Jjmklk

د گندهارا د لرغونۍ او تاريخي سيمي جغرافياى موقعيت

22.02.2010 12:59

څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار :

د گندهارا د لرغونۍ او تاريخي سيمي جغرافياى موقعيت

         گندهارا د افغانستان هغه لرغونۍ او تاريخي سيمه ده ، چې ډير اوږد تاريخ لري ، او د تاريخ په اوږدو کې دا سيمه د اقتصادي او فرهنگي له پلوه د اهميت وړ سيمه تيره شوې دې . دې سيمې په اوسنۍ زمانه کې هم خپل اقتصادي او فرهنگي ارزښت له لاسه نه دى ورکړي . په دې لنډه ليکنه کې ددې سيمې د جغرافياي موقعيت په اړه به لنډه څيړنه وکړم .

          د گندهارا تاريخي سيمه د کابل سيند د پيل نه تر پايه پورې ټولې سيمې چې ددې سيند شاوخوا ته پراته دي راځي . د گندهارا د جغرافيايي موقعيت په اړه ډيرو پوهانو او محققينو د لرغوني معتبرو منابعو له مخې څيړنې ترسره کړي دي او ددې څيړنې په نتيجه کې دا ثابته شوې ده چې د گندهارا سيمه همدغه د کابل سيند شاوخوا سيمې دي . د افغانستان نامتو لرغون پيژندونکي او مورخ ښاغلي علي احمد کهزاد ددې سيمې د جغرافيايي موقعيت په اړه ليکي : (( د گندهارا سيمه د کابل د دري څخه تر پيښوره پورې ټولي سيمې په برکې نيسي ، د کابل سيند او د هغه مرستيالان ددې سيمې څخه تيريږى. گندهارا د پراخو ورشوگانو او ځنگلي سيمو په لرلو سره د حيواناتو د روزلو لپاره ډير مساعد ځاى دى او ددې ځاى فوزې په ډيرو لرغونو سندرو کې ستايل شوي ده )) (١) .

           د گندهارا سيمه د تاريخ په مختلفو دورو کې په مختلفو نمونو ياد شوى دى . پوهنوال رسول باورى ددې سيمې د مختلفو نومو او همدارنگه ددې سيمې دستر فرهنگي مرکز په اړه داسي ليکي : ((پخواني مورخينو او پوهانو د لرغوني افغانستان ختيځي چې د اوسنې هند تر شمالي څنډو رسيدلې، د گندهارا په نوم يادي کړي دي . يوناني مورخ هير و دوت او سترابون د گندهارا سيمه په خپلو آثارو کې د گنداريس په نوم ثبت کړي ده ، چې د کابل او کنړ تر منځ پرتې سيمي يې په برکي نيولي . ددي سره سره چې د مقدوني اسکندر په دوره کې د گندهارا نوم نه دى ياد شوى ، خو د يونان و باخترى دورې حکمرانانو په آثارو کې چې د لرغوني افغانستان پرټولو حدودو واکمن وه . دا سيمه د گنداراتي (Gandarati) او يا گنداروا (Gandarwa) په نوم ياده کړيده ، چې ناگاهارا ( ننگرهار ) ، کوهش ( کونړ ) ، پورا شاپورا ( پيښور ) ، سراسواتى ( سوات ) سيمې پکښې شاملي دي.

          د گندهارا يو ستر فرهنگى مرکز د اوسنې جلال آباد مرکز ته څيرمه د هډي سيمه ده ، چې په پخوانيو متونو کې د هيلو په نوم ياده شويده . هيلو د لرغونو بودايانو د تبرک ځاى او د هغو د عبادت سترټاټوبۍ وو . په هغو يو نلکونو کې چې د چيني زايرانو څخه راپاته دي ، ددې سيمې په هکله په زړه پورې او ارزښتمن معلومات شته . فاهيان لومړنۍ چيني زاير و چې په ٤٢٠ ميلادي کال يې د هډي ليدنه کړيده . له هغه وروسته سوينگ يون په ٥٢٠ ميلاد کال کې هډي ته راغلى او نامتو چينى زاير هوونتسنگ په ٦٤٠ ميلادى کال هډه ليدلې او په دې اړوند زيات مطالب په خپلو ليکنو کې ثبت کړيدي )) (٢) .

          اکاديميسن پوهاند عبدالشکور رشاد د لرغوني منابعو په استناد د گندهارا د جغرافيوي موقيعت او ددې سيمې د مساحت په اړه داسې ليکي : (( گندهارا د افغانستان يوه ډيره زړه ، تاريخي او پخوانى سيمه ده ، چې پخپل وخت کې د علم او مدنيت زانگو بلل کيدله او د گندهاري مدنيت په نامه يو مدنيت ياديږي . هيوان څانگ او فاهيان د گندهارا د سيمې اوږده چې له شرق څخه غرب ته دى زر ((ليه)) ښيي او سور يې چې د سوات له لمنو څخه بيا تر کوهاټه پورې رسيږي ، اته سوه ((ليه)) ښيي ، خو دغه اندازه چې مونږ په خپل حساب باندې را واړوو ، له زرو ((ليو)) څخه يو سلو شپږ شپيته ميله او له اته سوه ((ليو)) څڅه يوسلو دري ديرش ميله جوړيږى . د اساحه دوى گندهارا بللې او د گندهارا شرقي سيمې يې لغمان او ننگرهار ښودلي او دا شرط هم دوى ذکر کړى ، چې د کابل رود د واړو خواوو آباددۍ ته گندهارا وايي او د کابل رود يې په منځ کې بهييږي )) (٣).

          د افغانستان يو بل نامتو مورخ مير غلام محمد غبار د گندهارا د تاريخي سيمې د جغرافيوى موقعيت په اړه ژوره او هر اړخيزه څيړنه کړى ده ددې سيمې د موقعيت په اړه داسي ليکي : (( ولايت گندهارا ((Gandahara)) در مشرق مملکت افغانستان واقع و شرقاً به رود بار سند ، غرباً به قسمتي کوه هاى هندوکش ( سلسله پغمان ) جنوباً به ولايت پاختيا (پکتيا) و زابل ، شمالاً به ولايت بلور (چترال، نورستان و پنجشير ) محدود و متصل است . گندهارا در علاقه هاى پشاور ، اتک ، يوسف زى هشنغر ، سوات ، باجوړ ، بونير ، کابل ، لوگر ، وردک و کاپيسا ( کوهدامن و کوهستان ) منقسم است . قديمترين شهر هاى گندهارا عبارت است از شهر هاى بگرام واقع در غرب شهر جديد پشاور که ميان خيبر و پشاور افتاده و فعلاً نشانى ندارد و بگرام دوم که در حدود ولسوالى پروان واقع بوده و در منزله کابل قديم شمرده شده ميشد . و نگارا را ( هده مقدسه ) که مراتب عروج خود را در دوره بودا طى مينمود ، و شهر اسکندريه واقع در کوهدامن که محققين معاصر فرانسه وجود و بناى آنرا از طرف اسکندر مقدونى خاطر  نشان کرده اند هکذا علامات و امارات بسا شهر هاى عتيق در سرزمين سوات، باجوړ وغيره در نتيجه نظريات محققين مغرب به ظهور رسيده . اما بلاد و قصبات عمده امروزه گندهارا ( که بعضاً يادگار همان قرون قديمه گفته ميشود ) عبارت از اينهاست : کابل ، پخاور ( پشاور ) اتک ، چاريکار ، نوشاره برکى راجان ، جلال آباد ، تکرى مندرور و چهارباغ ( در لغمان ) اسمار ، شيوه و شيګى و چغه سراى ( در کنرها ) ، لعل پور ، جلالر ، شب قدر ، دير ، امبيله ، تره کى ، ميان قلعه ، ناوه گى ، کوتاى و غيره )) (٤) .

          د پورتنيو ليکنو څخه د گندهارا د لرغوني سيمي جغرافيايي موقيعت څرگند شو . د گندهارا سيمه د کابل سيند د پيل څخه تر پايه پورې د سيند دواړو خواوې ټولې علاقې پکې شامل دي . همدارنگه هغه سيندونه چې د کابل سيند سره گډيږي . ددې سيندونو شاوخوا ټولې علاقې د گندهارا سيمې پورې تړلي ده .

منابع او ماخذونه

            (١)- على احمد کهزاد ، تاريخ افغانستان ، جلد اول ، دوم و سوم ، انتشارات ميوند ، ١٣٨٤ هـ ش ، کابل ، (ص ٥٢) .

            (٢)- پوهنوال رسول باورى ، لرغونى افغانستان ، کابل ، ١٣٨٨ هـ ل ، ( ١٢٦ مخ ) .

            (٣)- د سيمو تاريخي جغرافيه ، اکاديمسين پوهاند عبدالشکور رشاد ، ميوند کلتورى ټولنه ، کندهار ١٣٨٤ هـ ل ، ٢٠٠ مخ .

            (٤)- مير غلام محمد غبار ، جغرافياى تاريخى افغانستان ،انتشارات ميوند،١٣٨٢ هـ ش کابل ، ص ٦٩ .