Jjmklk

دمحمد اکبر خادم لنډ ژوند لیک‌‌‌‌

05.01.2010 09:01

څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار

 

 

 

دمحمد اکبر خادم لنډ ژوند لیک‌‌‌‌

          ښاغلى محمد اکبر خادم د مرزا احمد جى زوى د پښتو نخوا مشهور شاعر او ليکونکى په ١٨٨٨ع کال د پيښور په (( چارسده )) کې زيږيدلى دى . دده پلار لومړى په (( اکوړه خټک )) کې اوسيده ، خو په ١٨٧٩ع کال کې له اکوړى څخه چارسدې ته وکوچيد، او هلته ميشته شو( ١ ) ، په ١٩١٩ع کال کې څه وخت چې د انگريزانو پرضد په پښتو نخوا کې د آزادى تحريک شروع شو ، نو خادم صاحب د وظيفى نه استعغى وکړه او عملاً په ملى جهاد کې شريک شو . دغه شان خادم صاحب خپل ټول عمر په قومى بيدارى او استعمارى قوت خلاف په جدوجهد صرف کړو ( ٢).

          ښاغلى عبدالروف بينوا په (( اوسنى ليکوال )) کې د خادم صاحب د علمى ، مذهبى او سياسى فعاليتونو او د هغه د آثارو په اړه ليکى : تر کومه ځايه چې ما دده دوه اثر يو (( مم )) او بل (( حکمت)) ليدلى دى ښاغلى ښادم په زياته معنى يو دينى مبلغ او مذهبى او دينى محتسب دى .نو ځکه دده شاعرانه او قومى افکارو سر چينه هم يو مذهبى او د مينى  اصول او لارښوونى دى . او دده په ټولو آثارو کې دا اغيزه په څرگند ډول ليده شى ، مثلاً د خپل کتاب (( حکمت )) په مقدمه کې همغه وخت چې خادم صاحب د (( انجمن اصلاح الافاغنه )) ناظم و ، د (٠ التماس تر عنوان لاندى داسى ليکى : (( حضرات ! هر کله ې تمام يور پې طاقتونو د مسلمانانو ديورپ نه څه چې ددنيا نه د ايستلو او د ورکولو معمم  اراده وکړه ، او خصوصاً په ترکانو باندى ئي داسى ظلمونه وکړل چې د هغې ظلمونو هيڅ تاريخ ددنيا نظير نشى ورکولى ، اولاً چې کوم وقت د جزيرة العرب د پاکو او مقدسو ځايونو بى غرمى او بى حرمتى کيدله ، الله تعالى زما په زړه کې يو داسى اسلامى درد پيدا کړ چې فوراً ما ملازمت د دولت پريښود او دا دعا مى وکړله ، چې اى خدايه ! ماعامى او ناسيزلره توفيق د نيک عمل او د خدمت د اسلام را کړې ، د هغى تاريخ نه الله تعالى مالره توفيق راکه او په خدمت د اسلام کې ئي واخيستم چې هغه د (( انجمن اصلاح الافاغنه )) خادمى ده . په هغى وخت کې ما څومره چې په اسلامى قومونو نظروکه ، نو د پښتون نه راته بل قوم قابل د خدمت د اسلام چندان ښکاره نه شو ، ولى چې د خداى په فضل تر اوسه پورى پښتون ارام قوم دى )) .

         د ښاغلى خادم سياسى ژوند هم تر ډيره حده بلکه ټول د همدې مذهبى جذبې لاندى تير شوى دى ، يو وخت د
(( سرخ پوشو )) ملگرى و ، چې وروسته د (( خدايى خدمتگار)) د حزب په نوم ياد شو ، بل وخت په (( مسلم  ليک )) کې شامل شو ، خو په دى دواړو وختو کې ئي لوى مقصد د اسلامى جذباتو په رڼا کې خدمت کول وو . څو چې د دواړوډلو سره ئي جوړه رانغله او له دواړونه بيزاره شو ( ٣ ) .

          محمد اکبر خادم د پښتو ژبى د مخکښو شاعرانو څخه دى . خادم په پښتو ژبۀ شعرونه ويل او ټولنيز نثرونه ليکل ، د هغه د تاليفاتو او رسالو شمير څوارلسوته رسيږى ( ٤ ) .

          خادم صاحب د ځوانۍ د زمانى د پښتو شاعرى کوى او د پښتو نثر هم ډير ښه ليکى . د پښتنو په بيد او لوکې دخادم صاحب ډير لوى لاس دى.خادم صاحب دخپلو تقريرونو او نظمونو په ذريعه د قوم ډير لوى خدمت کړى دى(٥ ) 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

( ١) – عبدالروف بينوا ، اوسنى ليکوال ، لومړى ټوک ، کابل ، ١٣٤٠ هـ ل ، ( ٢٠٧ مخ )

( ٢ ) – پښتانه ليکوال ، هميش خليل ، پيښ،ر ، ( ٤١ مخ ) .

( ٣ ) – عبدالروف بينوا ، اوسنى ليکوال ، لومړى ټوک ، کابل ، ١٣٤٠ هـ ل ، ( ٣١٠ مخ ) .

( ٤ ) – فرهنگ وزبان ادبيات پښتو ، جلد اول ، سر محقق زلمى هيوادمل ، رياست تاليف و ترجمه وزرات تعلم و تربيه ، کابل ، ١٣٥٦ هـ ش ،  ( ص ١٤٦ ) .

( ٥ ) – د تورى او قلم خاوند – محمد نواز خټک ، د نو ښار پښتو ادبى جرگه ، پيښور ٤٥٤٩  ( ٢٠٦  مخ  )

 

 

د ښاغلى محمد اکبر خادم د شعر نمونه :

غلامى

پښتانه ورک شوو پـښـــتـــنې پـــاتى دى                                  نارينه مړه شوو اوار تينې پـــــاتـــــــى دى

تهذيب بدل کړ غلامى د خــــــلــــــقـــــــــو                                  د زړو تــــهذيب د شمار دانې پاتــــى دى

اخلاق پرېو زى غلامى کښې مــــــــــدام                                   خوى د غلام انې بــــــهــــــانــې پــاتى دى

پښتو ، حيا ، غيرت او شــرم ورک شه                                   غيبت ، درواغ گيلې مــــــانې پـــاتى دى

پــــښـــتــــــــو ، اسلام دواړه وهى په لتو                                   چاته د پــــلار چـــــــه خـــــزانې پــــاتى دى

مسلمانان گورته ښکــته شوى دى ټول                                   تاريخ ددوى بس نــــشــــــانې پاتـــــى دى

سبق ياد کړى د اســــــــــــــلام دى نــــورو                                  ځکه ددوى تخت شاميانـــې پاتـــــى دى

                                                  خادمه ! چـــپ شــه نــورڅه مه وايه تــه

                                                  اســـلام رخت دى افـــســـانې پاتې دى