Jjmklk

هند د نور الدین محمد جهانگیر په زمانه کې

23.08.2010 10:48

څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار :

 

 

 

 

 

هند د نور الدین محمد جهانگیر په زمانه کې

( ۱۰۱۴ – ۱۰۳۷ هـ ق – ۱۶۰۵ – ۱۶۲۷ م )

          د جلال الدین اکبر له مرگ  وروسته د هغه زوی نورالدین محمد جهانگیر په اگره کې د هندوستان او افغانستان پاچا شو ، د جهانگیر د باچاهۍ په اړه پوهاند عبدالحی حبیبي داسې لیکي : (( جلال الدین محمداکبر د همایون زوی ۶۴ کلن پسـله ( ۵۲) کالو پاچاهۍ په اکبر آباد کې وفات شو ( ۱۳ جمادی الاخر) او دده زوی شهزاده   سلیم د نورالدین محمد جهانگیر په لقب په اگره کې د ۳۸ کالو په عمر پر تخت کښیناست . د نورالدین محمد جهانگیر پاچاهي د(١٦٠٥ م – ۱۰۱۴ هـ ق) نه پیل کیږي او په ۱۶۲۷ م – ۱۰۳۷ هـ ق کې پای ته رسیږي (٤٢) .

          نورالدین محمد جهانگیر چې کله  په ۱۰۱۴ هـ ق کال کې د هند او افغانستان پاچا شو ، نو  د خپلې پاچاهي په دوهم کال یعنې ۱۰۱۶ هـ ق کې يې د کابل په لور سفر وکړ او په کابل کې يې نژدې پنځه اتیا ورځې تیرې کړ ې، ددې سفر تفصیل د احمد علي کهزاد په کتاب (( بالا حصار کابل وپیش آمد های تاریخ)) کې بیان شوی دی ،چې ځینې برخې يې دلته رانقلوم : (( نورالدین جهانگیر په خپل لومړی سفر کې د پنجشنبې په ورځ د ۱۰۱۶ هـ ق کال د محرم د میاشتې په ۱۸ نیټه کابل ته داخل شو . د هغه سفر د همدې کال د ربیع الاخر د ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

      ( ٤٢) –  حبیبي پوهاند عبدالحی – د افغانستان پیښلیک – لومړی ټوک – ۱۳۵۳ هـ ش – کابل – ( ۱۳۶ مخ ) 

میاشتې تر اوومې نیټې  پورې یعنې پنځه اتیا ورځې دوام وکړ ( ٤٣ ) .

          جهانگیر د خپلې پاچاهۍ په لسم کال  د هغو ځایونو په نیولو پیل وکړ ، چې دده د پلار جلال الدین اکبر لخوا نیول شوي نه وو . په دې اړه په (( تاریخ هند در قرون وسطی )) کې داسې راغلي دي : جهانگیر د هغو ځایونو په نیولو پیل وکړ، چې دده پلار جلال الدین اکبر

لخوا نیول شوي نه وو . په ۱۰۲۴ هـ ق – ۱۶۱۴ م  کال کې د میوار را جپوتیان مجبور شو چې د گورگانیانو د لښکرو اطاعت ومني . د راجا میوار زوی د جهانگیر دربار ته را وغوښتل شو . جهانگیر له  هغی سره مهرباني وکړه او هغه ته يې ډیرې تحفې ورکړې ، هغه غوښتل چې په دې ډول نور مستقل قوماندانان دځان خواته راجلب کړي .

          د گورگانيانو  حمله د اسام په ولایت کې د سختې ناکامۍ سره مخامخ شوه، په پنجاب کې د کنگره د قلعه محاصره په ۱۰۲۵ هـ ق – ۱۶۱۵ م کال کې پیل شوه او پنځه کاله یې دوام وکړ له هغې  وروسته هندوان گورگانيانو  ته تابع شو .

          د جهانگیر آخري فتح د هند په شمال کې د (( کشتور )) د ولایت تصرف و ، چې دغه سیمې په کشمیر کې په ۱۰۳۲ هـ ق – ۱۶۲۲م کال  د کوچنیو ریاستونو په ډول اداره کیدلې .

          د جهانگیر د زمانې بل نور جنگونه دپر تگالیانو سره وو ، جهانگیر څو ځلی د پرتگالیانو سره جگړې کړیدي . پرتگالیانو د گورگانيانو  پر بیړیو باندې حملې کولې . جهانگیر پاچا د پرتگالیانو له دښمنانو یعنې انگریزانو او هالینډیانو څخه، چې د هند سواحلو ته داخل شوي وو مرسته وغوښتله .

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

    ( ٤٣ ) کهزاد احمد علی – بالاحصار کابل وپیش آمد های تاریخی – جلد دوم – کابل – ۱۳۸۳ هـ ش –         ( ص ۱۹۵ ) .

          انگریزي او هالینډي تاجرانو د پرتگالیانو پر خلاف غوښتل ،چې په هند کې لاره پیدا کړي ، او خپل تجارتي مرکز ونه په اگره ، پټنه ، ډاکه او نورو صنعتي مرکزونو کې تاسیس کړي . د انگلستان پاچا لومړی  جمیز خپل سفیر د گورگانيانو  دربار ته واستولو د هغه د سفیر نوم (( توماس او )) و ، د هغه وظیفه دا وه چې انگریزي تاجرانو ته امتیاز ونه لاسته راوړي . تو ماس او د ۱۰۲۵ هـ ق – ۱۶۱۵ م نه تر ۱۰۲۸هـ ق – ۱۶۱۸ م پوری چې درې کاله کیږي په هند کې پاتې شو  ( ٤٤ ) .

          د پورتنیو څرگندونو څخه معلومیږي ،چې جهانگیر د خپلې پاچاهۍ په پیل کې هم سیاسي او نظامي لاسته راوړنې درلودلې . هغه ځایونو چې د هغه پلار په هغه زور او قوت سره فتح نکړل ده وکولی شول چې هغه ځایونو فتح کړي . بل داچې ده غوښتل  خارجي اروپایي هیوادونه لکه انگلستان ، هالینډ او نورو سره دیپلوماتیکي او سیاسي اړیکې ټینگې کړي ، چې په دی لاره کې يې تر  یوې اندازې پورې بریالیتوب هم ترلاسه کړه او دانگریزانو سره يې دیپلوماتیکي اړیکې ټینگې کړې .

 

 

 

 

 

 

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

    (٤٤) ک ، انتونوا ،– تاریخ هند در قرون وسطی مترجم : پوهاند میر حسین شاه–- ۱۳۶۰ هـ ش – کابل – (۹۸ – ۹۹ مخونه )

                ۱- د جهانگیر پر ضد د هند د خلکو پاڅون

          جلال الدین اکبر په خپله پنځوس کلنه واکمنۍ کې ډیر کوښښ وکړ، چې په  خپله امپراتورۍ کې آزادي بخښونکي غورځنگونه وځپي . هغه په دې پروگرام کې تر یوې اندازې پورې بریالی شو او ډیر غورځنگونه یې وځپل او ډیرې سیمې يې تر خپل کنترول لاندې راوستل . دجلال الدین اکبر  د مرگ نه وروسته  کله چې د هغه زوی نور الدین محمد جهانگیر واک ته ورسید دغه غورځنگونه په عمومي صورت سره د هند او افغانستان په ډیرو سیمو کې چلېدل، مثلاً د پښتنو په سیمو کې دروښانیانو غورځنگ د احداد لخوا چې د بایزید روښان لمسی کیده جاری و ، همدارنگه د يوسفزيو پښتنو لخوا هم د گورگاني  واکمنۍ پر ضد مبارزه روانه وه . د گروهر گوند پر مشرۍ د سکانو مبارزه هم د گورگانيانو پر ضد روانه وه  ، سر بیره پردې په احمدنگر ، بیچاپور او گل کنده کې د گورگانيانو  پر ضد بغاوتونه پیل شوي و .

          نورالدین محمد جهانگیر د جنگ او جگړی پرځای د روغې جوړې لاره غوره کړه او خپلو مخالفین يې د ځمکو ، دولتي موقفونو او امتیازاتو په ورکولو سره پخلا کړل او تر ډیرې اندازې پورې ددې گورگاني  پاچا د واکمنۍ په دوره کې آرامي او امنیت مینځ ته راغی . د جهانگیر ددې سیاسي اصلاحاتو په اړه په لاندې ډول به په بیلو بیلو عنوانونو کې  څیړنه وشي ، چې لومړی به له سکانو سره دده داړیکو په اړه معلوات وړاندې شي ، وروسته به د احمدنگر ،بیجاپور او گلکده پر بغاوتونو او دهغو پر نتایجو  رڼا واچول شي .                                        

 

 

 

 

                                                 الف :- له سکانو سره جگړی

          د هند د سکانو بغاوتونه آزادي بخونکي و، چې ډیر کلونه د گورگاني  واکمنۍ پرضد روان وو ، چې دا آزادي بښونکي غورځنگونه د گروهر گوند په مشرۍ روان وو . د جهانگیر دواکمنۍ په دوره کې تریوې اندازې پورې دغه غورځنگونه وځپل شو ، ددې جنگونو په اړه په (( تاریخ هند در قرون وسطی )) کې داسې راغلي : ((  سکانو په پټه توگه د گورگانيانو  پرضد دیوې وسله والې جگړې لپاره پلانونه جوړول . گرو هرگوند په ۱۶۰۶ م  - ۱۶۳۸ م – ۱۶۴۵ = ۱۰۱۵ هـ ق – ۱۰۴۸ هـ ق  - ۱۰۵۶ هـ ق کلونو کې امر ورکړی و، چې ټول سکان وسله وال او د گورگانيانو  پرضد د جگړې لپاره تیار شي . وسله والې ډلې چې دهغوی شمیر زرگونو ته رسیده د جگړی لپاره مسلح او تیار شو . په ۱۰۲۲ هـ ق ۱۶۱۲ م کال کې گروهر گوند د جهانگیر دربار ته وغوښتل شو . او له مذاکراتو وروسته هغه د گورگانیانو خدمت ته تیار شو . مگر په پټه توگه يې خپلو جنگیالیو ته روز نه ورکوله . په هر صورت سره دده فعالیتونه آزادي بځښونکي و .

          د ۱۰۳۱ – ۱۰۴۴ هـ ق =  ۱۶۲١ - ١٦٣٤م کلونو په مینځ کې د پنجاب گورگاني  نایب الحکومه د هغه دنیولو او ټکولو لپاره لښکر ولیږه په دې جگړو کې هغه ونیول شو ، اما د هغوی بشپړ ځپل د اولسمې پیړۍ په لومړیو کلونو کې ناممکن وو )) (٤٥ ) .

 

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ    

(٤٥) – ک ، آنتونووا– تاریخ هند در قرون وسطی– ژباړونکی : پوهاند میر حسین شاه – کابل – ۱۳۶۰ هـ ش – ( ۱۰۱ مخ )

                              ب :- د احمدنگر ، بیجاپور او گل کنده                                  دخلکو بغاوتونه

          د اولسمې پیړۍ په پیل کې د جهانگیر دواکمنۍ په دوره کې د احمدنگر ، بیچاپور او گل کنده د خلکو بغاوتونه د گورگاني  واکمنۍ پرضد پیل شو . د گورگانيانو  د امپراتورۍ د پیل نه تر دغه وخته پورې دغه ځایونه په مکمله توگه  د گورگانيانو  تر واکمنۍ لاندې نه وراغلي ، نو په دې وخت کې جهانگیر وغوښتل، چې دغه سیمې هم تر خپلې واکمنۍ لاندې راوړي . ددغو سیمو د واقعیاتو بیان په (( تاریخ هند در قرون وسطی))  کې داسې بیان شوی دی : (( د هند گورگاني پاچاهان په اولسمه میلادي پیړۍ کې دهند د جنوبي برخې د فتحه کولونه نا امیده شوی نه وو . د احمد نگر ، بیجاپور او گل کنده خلکو د گورگانيانو  د اطاعت  نه بغاوت  وکړ . دغه دری حکومتونو هر وخت پخپلو مینځو کې د سرحدي علاقو په سریو د بل سره اختلافات درلودل او یو د بل سره جنگیدل ، ځینې وختونه سره یو ځای کیدل او قرار دادونه يې سره کول او د گورگاني  امپراتورۍ پرضديى اتحادونه جوړول .

          گورگانیانو غوښتل چې د دکن کمزوری حکومت یعنې احمدنگر باندې حمله وکړي ، ددې حملې نه څو کاله مخکې د ملک عنبر دریفورم په اثر دغه حکومت غښتلی شوی و . په ۱۰۲۴ هـ ق – ۱۶۱۴ م کـــــــال  کې ملک عنبر د ځمکې مالیات د حاصلاتو د دریمې برخې په اندازه انښکته کړه . دا کار په دې خاطر  وشو چې مالیات د بزگرانو دتوان او قدرت اندازې ته راشي .په دې کار سره د ((مرهټه )) قوم یو شمیر زیات جنگیالي د دوی په لښکرو کې داخل شو .

          د احمدنگر کمزورو سپارو په زړو رتیا  سره د دښمن پر لښکرو حملې کولې .  دوی د مالونو څخه ډک گاډي نیولي او د هغوی لویو لښکرو ته يې درانه زیانونه رسول . دغه جگړو د ۱۰۱۸ هـ ق – ۱۶۰۹ م نه تر ۱۰۳۰هـ ق – ۱۶۲۰ م پورې دوام درلود . سره ددې د گورگانيانو  لښکرو کوم مهم بری ترلاسه نکړ . گورگاني  لښکرو په ۱۰۲۱ م کال کې احمد نگر ونیو او د دکن درې واړه حکومتونو ډیر زیات غرامات گورگانيانو ته ورکړه ، دغه جنگونه تر لسو کالو پورې بند شو ( ٤٦ ) .

          د احمدنگر په جگړو کې د پښتنو نامتو سردار خان جهان لودي ،چې د جهانگیر د دربار یو غښتلی او اعتباری سړی و،لویه برخه اخستې وه . د ځان جهان لودي سره نور پښتانه هم ملگري وو ، چې په دغو جگړو کې په زړو رتیا او صداقت سره وجنگیدل او بریالیتونه یې ترلاسه کړل . د دغو جگړو تفصیل ډاکتر محمد عبدالرحیم په خپل کتاب (( په هندوستان کې د افغانانو تاریخ )) کې بیان کړى دی چې ځینې برخې يې دلته بیانوم : (( خان جهان لودي او نورو ډیرو پښتنو د احمدنگر پرضد جگړو کې فعاله برخه واخیسته . په اول کې خان جهان لودي د ستر قوماندان خان خانان عبدالرحیم مرستې ته په دغه جگړه کې را ودانگل ، څرنگه چې ده ولیدل ستر قوماندان پخپله وظیفه کې چندانې جدي نه دی ، نو خپل نماینده یې د جهانگیر دربار ته واستاوه چې امپراتورته ووایي که چیرته دی د خان خانان پر ځای ددې لښکر ستر قوماندان ټاکل شوی وای ، نو احمد نگر او بیچاپور به یې په دوو کالو کې فتح کړی وای .

          امپراتور جهانگیر د خان جهان لودي دغسې مشوره ومنله او دی یې د عبدالرحیم خان خانان پرځای ستر قوماندان وگوماره او هم یې  خان اعظم د نوي قوماندان ( خان جهان لودي ) مرستې ته وټاکه .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

    ( ٤٦ ) – ک ، آنتونووا– تاریخ هند در قرون وسطی– ژباړونکی : پوهاند میر حسین شاه – کابل – ۱۳۶۰ هـ ش – ( ۱۰۱ – ۱۰۳ مخونه )         

          که څه هم خان جهان په دغو جگړو کې په ډیر زړورتیا وجنگید، خو دده د کوششونو نتیجه چندان د عبدالرحیم خان خانان څخه دومره ښه نه وه . ځکه چې د دکنیانو دجگړو گوریلایي تاکتیک او دهغوی پیاوړی قوماندان ملک امید دده زیارونه او یرغلونه شنډ کړل . سربیره پردى دیوښه منظم پلان نشتوالی ، او د گورگانیانو د جنرالانو ترمنځ د نظر او عمل دیووالي نشتوالی د خان جهان د ماتې موجباب راغونډ کړی وو . مگر د دغو  جگړو د ماتې علتونه هرڅه چې وو ، وی به خولدې نه داپوره څرگندیږي چې دگورگانیانو د امپراتورۍ په پراخوالي کې پښتنو څومره هڅه کړې ده او څومره په دې لاره کې صادق او صمیمي وو . په ۱۶۱۱ م کال کې د احمدنگر پرضد دیولوی یرغل دپاره تیاری ونیول شو .

          خان جهان لودي ، مان سنگ او خان اعظم و گومارل شول ، چې د برابر او خاندیش د لوري پرمخ ولاړ شي . عبدالله خان باید چې له گجرات نه د ناسک او تریمباک په استقامت خپلي پرمختگ ته ادامه ورکړي . دی باید چې داصلي لوی لښکر سره په تماس کې وي ځکه چې دوی ټول باید یو ځای او په یو وخت کې پراحمد نگر باندې یرغل وکاندي ، خو د عبدالله خان بې ځایه غرور او خود خواهي چې غوښتل یې داټولې ویاړنی دې د ده په برخه شي ، دغه پلان خراب او ویجاړ کړ . ده له خان جهان سره مرستــه ونــکړه او سیده یې پر دولت آباد یرغل ورووړ . د د کنیانو گوریلایي تاکتیک او دا چې هغوی دده د لوازمو د برابرولو ټولې لارې محاصره او کنترول کړې وې نو دده لښکروته ډیر زیات تاوان ورسید . عبدالله خان چې پـــــخـپله دغه غلطۍ باندی پوه شو نو لومړی بگلاده او بیا گجرات ته په شا ولاړ .

          امپراتور جهانگیر پخپل توزک کې لیکي چې د خان جهان تر مشرۍ لاندی یوه ډیره لویه حمله د عبدالله خان دبې ځایه غرور له کبله ناکامه شوه . د جنرالانو ترمنځ دنفاق او د خان اعظم دبې احتیاطۍ اوبې پروایئ په باره کې مونږ ویلی شو، چې دا ټول ددې لپاره وچې خان جهان ته دا دومره لوی صلاحیت ورکړی شوی و ، مغروره او کبرجنه گورگاني  جنرالانو او اشرافو داونه شو زغملای چې دیو پښتون او په امپراتورۍ کې د یو نوي راغلي خدمتگار ترلاس لاندې و اوسیږي ( ٤٧ ) .

          د دکن په سیمه کې د گورگانیانو د ناکامۍ عوامل د ډاکتر محمد عبدالرحیم په کتاب کې وڅېړل شو، او د دوی د ناکامۍ عوامل د هغوی بې اتفاقي او خود خواهي وه ، دا خبره  په ځای ده چې د هغوی په مینځ کې بې اتفاقي او خود خواهي موجود وه ، مگر سره له دومره قوتونو باید دا سیمه د گورگاني  واکمنۍ په گټه په کلي او مکمله توگه تصیفه  شوې وای ، خو زما نظر د دوی دناکامۍ نور عوامل هم لري ،چې هغه د دکنیانو زړورتیا او سخته مبارزه وه ،  چې دوی د گورگاني  واکمنۍ د پیل نه تر دغه وخته پورې په اتفاق سره دیو مقصد له پاره چې هغه دپردیو د تسلط څخه آزاد ژوند کول وو ، مبارزه او جگړه کوله ، او تر یوې اندازې پورې دوی خپل هدف ته هم رسیدلي وو .

 

 

 

 

 

 

         

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

   ( ٤٧ ) – ډاکتر  محمد عبدالرحیم – په هندوستان کې د افغانانو تاریخ – ژباړونکی : پوهاند محمد حسن ضمیر صافی – کابل – ۱۳۶۳ هـ ش – ( ۲۹۸ – ۲۹۹ مخونه )

۲- د جهانگیر پرضد د پښتنو سیاسی              نهضتونه

          د جلال الدین اکبر د پاچاهی څخه وروسته، کله چې نورالدین محمد              (( جهانگیر )) واک ته ورسید نو د گورگاني واکمنۍ  پرضد د پخوا په شان غورځنگونو دوام درلود . په دغو غورځنگونو کې چې ډیر مهم او عام وو ، یو هم دروښانیانو دغورځنگ دوام و چې د احداد په مشرۍ د گورگانيانو  پرضد روان و . بل د مجدد الفی ثاني عرفاني مبارزه وه، چې د گورگانيانو  پرضد روانه وه . اگر چې دا مبارزې د جلال الدین اکبر په زمانه کې پیل شوې وې او دروښانیانو مبارزې د شهاب الدین محمد (( شاه جهان )) تر پاچاهۍ پورې دوام درلود  د مجدد الفی ثانی مبارزه د نوردالدین محمد جهانگیر په زمانه کې پای ته ورسیده . په دی برخه کې به لومړی دروښانیانو د مبارزو په اړه، چې د احداد په مشرۍ د جهانگیر دواکمنۍ پر مهال روانې وې معلومات به وړاندې کړو ، او  وروسته به بيا د مجددالفی ثاني د عرفاني نهضت په اړه  هم معلومات وړاندې شي . همدارنگه د پښتنو دسیاسي غورنگونو په مقابل کې د جهانگیر دپخلا کوونکې پالیسۍ په اړه به هم معلومات وړاندې شي .

 

 

 

 

 

 

 

    الف :- د احداد په مشری د گورگانيانو  پر ضد                       دروښانیانو د نهضت دوام

          د جلال الدین  د وفات څخه وروسته د گورگاني  واکمنۍ دربار فکر کاوه، چې د روښانیانو نهضت ختم شو ، مگر دا مبارزه نوره هم توده شوه ، او دروښانیانو دغورځنگ بیرغ احداد د شیخ عمر زوی په لاس کې واخيست او دروښانیانو کورنۍ ،مریدان او نور پښتانه ورپسی ودریدل او د گورگانيانو  سره یې سخت جنگونه وکړل . د احداد جنگونه د گورگانيانو  سره د نورالدین محمد جهانگیر د پاچاهۍ په لسم کال کې  تاوده شوي او خپل اوج ته رسیدلي و . په دې برخه کې نورالدین جهانگیر په خپل کتاب (( تزک جهانگیري )) کې داسې وایي : (( احداد افغان که از دیر باز در کوهستان کابل در مقام سرکشی وفتنه انگیزیست و بسیاری از افغانان آن سرحد برو جمع شده اند ، و از زمان والد بزرگوارم تاحال که سال دهم جلوس من است افواج همیشه برسر او تعین بوده اند رفته رفته شکست ها خورد و پریشانی ها کشید )) (٤٨ ) .

          ژباړه :- (( افغان احداد چې د ډیرو کلونو راهیسې د کابل په کوهستان کې دفساد او سرکشۍ په مقام کې دی او د سرحد ډیر افغانان په هغه باندې راټول شوي دي ، او زما د مهربان پلار د زمانې نه تر اوسه پورې ،چې زما د پاچاهي لسم کال دی دهغه پرسر په دایمي ډول فوجونه تعین شوی . د زمانې په تیریدو سره يې ماتې وخوړه او پریشان شول .))

          په ۱۰۲۰ هـ ق د جهانگیر په شپږم کال  کله چې  مهابت خان د پیښور حاکم و . ده د جهاگیر په اشاره د روښانیانو پر ضد یوه غداري وکړه .هغه د احداد ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

      ( ٤٨) – نورالدین محمد- جهانگیر – تزک جهانگیری .

نژدې درې  سوه مریدان یې د جرگې په نوم راوغوښتل او په اخر کې يې ټول  ووژل ، ددې غدارۍ په اړه استاد خادم په خپله مقاله کې داسي لیکلي دي : (( د هجرت په زرو شلم  کال کې احداد د شیخ عمر زوی او د میاروښان لسمي بروز وکړ . په دغه وخت کې د پیښور صوبه دار مهابت خان و.  مهابت خان د احداد له مریدانو څخه درې سوه د دولت په تمه ،امید ، وعده اولوظ ځان ته راوبلل . په دغه وخت کې د دولت زیو ملک – اصغر نامی و ، چې د ملک تور تره و ، ددې ډلې مشر ملک تورو . د ملک اصغر دوه زامن شمسی او رسول هم ورسره وو . مهابت  خان ته چې د دولت زیو دا جرگه راغله ، ده دا خوښه کړه ، چې دا سړي ټول ووژني ، او په احداد پسې لښکر وکړي . د مهابت خان په دې اراده ملک تور پوه شو ،ځان یې په چلول له پیښوره وایست . نورپښتانه یې هم دمهابت خان له ارادې خبر کړل خو هغوى باور ونه کړ ، په اخر کې مهابت خان له پښتنو  په چل وسلی واخستی او ټول یې یویو ووژل  ( ٤٩ ) .

          د مهابت خان د غدارۍ نه وروسته د گورگانيانو  او روښانیانو ترمنځ په سنگ پاژه کې سخت جنگ وشو .  په دې جـــــــنــــــگ کـــــې  گورگانيانو مـــــاتــــــې وخــــــوړه او ډیــــــر عـــــســـــکـــــر یـــــی مـــــړه شـــــول . ددې جــــــگــــړې په اړ ه اســـــــــــتــــــاد خــــــادم لــــــیــــکـــــي : ((  درې ســــــوه دولــــــــت زي د مـــــهـــــابــــــت خــــــان لـــــــــــــخـــــــوا پــه غدر ووژل شول، بیا نو د غیرت خان په مشرۍ دوه ویشت امیران دتیرا مهم ته د کوهاټ په لاره وټاکل شول . داسماعیل زیو په سیمه کې یې د سنگ پاژه تر غاښي لاندې واړول . دولت زیو د ملك تور په مشرۍ د روښاني احداد تر حکم لاندې دغاښي سرورته ونیو . په سبا گورگانیان پیاده شول . جنگ ته ورغلل . غیرت خان د دوی د پوځ مشر د ملک تور مور چي ته ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

( ٤٩ ) – خادم – قیام الدین ( دروښانیانو مبارزه ) – دروښان یاد – دبایزید روښان د سیمینار د مقالو مجموعه – ( ۲۸ مخ ) .

ورسید . راجپوت د روښانیانو مور چې ته ورغی جنگ ونښت . په دولت زیو کې پنجو نامي فیروز خان  د غیرت خان سره غیږ په غیږ شو . دواړه یو تر بله پریو تل پنجو چیغې کړې، چې (( ما هم ورسره ووژنی‌ء خو دښمن درنه خلاص نشي !!! )) .

نویې دواړه یو تر بله ووژل . چې غیرت خان په تورو شو . گورگانیانو ماتې وکړه بیحسابه مړه شول ، د نور لوټ نه پرته د پښتنو لاس ته پنځه زره آسونه ورغلل . په دې رسوایي مهابت خان سخت غمجن شو . او پښتنو ورنه  د غدر بدل واخست ( ٥٠ ) .

          په دغو جنگونو او مبارزو کې  گورگاني دولت، هم په تبلیغاتی ډگر کې د روښانیانو پرضد فعالیتونه کول او هم د جنگ او جگړې په ډگر کې . ددې نه پرته دوی د پښتنو د خپل منځي اختلافاتو څخه هم گټه پورته کوله او پښتانه یې په خپل مینځ کې یو قوم د بل قوم  پرضد تحریکول، چې دروښانیانو په مینځ کې دا اختلافات احساس کیدل . ددې بې اتفاقیو نمونه استاد خادم داسې بیانوي : (( چې د ملک اصغر زامن شمسی او رسول ووژل شو ، نو ده خپله ملکي ملک تور عبدالعزیز خيل ته وسپارله ، ځکه چې بل اولاد یې نه لاره له دې  وروسته ملک تور له احداده په څه وجوهاتو خوابدی شو .د دوی په مینځ کې  مخالفت پیدا شو . د مخالفانو سره یې ملگري شو او دهغوی لښکر یې تیراته بوت ، دی وړاندی شو ، احداد یې له تیرا څخه وایست . احداد دلواغر په چیوتره نومې ځای کې چې د  خټکو سیمه ده دیره شو . له دغه ځایه به یې تل په مخالفانو هرې خوا داړې او یرغلونه کول لښکر ورسره ډیرو او د هر ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(٥٠ ) – خادم – قیام الدین ( دروښانیانو مبارزه ) – دروښان یاد – دبایزید روښان د سیمینار د مقالو مجموعه – ( ۲۸ مخ ) .

 

قام سړی دده د حكم لاندې و))    ( ٥١ ) .

          په ۱۰۲۴ هـ ق او ۱۰۲۸ هـ ق او همدارنگه په ۱۰۳۵ هـ ق کلونو کې احداد په مختلفو برخو کې د گورگانيانو  سره جنگیده . ددې مودې په ټولو کې مهمې جگړې په څرخ کې د مهابت خان د زوی امان الله سره شوي او بله جگړه چې اخري جگړه وه په لواغر کې د گورگانيانو  سره شوې ده، چې په همدې جنگ کې احداد د گورگانيانو  لخوا په شهادت ورسید . ددې دواړو جگړو په باره کې استاد پوهاند حبیبي داسې لیکي : (( څلور کاله وروسته احداد د کابل سویلي خواته په څرخ کې بیانوی لښکر راټول کړ او جهانگیر پر ۱۰۲۴ هـ ق کال یو دروند او لوی لښکر دده د مخنیوي لپاره وگماره د څرخ ډاگونه دواړه خواوې په وينو سره شول ، تر سختې جگړې وروسته د جهانگیر لښکرو بری وموند د احداد ملگري د درو زرو تنو په شاوخوا کې ووژل شول ، خو پخپله احداد د کندهار خواته لاړ او دلښکر مرکز یې د دښمن د لښکریانو لاس ته ورغی . پر ۱۰۲۸ هـ ق کال احداد د جهانگیري لښکر په مقابل کې بیا لښکر راغونډکړ د ډهلي د نامتو درباري مهابت خان زوی امان الله خان ورسره وجنگید په دې جگړه کې هم د احداد لښکر ته سخت تاوان ورسید او غروته وخوت .

          د ډهلی د لښکرو سره د احداد وروستنۍ جگړه پر ۱۰۳۵ هـ ق کال په تیرا کې وشوه . د جهانگیر لښکر د افغانانو له ملي قواوو سره ونښت په کابل کې د جهانگیر حکمران دخواجه ابوالحسن زوی ظفر خان خورا لوی لښکر راویوست او په تیرا کې یې پر نواغر (( لواغر )) چې د احداد دملي ریاست مرکز و ، یرغل وکړ! احداد يې هلته کلابند کړ ، یوه شپه چې تیري کوونکي پر کلا وروختل ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
( ٥١ ) – خادم – قیام الدین ( دروښانیانو مبارزه ) – دروښان یاد – دبایزید روښان د سیمینار د مقالو مجموعه – ۳۱ مخ .

احداد د ژوند تر پایه په میړانه ورسره و جنگید او په میړانه  یې خپل سر د ملي خپلواکۍ دساتنې په لار کې کیښود ،   شهید شو د ډهلي لښکرو دده سرپرې کړ او د احمد بیگ د زوی افتخار

خان په لاس یې د جهانگیر دربار ته سوغات واستاوه، هغه ورځ چې د شهنشاه دبار ته د دغه افغان ملي مجاهد سرور سید نو جهانگیر خدای ته پر سجده شو ، شکر یې ویوست او د خوښۍ ساز او سرود د ږغولو امر یې وکړ ( ٥٢ ) .

د احداد په شهادت سره د روښانیانو غورځنگ پای ته ونه رسید او دا غورځنگ د هغه زوی عبدالقادر او دهغه ښځې بي بي الايې په غاړه واخست او تر ډیرې مودې پورې دوی د گورگانيانو  پرضد وجنگیدل . د دوی دمبارزو او جگړو په  اړه ددې کتاب په بل فصل یعنې د شهاب الدین محمد ( شاه جهان ) د پاچاهي په مهال کې به وڅیړل شي .  

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 ( ٥٢ ) – حبیبي – پوهاند عبدالحی  - د افغانستان لنډ تاریخ – کابل – ۱۳۸۴ هـ ش –       ( ۱۵۲ مخ ).

         

ب – د مجدد الفی ثاني عرفاني

نهضت

          د گورگاني  واکمنانو پرضد د حضرت مجدد الفی ثاني مبارزه د جلال الدین اکبر په زمانه کې پیل شوی وه . کله چې د جلال الدین اکبر پاچاهي پای ته ورسیده او پرځای يې د هغه زوی نورالدین محمد (جهانگیر) پاچاشو . نو په دې وخت کې هم حضرت مجدد الفی ثاني خپله عرفاني مبارزه د هغه غیر اسلامي شعارونو او رواجونو پرضد، چې د مسلمانانو په مینځ کې يې لاره پیدا کړی وه دوام ورکړ. دجهانگیر په زمانه کې دغه مبارزه د هند څخه نورو گاونډیو ملکونو ته هم رسیدلې وه ، نو ددې لپاره چې گورگاني  واکمنانوله ددې مبارزو څخه مخنيوی وکړي نو دهغه په امر مجددالفی ثاني زندان ته واچول شو .  د حضرت مجددالفی ثاني د بندي کیدو په اړه جهانگیر په خپل کتاب توزک جهانگري کې داسې یادونه کړې ده : (( در این ایام جمادی الاخر ۱۰۲۸ هـ ق ) بعرض رسید که شیخ احمد شیادی در سد هند دام رزق و سالوسی فروچیده ، مکتوبانی نوشته و در آن جنگ مهملات بسا مقدمات لا طایل مرقوم گشته ... بنا بر این حکم فرمودم که بدرگاه عدالت آيین  . حاضر سازند هرچه پرسیدم جواب معقول نتوانست داد . . . . صلاح حال او منحصر در این دیدم که روزی چند در زندان ادب محبوس باشد تا شوریدگی مزاجش و آشفتگی دماغش قدری تسکین پذیرد و شورش عوام نیز فرو نشیند )) ( ٥٣).

          کله چې په ۱۰۲۸ هـ ق کال کې حضرت مجدد الفی ثاني د جهانگیر په امر زندان ته واچول شو نو ددې کار پرضد عکس العملونه را پیدا شول ، جهانگیر ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

  ( ٥٣ ) – نورالدین جهانگیر – تزک جهانگیری – ( ص ۲۷۴ )

مجبور شو، چې هغه د بند څخه را خلاص کړي ، د حضرت مجدد الفی ثاني د خلاصید و په اړه د ډهلي د پوهنتون د دري ژبې او ادبیاتو د دیپارتمنت استاد ډاکتر ادریس احمد په خپله مقاله  چې د هند د مجلې په دولسمه گڼه کې چاپ شوې ده داسې لیکي : ((بعضی امرای برجسته برای رهایی حضرت مجدد سعی نمودند ، مهابت خان در آنزمان در کابل بود . . . . . . ))

ژباړه :- ځینې نومیالیو امیرانو د حضرت مجدد د خلاصیدو لپاره کوښښونه وکړل . په هغه زمانه کې مهابت خان په کابل کې و . کله چې پادشاه د کشمیر سفر ته روان و ، هغه ورسره خبرې وکړې ، او د حضرت مجددالفی ثاني د خلاصیدو لپاره يې غوښتنه وکړه . په هر حال حضرت مجدد الفی ثاني په ۱۰۲۹ هـ ق کال کې له زندان څخه خلاص شو ، د جهانگير د لیکنو پر اساس هغه ته دا اختیار ورکړل شو، چې د دوی دلښکرو سره پاتې کیږي او یا سرهند ته ځي ، په دې برخه کې هغه داسې لیکي : شیخ احمد سرهندي چې څو ورځې د ادب په زندان کې بندی و ، دبند نه می خلاص کړ اوزر روپۍ مې ورته بخشش ورکړې ، د اوسیدو ،د وتلو په اړه مې ده ته اختیار ورکړ .

          په ۱۰۳۳ هـ ق کال کې حضرت مجدد الفی ثاني سرهند ته راغی او د ۱۰۳۴ هـ ق کال د صفر په ۲۸ مه په حق ورسید او په هند کې خاورو ته وسپارل شو(٥٤) .

          د حضرت مجدد الفی ثاني  له وفات  وروسته د هغه د مریدانو او پیروانو لخوا د بدعتونو او غیر اسلامي رواجونو پرضد تر ډیرې مودې پورې مبارزه روانه وه او د هغوی دامبارزې نه یوازې په هند کې محدودې پاتې شوې ، بلکې دا مبارزې ددې سیمې په زیاترو ملکونو کې پیل شوې ،ترڅو چې د پاچاهانو عقاید اصلاح شو او د هغوی د عقاید و د اصلاح په نتیجه کې د خلکو عقاید هم اصلاح شو .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

    ( ٥٤) – داکتر ادریس احمد- ((حضرت مجدد الفی ثانی )) – دهند مجله – دوهمه گڼه – جولای ۱۹۸۷م – ( ۱۱ مخ ) .

ج : د پښتنو د سیاسي نهضتونو په مقابل کې د جهانگیر پخلاکوونکې پالیسي

          د جلال الدین اکبر په زمانه کې د گورگاني  واکمنۍ پرضد د گورگاني  امپراتورۍ په هر لوري کې د پښتنو سیاسي غورځنگونه په ښه جوش او قوت سره روان وه او گورگاني  واکمنۍ ته يې ډیر زیانونه رسولي و ، اگر چې دا غورځنگونه تر یوې اندازې پورې ځپل شوي وو ، خو بیا هم ورځ په ورځ د دوی قوت غښتلی کیده . د جلال الدین  د واکمنۍ نه وروسته  چې جهانگیر واک ته ورسید نو هغه پخپله پالیسي کې جدي تغیر راوړ او د پښتنو په مقابل کې هغه دریځ چې اکبر غوره کړی و د هغه پر خلاف عمل يې وکړ . جهانگیر د اکبر په نسبت یو پوه سیاستمدار و ، او په دې باندې ښه پوهیده چې د پښتنو سره په دښمنۍ باندې کوم بریالیتوب ته نه رسیږي نو پریکړه يې وکړه ، چې کومو پښتنو گورگانيانو  ته تاوانونه او زیانونه رسولي دي هغه و بخښي او دوی ته په واکمنۍ کې په لوړه کچه برخه ورکړي ، چې په دې کار سره له یوې خوا د پښتنو سیاسي او پوځي غورځنگونه ختمیږي او له بلې خوا د همدغو پښتنو په واسطه د هغه پوځونه غښتلـــــــــي کیږی او د نورو غورځنگونو د ځپلو لپاره ورڅخه کار اخلي .

          د پښتنو په مقابل کې د جهانگیر د پخلا کوونکی پالیسۍ په اړه ډاکتر عبدالرحیم د معتبرو منابعو په استناد په خپل کتاب (( په هندوستان کې د افغانانو تاریخ )) کې لیکنې کړي دي، چې دلته يې ځینې برخې  وړاندی کوم : ((دپښتنو او اکبر اړیکی مخاصمانه وې، خو جهانگیر د پښتنو په نسبت یوه پخلاکوونکې پالیسي غوره کړه . او دوی ته یې پخپله امپراتورۍ کې منصبونه او په دربار کې لوړ مقامونه ورکړل .

          ددغی پالیسۍ په وړاندې افغانان هم بې علاقی او بی تفاوته پاتې نشول پدې مانا چې که د جگړې په ډگر کې وو او که د مرکې او مشورې په تالار کې دوی خپله وفا داري او سرښندنه عملاً وښودله . چې بنا پر دې په هندوستان کې د گورگانیانو داړیکو دغسې بدلون یوه نوې مرحله گڼل کیدای شي . په کال ۱۰۲۱ هـ ق١٦١٢ م کې پښتنو خپله واکمني په هندوستان کې له لاسه ورکړه . او امپراتور جهانگیر د دوی تیري هیرکړل او زړونه یې ورته په لاس راوړل ، جهانگیر دوی ته دومره پاملرنه وکړه ، چې دوی له گورگانیانو سره خپله دښمني هیره کړه او دومره ورته نژدې شول، چې د خپلو سرو په ښندنه یې هم سپما نه کوله . دوی دخپلو ډیرو فوق العاده خدمتونو له مخې ځانونه د لوړو نجباو او اشرافو په لړ کی ودرول او له دې کبله دوی د لوړو منصبونو  څښتان شول .

          جهانگیر د خپل سلطنت په لومړیو وختو کې هڅه کوله چې د افغانانو مرسته او طرفداري ځانته جلب کړي ، ځکه چې ده نشو کولای ،چې د خپل پلار د وخت په اشرافو او نجباوو باندې باور وکړي . خان اعظم ، ميرزا عزیز کوکه دیوې ډلې گورگاني نجباوو په مشرۍ او راجا مانسنگ دراجپوتانو مشر د اکبر په ورستیو ورځو کې هڅه کوله چې د جهانگیر د پر تخت کښیناستلو مخه ونیسي او پرځای یې دهغه زوی (خسرو ) پر تخت کښینوي .

          ددغو نجباوو دسیسو جهانگیر دومره ویرولی و،چې دا جرات یې ونشو کړای، چی خپل پلار د مرگ په بستر وگوري د بړها سیدانو حمایت د سید خان بړها او مرتضی خان په مشرۍ ددغو نجباوو دسیسې  شنډی کړې او جهانگیر د پلارپر ځاى پر تخت کښیناست ،خو بیا هم جهانگیر  خپل د پلار د وخت په اشرافو او نجباو باور نشو کولای او ځان یې دې ته اړگاڼه ،چې پخپله د اشرافو یوه داسې ډله مینځ راوړي چې په ډاډه زړه ورباندی باور وشي کړای .

          نو ددې مقصد لپاره دده سترگې د پښتنو خواته غړیدلې . پر دې سر بیره څرنگه چې جهانگیر د خپل پلار د دربار په یو آزاد اتموسفیر کې زوکړى او روزل شوی ونو په ځان کې یې دا استعداد لیدای شو، چې د امپراتورۍ د ناراضي او مغلو بو وگړو د زړونو تر لاسه کولو په لار کې تر خپل پلار د مخه ولاړ شي   (٥٥).

          جهانگیر پخپل پخلا کوونکي سياست دوه گټې وکړې یوه دا چې پښتانه يې پر خپل ځان را ټول کړ او د هغوی د شورشونو او جنگونو نه يې ځان خلاص کړ ، بل دا چې دوی د نورونا آرامو سیمو د ارامولو لپاره وگمارل شول . په دې برخه کې ډاکتر محمد عبدالرحیم لیکي : (( سربیره پردې جهانگیر په دې پوهیدلی و ، چې پښتانه یو ښه جنگیالی نژاد دی . که چیرې د دوی زړونه ترلاسه کړی شي نو ډیر با ارزښته خدمتونه به وکړي ، هغه وخت چې دی لایو شهزاده ویو شمیر یې خپل شاوخواته راټول کـــــــړي وو .

          یـــــــو پـــــښــــــتـــــون تــــــــه یــــــــې د شـــــــیــــــــرشـــــاه لـــــــقـــــــب ورکــــــــړ ، یــــــــــو بـــــــــــل پــــــــښـــــتـــــــــون مــــشر ته  دا بــــــــراهــــيــــــم خــــــــان کـــــــاکــــــړ پـــــه نــــــــــامـــــه ،هـــــغــــــــه وگـــــــــمــــــــارل شـــــــول تـــــــــــــان ایـــــــــــــــــل کــــــــــــړل چــــــــــــــې د جهانگیر دپرتخت کښیناستلو نه وروسته یې بغاوت کړی و .

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

    ( ٥٦ ) – ډاکتر محمد عبدالرحیم– په هندوستان کې افغانانو تاریخ د ژباړن : پوهاند محمد حسن ضمیر صافی–– کابل پوهنتون – ۱۳۶۳ هـ ش – ( ۲۹۰ – ۲۹۱ مخونه )

          ابهی رام بجای او شیام رام د بهگوان لمیسان ،چې غوښتل یې له اگرې نه وتښتي او د دیپور له راجا سره د جهانگیر پرضد لاس یو کړي ، دوی یې د ابراهیم خان کاکړ او حاتم خان منگلی د بابو منگلي د زوی په لاس ورکړل . کله چې ابراهیم خان او حاتم خان غوښتل ،چې دغه راجپوتان خلع سلاح کړي پر دوی یې برید وکړ ، او ابراهیم خان کاکړ یې زخمي کړ خو ابراهیم خان بیا هم وکړای شو، چې دوی ووژني ، کله چې جهانگیر له دې پیښې خبر شو، نو د ابراهیم دغسې زړورتیا ته گوته پر غاښ شو او دومره خوشحاله شو ،چې ابراهیم خان ته یې د دلاور خان لقب او په امپراتورۍ کې یې لوړ منصب ورکړ . د٥ ۱۶۰ او ۱۶۱۲ م کالو ترمنځ د امپراتور اکبر او جهانگیر په دربارونو کې د پښتنو د دریځ له مقایسې نه دا څرگندیږي چې جهانگیر د خپلې دورې په هغو لومړیو وختو کې هم د پښتنو په نسبت یوه پخلا کوونکې پالیسي غوره کړې وه .

          حاتم د بابر منگلي زوی ، بایزید منگلي ، علي خان نیازي ، شهباز خان لودي ، بایزید پنی ، جهان خان پني او شیرخان ترین د هغو لویو مضبدارانو په لړ کې وو، چې د هغوی رښتینې رتبې په معاصرو تاریخو کې نه دي راوړل شوي . د خپل د تخت کښیناستلو په لومړي كال جهانگیر د لاور خان کاکړ  د لاهور د والي په توگه وټاکه او رتبه یې ورته یو زر آسونو ته او چته کړه ، او شیرخان یې د ۳۵۰۰ منصب ته وخیژاوه او دپیښور او خیبر درې د چارو واگې یې په لاس وکړې .

          په ۱۶۱۰ م کال کې جهانگیر دغزني خان جلوری رتبه دوه زره افرادو او اووه سوه سپروته او چته کړه . دجهانگیر د دورې په لومړیو وختو کې منگلي خان د ۱۵۰۰ افرادو او ۸۰۰سپرو منصب درلود .

          په  ۱۶۰۷ م کې جهانگیر مبارک خان سرواني  د حصار د فوجدار په توگه وټاکه او دوه کاله وروسته يې ورله  رتبه زرو افرادو او درې سوه سپرو ته پورته کړه )) ( ٥٦ ) .

          جهانگیر د کومو پښتنو سره چې پخلا شوی و ،هغوی ته د گورگاني امپراتورۍ  په مهمو او ستر اتیژیکو سیمو کې دندې ورکړل شوى . د هغه دا پالیسي ډیر گټوره تمامه شوه او ښې پایلې يې درلودلې . د جهانگیر د دغو نویو  تعیناتو په اړه چې د پښتنو په برخه کې يې تر سره کړی وو  د هغه د نتایجو په برخه کې ډاکتر محمد عبدالرحیم داسې لیکي : (( جهانگیر د داسې  ځایو د چارو واگې پښتنو ته په لاس ورکړې چې ډیر ستر اتیژیک اهمیت یې لاره لکه پنجاب ، پیښور او د خیبر دره .

          په ۱۶۱۰ م کال کې د دکن دایل کولو لپاره چې کوم لوی لښکر واستول شو قومانداني یې خان جهان لودي ته وسپارله .

          د افغانانو په نسبت د هند د گورگانیانو نوې پاليسي ښه نتایج او ثمرات وښندل . له همدې وخت نه مونږ وينوو چې پښتانه د گورگانیانو لپاره دزړه له کومي جنگیدل . پخپله امپراتور جهانگیر هم د پښتنو افسرانو دسترو خدمتونو درناوی کاوه . دشیرخان په باره كې وایي ،چې ده خپله وظیفه د خیبر د درې په ساتلو کې ښه په ځای کړیده . د لاهور د گورنر په توگه د لاور خان هم پخپل وار د جهانگیر امپراتورۍ ته ستر خدمتونه کړیدي .

د امپراتور جهانگیر نوې افغان پالیسي یو زیات شمیر پښتانه مشران خپل خدمت ته جلب کړل ، پیرخان لودي او دهغه وروڼه دبنگال د والي اسلام خان په لښکرو کې داخل شو .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

    ( ٥٦ ) – ډاکتر محمد عبدالرحیم– په هندوستان کې افغانانو تاریخ د ژباړن : پوهاند محمد حسن ضمیر صافی–– کابل پوهنتون – ۱۳۶۳ هـ ش – ( ۱۹۳ – ۱۹۴ مخونه ) .

          په ۱۶۱۱م کال کې د سلکه د جگړونه وروسته جمال خان لواڼي د جیپور د راجاپرا پادیتیا خدمت پریښود او د جهانگیر د بنگال په لښکرو کې شامل شو . نصیر خان پني ، دریاخان پني له خپلو پیروانو سره ، عثمان خان لواڼی  پریښود او د امپراتورۍ په لښکرو کې داخل شول .

          مرزا ناتان د بهارستان غیبي لیکونکی او د گورگانیانو په لښکرو کې یو وړوکى منصبدارو ،  تر خپل لاس لاندی ( ۲۵۰ ) پښتانه درلودل . د بنگال د زمیندارانو او د عثمان خان لواڼي په مقابل کې د اسلام خان په جگړو کې یو زیات شمیر پښتانه مشران لکه بایزید خان پنی ، جهان خان پنی ، شیرخان ترین ، محمد خان پنی او نور لیدل کیده چې د گورگانیانو لپاره جنگیدل (٥٧).

          په ټولو پښتنو کې چې د جهانگیر په دربار کې ورته ډیر اعتبار او اختيارات ورکړل شوي وو هغه خان جهان لودي د دولت خان لودي زوی و ، جهانگیر هغه د خپل زوی په حیث گاڼه او د خان جهان لودي په واسطه د گورگاني دولت سیاسي او پوځي قوت ډیر غښتلی شو . خان جهان لودي او د هغه ملگرو جهانگیر او نورو مغولي واکمنانو ته ډیر ستر خدمتونه وکړل او په دې لاره کې يې ډیرې قربانۍ ورکړې . د جهانگیر سره د خان جهان لودیي داړیکو په اړه ډاکټر محمد عبدالرحیم لیکي :

          سربیره پردې جهانگیر ، خان جهان لودي د دولت خان لودي زوی ته په ډیر قدر کتل او پر هغه یې یو خاص نظر درلود . په ۱۶۰۶ م کال کې یې ورته د درې زرو افرادو او ( ۱۵۰۰ ) سپرو رتبه او د صلابت خان لقب یې ورکړ او هم یې د توغ او نقارې امتیاز وروباښه او د (( فرزند )) په نامه به یې ورته خطاب کاوه .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

   ( ٥٧ ) – ډاکتر محمد عبدالرحیم– په هندوستان کې افغانانو تاریخ د ژباړن : پوهاند محمد حسن ضمیر صافی–– کابل پوهنتون – ۱۳۶۳ هـ ش – ( ۲۹۹ – ۳۰۰ مخونه ) .

          جهانگیر به هر کله ده ته د (( زما فرزند )) خطاب کاوه او تر خپلو زامنو به یې کم نه گاڼه . په ۱۶۰۷م کال کې یې د (( خان جهان )) لقب ورکړ اوامر یی وکړ چې په ټولو  رسمي مراسلاتو کې دې په همدې نوي لقب یاد کړی شي . په همدې وخت کې دده رتبه پنځه زره افرادو او پنځه زره سپرو ته او چته او خاص خعلت او مرصع توره ورکړی شوه . په ۱۶۰۸ م کال کې خان جهان د جهانگیر یو ډیر نژدې او منلی ملگری او د هغه په دربار کې تر هرد  بل چا زیات رسوخ او اعتبار څښتن شو (٥٨ ) .

          خان جهان لودي د جهانگیر په دربار کې د دومره د واک او صلاحیت خاوند شو ،چې دده په شفاعت او غوښتنه ډیر گورگاني  سرداران چې لوی لوی گناهونه يې کړي وو او گورگاني  دولت ته يې زیاتونه  رسیدلي و دهغه  په منځگړیتوب او وساطت سره دهغوی گناهونه وبښل شو . په دې برخه کې ډاکتر میرمن رتیا جوشي په خپل کتاب (( افغاني سرداران او مغول )) کې داسې لیکي : (( د جهانگیر د زمانې بل لوی پښتون سردار خان جهان لودي و . دی په کراره قدرت ته ورسید او د گورگانيانو  په دربار کې د درناوي خاوند شو . په ۱۶۰۶ کې ده د صلابت خان لقب ترلاسه کړ ، یو کال وروسته دده لقب خان جهان لودی او دنمانځنې چپنه ورواغوستل شوه ، امپراتور په ډیره مینه دده په باره کې ولیکل (( دی ماته تر زامنو کم نه دی )) کله چې دی له کابله  لاهورته راستون شو ، په ۱۶۰۷ م کال کې جهانگیر ملااحمد مشهور حکاک ته وویل چې سوبیت په گوتې کې وکنی بیا امپراتور هغه گوته خان جهان لودي ته ډالۍ کړه . د خپلو یادښتونو په یو بل ځای کې لیکي (( نن ورځ زما په حکومت کې تر ده بل د صلاحیت سړی .نشته دده پرمخه هسې گناهونه  چې د بښلو وړنه وي زه  یې بخښم ، ما هرڅه ده ته کړي دي پرځای مې کــــړي دي ، او ده تــــه بــــه زه هرڅه وکړم)) کله چې شهزاده خسرو بغاوت وکړ ،جهانگیر پرخان اعظم باندې شکمن

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

( ٥٨ ) – ډاکتر محمد عبدالرحیم– په هندوستان کې افغانانو تاریخ د ژباړن : پوهاند محمد حسن ضمیر صافی–– کابل پوهنتون – ۱۳۶۳ هـ ش – ( ۲۹۴ مخ )

و، چې له شهزاده سره به لاس لري ، ځکه چې هغه له خسرو سره نږدي اړیکې درلودې نو ځکه یې خان اعظم له نظره واچاوه . خان اعظم نږدې هرڅه له لاسه ورکړه ، حیثیت ، او قدرت یې مخ په کمیدو و،که چیرې خان جهان لودي په منځ کې نه وای داخل شوی د خان اعظم هرڅه له لاسه وتل خان جهان لودي امپراتور ته دده د پلار صا دقانه خدمتونه یاد کړل ، د خان اعظم پلار شمس الدین ، محمد انقی خان او دده مور دواړه د گورگانيانو  د کورنۍ وفا دار نوکران وو ، په کراره سره د امپراتور بدگوماني ورکیده او ده ته یې د ۷۰۰۰ منصب او جاگیر ورکړ . همدارنگه امپراتور له راجه مان سنگ څخه خپه و او غوښتل یې چې ټول را جپوت غړي له درباره څخه ورک کړي   او امپراتور د دوی په مقابل کې با لکل بی پروا او خان جهان لودي د مان سنگ په خوانیولو مداخله وکړه او دده خدمتونه یې یاد کړل . په پای کې دمان سنگ موقف بیرته ژوندی شو ، جاگیر ورکړل شو او په دکن کې مقرر شو . په بل وخت امپراتور غوښتل چې امرا لامرا شریف خان ته تقاعد ورکړي ، بهانه یې دده ناجوړي وه ، مگرد خان جهان لودي په مرسته په دکن کې مقرر شو ، همدارنگه کله چې شهزاده خرم پلار ته دیوې لوې ډلې دنومونو جدول ورکړ، چې خسرو له بند څخه خلاصوي ، خان جهان لودي په مداخلی سره امپراتور لست اورته واچاوه او حتی ویې هم نه لوست او کنه ډیر کسان به وژل شوي وای . بل مثال د دلیپ رای د (( رای سنگ زوی )) دی چې هغه ډیر گناهونه کړي وو . د جهانگیر د پاچاهۍ په دریم کال ده عفوه تر لاسه کړه او داهم د خان جهان لودي په سپارښتنه وژغورل شو (٥٩ ) .

          د جهانگیر په زمانه کې د هغه د پخلا کوونکي پالیسی سره سره ځینې ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

    ( ٥٩ ) – ریتا جوشی – افغانی سرداران او مغول  - ژباړن : الحاج شیر محمد کریمی – ۱۳۸۰ هـ ق – پیښور – ( ۱۰۶ مخ )

پښتنو دگورگاني واکمنۍ پرضد خپلو جگړو ته په شدت سره دوام ورکړ چې د هغو له جملې څخه یو محمد عثمان خان لواڼی او بل بایزید کرلاڼی وو چې دوی په دغه دوره کې د جهانگیر سره خونړۍ جگړې وکړې او په اخره کې يې ماته وخوړله او د جهانگیر لخوا وبښل شو . د دغو جگړو او د دوی دماتې او بخښنې په اړه ډاکتر محمد عبدالرحیم داسې لیکي : (( په عمومي ډول د پښتنو په نسبت د جهانگیر د پخلا کوونکې پالیسۍ سره سره او په خاصه توگه د عثمان خان لواڼي په نسبت د جهانگیر دښې پیرزوينې سره سره بیا هم د پښتنو یوه برخه دستر لواڼي اوبایزید کرلاڼي په مشرۍ د گورگانیانو سره دښمن او مخالف پاتې شول .

دوی له موسی خان د عیسی خان زوی چې دبنگال دباره بهیانو مشرو، سره لاس یو کړ او په ختیځ کې د گورگانیانو د قدرت په مقابل کې ټینگ ودریدل حتی وروسته له هغه چې په کال ۱۶۱۱م ، چې زمیندارانو ماتې وکړه دغو افغانانو په سلهت کې د جهانگیر د قدرت په مقابل کې ټینگار کاوه .

          د دولامباپور په جگړه کې په ۱۶۱۲ م کال کې دوی د گورگانیانو دیو زښت زیات شمیر لښکرو په مقابل کې یوازې لس زره پلیو او ۵۲۰۰ سپرو او ۱۴۰ پیلانو سره په میړانه وجنگیدل .     

          په دغه جگړه کې عثمان خان ماتې وکړه . یو زیات شمیر افراد یې ووژل شول . د مشر وژل کیدلو پښتانه خواشیني او نا امیده کړل او ځانونه یې د گورگانیانو جنرال شجاعت خان ته تسلیم کړه . عثمان خان او د هغه کسانو گورگانيانو  ته ډیرې ستونزی او تکليفونه ورسول . د دولمباپور جگړې د پښتنو وروستنۍ پناه گاه او سنگر له مینځه یووړ . دوی نه کومه پناه گاه او نه کوم کار او خدمت په بنگال کې پیدا کولای شو ، ځکه چې د زمیندارانو قدرت ختم شوی او ټول هیواد د گورگانيانو لاسته ورغلى و ، په همدې توگه دوى نه بيرته تلاى شول او نه د گورگانيانو له قلمرونه جنوبي هند ته تیریدلی شول . نو بنا پر دې د دولمباپور له جگړې  وروسته پښتنو بې له دې چې یا تسلیم شي او یاد اسام او پاتر یپو را په غرونو کې لاهانده او سرگردان وگرځي ، بله چاره نه درلوده .

          په دې توگه ، امپراتور جهانگیر ممکن ،چې د پښتنو په باره کې بې تفاوته او بې علاقې پاتې شوی وای . خو سره له دې ټولو ، ده د پښتنو هر څه چې کړی وو هغه ټول هیر کړل او ویې بښل . کله چې پښتانه له جگړې نه وروسته تسلیم شول نو شجاعت خان او نورو گورگاني  مامورینو یې تود هر کلی او پوره درناوی وکاوه. د عثمان لواڼي زامنو او وروڼو ته د درناوی چپنې واغوستل شوې او څلور سوه نورو افغاني مشرانو ته دکن ته له رارسیدو سره سم، هر یوه ته یویو شال د بخشش په توگه ورکړی شو . صوبه دارا سلام خان هم دوی ته د درناوي چپنې وروبښلې . بایزید کرلاڼي او دهغه وروڼو چې دوی هم تسلیم شوي وو ، د امپراتور جهانگیر له خوایې همداشان درناوی وشو .

          امپراتور جهانگیر عثمان او بایزید د امپراتورۍ په لښکرو کې داخل کړل . د امپراتور دی کار دپښتنو په زړونو کې ډیر اثر واچاوه او هغوی دکوچ بهار ، کمروپ او کچوړه په نیولو کې د امپراتور لپاره د زړه له کومي قهرمانانه تورې ووهلې د گورگاني امپراتورۍ په شمال ختیځو سرحدونو کې د دغو هیوادونو لاندې کول زیاتره د افغانانو په وفا دارانه او صمیمانه خدمتونو پورې اړه پیدا کوي .

          په ۱۶۱۲ م کال کې دسلهت د پښتنو لاندی کیدل او هم د جهانگیر ښه وضع او ښه سلوک دغو مغلوبو پښتنو سره ددی موجب شو، چې د گورگانیانو او پښتنو ترمینځ هغه دښمني چې د بابر له وخت نه موجود ،له منځه ولاړه شي . جهانگیر پر پښتنو باندې بې دریغه باور وکړ او هغوی ته یې پخپله امپراتورۍ کې لوړ او مهم پوستونه ، منصبونه ، خلعتونه او لقبونه ورکړل، چې افغانانو هم د جهانگیر دغسې پخلا کوونکې پالیسۍ ته هر کلی ووایه او خپلې پخوانۍ دښمنۍ او د اقتدار او خپلواکۍ غوښتنه یې هیره کړه او پدی پسې شول چې خپله نیکمرغي په امپراتورۍ کې دننه ولټوي او د امپراتورۍ  په چارو کې دواک ، اختیار  قدرت او دلوړو مقامونو خاوندان شي ، خو همدا وجه وه چې افغانانو په ډیره بیړه د امپراتورۍ په خدمت کې ځانونه لوړو مقاموته ورسول که له یوې خوا دوی په هندوستان کې خپل هویت دیو خپلواک سیاسي قدرت په توگه له لاسه ورکړ ، خو له بلې خوا دوی په دې بریالي شول ،چې د جهانگیر په دربار کې د رسوخ ، اعتبار او نفوذ خاوندان شي ( ٦٠ ) .

          د جهانگیر پاچا کیدل او د پښتنو سره د هغه پخلا کوونکی سیاست د پښتنو په گټه تمام شو ، ځـــــکه چې په دی وخت کې گورگاني دولت د هر وخت نه ډیر غښتلی و ، که پښتنو د جهانگیر دا پالیسی  نه منله او ورسره مخالف کول نو پښتنو ته ډیر زیانونه رسیدل . په دې کار سره پښتنو ته دا یو ښه چانس او وخت پیدا شو ،چې ځانونه غښتلي کړي او خپل هویت ، څیره او خپل رول په ټولنه کې ښکاره کړي چې همدغسې وشول .

          د جهانگیر د زمانې نه وروسته پښتانه ډیر غښتلي شو او د گورگاني پاچاهانو په نورو دورو کې هم دوی ته ښه ښه منصبونه او ښه ښه پوستونه ورسیدل . د همدې صلاحیتونونه دوی د خپلو حقوقو د غوښتلو په برخه کې گټه واخستله او همدغه صلاحیتونه او پوستونه وو، چې د گورگانیانو د دورې په پای ته رسیدو سره په افغانستان او هندوستان کی پښتانه بیا قدرت ته ورسیدل .

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

    ( ٦٠ ) – ډاکتر محمد عبدالرحیم – په هندوستان کې د افغانانو تاریخ – ژباړن : پوهاند محمد حسن ضمیر صافی – کابل پوهنتون – ۱۳۶۳ هـ ش – ( ۳۰۲ – ۳۰۳ مخونه )