Jjmklk

په پښتنو سيمو کې د بابر پوځي عمليات

29.08.2010 08:33

څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار :

په پښتنو سيمو کې د بابر پوځي عمليات

          بابر د ٩١٨ هـ ق – ١٥١٢م کال  د نومبر په دولسمه ( د روژې په درېيمه ) خپل وروستى مقاومتي قوت په ماوراءالنهر کې د لاسه ورکړ او د هغې نه وروسته د آمو له سيند څخه تېر شو او ٢ کاله يې د هندوکش په شمال په کندوز کې تېر کړل او وروسته په ٩٢٠ هـ ق – ١٥١٤م کال د کابل په لور روان شو او تر ٩٢٥ هـ ق کال پورې په کابل کې و او بيا وروسته له کابل څخه د هندوستان پر لور وخوځېد .(١)

          له ٩٢٠ هـ ق نه تر ٩٢٥ هـ ق کال پورې بابر کابل ، لغمان ، ننگرهار ، کونړ او ځينې نورو ځايونو ته سفرونه کړي دي او ددې سفرونو په اړه بابر خپل خاطرات او ياداشتونه په (بابرنامه) کې ذکر کړي دي، چې ددې خاطراتو او ياداشتونو ځينې مهم ټکي به دلته ذکر کړم .

          د ربيع الاول په اواخرو کې د خداى په فضل وکرم سره د کابل او غزني ولايتونه د جنگ جگړې پرته فتح شوي دي .

          د کابل ولايت په څلورم اقليم کې راځي ، په مشرقي خوا کې يې لغمان ، پېښور ، هشنغر او د هند ځينې ولايتونه موقعيت لري او د هغه په غربي برخو کې غرونه دي ، چې په دې غرونو کې غور او ځينې نور ځايونه دي او هزاره قومونه پکې اوسېږي .

          د هغه په شمال کې کندوز او اندراب او د هغه په وسطي برخه کې هندوکش او په جنوبي برخه کې بنو او نور ځايونه موقعيت لري او د هغه په جنوب غرب کې يو کوچنى غر پروت دى . چونکه د کابل شاه د هغه غره په څوکه کې وداني جوړه کړې وه ، نو له همدې امله دغه غر د شاه کابل په نوم يادېږي. دا غر د يورين له تنگي څخه پيل کېږي او دده يعقوب په تنگي کې ختمېږي .

          هنديانو غير هنديانو ته خراساني ويلې . لکه څنگه چې عربان غېر عربو ته عجم وايي . د هندوستان او خراسان ترمېنځ د وچې له لارې نه دوه بندرونه شته دى ، چې يو يې کابل او بل يې کندهار دى . د کاشغر ، فرغانې ، ترکستان ، سمرقند ، بلخ او بخارا ، حصار او بدخشان کاروانونه کابل ته او د خراسان کاروانونه کندهار ته راتلل . د خراسان او هندوستان ترمېنځ همدغه ولايت د ارتباط ښه واسطه ده ، چې دغه ځاى د سودا خرڅولو ښه ځاى و . که سوداگران خطا يا روم ته هم لاړ شي ، دومره گټه چې هلته کوي ، دلته يې هم کولاي شي ، په هر کال کې اووه ، اته اولس زره آسونه کابل ته راتلل او د هندوستان له لوري تر پېنځلس او شل زرو کورونو کابل ته راتلل او له ځان سره يې هندوستاني مالونه ، مرئيان ، سپين رخت ، قند ، شکر او نبات راوړل . (٢)

          د کابل د اقليم په اړه او د کابل د مېوو او باغونو په اړه هم بابر په بابرنامه کې ډېر څه ليکلي دي، چې يوه برخه يې وړاندې کېږي :

          ( له کابل څخه موږ کولاى شو چې داسې ځاى ته په يوه ورځ کې لاړ شو ، چې هلته بيخي واوره نه ورېږي او په دوو نجومي ساعت کې دغسې ځاى ته تلاى شو ، چې واوره يې نه کمېږئ او که چېري اوړى ډېر گرم وي ، نو واوره يې اوبه کېږي . د سړو او تودو سيمو مېوې د کابل په شاوخوا کې ډېرې پيدا کېږي ، د کابل او د هغه په کليو کې د يخې سيمې مېوې لکه انگور ، انار ، زردالو ، مڼـــــــــــــې ،

ـ
          ١- ظهير الدين محمد بابر ، ١٩-٢٠ مخونه .

          ٢- بابر نامه ، ظهير الدين محمد بابر ، دري ترجمه : د شفيقه يارقين ، قلمي نسخه د علومو اکاډمۍ ، ٣١٤ مخ .

 

بيهي ، امرود ، شفتالو ، سنځلې ، بادام او غوزان ډېر پيدا کېږي . ما د الوبالو نيالگي راوړې وو او دلته مې کېنول ، ښه الوبالو يې وکړه او ښه په زور کې وو . د تودو سيمو مېوې لکه نارنج ، ترنج ، املوک او گني له لمغاناتو ٭ څخه کابل ته راوړل کېږي . جلغوزي له نجر او څخه راوړل کېږي ، د کابل له شاوخوا غرونو څخه ډېر عسل کابل ته راوړل کېږي . د غزني د غرونو له خوا عسل راځي . کابل انگور لري ، چې د آب انگور ٭ په نوم يادېدل او له هغو څخه يې ښه مست شراب جوړول . د خواجه خاوند سعيد غرونو لمنو شراب په تندي کې ډېر مشهور وو . کابل ډېره لطيفه هوا لري ، په دنيا کې بل ځاى نشته ، چې د کابل غوندې ښه هوا ولري . په اوړي کې څوک نشي کولاى ، چې بې له بړستنې ويده شي او په ژمي کې ډېره واوره هم ورېږي ، مگر دومره يخني نه وي . سمرقند او تبريز هم د هوا په ښه والي شهرت لري ، مگر په هغو ځايونو کې يخني زياته وي . د کابل ولايت ډېر ټېنگ دى . د باغيانو ننوتل دغه ښار ته ډېر گران دي . د هندوکش غرونه د کابل او بدخشان ، قندوز او بلخ ترمېنځ واقع شوي دي او له دغو غرونو څخه درې لارې کابل ته راغلي ، درې لارې پنجشير ته راځي . پورته خوا ته يې د خاواک کوتل ، له هغه څخه ښکته د طول کوتل او د ټولو نه ښکته بازارک موقعيت لري . له دې ټولو کوتلونو څخه د طول کوتل ښه دى ، مگر ډېر اوږد دى او له همدې امله ورته د طول کوتل وايي . بازارک د ټولو نه مستقيم دى . طول او بازارک په سراب کې ختمېږي . چونکه د بازارک کوتل د پارندې کلي ته رسېږي ، نو له دې کبله د سراب خلک ورته د پارندي کلي ته رسېږي ، نو له دې کبله د سراب خلک ورته د پارندي کوتل هم وايي : بله لاره د پروان لاره ده ، د لوى کوتل او پروان ترمېنځ بيا اووه نور کوتلونه دي ، له همدې امله يې د (هفت بچه ) په نوم يادوي . دوه لارې د اندراب له لوري راغلي دي او له لوى کوتل سره يو ځاى کېږي او د ( هفت بچه ) سره پروان ته رسيږي . دغه لاره ډېره سخته لاره ده ، درې لارې په غوربند کې واقع شوي دي ، ډېره نژدې لاره پروان ته کوتل راه جديد (يانکي پول ) دى ، چې په وليان او خنجان کې پاى ته رسېږي . بله لاره د فيچاق کوتل دى ، چې د اندراب او سرخاب د اوبو د يوځاى کېدو په ځاى ختمېږي ، دغه ډېره ښه لاره ده .

          بله لاره د شېبر تو لاره ده ، چې د اوبو د زياتوالي په وخت کې د شېبر توله کوتل څخه تېرېږي او باميان او سيغان ته رسېږي . په ژمي کې د څلورو نه تر پېنځو مياشتو پورې د شېبر تو کوتل نه پرته نورې ټولې لارې بندې وي .

          په کابل کې مختلف قومونه ژوند کوي . په کلو او درو کې ترکان ، ايماق او اعراب ژوند کوي، په ښار او ځينو کلو کې سارت ژوند کوي او په ځينو نورو کلو کې پشه يي ، پراچي ، تاجک ، بره کي او افغانان اوسېږي . د غزني په غرونو کې هزاره گان اوسېږي . ددې په مېنځ کې داسې کسان هم شته ، چې په مغولي ژبه خبرې کوي .

          په کابل کې لس دولس ژبو باندې خلک خبرې کوي لکه عربي ، فارسي ، ترکي ، مغولي ، هندي ، افغاني ، پشه يي ، پراچي ، گبري ، بره کي ، لمغاني او نور . په هېڅ ولايت کې دغه مختلف قومونه او مختلفې ژبې نشته . د کابل ولايت څوارلس تومان ٭ لري . په سمرقند او بخارا او د هغه په شاوخوا کې څو کوچني ولايتونه ، چې د يو لوى ولايت تر ادارې لاندې وي ، هغې ته تومان وايي . ) (١)

ـ
          ٭ لمغاناتو = لغمان .

          ٭ آب انگور : اب جوش انگور .

          ٭ تومان – ولسوالۍ .

          ١- بابر نامه ، دري قلمه نسخه ، ٢٦٥-٢٦٦-٢٦٧ مخونه .

ب : بابر په ننگرهار او کونړ کې :

          د لغمان او ننگرهار په ولايتونو کې بابر کوم مشخص او د يادونې وړ جنگونه ، نه دي کړي . دغه ځايونه په ډېرې اسانۍ سره بابر تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي . بيا هم که څه خبرې يا واقعات په دغو سيمو کې شوي دي ، هغه په بابرنامه کې ذکر شوي دي . زه به په دې برخه کې د بابر څه خاطرات او ياداشتونه ، چې د دغو سيمو په اړه يې ليکلي دي ، دلته وړاندې کړم :

          ( د کابل په شرقي برخه کې لمغانات ٭ موقعيت لري ، چې د پېنځه تومان ٭ او دوه بلوکو څخه تشکيل شوى دى .

          نېنگنهار ٭ د لغمان يو لوى تومان دى ، چې په ځينو تاريخونو کې د هغه نوم نگرهار هم راغلى دى . د هغه ډېر ښکلى ځاى آدينه پور ٭ دى . د کابل او نينگنهار ترمېنځ لاره سخته او صحب العبوره ده . په دې څلورو ځايونو کې واړه واړه غاښي (کوتلونه) او دوه درې ځايونو کې تنگي هم لري . . . د تودې او سړې سيمې ترمېنځ فاصله د بادام چشمه کوتل دى . د کوتل په هغې برخې کې چې کابل خوا ته پروت دى ، واوره ورېږي او د کوتل هغې غاړې ته چې د لمغاناتو خوا ته پروت دى ، واوره نه ورېږي. په سملاسي توگه چې ددې کوتل څخه ښکته شوې ، سړى يوې بلې نړۍ ته راځي . دلته نوې ونې ، نوي نباتات ، نوي حېوانات او د خلکو رسم او رواج هم بل قسم دى .

          نينگنهار نهه رودونه لري ، دلته شولې او غنم ښه کېږي ، نارنج ، ترنج او انار دلته ډېر دي او ښه کېږي . د آدينه پور قلعه په جنوب خوا کې چې د يوې غونډۍ په سر په ٩١٤ هـ ق کال کې يو باغ جوړ کړ، چې د ( باغ انار ) په نوم مشهور شو . دغه باغ د يو رود سره واقع و او دغه رود د باغ او قلعه په منځ کې بهېده او ددې باغ نارنج ، ترنج او انار و ډېر حاصل ورکاوه . په کوم کال کې چې مې پهار خان ته ماتې ورکړه ، لاهور او ديبالپور مې فتح کړل ، د کيلې نيالگي مې له هغه ځاى څخه راوړل او دلته مې کېنول . هغه شنه شوي او په دغه کال کې تر ټولو نه دلته ډېر گني کرل شوي وو ، چې ډېر ښه حاصل يې ورکړ او له هغې څخه يې بدخشان او بخارا ته هم ولېږل . باغ په جگ ځاى کې واقع شوى دى ، په ژمي کې معتدله آب و هوا لري ، د باغ په مېنځ کې يوه کوچنۍ غونډۍ ده ، چې ددې غونډۍ له سره څخه تل ته يوه ژرنده اوبه راځي او د باغ په مېنځ کې تېرېږي . په دې باغ کې د همدې غونډۍ پر سر څلور چمنونه موجود دي . د باغ په جنوب لويديځه برخه کې يو حوض جوړ شوى دى ، چې د هغه څلور خواوې د نارنج د ونو په واسطه احاطه شوي دي . دلته د انار ونې هم شته دى ، د حوض څلور خواوې تکې شنې دي . د باغ اصلي برخه همدغه حوض دى . کله چې نارنج زېړېږي ، نو باغ ډېر ښه او ښکلى معلومېږي . دغه باغ ډېر ښه او ښکلى دى .

          د نينگنهار په جنوب کې سپين غر موقعيت لرى ، چې د بنگښ او نينگنهار ترمېنځ سرحد دى . آس والا له هغه څخه تېرېدى نه شي ، نهه رودونه له دې غره څخه سرچينه اخلي واوره يې هېــــــڅ نــــــــــه

ـ
          ٭ لغمانات : لغمان

          ٭ تومان : په سمرقند ، بخارا او د هغه په شاوخوا کې په هغه وخت کې څو کوچني ولايتونه چې د يو لىو ولايت تر ادارې لاندې وو ، هغه ته يې تومان ويل .

          ٭ نېنگنهار : ننگرهار .

          ٭ آدينه پور = د ننگرهار ولايت پخوانى او لرغونى مرکز ، چې اوس د سرخرود ولسوالي ده .

کمېږي او له دې امله ورته سپين غر وايي . په ښکته سيمو کې واوره هېڅ نه ورېږي ، د غره له سر نه تر لمنو پورې د سهار نه تر رغمې پورې لاره ده . ددې غره په لمنو کې ډېر ښکلي ځايونه شته ، اوبه يې دومره يخې دي ، چې يخ ته هېڅ ضرورت نشته .

          د آدينه پور په جنوب کې د سرخرود اوبه بهېږي ، قلا په يو ځاى کې موقعيت لري او د رود خوا ته تقريباً څلوېښت – پنځوس گزه يو غر پروت دى . شمال خوا ته هم د غره يوه ټوټه پرته ده ، قلا ډېره ټينگه او مستحکمه ده . دغه غر د نينگنهار او لمغاناتو ترمېنځ واقع شوى دى . هر وخت چې په کابل کې واوره ورېږي ، ددې غره څوکه هم په واورو پټېږي . د لمغاناتو خلک د همدغې څوکې نه پوهېږي، چې په کابل کې واوره شوې ده . هغه څوک چې د کابل نه لمغان خوا ته د قوروق ساى له لارې نه راشي، نو دوه لارې موجودې دي ، يوه لاره د دېرې له کوتل څخه تېرېږي ، بولان او آب باران شاته پرېږدي او لمغاناتو ته رسېږي . بله لاره د قراتو ، چې د قوروقساى نه ښکته واقع شوې ده او لمغاناتو ته رسېږي. که د نجر او له لارې نه راشي ، د بدر او څخه تېرېږي او قرنگ ريق نه هم تېرېږي او د بادپخ کوتل ته رسېږي . که څه هم نينگنهار د لمغان له پېنځو تومانو څخه دى ، مگر درې تومانو ته يې لمغان وايي . د هغه له درې تومانو څخه يو اليشنگ دى ، چې په شمال کې د هندوکش له غرونو سره يو ځاى شوى دى ، مضبوط او له واورې څخه ډک غرونه لري . دغه ټول غرونه د کافرستان په ساحه کې راځي . د کافرستان ميل اليشنگ ته نژدې واقع شوى دى او د الشنگ سيند هم له دغه ميل څخه سرچينه نيسي . د مهترلام مزار ، چې د حضرت نوح (ع) پېغمبر پلار و ، د اليشنگ په تومان کې دى ، چې ځينې تاريخونو ورته ( لک لمکان ) ليکلى دى . لکه چې ډېر ليدل کېږي ددې سيمې خلک (کاف) (غين) تلفظ کوي ، نو د همدې امله يې دغه ولايت ته ( لمغان ) ويلى دى .

          د لمغان بل تومان الينگار دى . کافرستان الينگار ته نژدې . موقعيت لري . د الينگار سيند له همدغه ځايه څخه سرچينه اخلي . دغه دواړه سيندونه له اليشنگ او الينگار د تومانو څخه تېرېږي او بيا سره گډېږي . کله چې له مندراوړ څخه تېر شي ، لږ ښکته بيا له آب باران سره يو ځاى کېږي .

          دره نور د لمغان يو بلوک دى ، ددې ځاى قلا په يوه دره کې د غونډۍ پر سر جوړه شوې او د هغې له دواړو خواوو څخه سيند بهېږي . نارنج او ترنج او د گرمو سيمو ميوې لکه خرما هم لري . د دواړو سيندونو غاړې ، چې د قلا له دواړو خواوو څخه تيرېږي ، په ونو پټې دي ، دغه ونې زياتره د املوکو ونې دي . دغه مېوې ته ځينې ترکان (قراييميش ) وايي . دغه مېوه يواځې په دره نور کې کېږي او په بل ځاى کې نه موندل کېږي . دغه ځاى انگور هم لري ، چې د انگورو تاک د ونو سرونو ته خېژي . په لمغاناتو کې د دره نور شراب ډېر شهرت لري . دوه قسمه شراب لري ، چې يو يې داره ناشي او بل يې د سوهان ناشي په نومونو يادېږي . اره ناشي زېړ رنگ لري او نسبت سوهان ناشي ته با کيفيته دي . سوهان ناشي سور رنگ لري ، مگر ددې دواړو قسمو شرابونو کيفيت نسبت دې شهرت ته نه رسېږي. په پورته درو کې بېزوگانې هم پيدا کېږي او په ښکته درو کې د هندوستان په لور هم بېزوگانې پيدا کېږي . دغو خلکو په پخوا وختونو کې خوگان هم ساتل ، مگر زموږ په وختونو کې يې دغه کار پرېښود.

          د لمغان بل تومان کونړ او نور گل دى . دغه تومانونه د لمغاناتو نه بېل پراته دي او کافرستان يې په مېنځ کې يو سرحدي ولايت دى . که څه هم لوېوالى يې د لمغاناتو د نورو تومانونو په شان دى ، مگر له دې امله چې دوى لږ مال لري او لږه جزيه ورکوي ، دومره اهميت نه لري .

          د چغانسراى اوبه د شمال شرق له خوا له کافرستان څخه تېرېږي او بيا د کامې په بلوک کې له آب باران سره يو ځاى کېږي . مير سيد علي همداني رح د سياحت نه وروسته له کونړ څخه په پورته سيمو کې وفات شوى و او د هغه مريدانو د هغه جسد ختلان ته وړى و او د هغه د وفات کېدو په ځاى مزار جوړ شوى دى . کله چې ما په ٩٢٥ هـ ق کال کې چغانسراى تصرف کړ ، د دغه زيارت طواف مې وکړ . دغه ځاى نارنج ، ترنج او وريجې ډېرې لري او تند شرابونه له کافرستان څخه راوړي .

          بل بلوک چغانسراى دى ، چې دا اصلاً يو کلى دى ، د کافرستان په پيل کې موقعيت لري . اگر چه ددې ځاى خلک مسلمانان دي ، مگر ددې لپاره چې له کافرانو سره يو ځاى ژوند کوي ، د هغوى رسم و رواج پرځاى کوي . لوى سيند چې د چغانسراى په نوم شهرت لري ، د چغانسراى د شمال شرق او د باجوړ تر شاتېرېږي او د غرب له خوا نه وړوکى سيند د پېچ په نوم له کافرستان څخه راځي او له دغو اوبو سره يو ځاى کېږي چغانسراى تند او زېړ رنگه شراب لري ، چې د دره نور له شرابو سره مقايسه کېدى شي . چغانسراى انگور او باغونه ، نه لري . دې سيمې ته اوبه د پورتني کافرستان او د پېچ له کافرستان څخه راځي . هغه وخت چې مې چغانسراى تصرف کړ ، د پېچ کافران د دوى د مرستې لپاره راغلي وو . شراب په دغو ځايونو کې دومره رواج لري ، چې هر کافر د شرابو يو خيگ په غاړه اچولى و او د اوبو پرځاى يې څښل .

          که څه هم کامه بېل ځاى نه دى اوبه نينگنهار پورې مربوط دى ، مگر هغې ته هم بلوک                وايي .) (١)

          ج : بابر په باجوړ کې :

          د بابر او له لشکر کشي دده په وينا د دوشنبې په ورځ (٩٢٥ هـ ق د محرم مياشت – ١٥١٩م د جنوري درېيمه ) د جندول ( د کونړ درې ) څخه د باجوړ له لور ته وه . د باجوړ قلا په دې وخت کې د افغان د لا زاکو د قبيلې د محلي امراتو د حکمرانۍ مرکز و بابر د دلازاکو يو معتبر شخصيت باجوړ ته ولېږه ، چې د بابر اطاعت وکړي او د باجوړ قلا ورته وسپاري . مگر د باجوړ حکمران د بابر دغه فرمان ونه مانه ، نو له همدې امله د بابر قواو د محرم په څلورمه د پنجشنبې په ورځ د باجوړ په قلا باندې يرغل پيل کړ . په دې جنگ کې د بابر د لښکرو يوې وسله والې ډلې د استاد علي قلي په مشرۍ څو تنه باجوړيان ووژل او ورپسې د محرم په نهمه د جمعې په ورځ دغه قلا په داسې حال کې فتح شوه ، چې درې زره باجوړيان ووژل شول او ډېر يې اسيران شول او د وژل شويو خلکو له سرونو څخه يې د يوې غونډۍ د پاسه مناره جوړه کړه . (٢)

          په باجوړ باندې د بابر د حملې په اړه د ( پښتانه د تاريخ په رڼا کې ) اثر کې هم يو څه راغلي دي، چې په دې برخه کې د هغې يو څو برخې وړاندې کيږي :

          ( د ١٥١٨ نه تر ١٥١٩م په ژمي کې بابر د يوسفزو په مهم روان شو . بابر اول د باجوړ نيت معلوم کړو . په باجوړ کې د جباري قبيلې يو رئيس سلطان حيدر علي د باجوړ حکمران و د حملې نه اول بابر يو دله زاک پښتنو د سفير په ډول سلطان حيدر علي ته ولېږو او د هغه نه يې د قلا د حواله کولو مطالبه وکړه . ولې سلطان حيدر علي د جنگ نه بغېر د قلا حواله کولو ته اماده نشو . چانـــــــچه بابر د

 ـ
          ١- بابرنامه ، دري خطي نسخه ، ٢٦٧،٢٦٨،٢٦٩،٢٧٠ مخونه .

          ٢- ظهير الدين محمد بابر ، ٣١ مخ .

باجوړ په قلاه حمله وکړه . دغه وخت له بابر سره آتشينه وسله هم وه او دقلا د نيولو نور آلات يې هم لرل. غرض د بابر مسلح او منظم پوځ د باجوړ په قلا حمله وکړه . د قلا دننه محصور باجوړيانو له دوى سره ښه مقابله وکړه ، ليکن د بابر آتشينې وسلې په مخکې د دوى جرات بې کاره ثابت شو . قريباً درې زره باجوړيان ووژل شول . په دې برخه کې بابر وايي : ( د باجوړ خلق بيخي بې دينه وو ، د اسلام د نوم نه هم ناخبر وو ، ځکه موږ هغوى قتل عام کړل او آل و عيال مو قيديان کړل . بيا زه د قلا ، د معاينې په غرض قلا ته وردننه شوم . دا ولايت ما خواجه کلان ته ورکړو . )

        حقيقت دا دى ، چې د باجوړ قلا خو نه مضبوطه او نه ډېره لويه ، ولې د باجوړ خلکو نه آتشينې وسلې ليدلې وې او نه ورسره وې ، په دې وجه هغوى بې حساب ووژل شول . د (کرشې) په مقام چى شو ايرانيانو کوم قتل عام کړى و ، په هغې د بابر زړه ته ډېر درد رسېدلى و . ولې افسوس دى ، چې په باجوړ کې ددې خلکو بې درېغه قتل بابر ته هېڅ صدمه ونه رسېدله ) (١)

٭     ٭     ٭

          د : بابر په سوات کې :

          بابر د ٩٢٥ هـ ق کال د محرم په ١٤ مه د يکشنبې په ورځ د باجوړ حکمراني خواجه کلان ته تسليم کړه او د يوسفزي افغانانو د اېلولو لپاره يې د سوات خوا ته حرکت وکړ . په دې وخت کې په سوات ويس سواتى حاکم و او ددې ځاى د يوسفزيو رئيس شاه منصور د ملک سليمان شاه زوى و .

          سلطان علاءالدين سواتى ، چې ددې ځاى مشهور سړى و ، د بابر اطاعت يې وکړ او په دې صورت بابر وکړاى شول ، چې د يوسفزو قبايل چې د هندوستان په لاره پراته وو ، د خپل ځان تابع کړل. بابر د يوسفزو د ځمکې په سوق الجيشي اهميت ښه پوهېده ، نو له همدې امله يې غوښتل ، چې له دوى سره خپلوۍ اړيکې ولري . په دې برخه کې يې د سبگتگين د سلطان محمد د پلار له روش نه پيروي وکړه ، نو د شاه منصور له لور بي بي مبارکي سره يې واده وکړ . په دې ترتيب بابر د يوسفزو قبايلو يوه برخه ، چې د هندوستان په لاره پرته وه او سکندر مقدوني هم په دې لاره باندې تېر شوى و ، ځانته رانژدې کړه او نور افغانان يې د جگړې په زور ځان ته تابع کړل . (٢)

          په سوات باندې د بابر د حملې په اړه بابر پخپله داسې ليکي :

          ( د جمعې په ورځ په يوسفزو پښتنو د حملې په غرض د سوات په لاره کوچ وشو ( غالباً په هغه ځاى کې کېمپ ولگولو په کوم ځاى کې چې د باجوړ او جندول سيندونه يو ځاى کېږي) دلته ملک شاه منصور چې د ملک سليمان شاه زوى او په دولت خواهانو کې شامل و ، حاضر شو او ډېره خوندوره او د نشې نه ډکه مزيداره شيريني يې د تحقې په ډول پېش کړه . ددې نه يو حصه ما وخوړله ، يوه حصه مې طغايې ته او دويمه حصه مې عبدالله کتاب دار ته ورکړه . په دې کې داسې نيشه يي څيزونه وو ، چې د ماښام نه پس چې اميران د مشورې په غرض جمع شول ، نو زه د خېمې نه بهر نه شوم تلى . يوه عجيبه نشه وه ، څه زمانه پس ما درې واړه حصې خوړلې وې ، نو بيا به هم دومره نه وم نشه شوى . موږ لا په دې علاقه کې وو ، چې تر گېنټو گېنټو واوره وورېدله . داسې به شايد چې کله نا کله کېدل ، ځکه چې تمامي خلک په دې حېران وو . د سلطان اويس سوادي (سواتي) په مشوره ددې علاقې د

ـ
          ١- پښتانه د تاريخ په رڼا کې ، ٤١٠ مخ .

          ٢- ظهير الدين محمد بابر ، ٢١-٢٢ مخونه .

خلکو نه څلور زره خرواره وريجې د لښکر لپاره وغوښتل شوې او ددې د وصولولو لپاره مې سلطان او يس ولېږلو . دې ځنگلي او غرڅنو خلکو دومره محصول چرته نه وو ورکړى . د يوسفزي قوم د بهترۍ په خاطر ما د خپل خېرخواه ملک شاه منصور لور غوښتلې وه . هغه د خپل قام د لوري نه د وکيل په ډول راغلى و . موږ لا په دې پړاو کې وو ، چې ددې جينۍ د يوسفزو له خراج سره د راتلو خبر راورسېدو. ماښام موږ د شراب نوشۍ مجلس وکړ ، چې په هغې کې مو سلطان اويس هم شامل کړو او له هغه سره مو پټه جرگه وکړه . ددې ځاى نه موږ کوچ وکړو او چې وړاندې لاړو ، نو د شاه منصور کشر ورور ملک طاوس خان خپله ورېره مخکيني پړاو ته ورسوله . دا مېرمن د باجوړ قلا ته ولېږلى شوه . (١)

          له اميرانو او دله زاکو سردارانو سره مو مصلحت وکړو . سلا په دې راغله ، چې کال په ختمېدو دى او کاشتکارانو خپل فصلونه اوچت کړي دي . په دې ورځو کې د سواد (سوات) په کڅۍ کې که وردننه شوو نو لښکر به د غلې د نشتوالي نه په کړاوو شي . ښه به دا وي ، چې د سوات په سيند پورې شو او د دره موري په ميدانونو کې په آبادو يوسفزو چپاو وکړو . ولې دا حمله دې په يخنۍ کې نه وي، بلکې مخکې کال به د فصل د تيارېدو په وخت کې د دوى خبر واخلو . )

          لکه مخکې مو چې وويل ، د بابر ددې ياداشتونو نه د يوسفزو او د بابر د تعلقاتو د روايتي افسانې ترمېنځه څه ناڅه تعلق څرگندېږي . د يوسفزو د وکيل (ملک شاه منصور) په مخکې د بابر په نشه کې بېخوده کېدل ، د بي بي مبارکې د خپلې قبيلې له خراج سره راتلل ، بيا په دې قبيلې باندې د حملې التوا او ددې نه پس په يوسفزو باندې حمله نه کول داسې خبرې دي ، چې د بابر او ددې قبيلې ترمنځه د مفاهمت غمازي کوي او دا څرگنده ده ، چې د مفاهمت په دې کوشش کې به د بي بي مبارکې لويه برخه وه . د يوسفزو په دې مهم کې لکه څرنگه چې د واقعاتو نه څرگنده ده ، دله زاک پښتانه به د يوسفزو د تاخت معامله په ملک کې پرېوته ، نو دله زاکو بابر ته په مومندو باندې د حملې مشوره ورکړه . (٢)

          د بابر او يوسفزو ترمنځ ډېر ژور تعلق وو ، دا تعلق د بابر د وينا نه هم څرگندېږي او د يوسفزو  خپل روايات هم ددې مرسته کوي . د يوسفزو رواياتو مطابق : هر کله چې بابر کابل فتح کړو ، نو په لومړي سر کې بابر په يوسفزو ډېر مهربان و ، خو دله زاکو چې د يوسفزو قديمي دښمنانان وو ، دبابر په زړه کې د يوسفزو په اړه شکوک او شبهات پيدا کړل او هغه د يوسفزو سردار ملک احمد د وژلو اراده وکړه . ولې ملک احمد هم ددې نه خبر و . ملک يو هوښيار سړى و ، کوم وخت چې هغه د بابر په خدمت کې حاضر شو ، نو بابر په تخت ناست و . ملک احمد د تعظيم په ځاى کولو نه پس خپله سينه بربنډه کړه ، چې هسې نه چې د پادشاه غشى خطا لاړ شي ، بل څوک پرې ولگي . په دې خبره باندې بابر ډېر خوشحاله شو او د هغه نه يې يو څو تپوسونه وکړل ، چې په هغې کې يو دا و ، چې سکندر څه رنگ سړى و ؟ ملک احمد وويل ، چې هغه ژوندون بخښونکى دى ، ځکه چې زما ژوند به ماته بېرته راکړي . ددې په ځواب کې بابر دا وويل ، چې ضرور داسې نه وي . بيا پادشاه په ملک احمد ډېر مهربان شو او هغه يې ځان سره خلوت ته بوتلو او شراب نوشي يې پيل کړه . بابر په نشه کې مست شو

 ـ
          ١- بي بي مبارکه د اکبر تر زمانې ژوندۍ وه او ددې څه اولاد نه و شوى . په مغول بيکانو کې دا مېرمن د ( افغان بيگم) په نامه مشهوره وه .

          ٢- پښتانه د تاريخ په رڼا کې ، ٤١١-٤١٢ مخونه .

او گډا يې شروع کړه . ملک احمد په فارسي ښه پوهېدلو ، د هغه سازيانو ساز شروع کړو . بابر چې په گډا ډېر ستړى شو ، نو ملک احمد ته يې وويل ، چې راوړه اوس زما انعام . بابر درې ځله د احمد نه انعام وغوښتو او هر ځل به ملک احمد هغه ته يوه اشرفۍ ورکوله . ددې نه پس ملک احمد په خوشحالۍ او روغ جوړ خپل قوم ته واپس راغى ، خو بيا بابر د يوسفزو په سيمه حمله وکړه ٭ د هغوى فصلونه يې تالا کړل ، خو د يوسفزو سنگر ( قلا ) يې فتح نه کړى شوه . ددې نه پس د قلا د استحکام د جاج اخيستلو په غرض بابر د فقيرۍ په جامه کې د خپل کېمپ نه راووتلو او د (موري غره ) ته راغى، چې په دغه غره باندې يوسفزو خپل سنگر جوړ کړى وو . بابر د فقير په ډول هورې لاړ . هلته هغه يوه خېمه کې د ملک شاه منصور لور ( بي بي مبارکه ) وليدله . بي بي مبارکه چې فقير وليدلو ، نو د وينځې په لاس يې څه ډوډئ او غوښه فقير ته د خيرات په ډول ولېږله . بابر پوښتنه وکړه ، چې دا چا درکړې ده ؟ وينځې ورله وويل ، چې ( بي بي مبارکې ) . وينځې دا هم وويل ، چې هغه مخامخ په خېمه کې ناسته ده . بابر چې هغه وليدله ، نو د هغې ښاېست ته هک حېران پاتې شو . ددې نه پس بابر راروان شو او په لار کې يې هغه ډوډۍ او پخه کړې غوښه د يوې گټې لاندې پټ کړه ، چې بابر خپل کېمپ ته راغى ، نو ډېر پرېشان و ، اخر ملک احمد ته يې خط وليکه او د خپل ځان لپاره يې د بي بي مبارکې خواست وکړ ، خو ملک احمد دې خبرې ته نه تيارېده . هغه دا ويل ، چې ددې نه مخکې د بابر په تره الغ بيگ او په خان ميرزا لاغري يوسفزۍ جينکۍ واده شوې وې ، خو د هغه نتيجه يې د قام د بربادۍ نه پرته بل څه ونه وتله ، نو هغه بابر ته منکر شو ، چې د واده جوگه جينۍ هډو موږ کره شته نه. ددې په ځواب کې بابر هغه ټول واقعات وليکل او د ثبوت په توگه يې د يوې گتې د لاندې د هغه ډوډئ او غوښې د پټولو واقعه هم وليکله .

          خو ملک احمد او شاه منصور بيا هم دې خبرې ته تيار نه و ، اخر د ټولې قبيلې جرگه غونډه شوه. په جرگه کې ټولو مشرانو دا خبره غوره کړه ، چې هر کله ددې نه وړاندې هم لوڼه خوېندې مغولو ته ورکړى شوي دي ، نو اوس د بي بي مبارکې په ورکولو کې انکار او د پادشاه دښمني اخيستل به د ټولې قبيلې لپاره د نقصان لامل وگرځي . په دې خبره ملک احمد وويل ، چې که ستاسو په خيال د قبيلې بهتري په دې کې وي ، نو داسې دې وي .

          بابر ته چې د رضامندۍ خبر ورسېد ، نو هغه ډېر خوشحاله شو ، يو لوى جشن يې جوړ کړو او د ناوې لپاره يې قيمتي تحفې ولېږلې ، چې په هغو کې يوه توره هم وه . په بل لور ملک احمد او ملک شاه منصور د بي بي مبارکې سره د (تالاشي) نه هم وړاندې راغلل . دلته شاهي محافظان د استقبال لپاره موجود وو . بي بي مبارکه د خپلې ذاتي ( روضي ) او د وينځونو کرانو په ملگرتيا کې شاهي کېمپ ته لاړه . د کېمپ په منځ کې يوه لويه خېمه وه ، ناوې هغې ته ورسول شوه . په دغه ورځ او بله ورځ د بابر د اميرانو مېرمنې د هغې ملاقات ته راغلې ، خو بي بي مبارکې د هغوى په لور څه توجه ونه کړه او هغوى دا ويل ، چې جينۍ بېشکه چې ډېره ښکلې ده ، خو له موږ سره يې په ښه رنگ سلوک ونه کړ ، کېداى شي په دې کې به څه راز پټ وي .

ـ
          ٭ د اخوند دروېزه د وينا مطابق ددې حملې وجه دا وه ، چې ملک احمد په دويم ځل د بابر سلام ته په کابل کې د حاضرېدو په انکار کړى و او په خپل ځاى يې ملک شاه منصور لېږلى و . ولې بابر په دې خبره خپه شو او يوسفزو ته يې د سزا ورکولو اراده وکړه .

          بي بي مبارکې خپلو وينځو نو کرانو ته ويلي وو ، چې د بادشاه راتلو خيال دې ساتي او نوکرانو هغې ته اطلاع ورکړه ، چې پادشاه د جمعې لمانځه ته روان دى . د لمانځه نه پس يې بيا اطلاع ورکړه ، چې بادشاه ستا خېمې ته روان دى . بي بي مبارکې سمدستي له تخت څخه ښکته شوه او لاس په نامه په قالينې ودرېده ، چې پادشاه خيمې ته رادننه شو نو هغې په ډېر ادب د پادشاه تعظيم وکړو . بادشاه د هغې ښاېست ته حېران شو ، بيا په تخت کېناستو او ويې ويل : زما پښتنې مېرمنې ! راشه زما خوا کې کېنه .

          بي بي مبارکې تعظيم وکړو ، خو وړاندې نه شوه . بل ځل بيا بادشاه هغې ته د کېناستلو وويل. دا ځل بي بي مبارکې له مخ څخه نقاب لرې کړو او ويې ويل ، چې که اجازت وي نو څه عرض کول غواړم ! پادشاه اجازت ورکړو . بي بي مبارکې وويل ، چې بادشاه دې دا فرض کړي ، چې ټول يوسفزى قام زما په لمن کې راغونډ شوى دى ، زما په خاطر دې بادشاه د هغوى قصور معاف کړي . بابر وويل، چې ما د يوسفزو ټول قصورونه ستا په خاطر معاف کړل او هغوى مې ستا په جولۍ کې واچول . ددې نه پس زما په زړه کې د يوسفزو لپاره هېڅ خېرى نشته . بي بي مبارکې بيا تعظيم وکړو او بادشاه هغه له ځان سره په تخت کېنوله ، چې د مازيگر د لمانځه وخت شو ، نو بادشاه د لمانځه اراده وکړه . بي بي مبارکه سمدستي د تخت نه کوزه شوه او بيا يې د بادشاه پېزار د هغه وړاندې راوړو . بادشاه پيزار واچولو ، نو ډېر خوشحاله شو او ويې ويل ، چې دا چلونه به ضرور تاته ملک احمد ښوولي وي .

          د بابر او بي بي مبارکې د عشق او محبت داستان د حقيقت نه خالي نه معلومېږي . بي بي مبارکه د بابر په حرم کې داخله وه او د هغه په مشورو کې يې څه برخه هم لرله . دا سمه ده ، چې بابر په خپل تحرير کې د خپلو مېرمنو په اړه د عزت و احترام نه زياتي له هغوى سره د خپل عشق و محبت او ارادت نه دى څرگند کړى . که څه هم د بي بي مبارکې په اړه د بابر د بيان نه دا معلومېږي ، چې دا رشته په سياسي اغراضو شوې وه ، خو ددې باوجود بابر چې د کوم قسم طبيعت خاوند و ، د هغې په رڼا کې دا ويل حقيقت ته نژدې معلومېږي ، چې ددې رشتې وجه د سياسي اغراضو علاوه عشق و محبت هم وه .

          د بابر لومړۍ ښځه شهزادگۍ عايشه سلطان وه . دغه وخت بابر د اوولو کالو زلمى و ، خو دبابر دا ازدواجي زندگي کاميابه نه وه . ددې يو لامل خو د بابر په طبيعت کې د حد نه زياته د شرم ماده وه او بله دا چې د شهزادگۍ عايشه سلطان هم له بابر سره مينه نه وه . همدا لامل و ، چې بابر به په ورځو ورځو خپل حرم ته نه تلو . په دې اړه پخپله وايي : زه به حرم ته کله کله په لسمه او کله کله په شلمه ورځ تلم ، بلکې دا بنديز دومره زيات شو ، چې زه به خپلې مور مياشت ، څلوېښت ورځو وروسته په ديکو ديکو حرم ته لېږلم . د هغه د خپلې ښځې نه د بي توجهۍ يوه دا هم وه ، چې د ټولو مغولو او ترکو په شان په دغه زمانه کې د بابر هم له يوه هلک سره مينه پيدا شوې وه . دا هلک (بابرى) نومېده . ورو ورو دا مينه د لېونتوب حد ته ورسېدله ، ټوله ورځ او شپه به د هغه په ياد کې سرگردانه پروت و . بابر وايي:

          ( ددې نه وړاندې هېچا سره زما مينه داسې نه وه پيدا شوې . د زمانې ناسازو ماته د عشق و محبت د افسانو د اورېدلو موقع هم نه وه پيدا کړې . په هغو ورځو کې چې ما کوم شعرونه ليکلي دي، په هغو کې د يو شعر نه دا معلومېږي ، چې زه څومره خوار و ذليل عاشق وم . (بابرى) چې به زما کمرې ته راغلو، نو ما به د شرم نه له هغه سره سترگې نه شوې مخامخ کولى . په هغو شعرونو کې يو شعر دا دى :

چې محبوب مې په نظر شي زه د شرم شمه خولې

خلک گوري زما لور ته زه هوري شم نه دلـــــې ٭

          د لېونتوب د جذباتو په دې سېلاب کې به زه سرتور سر ، پښې ابله په لارو کوڅو او بازارونو کې گرځېدلم . کله به په مېرو او غرونو سر شوم ، نه مې د خپل عزت څه پروا وه او نه راسره د دوستانو ، خپلو خپلوانو او د ملاقاتيانو د عزت څه خيال و . ورو ورو د بابر دا لېونتوب خو ختم شو ، خو د ښځو په اړه يې د هغه په طبيعت کې بې پروايي او بې توجهي پيدا کړه . (١)

          له بابر سره د يوسفزو د خپلوۍ په اړه د څېړنيار محمد نعيم سالارزي په هغه مقاله کې ، چې ( د يوسفزو او بابر په روابطو کې د شېخ ملي برخه ) تر سرليک لاندې د کابل مجلې د ١٣٥٥ کال د زمري د مياشتې په گڼه کې په مفصله توگه څېړل شوې ده . دلته ددې مقالې يوه برخه ، چې له بابر سره د يوسفزو د خپلوۍ په اړه ده ، وړاندې کېږي :

          ( بابر چې د يوسفزو د خپلوالو او ايلولو په پلان کې پاتې راغى ، نو د يوسفزو او نورو خښي خېلو ملگرتيا ته يې تلوسه زياته شوه ، چې د همدې غرض په پوره کولو کې په دې ډول بريالى شو . بابر د مهوري غره او د يوسفزو د دفاعي څرنگوالي معلومولو لپاره ځان په بدله جامه ور ورساوه . دلته داسې پېښه شوه چې ورځ د لوى اختر وه ، نو په دې ورځ د ملک سليمان يوسفزو زوى ( شاه منصور) قرباني کړې وه . د همدې قربانې په وخت بابر هم ور برابر شو . د شاه منصور کور ته مخامخ بابر او ملگري ېي د قلندرۍ او ملنگۍ په جامو کې کېناستل ، نو په دې وخت کې د شاه منصور لور (بي بي مبارکه ) له دروازې همدغه ملنگان وليدل . د همدوى په شمېر يې په پاستو کې غوښې ونغښتلې او د خپل سړي په لاس يې ورواستولې . بابر له همدې سړي څخه پوښتنه وکړه ، چې دا ډوډۍ ورته چا رالېږلې ده ؟ د ډوډۍ وړونکي ورته وويل ، چې دا د شاه منصور لور بي بي مبارکې رالېږلې او په مخامخ وره ( دروازه ) کې ناسته ده .

          وايي چې بابر دروازې ته وکتل ( دا يې وليدله او خوښه يې شوه ) بابر له دې سړي نه د بي بي مبارکې په اړه پوره پوښتنې وکړې او ددې ټول صفات يې ځانته معلوم کړل .

          بابر چې د بي بي مبارکې او صاف ( ښکلا ، عقل او هوښياري ) واورېدل ، نو له همدې ځايه يې خپل تاکتيک بدل کړ او خپل استوگنځي ته روان شو او پاستي يې د شاه منصور کور ته نژدې په يو ځاى کې کېښودل او لويه تيگه (تيږه) يې ورباندې واړوله . بابر چې خپل ځاى ته ورسېد ، ملک احمد شاه منصور ته يې فرمان وليکه ، چې د بي بي مبارکې خپلوي ورسره وکړي ، خو ملک احمد سروپ انکار وکړ ، چې دوى کره داسې ښځه نشته ، مگر بابر ورته د پاستو د ايښودلو ځاى او نښه ورکړه، چې بي بي مبارکه يې په خپلو سترگو ليدلې وه .

          ملک احمد چې سړي ولېږل د بابر د پاستو نښه سمه او رښتيانۍ وه . سره له دې هم ملک احمد

ــ
          ٭ شوم شرمنده هرگز يار خود را در نظر بينم .

رفيقان سوى من بينند و من سوى ديگر بينم.

          ١- پښتانه د تاريخ په رڼا کې ، ٤٠٦-٤٠٧-٤٠٨-٤٠٩ مخونه .

بابر سره له خپلوۍ کولو څخه انکار وکړ او خپلو خلکو ته يې داسې وويل : ( ميرزا الغ بيگ وژلي يو  زموږ او د دوى ترمېنځ څه نسبت شاه دى ) . مگر نورو عزيزانو ورته د خپلوۍ سلا او مشوره ورکوله . لکه چې په دې اړه تواريخ حافظ رحمت خاني کې داسې بيان راغلى دى : باري پس له هغه شېخ ملي او ملک قره وغېره ملکانو او عيانو ورته وويل ، چې له بادشاهانو سره سرتېره او درشتي په کار نه ده ، دا د امير تيمور لمسى دى او د تاسې شان شوکت هم ورته معلوم دى او بله دا چې تاسې هر کله د قام نگاهبانان ياستئ ، قام مو ساتلى دى ، دا گوزار هم له دې ملا وساتئ . دا رخنه په بي بي مبارکه بنده کړئ، چې خوله يې رانه وخېژي . اخر ملک احمد د قام خبره ومنله ، راضي شو . اما منصور وويل ، چې د بادشاهانو جهيزونه ، اسبابونه د واده گران دي ، زه يې توان نه لرم . تومن ورته وويل ، چې اسباب دې کل په موږه ، موږ به سره زرجمع کړو ، شرم ابرو به دې موږ په ځاى کړو ، دا چار زموږ هر چا سره ده . اخر شاه منصور هم راضي شو ، بي بي مبارکه يې پادشاه ته منصوبه کړله .

          د بي بي مبارکې د خپلوۍ په اړه اوږد تفصيل په تواريخ حافظ رحمت خاني او نورو تاريخي کتابونو کې راغلى دى . لنډه دا چې خپل قام بي بي مبارکه په شان او شوکت بابر ته ور واده کړه او په دې ډول يې سملاسي بلا (بابر) له ځانه دفع کړه . د بي بي مبارکې په خپلوۍ سره يوسفزي د بابر خپلوان شول ، د خپلوۍ د کېدو په مسئله کې شېخ ملي فعاله برخه درلوده ، ځکه چې ملک احمد د شېخ ملي له مشورې پرته هېڅ کار نه کاوه او له کوچنيوالي همزولي ملگري وو او د قومي قدرت په وخت کې يې مشاور حيثيت درلود . همدا شان په اکثره چارو به يې له ده څخه پوښتنه کوله يانې په يوه سلا به يې سياسي او اجتماعي کارونو ته ملا تړله ، نو په همدې لړ کې شېخ ملي ملک احمد ته د بابر د خپلوۍ خوښه او مشوره ورکړه . همدې مصلحت او اقدام ډېر سياسي اړخونه لرل ، چې ځينې خوا يې ممکن سنجول شوي وي او ځينې خوا يې شايد نه وي سنجول شوي .

          د بابر او يوسفزو خپلوي دوه غټ او مهم اړخونه لري ، يو د يوسفزو په گه ته او بل د بابر په گټه .

          الف: د يوسفزو په گټه :

          ١- شېخ ملي د گورگانيانو بې رحمي او ظلمونه په سترگو ليدلي وو او د بابر د تره (الغ بيگ) عام قتل خو يې غوښتل ، چې د بابر له شره د خپل قوم غوږونه ارام کاندي ، نو ځکه يې ملک احمد ته د بي بي مبارکې د ورکولو مشوره ورکړه .

          ٢- د بابر له سياسي سلوک څخه معلومېږي ، چې له يوسفزو سره يې د چل لاره نيولې وه . دوى يو څه سياسي اسانتياوې او امتيازونه ورکړي وو ، چې تر يوې اندازې د يوسفزو په ظاهري گه ته تمامېدل. د دوى په داخلي چارو کې يې چندان غم غرض نه کاوه ، آزاد او خپلواک يې پرېښودل .

          ٣- شېخ ملي هم غوښتل ، چې په همدغو ظاهري دوستانه شراېطو کې وکولاى شي د خپل دوتر اصول په ډېره بيړه او تېزۍ سره تطبيق کاندي ، نو په دې ترتيب به د خښي خېلو او غورياخېلو پښتنو لپاره د استوگنې ځايونه ، د کروندې ځمکې او څړځايونه تر خپلو ټاکلو اصولو لاندې ور وټاکي او په بي غمۍ سره به خپل پروگرامونه بې له دې ، چې د بابر له خوا پرې فشار راشي ، پرمخ بوځي .

          ٤- په دې خپلوۍ کې شېخ ملي د لرې پښتو نخوا د خښي خېلو نهايي گټې په نظر کې نيولې وې، خو بابر هم د وخت هوښيار و ، ده هم ځان غولولى نه و او د خپلي امپراتورۍ د جوړولو او پراخولو اساسي گټې يې په نظر کې ساتلې وې . څه رښتيا خويې د يوسفزو او نورو پښتنو سره د زړه مينه او خاصه علاقه نه لرله .

          ب: د بي بي مبارکې په خپلوۍ کې د پښتنو تاوان او د بابر گټه :

          ١- شېخ ملي او يوسفزو ته خو په يوې خپلوۍ سره الغ بيگ ښه ورمعلوم شوى و ، نو دا ځل يې بيا هم د خپلوۍ زړه ورنژدې کړ . په دې ډول پښتنو د بې ځايه اعتماد او خوشباورۍ عمل تکرار کړ . له بلې خوا د پښتنو او گورگانيانو زړونه يوځاى کېدل ناشوني برېښېدل ، ځکه چې دواړه په کلتور ، ژبه او نژاد کې جلا جلا خلک وو ، نو د دوى توافق او ملي منافع د يو بل پرتاوان وې . په دې لوبه کې زياته گټه د بابر په برخه شوه او لږه د پښتنو .

          ٢- يوسفزو خو د بابر له شره خپل غوږونه بې غمه او ارام کړل ، خو بل پلو ته يې په هند کې د خپلو پښتنو وروڼو قوي پايې او ستنې ولړزولې او گورگاني بلا ( بابر ) يې د ابراهيم لودي د حکومت د زوال لپاره ورخوشې کړ ، چې د پښتنو قوي او غښتلى دولت يې په هند کې ورتس نس کړ ، ځکه چې په همدې يرغل کې يوسفزي هم له بابر سره ملگري وو . بابر چې په بې غمه زړه هند ته ورننووت، نو په هند کې د پښتنو نه سياسي ژوند تر هغو اوربلېده ، تر څو چې سوري شېرشاه د همايون خوله ، له خاورو ډکه او د پښتنو شمله يې په تاريخ کې بېرته اوچته کړه .

          که د شېخ ملي او ملک احمد د مشرۍ په موجوديت کې يوسفزو او نورو خښي خېلو او دلا زاکو پښتنو بابر ته د هند لاره پرانيستې نه واى ، نو بابر ته له دې ازغنې سيمې تېرېدل او هند ته رسېدل څه د ټوکو ، ساده او اسانه خبره نه وه . که سره له دې بيا هم د همدې وخت شراېط خصوصاً د يوسفزو په اړه وڅېړل شي ، نو شېخ ملي ډېر گرم او ملامت نه دى ، ځکه چې له يوې خوا يوسفزي په سياسي او اقتصادي لحاظ کمزوري وو او له بلې خوا گورگانيانو ورته د دښمنۍ سترگې برندې کړې وې او د زورگيرۍ تورې يې چولې . په خپله پښتانه خو د بې اتفاقۍ په لمبو کې سوځېدل . له بابر سره په خپلوۍ يوسفزو او نورو خښي خېلو ځانونه تر يوې اندازې ارام او بې غمه کړل او خپل پروگرامونه ، پلانونه، د شېخ ملي د ځمکو وېش او اصول يې تطبيق او پرمخ بوتلل ، خو په بدل کې بابر خپل هدف او غرض په ښه توگه ترسره کړ .

          په دې سياسي منډو ترړو او هلو ځلو کې دواړه خواوو ځانونه بريالي ښودل ، خو د بابر د گټې پله پر يوسفزو درنه ښکاري . په هر حال اوس به په دې وغږېږو ، چې بابر څنگه او څومره د ټولو پښتنو او په تېره د يوسفزو خوا خوږى يا دوست و او که نه ؟ .

          په دې کې ځينې مورخين او ليکوال بابر ته د مهربانۍ په سترگه گوري او دده د دوستۍ او خواخوږۍ پله ښه وردرنوي . که تاريخ مطالعه او د بابر اعمال د پښتنو په برخه کې سم وتلل شي، نو نتيجه بل ډول راوځي .

          که د هند تر نيولو وروسته د مخه د بابر پاليسي او يرغلونه او د زورگيرۍ قدمونه د پښتنو په خاوره د دوى په سيمو کې وڅېړل شي ، نو دده مهرباني ، پېرزوينې ، لورېينې په څرگندو الفاظو سره ليدلاى شو ، چې د پښتنو له سرونو يې منارونه ودرول ، په باجوړ کې يې ٣٠٠٠ خلک ووژل ، په پېښور ، کوهاټ ، بنگښو او هنگو يې څنگه لوټ مار گډ کړ او د دوى په سرونو يې څه وکړل ؟ څه وخت چې هند ته ورسېد ، په زرگونو خلکو يې څه ونه کړل او د ابراهيم لودي زرگونه لښکريان يې څه کړل ؟ بابر چې هر څه کول د خپل ځان او خپلو عزيزانو د گټې او بقا لپاره يې کول ، نه دا چې د پښتنو خوږمن و او نه د هند له پښتنو سره يې مهرباني کوله ، بلکې د پښتنو د سياسي ، اقتصادي او ملي گټو پر ضد يې قدمونه اخيستل ، نو که د خپل بحث ټولې خبرې پخوړ کړو ، دا پايله لاسته راځي :

          شېخ ملي او ملک احمد شراېطو مجبور کړي وو ، چې له بابر سره تر يو وخته گوتې ماتې نه کړي او په همدغو شراېطو کې چې ظاهري بڼه يې سوله او دوستي وه ، خپل سياسي ، اجتماعي او اقتصادي موقف په ښه توگه تثبيت کاندي ، ځکه چې د شېخ ملي ظهور او د بابر راپاڅېدل او امپراتورۍ ته رسېدل په تاريخي او سياسي لحاظ په گډو شراېطو روان و .

          همدغه د شېخ ملي قدم و ، چې د بابر وروستي برياليتوب په لاره کې موثر ثابت شو . بابر خو د خپل وخت سياسي چال باز و او د پښتو نخوا پښتانه يې ځانته ماېل کړل او د دوى په مټ پراخ هند ته ورسېد ، چې د همدغې برياليتوب موثره وسيله د بي بي مبارکې خپلوي شوه . که څه هم په دې دوستۍ او خپلوۍ کې شېخ ملي د تواريخ حافظ رحمت خاني په قول زياته برخه درلوده ، خو د وضعې د تحليل له مخې موږ شېخ ملي گرمولى نه شو . دا ځکه چې دى د الغ بيگ تاړاک وهلى او د خپل ولس د لوى سرنوشت فکر ورسره جدي و ، نو دغه هدف ته د رسېدلو لپاره يې غوښتل ، چې په ارامه فضا کې خپل اصول تطبيق او عملي کړاى شي .

          بابر له خپلې هوښيارۍ کار واخيست ، يوسفزي څه چې خښي خېل او دلا زاک يې هم د ځان کړل. د بابر گټه په دې کې وه ، چې په هند کې يې د پښتنو د وژلو لپاره دومره پښتانه خپل لښکريان کړل. بابر که دا خپلوي نه واى کړى ، نو د پښتو نخوا له خاورې وتل به يې په وس پوره نه وو . همدا پښتانه وو، چې د بابر لپاره به مړه کېدل او د بابر لپاره به يې پښتانه وژل او دده امپراتوري او سلطنت به يې ساته يانې محوه کېدل او بريادېدل د بابر لپاره ، خو له ښه مرغه په دې ناوړو حالاتو کې شېخ ملي وکولاى شول ، چې خپل مشهور دوتر گټور اصول چې په هغو کې د ځمکو عادلانه وېش شامل و ، خپل قوم او ولس لپاره رامنځ ته او تر ډېرې اندازې يې تطبيق کړاى شي . (١)

          په پورتني بحث کې د شېخ ملي ونډه زياته وه . دا پوښتنه پيدا کېږي ، چې شېخ ملي څوک و ؟ او بايد د شېخ ملي د سوانحو په برخه کې څه معلومات وړاندې کړم . په دې اړه څېړينار محمد نعيم سالارزي ډېره دقيقه او ژوره څيړنه کړې ده ، چې دغه څېړنه د کابل مجلې د ١٣٥٥ کال په گڼو کې په پرله پسې توگه چاپ شوي ده ، چې د هغې په يوه برخه کې د شېخ ملي د بيوگرافۍ په اړه داسې راغلى دي :

          ( . . .  خپل نوم يې آدم خان او د پلار نوم يې ( پيرکى ) او د نيکه نوم يې (چارسده) دى او په خټه مندړ يوسفزى او په لويه سره خښي خېل پښتون دى . دده د زېږېدو نېټه د ١٤٧٠م کال په شاوخوا کې اټکلولاى شو ، چې له کابل سره نژدې ځاى کې زېږېدلى دى . د مړينې نېټه يې ١٥٢٩م وښودلاى شوه، چې د سوات په غوربندي کې خاورو ته سپارل شوى او د قبرځاى يې غوربند دى . همدا شان په تېرو بيانونو کې دا وښوولاى شوه . چې شېخ ملي د خپل قوم او ولس د سوکالۍ او ارامۍ لپاره ښه کلکه ملا تړلې وه او د دوى ځاى په ځاى کولو او مېشته کولو کې يې فعاله او موثره برخه درلوده . ) (٢)

ـ
          ١- محمد نعيم سالارزى ، د يوسفزو او بابر په روابطو کې د شېخ ملي برخه ، کابل مجله ، ٥ گڼۀ ، ١٣٥٥ کال ٧٧-٧٨-٧٩-٨٠-٨١ مخونه .

          ٢- کابله مجله ، ياده شوې گڼه ، ٦٨ مخ .

          هـ : بابر په هشنغر کې :

          د بابر لښکر کشي په خيبر باندې د پنجشنبې په ورځ د رمضان په مياشت ( پر ٩٢٥ هـ ق – ١٥١٩م کال ) پيل شوې . د باجوړ او سوات يوسفزي وروسته له هغې ، چې بابر د شاه منصور له لور سره واده وکړ او شاه منصور کابل ته راغى ، دوى بابر ته تابع شول ، مگر د پېښور د درې يوسفزي او د پېښور د درې افغان قبايل ، چې د کابل د سيند په غاړه پراته وو ، د بابر اطاعت يې ونه مانه . له همدې امله په دې سفر کې يې له خيبر درې څخه د هشنغر خوا ته حرکت وکړ . بابر ويل ، چې موسى خان او د دلا زاکو مشرانو ويل ، چې په هشنغر کې ولس ډېر دى ، غله هم زياته پيدا کېږي ، نو له همدې امله پرېکړه وشوه چې د هغه ځاى افغانانو باندې بايد حمله وکړم او د هشنغر قلا او پر شاور قلا ونيسم . بابر په دې نيت د هشنغر درې ته راغى ، مگر ده پخپله ليکلي دي : هغه وخت چې موږ د افغانانو د غلو ځاى ته راغلو ، د هغې د نيمايي په اندازه چې موږ ته ويل شوي وو ، نه وه بلکې د څلورمې برخې نه هم کمه وه . د سلطان سعيد خان ، راتگ له کاشغر څخه د بدخشان خوا ته او د خوراکي موادو د کمبودۍ له امله بابر د سند په خوا کې خپل سفر پاى ته ورساوه او مېرزا محمد سلطان او ويس بن منصور بن عمر شېخ ، چې د بابر له خپلوانو څخه وو ، له څلورو زرو سورو عسکرو سره د پنجاب په لور واستاوه او د خيبر له لارې ننگرهار او گندمگ ته روان شو او د شوال د مياشتې تر وروستيو ورځو ( ٩٢٥ هـ ق – ٢٠ اکتوبر ١٥١٩م کال ) کابل ته ورسېد . (١)

          بابر په دې لنډه موده کې چې په هشنغر کې پاتې شو ، دغه لاندې فعاليتونه يې ترسره کړل:

          ( بابر له خپلو پوځونو سره د درياى امهار په غاړه غاړه ميدان علاقې ته راښکته شو او د هشنغر له مومندو سره يې سوک څپېړه وکړه . د هشنغر په باب دا متل مشهور دى ، چې ( که هشنغر نه خورې نو بد پرې مه وايه ) دې متل هغه وخت هم ښايي ، چې د هشنغر په باب صدق کاوه ، خو د بابر په زمانه کې په هشنغر کې خو دا فارمي وو ، نه تماکو او نه داسې نهرونه ، نو د بابر چې د هشنغر نه کومه توقع وه ، پوره نه شوه . بابر د تخت بايي په خوا کې تېر شو او کاټلنگ ته راغى او ددې ځاى نه بيا شهباز گړۍ ته راغى .

          په دغو ورځو کې د شهباز گړۍ دا موجود کلى آباد نه و ، څنگه بابر ددې کلي نوم نه اخلي ، بلکې ددې کلي په خوا کې چې کوم خوړ (مقام) بهېږي ، هغې خوړ او ددې خوړ په خوا کې د يو غر ذکر کوي ، چې منظره يې ډېر پرفضا او خوف ناکه وه . بابر هم ددې غره سر ته وختلو ، معجون يې وخوړل او ددي ځاى د دلفرېبې منظرې نه يې لطفه واخيست . د بابر د وينا مطابق ددې غره په سر د شهباز نومي يو ملحد قبر و ٭ بابر ددې قبر د ورانونو حکم ورکړ،ځکه چې د هغه په خيال په داسې پر فضا مقام

ـ
          ٭ سلطان سعيد خان بن احمد خان الهجه يونس خان د کاشغر له اميرانو څخه و ، چې د باپر د ماما زوى کېده او له ٩٣٠ هـ ق څخه تر ٩٣٩ هـ ق پورې د کاشغر حمران و .

          ١- ظهير الدين محمد بابر ٢٤-٢٥ مخونه .

          ٭ شهباز قلندر : د اخوند دروېزه د وينا مطابق په کومو ورځو کې چې د يوسفزو علاقه د سوات د بادشاهانو په قبضه کې وه ، په دغه زمانه کې يو درې تنه سيدان چې پخپلو کې وروڼه او ډېر نېک او خداى پرست بنده گان وو ، دې سيمې ته راغلي . وو . په دې وروڼو کې د يوه سيد احمد محمود نوم و . دا سړى د گلپاڼې په خواوشا کې په لنگر نومي کلي کې استوگن شوى و او د خپلې پارسايي او نېک عملۍ له امله يې په خلکو کې ډېر شهرت موندلى و . کله چې وفات شو ، نو خپلو مريدانو د (کوه لنگر) د پاسه ښخ کړو . . خه زمانه پس دې علاقې ته د خراسان له لوري شهباز نومي يو سړى راغى

باندې د يو ملحد قبر څه جواز او موزونيت نه لاره .

          د شهباز گړۍ نه پس بابر د صوابۍ په لور لاړ . هلته يې د گينديو ښکار وکړو او بيا د هند په گودر پورې شو او د بهيرې په لور لاړ ، خو تر جهلم پورې رسېدلى و ، چې بېرته راستون شو او د اټک نه يو څو ميله ښکته په کشتيو په اباسين راپورې وتو . دا د پسرلي موسم و ، په هر لور رنگارنگ گلونه غوړېدلي وو ، ټول ملک گل و گلزار او سبزه زار و . بابر ښه په طبع پېښور ته راورسېد او دلته څو ورځې اېسار شو . په دې موقع بابر د گورگټرۍ سيل هم وکړ ، خو ددې ځاى د ليدلو چې څومره تلوسه بابر لرله ، هومره يې دا ځاى خوښ نه شو . د گورگټرۍ په اړه بابر داسې وايي :

          ( بله ورځ په باگرام (پېښور) کې موږ د گورگټرۍ د سيل په غرض روان شو . په دنيا کې به بل داسې ځاى نه وي ، چې هلته به د راهبانو د استوگنې لپاره داسې تنگې او بندې کوټڼۍ جوړې شوې وي . څرنگه چې موږ په دې ځاى کې وليدلې ، چې په دروازه بنده ورننوځي او دوه درې پوړۍ ښکته لاړ شي ، نو بنده لپاره بې ددې نه بله لاره نه وي ، چې اوږد اوږد پرمخ څملي او د گېډې په سکېندو سکېندو مخ په ښکته وښويېږي . د تېرې (تيارې) دا حال دى ، چې ترڅو د رڼا څه بندوبست نه وي ، نو دننه تل ناشوني دي . په دې ځاى کې ځاى په ځاى د سرونو او ږيرو ويښته بې حسابه پراته دي . ددې گورگټرۍ په ټولو اطرافو کې داسې وړې وړې کوټنۍ جوړې شوي دي ، څرنگ چې په مدرسو کې د طالبانو لپاره يا په راهب خانو کې د سادهو گانو لپاره جوړوي .)

          لگه څنگه چې د بابر له واقعاتو نه دا خبره څرگنده ده ، دله زاک پښتانه په مهماتو کې د پښتنو پرخلاف د هغه ملگري وو . همدا لامل دى ، چې کله بابر د باگرام (پېښور) نه د کابل پر لور روانېده ، نو هغه دله زکو مشرانو ته سل سل مثقاله سپين زر ، درې درې غواگانې او يوه يوه مېښه د تحفې په ډول ورکړه او د پښتنو د نورو قبيلو مشرانو ته يې هم په خپل خپل مناسب انعامونه ورکړل او د کابل په لور روان شول . بابر چې په خيبر وردننه شو ، نو ځينې اميرانو هغه ته د اپريدو د لوټلو مشوره ورکړه ، خو بابر په دې موقع دا مشوره ونه منله او ويې ويل ، چې زما سره د يوسفزو فکر دى . بابر چې علي مسجد ته ورسېد ، نو دلته معروف دله زاک يعقوب د هغه په خدمت کې وريجې او گډان د مېلمستيا په ډول پېش کړل . د خيبر په قبايلو کې دا رواج تر نن ورځي پورې موجود دى ، چې دوى هر عزتمند مېلمه ته چې خيبر ته راشي ، د مېلمستيا په دود گډان پېش کوي . ددي نه دا هم معلومېږي ، چـــــــې د

ـ
او د دله زاکو پښتنو د هنجگزي څانگې سره مېشت شو . دا دله زاک ډېر جاهلان و او د اسلامي تعليماتو نه بيخي نابلده وو. دې شهباز چې ځانله به يې قلندر وايه او يو گمراه ، ملحد او چالاک انسان و ، دا خلک خپل مريدان کړل او دده په وجه ټول گمراهان شول . دې ملحد شهباز د سيد احمد محمود قبر وسپړلو ، د هغه هډوکي يې د قبر نه راووېستل او قبر يې خالي کړو او خپلو مريدانو ته يې هدايت وکړو ، چې زما د مرگ نه پس ما هم په دې قبر کې ښخ کړي  . ددې نه څه موده پس شهباز ملجد خپل مريدان جمع کړل او د تناوولو په يو کلي يې حمله وکړه . په جنگ کې دا ملحد ووژل شو او تناروولو ترې نه سرپرېکړو اله ځان سره يې يوړه ز ولې د هغه مريدانو د هغه بې سره تنه راوړه او د سيد احمد محمود په هغه خالي قبر کې يې ښخه کړه . دغه وجه ده ، چې دا ځاى د شهباز قلندر په مقبره مشهور شو . د اکبر په زمانه کې چې دا علاقه د هغه اميرانو ونيوله او په لنگر کلي کې يې قلا جوړه کړه ، نو هغه کلى په لنگر کوټ مشهور شو . مغول اميران ددې ملحد د حقيقت نه خبر نه وو ، نو دده مقبرې ته يې شهباز گړه وويل او په اوس کې هم دا نوم مشهور شو . دروېزه د مقول حاکمانو نه دا توقع لرله ، چې هغوى به ددې قبر نه ددې بې دينه هډوکي راوکاږي او د سيد احمد محمود بدل به واخلي . ( پښتانه د تاريخ په رڼا کې ، ٥٢٣-٥٢٤ مخونه )  

نورو پښتنو قبايلو په پرتله د دله زاکو او بابر تعلقات خوشگواره وو او دا ترېنه هم ښکاره ده ، چې د خيبر په استوگنه قبايلو کې دله زاک هم شامل وو او افغاني روايات هم ددې تاييد کوي . بابر په علي مسجد کې څو ورځې ايسار شو او بيا کابل ته ورسېد بابر ته د پخير راغلې ويلو لپاره ملک شاه منصور او د يوسفزو څو سپين ميري کابل ته راغلي وو . بابر دوى ته هم خلعتونه ورکړل او په عزت يې د کابل نه رخصت کړل . په دې ډول د بابر د دويم مهم پاى ته ورسېد . (١)

          و : بابر د افغانستان په جنوبي برخو کې :

          په ( ٩٢٥هـ ق – ١٥١٩م) کال بابر د گردېز خوا ته ځير شو ، ځکه چې د افغانانو د ادرمان قبيله٭ د گردېز په سرحد کې وه .

          لکه څنگه چې ددې خلکو د اوسېدو ځاى د هندوستان د تجارتي لارې په سر يې واقع و ، له همدې امله بابر غوښتل ، چې دغه خلک ځانته تابع کړي ، نو له همدې امله د ٩٢٥ هـ ق کال د رجب په ٢٩ مه ( د ١٥١٩م د جولايي ٢٧مه ) د چهارشنبې په ورځ د تېري کوتل له لارې د گردېز خوا ته پرمخ ولاړ او دده لښکر تر کرماش ( د کورمي وادي) پورې پرمخ ولاړ او ډېر افغانان يې ووژل او د وژل شويو افغانانو له سرونو څخه يې منارې جوړې کړې . د ٩٢٥هـ ق کال د شعبان په درېيمه (١٥١٩م کال د جولايي ٣١ مه) نېټه د لوگر د محمداغې له لارې کابل ته راغى . (٢)

          بابر په بابرنامه کې د گرديز او د افغانستان د جنوبي سيمو په اړوند داسې وايي :

          ( بل تومان د زرمت تومان دى ، چې د کابل په جنوب او د غزني په جنوب شرق کې موقعيت لري. له کابل څخه ١٢-١٣ فرسنگه پورې او له غزني څخه ٧-٨ فرسنگه پورې فاصله لري . زرمت اته کلي لري ، چې تر ټولو گردېز لوى دى . د گردېز د کلا په داخل کې درې منزله او څلور منزله کورونه جوړ شوي دي . ددې ځاى خلک د شال اوغان دي او په کرهڼه او زمېندارۍ بوخت دي . په دې ځاى کې ونې او باغونه نشته ، ددې تومان په جنوب کې يو غر پروت دى ، چې هغه ته برکستان وايي . ددې غره په يوه جگه برخه يوه چينه پيدا شوې ده ، چې د شېخ محمد سلطان قبر هم همدلته دى . بل تومان بنگښ دى ، چې د هغه په څلورو خواوو کې قطا الطريق افغانان لکه خوگياڼي ، خرلجي ، توري او لندر ژوند کوي . له دې کبله چې د قندهار ، بلخ ، بدخشان او هندوستان د فتح کولو کار په مخ کې پروت دى ، د بنگښو د تصرف فرصت پيدا نه شو . د بنگښو او د هغې سيمې د قطاع الطريقاتو تصرف به هم وکړم.)(٣)

 

ــــــــــــــ
          ١- پښتانه د تاريخ په رڼا کې ، ٤١٢-٤١٣ مخونه .

          ٭ ادرمان : په بابرنامه کې عبدالرحمان افغانان راغلي دي . دغه افغاني قبيله د ادرمان په نوم د قوم يوه شعبه ده . د کړران (کړلان) له نسل څخه ، چې د خوست په مربوطو متونو کې د دهقاني کاروبار کاوه او په شپږ طاېفو باندې تقسيم شوي دي . جامي خېل ، موري خېل ، احمد خېل ، مري خېل ، کوندي ، بکښ اوس هم ډېر پښتانه ( عبدالرحمن ) ته ادريان وايي .

          ٢- ظهير الدين محمد بابر ، ٢٣-٢٤ مخونه .

          ٣- بابرنامه ، ٢٧٥ مخ .

 

 

          ز: بابر په کندهار کې :

          پر (٩١٣ هـ ق – ١٥٠٦م) کال بابر د کندهار په نيولو بريالى شو ، خو تر  څو مياشتو وروسته بېرته شاه بيگ ارغوني هغه ونيو او بيا بابر پر ٩٢٦ هـ ق – ١٥٢٠م کال کندهار محاصره کړ ، خو دده په لښکرو باندې د تبې مرض راغى ، نو له همدې امله يې له شاه بيگ سره مصالحه وکړه او د ٩٢٦ هـ ق کال د رجب په مياشت ( د ١٥٢٠م جون مياشت ) کې کابل ته راغى .

          کله چې بابر په پنجاب کې د هند خوا ته روان و ، نو بابر ته احوال ورسېد ، چې شاه بيگ ارغوني د کندهار حکمران د بابر په متصرفه ځايونو باندې تعرض کړى دى او غزني او کندهار ته خطر متوجه شوى دى ، نو له همدې امله بابر ډېر زر کابل ته راغى . څنگه چې خان مېرزا په بدخشان کې مړ شوى و، بابر په ٩٢٧ هـ ق کال (١٥٢١م) خپل مشر زوى همايون د بدخشان د حکمران په توگه واستاوه او پخپله د کندهار پر لور وخوځېد او شاه بيگ يې په هغه ځاى کې محاصره کړ ، تر څو شاه بيگ مجبور شو او د شېخ ابو سعيد زوى پوراني (هروي) د مصالحې او معاهدې لپاره بابر ته واستاوه ، چې شاه بيگ دغه قرار داد ومني ، چې په راتلونکي کال کې کندهار بابر ته وسپاري . ددې معاهدې په مطابق کندهار ښار د ٩٢٨ هـ ق کال د شوال په ديارلسمه ، چې د ١٥٢٢ د دسمبر له لومړۍ نېټې سره برابره ده. د مير غياث الدين په وسيله د بابر دربار ته ولېږل شوه او شاه بيگ د شال (کوېټې ) ولايت ته په شا شو او د کندهار د ښار حکمراني د بابر له خوا دده زوى کامران ته وسپارل شوه او د بابر د حکمرانۍ پراخوالى د هلمند ترسيند پورې ورسېد . (١)

          ح: د شينوارو ، اپريدو او وزيرو په سيمو کې :

          د ١٥١٩م کال د مني په موسم کې بابر په درېيم ځل د پښتنو په مهم له کابل نه راروان شو او په خيبر راووتلو . دا ځل هغه بيا د يوسفزو په اراده راغلى و . که څه هم له يوسفزو سره د بابر خپلوي شوې وه، خو داسې معلومېږي چې دې طاقتورې قبيلې د بابر پړي ته غاړه نه ايښودله . بابر چې پېښور ته راغى ، نو د دله زاکو په مشوره يې د هشنغر د لوټلو فيصله وکړه ، خو د هشنغر د دولت د غلو د پرېوانۍ چې څومره صفت بابر ته شوى و ، د هغې په څلورمه برخه هم د بابر په لاس رانغلو . دا ځل هم بابر له يوسفزو سره لاس وانه چولو او يوه نوې اراده يې وکړه بابر د اپريدو او شينوارو د لوټلو په غرض روان شو . اپريدي او شينواري ، چې هر حمله کوونکى به د دوى له لاسه پوزې ته راغلى و ، په لومړي ځل د بابر دلاسه ډېر گډوډ شول . په دې مهم کې بابر د شينوارو يوه څانگه خضرخېل ولوټله او هم په دې مهم کې بابر د وزيرو نه درې سوه گډې د خراج په توگه واخيستلې ، خو داسې معلومېږي، چې شينوارو ، اپريدو او وزيرو بابر خپل ارمان پوره کولو ته پرېښود ، ځکه چې دې ته د بنگښو د مهم په شان دا ځل بيا د بدخشان په اړه بدبد خبرونه راورسېدل او هغه د پښتنو د غوږونو تاوولو پرته کابل ته په ستنېدو مجبور شو . په دې کې شک نشته ، چې د بابر دا مهم ، چې د پښتنو په ايل کولو کې کامياب نه شو ، خو بيا هم د بابر د پرله پسې تاختونو دومره اثر وشو ، چې وزير ، اپريدي او د پېښور قبايل د بابر د تاختونو نه په وېره کې پرې وتل . (٢)

ـ
          ١- ظهير الدين محمد بابر ، ٢٦-٢٧ مخونه .  

          ٢- پښتانه د تاريخ په رڼا کې ، ٤١٤ مخ .

          ط: بابر په پنجاب کې :

          بابر د ٩٢٥ هـ ق کال د صفر په ١٦مه د پنجشنبې په ورځ ، چې د ١٥١٩م کال د فبروۍ له ١٧ نېټې سره سمون خوري ، د ابهيراو کاټلنگ د کوتل له لارې د سند سيند خوا ته ځير شو او کله چې د سند له سيند څخه تېر شو ، دغه وخت د لومړي ځل لپاره يې د هند په خاوره پښه کېښودله او د پنجاب د بهيره ولايت يې په خپل تصرف کې راوست ، چې ددې ولايت د حاکم علي خان د دولت خان زوى و . بابر خپل پېغامونه د ملا مرشد ايلجي په واسطه د هندوستان پادشاه سلطان ابراهيم بن سلطان سکندر افغان ته او د لاهور حاکم دولت خان بن تاتار خان يوسف خېل افغان ته ولېږل او دغه ولايت، چې مخکې د ترکانو ( د تيمور اولادونو) پورې مربوط و ، ونيول شو او ددې ځاى خلکو د څلور سوه زرو شاهرخي ( تقريباً ٢٠ زره سترلنگ پونډ) د ورکولو په مقابل په امان کې پاتې شول او د ٩٢٥ هـ ق کال د ربيع الاول په پينځمه د دوشنبې په ورځ ( د ١٥١٩م کال د مارچ اوومه ) د بهيره ولايت يې هندو بيگ ته او د چناب ولايت يې حسين اکزاک ته تسليم کړ او ضمناً يې د گهکر په قبيلې باندې ، چې د سند او بهيره په مېنځ کې د کشمير تر غرونو پورې و ، حمله وکړه او د پرهاله د قصبې مرکز چې هلته تاتار گهکر او هاني گهکر حکمراني کوله ، له خزانو او مالونو سره چور او تالان کړل او د ٩٢٥ هـ ق کال د ربيع الاول په ١١ مه د يکشنبې په ورځ ( د ١٥١٩م کال د مارچ په ١٣ مه ) له بهيره څخه د کابل په لور روان شو او د بهيره او سند ترمنځ حکومت يې محمد علي جنگ ته وسپاره . بابر د پېښور له لارې خيبر درې ته او له هغه ځايه د گندمک له لارې تېر شو او د ٩٢٥ هـ ق کال د ربيع الاخر په مياشت  ( د ١٩١٥م کال په اپريل کې ) يې کابل ته ځان ورساوه او د کابل په ارگ کې يې د شراب څښلو مجلسونه جوړ کړل .

          بابر په کابل کې په عېش او نوش او د ښکلو ځايونو په گرځېدو مصروف و ، چې د يوې مياشتې تر تېرېدو وروسته د هندوستان افغانانو او د زمينداور خلکو د بهير ولايت ونيو . د بابر له خوا مقرر شوى حکمران هندو بيک يې له هغه ځايه وشاړه . هندو بيک د سند له لارې ځان کابل ته ورساوه او ملک شاه منصور يوسفزى او د سوات د قبيلې شپږ تنه مشران کابل ته راغلل او د ٩٢٥ هـ ق د جمادي الاخر په مياشت ( د ١٥١٩م کال د مى په مياشت ) بېرته خپلو ځايونو ته ولاړل او دوى د باجوړ او سوات ماليات شپږ خرواره شولې قبولې کړې ، چې بايد د بابر خزانې ته يې تحويل کړي . (١)

          بابر د ٩٢٦ هـ ق کال ( ١٥٣٠م کال ) په اواخرو کې د پنجاب په لاره کې بيا هغه افغانان قبايل ، چې د هغه د پرمختگ خنډ کېدل ، لوټ او تالان کړل او کله چې د سند له سيند څخه تېر شو ، هغو کسانو ته چې په بهيره کې دده پرخلاف پورته شوي وو او د هغه مامورين يې له هغه ځايه څخه شړلي وو، سخته سزا ورکړه او ځينې افغانان يې له دې ځاى څخه ووېستل او د سيالکوټ خوا ته ولاړ. ددې ځاى خلکو له مقابلې پرته د هغه اطاعت وکړ او په دې توگه دوى د خطر څخه خلاص شول ، خو د سيد پور خلکو له هغوى سره مقابله وکړه او وسلې ته يې لاس واچاوه .

          بابر په ډېر قهر و غضب دغه خلک قتل عام کړل ، ښځې او ماشومان يې اسيران او د خلکو ټول مالونه يې چور کړل . (٢)

 

ـ
          ١- ظهير الدين محمد بابر ، ٢٢-٢٣ مخونه .    

          ٢- ظهير الدين محمد بابر ، ٢٦ مخ .

          ددې مهم په دوران کې بابر ته په کابل باندې د کندهار د والي شاه بيگ د حملې اطلاع راورسېدله او هغه په ډېرې تندۍ کابل ته واپس شو . بابر چې کله کابل ته ورسېد ، نو د کندهار د فتح کولو اراده يې وکړه ، ځکه چې د کندهار د فتحې پرته هغه خپل ورکوټى رياست غير محفوظ گاڼه او په هند باندې هغه په تسلۍ سره تاختونه نشو کولاى . بابر د مناسبې تيارۍ نه پس په کندهار حمله وکړه او په ١٥٢٢م کال يې فتح کړو . شاه بيگ ارغون د کندهار نه سند ته وتښتېده او هلته يې په يوه سيمه خپل رياست قايم کړو ، خو سمدستي مړ شو او بابر د يو خطرناک دښمن نه بې غمه شو .

          ى : بابر په لاهور کې :

          بابر په ٩٢٩ هـ ق – ١٥٢٣م کال په خپل قلمرو کې د افغانانو په ايلولو بوخت وو . په دې وخت کې په هندوستان کې پېنځه مسلمان او دوه هندو حکمرانان موجود وو ، چې په لاندې ډول دي :

          ١- د ډهلي د لوديانو امپراتوري ، چې د پنجاب له بهيره څخه يې تر بهاره پوري پراخوالي درلود.

          ٢- سلطان محمد مظفر په گجرات کې .

          ٣- بهنميان په دکن کې .

          ٤- محمود خلجى بن ناصر په بالوه کې .

          ٥- نصرت شاه په بنگال کې .

          ٦- راجه بيجانگر .

          ٧- راناسنگا په چيتور کې .

          ددې حکمرانانو له جملې څخه د بابر لومړنى جنگ له لوديانو سره وو ، چې د دوى د حکمرانۍ قلمرو ترسند پورې رسېده او څرنگه چې بابر د لودي اميرانو له اختلاف څخه خبر و ، دغه فرصت يې غنيمت وگاڼه او پر ٩٣٠ هـ ق (١٥٢٤م) کال د سند له سيند څخه تېر شو او پر لاهور باندې يې حمله وکړه .

          که څه هم د پنجاب ځينې مقتدر افغانان لکه بهار خان ، مبارک خان لودي او بکمن خان لوحانى د لاهور په شپږ کورهي کې له بابر سره مامخ شول ، خو د ذکر شوي اميرانو اختلاف د دوى د شکست لامل شو . په دې ترتيب بابر لاهور ونيو او د هغه ځاى خلک يې قتل عام کړل . لاهور يې مير عبدالعزيز ته ، سيالکوټ يې خسرو گوکلتاش ته او ديبالپور يې بابا قشقه مغول او کلانور يې محمد علي تاجک ته وسپاره .

          بابر په دې سفر کې تر سرهنده پورې مخکې ولاړ او دولت خان لودي د لاهور حکمران ، چې د سلطان ابراهيم لودي د بغاوت څخه وروسته د بلوچو قبايلو ته پناه وړې وه ، سلطان پور ته واستاوه او سلطان علاءالدين د سلطان ابراهيم ورور ته يې د بابا قشقه تر ادارې لاندې په ديبالپور کې ځاى ورکړ.

          خو تر هغې وروسته چې بابر د کابل خوا ته حرکت وکړ او د سند سيند ته ورسېد ، دولت خان او د هغه زوى غازي خان ، سلطان علاءالدين او بابا قشقه له ديبالپور څخه وشړل او پېنځه زره افغانان يې د سيالکوټ د نيولو لپاره ولېږل ، چې مير عبدالعزيز د لاهور حکمران هغوى ته ماته ورکړه ( ٩٣١هـ ق – ١٥٢٥) (١)

          بابر پر ١٥٢٤م کال کې د سند له سيند څخه تېر شو او په لاهور باندې يې حمله وکړه . بابر نـــــژدې

ـ
          ١- ظهير الدين محمد بابر ، ٢٧-٢٨ مخونه .

  شل کاله يواځې په افغانستان کې پاتې شو او بيا کله په هندوستان او کله په افغانستان کې و . دې په دغه موده کې په افغانستان کې ډېر جنگونه وکړل ، ډېر افغانان يې ووژل او د هغو له کوپړيو څخه يې منارونه جوړ کړل او ددې ترڅنگ يې په کابل او د کابل په شاوخوا کې ځينې باغونه ، بندونه او ودانۍ هم جوړې کړي دي ، چې په دې برخه کې ددې تاريخي آبداتو په باره کې چې د بابر په زمانه کې په کابل او ځينو نورو ولايتونو کې جوړ شوي دي ، په لنډ ډول يو څه معلومات وړاندې کوم .

          د کابل ( د بابر بڼ ) ، د کندهار ( چهل زينه ) ، د استالف ښکلى او سمسور باغ او نور ډېر زيات فرهنگي او تاريخي آبدات ( کاريزونه او کانالونه ) ، د بابر په دوران کې او دده په فعال گډون سره جوړ شوي وو .

          د پوهاند حبيبي صاحب له معلوماتو سره سم د بابر په زمانه کې او دده په فعال گډون دا لاندې تاريخي او فرهنگي آبدات جوړ شوي دي :

          د غزني ( بند سلطان ) ، د ننگرهار ولايت کې ( باغ صفا ) چې اوس ددې باغ څېرمه کلي ته (چهارباغ صفا) وايي . د آدينه پور په شاوخوا کې (باغ وفا) ، کابل او شاوخوا سيمو کې (باغ نوروزي، بوستان سراى ، چهارباغ ، باغ بهشت ، باغ بنفشه ، باغ نور ، باغ گل کنه ، باغ خلوت ، باغ صورت خانه ) او داسې نور . . .

          د کابل ښار اوسېدونکي اوس هم په دې باور دي ، چې د ابن سينا اوسنى روغتون تر شا يو ځاى و، چې (تخت بابر ) نومېده . په دې کې يو لوى باغ موقعيت درلود ، چې په مخ کې يې د (صفه سنگي) په نامه د بابر د مجلس ځاى و او د همدې صفې په څنگ کې يو ډنډوکى و ، چې د همدغه ډنډوکي په يوه څنډه کې د بابر له شعرونو څخه يو بيت په دري ژبه حکاکي شوى و :

نوروز و نوبهار و مى و دلبرى خوش است

بابر به عيش کوش که عالم دوباره نيـست

          د بابر په (تزوک) يانې (بابرنامه) کې د افغانستان د پښتنو ، تاجکانو ، بلوڅانو ، نورستانيانو، پشه يانو، اوزبکانو ، ترکمنانو او نور اقوامو او قبايلو د ژوند په اړه تاريخي ، جغرافيايي ، اجتماعي، سياسي او فرهنگي خورا مهم او ارزښتناک معلومات ورکړ شوي دي . په افغانستان کې د بابر له تاريخي او فرهنگي آبداتو څخه يو هم د کندهار مشهور (چهل زينه ) ده . د کندهار ولس ته او دغه راز د افغانستان ښاغلو پوهانو ته بهتره معلومه ده ، چې (چهل زينه ) د کندهار ښار د (سرپوزې) په سيمه کې واقع ده . په سرپوزه کې يو وړوکى غر کوهک دى ، چې له ځمکې څخه تر سرپورې په بره کې تقريباً څلوېښت زينې جوړې شوي دي . د (چهل زينه ) له جگو ځايو څخه ټول کندهار او د هغه په شاوخوا کې پراته ښکلي باغونه او راغونه ، سمسور او مېوه لرونکي ځايونه او ښکلي مناظر خورا په ښه او څرگند ډول ليدل کيږي . د کندهاريانو په قول دغه آبده بابر په ځانگړي ډول د خپلې مور لپاره جوړه کړې وه . هغه وخت چې بابر له خپلې مور سره له کابل څخه کندهار ته راته ، نو دده مور به کله کله سرپوزې ته راتله او د ( چهل زينې ) له سر څخه به يې ټول کندهار او د هغه شاوخوا ښکلو سيمو ننداره کوله . تر اوسه پورې (چهل زينې) د کندهار د شريفو خلکو د استراحت ښکلى او په زړه پورې ځاى شمېرل کېږي . (١)

ـ
          ١- مجموعه مقالات سيمينار بابر ، اکادمى علوم افغانستان ١٣٦٣ ، ٥٦-٥٧ مخونه .

          د بابر د باغ صفاء او د هغه د موقعيت په اړه سرمحقق عبدالله بختانى خدمتگار په خپل تاليف (احوال و آثار مېرزا عبدالرحيم رحيمي ) کې ليکلي دي :

          ( که موږ د ننگرهار ولايت له مرکز جلال آباد ښار څخه په پخوانۍ لويه لاره د غرب په لور د غوچک او بختان له قريو څخه تېر شو ، نو چهارباغ صفاء ته رسېږو . د همدې لويې لارې په اوږدو کې د چهارباغ صفاء د حضرت صاحب د جومات له مخې څخه د لويديځ خوا ته دغه لار د محل د کوڅې بڼه نيولې ده او مستقيماً په ښار کې تېرېږي . د ښار نه د باندې څو قدمه وړاندې په ښي لاس شمال خوا ته يو پخوانى وړوکى جومات شته ، چې (مسجد سمنت) نومېږي . د همدې جومات شمال ته يوه هديره ده ، چې په هغې کې د حضرت خليفه قاسم قاسمي مزار دى ، چې د هغه ارادتمندان زيارت ته ورځي . د هغه د مزار ترڅنگ د نوموړي خليفه صاحب جومات او خانقاء ده . د خليفه صاحب له هديرې سره نښتې په لويديځه خوا کې د حضرت جي صاحب هديره ده . په همدې برخه کې په کيڼ اړخ جنوب ته لويه لاره ده او د لارې نه آخوا ته د بابر باغ موقعيت لري او دا هماغه باغ دى ، چې د مورخانو په يادونو کې باغ صفاء نوميږي او د ظهير الدين محمد بابر شاه له خوا د کابل د پخوانۍ لويې لارې ترڅنگ جوړ شوى و . دغه پخوانۍ لار لکه څنگه چې وويل شو ، د بابر د باغ او د پاس ذکر شوو هديرو ترمنځ تېرېږي او اوس د يوې لويې لارې په توگه د خلکو د تگ راتگ لاره ده او خلک يې (راه کلان ) يا (لويه لاره ) بولي ، چې يو وخت د پادشاهانو د موکب او د تجارتي کاروانونو لويه لاره ده .

          باغ بابر اوس د يوې سمسورې او حاصل لرونکې کروندې په توگه تر استفادې لاندې ده او د بابر باچا د کېناستو ځاى د هغه صفه د گچ يو حوض او د خرماوو درې ونې د گورگاني کورنۍ د دغه پادشاه د يادگار په توگه اوس هم شته او د حال په ژبه د فاني دنيا د دورونو له اوښتونونو څخه حکايت او شکايت کوي .) (١)

          له جلال آباد څخه تر (باغ صفاء) او د (چهارباغ صفاء) تر ښارگي پورې درې کروه لاره ده . (٢)

ـ
          ١- سرمحقق عبدالله بختانى خدمتگار (احوال و آثار ميرزا عبدالرحيم رحيمي ) ، څلورم چاپ ، پېښور ١٣٨٠هـ ش ، ٦-٧ مخونه .

          ٢- ( د باور باور ) د شعرونو پر مجموعې باندې د سرمحقق عبدالله بختاني خدمتگار سريزه ، پېښور ١٣٧٩ هـ ش ، ١-٢ مخونه .