Jjmklk

د جلال الدين اکبر سره د کابل دحکمران حکيم ميرزا اړيکې

26.04.2010 10:09

څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار :

 

 

د جلال الدين اکبر  سره د کابل دحکمران حکيم ميرزا اړيکې

          د کابل حمران حکيم ميرزا د همايون زوى د جلال الدين اکبر  ورور د همايون د مرگ نه وروسته د هغه دو صيت په اساس د کابل د حکمران په حيث مقرر شو . په هغه وخت کې هغه درې کلن ماشوم و ، حکيم ميرزا د خپلې حکرانۍ په دوره کې دوه ځلې دده د اميرانواو دده د ماما فريدون په لمسون داکبر په فوځونو باندې حملې تر سره کړې او غوښتل يې چې د جلال الدين اکبر  فوځونه مات کړي او  هغه ځاى ونيسي مگر په دواړو حملوکې ناکام او بير ته کابل ته واپس شو . د جلال الدين اکبر  سره دحکيم ميرزا جگـــــــــړې تر ١٥٨١ م کال پورې دوام وکړ ، په اخر کې حکيم ميرزا ماته وخوړله او د ژوندتر پايه پورې يې د کابل د حکمران په حيث دنده تر سره کوله .

          څرنگه چې ميرزا حکيم په ماشومتوب کې د کابل دحکمران په حيث مقرر شوى و ، او همدارنگه هغه يوعياش او شرابي سړى و نو دده په څنگ کې د همايون پخواني اميران او دده نژدې خپلوان لکه منعم خان د همايون دوخت يو اعتباري امير ، چوچک بيگم د حکيم ميرزا مور ، ابوالمعالى د همايون پخوانى امير او د ميرزا حکيم او ښى ، ميرزا سليمان د بدخشان حاکم او د ميرزا حکيم خسر او فريدون د  ميرزا حکيم ماما دده د نائب په حيث ور سره دنده تر سره کوله . هغه د خپل ژوند تر پايه پورې ددوى په غوښتنه او لمسون د جلال الدين اکبر  سره جنگونه کړي دي ، چې د جلال الدين اکبر  اود حکيم ميرزا د اړيکو او جنگونو په باره کې ظفر کاکا خيل داسې څرگندونې کړي دي : (( د همايون د وصيت په مطابق د کابل صوبه ميرزا حکيم ته رسيدلې وه . او د همايون د مرگ په وخت کې ميرزا حکيم لا د دريو کالو ماشوم وو . منعم خان نومې يو سردار چې د همايون ډير اعتباري امير وو ، د مرزا حکيم سر براه وو ، او د حکيم د نائب په ډول به يې د حکومت فرايض ادا کول .

          اکبر د خپلې تخت نشيني په څلورم کال ( ١٥٦٠ م ) خپل منتظم بيرم خان د خپلې عهدى نه معزول کړو ، او د هغه په ځاى د کابل نه منعم خان ډهلي ته او بللو ، او هغه يې د (( خان خانان )) په خطاب سره د بيرم خان په ځاى مقرر کړو . د منعم خان د تلو نه پس د کابل حکومت د مرزا حکيم د مور (( چوچک بيگم)) لاسته راغلو ، دا ميرمنه اگرکه ډيره قابله اود دبدبې خاونده وه ، ولې بيا هم د اميرانو وزيرانو د لاسه ډيره زر تنگه شوه . په دې ورځو کې د همايون يو بل پخوانى امير (( ابوالمعالى )) چې د بيرم خان دوست او د اکبر  د لوري نه د پنجاب حاکم وو د بيرم خان د زوال په وجه د خپلې عهدې نه معزول شو ، او د اکبر سره د څه ناکامه مقابلې نه پس په تيښته کابل ته راغى (( چوچک بيگم )) دده په راتلو ډيره خوشحاله شوه ، دى يې خپل وزير مقرر کړو او خپله لور يې هم په نکاح ورکړه .

          ابوالمعالى اوس وزير هم وو او د ميرزا حکيم او ښى هم . نو په ډير قوت يې د دربار فسادونه ختم کړل ، او ټول انتظام يې سم کړو . ولې ابوالمعالى دا کوښښ شروع کړو، چې د کابل حکومت خپل ځان ته کړي .     (( چوچک بيگم )) دده په دې ارادى پوه شوه او دهغه د قوت په کمولو کې لگيا شوه ، ولې په دې کوښښ کې د ابوالمعالى په اشاره اووژلى شوه (١٥٦٣م ) .ددې نه پس ابوالمعالى ته لاره او زگاره شوه ، هغه به د ميرزا حکيم د نائب په حيث په کابل حکومت کولو په دغو ورځو کې مرزا حکيم لا د دولسو کالو هلک وو ، او د ابوالمعالى په مخکې بې وسه وو. د بدخشان حاکم مرزا سليمان چې د ابوالمعالى په دې سر زورۍ خبر شو په کابل يې حمله وکړه  په دې جنگ کې ابوالمعالى اووژلى شو . او په کابل د ميرزا سليمان قبضه شوه . سليمان خپله لور مرزا حکيم ته واده کړه او خپل يو سردار يې د مرزا حکيم وزير مقرر کړو او بيرته بدخشان ته لاړ ، ولې د ميرزا حکيم او بدخشاني وزير جوړه را نعله او مرزا حکيم هغه د خپل وزارت نه معزول کړو ( ١٥٦٤ م ) . په دې خبره مرزا سليمان بيا په کابل را او خوت . مرزا حکيم د هغه د مقابلې طاقت نه لرلو ، نو د اکبر نه د مدد غوښتلو په غرض په اباسيند را پورې وتو . دغه وخت د اکبر سره  ويره پيداشوه چې هسې نه چې مرزا سليمان د کابل د قبضې نه پس چرته د هندوستان طمع ونکړي . نو سمدستى يې دفريدون خان په رهبرۍ د مرزا حکيم امداد ته يو پوځ وليږلو .

          فريدون ته د کابل د فتح کولو په نسبت دا غوره ښکاره شوه ،چې ددې فوځ په مدد په پنجاب قبضه وکړي . ځکه چې په دغه ورځو کې اکبر د بهار د پښتنو سره په جنگونوکې مصروف وو . نو د خپل خوري        (حکيم ) سره  د پنجاب دقبضې په نيت لاهور ته را روان شو . دغه وخت کې اکبر هم د بهار د جنگ نه فارغ شوى وو ، چې هغه د مرزا حکيم د منصوبى نه خبر شو نو سمدستي په حکيم پسې را روان شو او د خپل پوځ سره نيغ کابل ته لاړ او په کابل يې قبضه وکړه . ځکه چې دغه وخت مرزا سليمان بدخشان ته تللى وو او کابل خوشې وو . مرزا حکيم چې کابل بيا تر لاسه کړ ونو د اکبر نه يې ددى خپلو گناهونو معافى او غوښتله اواکبر هغه معاف کړو ( 1 ) .

          په گورگاني  پاچانو کې جلال الدين اکبر  يو بې سواده پاچا تير شوى دى . څرنگه چې ده سواد نه درلودلو نو ددينى احکامو څخه هم بې خبرو ، نو ده د خپل اقتدار او حاکميت د ټينگو لو لپاره د (( دين الهى )) په  نوم يو دين مينځته را وړى و . د جلال الدين اکبر  ددې عمل په مقابل کې د هند زياتره مسلمانان را پورته شو ، په هر ځاى کې شورشونه پيل شو ، دغه نا ارامي او بغاوتونه زياتره په بنگال او بهار کې و . په دې وخت کې حکيم ميرزا او د هغه ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ         

(1 ) پښتانه د تاريخ په رڼا کې ( ٦٥٤ _ ٦٧٧ مخونه )

ماما فريدون دا پريکړه وکړه، چې ددې وخت نه په استفادې سره په اکبر باندې حمله وکړي او د ډهلي تخت د هغي څخه ونيسي نود همدې هيلې د سرته رسولو لپاره حکيم ميرزا او فريدون په پنجاب باندې پوځي عمليات تر سره کړه ، چې ددې پوځي عملياتو او جگړې په باره کې ظفر کاکا خيل  داسې ليکلي : (( . . . د اکبر د بې دينۍ خبرې په ټول ملک کې خورې شوې وې . باغيانو هم ددې نه فايده واخسته ،او د کابل سره ئې هم خبرى وکړې . مرزا حکيم ته يې په ډهلي د حملې دعوت ورکړو . د دوى دا خيال وو چې د بې دين اکبر په ځاى فاسق حکيم د ډهلي په تخت خلق بر داشت کړي . اگر چه د مرزا حکيم مسلماني هم څه دومره پخه نه وه . هغه به په څرگنده شراب څښل ليکن د خلقود تسلئ لپاره صرف دومره هم کافي وه چې مرزا حکيم د اکبر په شان په څرگنده د اسلام نه انحراف نه دى کړى .

          د بنگال اوبهار د بغاوت د شدت اود باغيانو  ددعوت په وجه د مرزا حکيم په زړه کې هم د هندوستان د شهنشاهي تلوسه پيدا شوه . په دې تلوسه کې د هغه ماما فريدون هم زياتى راوستلو . هغه حکيم ته اوويل چې که چيرې تا د بالښت نه سر او چت کړو اولږ او خوځيدلې نود هندوستان ټول خلق به دې په سر سترگو قبول کړي . د مرزا په زړه کې هم څه جوش پيدا شو او هغه د فريدون په لمسون يو ځل بيا په پنجاب باندې حملې ته تيار شو. په اباسيند را پورې وتو ، ولې دغه وخت د پنجاب گورنر د اکبر اعتباري امير ماسنگ وو ، چې د راجا بگونداس ځوى وو . مان سنگ سره د حکيم د مقابلې د پاره پوره پوځ نه وو، نو هغه د (( رهتاس )) په قلا کې څه لږ شان فوځ پريښوده او پخپله لاهور ته راغى . مرزا حکيم در هتاس د قلا په پوځي قوماندان څه د پکې وکړې ولې هغه قلا حواله نه کړه . مرزا هم د هغه سره مقابله خوښه نه کړه او په مخه لاهور ته روان شو . او هلته په يو باغ کې ديره شو . د هغه خو دا طمع وه چې د لاهور خلق به زما هر کلي ته راشي ، ولي هلته خو مان سنگ وو، چې د اکبر يو ډير وفا دار جرنيل او د هغه د مقاصد و لوى همدرد وو ، د مرزا حکيم توقعات چې څه رنگ د هغه ماما فريدون هغه ته ويلي وو پوره نه شول . د پنجاب خلکو خرڅ ونکړو . په دې خبره د مرزا حکيم اميدونه مړاوي شول . بل طرف ته چې اکبر د مرزا حکيم د فوځ کشي نه خبر شونو هغه ته دا حمله د بنگال او بهار د بغاوت نه زياته خطر ناکه معلومه شوه . اگر چې په بنگال او بهار کې بغاوت په زور او شور جاري و او باغيان گټندويه وو،او د اکبر دپاره حالات نا موافـــــــق وو ،ليکن هغه ته د خطرې اصلي ځاى معلوم وو . ځکه هغه د خپلو اميرانو د مخالفت باوجود د يو لوى پوځ سره د مرزا حکيم د مقابلې په نسبت د پنجاب په لور را روان شو .  او مرزا حکيم چې د اکبر د راتلونه خبر شو، نو داسې ويرې واخست ،چې د هندوستان د شهنشاهي خيال يې شاته وغورځولو او خپل ځان يې نيغ کابل ته اورسولو . په دې موقع اکبر د ډيرې دورانديشئ نه کار واخست، چې د مرزا حکيم مقابلې ته يې د بنگال په بغاوت ترجيح ورکړه . هغه ته دا معلومه وه، چې د کابل د لوري نه د يوې کاميابې حملې په نتيجه کې د ډهلي بلکه د ټول سلطنت سقوط ممکن کيدى شي . او ددې په نتيجه کې د بهار او بنگال بغاوت هم کاميابيدلى شي ، ولې د حکيم د حملې د ناکام کولو په صورت کې هغه ته د نورو بغاوتونو د ختمولو موقع او فرصت په لاس ورتلى شو ،چنانچه هغه هم دغه شان او کړل او نه صرف د حکيم خطره يې په مستقل ډول  لرې کړه بلکه د خپل سلطنت په استحکام او حفاظت کې هم کامياب شو .

          اکبر په فبرورى ١٥٨١ م کال کې د مرزا حکيم د قطعي فيصلې په غرض د فتح پور سيکرى نه را روان شواو د جون په مياشت کې د اباسيند غاړې ته راورسيد . ميرزا حکيم اگر، چې کابل ته تلى وو ليکن دا ځل د اکبر دا خيال وو ، چې د مرزا حکيم په زړه کې داسې ويره کښينول پکار دې چې هغه بيا په خپل ژوند کې په  هندوستان باندې د حملې اسره او نه کړي . اکبر د اټک  په مقام کې ټال شو ځکه چې دا وړي د بارانونو په وجه په سيند باندې پول تړل نا ممکن وو .اکبر دلته پنځوس ورځې پاتې شو او بيا سره دخپلو پوځونو په کشتيوکې پورې وتو . په دې موقع اکبر د اټک په مقام د قلا د تعمير حکم او کړو  او د تعمير کار ئې خپل يو مشهور امير بيربل ته حواله کړو .   او ددې غرض دپاره ئې کافي پوځ هم پريښود . ددې ځاى نه اکبر مان سنگ په پيښور باندې د قبضې په غرض وړاندې اوليږلو او پخپله په هغه پسې روان شو . مرزا حکيم د اکبر مقابلې ته خومخ نه وونيولى . ليکن کابل ته د تلو په وخت کې يې خپله ټوله غصه په پيښور او ښکلې وه او دا ښار يې سوز ولى و . اکبر چې پيښور ته را ورسيدنو هغه دلته ايسار شو . اومان سنگ او خپل زوى شهزاده مراديې د خيبر په لاره کابل ته اوليږل .

          د شهزاده مراد پوځونه چې کابل ته نژدې شول او د شتر باغ په دره ور ننول نو دلته د فريدون پوځونه د هغه مقابلې ته ولاړ وو ، د فريدن پوځونو د مراد پوځونه راگير کړل او مال او اسباب يې ترې نه لوټ کړل ، ولې سمدستي ور له د مان سنگ کومک را ورسيد ، اود فريدون فوځونو تيښته او کړه . د فريدون د تيښتې سره سم مرزا حکيم هم د کابل نه اوتښتيدو او دره غوربند ته لاړ . مان سنگ اوشهزاده مراد په کابل قبضه او کړه . په دوى پسې په اگست سنه ١٥٨١م کال کې اکبر هم کابل ته ورسيد . اکبر خپل هوډ تر سره کړو ، په مرزا حکيم يې خپله ويره کښينوله ، چونکه د ژمې موسم راتلونکى وو ، نواکبر دا غوره او گڼله چې د ژمي د يخنۍ نه وړاندې وړاندې خپل پوځونه د کابل نه او باسي ، په دې وجه هغه په کابل کې ايله اوه ورځې ايسار شو .د کابل حکومت يې د مرزا حکيم خور فخر النسا ء ته ورکړو او د حکيم په حقله يې دا سخته  پريښودله ،چې که چيرې هغه بيا څه لاس پښې او خوزول نو د هغه سره به سخت سلوک او کړى شي . ددې نه پس اکبر د کابل نه د ډهلي په نيت را روان شو.

          د اکبر د تلونه پس د مرزا حکيم خور هغه په چوپه خوله را وغوښت اود کابل حکومت يې هغه ته او سپارلو . مرزا حکيم يو شرابي سړى وو،اودشـــــراب نـــــوشـــۍ د زياتوالي په وجه په ځلميتوب کې د مړونه بدتــر وو . د اکبر د لوري نه د مرزا حکيم ددې دومره شراب نو شۍ په وجه به اکبر ته دا توقع پيداشوې وي چې د هغه جسمانى طاقت به تر ډيرى مودى ددى د شمن  ( شرابو ) مقابله او نه کړى شي نو ځکه به يې په هغه خپل ځان نه وي بد نام کړى . په هر حال ددې فراخدلي وجوهات که درحم جذبه وه او که څه سياسي ضرورت ، مرزا حکيم د اکبر د تلونه څلور کاله پس په ١٥٨٥ م کال کې وفات شو. د هغه د مرگ نه وروسته اکبر ته دا موقع په لاس ورغله چې د خپل خواهش مطابق او د سرحدي پښتنو علاقه د خپل سلطنت سره او گنډي . د کابل صوبه هسې په نوم خو د مرزا کامران دوخت نه د سلطنت ډهلي يوه صوبه وه ولې عملا د پنځوسو کالو نه ئې د يو آزاد او خود مختار رياست حيثيت اختيار کړى وو ( 2 ) .

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

( 2 ) _ پښتانه د تاريخ په رڼا کې ( ٦٩١ _ ٦٩٤ مخونه )