Jjmklk

د هند د کانګرس ملي ګوند سره د عبدالغني خان او د هغه د کورنۍ اړیکې

05.01.2010 08:52

څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار

 

 

د هند د کانګرس ملي ګوند سره د عبدالغني خان او د هغه د کورنۍ اړیکې

 

د دوهمې نړیوالي جګړې په ختمیدو سره په ۱۹۴۵میلادي کا ل کې د انګلستان او د نورو اروپایي استعمارې هیوادونو په مستعمراتو کې آزادي بخښونکی غورځنګونه منځ ته راغلل، د هند نیمه وچه د انګلستان له مشهورو او مهمو مستعمرو څخه شمیرل کیده. په دغې نیمه وچه کې هم آزادي بخښوونکي غورځنګونو راوټو کیدل، چې په دغو غورځنګونو کې نه یوازې هندوانو برخه لرله بلکې د هندوستان ټولو مسلمانو، اسلامي غورځنګونو او د نورو عقیدو پیروانو هم د هند د نیمې وچې په آزادۍ کې مهم او با ارزښه رول درلود. د هند د نیمې وچې په آزادولو کې ډیرو سیاسي، مذهبي او ملي ګوندونو برخه درلوده، خو په ټولو کې زیاته برخه د هند د کانګرس د ملي ګوند وه چې د ټولو نه یې زیات مالي او ځاني تاوانونه ولیدل او خپل هدف ته ورسیده .

          لکه چې وویل شوو د هند د کانګرس ملي ګوند یوازې په هندوانو پورې اړه نه درلودله دا ګوند واقعاً چې یو ملي او سراسری ګوند و په دې کې د هند د نیمې وچې ټول مهم قومونه او د دینونو او مذهبونو پیروان شامل وو او په ګډه یې د یو هدف لپاره مبارزه کوله. په دغو ګوندونو کې د پښتونخوا سیاسي او ملي مبارزینو، چې د آزادۍ لپاره مبارزه کوله هم برخه درلودله چې په دې کې د هغه ګوند مشر خان عبدالغفار خان او د هغه کورنۍ فعاله برخه اخیستله.

په دغه لنډه مقاله کې به لومړی د کانګرس ملي ګوند د تاسیس او فعالیتونو په برخه کې او بیا په دغه ګوند کې د خان عبدالغفارخان او د هغه د  کورنۍ په ځانګړی توګه د عبدالغني خان د ونډې اخیستلو په برخه کې معلومات وړاندې شي.

           د  هند کانګرس ملي ګوند د تاسیس او د سیاسي فعالیتونو د پېل په اړه په (( تاریخ کشورهای آسیا و آفریقا در عصر حاضر)) کې  په لاندې ډول ذکر شوی دی : (( مهاتما ګاندې په ۱۹۱۶ میلادې کال کې د عدم تشدد سیاست غوره او دغه سیاست د هند ملي کانګرس په رسمې روش باندې تبدیل شو.  دغه سیاست په هندوستان کې د ټولو سیاسي ګوندونو او سازمانونو او د هند د نیمې وچې د ټولو خلکو په ګټه باندې تمامیده. په همدې دلیل د ۱۹۱۸ م کال نه وروسته د هند ملي کانګرس ګوند د یو کوچنی سیاسي سازمان څخه د هند د نیمې وچې په یو سراسری سیاسي ګوند باندې  تبدیل شو.

          د مهاتما ګاندې په بلنه د ۱۹۱۹ کال د اپریل د میاشتی نه وروسته د هند د پنجاب، بهار، بنګال، مدراس، امریتسر او نورو مهمو ښارونو کې د اشغالګرو استعمارګرانو پر ضد مظاهرې او اعتصابونه پېل شول او ددغو اعتصابونو او مظاهرو لړۍ تر ۱۹۲۷ م کال پورې خپل او ج ته ورسېدله او د هند د نیمې وچې په ټولو مهمو ښارونو کې تحریکونه پېل شول. ددغو تحریکونو په مقابل کې د برتانوی هند حکومت هم شدید عکس العملونه وښودل او دغه مظاهرې او اعتصابونه یې وځپل، چې په نتیجه کې د هند ملــــــي

 

کانګرس ګوند غړي چې نژدې  لس میلیونو ته رسیدلی وو څو سوو زرو ته راښکته شول. ( ١ ) .

          په ۱۹۳۰ م کال کې مهاتماګاندې د سول نافرماني(( ملکي عدم اطاعت)) په  نوم یو پروګرام اعلان کړ... ددې پروګرام معنی او مفهوم دا و چې د هند ملي کانګرس ګوند غړي او نور پلویان یې  باید د خپلو کارونو څخه استعفا وکړي او په اعتصابونو او مظاهرو کې برخه واخلی، چې دغه کار د هند په زیاترو ښارونو کې عملي شو، په پیښو راو د هغه په شاوخوا سیمو کې دغه تحریک د سرخ پوشانو له خوا د خان عبدالغفار خان په مشرۍ پېل شو او د برتانوی حکومت له خوا وځپل شو.  او بیا دغه غورځنګ د پښتنو په قبایلي سیمو کې پیل شو چې د برتانوی حکومت د هوایي حملو په نتیجه کې وځپل شو.))(٢ ) .

          له دغو پیښو څخه وروسته د هند ملي کانګرس ګوند سره د خان عبدالغفار خان اړیکې ټینګې او مضبوطې شوې، او خان عبدالغفار خان تصمیم ونیو چې په پیښور کې یو سیاسي تحریک پېل کړي او خپل  دغه تصمیم یې عملې کړ او د خدایي خدمتګار په نوم یې یو سیاسي ګوند تاسیس کړ.

          په ۱۹۳۰ م کال کې د پیښو رپه اتمانزو کې لویه جلسه او مشاعره جوړه شوه په  دې مشاعره او جلسه کې خان عبدالغفار خان د خدایي خدمتګار په نوم یوسیاسي تحریک پېل کړ. دې جلسې او مشاعرې ته سیاسي تحریک په دې دلیل وایو چې دا د استعمار نه د آزادۍ په خاطر پېل شوی و، ددې تحریک د تاسیس او پېل په برخه کې د پښتنو ستر مشر خان عبدالغفار خان په خپل کتاب ( ( زما ژوند او جدوجهد)) کې داسې وايي: ((مونږ  خو چې تر اوسه پورې کومې جلسې کولی نو د ضلع او تحصیل په سطح وې، نو ما اراده وکړه چې اوس به مونږ د ټولې صوبي په سطح باندې یوه لویه جلسه وکړو ځکه ما چې کتل د خدايي خدمتګارو دې تحریک په پښتنو کې یوه نوی جذبه پیدا کړی وه. نو ددی د پاره ما دا مناسب وګڼل چې اول باید د جلسې انتظام وکړو. د سرحد ټولو پښتنو له مو د شرکت دعوت ورکړو دا جلسه مو په شلم او یوویشتم اپریل ۱۹۳۰ م په اتمانزو کې مقرر کړه او د یوې مشاعرې بندوبست مو هم وکړو او ددی مشاعرې طرح داوه(( جنګ د آزادۍ له همیشه ځلمی وتلی دي)) ( ٣ ) .

          په دې وخت کې په هندوستان کې د هند برتانوی حکومت مسلط و او ددی جلسې په مقابل کې یې هم عکس العمل وښود او غوښتل یې چې دا جلسه ناکامه شی، په دې برخه کې هم په پورتنی کتاب کې ذکر راغلی دی چې دلته وړاندې کیږي: ((..... چې د جلسې اعلان وشو نو زمونږ د جلسې د اعلان سره حکومت ډیر په فکر او تشویش کې پریوتو او د اتمانزو په خانانو پسې حکمونه جاری شول، حکومت غوښتل چې دا جلسه په څه چل بنده شی، چې مونږ په دې بدنام نه شو، او د کلی خانان او خلک ددې څه مخالفت وکړی او مونږ له بهانه په لاس راشی، لیکن حکومت په دی فکر و فریب کامیاب نه شو ځکه چې زمونږ د کلی خانان خو په خدایي خدمتګارۍ کې شریک شوی وو، صرف برنی محمد عمرخان زمونږ په خدايي خدمتګارو کې شریک نه وو،نوره کورنۍ یې ټوله خدايي خدمتګار وو. حکومت په ځینو سیندونو پلونـــه

.

هم خلکو ته وران کړل، خو په دې کامیاب نه شوه او په زرګونو نر او ښځې په جلسه کې شریک شول. جلسه ډیره کامیابه شوه او بیا خاص د خدایي خدمتګارو پر یډ، جلوس او سلامي په خلکو ډير اثر وکړو. د انګریزانو خو د مخکې نه اراده نه وه چې مونږ دې کار ته پریږدي خو د خدای فضل و چې ددې دری نیمې میاشتي مونږ کار وکړو. مونږ چې د کانګرس د جلسي نه راغلو نو په جنوري ۱۹۳۰ کې مو کار شروع کړو او په اپریل کې زه انګریزانو ګرفتار کړم)) ( ٤ ) .

          د  خان عبدالغفار خان د بندي کیدو نه وروسته انګریزانو په چارسدې باندې حمله وکړه، ټول خدايي خدمتګار یې بندیان کړل او عام خلک یې محاصره کړل. د چارسدې محاصرې یوویشت ورځې دوام وکړ. په دغه محاصره کې خدايي خدمتګارو او عامو خلکو ته ډیر زیانونه ورسیدل. په دې مهال کې عبدالولي خان په چارسیده کې و، هغه ته هم د انګریزانو له خوا تکلیف رسیدلی و او عبدالغني خان چې نژدې اتلس کلن ځوان و په امریکه کې په تعلیم باندې بوخت و او  ددی مشکلاتو د وجي نه د هغه تعلیم هم نیمګړي پاتې شو او هغه هم وطن ته ستون شو. د باچا خان د بندی کیدو نه وروسته خبره د چارسدې په محاصره باندې ختمه نه شوه. انګریزان د پښتنو په ټولو علاقو کې د خدایي خدمتګارو پسې ګرځیدل او هغوې یې بندیانول او یا یې وژل. ددې ظلمونو په مقابل کې د پښتنو په ټولو علاقو کې عمومي پاڅون پېل شو، په دې برخه کې د باچا خان په بیوګرافۍ (( زما ژوند او جدوجهد)) کې هم بحث شوی دی چې دلته یې یو څو ټکی رانقلوم: (( دې ظلمونو پښتانه راولړزول، په زرګونو زلمو د ملکنډ نه تر دیره اسماعیل خانه پورې جامې سرې کړې او د وطن د آزادۍ په میدان کې د سور نښان لاندې ودریدل، خدایي خدمتګار تحریک په آزادو قبایلو باجوړ، مومندو، اپریدو، ورکزو، وزیرو، مسودو او بیټنو کې خور شو.... دا جنګونه ډيره موده جاری و، دا اول ځل وو چې د مومندونه را واخله تر اپریدو او وزیرو، مسودو پورې ټول قبایلي وروڼه د خپلو وروڼو په امداد راپاڅیدل او تر هغې یې د صلح کولونه انکار اوکړو تر څو چې باچا خان او ګاندهې جي یې نه وی راپریښي ( ٥ ) .

          د پښتنو د عمومي پاڅون او د خدايي خدمتګارو د مظاهرو او اعتصابونو په وجه حکومت مجبور شو، چې باچاخان او د هغه ملګری دبند نه خوشی کړی، په دی ترتیب باچاخان د اوږدې مودې قید تیرولو نه وروسته خوشی شو ، په دی برخه کې باچاخان په خپل کتاب کې داسې یادونه کړی ده: (( عبدالاکبر خان او سرفراز خان زما نه مخکې رها شوی وو خو لا کلي ته تللي نه وو او د ګجرات په ښار کې دیره وو، چې زما د رهایي نه خبر شول نو ماله د جیل دروازې له راغلل او زه چې د جیل نه بهر کیدم نو په زرګونو هندوان، مسلمانان او سکهان راجمع شوی وو، زه یې په موټر کې کښینولم او په ښار کې یې زما جلوس اوښکو او بیا یوه لویه جلسه وشوه، ما د هغه شکریه ادا کړه او یو مختصر تقریر مې وکړو.( ٦ ) .

کله چې خان عبدالغفار خان په ۲۳ اپریل ۱۹۳۰ م کال کې ګرفتار شو او ګجرات جیل ته ولیږل شو، نو دده د بندی کیدو نه وروسته انګریزانو د پښتنو په سیمو کې د خدايی خدمتګارو او د خدايي خدمتګارو پــــــــه

 

 

طرفدارانو پسې پښی لوڅی کړې او غوښتل یې چې دغه تحریک ختم کړی او د پښتنو په سیمو کې یې

 زور او ظلم پېل کړ، خدايي خدمتګار  ددې ظلمونو څخه په تنګ شول او ددې ظلمونو د خلاصون لپاره یې په عملي اقداماتو پیل وکړ، او په بندی خانه کې د عبدالغفار خان سره په تماس کې شول او له هغه څخه یې د مرستې غوښتنه وکړه په دې وخت کې خدايي خدمتګارو ته د سیاسي ملګرو پیدا کول ډير ضروری و، نو دوی لازمه وګڼله چې باید خدایي خدمتګار یا مسلم لیګ ګوند سره یو ځای شی او ائتلاف وکړي او یا د هند ملي کانګرس ګوند سره. ددې سیاسي ائتلاف او یو ځای کیدو په برخه کې د خان عبدالغفار خان په یادښتونو کې داسې ذکر شوی دی: (( مونږ د ګجرات په جیلخانه کې وو چې زمونږ یو دوه ملګري، یو میا جعفر شاه کاکاخیل، بل میا عبدالله شاه د قاضي خیلو چارسدې زمونږ ملاقات له راغلل، زما ملاقات خو بند و او زما دی نورو ملګرو سره یې ملاقات وشو هغوې وویل  چې حکومت زمونږ د ټولې صوبې لاره بنده کړی ده. نه څوک د صوبې نه بهر تلی شی او نه څوک د بهر نه صوبې ته راتلی شي او په خلکو یې ډير زور او ظلم شروع کړی دی، کوښښ دادی چې دا زمونږ تحریک ختم کړي،مونږ په اباسین راپورې وتو ځکه چې ګودرونه ټول سرکار نیولي دي او تاسو له راغلو چې مونږ څه وکړو، په مونږ داسې ناروا ظلمونه کیږي چې دنیا کې په چا نه دي شوی خو دنیا زمونږ  د حال نه خبره نه شوه. زموږ د ملګرو چې ملاقات وشو نو راغلل ماته یې دا ټول حال ووی، مونږ خو په خلافت ګوند کې وو، زمونږ په صوبه کې مسلم لیګ نه و، مونږ خو د پنجاب سره په خلافت کې پاتې شوي وو او زمونږ د خلافت ډير وروڼه په مسلم لیګ کې هم وو. مونږ دوی ته دا رایه ورکړه چې تاسو هندوستان کې د مسلم لیګ مشرانو ته ورشئ او ورته ووايئ چې پیرنګیانو په مونږ ډير ناروا ظلمونه شروع کړي دي او زمونږ صوبه یې بالکل محاصره کړی ده، تاسو زمونږ مسلمانان وروڼه چې مونږ سره صرف دومره امداد وکړئ چې دنیا زمونږ د حال نه خبره شی چې زمونږ تحریک خدایي خدمتګار خو اصلاحي تحریک دی. مونږ ورته دا هم ووې چې لاهور ته لاړ شئ، دهلي ته لاړ شی، شملې ته لاړ شی، په مسلمانانو وګرځی او د خپل حال نه یې خبر کړي. دوی لاړل او څه موده پس چې راغلل او مونږ یې خبر کړو چې مونږ د مسلم لیګ په ټولو لیډرانو وګرځيدو هغوې خو زموږ مدد ته تیار نه دي او تیار ځکه نه دي چې هغه خو یو جماعت دی، چې پیرنګیانو د هندو د مقابلې د پاره جوړ کړی دی او زمونږ جنګ خو پیرنګي سره دی نو هغوې به زمونږ څنګه مدد وکړی، نو مونږ ورته ووی چې بیا لاړ شی، هندوستان کې نورو جماعتونو سره ووینئ او خپل حال ورته ووایئ، دوی لاړل او چې څه موده پس راغلل نو مونږ ته یې ووې چې مونږ خو ډیر وګرځیدو، خو بغیر د کانګرس نه زمونږ سره امداد ته چا غاړه کینښوده، د کانګرس لیډرانو مونږ نه تپوس وکړو چې تاسو پیرنګي سره جنګ په څه دی؟ مونږ ورته ووې چې د ملک د آزادۍ دی، د جنګ طریقه مو څه ده؟ مونږ ووی عدم تشدد، دوې ووې چې دغه جدوجهد او اصول خو زمونږ هم دی، تاسو هم غلامان یې مونږ هم غلامان یو، ستاسو هم انګریز دښمن دی، زمونږ هم دی، تاسو هم آزادي غواړﺉ ، مونږ هم، تاسو مونږ سره ملګري کیږﺉ نو مونږ ستاسو مدد ته تیار یو، نو د دوی ددې بیان نه پس مونږ دوی ته ووې چې واپس خپلې علاقې ته لاړ شئ او خپلې د صوبې جرګې سره دا خبره وکړئ. هغوې چې څه فیصله وکړه نو مونږ ته منظوره ده، دوې لاړل او د صوبي جرګې دا خبره منظور کړه چې کانګرس  سره ملګري کیږو.

          مونږ خو نن دریاب کې لاهو یو او غرقیږو، څوک چې لاس راکوی ورکوو یې. دوی نه پس جرګې د کانګرس سره خپل تړون وکړو او د کانګرس کمیټې سمدستي په مرکزې اسمبلی کې  سپیکرووتل بهایی پټیل د یو وفد په مشرۍ صوبه سرحد ته د تحقیقاتودپاره راولیږه خو پیرنګیانو په اټک بند کړو نو هغوي پینډۍ کې کښیناستل او تحقیقات یې شروع کړل، زمونږ د پنجاب مسلمانان وروڼه زمونږ نه ګیله کوي د هندوانو جماعت نه دی دا د ټول هندوستان د ټولو خلکو شریک جماعت دی. جناح صاحب خو هم په دې کانګرس کې و.

          او بله دا چې مونږ کانګرس سره څنګه شو؟ که چیرې دوی زمونږ امداد کړی وای نو مونږ کانګرس څه کاوه؟ حقیقت دادی چې مونږ خو دوی کانګرس سره ملګری کړی یو، مونږ پښتانه خو سیلاب په مخه کړي وو. دوی له راغلو، چې تاسو زمونږ مسلمانان وروڼه یئ لاس راکړئ دوی لاس را نه کړو کانګرس وې زه یې درکوم مونږ له یې لاس راکړو. زه د دنیا ټولو مسلمانانو ته وایم چې اوس تاسو انصاف وکړئ چې دوی ګرم دي که مونږ؟...........( ٧ ) .

          خدایي خدمتګارو د هند د کانګرس ملي ګوند سره یو ځای شو، نو دا یو ځای کیدل د انګریزانو لپاره ډير سخت تمام شو نو په همدې خاطر یې  خپل هغه سیاست ته چې: (( بې اتفاقي واچوه او حکومت وکړه))زور ورکړ او د پښتنو او نورو مسلمانانو په منځ کې دا تبلیغات پېل شوچې مسلمانان د هندوانو سره یو ځای شو او د کانګرس ګوند غړو په منځ کې دا تبلیغات او پروپاګند پېل شو چې پښتانه ډير متشدد خلک دي د دوی له لاسه به تاسو ته ډير زیانونه ورسیږي.  په همدې وختونو کې چې خدايي خدمتګار ګوند نوی د کانګرس سره یو ځای شوی و، د کانګرس کلنۍ جلسه په کراچۍ کې د دایریدو په حال کې وه. په دې عمومي کلنۍ جلسه کې عبدالغفار خان  او د پښتنو د ټولو علاقو نمایندګان کراچي ته لاړل په دې وخت کې د هندوستان او انګلستان په اخبارونو کې داسې خبرونه خپاره شول چې د خدايي خدمتګارو او کانګرس ترمنځ بې اتفاقي پیدا شوی ده او خدایي خدمتګار کراچۍ ته را راوان دي چې د کانګرس کلنۍ جلسه خرابه کړي، ددې خبرونو او نورو خبرونو او تبلیغاتو په باره کې چې د کانګرس او خدايي خدمتګارو د جدایی او بې اتفاقه کولو لپاره جریان درلود خان عبدالغفار خان داسې لیکلي دی:

(( د هندوستان ښځې، نر ، د خدايي خدمتګارو او زما د لیدو ډير خواهشمند وو او هر وخت به زمونږ په کیمپ کې یو غوبل و او زرګونو خلکو به زمونږ کتولو راتلل ولی چې هغوي ته پښتانه د ځناور په رنګ ښودلی شوی وو او دلته د انسانیت او قومیت په اوچته پوړۍ ولاړ وو.

د پښتنو متعلق په ټول هندوستان کې ډير غلط پروپاګند شوی وه او دوی ورته متشدده خلک ښکاریدل خو اوس د کانګرس سره اوږه په اوږه د عدم تشدد په لاره روان وو او د پیرنګیانو جبرو ظلم ته یې په صبر او استقامت خپلې سینې ډال کړي دي. دوی ته پښتانه او کانګرس سره ملګرتیا ډيره عجیبه ښکاریده چې دوی پښتانه خدایي خدمتګار پخپلو سترګو ولیدل، د دوی د عمل، د دوی د تنظیم، ددوی د اخلاص او ددوی د عدم تشدد نه خبر شول نو سترګې یې وغړیدې او تسلي یې وشوه او چې څومره پروپاګند ددوی پر خلاف شوی وه هغه یې د ماغزو نه ووت. قسم قسم خلک به ما له راتلل او قسم قسم سوالونه به یې کول. مــا

به چې څومره زما نه کیدی شو پوهول. د خدای ډير شکر ګزار یم چې کوم خیالات دمودونه زمونږ خــــــــــلاف

ددې خلکو په زړونو کې پیدا کړ شوي وو د هغوې تر ډیره حده پورې اصلاح او ازاله وشوه. بله دا چې دلته د کانګرس دې جلسې له د ټول هندوستان خلک راغلی وو، هغه ټول د حقیقت نه خبر شول. خدایي خدمتګار  چې به څه وخت د کانګرس لنګر له ډوډۍ خوړلو او هر سړي به ددې کوښښ کولو چې خدايي خدمتګارو سره شریک شم او هر طرف ته چې به خدایي خدمتګار لاړل نو خلکو به یې ډير عزت کولو..( ٨ )

          په  دې ترتیب د هند کانګرس ملي ګوند او د خدايي خدمتګارو سره  چې د عبدالغفار خان په مشري روانه وه اړیکې ټینګې شوی او په ګډه سره یې د انګریزي استعمار په مقابل کې مبارزه کوله، څو چې انګریزي استعمار مجبور شو چې هند ته سیاسي استقلال ورکړي. انګریزانو هندوستان ته د سیاسي آزادۍ ورکولو په څنګ کې دغه ملک په دوه برخو هندوستان او پاکستان باندې تقسیم کړ، چې ددې تقسیم  په وخت کې ډیر زیات شمیر مسلمانان او هندوان او د هندوستان نور قومونه له منځه لاړل او خلکو ډير مالي او ځاني تاوانونه ولیدل. ددې ټولو جنګونو او مبارزو بیانول او تشریح په دغه لڼده مقاله نه ځائيږي څه شی چې بیان او ذکر یې ددې مقالې په دې ځای کې ضروري او لازم  دي هغه د عبدالغني خان سیاسي مبارزې دی چې باید لنډه یادونه یې وشی.

د عبدالغني خان د سیاسي فعالیتونو په برخه کې چې د خدايي خدمتګارو په تحریک کې یې کړي دي مهمه برخه یې د (( زلمی پښتون)) په نوم د یوه سیاسي او نظامي تحریک پېل دی. دغه تحریک د خدايي خدمتګارو د امنیت او حفاظت لپاره عبدالغني خان پېل کړ، ددې تحریک په باره کې کاندید اکادیمیسن محمد ابراهیم عطایي په خپله مقاله کې داسې یادونه کړي ده:

(( غني خان د پښتنو د ستر مبارز خان عبدالغفار خان زوی دی، د هغه په سیاسي ښوونځی کې روزل شوی دی، د یو علمي مبارز په توګه یې په سیاسي صحنو کې برخه اخستې ده، په کلونو یې د انګریز او پاکستان زندانونه تېر کړی دی د هند د معروف فرهنګي شخصیت رابندرانات ټاګور په شانتی نیکتیان کې د هغه معروف نړیوال شخصیت پرلاس هنری پالنه لیدلی ده،په لندن کې یې تحصیل کړی، اروپا او امریکا یې لیدلی، د هند د معروفو سیاسي شخصیتونو مهاتماګاندې، جواهر لال نهرو او نورو سره په کلونو محشور شوی دی.

           د غني د کمال ټکې دادی چې په داټولو جریاناتو کې دی دخپلې ټولنې او خلکو څخه پردې شوی نه دی او خپل پیوند یې په دې برخه کې دومره کلک ساتلی دی چې کله یې د (( زلمی پښتون)) تحریک پېل کړ نو اتیازره وسله وال ځوانان پرې راټول شول او په یو ورځ یې اووه لس نیم زره ځوانان د پیښور په ښار کې مظاهرې ته حاضر کړل.

          د دومره سیاسي نفوذ خاوند شخصیت چې د هنری ایجاد ستر قدرت هم ورسره وی سړی پوهیدای شی چې خپلو خلکو ته د خپل فکر او احساس په انتقال کې په دغه اندازه بریالی کیدای شی.( ٩ ) .

 

هغه سیاسي او نظامي حرکت چې د عبدالغني خان په مشرۍ د (( زلمی پښتون)) په  نوم باندې پېل شوی دا د هغې زمانې د یو ضرورت په اساس باندې پېل شوی و، هغه ضرورت داو چې انګریزانو او د هغو پلویانو غوښتل چې د پښتنو او خدايي خدمتګارو په منځ کې بې اتفاقې واچوي او په دې توګه ددوی ترمنځ د خانه جنګۍ پلانونه عملي کړي، چې د همدې خانه جنګۍ او بې اتفاقیو په نتیجه کې دغه د خدايي خدمتګارو نهضت ناکامیده. په دې خاطر چې ددغو شومو پلانونو څخه مخینوی وشی عبدالغني خان د خدايي خدمتګارو د امنیت او حفاظت او همدارنګه د بې اتفاقۍ او جنګونو د مخینوی لپاره د (( زلمی پښتون)) په نوم تحریک پېل کړ چې په دې برخه کې عبدالغفار خان په خپلو یاداښتونو کې داسې لیکلي دي:

(( د الیکشن ( انتخاباتو) په وخت کې مسلم لیګ په صوبه سرحد کې د پراپیګنډۍ دپاره یو پنجابي میجر خورشید رالیږلې و چې د خپلې بدعملۍ په وجه د فوج نه موقوف شوی و،هغه یې ددی غرض دپاره راولیږلو چې هغه پښتنو کې خانه جنګي پیدا کړي او داسې تقریرونه به یې کول چې د تشدد نه ډک وو، ده به ویل چې دا یو څو خدایي خدمتګاران دي چې دې قوم کې ددوی رسوخ او اثر دی، دوی قتلول غواړي او داسې خلک پیدا کړی، چې هغوې ته  مونږ لس لس، شل شل زره روپۍ ورکړو چې هغوې دا لیډران مړه کړي، ځکه چې ددوی د مرګ نه بغیر زمونږ لاره آزادیدی نشی. دا سړی ددې دپاره سرحد ته راغلی وو چې پښتانه په کور کې وجنګوی او که چیرې د خدايي خدمتګارو رهبران قتل کړي شی نو د قوم همدردي خو خدايي خدمتګارو سره ده، نو د بدل اخیستلو به ضرور کوښښ کوی او د مسلم لیګ لیډران به قتلوي.

او په دې طریقه پښتانه به خپل کور کې په جنګ جګړه اخته شي، او دوی به برباد شی، میجر خورشید یوازې زمونږ تباه کول نه غوښتل بلکې د پښتنو ټول قوم یې تباه کولو. څه وخت چې زمونږ خلک د میجر خورشید ددې ارادې او سیکم نه خبر شو نو هغوي د خدايي خدمتګارو حفاظت لپاره نوی جماعت د غني خان په مشري کې جوړ کړو چې نوم یې (( زلمي پښتون)) و او په دې کې هغه ځوانان شریک شو ل چې د چا عقیده په عدم تشدد باندې نه وه ځکه چې هغوي په دې غرض دغه جماعت جوړ کړی و چې خدایي خدمتګار خو تشدد نه کاوه ددوی عقیده په عدم تشدد ده ددوی خلاف د تشدد سازشونه کیږي نو دوی اعلان وکړو چې دا جماعت صرف د خدايي خدمتګارو د حفاظت دپاره دی( ١٠ ) .

 ښاغلی عبدالروف (( بینوا)) د اوسنی لیکوال په دریم ټوک کې د عبدالغني خان د سیاسي ژوند او سیاسي فعالیتونو په برخه کې او همدارنګه د (( زلمي پښتون)) په نوم کوم غورځنګ چې غني خان پېل کړی و، او د هغه د جیل او بندي کیدو او نورو فعالیتونو په برخه کې یې مفصل معلومات وړاندې کړي دي چې په دې برخه کې د هغې ذکر لازم ګڼم:   ((....... په ۱۹۴۵ م کال یې د سیاست د ډګر خواته هڅه وکړه، او د دوستانو په سپارښتنه د هغه وخت په مرکزي پارلمنټ کې انتخابیدو دپاره ودرید ځان یې کاندید کړ دده په مقابل کې که څه هم د هغه وخت درې سیاسي ډلې لکه خاکسار، مسلم لیګ او هندومهاسبهـا ولاړې

وې خو عبدالغني خان هغو ټولو ته ماتې ورکړه او د هند په مرکزي پارلمنټ کې وټاکل شو، نو ډهلي ته ولاړ.

د هند په مرکزي پارلمنټ کې ښاغلي غني د خپل مستعد دماغ په برکت ډير ژر منلی مقام وموند، او د هغه وخت د هندوستان په درې بهترینو تقریر کوونکو کې یو هم غني خان و. که څه هم دی د پارلمنټ تر ټولو غړو کشر و خو چې ده به تقریر شروع کړ نو یو دم به چارچاپېره د پارلمان غړي په منډه منډه د پارلمان سالون ته راتلل چې په دده تقریر واوري او چې دده تقریر به خلاص شو نو بیا به سالون نیم تش پاته شو، سره ددې چې عمر یې لږ و، بیا هم مرکزي وزیرانو سره د یوولسو سلاکارو کمیټو  غړی و، او یو ځل نیم هم د اروپا بین المللي کنفرانسونو ته لیږلی شوی و.

په دغو ورځو کې د خدايي خدمتګارانو په مقابل کې د مسلم لیګیانو وراني زیات شو نو غني خان د هغوې د مقابلې او د خپلو کارکنانو او مشرانو د ساتنې دپاره د ((زلمي پښتون)) په نامه یو قومي تحریک شروع کړ چې دوو دورو کې یې اتیازره وسله وال ځوانان ددې تحریک لپاره تیار کړل. وايي چې یو ورځ باچا خان غني خان ته وویل چې:((  په پیښور کې زمونږ کارکنان په تنګ دي، څه مظاهره کول په کار دي (( غني خان د همغې ورځې په سبا اولس نیم زره وسله وال زلمیان د مظاهرې لپاره حاضر کړل.

له هغه نه پس چې چیرته به د خطرې جلسه وه نو غني خان به د څلورو پنځو سوو ځوانانو سره یو اړخ ته ولاړو.

د (( زلمي پښتون)) تحریک یو داسې انقلابې تحریک و، چې په ډيره لږ موده کې یې د هغه ځای د حساسو پښتنو زلمیانو د وینو تودوالی یو په دوه زیات کړ او ورځ په ورځ یې په هغوي کې د قربانۍ او فداکارۍ روح تقویه کاوه، نو ځکه دښمنان هم ورځنې ډیر زیات په ویره او ډار کې وو. خو څنګه چې (( زلمي پښتون)) د تحریک سره څه نه څه تشددد ملګری و، او د خدايي خدمتګارو او خان عبدالغفار خان د عدم تشدد د اصولو سره مخالف و، نو تر شپږو میاشتو وروسته باچا خان هغه تحریک معطل کړ، او ده(( زلمي پښتون)) زلمیانو ته یې حکم وکړ،چې ټول دې خدايي خدمتګاران شي، او په دې توګه دا انقلابي تحریک چې غني خان او دده زلمیو ملګرو منځ ته راوستلی و، ځا ی پر ځای ودرید او له منځه ولاړ. (١١ ) .

          د ۱۹۴۸ میلادي کال کې چې هندوستان د انګریزانو څخه آزادي واخستله بیا هندوستان په دوو برخو یعنی هندوستان او پاکستان باندې تقسیم شو او د تاریخ بل فصل او بله پاڼه پېل شوه د تاریخ په دې پړاو کې هم د انګریزانو او د هغوي د پلویانو له خوا عبدالغني خان او د هغه کورنۍ او نورو خدايي خدمتګارو ته ډير تکلیفونه او زحمتونه رسیدلی دي. چې څو ځله عبدالغني خان او د خدايي خدمتګارو نور لیډران په اوږدې مودې بند باندې محکوم شوي دي. د تاریخ ددې پړاو په برخه کې هم خدای بخښلی استاد عبدالروف بینوا د اوسنی لیکوال په دریم ټوک کې یادونه کړې ده چې ځینې برخې یې دلته وړاندې کوم:

(( د هندوستان تر وېش وروسته د ۱۹۴۸ م کال د جولاې په څلورمه نېټه د شپې په یوه بجه عبدالغني خان د پاکستاني حکومت له خوا ګرفتار او د هغې شپې په سهار پیښور ته بوتـــــــلـــــــی شــــــو،او هـــلته د خدايي

خدمتګارانو د ډیر بهادر او فداکار کارکن مرحوم ماسټر عبدالکریم سره یو ځای چې هغه هم په شپه نیول شوی و،

 جیل ته ولیږل شو. دا وخت په پښتونخوا کې د پاکستان د استعماري حکومت له خوا مسلم لیګي عبدالقیوم خان صدراعظم و، چې د خدايي خدمتګارانو سره یې ډيره سخته تربګني او ظالمانه رویه چلوله،او دده په امر د هغه ځای د ډيرو آزادۍ غوښتونکو پښتنو میرمنې کونډې، واړه یتیمان، زاړه بندیان، زلمیان قتل او کورونه وران شول، چې په دغه سلسله کې پر غني خان هم  شپږ کاله راز راز روحي تکلیفونه او قسم قسم جسمي ربړونه تیر کړل او د قیوم او د هغه د ځینو ملګرو دا خیال و، چې غني خان د باچا خان په کور کې نازولی لوی شوی دی، که لږه سخته پرې راشی نو ډیر ژر به معافی وغواړي. خو د هغوي دا خبره هیره وه چې د باتور له ځالې ټپوس نه الوزې. او هر څومره چې د دښمنانو له خوا زور زیاتی او ربړ زیاتېدو په همغه اندازه د غني خان او نورو پښتنو آزادۍ غوښتونکی مقاومت او زغم ټینګیده.

غني خان د جیلونو په تورو تیارو او د استعمارې زندانونو په پنجرو کې هم د خپلې روحي مشغولا څخه فارغ نه و،او خپل روحي تاثرات یې په موزونو الفاظو، خوږو عباراتو او خوندورو اشعارو کې څرګندول، چې په دې توګه یې له یوې خوا د خپل زړه د غمونو دروند بار سپکاوه اوله بله پلوه یې خپلې مورنۍ ژبې ( پښتو) ته د ویاړنې وړ خدمت کاوه.

غني خان شپږ کاله په زندان کې د استعمارچیانو ظلمونه وګالل او شپږکاله پس چې را خلاص شو، او بیرته خپل کلی ته راغی نو بیا یې رورو د خپل تباه شوي ژوند په سمبالولو او د لوټ شوی جایداد په راغونډولو ګوتي پورې کړی، خو هغه د زلمیتوب ذوق اود  خاطر جمعیت چیرته و، که څه هم په ظاهره  روغ او خوشحاله ښکاریده مګر د هغو خلکو په نظر کې چې دده سره یې یو عمر تعلق و، داسې څرګندیده چې غني خان جیل ډیر خوړلی  و . ( ١٢ ) .

عبدالغني خان د ۱۹۵۳ م کال نه وروسته ورورو د سیاست او سیاسي فعالیتونو نه لاس واخیست، خپلو ادبي کارونو ته یې مخه کړه، په دغه لڼده مقاله کې دعبدالغني خان او د هغه کورنۍ د سیاسي فعالیتونو په برخه کې لږ رڼا واچوله شوه او د هغوي سیاسي اهداف تر یوې اندازې پورې روښانه شوه او ددوی ددغو سیاسي فعالیتونو په نتیجه کې د هغوي یو څه ملي اوسیاسي هیلې او اهداف څرګند شول، مګر هغوي خپلو نهایی اهدافو ته تر اوسه پورې نه دی رسیدلی.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

.

منابع او ماخذونه:

١ _ اصغرى _ سعيد غلام رسول _ تاريخ کشور هاى اسيا و افريقا در عصر حاضر ، پوهنتون کابل ، ص ١٦٣ .

٢ _ پورتنى ماخذ ، ص ١٦٨

٣ _ عبدالغفار ( زما ژوند او جدوجهد ) ،  ٣٥٥ مخ

 ( ٤ ) _ پورتنى اثر ، ٣٧٧ مخ .

( ٥ ) _ پورتنى اثر ، ٣٨٥ مخ .

( ٦ ) _ پورتنى اثر ، ٤٠٨ مخ

( ٧ ) پورتنى اثر ، ٣٨٧ _ ٣٨٨ مخونه

( ٨ ) _ پورتنى اثر ، ٤١٢ – ٤١٣ مخونه .

( ٩ ) _  غني او اجمل، د غني خان او اجمل خټک د سیمینار د مقالو مجموعه.

د ملي آزادۍ بخښونکی جنبش او انقلابې رومانتیزم په رابطه د غني پر ادبي ایجادیاتو یوه لنډه څيړنه، د کاندید اکادیمسن محمد ابراهیم عطایی مقاله، ۱۳۶۵، ش کال.

 

(١٠ ) _ عبدالغفار خان، زما ژوند او جدوجهد، ۶۸۷، ۶۸۸ مخونه

(١١ ) .  اوسنی لیکوال، دریم ټوک، عبدالروف بینوا، کابل، ۱۳۴۶، ۲۷۴، ۲۷۵ مخونه

( ١٢ ) _پورتنی اثر، ۹۷۶-۹۷۵مخونه