات وړاندى شو ، اوس خپل اصلى مطلب ته راځو چې هغه د بابر د مشهور اثر يعنى د بابر نامى معرفى کول دى . د بابر نامى دمعرفى کولو په اړه تر او سه پورى په پښتو ژبه  کې کومه علمى او څيړنيزه ليکنه زما تر گوترنه ده شوى . دا به لومړى څيړنيزه ليکنه وى  چې د بابر نامى د معرفى کولو په اړه وړاندى کيږى . د افغانستان د پوهانو لخوا د علمى تحقيقاتو په جريان کې په درى ژبه د بابر نامى د معرفى کولو په ارتباط کار شوى دى چې په دى برخه کې د کانديد اکادميسين ډاکتر محمد يعقوب واحدى مقاله چې د بابر د زيږيدو د (( ٥٠٠ )) کاليزى د سيمينار په مناسبت په  خپله مقاله چې د(( کتابشناسى آثار ادبى ظهير الدين محمد بابر )) تر عنوان لاندى ليکلى ده او دغه مقاله زما ددى ليکنى مهم ماء خذ تشکيلوى . همدارنگه علامه پوهاند حبيبى په خپله مقاله کې چې د (( بابر و شخصيت علمى و ادبى او )) تر عنوان لاندى ليکل شوى ده او په آريانا مجله کې چاپ شوى ده د بابر نامى په اړه په درى ژبه معلومات ورکړى دى . چې دلته يې يوه برخه وړاندى کيږى :

          دغه کتاب د (( توزک بابرى )) يا واقيعات بابرى په نوم هم ياد شوى دى ، دغه کتاب اصلاً په ترکى ژبه په چغتائى شرقى لهجه ( ازبکى ژبه ) ليکل شوى دى . په بابر نامه کې د جغرافائى وضعى ،آب وهوا ، زراعتى محصولاتو نباتاتو ، حيواناتو ، لارو ، جنگى قلاگانو ، د خلکو اخلاقو او د ژوند طريقو علمى او ادبى او ضاعو او حتى د هغو معاصرو شخصيتونو او مقتدرو کورنيو نظرياتو او  افکارو چې په هغو سيمو کې بابر اوسيدلى په هغه شکل چې ده ليدلى او اوريدلى دى ، عيناً بيان شوى دى . د ١٢ کلنى څخه ( ٨٩٩ هـ = ١٤٩٣ م ) چې بابر په فرغانه کې پاچا شو تر هغه واقعاتو او حوادثو چې په ٩٣٦ هـ = ١٥٢٩ ) کا ل چې د بابر د ژوند اخرى ورځې  وې په دى کتاب کې په دقيقه او په زړه پورى تشريح شوى دى ( ٣ ) .

          دغه مشهور کتاب (( بابر نامه )) په توزک بابرى يا واقعات بابرى نومونو باندى هم مشهور دى ، د ٨٩٩ هـ ق کال نه تر ٩٣٥ هـ ق کال پورى د بابر د جنگونو ، لشکرکشيو او د ژوند حالاتو قصى پکې راغلي دي . همدارنگه په بابر نامه کې ځينى هغه موضوعات شامل دى چې بابر پخپلو سترگو ليدلى . د سيمى جغرافائى حالاتو د کلو ښارونو ،سيندونواوغرونو نمونه پکې راغلي دي . په دى کتاب کې د بابر ځينى ډيرى شخصى خصوصى او ځانگړى خبرى او خاطرى هم راغلى دى لکه د شراب څښلو مجلوسه اونور . د کتاب زياتره برخه جنگونو ته وقف شوى ده . چې د جگړو قيصى اود نورو نـــــــــويــــو

 

 

( ٢ ) _ استاد خليل الله خليلى _ (( آرامگاه بابر )) _ ١٣٣٤ هـ ش _ ٩ _ ١٠ مخونه .

( ٣ ) _ حبيبى _ پوهاند عبدالحى _ (( بابر و شخصيت علمى و ادبى او )) آريانا مجله _ دريمه گڼه _ جوزا _ سرطان _ ١٣٥٠ د افغانستان اکاډمى ( ٥ _ ٦  مخونه )

ځايونو نيول،په جنگونو کې د ورا نولو ، سوزولو او وژلو قيصى په ډير عادى شکل سره ذکرشوى دى.

          بابر نامه د بابر په مورنى ژبه يعنى ترکى چغتايى باندى لکيل شوى ده او د زمانى په تيريدو سره په ډيرو خارجى ژبو باندى ژباړل شوى ده . بابر نامه په پښتو او درى ژبو باندى هم ترجمه شوى ده د بابر نامى درى ترجمه د محقق مرستيال شفيقه يارقين لخوا چې د افغانستان د علومو اکاډمى د ژبو او ادبياتو د مرکز علمى غړى وه شوى ده . دغه درى ترجمه په ١٣٦١ هجرى لمريز کال کې له ازبکى متن څخه ترجمه شوى ده او اوس د علومو اکاډمى د ژبو او ادبياتو د مرکز لخوا چاپ شوى ده . دغه کتاب په درى ژبه يوه مقدمه لرى چې ور پسى د بابر نامى دوهمه برخه پيل کيږى  ، دا د بابر نامى هغه برخه ده ، چې د افغانستان دواقعاتو پورى مربوطه وه .

          د بابرى نامى د نورو درى ترجمو په اړه  کې ډاکتر محمد يعقوب واحدى پخپله مقاله کې چې د (( کتابشناسى آثار ادبى ظهير الدين محمد بابر )) تر عنوان لاندى ليکلى ده داسى ليکى :

          دغه قيمتى اثر د نژدى څلورو قرنو په اوږدو کې ، څلورځلى په درى ژبو ترجمه شوى دى چې په لاندى ډول دى :

١ _ د شيخ زين الدين خوافى ترجمه چې (( وفايى )) تخلص کاوه _ دغه ترجمه د بابر نامى د هندوستان برخى پورى مربوطه ده . ددى ترجمى له خطى نسخو څخه د بريتانيا د کتابخانى په موزيم کې ، د پاريس په ملى کتابخانه کې ، د رامپور په کتابخانه کې ، د هند د الوار په دولتى کتابخانه کې او د هند د اوديپور په کتابخانه کې په مجموعى ډول ( ٧ )  قلمى نسخى موجودي دي . دغه ترجمه تر اوسه پورى چاپ شوى نه ده .

٢ _ د ميرزا پاينده محمد حسن غزنوى او محمد قلى مغولى حصارى ترجمه _ چې په ٩٩٤ هـ ق _ ١٥٨٦ ميلادى کال کې د جوناگر د حاکم بهروز خان په امر پيل شوه . ميرزا پاينده حسن ددى اثر لومړى برخه ترجمه کړه . پاتى برخى يې محمد قلى حصارى تر ٩٣٥ هـ ق کال واقعاتو پورى ورسوله . ددى ترجمى څلور نسخى د بودليان انديا افيس ، بريتانيا موزيم او ادوار د براون په کتابخانو کې موجودى دى .

٣ _ د عبدالرحيم خان خانان ژباړه چې دا ژباړه د بابر نامى مکمله ژباړه ده او په ٩٩٨ هـ ق کال کې شوى ده . ددى ترجمى څخه نژدى ( ٤٠  ) نسخى د ختيځ او لويديځ په بډايو او غير بدايو کتابخانو کې شته . ميرزا محمد شيرازى دغه ترجمه په ١٣٠٨ هـ ق _ ١٨٩٠ ميلادى له تيروتنو سره چاپ او خپره کړى ده .

٤ _ د طغاى مراد آخوند ختلانى البابحوانى ژباړه چې د بخارا دواکمن امير عالم خان ( ١٩١٠ _ ١٩٢٠ ) ته اهدا شوى ده . د اژباړه په ١٣٣١ هـ ق _ ١٩١٢ ميلادى کې پاى ته رسيدلى ده . ددى ترجمى نه يوازى يوه قلمى نسخه چې هغه هم د ژباړونکى په خط ده شته او د اوزبکستان د علومو اکاډمى د ختيځ پيژندنى د انيستيتوت په کتابخانه کې ساتل کيږى او ٢٧٠ مخونه لرى ( ٤ ) .

 

 

( ٤ ) _ ډاکتر يعقوب واحدى _ کتابشناسى آثار ادبى ظهير الدين محمد بابر _ مجموعه مقالات سيمينار بابر _ کابل _ ١٣٦٣ هـ ش .

 

 

 

د بابر نامى پښتو ژباړه : -

          د بابر نامى پښتو ژباړه د (( بابرى نظام )) په نوم په ١٣٨٣ هـ ل کال کې په پيښور کې د دانش خپرندويى ټولنى لخوا په ٢٠٨ مخونو کې چاپ شوى ده . ددى کتاب ژباړه د ښاغلى سيد عبدالله پاچا لخوا شوى ده . د فهرست څخه وروسته ددى کتاب په لومړى مخ کې د دانش خپرندو يې ټولنې يادښت په لنډه توگه نشر شوى دى . ور پسى د ژباړونکى لخوا سريزه وړاندى شوى ده . په سريزه کې د بابر نامى د تاريخى ارزښت په اړه او د بابر د پاچاهى او شخصيت په اړه هم لنډ معلومات وړاندى شوى دى  . د سريزى په يوه برخه کې د بابر د ظلمونو او قتلونو په اړه داسى ليکلي شوي دي : (( دغه ستر مسلمان پاچا بيا  د خپل بابرى نظام د ټينگښت او پايښت په موخه د همدغو پښتنو افغانانو له ککر يو څخه څلى جوړول ، خو زما په اند دا د بابر ظلم نه بلکې په خپله د پښتنو سياسى لاشعوري وه چې هغوى له خپل ارزښت او حيثيت څخه ناخبره وو او د ځانځانۍ په ناروغى اخته وو . . . ( ٥ ) .

          بابر يوازى په پښتنو باندى ظلمونه نه دي کړى بلکه هغه د خپل اقتدار د تينگښت لپاره د هرى وسيلى څخه کار اخستى او په زياترو قومونو او مليتونو باندى مختلف ظلمونو کړي دى . بابر د ماوراء النهر څخه چې روانيږى او بيا په دهلى کې خپله امپراتورى جوړوى په دى اوږده لاره او پراخه سيمه کې يوازى پښتانه قومونه نه وو بلکه نور قومونه هم موجود وو . دغه ټول قومونه د پښتنو په شمول د بابر پر ضد دريدلى او قربانى ورکړي دي . خو د بابر د ظلم او زور له وجى نه هغوى ماتى خوړلي دي .

          د سريزى څخه وروسته د بابر نامى متن پيل کيږى چې په اوله برخه کې د بابر د پاچا کيدو په هکله چې دى دولس کلن و  پاچا کيږى ، معلومات وړاندى شوى دى . خو په دى برخه کې يوه تيرو تنه شوى ده چې د بابر د پاچا کيدو کال ٥٩٩ هـ ق ښودل شوى دى . حال دا چې بابر په ٨٩٩ هـ ق کې پاچا شوى دى .

          بابرى نظام ( بابر نامه ) باندى چا تقريظ نه دى  ليکلى ، بايد په دى کتاب باندى يو يا دوه تنو پوهاند او د نظر خاوندانو تقريضونه ليکلى واى ځکه چې د تقريظ ليکونکى لخوا د کتاب ښيگڼې او تيروتنى په گوته کيږى او د کتاب علمى ارزښت نور هم زياتيږى ، زما هيله د ښاغلى ژباړونکى او خپرونکى څخه داده چې د کتاب  په دوهم ځل چاپ کې دغو مسايلو ته توجه وکړى .

بابر نامه نه يوازى په پښتو او درى ژبو باندى ژباړل شوى او چاپ شوى ده بلکه دا مهم او ارزښناک تاريخى اثر د نړى په مختلفو ژبو لکه انگريزى روسى ، فرانسوى ، جاپانى او تاجکى باندى هم ژباړل شوى او چاپ شوى دى .

          د بابر نامى قلمى نسخى په ترکى چغتايى ژبه کې د نړى په ډيرو موزيمونو او کتابتونو نو کې موجودي دي چې دغه قلمى نسخى په مختلفو زمانو کې د مختلفو خطاطانو لخوا ليکل شوى دى ، او ځينى يې تر اوسه پورى خوندى دى او ځينى نسخى يې بيځايه شوي دي او لاس کې نشته . ددغو خطى نسخو په برخه کې ډاکتر محمد يعقوب واحدى په خپله علمى او څيړنيزه مقاله کې داسى ليکى:

 

 

 ( ٥ ) _ ظهير الدين محمد بابر _ بابرى نظام ( بابر نامه ) د بابر نامى پښتو ژباړه ژباړونکى : سيد عبدالله پاچاه _ پيښور _ دانش _ ١٣٨٣ هـ ل .

 

          د بابر نامى د کتاب خطى نسخه چې د بابر نامى د ليکوال په خط وى په لاس کې نشته . مـــــــگــر نورى معتبرى او عمده نسخى چې دمؤلف د نسخى مطالب انتقالوى د ختيځ او لويديځ په کتابتونو کې موجودى دى . د بابر نامى د ترکى متن خطى نسخى په لاندى ډول فهرست کوو :

١ _ د بابر  نامى خطى نسخه د بابر په قلم ، چې په ٩٣٧ هـ ق _ ١٥٣٠ م کال کې کتابت يې بشپړ شوى دى . دغه قلمى نسخه د ( ١٠٣٧ هـ ق _ ١٠٤٨ هـ ق ) ( ١٦٢٨ م _ ١٦٣٨ م ) کلونو په مينځ کې د شاه جهان په ځانگړى کتابتون کې خوندى وو ، دغه قلمى نسخه اوس نشته .

٢ _ د بابر نامى خطى نسخه دخواجه کلان په قلم چې د بابر ملگرى و ، په ٩٣٨ هـ ق _ ١٥٢٩ م کال کې ليکل شوى ده . دغه نسخه په همدى کال کې سمر قند ته ليږل شوى وه . دغه قلمى نسخه هم تر اوسه پورى نه ده موندل شوې  .

٣ _ د بابر زوى همايون ميرزا د کتابتون خطى نسخه ، چې د ٩٦٣ هـ ق _ ٩٧٤ هـ ق = ١٥٠٦ _ ١٥٦٧ م کلونو تر مينځ موجوده وه . دغه نسخه په ٩٣٧ هـ ق  _ ١٥٣١ م کال يعنى د بابر دمړينى نه يو کال وروسته د على الکاتب په قلم استناخ شوى . ددى نسخى هم کوم درک نشته ،

٤ _ دبابر  د  ترورزوى محمد حيدر دو غلات د تاريخ رشيدى مؤلف شخصى خطى نسخه ، چې په اټکلى ډول د ٩٤٢ _ ٩٤٧ هـ ق = ١٥٣٦ _ ١٥٤٠ م کلونو کې ليکل شوى ده . دغه نسخه د ٩٤٧ _ ٩٥٣ = ١٥٤٠  _ ١٥٤٧ کلونو کې په کشمير کې موجوده ده .

٥ _ د انگلستان د الفنستن د کتابتون خطى نسخه ، چې د ٩٦٣ _ ٩٧٤ هـ ق ١٥٥٦ م کلونو تر مينځ ليکل شوى ده . دغه نسخه ٢٨٦ پاڼى لرى او په ١٨١٠ م کال کې د پيښور ښار څخه په بيه اخستل شوې او د ١٨١٦ م نه تر ١٩٢٠ م پورى د الفنستين په کتابتون کې ساتل کيدله ، او اوس د ايدن بره د ښار د سکا تليند په ملى کتابتون کې خوندى ده .

٦ _ د لنديسيانا د کتابتون خطى نسخه .دغه کتابتون ددى نه پخوا د جان ريلند دکتابتون په نوم ياديده .

٧ _ د بريتانيا د موزيم کتابتون ٣٢٤ ، ٢٦ نمبر خطى نسخه چې په ١٠٣٩ هـ ق _ ١٦٣٠ م کال کې د داود بن على الکشميرى په خط ليکل شوى وه . او ١١٨ پاټى يې پاتي دى .

٨ _ دحيدر آباد د کن د سالار جنگ د کتابتون خطى نسخه ، د کاغذ د شکل له مخى ددى نسخى د کتابت وخت ١٧٠٠ م  = ١١١٢ هـ ق کال کې تخمين شوى دى . دغه خطى نسخه ٣٨٢ پاڼى لرى چې په ١٩١٥ م کال کې د ميرمن ارنيتى بيوريچ له خوا په ليدن جز  کې د متن په شکل  په لومړى لمبر       

اوقاف گيب موسسى له خوا خپره شوه .

٩ _ د منځنى اسيا  خطى نسخه . په ١١٢١ هـ ق  _ ١٧٠٩ م کال کې عبدالوهاب  آخند غجدوائى ليکلې ده . اوس نه پوهيږو چې چيرته به وى ؟

١٠ _ د تيمور پولاد خطى نسخه چې په ١١٢٦ هـ ق _ ١٧١٤ م کې استناخ شوې ده او په ١٧٢٥ م کې د بخارا څخه اخستل شوى او پتروگراد (( سن پيترز بورگ )) ته وړل شوى ده . دغه خطى نسخه تر ١٧٤٢ م کال پورى په پتروگراد کې موجوده وه .

١١ _ د پتروگراد په ښار کې د پخوانى شوروى اتحاد د علومو اکاډمى د ختيځ پيژندنى د انستيوت        (( I _ 685 _ D )) لمبر خطى نسخه ، چې په ١١٤٩ هـ ق _ ١٧٣٧ م کال په روسى کاغذ د جـــــــــــــــــــــــارج

جيکوب کهر په خط په ٧٧٥ مخونو کې ليکل شوى  . په ١٨٥٧ م کال کې بابر نامه د ننى تاتارستان په مرکز کازان کې چاپ شوى ده .

١٢ _ د هند په ميسور کې د بيوريچ (( ا _ س )) خطى نسخه _ ددى نسخى کاتب معلوم نه دى  . دغه خطى نسخه د انجمن اسيايى د مجلى د ١٩٠٠ م کال په ٧ او ٨ گڼو کې چاپ شوى ده ، او د هغه اصل تر ١٩٢١ م کال پورى د همغه انجمن په کتابتون کې خوندى وه .

١٣ _ د ديوان هند د کتابتون خطى نسخه ، چې په ١٨١٠ م کال کې ليکل شوى ده .

١٤ _ د نطربى ترکستانى خطى نسخى ، چې په ١٨٢٤ م کال کې په پتروگراد کې ده سره خوندى وه .

١٥ _ د پخوانى شوروى اتحاد دعلومو د اکاډمئ د ختيځ پيژندنى د انستيتوت (( D _ 117   )) لمبر خطى نسخى له مخى په پتروگراد کې شوى و دغه خطى نسخه  ١١٦ مخونه لرله .

١٦ _ د لينن گراد (( سن پترزبورگ )) دپوهنتون د کتابتون خطى نسخه چې په ١٨٣٩ م   کال کې د ملا فيض خانوف په خط استناخ شوې وه .

١٧ _ د ازبکستان د علومو اکاډمى د ختيځ پيژندنى د انستيتوت د کتابتون ١٤٤ نمبر خطى نسخه ،چې په ١٣٠٨ هـ ق = ١٨٩٠ _ ١١٩١ م کال کې ليکل شوى ده ددى نسخى د کاتب نوم معلوم نه دى.

١٨ _ د نومړى کتابتون ٤٥  نمبر خطى نسخه ،چې په ١٣٢٦ هـ ق = ١٩٠٨ م د محمد وفابن ميرزا فيض الله په خط په بخارا کې ليکل شوى ده او نژدى ٥٦٥ مخونه لرى .

١٩ _ د تاجکستان د علومو اکاډمى د ختيځ پيژندنى  د انستيتوت د کتابتون ١٢٦ لمبر خطى نسخه . دا نسخه د شلمى پيړى په پيل کې ليکل شوى ده  ١٤٣٠ مخونه لرى او د بابر نامى لومړنئ برخى پکې خوندى  ده .

٢٠ _ د لينن گراد د عامى کتابخانى ١٠٤ لمبر خطى نسخه ، چې په ١٨٦٢م کال کې ليکل شوى ده.

٢١ _ د بنگال د کتابتون خطى نسخه چې د ايوانوف په فهرست کې د هغه يادونه شوى ده او د هجرى قمرى ١٢ مى پيړى پورى اړه لرى ( ٦ ) . 

          لکه چې مخکې وويل شوو بابر نامه يا توزک بابرى د بابر هغه ياد اشتونه او خاطرات دي ، چې ده پخپله ليکلى دى ، څرنگه چې د بابر زيات ژوند په افغانستان کې تير شوي دي نو د افغانستان دولاياتو او سيمو د جغرافائى وضعى ، کليو ، ښارونو ، غرونو ، سيندونو ، آب او هوا ، زراعتى محصولاتو ، نباتاتو ، حيواناتو ، لارو ، جنگى قلا گانو ، د خلکو اخلاقو  او د ژوند طريقو او د ليکوال د خپلو ساعت تيريدو او شراب څکلو د مجلسونو په باره کې هم ليکنى کړي دي چې دلته د بيلگى په ډول د بابر نامى ځينى مهم ټکى وړاندى کوو :

          بابر په بابر نامه کې د کابل د آب و هوا او د کابل د ميوو او نورو محصولاتو په اړه  کې داسى وايى : (( د کابل په شاو خوا سيمو کې په ډير کچه او هر ډول ميوې موندل کيږى ، دکابل موسم او آب و هوا ډيره ښه ده او هوايې ډيره نرمه ده ، د شپى لخواچې تر څو څادر يا بړستن وانه غوښتل شى خوب نه راځى . ساړه يې داسى نه دي چې ونه زغملى شى،تــبـــريـــز او سمر قند هم ښه آب و هوا لرى خو هلته 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(٦ ) _ ډاکتر محمديعقوب واحدى _ کتابشناسى آثار ادبى ظهير الدين محمد بابر مجموعه مقالات سيمينار بابر _ ١٣٦٣ هـ ش _ کابل .

په ژمى کې ډيره سخته يخني وي . د کابل په ميو کې انگور ، آنار ، مڼې ، زرد الو ، شفتالو ، بهي ، بادام او غوزان په ډيره کچه موندل کيږى ، په دى سربيره دلته گنى او شاه دانه هم کرل کيږى ، دکابل شاو خوا ته جلغوزى هم پيدا کيږى خو زياته برخه يې له نجرا و څخه راځى .

          په کابل کې ډير شات ( شيد _ عسل ) هم په ډير پيمانه توليديږى ، د کابل انگور ډير خوندور دي چې ډير تند او تيز شراب ور څخه جوړيږى  ( ٧ ) .

          بابر د کابل او د کابل د شاو خوا سيمو د خلکو او قومونو او د هغو د ژبى په اړه هم يو څه ليکلى دى ، د کابل د ژبى په اړه جالبه موضوع داده چې په هغه زمانه کې يعنى د نن نه نژدى پنځه سوه کاله پخوا د کابل او دهغه د شاو خوا سيمو کې عرب قومونه په خپله مورنى ژبه يعنى عربى باندى خبرى کولى د زمانى په تير يدو سره د نورو ژبو تر تاثير لاندى راغلى او اوس عرب قومونو ځانته عرب وايى مگر په عربى ژبه خبرى نه کوى . د کابل او د هغه شاو خوا سيمو د قومونو او ژبو په اړه بابر داسى وايى : (( په کابل کې ډير قومونه ميشت دي ، په دښتو او غرونو کې ترکمنان ، په ځينو ښارونو او کليو کې تاجک ، په ځينو کې افغانان يعنى پښتانه ميشت دى . په غزنى سيمه کې هزاره او نور ميشت دى . په دى هيواد کې عربى ، فارسى ، ترکي ، مغل ، هندى ، پښتو ، پراچې ، تکيرى ، پشه ئى او لمغانى ژبه ويل کيږى او خلک ورباندى خبرى کوى ، په نړى کې ښائى بل داسى هيواد وى چې په دومره کچه ژبى  پکې ويل کيږى ( ٨ ) .

          په هغه زمانه کې يعنى د نن نه نژدى پنځه سوه کاله پخوا د کابل ولايت دغه موجوده ولايت نه و ، بلکه د کابل رسمى او دولتى ساحه ډيره پراخه وه . د کابل په مربوطاتو کې د اوسنى کابل شاو خوا سيمى لکه پروان ، کاپيسا ، نجراو ، نورستان لغمان ، ننگرهار ، کنړ ، پيښور ، غزنى ، لوگر او نورى سيمى شاملى وى . په بابر نامه کې د کابل ولايت په څوارلس ولسواليو کې تقسيم شوي دي ، چې ننگرهار ، لغمان ، نورستان او کونړ هم ددغه څوارلس و لسواليو له جملى څخه شميرل کيږى . بابر د کابل ولايت د جغرافائى وضعى په اړه په بابر نامه کې داسى يادونه کوى : (( د کابل سيمه په څوارلس ولسواليو يا قريو مشتمله ده ، ختيځه برخه لمغانات  (       ) په پنځو قريو مشتمله ده ، (( نى گنهار ))         (         ) تر ټولو غټه قريه ده ، مرکز يې ادينه پور دى چې د کابل نه تقريباً د يارلس فرسنگه لرې پروت دى . له کابل نه چې کومه لاره نى گنهار ته تللې ده ډيره ستونز منه ده داسيمه واړه واړه غرونه او تنگى وادۍ لري . نى گنهار د نوندى له لښتيو څخه خړوبيزى له دې امله هلته وريجى او غنم ډيره کرل کيږى ، تارنج ، ترنج او انار پکې ډير پيدا کيږى . په کال ٩١٤ هـ ق کې مې د ادينه پور  سره پيوست په جنوبى غونډۍ يو بڼ وکاره چې د باغ وفا نوم ورکړ شوى دى ، کومه وياله چې دکلا په خوا کې بهيږى باغ وفا د هغى په غاړه آباد شوى دى .

          د پورتنيو ليکنو څخه څرگنديږى چې د لغمان سيمه په هغه زمانه کې د کابل صوبى يوه لــــــويــــه 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

( ٧ ) _ بابرى نظام ( بابر نامه ) _ ظهير الدين محمد بابر . پښتو ژباړه : سيد عبدالله پاچا _ ١٣٨٣ هـ ل _ دانش پيښور _ ٦٩ مخ .

( ٨ ) _ پورتنى اثر _ ٧١ مخ .

(           ) _ لمغان يا لمغانات د لغمان پخوانى نوم دى .

(           ) _ نـــــى گــــنـــهــــار د ننگرهار پخوانى نوم دى .

ولسوالى وه چې ننگرهار ، کونړ ، نورستان د ځايونو نيول نه وو ، بلکه کوم ځايونه او سيمى چې په هغو کې مال دولت اوغنميت زيات پيدا کيدل دده عسکرو په هغو سيمو کې پو ځى عمليات کول ، خپل چور او تالان يي کاوه او بيا د هغه ځاى څخه بل ځاى ته تلل ، کله چې بابر پيښور ته ورسيد دده يو پوځى سلا کار چې باقى چغانيانى نوميده ورته مشوره ورکړه چې په کوهاټ ، ښو او هنگو کې ورته ډير غنميت پيدا کيږى بايد لومړى په دغو سيمو کې د غنميت د لاسته راوړلو په خاطر پوځى عمليات تر سره شى په دى باره کې بابر داسى يادونه کوى : (( . . . سهار لالمر څرک نه ووهلى چې په کوهاټ باندى نازل شوو ، ډير غوا گانې او ميښې د غنميت د مال په توگه لاس ته راغلي ، دغلو دانو در مندونه پراته وو ، خو مونږ د هغوى په در مندونو غرض ونه کړ او پر مخ ولاړو ، ډير شمير پوځيان د سند درياب غاړې ته ورسيدل په دى سفر کې دومره مال زمونږ په برخه نه شو لکه د څومره مال لاپې چې باقى چغانياني وهلې وې هغه پخپله دې مبالغه لرونکى وينا باندې ډير پښيمانه و ، مونږ په کوهاټ او بنو کې دوه شپې او دوه ور ځې تيرى کړى .

          کوم پښتانه چې زمونږ په محاصره کې راغلل شمير يې سل يو نيم سل کسان وو ، څه مو ووژل او څه مو ژوندى ونيول . . . سرونه مو  ور څخه غوڅ کړل اويو څلى مو ور څخه جوړ کړ ، له دى ځايه روان شو او په هنگو کې مو پړاو واچاوه دلته پښتنو په يوه غره کې سنگر نيولى و ، مونږ ورباندى ير غل وکړ او د هغو د سر کسان موونيول او سرونه مرور څخه غوڅ کړل او له هغو څخه مو هم ځلى جوړ کړ         ( ٩ ) .

         په پورتنيو ليکنو کې د بابر نامى ځينى برخى د بيلگى په ډول بيان ، توضيح او تشريح شو . د بابر نامى نژدى ټولى برخى په همدى سبک باندى ليکل شوى دى او ټولو واقعاتو پکې په عينى او حقيقى ډول انعکاس موندلى دى . ددى مقالى د ليکلو اساسى هدف دادى چې په لومړى سر کې هغو کسانو او څيړونکو چې د منځنى اسيا ، افغانستان ، هندوستان او د پښتنو د تاريخ په برخه کې مطالعه او څيړنه کوى د نورو تاريخى منابعو او ماء خذ ونو په څنگ کې بايد د بابر نامى څخه هم گټه واخلى . بله دا چې ددى مقالى په لوستلو سره د تاريخ لوستونکى او څيړونکى ته د افغانستان ، منځنى اسيا او هندوستان تاريخ د ظهير الدين محمد بابر په زمانه کې په ډيره لنډ توگه روښان  شو او د راتلونکى مطالعى او څيړنى لپاره ورته  زميه برابريږى .

منابع او ماء خذونه

 

  1. پوهاند عبدالحى حبيبى _ ظهير الدين محمدبابر _ کابل ، ١٣٥٠ هـ ش _ ١٠  مخ .
  2. استاد خليل الله خليلى ، آرامگاه بابر  _ کابل ، ١٣٣٤ هـ ش _ ٩ _ ١٠ مخونه .
  3. پوهاند عبدالحى حبيبى (( بابر وشخصيت علمى و ادبى او )) آريانا مجله دريمه گڼه _ جوزا سرطان ١٣٥٠ هـ ش د افغانستان اکاډمى ٥ _ ٦ مخونه .
  4. ډاکتر محمد يعقوب واحدى _ کتابشناسى آثار ادبى ظهير الدين محمد بابر مجموعه مقالات سيمينار بابر _ کابل _ ١٣٦٣ هـ ش .
  5. ظهير الدين محمد بابر _ بابرى نظام  ( بابر نامه ) د سريزى څخه  د بابر نامى پښتو ژباونکى : سيد عبدالله پاچا _ پيښور _ ١٣٨٢ هـ ش .

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

( ٩ ) _ پورتنى اثر  _ ٧٩ او ٨٠ مخونه .