Jjmklk

د تاجکستان خلک څنګه سولې ته ورسيدل ؟

21.04.2010 08:39

څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتګار

 

 

د تاجکستان خلک څنګه سولې ته ورسيدل ؟  

          د تاجکستان هېواد د منځنۍ آسيا د مهمو هېوادونو له جملي څخه شميرل کيږي . په دې هېواد کې دا تلسمې ميلادي پيړۍ په پيل کې ، کله چې د تزاري روسيي واکمنانو د منځنۍ آسيا د هېوادونو د نيولو لپاره ملاوتړله يو شمير خونړي جنګونه پيل شول . ددغو جګړو په نتيجه کې تاجکستان او د منځنۍ آسيا نور هېوادونه د تزاري روسيى په  امپراتورۍ پورې وتړل شول . وروسته بيا د شلمې پيړى په پيل کې د اکتوبر تر سوسياليستي انقلاب وروسته ، په دې سيمه کې بيا خونړۍ جګړې پيل شوي . په دې جګړو او شخړو کې د روسيي بلشويکانو غوښتل چې خپل حاکميت په دې ځاى کې ټينګ کړي . د ډيرو جګړو شخړو  او مادي او معنوي تلفاتونه وروسته تاجکستان او د منځنۍ آسيا نور هېوادونه د روسيي د کمونست ګوند رهبري لاندې د شوروي اتحاد په نوم د روسيي تر واکمنۍ لاندې راغلل . په دې سيمه کې د روسانو حاکميت د شلمې ميلادي پيړۍ د پيل نه د همدې پيړۍ تر پاى پورې دوام وکړ  (( کله چې د ١٩٢٢ زکال د دسمبر په ٣٠ مه نيټه د شوروي اتحاد سوسياليستي جمهوريت تشکيل شو، په دې وخت کې د منځنۍ آسيا پنځمه هېوادونه د خوارزم او بخارا کورواکه جمهوريتونو په نوم د شوروي اتحاد پورې وتړل شو . وروسته بيا د منځنۍ آسيا په سيمه کې پنځه کورو که جمهوريتونه را منځته شو . د ١٩٢٩ ز کال د اکتوبر په ١٦ مه نيټه د کورواکه جمهوريتونو په ځاى په منځنۍ آسيا کې د تاجکستان جمهوريت او څلورنور جمهوريتونه تشکيل شوو)) (١)

          د شوروي اتحاد د ړنګيدونه وروسته (( د ١٩٩١ زکال دستمبر په ٩ مه نيټه د تاجکستان هېواد خپل استقلال کړ او د ١٩٩٢ زکال د مى د مياشتي په پنځمه نيټه په تاجکستان کې بيا خو نړۍ کورنې جنګونه پيل شو .

          د تاجکستان داخلي جنګونه د شلمې پيړۍ په پاى او د يوويشتمې پيړۍ په پيل کې د نړۍ د خونړيو جګړو څخه شميرل کيږي . په دې جګړو کې د تاجکستان د شپږو ميلونو نفوسو څخه نژدې سل زره کسان ووژل شو و يو نيم ميليون تنه وګړۍ مهاجر او بې ځايه شول او په لس ګونو کلي اوښارونه وران شول )) (٢)

          په تاجکستان کې کورنۍ جګړې نژدې پنځه کاله دوام وکړ . په دې کلونو کې د تاجکستان خلکو ته ډير درانه زيانونه ورسيدل . تاجکستان چې نوى خپل استقلال يې تر لاسه کړى و د بهرنيو هېوادونو سره د هغه اړيکې کمزوري شوې او زياتره بهرنى سفارتونه په دوشنبه کې خپل سفارتونه او نمايندګى وتړلې . په نتيجه کې د تاجکستان حکومت د تاجکستان خلک او مخالفين او د سيمې هېوادونه دې نتيجې ته ورسيدل چې د اجګړه د هيچا په ګټه نه ده او منفي تاثيرات او زيانونه يې ورځ په ورځ زياتيږي . نو له همدې امله د سيمې هېوادونه او د کړکيچ دواړه لورې پريکړه وکړه چې دغه جګړې ته دپاى ټکى کيږدي ، نو په ١٩٩٤ زکال کې د ملګرو ملتونو ، روسيې ، ايران او د سيمې د يو شمير نورو هېوادونو په منځګړتوب د تاجکستان د حکومت او د هغه د مخالفينو تر منځ د سولي مذاکرات پيل شو . په تاجکستان کې د سولي مذاکرات په نهو دورو کې تر سره شو . ((د مذاکراتو لومړۍ دوره يې د ١٩٩٤ زکال د اپريل د مياشتي د(٥) نيټې نه تر ١٩ نيټې پورې په مسکو کې تر سره شوه . دوېم دور يې د ١٩٩٤ ز کال د جون د مياشتي د ١٨ نيټې څخه تر ٢٨ نيټې پورې په تهران کې تر سره شو . دريم دور يې د ١٩٩٤ زکال د اکتوبر د ٢٠ نيټې څخه د نومبر تر لومړي نيټې پورې په اسلام اباد کې تر سره شو . څلورم دور يې د ١٩٩٥ زکال د مى د ٢٢ نيټې څخه د جون تر ٢ نيټې پورې د الماتا په ښار کې تر سره شو . پنځم دور يې د١٩٩٥ زکال د جولاى په ١٩  نيټه په د ترکمنستان په مرکز عشق آباد کې تر سره شو . د سولې د مذاکراتو شپږم دور د ١٩٩٧ زکال د جنورى د ٤ نيټې څخه تر ١٩ نيټې پورې په تهران کې تر سره شوه . د تاجکستان د سولي مذاکراتو اوومه دوره د ١٩٩٧ زکان د فبرورى د ٦ نيټې څخه د مارچ تر اتمې نيټې پورې په مسکو کې تر سره شوه . د تاجکستان د سولې مذاکراتو اتمه دوره د ١٩٩٥ زکال د اپريل د مياشتي د ٢١ نيټې څخه تر ٢٩ نيټى پورې په تهران کې تر سره شوه د تاجکستان د سولې مذاکراتو وروستي دوره د ١٩٩٧ زکال د جون د مياشتى د ٢٤ نيټې څخه تر ٢٧ نيټې پورې د روسيې په پلازمينه مسکو ښار کې تر سره شوه )) (٢)

          د تاجکستان حکومت   او د هغه د مخالفينو تر منځ د سولي د تړون په لاسليک کولو سره په تاجکستان کې سوله را منځته شوه . دا سوله په آسانه او په ډيره لنډه موده کې تر لاسه شوى نه ده
بلکې د اوږدې مودي مذاکراتو او خبرو اترو نه وروسته دواړه خواوي يو د بل په مقابل کې خپل شرايط طرح کړل  او نتيجې ته سره ورسيدل .

          د نوموړي تړون مهم ټکي په لاندې ډول دي .

          (( د سولې دغه تړون پر څلورو لاندې موضوعاتو باندې متمر کزو : پوځي ، سياسي ، حقوقي او د مهاجرينو مسئله .

          په پوځي برخه کې د تاجکستان د مخالفو وسله والو پوځونو راستنيدل ، د هغوى نوم ليکنه ، د وسلو او مهماتو د شمير معلومول ، د مخالفينو د پوځ لغوه کيدل او د تاجکستان حکومت دوسله
وال پوځ سره يو ځاى کول مخالفينوته په دولتي دستګاه کې په سلو کښې د ٣٠ څوکيو ورکول . کې بدلون  د انتخاباتو قانون کې بدلون ، د سياسي ګوندونو ونوي قانون مخالفو  سياسي ګوندونو فعاليتونو ته اجازه ورکول . دپارلمان لپاره د انتخاباتو سرته رسول . په حقوقي برخه کې د عمومى عفوى اعلان ، د دواړو خواونه د سياسي بنديانو او اسيرانو خوشى کول ، په اساسي قانون کې بدلون ، د انتخاباتو قانون کې بدلون ، او د سياسي ګوندونو د نوي قانون جوړول . د مهاجرينو په برخه کې د ټولو مهاجرينو او بي ځايه شويو خلکو ځاى په ځاى کيدل )) (٤)

          په تاجکستان کې د سولي په راوستو کې د ټولونه د ملګرو ملتونو د سازمان او د اروپا د امنيت او همکارى د سازمان او په سيمه کې  د روسيې او ايران هلي ځلي او رول ډير مهم و . د تاجکستان دولت او د هغه د مخالفينو تر منځ د سولى په اړه د ملګرو ملتونو او د اروپا د امنيت او همکاري د سازمان د رول په اړه تلباک نظروف او عبدالنبى ستار زاده ليکي :

          ((  د تاجکستان د سولې خبرې د ١٩٩٤ ز کال د اپريل د مياشتې د ٥ مې نېټې څخه پيل او د ١٩٩٧ زکال د جون تر ٢٧ مې نېټې پورې دوام وکړ . په دې خبرو کې د ملګرو ملتونو رول ډېر مهم و . يوازې د دواړو خو اوو او د خېلو هېوادونو د قانع کولو لپاره يو نيم کال تېر شو . د تاجکانو تر منځ د سولې خبرو اترو د ملګرو ملتونو تر سر پرستۍ لاندې درې کاله دوام وکړ . د تاجکانو تر منځ د سولې خبرې په ډېرې کندۍ سره روانې وې . هر لوري کوښښ کاوه چې مقابل لورى پړ وبولي . يوازې د ١٩٩٥ زکال د اګست د مياشتې په ١٧ مه نېټه د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازى په کوښښ او زيار  (( په تاجکستان کې د سولې او ملي پخلاينې د اساسي اصولو په اړه پروتوکول )) تيار او لاسليک شو . له دې نه وروسته دواړه خواوې دې ته تيارې شوې چې ګام په ګام پر مخ لاړ شي او يو لړ تړونونه او سندونه لاسليک کړي . په پاى کې د وروستي سند د لاسليک کولو لپاره زمينه برابره شوه ، او (( په تاجکستان کې د سولې او ملي پخلاينې عمومي تړون )) د ١٩٩٧ زکال د جون په ٢٧ مه نېټه د مسکو په ښار کې د تاجکستان د جمهور رئيس امام علي رحمان او د تاجکستان جمهوريت د مخالفو قوتونو د اتحاد مشر سيد عبدالله نوري لخوا لاسليک شو . ددې سند د لاسليک په وخت کې د روسيې فدراتيف جمهوريت جمهور رئيس او د يو شمېر هېوادونو سفيران هم ګډون حاضر  وو .

          په تاجکستان کې د ملګرو ملتونو د مهاجرينو د دفتر لخوا د ٣٨ زرو کورونو له جملې څخه ٢٩،٥ زره کورونه چې د جګړې له امله وران شوي وو ، بېرته آباد او ترميم شول . له وظيفې څخه جلا شوي کار مندان  بېرته خپلې دندې ته وګمارل شول . ټول هغه کورونه چې د جګړې په وخت کې په غير قانوني توګه اشغال شوي وو ، بېرته اصلي خاوندانو ته وسپارل شول .

          د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرامونو استازي په تاجکستان کې په ١٩٩٤ زکال په کار پيل وکړ ، له دې نېټې وروسته دوى د تاجکستان په جنګ ځپلي سيمو کې يو لړ پروګرامونه عملي کړل . په تاجکستان کې د سولې په راوستلو او بيا رغونه کې د ملګرو ملتونو د سازمان دفترونه لکه د خو راکي موادو نړيوال پروګرام ، د اسعارو نړيوال مرکز ، نړيوال عمومي بانک ، اروپايې پراختيا يي بانک ، اسلامي پراختيا يي بانک ، آسيايي پراختيا يې بانک او نورو فعاله برخه اخستې ده .)) (٥)

          بل سازمان چې په تاجکستان کې يې د سولې د پروسې په برخه کې مهم رول لوبولى ، د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان دى . ددې سازمان پلاوي د سولې د خبرو له جريان څخه څارنه کوله او د هغوى په غونډو کې يې ګډون کاوه . د اروپا د همکارۍ او امنيت سازمان په تاجکستان کې د ملي پخلاينې د تړون د لاسليک فعال غړى و ، او د ملي پخلاينې د کميسيون سره يې مرسته کوله . نوموړى سازمان تاجکستان کې د پارلماني انتخاباتو او د جمهورى رياست د انتخاباتو کتونکى و . ددې سازمان په ځينې دفترونه د دوشنبې ، خجند ، قورغان تپه ، توس او دوتسي په ښارو کې فعاليت کوي . د تاجکستان جمهوريت په دوشنبې کې د اروپا د امنيت او همکارۍ د سازمان کارونو ته لوړ ارزښت ورکوي . )) (٦)

          (( په تاجکستان کې د سولې او ملي پخلاينې په تامين کې د تاجکستان او روسيې سياسي هلې ځلې ډېرې ګټورې تمامې شوې . په تاجکستان کې د سولې او ملي پخلاينې په راوستلو کې روسيې د پام وړ رول ولوباوه . د تاجکانو تر منځ د سولې مذاکرات د ١٩٩٤ز د اپريل پر پنځمه نېټه د روسيې په پلازمينه کې پېل شول . دغه مذاکرات د ١٩٩٧ ز د جون پر ٢٧ مه نېټه ( په تاجکستان کې د سولې او ملي پخلاينې تړون ) په لاسليک کيدو سره پاى ته ورسيدل . )) (٧)

          په تاجکستان کې د کورنۍ جګړې په مهال د تاجکستان سره د بهرنيو هېوادونو اړيکو ته ډير زيانونه ورسيدل . همدارنګه په دې وخت په تاجکستان کې اقتصادي فعاليتونه ځاى په ځاى ودريدل  او تاجکستان په هره برخه کې د بحران خواته روان شو . د سولي د تړون په لاسليک کيدو سره د تاجکستان او بهرنيو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو سره اړيکې له سره پيل شوې او خلکو خپل عادي ژوند له سره پيل کړ . د جګړې له کلونو نه وروسته په تاجکستان کې د نويو سياسي او اقتصادي پرمختګونو په اړه په لاندې ډول لنډ معلومات وړاندې کيږي :

          (( د تاجکستان د سياسي او ټولنيزې نا آراميو په پايله کې د بهرنيو هيوادونو او سازمانونو سره د تجارتي ، اقتصادي او ديپلوماتيکو اړيکو د ټينګولو په برخه کې خنډونه منځ ته راغلل په تېره بيا له امريکا او اروپا سره اړيکې ډېرې اغيزمنې شوې .

          _ په تاجکستان کې د کورنۍ جګړې پېل او دوام او همدارنګه په هېواد کښې د ننه او بهرنيو هېوادونو ته مهاجرتونه  د نړيوالې ټولنې ، د سيمې د هېوادونو او د نړيوالو او سيمه ييزو سازمانونو  د انديښنې وړ موضوع وه .

          د ١٩٩٣ ز د فبرورى په لومړۍ نېټه د ملګرو ملتونو او د ١٩٩٤ ز په مارچ کې د اروپا د ملي مشورتي سازمان د استازيو دفترونه په پلازمينه دوشنبه کې پرانيستل .

          ډېر لويديز هېوادوته د هغه مذاکراتو د نتايجو په تمه وو ، چې د ١٩٩٤ ز د اپريل پر پنځمه نېټه د مسکو په ښار کې د تاجکانو تر منځ پېل شوو .

          د تاجکانو  تر منځ د سولې د مذاکراتو د بريالۍ پاى ته رسيدو په ترڅ کې له تاجکستان سره د اروپا او امريکا د دولتي اړيکو دوهم پړاو پېل شو . په دې پړاو کې د لويديزو هېوادونو پاملرنه تاجکستان ته ، يعنې هغه هېواد ته چې د پنځو کالو په موده کې د امريکا ، اروپا او نړيوالې ټولنې په مرسته د هغه د اوسيدونکو  تر منځ د سولې او ملي پخلاينې پروسه په برياليتوب سره پاى ته ورسيده ، ډېره شوه . دا پاملرنه يو روښانه دليل لري ، هغه دادى چې په ١٩٩٧ ز ٤٣ او په ١٩٩٨ ز ٦٣ د امريکا او اروپا او بهرنيو هيوادونو دولتي استازو په مختلفو سطحو دوشنبې ته رسمې سفرونه وکړل . په دې پړاوکې هغه هېوادونو ، چې د تاجکستان استقلال يې په رسميت پيژندلى و ، ١٢٥ هېوادونو ته ورسيدل او د ٩٢ نورو هېوادونو سره دپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړې وې . په دې پړاو چې د دوشنبې په ښار کې يوولس سفارتونه او د نړيوالو او سيمه ييزو سازمانونو او بهرنيو هېوادونو استازو په کار پېل کړ . د تاجکستان جمهوريت په خپل وار د امريکا په متحده ايالاتو ، المان ، اتريش ، سويدن ، بلجيم ، ، چک او سلواک کې خپل سفارتونه پرانستل . (٨)

          د پورتنيو توضيحاتو او معلوماتو نه په واضح ډول څرګند شو چې په تاجکستان کې د سولي په را وستلو کې  د يو اړخ صادقانه فعاليت  او هلى ځلې نه وو ، بلکې ددې شخړ په حل او فصل کې نړيوالې ټولنې ، په سر کې د ملګرو ملتونو سازمان او نور نړيوال سازمانونه ، د سيمې زبر ځواک دولتونه ، د تاجکستان دولت او د هغه مخالفين ټولو پريکړه کړي وه چې بايد سولې ته سره ورسيږي .

          ددوه کالو پر له پسې مذاکراتو په نتيجه کې دواړه وخواو د خپلو شخصي ګټو څخه تير شو و او  د تاجکستان ملي او عمومي ګټوته يې ارزښت ورکړ او په پاى کې دسولي تړون لاسليک شو . نه يوازې د سولي تړون لاسليک شو . بلکې ددې تړون د لاسليک نه وروسته د هغه په عملي کولو کې دواړو خواوو په صادقانه ډول عمل وکړ .

          لکه چه ګورو د تاجکستان په ګاونډ يعنې زمونږ په ګران هيواد افغانستان کې هم ډير کلونه کيږي چې جګړه روانه ده او ددې جګړې د حل لارې نه  سترګو کيږى . تر  ډيرو مالي او ځاني تلفاتو نه وروسته د افغانستان حکومت او د هغه مخالفين او همدارنګه نړيواله ټولنه دې نتيجې ته سره ورسيدل چې د افغانستان شخړى د جګړي له لاري نه حل کيږي ، بايد ټولې خواو د سولې او مذاکراتو لاره غوره کړي . اوس مهال په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې او د نړۍ او سيمې د زبر ځواکو دولتونو او د افغانستان د ګاونډيانو په ملاتړ د سولې هلې ځلې پيل شوي دي . که د افغانستان د سولي په مذاکراتو کې نړيواله ټولنه ، نړيوال او سيمه ييز زبرځواک دولتونه ، د افغانستان ګاونډيان ، د افغانستان دولت او ددولت مخالفين په صادقانه توګه د خپلو شخصي اغراضو اوګټو څخه تير شي او د افغانستان د مظلوم او ځوريدلي ملت ګټو او ارزوګانو ته ، چې ډير کلونه د پرديو د جګړو او ګټو قربانى شوي دي ،  ارزښت او اهميت ورکړي . په افغانستان کې هم ددغه ځوريدلي او کړيدلي ملت ارمان به پوره شي که خداى کول .  

 

منابع او ماءخذونه

          ١. لاريسانيکو لايوا ، تاجکستان ، مرکز اسناد وتاريخ ديپلوماسى ، تهران ، ١٣٨٠ هـ ل ، ( ١٥١ مخ)

          ٢. سيد رسول موسوى ، صلح تاجکستان به روايت اسناد ، ١٢٨٢ هـ ش ( ص ٧ )

          ٣. پورتنۍ اثر ، ٣٣١ مخ .

          ٤.آستريدفن برکه ، جنګ داخلى تاجکستان ، دفتر مطالعات سياسي و بين المللى ، تهران ، ١٣٨١ هـ ش ، ( ص ١٨ )

          ٥.تلباک نظروف او عبدالنبى ستار زاده ، ديپلوماسى معاصر تاجک ، عرفان ،

          ٦. تلباک نظروف او عبدالنبى ستار زاده ، په معاصره دوره کې د تاجکستان جمهوريت د بهرنى سياست اساسي لوري . ژباړن : عبدالرحيم بختانى . سيمه ييز مطالعات ، ١١ مه ګڼه ، ١٢٨٧ هـ ل ،
( ١٣٢ مخ ) 

          ٧. تلباک نظروف او عبدالنبى ستار زاده . په معاصره دوره کې د تاجکستان جمهوريت خارجي سياست اساسى لورى ، ژباړن : عبدالرحيم بختانى ، سيمه ييز مطالعات ، ٩ مه ګڼه ١٣٨٧ هـ ل
( ٤١ مخ )

          ٨. پورتنى اثر ، ( ٥٠_٥١ مخونه )