Jjmklk

د کندهار د نيولو په سر د فارس

09.01.2010 12:36

څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار                                                    

 

 

د کندهار د نيولو په سر د فارس

صفويانو او د هند دمغولو تر منځ جگړى

          په پنځلسمه او شپاړسمه ميلادى پيړيو کې د افغانستان په گاونډيو ملکونو يعنى په ايران او هندوستان کې دوه زبر ځواک دولتونه موجوده و ، چې يو د ايران صفوى حکومت او بل د هندوستان گورگانى حکومت ، چې دواړو ډيره موده په ډير قوت سره په دواړو هيوادونوکې حکومت کاوه . ددغو زبر ځواکو دولتونو په مينځ کې افغانستان واقع شوى و چې کله کله د افغانستان ځينى سيمى او ولايتونه ددوى تر تسلط لاندى راتله ، چې په دغو سيمو کې د کندهار سيمې هم د سياسى _ ستراتيژيکى او هم د اقتصادى _ فرهنگى له نظره دغو دواړو واکمنو ته اهميت درلود او پر دغو سيمو د حاکميت لپاره ددغو دواړو ځواکونو تر مينځ سياسى رقابت موجود و ، نو ځکه دواړو هڅه کوله چې دغه سيمى په خپل کنترول کې وساتى . نو د همدى لپاره ددوى تر منځ ددغو سيمو په سر ډيرى جگړى شوي دي . په دى مقاله کې لومړى ضرورى بولم چې ددى دوو زبر ځواکو او واکمنيو په اړه  لنډ معلومات وړاندى کړم او وروسته د کندهار او د هغه د شاو خوا سيمو په سر چې کوم جنگونه اوجگړى د هند د مغولى واکمنى او د ايران د صفوى واکمنى تر مينځ شوي دي معلومات وړاندى کړم . 

          د ايران صفوى واکمنى په ١٥٠١ م _ ٩٠٧ هـ ق کال کې تاسيس او تر ١٧٢٢ م _ ١١٣٥ هـ ق کاله پورى چې نژدى ٢٢١ کاله کيږى دوام وکړ . د  ايران د صفوى واکمنى بنسټ ايښودونکى او لومړنۍ پاچا شاه اسماعيل صفوى دى چې د شپاړلسمى پيړى په پيل کې يې د صفوى واکمنى بنسټ په ايران کې کيښود . 

          (( شاه اسماعيل صفوى ١٥١٠م _ ٩٠٧ هـ ق کال کې پاچا شو . په همدى کاله کې هغه آذربايجان ونيوه . هغه د ١٥١٠ م کاله نه تر ١٥١٠ م کاله پورى ټول ايران او عراق ونيو . شاه اسماعيل صفوى د ١٥١٠م _ ٩١١ هـ ق کال په پسرلى کې د خراسان د نيولو لپاره تيارى ونيو . په دى وخت کې د تيمورى واکمنانو حاکميت په خراسان کې پاى ته رسيدلى و . اوزبکانو د محمد شيبانى خان د شيبان زوى د جو چى زوى د چنگيز زوى تر لارښودنى لاندى په ١٥٠١ _ ١٥٠١ م کلونو کې د سمر قند او بخارا په نيولو سره د تيموريانو ١٣٠ کلن واکمنى پاى ته ورسوله او د سلطان حسين په  مرگ سره په ١٥٠٥ م _ ٩١١ هـ ق کال کې د ازبکانو د حملى لپاره د خراسان لاره پرانستلم ( ١ )  .

          شاه اسماعيل صفوى تر ١٥٢٤ م _ ٩٣٠ هـ ق کاله پورى پاچاهى وکړه او د هغه د مرگ نه وروسته د هغه زوى طهاسب چې د شاه اسماعيل صفوى د ژوند په مهال کې په ١٥١٥ م کال کې د خراسان د حکمران په توگه ټاکل شوى و پاچا شو .

          طهماسب د شاه اسماعيل صفوى مشر زوى په ١٥١٤ م _ ١٩١ هـ ق کال کې زيږيدلى دى . په هغه مهال کې چې هغه د پلار د پاچاهى پر تخت کښيناست د لسو کالو او درى مياشتـــــــــو هلـــــک و .

هغه په ١٥٢٤ م _ ٩٣٠ هـ ق کال کې دشاه اسماعيل صفوى د مرگ نه وروسته پاچا شو . شاه طهاسب نژدى پنځوس کاله پاچاهى وکړه او خپل ټول عمر يې په عياشى تير کړى . په ١٥٧٣ م ٩٨٤ هـ ق کال کې ناروغه شو د دوو مياشتو ناروغتيا څخه وروسته په همدى کال کې مړ شو ( ٢ ) .

          د طهاسب د پاچاهى په دوران کې هغه درى ځلى په کندهار باندى حمله وکړه ، لومړى ځل په ١٥٤٤ م کال کې ، بيا په ١٥٣٦ م کال کې او وروستى ځل په ١٥٥٦ م کال کې چې  په همدى حمله د هغى له خوا کندهار ونيول شو . ددى حملاتو بيان د مقالى په بله برخه کې په تفصيل سره راځى . د طهماسب د مرگ نه وروسته د ١٥٧٤ م کال نه تر ١٥٨٧ م کاله پورى چې نژدى د يارلس کاله کيږى د پاچاهى د تخت پر سر د هغه زامن ( حيدر ، دوهم اسماعيل او محمد خدابنده ) په خپل مينځ کې په جنگونو اخته وو چې په نتيجه کې درى واړه مړه شول او د هغه بل زوى شاه عباس پاچا شو .   

          شاه عباس په ١٥٨٧ _ ٩٩٦ هـ ق کال کې د خپل پاچاهى اعلان وکړه او تر ١٦٣٩ م _ ١٠٤٩هـ ق پورى يې حکمرانى وکړه .  څرنگه چې شاه عباس د عثمانى دولت د نظامى پرمختگ په مقابل کې واقع شوى و نو د تبريز ، شيروان ، گرجستان او لرستان ولايتونه يې په ١٥٨٨ م کال کې له لاسه ورکړل . شاه عباس په ١٦٢٠ م کال کې په کندهار باندى حمله وکړه ، چې تفصيل يې وروسته راځى . د شاه عباس د مرگ نه وروسته د هغه لمسى (( شاه صفى )) په ١٦٣٦ م _ ١٠٤٩ هـ ق کال کې پاچا شو او د هغه پاچاهى تر ١٦٤٢ م _ ١٠٥٢ هـ ق کاله پورى دوام ، وکړ . د شاه صفى په لنډه دوره کې د ازبک قواوو کندهار او عثمانى قواو همدان او بغداد ونيو . د شاه صفى د مرگ نه وروسته په ١٦٤٢ م _ ١٠٥٢ هـ ق کال کې عباس ثانى پاچا شو هغه تر ١٦٦٧ هـ ق کاله پورى پاچاهى وکړه . عباس ثانى په ١٦٤٨ م کال کې په کندهار باندى حمله وکړه . د شاه عباس ثانى دمرگ نه وروسته د هغه زوى او ځاى ناستى سليمان صفوى په ١٦٦٧ م کال کې پاچا شواو تر ١٦٩٤ م کاله پورى يې پاچاهى وکړه . د شاه سليمان صفوى د مرگ نه وروسته د هغه زوى شاه حسين صفوى په ١٦٩٤ م کال کې پاچا شو او تر ١٧٦٦ م کاله پورى يې سلطنت وکړ . د شاه عباس د مرگ نه وروسته صفوى واکمنى زوال خواته روان شو ، چې د شاه حسين د دورى په پاى کې دغه زوال خپل اخرى حدته ورسيد ( ٣ )

          د پورتنيو معلومات څخه په واضح ډول څرگند شو چې د ايران د صفوى پاچاهانو په دوره کې نژدى پنځه ځله پر کندهار باندى حملى تر سره شوي دي . چې دغه حملى په ترتيب سره په ١٥٤٤ م ، ١٥٣٦ م او ١٥٥٦ م کلونو د طهاسب د پاچاهى په دوران کې او په ١٦٢٠ م کال کې د شاه عباس په وخت او په ١٦٤٨ م کال کې د شاه عباس ثانى په زمانه کې حملى تر سره شوي دي چې ددى حملو بيان وروسته راځى . د مقالې په دى برخه کې د هند مغولى پاچاهانو په باره کې به لنډ معلومات وړاندى شى ، ځکه چې د هند مغولى واکمنان د صفوى واکمنانو پر ضد د کندهار د نيولو پر سر په رقابت کې و . د هند د مغولى واکمنانو واکمنى د پنځلمى پيړى په پاى يعنى په ١٤٩٣ م _ ٨٩٩ هـ ق کال کې پيل شوى ده او ددغه پاچاهى لړى تر هندوستان پورى وغزيدله او دى دورى بنسټ ايښودونکى ظهير الدين محمد بابر د عمر شيـــــــــــخ زوى ، د ميرزا ابوسعيد زوى د محمد ميرزا زوى د ميرا شاه زوى د . امير تيمور زوى دى . ددى کورنى پاچاهى تر ١٧٠٦ م _ ١١١٨هـ ق کاله  پورى دوام وکړ .

          عمر شيخ ميرزا په ١٤٩٣ م _ ٨٩٩ هـ ق کال کې د ٣٩ کالو په عمر په انديجان کې له بام څخه ولويد او مړشو او بابر په ١٢ کلنى کې په همدى وخت کې د انديجان د پاچا په حيث اعلان شو ( ٤ ) .

          بابر د خپلى پاچاهى د پيل يعنى د ١٤٩٣ م کال نه تر ١٥٠٤ م کاله پورى په ماورا ء النهر کې د پاچاهى د تخت پر سر  په کورنى جنگونو اخته و ، چې په اخر کې يې  ماورا ء النهر پريښود او افغانستان خواته يې حرکت وکړ .

          بابر د ١٥٠٤ م کال په جون _ ٩١٠ هـ ق کال په محرم کې د درى سوه کسانو سره چې ډير لږ تجهيزات يې له خانه سه لرل د تر مذ د لارى نه د اموسيند څخه تير شواو افغانستان ته ننوت ، په همدى وخت کې هغه کهمر د او باميان ونيو . په ١٥٠٥ م _ ٩١١ هـ ق کال کې يې غزنى او قلات ، تر خيبره پورى ونيوه او خپل ورور جهانگير ميرزا يې دغزنى د حکمران په توگه مقرر کړ . په ١٥١٨ م کال کې هغه و توانيد چې د سند د سيند څخه تير شى او تر چناب پورى ځان ورسوى . په ١٥١٩ م کال کې د لاهور د ښار مدافيعيونو ته يې ماتى ورکړ او دغه ښار يې ونيو ( ٥ ) .

          (( د بابر څلورم ځل تگ پر ٣٩٠ هـ ق _ ١٥٢٣ م کال تر لاهور او سيالکوټ پورې و او په پنځى ځل تگ يې د ٩٣٢ هـ _ ١٥٢٥ م د پانى پت په جگړه کې سلطان ابراهيم لودى وواژه او په همدى کال کې د ډهلى پر تخت کښيناست . بابر د ٩٣٧ هـ ق _ ١٥٣٠ م کال په اگره کې مړ او دده  د وصيت له مخې د کابل په بابر باغ کې ښخ شو . تر هغه وروسته يې زوى نصير الدين همايون د ډهلى پر تخت کښيناست . خو همايون په هندوستان کې ونه شو کړاى چې د خپل پلار د پاچاهى مقام وساتى ، دا ځکه چې بابر د لو ديانو شهنشاهى برباد کړى او په هند کې يې د افغانى تاريخ عظمت ته صدمه رسولى وه ، له دى کبله افغانان د خپل تاريخى بپرم د را ژوندى کولو په تکل وو ، د هند شهنشاهى يې خپل موروثى ملک گاڼه او سلطان ابراهيم لودى چې د ناوړې ادارې او ناپوهى له امله يې افغانى قوت تيت کړى و او نتيجه يې د پانى پت په جگړه کې د بابر په مقابل کې وليد نو ځکه دا مهال يو نابغه هوښيار پښتون فريدخان مشهور په (( شير شاه )) په هند کې د سورى له ټبره منځته راووت ، ده په هند کې افغانى تيت ځواکونه سره را ټول او د افغانى برم نغرى يې بيا تود کړ ، د پښتنو د چاروتر سمون او ددوى تر يووالى وروسته يې پر همايون حمله وکړه ، همايون مات شو او د هند د شهنشاهى مقام بيرته د هغه د تاريخى خاوندانو لاس ته ورغى . همايون د ماتى پر همدغه کال د ٩٣٧ هـ ق _ ١٥٣٠ م د سند عمر کوټ ته ورسيد او د افغانستان د جنوبى گرمسير او سيستان له لارى هرات او مشهد ته لاړ . هغه له بدخشانه تر کندهاره او د کابله د سند تر سينده حکمرانى کوله چې د حکومت مرکز يې کابل و .

          همايون خپل ورور شهزاده محمد حکيم په کابل کې حکمران پريښود او په خپله د ٩٦٢ هـ ق کال د صفرى په مياشت د پيښور له لارې د هند د نيولو په تکل وخوځيد ، د ٩٦٢ هـ ق کال د روژى په سر کې د سورى کورنى ته ماتى ورکړ او د دهلى پر تخت کښيناست او د ٩٦٣ هـ ق _ ١٥٥٥ م کال د لومړىخور پر پينځمه په ډهلى کې مړ شو . دده پر ځاى يې د يارلس کلن زوى جلا الدين محمد اکبر د ٩٦٣ هـ ق _ ١٥٥٥ م د دوهم خور پر ١٢ مه د جمعى په ورځ په لاهور کې پاچا شو )) ( ٦ ) .

 

  (( جلال الدين اکبر د هند غښتلى پاچا په ١٦٠٥ م کال کې په هند کې مړ شو او د هغه پر ځاى شهزاده سليم د جهانگير په لقب په اگره کې د هند پاچا شو . د همدى پاچا په وخت کې صفوى قوتونه د هرات حکمران حسين خان تر لارښونى لاندى په کندهار باندى بريد وکړ )) ( ٧ ) .

          (( امپراتور جهانگير په کال ١٦٢٧ م کې مړ شو . شاه جهان چې په دغه وخت کې ددکن په جونامه کې و ، د خپل پلار د مرگ په اوريدو سره ځان د هند د امپراتور په توگه اعلان کړ . شاه جهان د خپل سلطنت په لومړيو کالو کې ( ١٦٢٧ _ ١٦٣١ ) کې غوښتل چې د افغانانو په نسبت د خپل پلار پخلا کوونکى پاليسى غوره کړى ( ٨ ) .

          شاه جهان د ٣١ کالو حکمرانى څخه وروسته په ١٦٥٧ م کال کې دده د زوى لخوا زندان ته واچول شو اوپه ١٦٦٥ م کال کې مړ شو . د پلار د بندى کولو ،او په ورور باندى د لاس برى نه وروسته او رنگ زيب په ١٦٥٧ م کال کې د پاچاهى پر تخت کښيناست ، او نژدى پنځوس کاله يې يعنى تر ١٧٠٦ م کاله پورى سلطنت وکړ .

          د او رنگ زيب د مرگ نه وروسته په ١٧٠٦ م کال کې د هندوستان بابرى واکمنى دزوال خواته روان شوه او د ملک په هر گوټ کښې ملوک الطوايفى  سرر اپورته کړ . د او رنگ زيب د مرگ نه وروسته د ١٧١٨ م کال نه د محمد شاه تر پاچا کيدو پورى د دولسو کالو په موده کې څلور پادشاهان مينځ ته راغلل او ووژل شول . همدارنگه د محمد شاه په زمانه کې په ١٧٣٨ م کال کې نادر شاه افشار او بيا احمد شاه بابا په ١٧٥٦ م کال کې په هندوستان باندى تسلط وموندل ( ٩ ) .

          د ايران صفوى واکمنى ، په ١٥١٠ م کال کې تاسيس شوه او ظهير الدين محمد بابر په ١٥٠٤ م کال کې افغانستان ته راغى او د هغه حکمروايى دلته پيل شوه او په ١٥٢٥ م کال کې هغه په هند کې د مغولى واکمنى ، بنسټ کيښود . په دى ترتيب سره د ايران صفوى حکومت او د هند مغولى حکومت په يوه وخت کې سر را پورته کړى دى او د کندهار ښارا و د هغه شاو خوا سيمى ددغو دواړو لپاره د ډير اهميت وړ ځکه و چې د کندهار ښار د پخوا زمانونه تر اوسه پورى د تجارتى لحاظه د جنوبى اسيا ، ايران او منځنى اسيا تر مينځ تجارتى مرکز اولاره ده ،او همدارنگه دا ښار په هغه زمانه کې د هند د نيولو لپاره مهم نظامى مرکز و ، او د هند مغولى واکمنى لپاره د هرات اوايران د نيولو په خاطر دغه سيمه د مهم نظامى مرکز په حيث ارزښت درلود ، نو ځکه دواړه حکومتونه د خپل توان تر اخرى حد پورى کوښښ کاوه .  چې ددغه سيمو کنترول په خپل لاس کې وساتى . د ايران صفوى حکومت او د هند مغولى حکومت د واکمنانو په زمانه کې د کندهار دنيولو لپاره ددغو دواړو حکومتونو تر مينځ نژدى اوه ځله مهم او خونړى جنگونه اوجگړى شوي دي ، چې د ډيرو ځانى او مالى تلفاتو په ورکولو سره کله ديو او کله د بل په لاس کې و ، اوس ددى جنگونو او جگړى شرح په ترتيب سره وړاندى کيږى : د کندهار د نيولو پر سر د هند دمغولى واکمنانو او د ايران دصفوى واکمنانوترمينځ جگړى او شــخــــړى د  د ١٥٢٢ م کال نه پيل شوى وې ، چې دا لړى ته ١٦٤٧ م کاله پورى دوام وکړ ، په دى اوږده موده کې چې نژدى ١٢٥ کاله کيږى کندهار کله د صفوى او کله دمغولى واکمنانو تر کنترول او قبضى لاندى کيده . د مقالى په دى برخه کې دغه اوږده دوره په دريو پړاونو څيړل شوى ده ، چې په هغو کې د کندهار د نيولو پر سر د هند د مغولى او د ايران صفوى حکومتونو رقابتونه او جگړى تشريح شوي دي .

د کندهار سياسى او نظامى وضع د ١٥٢٢ م کاله نه

تر ١٥٩٥ م کاله پورى

          د ١٥٢٢ م کال نه تر ١٥٩٥ م کاله پورى چې نژدى ٧٣ کاله کيږى په هند کې د بابر او د هغه د زوى همايون او د همايون د زوى جلال الدين اکبر د واکمنى دورى وى . په دى وخت کې په ايران کې د شاه اسماعيل صفوى ، طهاسب صفوى او شاه عباس صفوى د پاچاهى دوران و . په دى دورو کې د کندهار پر سر د مغولى دولت او صفوى دولت په مينځ کې ځينى شخړى شوي دي چې د هغه تفصيل ظفر کاکا خيل داسى بيا نوى : (( د حسين بايقراء دوفات نه پس په کال ١٥٢٢ م کې بابر په کندهار قبضه وکړه . دغه وخت د کندهار حکمران شاه بيگ نوميده چې د (( ارغون )) زوى وو . او دبابر د لاسه سند ته په تيښته مجبور شوى وو . بابر په کال ١٥٣٠ م وفات شو او د هغه دوفات نه پس قندهار د مرزا کامران د لورى نه دلته حاکم مقرر کړو . د همايون او ايرانى بادشاه طهاسب تر مينځ دا لوظ شوى وو چې د هند د فتحى نه پس به همايون کندهار ايرانى حکومت ته حواله کوى . په کال ١٥٥٥ م کې همايون دهند د فتحى په تکل روان شو او بيرم خان هم د هغه سره لاړ او شاه محمد نومى يوسړى د بيرم خان د نائب په ډول د قندهار حاکم مقرر شو .  همايون اگر چه د هند په فتحه کولو کې خو کامياب شو ولى ډير زر په کال ١٥٥٦ م کې وفات شو او ايرانى حکومت ته يې د کندهار د ستنولو وعده دهغه په ژوند کې پوره نه شوه . او کندهار هم هغه شان د مغول حکومت په قبضه کې وو . شاه محمد ددى ښار حاکم وو . په کال ١٥٥٥ م کې چې اکبر په هندوستان کې د خپل سلطنت په استحکام کې معروف وو . د زميندارو د علاقى حکمران په   کندهار حمله وکړه د کندهار حاکم نه خود هغه مقابله کولى شوه او نه يې د اکبر نه د کومک طمع وه . نو هغه ايرانى دربار ته د همايون هغه وعده ور په ياد کړه او د هغوى نه يې په دى شرط کومک او غوښتلو چې د کاميابى په صورت کې به کندهار د همايون د وعدى په احترام کې ايران حکومت ته حواله کړى شى . په دى وجه ايرانى حکومت د کندهارامداد ته فوځ را اوليږلو او ددى فوځ په کومک کندهار د زمينداور د محاصرى نه خلاص شو . ولى اوس شاه محمد د خپلى وعدى نه وا وړيدو اوايرانيانو ته يې د کندهار په قبضى کولو کې انى بهانى شروع کړى په دى خبره ايرانيانو کندهار محاصره کړو . اکبر چې ددى واقعاتو نه خبر شو ، نو شاه محمد ته هدايت وکړو چې د همايون دوعدى په احترام کې دى کندهار سمدستى ايران حکومت ته حواله کړى شى . شاه محمد همدغه شان اوکړل .کندهار يې ايرانيانو ته وسپارل   او پخپله هند ته راغى او ددى نه يعنى ١٥٥٨ م کال نه تر ١٥٩٥ م کاله پورى کندهار دايرانيانو په قبضه کې وو.

          چې کندهار د ايرانيانو په قبضه کې راغى نوپه دى خبره پښتنو ( غلجى او ابدال قبايل ) ډيره خوشحالى وکړه ، او ددى وجه داوه چې د مغولو رويه او سلوک دپښتنو سره ښه نه وو . او د پښتـــــنو دا

خيال وو چې دمغولو په نسيت به د ايرانيانو سلوک ددوى سره بهتر او شريفانه وى . ولى په ابتدا کې ايرانيان هم د مغولو په پله روان وو، د ايرانى حاکمانو سلوک د پښتنو په توقعاتو يخى او به توى کړى،

          هر کله چې حالات د زغم نه بهر شول نو پښتنو د خپلو مشرانو يوه جرگه د خپلوشکايتونو پيش کولو په غرض اصفهان ته . وليږله . دى جرگې د بادشاه په خدمت کې خپل شکايتونه پيش کړل . دغه وخت کې د ايران پادشاه شاه عباس اعظم وو . چې يو فراخدل ، وسع النظر او دورانديش پادشاه وو . هغه چې د پښتنو په شکايتونوخبر شو نو د هغوى ټول شکايتونه خبر شو نو دهغوى ټول شکايتونه يې لرى کړل . او د پښتنو د معاملاتو دپاره يې دپښتنو مشرانو نه ځنى سرداران د (( کلانتر )) په عهده مقرر کړل ، او په اول وار د ابدال قبيلى د کلانتر په عهده ملک سدو مقرر شو. چې په ابدال قبيله کې د يو پلزو په څانگه کې وو . او دا اول موقع ده چې  په تاريخ کې ابدالى قبيله په دى خپله نامه ذکر شوى ده . د (( ملک سدو )) په ذمه دهغه سړک د يوى حصى د حفارت ذمه وارى هم وه، کوم چې د ايرا نه هرات ته او د هرات نه کندهار ته راغلى وو . په دى ډول په ابدالى قبيله کې د سدوزو په کورنى کې د خانى اورياست بنياد قايم شو ، او څه رنگ چې د اکبر د لورى نه ملک اکوړى دخټکو د خانى بانى گرزيدلى وو . دغه رنگ د شاه عباس د لورى نه ملک سدو د سدوزو د خانى بانى شو . د خټکو او ابداليانو د خانى زمانه يوه وو صرف دومره فرق وه چې خټک د مغولو پرور ده وو او ابداليان د ايرانيانو )) ( ١٠ ) .

د کندهار سيمه دجلال الدين اکبر ، جهانگير او

شاه جهان د واکمنى په مهال کې ( ١٥٩٥ _ ١٦٤٦ م )

          د پورتنيو څرگندونو څخه څرگنده شوه چې دکندهار ښار تر ١٥٩٥ م کال پورى د صفوى واکمنانو  په لاس اداره کيده . ١٥٩٤ م کال نه تر ١٦٤٧ م کاله پورى چې په هند کې د جلال الدين اکبر ،جهانگير او شاه جهان د واکمنى دوره وه ، کندهار کله د صفوى او کله د هند د مغولى حکومت لخوا اداره کيدله . په دى دوره کې د کندهار دسياسى او نظامى وضعى په اړه  چې نژدى ٥٣ کاله کيږى علامه پوهاند عبدالحى حبيبى داسى څرگندونى کړي دي : (( . . . پر ٩٩٩ هـ ق _ ١٥٩٠ م کال کې خان خانان د بلوچستان له لارې پر کندهار حمله وکړه او کابلى شاه بيگ خان د اښار بيا د اکبرى هيواد يوه برخه کړه ( ١٠٠٣ هـ ق _ ١٥٩٤ م ) . دى د اکبر د دورې تر پايه پورى د کندهار حکمران و  پر ١٠١١ هـ ق _ ١٦٠٢ م کال کې يې د بدخشان شاهرخ زوى ميرزا حسن چې پر کندهار ير غل کړى و . غورته پر شا وشاړه . پر ١٠١٤ هـ ق _ ١٦٠٥ م کال د هند شاهنشاه جلال الدين محمداکبر له دنيالاړ.

          د جلال الدين له مړينې وروسته يې زوى نور الدين جهانگير پر ځاى کښيناست ، دا وخت د هرات صفوى حکمران حسن شاملو د سيتسان د حاکم په مرسته پر کندهار حمله وکړه . خو شاه بيگ خان په کلا بندى کړ ، پښې يې ټينگې کړى جهانگير هم له هنده ملاتړ لښکر را واستاوه او صفوى لښکر ناکام وتښتيد د کندهار ، سند او ملتان حکمرانى د جهانگير له درباره غازى خان ته ورکړ شوه ( ١٠١٤ _ ١٦٠٥ م ) .

 

          کندهار چې تل د صفوى او بابرى پاچاهانو د جگړې ډگرو ، اوس نو د جهانگير لاس ته ورغلى و، خو پر ١٠٣١ هـ ق _ ١٦٢٥ م کال بيا شاه عباس صفوى ونيو .

          په اکبرى عصر کې حسن خان ترين د اوسنى بلوچستان د پښين د سيمو له غټو مشرانو څخه و ، چې زوى يې شير خان ترين د صفوى او  د ډهلى د تيمورى حکومتونو تر منځ خپلواک او سيده ، پر ١٠٤١ هـ ق ١٦٣١ م کال کې د کندهار صفوى حکمران على مردان پر پيښى حمله وکړه اوشير خان د دو کې او چيټالې کلا وته پناه يوړه ، خوشاه جهان د ١٠٤٨ هـ ق _ ١٦٣٧ م کال د کندهار خواته لښکر را واستاوه صفوى حکمران ملى على مردان خان تسليم او کندهار يې د شاه جهان لښکرو ته وسپاره ، د کندهار محلى مشران ملک مفدود او کامران د شاه جهان له درباره رسماً د کندهار حکمداران و پيژندل شول او د شاه جهان لښکر د هلمند تر غاړو ، زمينداور ، بست او گرشک پورى سيمى ونيولى ، د ١٠٤٨ هـ ق _ ١٦٣٨ م کال )) . ( ١١ ) .

پر کندهار باندى د شاه عباس ثانى ير غلونه

          تر ١٦٤٧ م کاله پورى په کندهار کې د هند دمغولى حکومت د واکمنانو واکمنى چليده . ددى کال نه وروسته د صفوى دربار حاکم شاه عباس ثانى پريکړه وکړه چې کندهار ښار د هند د مغولى واکمنانو نه واخلى . ددى مقصد د پوره کولو لپاره لوى پوځى تيارى ونيوچې په نتيجه کې د کندهار ښار د مغولې واکمنانو د واکمنى تر پاى پورى د هغوى له لاسه ووت . ددى جنگونو او جگړو تفصيل مير غلام غبار داسى بيا نوى : (( په ١٦٤٧ م کال کې شاه عباس ثانى د پنځوس زرو لښکرو سره پر کندهار باندى حمله وکړه او د دويم مياشتو محاصرى نه وروسته يې دغه ښار ونيو .بست او زمنيد اور يې هم د کندهار سره يو ځاى کړ . صفوى واکمنانو لس زره عسکر د مهراب په مشرى پر کندهار پريښودل او دوى دفراه ، هرات او مشهد د لارى نه و اپس شول .

          په بل کال کې او رنگ زيب د يو لوى پوځ سره چې شمير يې او يا زرو ته رسيده د کابل او غزنى د لارى نه کندهار ته ورسيد ، په دى وخت کې شاهجهان هم کابل ته راغى . د بل لورى نه مهراب په کندهار کې د صفوى دولت حکمران په کلکه د کندهار څخه د فاع کوله . د کندهار د ښار محاصرى خلور مياشتى دوام کړ ، شاه جهان چې دغه حالت وليد د کابل څخه هند ته ولاړ او  او رنگ زيب ته امر وکړ  چې ملتان ته لاړ شى .

          په ١٦٥٠ م کال کې شاه جهان د شپيتو زرو لښکرو سره چې څلويښت توپونه اولس جنگى پيلان ورسره و د او رنگ زيب په مشرى د سند او ملتان څخه دکندهار خواته وليږه او شاه جهان بيا کابل ته راغى . دوه مياشتى او اته ورځې جگړې  دوام وکړ ، مگر کندهار فتحه نشوه ، بيا ژمى را ورسيد ، شاه جهان د کابل څخه او  او رنگ زيب د کندهار څخه د هند پرلور وخوځيد .

          په بل کال يعنى ١٦٥١ م کې د او رنگ زيب په ځاى د هغه رقيب دارا شکوه د کندهار د نيولولپاره مؤظف شو . هغه د يو زور ور لښکر سره روان شوو چې لاندى پر سونل او وسايل ورسره وو : اتيا تنه جگ پوړى افسران ، او يا زره پلى او سپاره عسکر ، پنځه سوه سقاوان ، درى زره اوښــــــــــان ،

 

شپږ سوه پيلان ، څلوزره او ر لورنکى هوايى غشى ، پنځه زره منه باروت ، پنځه سره منه سوب ، څلور پنځوس غټ او واړه توپونه او ديرش زره دانى د توپ مرمى . هغو ددغو قوتونو سره د کندهار ښار محاصره کړه . د کندهار خلک او صفوى حاکم مهراب دپخوا په شان د کندهار څخه په کلکه توگه دفاع وکړه . دى حملى اودفاع پنځه مياشتى دوام وکړ په اخر کې د هند مغولى دولت د کندهار د نيولو څخه د تل لپاره نا اميده شو ، د دارا شکوه لښکر د هند لورى ته وخوځيد او کندهار په قطعى توگه د صفوى دولت تر ادارى لاندى پاتى شو ( ١٢ ) .

          په دى مقاله کې مونږ دى نتيجى ته ورسيدو چې د کندهار ښار او د هغه شاو خوا سيمى څومره سياسى ، نظامى سترايتژيکى او اقتصادى ارزښت لرى ، دا ارزښتونه يوازى دمغولى واکمنى او د فارسى صفوى واکمنى په زمانه کې نه وو ، بلکه دا ارزښتونه د ميلاد څخه مخکى بيا تر منځنيو پيړيو پورى  اود هغى زمانى نه تر او سه پورى په خپل حال پاتي دي . ځکه چې د کندهار ښار په هره تاريخى دوره کې د جنوبى اسيا او منځنى اسيا او اروپايى هيوادونو تر مينځ يوه تجارتى مرکز او تجارتى لاره ده . نو د همدى امله په هره زمانه کې  په دى سيمه کې زبر ځواکان ددغه ښار د نيولو پر سر رقابت کې وو .

          پر کندهار باندى د صفوى او مغولى واکمنى چې د ٩٠٧ هـ ق _ ١٥٠١ م کال نه پيل او تر ١١٢٠ هـ ق _ ١٧٠٨ م کاله پورى چې نژدى دو پيړى کيږى دوام وکړ. په دى اوږده موده کې د دواړو رقيبو ډلو تر مينځ خونړۍ جگړى وشوى ، چې د هغو په نتيجه کې نه يوازى د کندهار اود هغه په شاو خوا سيمو خلکو ته مالى اوځانى زيانونه ورسيدل بلکه دواړه رقيبو خواو ته هم مالى اوځانى زيانونه ورسيدل . په دى جگړو کې افغانستان ته اقتصادى ، سياسى او فرهنگى له پلوه  هم ډير زيانونه ورسيدل ، په دى سيمه کې  مرکزى حکومت له مينځه ولاړ او افغانستان په عملى توگه د سيمى د زبر ځواکو په مينځ کې تجزيه شواو په ډيرو سيمو کى ملوک الطوايفى جوړه شوه .

          د همدى شرايطو لاندې په کندهار کې ميرويس خان سر را پورته کړاو د افغانستان د آزادى او د خورو ورو سيمو او خلکو د يو ځاى کولو لپاره يې ملا وتړله . هغه د نورو هيواد پالو افغانانو په مرسته وکولاى شو چې په ١١٢٠ هـ ق _ ١٧٠٨ م کال په کندهار کې ملى افغان حکومت جوړ او د يوې متمر کزى واکمنى بنسټ کښيږدى او دغه حکومت د سيمى د زبر ځواکو لخوا په رسميت وپيژندل شو ، مگر سره ددى هم د هغوى پټ مخالفتونه موجود وو .

منابع او ماء خذونه

  1. تحقيقاتى در تاريخ ايران عصر صفو ى _ راجر . م . سيورى . ترجمه : عباسقلى غفارى فرد ، محمد باقر آرام _ ١٣٨٢ هـ ش .
  2. ايران عصر صفوى راجر سيورى مترجم : کامبينر عزيزى ١٣٨٣ هـ ش .
  3. افغانستان در مسير تاريخ _ مير  غلام محمد غبار _ ١٣٤٦ هـ ش .
  4. آرامگاه بابر _ استاد خليل الله خليلى ، ١٣٣٤ هـ ش .
  5. تيموريان – عبدالله کارگر _ ١٣٨٤ هـ ش .
  6. د افغانستان لنډ تاريخ _ علامه پوهاند عبدالحى حبيبى ١٣٨٣ هـ ش .
  7. په هند کې د افغانانو تاريخ _ ډاکتر محمد عبدالرحيم .مترجم : پوهاند محمد حسن ضمـــــــير

صافى _ ١٣٦٣ هـ ش .

 ٨ .  پښتانه د تاريخ په رڼا کې _ سيد بهادر شاه ظفر کاکا خيل .

 

( ٩ ) _ افغانستان در مسير تاريخ _ مير غلام محمد غبار _ ١٣٤٦ هـ ش _ ( ص ٣٠١ _ ٣٠٢ ) .

 

 

( ١٠ ) _ پښتانه د تاريخ په رڼا کې _ سيد بهادر شاه رظفر کاکا خيل پيښور _ ( ٧٤٢ _ ٧٤٢ مخونه )

 

 

 

( ١١ ) _ د افغانستان لنډ تاريخ _ علامه پوهاند عبدالحى حبيبى . ١٣٨٢ هـ ش _ ( ٢٢٦ _ ٢٢٧ مخونه ) .

 

 

 

( ١٢ ) _ افغانستان در مسير تاريخ _ مير غلام  محمد غبار _ ١٣٤٦ هـ ش