Jjmklk

د جلال الدین اکبر په زمانه کې د هند کرنیزې چارې

22.03.2010 06:32

لیکوال: څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار

 

 

د جلال الدین اکبر په زمانه کې د هند  کرنیزې چارې

          دهند د گورگاني  او په ځانگړي توگه د جلال الدین اکبر په زمانه کې زیاتر  خلکو په کلیو کې ژوند کاوه ،په کرنیزو چارو به بوخت وو ، او دولت ته یې مالیه ورکوله . د مالیاتو په را ټولو کې د حکومت خاص مامورین موجود وو ، او په خپل وخت او زمان به یې د بزرگوانو څخه مالیه را ټولوله . د هند د کرنیزو چارو او د مالیاتو د راټولولو په برخه کې په (( تاریخ هند در قرون وسطی )) کې داسې ذکر شوی دی : د گورگاني  امپراتورۍ وگړي د مختلفو قومونو او قبایلو څخه تشکیل شوي وو ، چې په مختلفو ژبو یې خبرې کولې . په هند کې بزگرانو مال الاجاره ( مالیه ) د مالیي په ډول ورکوله . حکومت غوښتل چــــــې دغــــــــــــه مال الاجاره د بزگرانو څخه په منظم ډول واخستله شي . د مالیاتو په را ټولولو کې د عسکري قوا وو څخه کار اخستل کیده . د کرنیز و ځمکو کرل د حکومت د دندو څخه شمیرل کیده او د مالیو را ټولونکي مؤظف وو چې د کرلووړ ځمکې په بزگرانو باندې وکري .

          په هر کلي کې ملک یا قریه دار موجود وو ، چې د مالیاتو په را ټولولوکې یې مهم رول درلود . د کلي صنعت گرانو او کسبگرو ځانته ملک یا يو وکيل درلود . ځینې وختونه  یوه وکیل د څو کلیو د صنعت کارانو او کسبگرو و کالت کاوه . د کسبگرو مجموعي شمیر چې په یو کلي کې یې د هغوی لپاره ضروري شیان برابرول د اووتنو څخه تر دولسوتنو پورې رسیده . کسبگرو ته  ددوی د کار په بدل کې نقدي پیسې نه ورکول کیدلې . ددوی مزد د ځمکود حاصلاتو څخه ورکول کیده . د يوه کلي بزگرانو کولی شول ،چې د بل کلي ځمکه واخلي او ويې کري . قریه داران او کاتبان دیوې خوانه د کلي وو او د بلې خوانه ددولت نمایند گان وو .

          د جلال الدین اکبر په زمانه کې د مالیی بدلون د جنس څخه نقد ته د بزگرانو لپاره یو د روند پیټی شو . دې کار سره بزگران مجبور شول ،چې د ځمکو محصولات په قریه دارانو یا نورو خلکو باندې خرڅ کـــــړي او د هغه په مقابل کې پیسې لاسته راوړي ، په دې ترتیب دوی صرافانو او تجارانو ته احتیاج شول . لکه څنگه چې اکبر یو شمیر جزیې اومالیات لغوه کړل ، مگر فیو ډالانو هغه مالیات له بزگرانو څخه اخستل .

          د مالیاتو دورکولو نه پرته بزگران مجبور وو، چې پرته له مز دوري نه دولت ته کار وکړي . په ځانگړي توگه د نظامي قلا گانو او د ښارونو په جوړولو کې دوی زیاته ونډه اخستله . دغه بې مزده کار د    (( بیگار )) په نوم یادیده ( 1 ) .

          د جلال الدین اکبر د زمانې په دولتي دستگاه کې رشوت او فساد موجود و ، او د دولت زیاتره دارایي په غیر قانوني توگه د دولت مامورینو تر لاسه کوله . اکبر د رشوت او اداري فساد پر ضد مبارزه کوله او په هغه زمانه کې یې دنړۍ په سطح لویه او قوي امپراتوري جوړه کړه ، چې په دې برخه کې          (( ویل دوانت )) داسې یادونه کړې ده : اختلاس او بډې اخستلو د حاکمانو او لاس لاندې کسانو په مینځ کې رواج درلود . هغوى د سپما کولو نه د خپل دربار او کورنۍ ټول مصرفونه منظم کړل ، د هغو مالونو قیمت چې ددوی لپاره اخستل کیدل ، او همدارنگه هغه مزدوران، چې د حکومت لخوا مقرریدل د پاچا لخوا ټاکل کیدل . د هغه دمرگ نه وروسته د هغه په خزانه کې د یو بیلیون

ډالرو په اندازه پیسې موجودې وې . د بزگرانو د حاصلاتو شپږمه برخه او دریمه برخه اخستل کیدله ، او د کلني مالیاتو اندازه  (( ۰۰۰ ، ۰۰۰۰، ۱۰۰))ډالروته رسیدله .امپراتور هم مقنن و ، هم قاضي ، او هم د قانون اجرا کوونکی(2) .

۳ـ د هند په کرنيزو چارو کې د پښتنو ونډه

          د گورگاني امپراتورۍ په زمانه کې او په ځانگړي توگه دجلال الدين اکبر

په دوره کې هر واکمن غوښتل چې زياتره کرنيزې ځمکې تر لاسه کړي او دغه ځمکې بيا نورو ته په اجاره ورکړي ، چې پـــــــــــه دې ترتيب سره همدغو کسانو، چې ددولت پر ځمکو باندې يې کار کاوه، ددولت څخه ملاتړ هم کاوه او زياترو يې په جنگونو کې هم برخه اخستله .

          د جلال الدين اکبر په زمانه کې په هند کې دوه ډوله کرنيزې ځمکې موجودې وې چې يو ته جاگير او بل ته خالصه ويل کيدله ، چې ددغو ځمکو په باره کې په (( تاريخ هند در قرون وسطى )) کې داسې معلومات وړاندې کوي :

         ددولت ټولې فتحه شوې ځمکې د خالصه ځمکو په نامه ياديدلې، دغه خالصه ځمکې وې ،چې امپراتور هغه په جاگيرونو باندې ويشلې او دغه جاگيرونه يې علما وو ، روحانيونو او د قوم مشرانو ته ورکول . د خالصه ځمکو پرا خوالي هر وخت سره فرق درلود او دا گران کار دى ،چې د هغه ساحى په صحيح ډول سره تعين شي . خالصه ځمکو په مطلق ډول ددولت په ملکيت پورې اړه درلوده . د جاگير ځمکې په شرايطو سره ورکول کيدلې . د هغه خاوندانو په دې باندې تعهد کاوه ،چې بايد نظامي قطعات ولري ، ددى نظامي قطعاتو تناسب د ځمکو د پرا خوالي د تناسب سره اړه درلودله . جاگيرونه ددولت مالکيت گڼل کيده  دځمکو د مالياتو اندازه او شکل يې ددولت لخوا ټاکل کيده نه د جاگير دارانو لخوا . د جاگير دارانو ځمکې د هغوى کورنيو ته نه انتقال کيدلې او د هغوى د مرگ نه وروسته ددولت مال شميرل کيده. ددې امکانات موجود وو، چې جاگيردارانو ته يوه ټوټه ځمکه ورکړي او يا د هغوى څخه يوه ټوټه ځمکه بيرته واخلي . دغه ځمکه کيداى شو،  چې د هيواد په بل ځاى کې وي . د اکبر په زمانه کې د ځمکو د انتقال دغه ډول ډير عام و، امپراتور په دې کار سره غوښتل ،چې د تجزيه طلبي  اقداماتو څخه مخنيوى وکړي .  ددې نه معلوميږي ،چې يو جاگير دار نشي  کولاى،چې ټاکلې ځمکې د لسوکالو څخه زيات وخت په خپل تصرف کې ولري . لويو جاگير دارانو د مالياتو دريمه برخه د نظامي قطعاتو د مصرفونو لپاره اختصاص ورکوله ، په داسې حال کې چې کوچني اقطاع لرونکي د ماليې نيمه برخه ددې کار لپاره مصر فوله .

          معمولاً جاگيرونه د لسگونو ايکړو ځمکو څخه تشکيل شوي وو . د اکبر په پاچاهي کې جاگير دارانو لوى لوى گدامونه درلول . د جاگيرونو نه پرته بل ډول ځمکې وې ،چې د سيور غال په نوم ياديدلې .د گورگانيانو  په امپراتوري کې ، د سيور غال ځمکو د انعام ، وقف او ملک په نومونو يادې شوي دي . ځينې ځمکې شخصي ځمکې وې . سيور غال غالباً پيرانو ، شيخانو او علما وو ته اوپه استثنائي ډول عادي کسانو ته هم ورکول کيده . د اکبر د سلطنت په زمانه کې د هغه د ديني سياست له مخې د نورو دينونو رهبرانو ته هم د سيور غال ځمکه ورکول کيدله .  معمولاً سيور غال يراثي ملک يا کوچنۍ ساحه وه، چې دهغې په مقابل کې ، پرته له دې چې دايماً امپراتور ته دوعاگانې وکړي ، تعهد موجود نه وو . دسيور غال ځمکو ددولت  دريمه برخه  تشکليدله (( 3)) . 

          دا جاگيرونه د امپراتورۍ په مختلفو برخو کې د مختلفو قومونو مشرانو ته ورکول کيدلې . د پښتنو په منځ کې په لومړى ځل د خټکو د قبيلي . مشر ملک اکوړي خان ته  د اټک څخه تر نو ښاره پورې علاقه په جاگير ورکړل شوه . چې دغه موضوع په (( افــغـــانـــســتــان در دايـرۀ المعارف تــــاجک)) کې داسې ياده شــوې ده :

        د شپاړ سمې پيړۍ په جريان کې د جلال الدين اکبر  په مرسته د خټکو دقبيلى په سيمو کې جاگير دارۍ قوت وموند . او په ١٥٨٦ ميلادى کال کې ملک اکوړي  د جلال الدين اکبر  څخه د اټک نه تر پيښوره پورې دعلاقې دامنيت فرمان تر لاسه کړ . جلال الدين اکبر  د اټک نه تر نو ښاره پورې د ټولې علاقې ځمکه د جاگير په توگه هغه ته ورکړه او هغه ته ددې لارې د حق العبور د اخستلو حق هم ورکړل شو . ملک اکوړي خان چې د خټکو د قبيلې د سردار په حيث مقرر شو ، خپل حاکميت د خپلې قبيلې پر افرادو ټينگ کړ اود هغوى څخه يې ماليې را ټولول 4) ) .    

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

4_ د اکبر په دوره کې سوداگري اوصنعتي معاملات

          د جلال الدين اکبر  په زمانه کې صنعتي کارونه او سوداگري معاملات په هند کې د نورو سيمو او هيوادونو په نسبت د پرمختگ په حال کې وو . او زياتره لاسي صنايع لکه د ټوکرانو د او بدلو صنعت ، د بيړۍ جوړولو صنعت ، د معمارۍ صنعت ،د او سپنې استخراج ، د نباتي غوړيو توليدات ، قنادي ، دواجوړلو او نورو رواج درلود ،اوپه دغو صنعتى کارونو کې دپښتنو ونډه دومره زياته نه وه . په دې وخت کې تجارتي معاملات زياتره د سمندر د لارې نه کيدل ، کله چې د جغرافيايي  کشفياتونه وروسته د هسپانويانواو پرتگاليانو لخوا بحري تصرفات پيل شو، نو ددوى تجارتي کارونه هم کمزوري شو . د جلال الدين اکبر  په زمانه کې دلاسي صنعتى کارونو او تجارتى معاملاتو په برخه کې د (( تاريخ هند در قرون وسطى )) کې داډول معلومات وړاندې شوي دي ، په هند کې د اکبر په زمانه کې ډير پرمخ تللى د ټوکرانو او بدلو صنعت وو. په هغه زمانه کې دنخي او وريښمينو ټوکرانو او بدلو ، خامک گنډولو او د گل دوزي صنعت ډير رواج درلود . د هغه وخت د کاليو په يو نندارتون کې د سلو مختلفوډولونو کالي موجود وو .

          داگرې په ښار کې زيات شمير معمارانو ژوند کاوه ، چې په مختلفو صنعتى څانگوکې يې تخصص درلود . د گجرات ښار د ماهرو مرمر کارانو د اوسيدو ځاى وو، او بنگال د بيړۍ جوړولو په صنعت کې ډير نامتو وو . په هند کې نور صنعتى کارونه هم موجود وو، په هغه زمانه کې د او سپنې د جوړولو او استخراج صنعت ، د مالگې او ښورې د تصيفه کولو صنعت ، د معدني ډبرو د را ايستلو صنعت ، د کاغذ جوړولو صنعت او د نباتي تيلو توليدات د مهمو صنعتى کارونو څخه شميرل کيدل .

          د هند گورگاني امپراتورۍ د گجرات او بنگال دنيولو نه وروسته سمندر ته لاره وموند له . مگر ډير وخت تير نشو،چې د پرتگاليانو د مخالفتونو سره مخامخ شو . حتى مکې معظمې ته د حاجيانو تگ هم د پرتگاليانو په اجازې پورى مربوط شو . گورگاني  دولت ډيرې تجارتي بيړۍ دلودلې ، مگر په سمندر کې د سفر کولو توان يې کمزورى وو، پرتگاليانو د هندي تاجرانو تـــــجارت او د هغوى ســـــره د تــــــجارتي روابــــطــو د درلودلو نه گټه اخستله او هغوى سره شر يک شو . له همدې امله ويلى شوو، چې  د هند تاجرانو تجارتي فعاليتونه د سمندر د لارې نه په عمومي ډول پاى ته ونه رسيدل ، مگر د ستونزو سره مخامخ شو . گجرات د پخوا په شان دفارس د خليج د هيوادونو، افريقا او عربستان سره تجارت درلود . بنگاليانو د  (( پيگو )) او (( مولگا)) له جزايرو سره خپلې سوداگرۍ ته ادامه ورکوله ، او همدارنگه يې د سيلون ، ((ملايا)) او د (( کارومندل )) د سواحلو سره تجارتي اړيکې درلودلې .

          هندي منسوجاتو په ټول هند کې ښه بازار درلود ، او په جنوبي سمندرونو او د هند په سمندر کې يې نړيوال شهرت درلود . د نورو هيوادونو تاجران د هندي منسوجاتو او دوا گانو د اخستلو لپاره هندته  راتلل او خارجي مالونه يې له ځانه سره هند ته د خرڅولو لپاره راوړل . هندي تاجرانو د تجارت داخلي مالونه په عمده ډول اخستل او بندرونو ته يې ليږدول ،همدارنگه يې خارجي وار داتي مالونه  هند ته راوړل او دربارونو ته يې وړل . هندي تجاران چې خارجي هيوادونو ته تلل  ، د خپلو هيوادو الو سره يې ښې اړيکى ټينگولې .

          د هغو ستونزو لامله چې د پرتگاليانو لخوا د سمندري سوداگرۍ په برخه کې پيدا شوې وې ، د تجارتي کاروانونو ورتگ  ايران خواته زيات شوى ود کاروانى لارو ، چې د بنگال څخه لاهور ته او  د گجرات څخه کشمير ته تللې ، د داخلي تجارت په پراختيا کې هم د خالت درلودل (٤ ) .

          د جلال الدين اکبر  په زمانه کې سمندري سوداگري او د هغه د اهميت په برخه کې د فرانسوا برينه د کتاب په پښتو ترجمه کې داسې لنډه يادونه شوې ده :

          د گورگانيانو  امپراتوري د اکبر پاچا په وخت کې بحري لاره وموندله ولې د ١٧ مې پيړۍ په اوايلو کې امپراتورۍ د هندوستان په سواحلو او دفار س خليج کې تجارتي آزادى له لاسه ورکړه . هندوستان ته سمندري لارې اوتجارت تقريباً گرد سره د پرتگاليانو په لاس کې انحصار شو . د بزگرانو او ښاري کسب گرانو په له منځه و ړلو، کې د مرکزي حکومت ، فيوډالانو ، سوداگرانو او سرمايه دارانو فشار او استبداد لا مرسته کوله . کوم جنگونه، چې د اکبر نه تر او رنگ زيب پورې گورگانيانو کول، په عمومي ډول زياتره برخه يې د هغو سردارانو په مقابل کــــې وه ، چــــــې سمــــندر ته څيرمه پراته وو ، دا ټول ددې لپاره و، چې د جنــــــگونو په وسيله په هغه تجارت باندې کنترول ولگوي ،چې د هندوستان له سمندري بندرونو څخه کيده (٥).

 

 

 

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 (1) ـ ک آنتونووا ـ تاریخ هند در قرون وسطی ـ ۱۳۶۰ هـ ل ـ کابل پوهنتون ـ ۸۴ مخ .

(2) ـ ويل دورانت ـ مترجم : مهر داد مهرين ـ مشرق زمين  گهواره تمدن ـ بخش دوم ، ۶۷۲ مخ

 

3) ) _ ک _ انتونوووا _ تاريخ هند در قرون وسطى _ مترجم : پوهاند مير حسين شاه . کابل پوهنتون _ ١٣٦٠ هـ ق _ ( ٨٥ مخ )

4_ صديقى _ پوهاند داکتر جلال الدين  _ افغانستان در دايرۀ المعارف تاجک _ کابل پوهنتون ١٣٦١ هـ ش _ ( ٢١٤ مخ )

(٤ ) _ ک . انتونووا _تاريخ هند در قرون وسطى _ مترجم : پوهاند مير حسين شاه _                ١٣٦٠ هـ ش _ کابل پوهنتون _ ( ٨٩ مخ ) .

(٥ ) _ فرانسوا برنيه _ د مغلو په دولت کې د وروستيو سياسى کود تاوو تاريخ _لومړى ټوک _ پښتو مترجم : دکتور گل محمد نورزى _ ١٣٥٢ هـ ل _ کابل پوهنتون ( ١٤ مخ ) .