Jjmklk

د بنگال له کرلاڼى واکنمۍ

21.04.2010 08:20

څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار .

 

 

د بنگال له کرلاڼى واکنمۍ

     سره د جلال الدين اکبر  اړيکې

          په بهار او بنگال کې د پښتنو حاکميت د شير شاه سوري د زمانې څخه پيل شوى دى ،او د شير شاه سوري د پاچاهي نه وروسته ، کله چې په ١٥٥٦ م کال جلال الدين اکبر  پاچا شو ، د بهار او بنگال او د هغه په شاو خوا علاقو کې د شير شاه سوري د کورنۍ او کرلاڼي کورنۍ په مينځ کې سخت رقابت جريان درلود ، چې ددوى تر مينځ دا جنگونه او رقابتونو د ١٥٥٥ م کال نه پيل شواوپه ١٥٦٣ م کال کې پاى ته ورسيدل چې د هغې په نتيجه کې کرلاڼى پښتانه بريالي شو اوپه بنگال کې يې خپله مستقله پاچاهي  جوړه کړه ، چې د١٥٥٥م کال نه تر ١٥٦٤ م کاله پورې کوم واقعيات چې په بنگال کې تير شوي دي ، ددغه واقعياتو او رقابتونو تفصيل ډاکتر عبدالرحيم په خپل کتاب (( په هندوستان کې د افغانانو تاريخ )) کې ذکر کړى دى ، چې لنډيز يې دلته وړاندې کوم  : محمدشاه سوري د ډهلي د تخت د لاسته راوړلودپاره د عادل شاه سوري سره په کلک رقابت لگيا شو . په ١٥٥٥ م کال کې يې بهار او جونپور ونيوه او بيا يې اگرې ته مخه وکړه . د دسامبر په مياشت کې له اگرې نه ١٥ کروهه لرې په چير گهته نومې ځاى کې د عادل شاه سوري له جنرال ( هيمو ) سره وجنگيد ،چې په نتيجه کې محمد خان سوري ماتې وکړه او ووژل شو . خولښکر يې اله آباد ته مخامخ جهوس نومې ځاى ته ستون شواو په دغه ځاى يې د خپلو نورو مشرانو په اتفاق  د هغه زوى خضر خان پر تخت کښيناوه او خضر خان د ځان دپاره د غياث الدين بهادر شاه لقب غوره کړه  . او د بنگال د بيا لاس ته راوستلو دپاره ، چې په دغه وخت کې د عادل شا سورى په لاس کښيوتلى و ، روان شو. بهادر شاه په بنگال کې د عادل شاه له والي شهباز خان سره ((گور))ته نژدې و جنگيد او هغه ته يې ماتې ورکړه او ويې  واژه او پايتخت (( گور )) ته ننوت .

          بهادر شاه سوري يو لوى لښکر جوړ کړاو په١٥٥٧ م کال د خپل پلارد وژل کيدو د کسات اخستلو دپاره وخوځيد ،او حاجي تاج خان کار لاڼى هم له خپلو وروڼو سره له ده سره يو ځاى شو او د ١٥٥٧ م په اپريل کې چې کومه جگړه د ((سورا جگر)) لويديځ ته په ٤ ميله ،په فتحپور نومې ځاى کې د متحده لښکرو او د عادل شاه سوري تر منځ پيښه شوه په هغې کې عادل شاه ماتې وکړه او ووژل شو . ددې بري په نتيجه کې ټول بهار د بهادر شاه په لاس کښيووت . د بهار د چارو واگې يې تاج خان کار لاڼي ته په  لاس ورکړلې او پخپله (( گور )) ته ستون شو .

          بهادر سوري  بهار او بنگال د يو خپلواک واکمن په حيث اراده وکړه چې له شمالي هندوستان څخه گورگانيان وباسي او د افغانانو له لاسه وتلې واکمني بيا تر لاسه کاندي .

          په ١٥٥٨م کې د ديرش زرو سپرو په مشرۍ يې د جونپور په  لورمخه وکړه  جونپور ته نژدې چې کومه جگړه د گورگانيانو د ختيځو برخو له نايب الحکومه خان زمانه سره و نښته په هغې کې بهادرشاه سور برى و موند خو کله چې دده لښکر د غنيمت په ټولولو او لوټولو اخته و نو خان زمان يو ناڅاپي حمله وکړه . او دوى يې تار په تار کړل او يو زيات شمير افغانان يا ووژل شول او ياله خپلو ډکو خور جينوسره د گورگانيانو په لاس کښيوتل .

          بهادر شاه په ١٥٦٠ م کال کې مړشو او پر ځاى ئې د هغه ورور جلال الدين سور پر تخت کښيناست او د غياث الدين ابوالمظفر شاه لقب ئې ځانته غوره کړ.

          دبوگرا په سيمه کې په (( شيسو پورمورچه)) نومې ځاى کې د يو جومات له ليکنې څخه دا څرگنديږي چې جلال الدين سور د خپل پلار د واکمنۍ په دوره کې هم ځان د خيتځ بنگال يو خپلواک واکمن گڼلى و ، خو بالاخره خپل پلار ته ايل او د هغه له خوا دوليعهد په حيث و ټاکلى شو . جلال الدين  شاه يوه ډيره نرمه او غير فعاله خارجي پاليسي غوره کړه .

          جلال الدين شاه په ١٥٦٣ مړشواوپر ځاى ئې زوى، چې معاصرو مورخينو دده نوم نه دى ذکر کړى پر تخت کښيناست او وروسته له اوو مياشتو او نهو ورځو پاچاهي څخه ديو غاصب په لاس کې ولويد، چې د غياث الدين لقب ئې غوره کړى و ، او دغه غياث الدين يو کال او  ١١ورځې پاچاهي وکړه .

          په ١٥٦٣ م کال کې دى د تاج خان کرلاڼي ( په بنگال کې د کرلاڼي دواکمنې کورنۍ موسس ) له خوا ووژل شو ( ٢١ ) .

          په بنگال کې د پښتنو تاريخ د ٢٣ کالو څخه زيات دوام وکړ او کرلاڼي پښتانه په ١٥٦٤ م کال دلته په قدرت ورسيدل .په نوموړي تاريخ کې تاج خان په بنگال کې د کرلاڼي سلطنت بنياد کيښود . د تاج خان د مرگ نه وروسته په ١٥٦٥ م کال کې د هغه ورور سليمان خان د بنگال پاچا شو . د سليمان د مرگ نه وروسته د هغه مشر زوى بايزيد پاچا شو ، ددې دپاچاهي موده ډيره لنډه وه او د هغې نه وروسته داود کرلاڼى پاچا شو . داود کرلاڼى ددې کورنۍ آخري پاچاو ،چې دده د جنرالانو او لوړپوړو مامورينود خيانت په وجه جلال الدين اکبر  په دوى باندې بريالى شواو ټول بهار او بنگال او د هغه شاو خوا علاقې يې د هغوى څخه ونيولې . په ١٥٧٦ م کال کې يې ددوى حاکميت ته د پاى ټکى کيښود . ددې جنگونواو جگړو تفصيل ظفر کاکا خيل په خپل کتاب کې په تفصيل سره بيان کړى دى، چې دلته يې لنډيز  وړاندې کوم : د لوديانو د سلطنت په زمانه کې په هندوستاني پښتنو کې کرلاڼي قبيله غير معروفه ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

( ٢١ ) _ داکتر محمد عبدالرحيم - هندوستان کې د افغانانو تاريخ _  مترجم : پوهاند محمد حسين ضمير ، صافى په کابل پوهنتون ١٣٦٣ هـ ل _ ( ١٨٤ _ ١٨٥ مخونه )   

وه .ولې د سور خاندان د حکومت په موده کې دې قبيلې ډير شهرت وموند . ددې شهرت سبب ددې قبيلي يو دوه نوميالي غړي تاج خان او سليمان خان وو ، چې د جمال خان  کرلاڼي زامن وو.

          د پښتنو په تاريخ کې اول ځل د تاج خان او سليمان خان نومونه د شير شاه سوري د جرنيلانو په حيث د قنوج په جنگ  کې ليدلى شي . دا جنگ شير شاه د گورگاني  پاچا همايون پر خلاف گټلى وو .

          د اسلام شاه په دور کې تاج خان د ډير اقتدار خاوند و. په ټولو اميرانو کې دغه يو سړى وو، چې د اسلام شاه څخه زيات اعتباري وو . په ١٥٦٤ م کال کې تاج خان په بنگال حمله وکړه او دغه شان په بنگال او بهار دواړو صوبو ئې قبضه وکړه او دواړه يې په خپل سلطنت کې شاملې کړې اوپه دې سيمه کې د کرلاڼي پښتنو دسلطنت باني شو .

          تاج خان يو مدبر اوچالاک سياستدان وو. د بنگال او بهار قبضې ته ،چې اکبر څومره ليواله وو تاج خان ته د هغې پوره پوره احساس وو ، په دې وجه هغه د ابتدا ء نه دا پاليسي اختيار کړه، چې تر څو پــــورې په دې سيمه کې خپل سلطنت په هر لحاظ سره مضبوط نکړي تر  هغې د گورگانيانو سره زور آزمائي کول بې فايـــــــــدې او د خطرې نه خالي نه دى  . دغه وه چې هغه د گورگانيانو  حکومت د مشرقي صوبو وايسراى خان زمان سره دوستانه تعلقات قايم کړل اوددې خبرې هم ډير امکان معلوميږي ،چې شايد د بنگال په فتحه کولو کې به ده هم د تاج خان سره څه مدد کړى وي .

          ولې تاج خان ډيره موده د خپل نوي تشکيل کړي سلطنت خواږه ونه ليدل ، او د بنگال دفتحې نه يو څومياشتې پس هغه په ١٥٦٥ م کال کې وفات شو ، چې ټول معاصر مورخين د تاج خان په قابليت ، دانشمندۍ اوتدبير اعتراف کوي .

          دتاج خان دوفات نه پس د هغه ورور سليمان د هغه پر ځاى کښيناست په مشرقي هندوستان کې د سليمان د حکومت دوره دپښتنو د سلطنت يوه ځلانده دوره  ده . سليمان يو ډير عاقل ،مدبر اوهوښيار سياست دان وو ، هغه په خپل عقل و تدبير د پښتنوديو مقتدر سلطنت په تشکيل کولو پسې شو . کومه دانشمندانه پاليسي ،چې د هغه ورور تاج خان شروع کړې وه سليمان هغه ته نور استحکام هم ورکړ . هغه د گورگاني  واسيراى خان زمان سره خپل سياسي روابط نور هم خوشگوار کړل . اود خپلې دانشمندانه پاليسۍ په برکت ئې د اکبر غوندې طاقتور مخالف ، چې دپښتنو د سياسي اقتدار زوال ته ډېر ليواله وو ، په مقابل کې دپښتنو حيثيت اوعزت محفوظ وساته او که چيرې دهغه جانشين هم د هغه په شان قابل او د هغه په دانشمندانه پاليسي عام وى نود خپل ټول شان وشوکت د اقتدار با وجود به هم دا د اکبر لپاره گرانه وه ،چې هغه دپښتنونه د بنگال او بهار نور سيمې نيولې واى .

          وخت او موزونو حالاتو ديو مقتدر او مضبوط سلطنت په تشکيل کې دسليمان کرلاڼي ډيره مرسته وکړه . دا داسې زمانه وه ،چې د شير شاه د قبيلې مختلفې څانگې اول په خپلو کې او بيا د مغولو سره د ناکاميابه خونړو جنگونو نه پس ختمې شوې وې . اوپښتون اولس په عمومي ډول بې کوره او بې مشره پاتې وو ،دغه ټول پښتانه چې د سياسي اقتدار نه محروم شوي . د بې سروسامان او پريشاني په حالت کې گير او د يو محفوظ ځاى ته د پناپه تلاش کې سرگردان وو . د سليمان کرلاڼي خواته راغونډ شول او نه صرف دوى د پناه ځاى وموند بلکه د سليمان طاقت او جمعيت هم په دې خلکو زيات شو.

          سليمان کرلاڼى يو ډير پرهيزگار ، علم دوست اوعادل حکمران وو . د بهار په علاقه کې د يو جومات په يوه کتيبه کې هغه په عدل وانصاف اوپرهيز گارۍ کې د سليمان ثاني په الفاظو ياد وي  او د هغه ټولو معاصرو مورخينو د هغه ددې صفاتو ستاينه کړې ده . هغه نه صرف يو پرهيز گار ، د شريعت پابند او منصف حکمران وو . بلکه د عالمانو فاضلانو هم ډير قدر دان وو ، اود عالمانو په صحبت کې به ډير خوشحال وو .

          د سلطنت په معاملاتو کې سليمان ډير بې تعصبه وو . په دې لړ کې هغه د سوري خاندان د بادشاهانو په شان ډير مسلم افرادو سره ډير فياض او روا دار وو ، او هغوى ته به ئې په خپل سلطنت کې د زمه وارۍ اهمې عهدې هم ورسپارلى . د سليمان حکومت د زمانې اهمه واقعه د اړيسې د صوبې فتحه او د بنگال په حکو مت کې دهغې شموليت دى . داړيسې صوبه د يو هند وراجا په قبضه کې وه . ابراهيم خان سور چې ذکر ئې څو ځله وړاندې تير شوى دى ، چې  د هر ځاى نه نا اميده اود سياسي اقتدار نه محروم شو  نو هغه دى راجا سره پناه ونيوله ،او دې را جا هغه ته په دې وجه پناه ورکړې وه، چې د شاهي خاندان د يو فرد په حيث د هغه نه دبنگال او بهار په فتحه کولوکې کار واخلي . په بل لور اکـــــــــــــبر هم دا خواهش درلود، چې د شطرنـــج ديوې مهرې په حيث ابراهيم خان دبنگال حملې ته وپاروى ، او دغه شان دسليمان سلطنت ته خطره پيـــــــدا کړي . سليمان هم ددې وضعيت نه ښه خبر دار وو . او  هغه دا اراده کړې وه، چې د ساز شونو دا جاله هډو ورانه کړي ، ولې ديوې موزونې موقعې په تلاش کې وو. دا وضع  هغه ته زر په لاس ورغله . په ١٥٦٧ م کال کې چې د چتوړ په مهم کې معروف وو سليمان د خپل ځوى بايزيد اود خپل يو جرنيل کالا پهاړ په رهبرۍ د اړيسي د تسخير په غرض يو فوځ وليږه . او د ې خونړي جنگ نه پس اړيسه فتحه شوه اود بنگال په سلطنت کې شامله شوه . ددې صوبې په شموليت ، نه صرف دسليمان سلطنت وسعت بيا موند، بلکه په مالي لحاظ سره هم ډير مستحکم شو. داړيسې په علاقه هغه خپل د يانت دار او وفادار وزير ((لودي)) گورنر وټاکلو .

          دې کې شک نشته، چې سليمان کرلاڼى په هندوستان کې دپښتنو آخري لوى حکمران او لوى مشر وو . دپښتنو د بدقسمتئ په ورځو کې د اکبر غوندې طاقتور پادشاه په مقابله کې په بنگال ، بهار اواړيسه غوندې آبادو زرخينرو او وسيعو صوبو باندې مشتمل يو سلطنت تشکيل کړ او  هغه يې د اکبر داستعمار  نه محفوظ و ساتل د سليمان کرلاڼي دتدبير ،قابليت اوسياسي دوراند يشي يوه شانداره کار نامه داوه ، چې د تار په تار ا و بې سرو سامانه سرکشو پښتنو په يو مرکز باندې را غونډول او هغوى په خپلو کې متحد ساتل او د خپلې محتاطې پاليسى سره هغوى هم آهنگه کول په خپل قام باندى دهغه لوى اثر  د هغه د قائدانه صفاتو او د هغه د تنظيمي قابليت يو څرگند دليل دى  او دا مبالغه نه ده، چې د شير شاه نه پس په پښتنو کې بل داسې محتاط ،دورانديش او د سياسي تيز فهمئ خاوند څوک نه وو پيدا شوى سليمان يو عادل او کامياب حکمران وو، د هغه دحکومت په دوران کې په سلطنت کې امن و امان او خلق خوشحال او فارغ البال وو . دپښتنو دا اخرى ستر حکمران او عظيم پښتون په ١٥٧٢ م کال وفات شو .

          د سليمان دوفات نه پس د هغه مشر زوى بايزيد د پلار پر ځاى کښيناست . بايزيد يو ناعاقبت انديش خود سره اود سياست نه خالي زلمى وو . پر تخت د کښيناستو سره سم هغه د خپل پلار پاليسى پر يښودله، خطبه او سکه ئى پخپل نوم جارى کړه ولې هغه يوازې دا حماقت ونکړ بلکه د پښتنو اميرانو سره هم د پلار رويه پريښودله ، او دهغوى په تباهي ئى گوتې پورې کړې . ددې نتيجه داشوه چې ټول پښتانه اميران په ځان وويريدل ،اودهغه بر خلاف ئې سازشونه شروع کړل .دساز شيانومشر قتلو خان لوها ڼى وو . چې د سليمان يو جرنيل و . دده د ساز شونوپه نتيجه کې بايزيد د خپل  حکومت په اتلسمه ورځ ووژلى شو .

          دبايزيد مرگ د پښتنو تر منځه قبايلي دښمني اوتعصبات بيا تازه کړل  .او سمدستي هغه حالات پيدا شول څه رنگ چې د اسلام شاه دمرگ نه پس د عادل شاه سوري دتخت دپاره درې د عويداران ودريدل اخر د عارضي کشمکش او جنگونو نه پس د وزير لودي په قابليت اووفادارى د سليمان دوهم زوى داود بادشاه ومنلى شو .

          لودي يو ډير قابل انسان او دپښتنو د اتحاد مقصدهغه ته د هر څه نه زيات عزيز وو . دغه وجه ده چې هغه په خپل تدبير اوقابليت په پښتنوکې اتحاد پيدا کړ او داود ئې د مختلفو د عويدارانو او گورگانيانو  په مقابله کې کامياب کړ . څه لږه موده خو داود د خپل قابل او محسن وزير لودى په مشورو اوهداياتو عمل کاوه ولې دا حالت ډير زر بدل شو .

          د خپلې ځوانئ په جوش کې داود هم د احتياط او دوراندشۍ پاليسي پريښودله . هغه چې خپل وسيع سلطنت ته چې په بنگال ،بهار او اړيسه مشتمل وو ، خپل عظيم فوځ ته او خپلو وافرو خزانو ته خيال وکړو نو هغه دا ووى چې زما سلطنت د اکبر د سلطنت نه په څه کم دى ؟ او ددومره وسيع مالدار او په فوځي لحاظ سره مضبوط سلطنت خاوند خپل ځان ته ولې بادشاه ونه وائي . دغه وجه وه چې هغه هم د خپل ورور پـه شان ځان ته د بادشاه خطاب وټاکلو . خطبه اوسکه ئى په خپل نوم جاري کړه او د گورگاني  حکومت په شان ئې خپلواميرانو وزيرانو ته خطابو نه ورکول شروع کړل . او خپل ځان ئې په هر لحاظ سره خود مختار او د گورگانيانو  د اقتدار نه آزاد وگڼلو .

          د داود اميرانو اوس د هغه د وزير (( لودي )) وجود دخپلوناپاکه اغراضو په لار کې لوى بنديز وگڼلو ،او ددې مخلص او لوى پښتون بر خلاف په ساز شونو لگيا شو . د داود په زړه کې ئې د هغه بر خلاف بدگمانئ پيدا کړې . او دا ئې دې حدته ورسيدلي ،چې احسان فراموش  داود  اول د لودي زوى يوسف خان وواژه ، او څه موده پس ئى په اعتبار کې يوازى خپل محسن نه بلکه د ټولو پښتنو محسن (( لودي )) وواژه ، او په خپلې بدبختئ  ئې په خپل لاس مهر ولگاوه . دې کې شک نشته چې لودي په خپل قابليت او دورانديشئ پښتانه په خپل منځ کې په يو مقصد او مرکز راغونډ کړي وو،او دغه شان ئې په خپلې پاليسئ دپښتنو سلطنت د گورگانيانو  د جار حانه حملونه محفوظ ساتلى وو. ولې د لودي قتل  د گورگانيانو  د لارې نه يو لوى بنديز لرې کړو .

          د لودى د قتل نه پس قتلو د وزارت په عهده وټاکلى شو ، او سرى هارى ته د وکالت عهده ورکړى شوه . ددې دواړواميرانو دداودسره يوازې دا غدارى نه وه چې هغه ئې د خپلو اغراضو دپاره د خپل محسن وزير لودى قتل ته وپا روه بلکه ددې نه پس هم دوى په ډيرو نازکو موقعو د خلکو مفادو د حفاظت په غرض د گورگانيانو سره سازشونه وکړل ، او د داود کرلاڼى بيړى ئې غرقه کړه .

          د لودي قتل په پښتنو کې لويه بې اتفاقي پيدا کړه. اکبر خو به هسې هم پښتنو  ته په او بو کې خولې خولې کيدو . داسې موزونه موقعه هغه کله خطا کوله چنانچه د لودي د قتل نه پس ئې سمدستي خپل وايسراى منعم خان ته په بهار باندې د حملې هدايت وکړو ، او منعم خان د يو لوى فوځ سره په بهار حمله و کړه ، اگر چه د داودسره د گورگانيانو  د مقابلې دپاره يولوى فوځ موجود وو . بيا هم هغه په ميدان مقابله و نه کړه . پټنې ته واپس شواو په قلا کې محصور شوگورگاني فوځونو قلا محاصره کړه . ولې د گورگانيانو  محاصرې د محصورينوپه همت اومدافعت کې څه فرق نه شو را وستلى .اخر په ١٥٧٣ م کې اکبر پخپله د جنگ موقع ته راغى . د پټنې محصورينو ته به خوراک اود ضرورت سامان د حاجي پور نه را رسيدو . چنانچه د اکبر په هدايت دا علاقه د يو سخت جنگ نه پس فتحه شوه . د حاجي پور سقوط د محصورو پښتنو زړونه پرې  ايستل او هغوى د قلا د پريښودلو فيصله وکړه . ولې داوددقلا په پريښودلو رضا نه وو . چنانچه هغه ئې په نا خبرئ کې په شرابو نشه کړ،او شپه په شپه ئې د قلا نه بنگال ته ورساوه . د قلا د خالي کولو کار گجر خان کرلاڼي ته حواله شوى و . په دې کا ر کې پښتنو ته زيات زيان ورسيد . د شپې په توره تياره کې گورگانيانو د سيند بند مات کړى وو او دغه شان ټول ملک سيلاب سيلاب او جبه جبه وو. په دې سيلابونو او جبو کې بې شميره فيلان ،آسونه اوساز و سامان دپښتنو نه گير شو ، اود گورگانيانو لاس ته ولوېد. ډير پښتانه په سيندکې لاهو شول ،او ډير د گورگانيانو  په تورو ووژل شول . دقلا دخالي کولوو نه پس يې په پټنه قبضه اوکړه او د ١٥٧٤ م تر آخره پورې گورگانيانو  د پښتنو نه سراج گړهـ ،مونگهير ، بها گلپور اوکول گنک او نورې ډيرې علاقې لاندې کړې .

          د ماتى نه پس داود بنگال ته لاړ ،او د بنگال  د حفاظت په غرض ئې د تيلو گړهى دره محفوظه کړه . دا دره د ډيرې پخوانۍ زمانې نه د شمالي هند د لوري نه په بنگال کې د دا خليدو دروازه گــــــڼـــــلـــــى شــــــــــي ددې دحفاظت په غرض شير شاه په خپل وخت کې يوه قلا هم جوړه کړې وه . داود دلې څه فوځ پريښود ، ولې ناکافي وو.

          گورگاني  سپه سالار منعم خان هم  داود پسى دتيلو گړهى درې ته را ورسيده ولې د هغه دپاره په دې دره تيريدل گران وو . ولې د هغه دا مشکل ځينو ځاي زمين دارانو آسان کړ ، او هغه ته ئې د بنگال د ننوتو دپاره يوه پټه لاره وخودله . منعم خان ځينې فوځي ټولگي په دې لاره وليږل . د داود د تيلو گړهي حفاظتي فوځ چې د گورگانيانو دا فوځ وليد . نوپه وار خطايي کې شواو د جگړې نه پرته وتښتيدل . په دې ډول د تيلو گړهى اهمه دره دجگړې نه پرته د گورگانيانو په قبضه کې راغله .

          دتيلو گړهى نيولو سره ټول بنگال د گورگانيانو  تر لاس لاندې شو . داود چې ددې حالاتونه خبر شو نو د پر يشيانۍ په حالت کې خپله لاردارا الخلافه د ټانډې نه ستگاوى ته  بدله کړه . د ١٥٧٤ په ستمبر کې منعم خان په ټانډه قبضه وکړه او خپل فوځي ټولگي يې په پښتنو فوځونو پسې د بنگال په مختلفوعلاقو خواره کړل .

          په ١٥٧٥ م کال کې د تو کاري په مقام د گورگانيانو او پښتنوتر منځه بيا يوه خونړۍ جگړه او شوه . دا ځل ميدان پښتنو وگاټه . ولې د پوره برياليتوب نه د مخه د جنگ په ميدان کې په لوټ اخته شول ، د پښتنو فوځيانو يو داسې بدعادت وو، چې د هغه لامله دوى ډير ځله خپله گټه په بايلات بدل کړې ده . دا ځل دوى په لوټ اخته شول گورگانيانو چې دوى په لوټ مشغول اوليدل ، نو بيائې پرې حمله وکړه ، او دوى يې په تيښته مجبور کړل . دا ځل هم دپښتنو ډير زلمي په جگړه کې ووژل شول اوبې حسابه د گورگانيانو په لاس کې بنديان شول . بله ورځ  جنگي قيديان د منعم خان په حکم ووژلى شول او دهغوى دسرونونه اتيا لوړې منارې سازې کړى شوې .

          دې شکست د داود فوځي طاقت ته لويه صدمه ورسوله ولى گورگانيانو  هم ددې وضعې نه خبر وو ،اوداود ئې سا اخستلو ته نه پريښوده . د ماتې نه وروسته داود د کټک په قلا کې محصور شو اود گورگانيانو  سره ئې د سولې خبرې اترې شروع کړې . گورگانيانو  اگر چه گټند ويه وو ولې په يو مخه جنگونو دوى هم ځپلي وو ، نو داود سره ئې سولې ته غاړه کيښوده . ددوى په منځ کې معاهده وشوه ،چې د هغې له مخه داړيسې صوبه د داود سره پاتې شوه . داود د اکبر آمريت ومانه او د هغه په نوم ئې د خطبې او سکې جارى کولو وعده  وکړه . ددې معاهدې له مخه په بنگال او بهار باندې د گورگانيانو  قبضه ومنلى شوه . اگر چې عملاً پښتنو اميرانو په بنگال او بهار باندې د گورگانيانو اقتدار ونه مانه ، او دوى د گورگانيانو  سره په دې علاقو کې جنگونه کول ، خصوصاً د بنگال شمالي علاقې اود بهار جنوبي علاقې دپښتنوپه قبضه کې وې . د ١٥٧٥ م کال  . اکتوبر په ٢٣ کې منعم خان وفات شو .

          د منعم خان وفات د داود زړه بيا د بنگال او بهار نيولو ته ليواله کړ ، چنانچه هغه په نا څاپي توگه په بنگال حمله کړه او سمدستي ئې پخپله زړه دارا لخلافه ټانډه قبضه وکړه ، او د تيلو کړهى دره ئى هم ښۀ مضبوطه کړه . د داود دې ناڅاپي حملې ، د بنگال  په هر ځاى کې د گورگانيانو  فوځونه وارخطا کړل ، او هغوى د جنگ نه بغير بنگال پريښود .

          اکبر ددې واقعاتو نه خبر شو نو هغه د خان جهان ټوډرمل په رهبري يو لوى فوځ د بنگال د بيا نيولو لپاره وټاکه . دا فوځ په نومبر ١٥٧٥ کال کې د اگرې نه روان شو . د بها گلپور سره نژدې د بنگال نه تښتيدلى فوځ هم ددوى سره يو ځاى شو .  مگر  دا فوځ دومره ويرې اخستى وو چې په ډيره مشکــــــلـــــــــه دنوي فوځ سره بيا بنگال ته په تلو اماده شو .

          دا ځل داود د تيلو گړهى د حفاظت دپاره درې زره پښتانه فوځيان پريښودلي وو . ديوې خونړۍ جگړې نه وروسته د گورگانيانو  فوځونه د تيلو گړهئ په نيولو بريالي شول . او د بنگال د حفاظت دا اهمه دروازه يو ځل بيا د گورگانيانو  لاسته و راغله ، او خان جهان د ټانډې لاره ونيوله . داود دده مقابلې ته د راج محل دره نيولې وه او دلته داود خپل طاقت دومره مضبوط کړى وو، چې گورگاني  فوځونه ئې اوه مياشتې ايسار کړل ، دې توقف ، د خوراک کمي او پر له پسې بارانونود گورگانيانو  فوځونو زړونه وغورزول .

          ددې نه علاوه گورگاني  فوځونه چې اکثره سني مذهبه وو د شعيه    جرنيل خان جهان په رهبرۍ کې په جنگ کولو نا رضا وو . دا داسې حالات وو، چې د داود په گټه وو . او د هغه د برياليتوب امکانات څرگندو . خان جهان چې د خپل فوځ په حالت پوه شو، نو هغه سمدستى د اکبر نه  د خوراک او فوځي کومک غوښتنه وکړه ، او  اکبر سمدستي هغه ته د خوراک ډير سامان او نوى فوځ  اوليږه . په بل لور هغه د داود په اميرانو کې هم ځان له ډله پيدا کړه . او د داود دوه اعتباري اميران سرى هارى ( هندو ) او قتلو خان لوهاڼى يې په خپله پره  را واړه ول دا دواړه هغه سړي دي چې ددوى په لمسون داود خپل محسن وزير لودي قتل کړى وو . په دې نازکه موقع کې چې د داود او ټولو پښتنو ژوند او عزت وناموس په خطره کې وو . ددې اميرانو غدارۍ يو داسې نا قابل معافي جرم وکړ چې د هغې مثال موندل به گران وي . په دې موقع د داود د هند و وزير گورگاني  جرنيل نه د داود د سلطنت اهم کاغدات او فوځي رازونه څرگند کړل او ددې په بدل کې ئې د گورگانيانو  نه د خپل جاگير جيسور د حفاظت وعده واخسته . د سرى هارى يوازې دا غدارې نه وه بلکه هغه د خپل محسن بادشاه په داسې نازک وخت کې چې هغه د مرگ او ژوند په جگړه کې لگيا وو ټوله خزانه په کشتۍ کې بار کړه او په  چپه خوله ئې خپل جاگير (  جيسور ) ته او رسولو او پخپله د خپل ورور سره اوتښتيده . په دې دستور قتلو خان لوهانړى هم د گورگانيانو  نه په اړيسه کې د خپل جاگير او حکومت وعده واخسته ، او ددې په بدل کې  دا وعده ئې او کړه، چې په جنگ کې به هغه ( قتلو ) داسى پوزشين اختيار وي چې د هغې په وجه د داود شکست يقيني کړي .

          د گورگانيانو  سره د جنگ نه اول داود ته د خپل اعتباري وزير سرى هارى د غدارى حال معلوم شو او هغه په دې واقعى دومره نا اميد شو، چې هغه د راج ددرې محفوظ پوزشين چې هلته هغه اووه مياشتې گورگاني  فوځونه تم کړي وو او د يو اخري قسمت ازمائې په غرض د راج محل په ميدان کې د گورگانيانو  سره جنگ ته اماده شو . دا مشهور او فيصله کن جنگ په ١٢ جولاى ١٥٦٧ م کې د راج محل په ميدان کې او شو او گورگانيانو  پکې کامياب شو .

          د راج محل جنگ د پښتنو او مغولو تر منځه اخري فيصله کن جنگ وو ، د بدقسمتۍ نه د داود د فوځ يو ډير توريالى افسر جنيد خان چې د داود تربور وو د جنگ په ابتد کې ډير بد بد ژوبل شو . ددې با وجود هم هغه په ډيرې بهادرۍ او جنگيدلو . د داود د فوځ يو بل نوميالى افسر کالا پهار سخت ژوبل شو . او  هغه د ميدان نه او وتلو . دغه شان جنيد خان هم د جنگ په ميدان کې ووژلى شو . ددې افسرانو په مرگ د پښتنو فوځيانوپښې سستې شوې او تيښته ئې او کړه . داود هم د جنگ د ميدان نه او تښتيده او د گورگانيانو  په لاس کې بنديوان شو او وروسته د گورگانيانو  جرنيل خان جهان په حکم اووژلى شو او د هغه سر د اکبر په خدمت کې اوليږلى شو . د راج محل دې جنگ په مشرقي هند کې د پښتنو د سلطنت آخري باب ختم کړو ( ٢٢ ) .

          د جلال الدين اکبر  د واکمنۍ په دوره کې په بنگال د پښتنو حاکميت نژدې يو ويشت کاله دوام وکړ چې ددوى حاکميت د جلال الدين اکبر  د پاچاهي سره هلته پيل شوه . دپښتنو دغه واکمني ،چې په بنگال نژدې يوويشت کاله دوام وکړ لومړى نيمايې برخه يې د شير شاه سوري دکورنۍ او د کرلاڼي پښتنو سره په مخالفتونو او جنگونو کې تيره شوه چې په نتيجه کې کرلاڼي پښتنو په بنگال کې حاکميت تر لاسه کړه او نيمايې دوهمه برخه د کرلاڼي پښتنو او گورگاني  واکمنانو تر مينځ په جنگونو او جگړو کې تيره شوه، چې ددې جنگونواو جگړو په نتيجه کې گورگاني  واکمني په پښتنو برى وموند او په ١٥٧٦ م کال کې يې دپښتنو سياسي واکمنۍ ته په بنگال کې د پاى ټکى کيښود .          

          په دغه سيمه کې د پښتنو دغه ماتې زياتره د پښتنو خپل مينځي اختلافات وو ، چې دغه مخالفتونه زياتره د حاکميت دلاسته راوړلو لپاره کيدل . د پښتنو د ماتې نور علتونه په دې سيمه کې د داود کرلاڼي په وخت کې هغه تيروتنې وې چې د هغه د لاسه وشوې ، چې د هغه لومړنۍ تيروتنه د وزير (( لودي )) وژل و ، او بل د هغه د جگ پوړي نظامي او ملکي مامورينوخيانت او ساز شونه و، چې د هغې په نتيجه کې دى د قطعي ماتې سره مخامخ شو.

          که د بنگال او د هغه په شاو خوا سيمو اوعلاقو کې ټولو پښتنو په يو اتفاق سره د خپل حاکميت د ټينگولو په خاطر کوښښ کړى واى او د شخصي گټو په ځاى يې عمومي گټوته ارزښت ورکړى واى نونه يوازې گورگاني  ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

( ٢٢ ) _ پښتانه د تاريخ په رڼا کې _ (( ٦٤١ _ ٦٥٣ مخونه ))     

 

واکمنانو په دوى باندې تيرى او تجاوزنه کاوه بلکه دوى د نورو سيمو په نيولو بريالي کيدل . په بنگال کې د پښتنو  زوال او کمزوري  کيدو د جلال الدين اکبر  د پاچاهي په پيل کې هغه وخت پيل شو چې د سوري کورنۍ او کرلاڼي کورنۍ په ميځ کې د ١٥٥٥ م کال نه تر ١٥٦٣ م کاله پورې جگړې دوام درلود ، زما په نظر د پښتنو په مينځ کې په دغه دوره کې اساسي د رز او داختلافاتو بنسټ د همدغه وخت نه پيل شو ، د همدې وخت نه وروسته پښتانه په گروپونو وويشل شو او گورگاني  واکمنانو ته ددې زمينه برابره شوه ،چې د پښتنو په مينځ کې اختلافاتو ته لمن ووهى چې د همدې اختلافاتو په نتيجه کې ددوى واکمني په بنگال او د هغه په شاو خوا سيمو کې پاى ته ورسيده .