Jjmklk

د جلال الدين اکبر دواکنمى

23.05.2010 09:30

څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتګار                                                                                          

 

 

د جلال الدين اکبر  دواکنمى

اقتصادي وضع

          دجلال الدين دواکمنۍ په دوره کې داقتصادي وضعې په باره کې د همدې فصل په لومړيو برخو کې       (( د جلال الدين اکبر  په زمانه کې د هندکرنيزې چارې )) ، (( د هند په کرنيزو چارو کې د پښتنو ونډه )) او (( په سوداگري او صنعتى معاملاتو کې د پښتنو ونډه )) تر عنوانونو لاندې اقتصادي مسايل تر ډيرې اندازى پورې څيړل شوي دي . او کوم موضوعات چې په  دې کې تر څيړنې لاندې نه دې نيول شوي هغه د اکبر په زمانه کې د سړکونو ، قلا گانو او ښارونو جوړول  دي ، چې په دې دوره کې په دې برخو کې يو څه اندازه کار شوى دى . همدارنگه په دې دوره کې د سکو د ضرب وهلو په برخه کې ډير مهم کارونه شـــــــوي دي ، چې ددغو اقتصادي فعاليتونو په برخه کې معلومات وړاندې کيږي .

          د جلال الدين اکبر  د زمانې د مهمواقتصادي فعاليتونو څخه يو هم د سروزرو ، سپينو زرو او مسي سکوجوړول و ، چې دجلال الدين اکبر ددې دورې د اقتصادي  فعاليتونوپه برخه کې ډيره مرسته کړې ده . دغه کار ددولت د حاکميت په ټينگولو کې هم مثبت رول لوبولى دى . اکبر د افغانستان په مهمو ښارونو کې د سکو د ضرب وهلوکار خانې جوړ کړې وې . پوهاند عبدالحى حبيبي د جلال الدين اکبر  په زمانه کې د سکو د جوړولو اوپولي معاملاتوپه برخه کې داسې ليکلي :

          د ډهلي د تيموري پاچاهانو په وختوکې کابل ، کندهار ، بلخ او بدخشان کې دار الضرب هم و، د اکبر په دوره کې کابل يو له هغو څلوروصوبو څخه و، چې د اکبر د طلا سکه په کې وهل کيده ، په څلورو واړو صوبو،کې د ډهلي دتيموري يا د صفوي پاچاهانو له خوا د سپينو زرو او مسوسکې وهل کيدې ، د جهانگير د واکمنۍ پر مهال په کندهار کې مسي سکې وهل شوي دي ، چې د لمريز کال د مياشتو په ډول شکل لري ، همدا شان جهانگير دخپلې پاچاهي په١٤ کال په کندهار کې دسپينو زرو پررو پۍ سکه ووهله ( 1 ) .

          د جلال الدين اکبر  په زمانه کې په دې سيمه کې نور زبر ځواک دولتونه هم موجود و، لکه د ايران صفوي دولت ، د ترکيې عثماني دولت ، په ماورا ء النهر کې د شيباني خان

کورنۍ اوهمدارنگه اروپائي هيوادونه لکه انگلستان ، روسيه ، هالينډ ، هسپانيا اوپر تگال حکومتونه وو، چې دغه ټول ملکونو د هند سره تجارتي اړيکې دلودلې ، دوى له هند 

څخه تجارتي مالونه منځنۍ  اسيا ، ايران او ترکيې ته او له هغه ځايه اروپائي هيوادونو ته وړل او همدارنگه له هغو ځايونو څخه تجارتي مالونه د هند خواته راوړل . د هند د گورگاني دولت لپاره د اسيايى او اروپائي هيوادونو د اقتصادي او سياسي اړيکو په اړه پوهاند حبيبي داسې ليکلي :

          د هند تجارت دپيښور ، بخارا ، کندهار ، هرات او مشهد له لارو له ماورا ء النهر اوايران سره پر مخ لاړ ، د شاه جهان  په وختو کې د کابل ، کندهار ، بلخ او بدخشان له صوبو څخه په دولتي خزانه کې ددولت د عايداتو له زياتوالي څخه هم زياتيږي ، چې تجارت ، کرهڼې او صنعت پر اختيار موندلې وه ،ځکه نو د هند ، ايران او عثماني امپراتوريو د صنايعو، تجارت او پوهنو دودې په ډگر کې يې ښه خدمتونه کړي دي . له ماورا ء النهر ايران او خراسان څخه به تل صنعت کاران هند ته اوله هغه ځايه به نوموړيو هيوادو ته راتلل او تلل . تاجرانو به هم د عثمانيه ، ايران ا و ماورا ء النهر څخه نفيس کالي او مالونه د خراسان له لارې هند ته او هندي مالونه به يې خراسان ماورا ء النهر ، ايران او ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

( 1 ) _ حبيبى ، پوهاندعبدالحى، د افغانستان لنډ تاريخ. ، ژباړن : عبدالروف بينوا _          ١٣٧٨ ز ، پيښور ،    ( ٢٣٣ مخ ) .

عثمانيه ته وړل ، له دې کبله به تل تجارتي بډاى قافلې  کابل ، کندهار او هرات له لارو تيريدې .امر تسر ، پيښور ، ملتان ، شکارپور ، کابل ، کندهار ،هرات ، بخارا خجند او مشهد د تجارتي لارې ستر مرکزونه وو  (2 ) .

          څرنگه چې په دغه زمانه کې په لويه کچه تجارتي کاروانونه د هند څخه منځنۍ اسيا اواروپا په لور روان و او له هغه ځايه څخه دى خواته راتلل نو جلال الدين اکبر  لازم وگڼل ،چې د ســـــړکـــــونـــــو د تـرميـــــم  او حفاظت لپاره تدابير ونيسي ،نو له همدې امله ددې لارې د جوړولو لپاره تدابير ونيول . په دې دوره کې چې د لارې جوړولو په اړه کوم مهم کار تر سره شوى دى هغه د خيبر درې د لارې جوړول دي چې دا کار د اکبر په زمانه کې تر سره شوى دى ، په دې برخه کې ظفر کاکا خيل  ليکلي :

          په دې موقع اکبر په درۀ خيبر کې دسړک جوړولو حکم هم او کړو او دا کار هغه خپل انجينر قاسم خان ته حواله کړو ، او دا اوله موقع وه، چې د خيبر په دره کې يو داسې سړک تعمير شو . چې په هغې باندې به کاډۍ او چکړې په اسانه تلى راتلى شوې . ددې نه وړاندې  د خيبر لاره د اوښانواو آسونو د عبور ومرور دپاره هم گرانه وه . اکبر د قاسم خان نه په دې کار دومره خوشحال شو چې څه موده پس ئې هغه د کابل گورنر او ټاکلو ، په کوم سهولت چې په دى دره کې د اکبر انجينر قاسم خان دا سړک تعمير کړى وو. دې واقعاتو د اکبر د دماغ نه د هغه مشکلاتو  احساس اوويستلو کوم چې ورستو هغه ته پخپله او يا د هغه جانشينانو ته ددې د عبور و مرور په وخت کې ددې درې د استوگنو د لاسه ورپيښ شول ( 3 ) .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

( 2 ) _ حبيبى ، پوهاندعبدالحى، د افغانستان لنډ تاريخ. ،ژباړن : عبدالروف بينوا _          ١٣٧٨ ز، پيښور ،     _ ٢٣٨ مخ .

(3 ) _ ظفر کاکا خيل سيد بهادر شاه _ پښتانه دتاريخ په رڼا کې _ پيښور _ ( ٦٩٣ مخ ) .

١٢ - د جلال الدين اکبر  مړينه او پايلې يې

          جلال الدين محمد اکبر په ٩٦٣ هـ ق _ ١٥٥٦ م کال کې د همايون د مرگ نه وروسته تر ١٦٠٥ م کاله پورې پاچاهي وکړه .

          د جلال الدين اکبر   دوفات په اړه حضرت  مجد الفى ثاني په خپل کتاب (( مکتوبات امام ربانى )) کې داسې يادونه کړې ده : جلال الدين اکبر  په ١٠١٤ هـ ق کال د چهارشنبې په ورځ د ربيع الاخر د مياشتې په د يارلسمه نيټۀ وفات اوپه همدې نيټۀ جهانگير د پاچاهي پر تخت کښيناست (( 4 )) .

          د جلال الدين اکبر  دوفات اود جهانگير د پاچا کيدو په اړه محمد حيات خان په خپل کتاب (( حيات افغاني کې )) ليکلي دي :

          جلال الدين محمد اکبر وروسته تر پنځوس کاله پاچاهي په ١٦٠٥ م کال په ( ٦٤ ) کلنۍ کې په اکبر آباد کې له جهانه سترگې پټې کړې  او اوس يى قبر هملته په سکندره نومې ځاى کې دى . د جلال الدين محمد اکبر تر مړينې وروسته دده يو ازينى زوى شهزاده سليم په ١٦٠٥ م يا ١٠١٤ هـ ق د هندوستان اوفغانستان پاچا شو او د اکبر آباد (( اگره )) په کلا کې په تخت کښيناست اوځان ته ئى دجهانگير لقب غوره کړه ( 5 ) .

          کله چې جلال الدين اکبر  د پاچاهي پر تخت کښيناست نو د هندوستان ډير مهم ښارونه د هغه د مخالفينو يعنې دشير شاه سوري د کورنۍ او د هغه د جنرالانو په لاس کې وو. د جلال الدين اکبر  د پاچاهي لومړي نيمائي برخه په جنگونو او جگړو کې تير شواو د همدغو جنگونواو جگړو په ترڅ کې هغه وکولاى شول ،چې د هندوستان او افغانستان زياتره سيمې تر خپل کنترول لاندې راولي . 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 (4٠ ) _ مکتوبات ا مام ربانى _ حضرت مجدد الفى ثانى _ د فتردويم _ ١٩٧٧ م ( ٦٠٣ مخ )

5) ) _ محمد حيات خان ، حيات افغانى _   لومړى ټوک _ کابل _ ١٣٧٠ هـ ق _ ( ١١٤ مخ ) .

          هغه د خپل پنځوس کلن حاکميت په ترڅ کې خپلو خارجي مخالفينولکه د ايران صفوي کورنۍ اوخپل داخلي مخالفينولکه د شير شاه سوري کورنۍ او روښانيانو ته ماتې ورکړه ،او خپل نفوذ اوحاکميت يې په دې سيمه کې د بر چى په زور ټينگ کړ .

          مگر سره له دې چې خپل حاکميت يې ټينگ کړ او د خپل نفوذ ساحه يې پراخه کړه او په اقتصادي او سياسي ډکر کې يې کاميابي تر لاسه کړه . د همدغه لاسته را وړنو سره سره دهغه مخالفين لکه روشانيانواو نورو ورځ په ورځ قوي کيدلې او گورگاني امپراتورۍ  ته يې خنډونه او ستونزې پيدا کولې ،چې ددغو خنډنو او ستونزواو د گورگاني کورنۍ عکس العملونه د هغوى په مقابل کې او د گورگاني کورنى په اړه نور سياسي ،فرهنگي او اقتصادي مسايل ددې کتاب په  نورو فصلونوکې به تر څيړنې لاندې ونيول شي .