Jjmklk

تا ماته ويلي وو ، چې . . .

19.01.2010 09:54

څېړنوال  عبدالرحيم بختانى خدمتگار      

 

 

تا ماته ويلي وو ، چې . . .

          نن وطيفې ته نه وم تللى ، ځکه له رکيم خان سره مې ژمنه کړې وه ، چې زما د يو ملگري د زوى واده ته به يوې ليرې ولسوالۍ ته ځو . کله چې کريم خان زموږ کور ته راغى ، ترڅه شېبې د مې وروسته وخوځېدو او نژدې يو ساعت مو په موټر کې مزل وکړ ، ولسوالۍ ته ورسېدو ، د ولوسالۍ په بازار کې روان وو ، چې ناڅاپه له يو نابلد سړي سره مخامخ شوو ، هغه له ليرې نه زموږ خواته را روان و ، لکه د آشنا غوندې يې راته کتل ، کله چې ورنژدې شوو په ډېرې وارخطايۍ يې ماته وويل : تا ماته ويلي و ، چې خرڅ ييې کړه ! تا ماته . . . . ! څو ځلې يې دغه خبره وکړه او خپله لاره يې ونيوله . موږ حېران پاتې شوو ، چې دا سړى څوک دى اود څه شي د خرڅولو په اړه مو له ده سره څبرې کړې وې . زه او کريم خان دواړه په چرت کې لاړو .

          موږ خپله لاره ونيوله او د واده د کلي پر لور روان شو . په لاره کې موږ دواړو ددې سړي په اړه فکر کاوه ، چې څومره ښکلى ځوان و ، مگر د لېوني په څېر يې خبرې کولې ، ښايي چې لېونى وي . . . په خبرو خبرو کې کلي ته ورسېدو .

          د واده والا په دېره کې ډېر کسان ناست وو ، موږ هم دېرې ته لاړو . تر ستړي مشو وروسته په يو کټ کې کښېناستو . ددې وخت ودونه هم بل شانته دي ، يعنې ساز او موسيقي پکې نشته ، ټول خلک بې مضمونه ناست وي ، ځينې ټوکې ټکالې کوي ، ځينې د ځان درنه او د بل سپکه وايي او ځينې د خپلې وظيفې او کاروبار ، تجارت او قاچاق په اړه يو تر بله سره خبرې کوي او خپل وخت تېروي . موږ هم خپلې کيسې کولې او گپ شپ مو لگاوه ، چې زموږ انډيوال يانې واده ولا او زموږ يو پخوانى انډيوال يانې انجنير شېر محمد زموږ خوا ته راغلل او له موږ سره يې ستړي مشي وکړه . شېر محمد له موږ سره کښېناست او واده والا په خپل کار پسې لاړ . شېر محمد له موږ سره په خبرو بوخت شو . په خبرو کې ماله شېر محمد څخه پوښتنه وکړه ، چې د ولسوالۍ په بازار کې يو ځوان سړى راسره مخامخ شو ، ما هغه ونه پېژانده ، مگر هغه ماته وويل چې تا ماته ويلي وو ، چې خرڅ يې کړه ! موږ هېڅ پونه شو ، چې دا لېونى و ، که زموږ کوم پخوانى دوست و او ما چې هر څومره فکر وکړه داسې مې ځاى ته رانه وست ، چې چېرته مې کله ليدلى وي ؟ او يا مې کله د څه شي په اړه ورته ويلي وي ، چې خرڅ يې کړه .

-       انجينر شېر محمد په خندا موږ ته وويل : دا سړى خو مدد خان نومېږي او په دې لنډو ورځو کې بېچاره لېونى شوى دى .

-       مدد خان څوک او څه کاره دى ؟

-       د مدد خان کيسه ډېره اوږده ده ، خو زه با تاسې ته د ده لنډه کيسه وکړم ، ځکه چې د ډوډۍ وخت هم نږدې دى .

-       انجينير شېر محمد د مدد خان کيسه داسې پيل کړه :

-       مدد خان ددې کلي دى ، زموږ خپل دى ، زما همزولى دى ، په ښوونځي کې له موږ سره همدوره و ، په هغه وخت کې دوى ډېر غريب وو . کله چې موږ د ښوونځي په درېيم ټولگي کې و ، کودتا وشوه ، څه موده وروسته زموږ په ولسوالۍ کې حالات خراب شول ، جنگونه پيل شول ، هر څوک هرې خوا ته ولاړل ، زه ښار ته ولاړم او مدد مهاجر شو . له ډېرو کلونو وروسته کله چې حالات لږ څه سم شول ، بېرته کلي ته راغى ، بېچاره وزگار و . ها خوا دې خوا گرځېدۀ ، کله به يې يو کار کاوه او کله بل . آخر يې په صرافۍ پيل وکړ . په صرافۍ کې يې د ترياکو په خرڅولو او اخيستلو پيل وکړ . کار يې تر يو وخته پورې ډېر ښه و او ډېرې پيسې يې پيدا کړې ، نو ټول خلکو مدد خان وباله . مددى ، مدد خان شو ، خو دا خاني ډېر وخت نه وه ، په دې کار کې څه چل ورباندې وشو ، ډېر تاوانونه يې وکړل ، ژوند يې خراب شو او پوروړى شو .

          مدد خان پسې هره ورځ پو روړي راتلل ، له پوروړيو ډېر په عذاب شو . آخر يې وطن پرېښ،د او بهر ته ولاړ . هېڅوک په دې باندې پوه نه شوه ، چې دى چېرته لاړ او څه کار کوي ؟ خو تر يوه کال وروسته بېرته را پيدا شو او ډېرې پيسې يې له ځانه سره راوړې . پورونه يې خلاص کړل او بېرته همغه پخوانى مدد خان شو . بيا يې د ترياکو په تجارت او قاچاق  پيل وکړ .

          سږ کال زموږ په سيمه کې ډېر کوکنار کرل شوي وو او د ترياکو نرخ بېخي ارزان و ، مدد خان ددې ارزانۍ نه ښه گټه پورته کړه او په خپلو ټولو پيسو يې ترياک واخيستل . ناڅاپه د حکومت له خوا اعلان وشو ، چې د ترياکو کښت دې بند شي . له دې اعلان سره سم د ترياکو نرخ په جگېدو شو ، چا چې خرڅ کړي وو ډېر پښېمانه وو او چا چې اخيستي وو ، ډېر په گټه کې وو او ډېر خوشحاله وو .

          د کلي ټول خلک خبر و ، چې مدد خان ډېر ترياک زېرمه کړي او ډېره گټه کې دي ، نو هر چا ده ت ويل ، چې مدد خانه ! بخت دې بېدار دى ، ښه گټه به وکړې ، ترياک دې خرڅ کړه ! بالاخره د ترياکو نرخ يو په دوه . د مدد خان ټوله پانگه ، چې په ترياکو باندې بنده وه ، د لږې مودې په تېرېدو سره دوه چنده شوه ، نو هر چا به مدد خان ته ويل چې خرڅ يې کړه ، چې ارزان نه شي .

          په دې باب مدد خان هم له ځان سره فکر وکړ ، چې اوس مې پانگه دوه چنده شوې ده ، بايد خرڅ يې کړم ،چې بېرته ارزانه نه شي ، کله چې مدد خان خپل ترياک خرڅ کړل ، له همدې ورځې نه وروسته د ترياکو نرخ نور هم په جگېدو شو او هره ورځ به نرخ جگېده او له دې سره به د مدد خان چرت خرابېده . په کور کې به يې هر چاته قهر او غصه کوله . د شپې سم خوب نه ورته ، د ډوډۍ په خوند نه پوهېده ، که څه هم پخوا ډېر خنده رويه ټوکي سړى و ، خو اوس يې خوله خندا ته نه جوړېږي او مزاج يې توند شوى دى .

          يوه ورځ د ترياکو تاجرانو زموږ د کلي خوا  ته مخه راوکړه او د ټولو خلکو نه يې ترياک په ډېره جگه بيه واخيستل ، په دې وخت کې د ترياکو نرخ څلورچنده جگ شوى و ، نو په همدې ورځ مدد خان بېچاره لېونى شو او تر اوسه پورې هر چاته وايي ، چې تا ماته ويلي و، چې خرڅ يې کړه ! تا ماته . . .