Jjmklk

د جلال الدين اکبر ددين الهي او

16.05.2010 12:46

څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتګار                                                                                          

 

 

د جلال الدين اکبر  ددين الهي او

د هغه پر ضد د حضرت مجدد الف ثاني مبارزه

          جلال الدين اکبر دخپلوواکمنۍپه پيل کې دخپل سياسي حاکميت دټينگولولپاره دهرې وسيلې څخـه کار اخسته . څرنگه چې هغه يو بې سواده واکمن و. نو په ديني علومو اونورو علومو کې يې پوره معلومات نه درلود . هغه د نورواديانو د پيرانو د خوښۍ دحاصلولو لپاره کوښښ کاوه . هغه د خپل حاکميت د ټينگولولپاره مذهبي ريفورم مينځ ته راوړ ، په دې لړ کې هغه د مسيحي ، چينائي ، زردشتي او هندويي معتقداتو په باره کې معلومات تر لاسه کړه . هغه يونوى دين د (( دين الهى )) په نوم مينځ ته راوړ ، چې ددې دين درواجولو په برخه کې د هغه نژدې مشاور ابوالفضل ور سره مشوره او مرسته کوله . د جلال الدين اکبر  دديني ريفورم (( دين الهى )) په برخه ظفر کاکا خيل  داسې ليکي : (( اکبر د خپل پلار همايون د ناموافقو حالاتو  په وجه په وړو کوالي کې دهر قسم  تعليم ( ديني يا دنياوي ) نه محروم پاتې شوى و .دغه وجه وه، چې هغه د مذهب اسلام دروح نه بيخي نا خبره وو . او د خپلې تخت نشينئ نه پس د ځنى آزاد خياله عالمانو د صحبت په وجه ډير بې لارې شوى واو د مذهب اسلام په اړه ئې په زړه کې د نفرت او کرکې جذبات پيدا شوي ووليکن په ابتدا کې د سياسي اغراضواو مصالحو پيش نظر هغه ددې نفرت د اظهار نه ځان ژغورلى وو. ولې هر کله چې هغه په راچپوتواوپښتنو کامياب شو،نو هغه د خپل سلطنت د استحکام لپاره د اسلام نه څرگندانحراف وکړه ،او د مذهبي روا دارى په نوم هغه د نورو مذهبونو سره داسې ژور تعلق پيدا کړو ،چې د اسلام ځنې بنيادي اصول ئى هم شاته وغورزول هغه خپل غير مسلمان اميران يوازې دانه چې د حکومت په کارو بار کې يې شريک کړل ، بلکه د سلطنت په معاملاتو کې يې هغوى ددومره اثر ورسوخ خاوندان کړل . چې په هغې سره د بر صغير د مسلمانانود مقتدر حيثيت جرړې کمزورې شوې . هغه د مسيحيانو، زردشتيانو، با مبړانواو سادوگانو سره ډير ژور تعلقات پيدا کړل ،او په دې لړ کې ئې ځنې داسې رسمونه اختيار کړل ،چې هغه د مذهب اسلام د بنيادي تصور توحيدونه بالکل بر عکس وو . مثلاً هغه به د (( اور )) او (( غر )) احترام کولو، هغه دى خبرې ته ډير ليواله وو، چې دهر قسم اقتدار د ديني اودينوى ) په خپل لاس کې واخلي . د اکثرو ټولو اکوحکمرانانو په شان هغه دا تلوسه لرله ،چې دشريعت اسلامي له خوا چې په يومسلمان پاچا کومې پابندۍ عائد شوي دي د هغې نه ځان آزادکړي .

          ددې گمراهئ آغاز هغه د ١٥٧٩ م نه او کړو . هغه او د سلطنت د قاضيانواو مفتيانواختيارات کم کړي .په دې لړ کې هغه د اقتدار خواهشمند ځنې عالمان په خپل لاس کې واخستل ،اوپه هغې ئې داسې فتوى جاري کړه ،چې دکومې (( شرعي يا فقهي )) مسلې په حقله دعالمانوتر منځه اختلاف وي ، نو د هغې په باب کې به شهنشاه په حيثيت د سلطان عادل دا اختيار لري ،چې د خپل سرې لاره خوښه کړي ،اوپه هغې عمل اوکړي په دې شرط چې هغه راى د قران او حديث نه مخالفه نه وي . او د عوامو دفائدومدنظر وي . ددې نه علاوه هغه د حق پسنده عالمانوبر خلاف داسې ذريعې اختيار کړې ، چې د هغې په وجه د مذهب پابنداو حق پسندو عالمانو ته په خپلوعهدو پاتې کيدل گران شول . د يانتدار قاضيان او مفتيان د خپلو عهدونه مات کړى شول ، او د هغوى وظيفې بندې کړى شوې .

          ددې نه علاوه هغه يو نوى دين جاري کړو چې په (( دين الهى )) مشهور و او داسې ملحدانه عقايد او  طرز عمل اختيار کړو، چې هغه د يو مسلمان بادشاه  د شان نه خلاف وو. د هغه دا مقصد  ووچې د دنياوي اقتدار سره مذهبي اقتدار هم تر لاسه کړي ،او د پيغمبرۍ درجه حاصله کړي . د اکبر نه وړاندې علاؤ الدين خلجي ته هم د يونوي دين د اجراء خيال پيداشوى وو ، ولې په هغه کې دومره معقوليت وو چې هغه د يوامير علاو المک په نصيحت ددې  فاسد خيال نه منع شو . ولې نه خو اکبر دمــــــذهب اسلام څخه اهميت گڼلو اونه د هغه په اميرانوکې د علا و الملک غوندې څوک زړه ور او حق گو امير موجود وو. د اکبر دا نوى دين د مختلفودينونوديو څو داسې خبرو گډوډه وه کومې چې د اکبر خوښې وې . په دې کې نه يک رنگي وه او نه يکساني . د اکبر دا مقصد وو چې په دې طريقه به زه ټول خلق خوشحال کړم . ولې په حقيقت کې يې د يو څوتالي څټو اميرانو نه علاوه نور هيڅوک هم خوشحاله نه کړى شو ( 1 ) .

          د پورتنيو څرگندونو څخه په واضح ډول څرگنديږي ،چې جلال الدين اکبر  د خپل حاکميت د ټينگولولپاره د خپلې واکمنۍ په سيمو کې د ټولو اديانواو مذهبونو   څخه کوم شيان چې د هغه حاکميت ته يې گټه رسوله د هغې نه يو نوى دين د ((دين الهى )) په نوم را مينځته کړه هغه دا کار د ټولواديانو د خوښې د حاصلولو لپاره و کړ، مگر بر خلاف ټول خلک د هغه ددې عمل پر ضدو دريدل اوبغاوتونه يې وکړل ، اوددې بغاوتونو په نتيجه کې نژدې وو، چې د هغه حاکميت په دې نيټه کې پاى ته ورسوي . د جلال الدين اکبر  د (( دين الهي )) پر ضد د بغاوتونواوشورشونو په اړه ظفر کاکا خيل  داسې ليکلي : (( دا کبر در ويې نه ټول حق پسنده مسلمانان خواه که هغه اميران واوکه عام ولس بي زاراومتنفر شول ، او په مسلمانانوکې  يوه عامه بې اطميناني پيدا شوه . په کال ١٥٨٠ م کې د بنگال اوبهار پښتنو بيا بغاوت وکړو دا ځل گورگاني حاکمان هم ددوى ملگري و. دى بغاوت د اکبرد ملحدانه عقايدو په وجه خو فناک شکل اختيار کړو. دا بغاوت داسې په مکمله طريقه شوى و ، ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

1)) _ ظفر کاکا خيل  سيدبهادر شاه _ پښتانه دتاريخ په رڼا کې _ پيښور ١٩٦٤ز ( ٦٨٨ _ ٦٩٠ مخونه )

 

چې د اکبر سلطنت به ئې رغړولى وو . ولې داکبر دورانديشي اود مرزا حکيم بزدلي دا موقعه خطا کړه .

          د اکبر د بې دينۍ خبرې په ټول ملک کې خورې شوې وې . باغيانو هم ددې نه فايده واخسته اود کابل سره ئې هم خبرې او کړې . مرزا حکيم ته ئې په ډهلي کې د حملې دعوت ورکړو . ددوى دا خيال وو، چې د بې دين اکبر په ځاى په فاسق حکيم د ډهلى يه تخت بر داشت کړي . اگر چې دمرزا حکيم مسلماني هم څه دومره پخه نه وه . هغه به په څرگنده شراب څښل ،ليکن د خلقو د تسلي لپاره صرف دومره هم کافې وه چې مرزا حکيم د اکبر په شان په څرگنده دا سلام نه انحراف نه دى کړى .

          د بنگال اوبهار دبغاوت د شدت اود باغيانوددعوت په وجه د مرزا حکيم په زړه کې هم دهندوستان د شهنشاهي تلوسه پيدا شوه . په دې تلوسه کې د هغه ماما فريدون هم زياتي را وستلو . هغه حکيم ته وويل چې که چيرى تا د بالښت نه سرا وچت کړو اولږاوخوزيدلې نود هندوستان ټول خلق به دې په سر سترگوقبول کړي . د مرزا په زړه کې هم څه جوش پيدا شو،اوهغه د فريدون په لمسون يوځل بيا په پنجاب باندى حملې ته تيار شو

) 2) .

          د عمومي پاڅونونو او بغاوتونوپه څنگ کې ، ديني عالمانو هم د جلال الدين اکبر  دديني ريفورم په خلاف په مبارزه پيل وکړه ، چې د هغوله جملې څخه يوهم حضرت مجدد الفى ثاني مبارزه ده ،چې په هغه زمانه کې د اکبر د ((  دين الهى )) په ضد يې پيل کړې وه . په دې مبارزه کې هغه د گورگاني واکمنانو لخوا زندان ته هم واچول شو. د مجدد الفى ثاني شجره حضرت عمر فاروق ( رض ) ته رسيږي ،چې د هغه نيکونه پخوا افغانستان ته راغلي وواوبيا دوى هندوستان ته لاړ. په دې برخه کې لازم بولم چې دهغه د ژوندليک ، د کورنۍ   

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
2) ) _ ظفر کاکا خيل  سيدبهادر شاه _ پښتانه دتاريخ په رڼا کې _ پيښور ( ٢٩١ مخ ) .

،شـجرې او مبارزوپه برخه کې لنډ معلومات وړانـدې کــړم . حاجي محمد فضل الله پخپل کتاب (( عمدۀ المقامات )) کې د حضرت مجدد الف ثاني ( رح ) د شجرې په برخه کې داسې ليکلي دي  :

          پټه دې نه وي ،چې د حضرت مجدد الفى ثاني مبارک نسبت داسلام دوهم خليفه حضرت عمر بن خطاب ( رض ) ته رسيږي . په دې ترتيب سره چې د هغه مبارک نوم شيخ احمد بن عبدالاحد ، چې هغه د شيخ زين العابدين پلار ،هغه د شيخ عبدالحق پلار ،هغه د شيخ محمدايشان پلار ، هغه د شيخ حبيب الله پلار ، هغه د شيخ قطب الا قطاب غوث العلمين حضرت امام رفيع الدين پلار ، هغه دشيخ نصير الدين پلار ، هغه د شيخ سليمان پلار ، هغه د شيخ يوسف پلار ،هغه دشيخ اسحق پلار ، هغه د شيخ عبدالله پلا ر،هغه د شيخ شعيب پلار ، هغه دشيخ احمدپلار ، هغه د شيخ يوسف پلار ، هغه دشيخ سلطان شهاب الدين علمي المعروف بفر خشاه کابلي الفاروقي پلار هغه د خواجه نصيرالدين پلار،هغه د خواجه سلمان پلار، هغه د خواجه مسعود پلار ،هغه د خواجه عبدالله الواعظ الاصغر پلار ،هغه د خواجه عبدالله الواعظ الاکبر پلار ، هغه د خواجه ابوالفتح پلار ، هغه د خواجه اسحق پلار ، هغه د خواجه ابراهيم پلار. هغه د خواجه ناصر الدين پلار ،هغه د حضرت عبدالله ( رض) پلار هغه دحضرت اميرالمؤمنين عمر بن الخطاب (رض) پلار وو(3 )  

          حضرت شيخ احمد فاروقي (( مجدد الفى ثاني ( رح ) ) بن خواجه عبدالله په ( ٩٧١ هـ ق _ ١٥٦٣ م ) کال په هغه زمانه کې، چې د اکبر (( دين الهى )) مينځ ته راغى مجددالفى ثاني دا تلسو کالوو . هغه په دې وخت کې خپله مبارزه د اکبر د (( دين الهى )) پر ضد پيل کړه . په دغه مبارزه کې هغه د جهانگير په وخت زندان ته واچول شو ، چې  په١٠٢٩ هـ ق _ ١٦١٩ م کال کې د زندان څخه خلاص شو . حضرت مجدد الفى ثاني په ١٠٣٣ هـ ق _ ١٦٣٢ م کال کې وفات شو (4 ) .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

3) ) _ حاجى محمد فضل الله _ عمدۀ المقامات _ ( ٩٨ مخ ) .

4) ) _ حضرت مجدد الفى ثانى _ مکتوبات امام يانى _ جلد دوم_ ١٩٧٧ م _ ( ٦٠٥ مخ ) .