Jjmklk

سکندر لودي

08.02.2010 07:55

څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار

سکندر لودي

          سکندر لودي د سلطان بهلون لودي زوى دى . سلطان سکندر لودي په ١٤٨٩ز کال کې د سلطان بهلول د وفات نه وروسته د هندوستان پاچاه شو . د ٢٨ کالو پاچاهۍ نه وروسته ١٥١٧ز کال کې وفات شو(١).

          د سکندر لودي اصلي نوم نظام خان و ، چې د سلطان سکندر د پاچاهۍ په اووم کال ( ٨٥٧ هـ ق ) کې وزيږيد. څرنگه چې دده د زده کړي په وخت کې د بهلول لودي پاچاهي نظم موندلى و ، نو پردي سبب بهلول په دې باندې نظام نوم کيښود . په کوچنيوالى کې ډير ښکلى و ، دا چې څنکه بهلول لودي په ژوندانه کې د شهزاده نظام له وليهدۍ سره موافقه وکړه . يو څه تحليل غواړي . شهزاده نظام له کوچنيوالي څخه ډير ذکي او ځيرک و . شهزاده لاپنځه کلن و ، چې د پلار په مخکې يې د يوې ونې په نښه شوى گل باندې غشي وويشت . پلار يې په دى مهارت ډير خوښ شو او خپل کوچنى نظام په تندي ښکل کړ او دده استعداديې وستايه (٢).

          سکندر لودي د لوديانو د کورنۍ يوغښتلى او تر ټولو ماهر ټولواک وو .دده د پاچاهۍ يوه غوره مميزه په ټول ملک کې کراري او آرامي گڼل کيږى (٣) .

          سلطان سکندر لودي يو غښتلى پښتون پاچا او په لوديانو کې تر ټولو لايق ټولواک و . دده  د پاچاهۍ انتظام خورا بشپړ و دده په پاچاهۍ کې په درست ملک کې کراره کراري او زياته ارزاني وه . هغه ورانې ويجاړې چې د گوډتيمور يرغل د هند سياست او تمدن ته ورپېښې کړې وې ، د سلطان سکندر په وختونو کې ليرې کړى شوې او هغه د بې تمېزۍ طوفانونه چې خواص او عوام به يې له بيرې رېږدېدل ، پرمخ ورک شول . د عدل او انصاف دوره شروع او ټول رعيت په خپل ژوند وپوهېدل . دده تقريباً دېر شو کلو پله پورې ادب پالنې او فياضي د علم او ادب په مړه کالبوت کې نوې ساه پو کړه . زړو علومو او هېر شوو فنونو ته يې هغه رونق ورکړ ، چې په شهرت يې ملکونه ډک شول تردې حده ، چې قدامت پسندو هندوانو لا هم اسلامي ادبياتو او لسانياتو ته مخ راوگرځاوه .

          د سلطان سکندر په پاچاهۍ کې د زميندارانو د جاگيردارانو نوم د ظلم او تېري لاسونه لنډ شوي وو، ټولو يې حکم ته غاړې ايښې وې او کمواکه په يوه سترگه کتل کېدل . سلطان سکندر په ټولو چارو کې لور او پېرزوينه لرله . پر خلکو زړه سواند او له څښتنه بېرېدونکى و ډېر د نفس په غوښتنه نه ته .

          سلطان سکندر خورا ځيرک ، پوه او پر اميرانو ضابط پاچا و . سلطان خپلواکه پاچاهي لرله ، نياو او عدل يې وکا ، اسلامي نخښې او شرعي احکام يې جاري کړل ، دده په وختو کې رعيت په خورا ډاډ او پوره زړه په خپلو چارو بوخت و ، ځکه نو خورا ارزاني وه .

          د سلطان سکندر پاچاهي د ديندارئ ، امانت حلم ، وقار ، سلاح او تقوا زمانه وه . ده د پوهو ، ستانه وو او درنو خلقو سره مينه لرله ، ځکه نو دغسې خلق په خورا بېړه د نړۍ له هر گوټ څخه ځينې دده په غوښتنه او ځينې په خپله خوښه دده په پايتخت کې راغونډ او هلته پسې مېشت شول . په رښتيا سره ددې بختور پاچا د زمانې ښېگڼې تر ليکلو وتلي دي او پخپله دده د فراست او کرامت په باب کې خورا ډېر نکلونه کاوه شي .

          سلطان سکندر د آسيا له واکمنو او نومياليو پاچاهانو څخه تېر شوى دى . په علم او فضل کې يې غښتلى لاس درلود ، دده په وختونو کې پوهو او فاضلو خلقو ته په خورا درنه سترگه کتل کېدل . (٤)

          سلطان سکندر لودي د ٢٨ کالو تر پاچاهۍ وروسته په ٩٠٣ هـ ق – ١٥١٧ز کال د ٦٦ کالو په عمر وفات شو (٥) .

منابع او ماخذونه

          (١) – سيدر بهادر شاه ظفر کاکا خيل ، پښتانه د تاريخ په رڼا کې ، پېښور ، ١٩٩٩ز ، ٤٧٤ مخ .

          (٢)- عبدالله ، داودي تاريخ ، ژباړونکى : محقق عبداللطيف طالبي ، کابل ١٣٧٠ هـ ل (٩٠- ٩١ مخونه ) .

          (٣)- سرمحقق نصرالله سوبمن ، پښتانه په هند کې هـ ل لاهور (٤٨٦ مخ ) .

          (٤)- پوهاند عبدالشکور رشاد ، لودي پښتانه ، پښتو ټولنه کابل ، ١٣٣٦ هـ ل ، ١٢٥- ١٢٦ مخونه.

          (٥)- محقق عبدالله بختانى ، بابر او پښتانه ، د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه ، پيښور ،             ١٣٨٦ هـ ل ، ( ١١٤ مخ ) .