Jjmklk

په هند کې د شهاب الدین محمد

09.12.2010 16:36

په هند کې د شهاب الدین محمد

( شاه جهان ) پاچاهي

(( ۱۰۳۷ – ۱۰۶۹ هـ ق ))

(( ۱۶۲۷ – ۱۶۵۸ م ))—څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار

          ابوالمظفر نورالدین جهانگیر په ۱۶۲۷م – ۱۰۳۷ هـ ق کال کې وفات شو ، او له هغه وروسته يې زوی  شهزاده خرم د شاه جهان په نوم د ډهلي پر تخت کښیناست ، کله چې دی پاچا شو غوښتل يې ، د پښتنو په برخه کې د خپل پلار سیاست او پالیسي تعقیب کړي او پښتانه خوشحاله وساتي او د هغوی په واسطه پخپله امپراتورۍ کې امن قایم کړي . د شاه جهان د پاچاکیدو او د هغه د پالیسۍ په اړه ډاکټر محمد عبدالرحیم لیکي : (( امپراتور جهانگیر په ۱۶۲۷م کال کې مړ شو . شاه جهان چې په دغه وخت د دکن په جونایر کې و د خپل پلار د مرگ په اوریدو يې سمدستی ځان امپراتور اعلان کړ ، او هیله یې داوه چې د تاج او تخت د نورو رقیبانو پر ضد د دکن د مقتدره او با نفوذه و اسیرای ( خان جهان لودي ) زړه په لاس راوړي او د هغه همکاری ځانته جلب کړي . ده خپل  خصوصي نماینده ( جهان نثار خان ) له یو فرمان سره چې په هغه کې یې دده اوسنۍ وظیفه  ( د دکن د واسیرای په توگه )تایید او منظور کړی وه ، خان جهان لودي ته واستاوه ، خو خان جهان له شاه جهان سره له مرستي  ډډه وکړه .

          شاه جهان د خپل سلطنت په لومړیو کلونو کې  ( ۱۶۲۷م – ۱۶۳۱م ) غوښتل ، چې د پښتنو په نسبت د خپل پلار پخلا کوونکي پالیسي غوره کړي . دغه کار چې ده خان جهان ته بیا د دکن د حکومت چاري ورپه غاړه کړې د دغه حقیقت پوره څرگند  وی کیدای شي . او په همدې توگه یې د خان جهان پخوانۍ رتبه بیا منظور کړه ( ٦٧ ) .

          کله چې شاه جهان پاچا شو ، د هغه د پاچاهۍ په پیل کې د ډیرو بریالیتوبونو په څنگ کې ډیرې ستونزې هم موجودې وې . تر دې وخت پورې د مغولو په امپراتوري کې د پښتنو او نورو قومونو آزادی بخښونکی غورځنگونه جریان درلود ، د پښتنو په سیمو کې د روښانیانو غورځنگونه د عبدالقادر روښاني په مشرۍ روان وو . د هند په مختلفو سیمو کې شورشونه او بغاوتونه جاري و ، همدارنگه دسیمې زبر ځواک دولتونه لکه د ایران صفوي حکومت اوتوراني حکمرانانو کندهار ، بلخ ، بخارا اوبدخشان تر گواښونو لاندې نیولي و .       

          کله چې شاه جهان واک ته ورسیدنو په لومړی سر کې يې غوښتل چې کندهار د صفویانو څخه ونیسی او همدارنگه بلخ او بخارا د توراني حکمرانانو له منگولو  خلاص کړي ، نو هغه د خپلې پاچاهۍ په لومړي سرکې دغو سیمو ته لښکر کشي وکړه ، چې ددغو لښکرو کشیو په اړه محمد حیات خان داسي لیکلي دي : (( ... هغه د خپل سلطنت په پیل کې شهزاده دارا شکوه د کندهار دنیولو لپاره راولیږه ، لومړی يې په افغانستان کې څو یاغي سیمې ایل کړې ، مگر ډیر ژر د هندوستان د عیاشۍ بزمونه ورپه یاد شول او سره له ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

    ( ٦٧ ) – ډاکتر محمد عبدالرحیم – په هندوستان کې د افغانانو تاریخ – ژباړن : پوهاند محمد حسن ضمیر صافی – کابل – ۱۳۶۳ هـ ل – ( ۲۱۵ - ۲۱۸ مخونه ) .

دې چې غزني ته رسیدلی او هم یې د ایران پاچا د مړینې خبر اوریدلی و ، مگر سره له دې هم بیرته هندوستان ته ستون شو ، په دریم کال د شهزاده مراد بخش

په سردارۍ او د علي مردان خان ، اصالت خان او بهادر خان په قوماندانۍ یو لښکر د بلخ دنیولو لپاره د نذر محمد خان اوزبک سره د مرستې په نامه د افغانستان په لور راولیږه ، کله چې شهزاده پیښور ته راورسیده نو خلیل ، مومند ، گگیاڼي ، محمد زي ، اپریدي ، خټک او اورکزي پښتنو څخه یې هم ایله جاري ( حشري ) سپاره او پلي پوځونه راټول او د کابل له لوري د هندوکش په خوا روان شو ، خو د واورې د اورښت ، اذوقې او نورو ضروري موادو نه کموالي له امله دغه پوځ ډیرې ربړې وگالې ، په دغه وخت کې یو سیر غله چاحتی په یوه روپۍ هم سپاهیانو ته نه ورکوله ، د نذر محمد خان زوی خسرو سلطان هم ددغه لښکر سره یوځای شو ، کله چې دغه پوځ بی له کومې مقابلې د بلخ ښارته ورننوت نو شاهي امراو داسې فیصله وکړه ، چې په دغه ځای کې دی سکه او خطبه د شاه جهان په نوم جاري کړای شي ، نو څرنگه چې دوی ښارته ور داخل شول ، نو داسې جار یې وواهه چې دلته دشاه جهان د پاچاهۍ  حکم چلیږي ، کله چې دغه خبر نذر محمد خان واورید، چې د مرستی په ځای دوی د هغه ملک نیولی و نوهک حیران شو ، نو د ځان د خلاصون لپاره ایران ته وتښتیده او دغه غزل يې د ایران پاچا ته ولیکه :

                تاج از هدهد ما زاغ ربوده است به مكر           من به درگـــــاه تو ای شاه ازان آمــــده ام                                                                                

          شاه جهان د شاهزاده مراد بخش دغه سست انتظام خوښ نه شو او شهزاده اورنگ زیب ته یې امر وکړ چې دهماغه لښکر په واسطه بخارا ونیسي ، ددغه امر سره هم اورنگ زیب د بخارا د نیولو په نیت رهي شو ، مگر د ازبکو دقوم یرغلونه ورباندې پیل شول او ددغو یرغلونو څخه تر هغه اندازې په تنگ شو ، چې حتی په بلخ کې اوسیدل هم ورته گران شول ، دښمن ورځ په ورځ غښتلی کیده ترڅو په پای کې امیرالامراء علیمردان خان نذر محمد خان له ایران څخه را وغوښت او عذر یی ورته وکړ او بلخ یې بیرته هغه ته وسپاره او شاهي لښکرې بیرته کابل ته راستنې شوی ( ٦٨ ) .

          د شاه جهان د پاچاهي پر وخت په گورگاني  امپراتوري کې ډول ډول بحرانونه مینځ ته راغلي وو ، چې دغه بحرانونو په څو برخو کې پرمختگ کاوه ، چې د دغو بحرانونو څخه یو هم د هغه دولت قوي کیدل وو ، چی هر وخت او په دوامداره توگه د گورگاني  امپراتورۍ سره په جنگ جگړو کې اخته وو ، بل د امپراتورۍ په مینځ کې بغاوتونه او نهضتونه و ، چې ورځ په ورځ زیاتیدل ، بل بحران د گورگاني  کورنۍ خپل مینځي اختلافات وو،چې په دغه وخت کې خپل اوج ته رسیدلي واو دقدرت او حاکمیت پرسر په  جگـړو،  

د سیسو او وژلو کې مصروف وو . د شاه جهان په وخت کې د گورگاني  حکمرانانو ددغو کورنیو اختلافاتو په اړه محمد حیات خان لیکی : (( . . . . . په دغه وخت کې شاه جهان ډیر ناروغ شو ، کله چې دده زامنو دغه خبر واوریده نو د څلورو واړو یعنې دارالشکوه ، سلطان شجاع ، اورنگ زیب او مراد بخش ترمینځ شخړې رامنځ ته شوې او ددغو شخړو اور په هغه اندازه قوی و ، سره له دې چې شاه جهان جوړ شو ، بیا هم دغه اور مړنه شو ، اورنگ زیب چې تر ټولو زړه ورو تر ډیرو جگړو وروسته یې په خپلو وروڼو باندې غلبه وموندله  (٦٩) .

          څرنگه چې مخکې وویل شو د شاه جهان د دورې بله ستونزه او د حکومت بحران د کندهار پرسر جنگونه و ، چې د صفوي او گورگاني  حاکمانو تر مینځ په دوامداره توگه جاري وو . تر ۱۶۴۷م کال پور ی په کندهار کې د هند د گورگاني  حکومت دواکمانانو واکمني چلیده . ددې کال نه وروسته د صفوي دربار حاکم شاه عباس ثاني پریکړه وکړه ، چې کندهار ښار د هند د گورگاني  ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

  ( ٦٨ ) – محمد حیات خان – حیات افغانی – لومړی ټوک – کابل – ۱۳۷۰ هـ ل – ( ۱۱۵ – ۱۱۶ مخونه .

    ( ٦٩ ) – پورتنی اثر – ( ۱۱۶ مخ ) .

واکمنانو واخلي . ددې مقصد دپوره کولو لپاره لوی پوځی تیاری ونیول شو ،

چې په نتجه کې د کندهار ښار د گورگاني واکمنانو دواکمنۍ تر پای پورې د هغوی دلاسه ووت . ددی جنگونو او جگړو تفصیل میر غلام محمد غبار داسې بیانوي : (( په ۱۶۴۷م کال کې شاه عباس ثاني د پنځوس زر لښکرو سره پر کندهار باندې حمله وکړه او د دونیمو میاشتو محاصرې نه وروسته یې دغه ښار ونیو . بست او زمیند اور یې هم د کندهار سره یو ځای کړل . صفوي واکمنانو لس زره عسکر د مهراب په مشرۍ پر کندهارپریښودل او دوی دفراه ، هرات او مشهد له لارې واپس شول . په بل کال  اورنگ زیب د یو لوی  پوځ سره ، چې شمیر یې اویازره ته رسیده ، د کابل او غزني له  لاری نه کندهار ته ورسید ، په دې وخت کې شاه جهان هم کابل ته راغی . د بل لوري نه مهراب په کندهار کې د صفوي دولت حکمران په کلکه د کندهار څخه دفاع کوله . د  کندهار د ښار محاصرې څلور میاشتې دوام وکړ ، شاه جهان چې دغه حالت ولید د کابل څخه هند ته ولاړ او اورنگ زیب ته يې امر وکړ چې ملتان ته لاړ شي  .

          په ۱۶۵۰م کال کې شاه جهان د شپیتو زرو لښکرو سره چې څلویښت توپونه اولس جنگي پیلان ورسره وو  د اورنگ زیب په مشرۍ د سند او ملتان څخه د کندهار خواته ولیږه او شاه جهان بیا کابل ته راغی . دوه میاشتې او اته ورځې جگړې دوام وکړ ، مگر کندهار فتح نشو ، بیاژمی را ورسید ، شاه جهان د کابل څخه او اورنگ زیب له کندهار د هند په لورو خوځید .

          په بل کال یعنې ۱۶٥١م کې د اورنگ په ځای د هغه رقیب دارا شکوه د کندهار دنیولو لپاره مؤظف شو. هغه دیو زور ور لښکر سره روان شو، چې لاندې پر سونل او وسایل ورسره وو : اتیاتنه جگ پوړي افسران ، او یا زره پلي او سپاره عسکر ، پنځه سوه سقاوان ، درې  زره اوښان ، شپږ سوه پیلان ، څلور زره اور لرونکي هوایي غشي ، پنځه زره منه باروت ، پنځه سوه منه سرب، څلور پنځوس غټ او واړه توپونه او دیرش زره دانې مرمۍ . هغو د دغو قوتونو سره د کندهار ښار محاصره کړ .

          د کندهار خلک اوصفوي حاکم مهراب دپخوا په شان د کندهار څخه په کلکه دفاع وکړه . دې حملې او دفاع پنځه میاشتې دوام وکړ په اخر کې د هند گورگاني دولت د کندهار د نیولو څخه دتل لپاره نا امیده شو . د دارا شکوه لښکر د هند لوري ته وخوځید او کندهار په قطعي توگه د صفوي دولت تر ادارې لاندې پاتې شو )) ( ٧٠ ) .

          د پورتنیو څیړنو څخه څرگندیږی چې د کندهار ښار او د هغه شاوخوا سیمو څومره سیاسي ، نظامي ، اقتصادي او استراتیژیک ارزښت لري ، دا ارزښتونه یوازې د گورگاني واکمنۍ او دفارس صفوي واکمنۍ په زمانه کې نه وو ، بلکه دا ارزښتونه د میلاد څخه مخکې بیا تر منځنیو پیړیو پورې او دهغې زمانې نه تر اوسه پورې په خپل حال پاتي دي . ځکه چې د کندهار ښار په هره تاریخي دوره کې د جنوبي اسیا او منځنۍ اسیا او اروپایي هیوادونو ترمینځ یو تجارتي مرکز او تجارتی لاره ده . نو له همدی له امله په هره زمانه کې په دې سیمه کې زبر ځواکونه ددغه ښار دنیولو پرسر په رقابت کې وو . د گورگاني او صفوي واکمنانو د جگړو او جنگونو په نتیجه کې په دې سیمه کې مرکزي حکومت له مینځه ولاړ او افغانستان په عملي توگه دسیمې د زبر ځواکو ( صفوي ، گورگاني او توراني واکمنانو ) په مینځ کې تجزیه شو او په ډیرو سیمو کې ملوک الطوایفي  جوړه شوه . د همدې شرایطو لاندې د افغانستان د آزادۍ او خورو ورو سیمو او خلکو دیو ځای کولو لپاره دپښتنو  ملي او سیاسي غورځنگونه د میرویس خان او احمد خان په مشرۍ د گورگاني او صفوي حاکمانو پرضد مینځ ته راغلل ، چې په نتیجه کې گورگاني او صفوي واکمني ختمه او پرځای یې دپښتنو ملي او سیاسي حاکمیت ټینگ شو .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

    ( ٧٠) – غبار ، میر غلام محمد– افغانستان در مسیر تاریخ – ۱۳۴۶ هـ ش کابل – ( ۲۹۹ – ۳۰۰ مخونه )).

۱- دشاه جهان پرضد عمومي پاڅونونه

          شاه جهان په ۱۶۲۷م – ۱۰۳۷ هـ ق کال کې پاچا شو ، او تر ۱۶۵۸م – ۱۰۶۹ هـ ق کاله پورې يې ،چې نژدې یوویشت  کاله کیږي پاچاهي وکړه ، دده ټوله واکمني د شورشونو او غورځنگونو په ټکولو کې تیره شوه او د هغه دواکمنۍ دپای ته رسیدو اساسي علت د همدغو شورشونو له وجې و،چې دده دزوی اورنگ زیب لخوا پیل شوي وو . دهغه په زمانه کې بل مهم بغاوت د خان جهان لودي په مشرۍ بغاوت و،چې دشاه جهان واکمنۍ ته يې ډیر زیاتونه ورسول . همدارنگه د گورگانيانو پرضد روښاني نهضت دوام د عبداقادر په مشرۍ و ، اگر چې داغورزنگ په عملي شکل ناکام او پای ته ورسید، مگر په معنوي توگه هغه گورگاني  واکمنۍ ته ډیر شدید گوزارونه ورکړل . دپورتنیو غورځنگونو  پرته ځينې نورغورځنگونه او شورشونه د گورگاني امپراتورۍ په گوټ گوټ کې جاري و ، مثلاً په پنجاب کې د سکانو شورشونه ، په بنگال کې غلا او رهزني په دواب کې د دهقانانو شورشونه او نور .

          ددغو شوروشونو او غورځنگونو په اړه به په ځانله ځانله برخو کې  معلومات وړاندې شي .لومړی به د شاه جهان د زوی اورنگ زیب د فعالیتونو ، مخالفتونو او شوروشونو په اړه  معلومات وړاندې شي ، بیا به د خان جهان لودي د بغاوت په اړه ، اوبیا د گورگانيانو پر ضد د عبدالقادر په مشرۍ دروښاني نهضت د دوام په اړه  معلومات وړاندې شي . همدارنگه د نورو پاڅونونو په اړه، چې د امپراتورۍ په گوټ گوټ کې روان وو ، هم لنډه یادونه  وشي .

 

 

 

الف- د خپل پلار ((شاه جهان)) پرضد د اورنگ زیب فعالیتونه

          د گورگانی پاچاهانو ترمینځ  کورني اختلافات او  خپل منځي جنگونه او جگړې د جهانگیر د پاچاهي په زمانه کې پیل شوې وې ، چې د همدې کورنیو اختلافاتو په وجه شاه جهان د خپل پلار جهانگیر لخوا ډیره موده بنديا زولانه شوی و . دغه کورني اختلافات زیاتره د قدرت او پاچاهۍ په سرجریان درلودل ، چې د شاه جهان د پاچاهي په دوره کې خپل اوج ته ورسیدل . اورنگ زیب ، شجاع دارا شکوه او مراد بخش دشاه جهان زامن وو ، چې دوی هم خپل مینځ کې او هم له د خپل پلار شاه جهان سره دقدرت پر سر په تضاد کې وو ، او یو د بل پرضد يې دسیسې او توطیې کولې . د شاه جهان د پاچاهي په اخرو کلونو چې هغه سخت ناروغ و ، اورنگ زیب او د هغه نورو وروڼو د موقع نه گټه واخستله او د خپل پلار پر ضد يې بغاوت وکړ . اورنگ زیب د مخالفتونو او فعالیتونو او همدارنگه د شاه جهان د زامنو د کرکټر ، خوی ، لیاقت او اخلاقو په برخه کې دولافوز د (( تاریخ هند )) لیکوال په مفصله توگه معلومات وړاندې کړي دي ، چې دلته يې ځینی برخې  وړاندې کیږي : (( شاه جهان در پیری از پسران نا اهل و متمرد خودش صدمات زیاد دیده و قسمت اخیر عمرش برنج و اندوه گذشت . او چهار پسر داشت که عبارتند از : دارا، شجاع ، اورنگ زیب ، مراد و هریک از ایشان هدف منظوری که درزنده گی داشته این بود که تاج وتخت را خود شخصاً تصاحب نماید و بدینجهت دیگری را به نظر رقابت و عداوت وخصومت می دید . شاه جهان برای اینکه باین نزاع و دسیسه دسته بندی تاجای که ممکن است خاتمه داده باشد هریک را برای حکومت قطعه ای تعین نمود ، چنانکه دارا را به حکومت کابل وملتان منصوب داشت، ولی او در  حقیقت دربار را از دست نداد . شجاع به بنگال فرستاده شد و اورنگ زیب بحکومت دکن و مراد برای گجرات نامزد گردید . این تدبیر از یک فساد های فوری جلوگیری نموده ولی در عین حال وسایلی هم برای تعقیب نقشه و خیالی که داشتند بدست آنها داد ، چنانکه برای کشتن برادر ها آماده و مهیا ساخته بود .

          دارا برادر بزرگتر شجاع ، کریم النفس ، دارای فکر آزاد و حامی علم و ادب بود ، لیکن تند خو ، سرکش  و مغرور وخود پسند بود و از کسی پند نمی شنید و نیز بواسطه اینکه در عقاید و افکار مذهبی سست ولاقید بود مسلمان های با عقیده و متدین دربار همه با او مخالف بودند . میگویند مبلغین مسیحی وپندت های برهمن هر کدام در کیش خود اورا خیلی بیش از علمای مذهب خویش یک مستمع قدر دان و حق شناس و همدرد و مشفق یافته بودند . شجاع یکنفر سردار لایق وکافی و مدبر وزرنگ ونیز دارای نطق وبیان بوده است ،لیکن به واسطه افراط در هوس رانی بنیه و مزاجش را خراب کرده و شهامت وجسارت و قوتش را از دست داده بود . اورنگ زیب مردی بود محافظه کار و محیل و مخصوصاً در فن ریا وسالوسی ید طولانی داشت ، او برخلاف برادر بزرگش یک مسلمان قشری و خیلی خشک بوده است، خاصه در تعصب مذهبی هیچ طرف نسبت با او نبود و با همه این احوال جفا پیشه ، تند وعبوس ، بدگمان، حتی به نزدیکترین دوستان خود اعتماد نمی کرد . مراد بخش برادر کوچکتر از همه یک مــــــــــرد صاف دل ، شجاع ، سرباز منش، عاشق ورزش های بدنی ونیز اسیر باده بوده است و درعین حال در حب شهرت وجاه طلبی از برادر ها کمی نداشت ولی از حیسیت لیاقت و کفایت دون آن ها بوده است )) ( ٧١) .

          دپورتنیو څرگندونو څخه په واضح ډول معلومیږي ، چې شاه جهان خپلو زامنو ته د هغوی د ضرورت او لیاقت مطابق دندې ورکړې وې . مگر د دوی خو ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

    ( ٧١ ) – ث . ف . دولافوز – تاریخ هند – مترجم : سید محمد تقی فخر داعی گیلانی–۱۳۱۶ هـ ش – چاپخانه مجلس – ( ۱۶۱ – ۱۶۲ مخونه ) .

د خواهي او مغروري تر دې اندازې پورې زیاته وه چې دوی پخپل کور کې یو د بل پر ضد تر مرگه پورې مبارزې او جگړې کولې . گورگاني واکمنان ورځ په ورځ کمزوري کیدلو او بې اعتباره کیدلو اساسي علتونه د همدې ځای نه پیل شوي وو . تر کومې اندازې پورې چې دوی سره بې اتفاقه کیدل او یو د بل پرضد دریدل په هم هغه اندازه دوی کمزوري کیدل او د تجزیې او نابودۍ خواته تلل .

          د گورگاني واکمنانو د ماتې او کمزوري کیدلو او د دوی په دربار کې د بحران زیاتیدو اساسي علت په گورگاني دربار کې دشرابو څښلو،عیاشي زیاتیدل او د دوی د اسلامي عقایدو کمزورتیا وه ، چې دا عملونه په گورگاني دربار کې ورځ په ورځ زیاتیدل . ددغو عملونو په واسطه د دوی په مقابل کې د خلکو نفرت او کرکه زیاتیده او د خلکو پر وړاندې دوی بې اعتباره کیدل ،چې دا ټول عملونه د گورگاني واکمنانو دماتې او کمزور  سبب شو .

          په ۱۶۵۷م کال کې شاه جهان ناروغ شو ، ډیر ژر داسې گونگوسې خپرې شوې ، چې هغه مړ شوی دی . په دې وخت کې دشاه جهان څلورو زامنو د گورگانی امپراتورۍ په څلورو مهمو ایالاتو کې حکمرانان وو، هر یو یې غوښتل چې ځان امپراتور اعلان کړي ، مگر ډیر ژر دا خبره معلومه شوه چې شاه جهان ژوندی دی او مړ شوی نه دی ، سره له دې هم چې شاه جهان ژوندی دی او مړ شوی نه دی ، هم د شاه جهان زامنو يې په سر کې اورنگ زیب غوښتل ځان امپراتور  اعلان کړي . هغه ددې مقصد دسرته  رسولو لپاره د خپل پلار شاه جهان او نورو وروڼو په مقابل کې راپورته شو او په بغاوت او پاڅون يې پیل وکړ، اورنگ زیب ددې بغاوت او پاڅون په نتجه کې خپل پلار شاه جهان او ورور مراد بخش په زندان کې واچول . خپل بل ورور دارا شکوه يې اعدام کړ ، او بل ورور شجاع یې هم بندي کړ ، چې هغه ډیر ژر په بندیخانه کې مړ شو . په دې ترتیب سره هغه د خپلې کورنۍ ټول مشران او نامتو غړي بندیان اوله مینځه یوړل، په ۱۶۵۸م کال کې يې ځان د گورگاني امپراتورۍ د امپراتور په توگه اعلان کړ . ددغو جنگونو او جگړو تفصيل به  ددی فصل په بل عنوان کې په مفصله توگه وڅیړل شي .

ب : د خان جهان لودي پاڅون :

          د جهانگیر دواکمنۍ پر وخت خان جهان لودي د دکن د حکمران په توگه دنده سرته رسوله او د هغه په دربار کې د ډیر اعتبار خاوند سړی و . کله چې جهانگیر مړ شو ، شاه جهان د هغه پر ځای ځان د گورگاني امپراتورۍ واکمن اعلان کړ ، د هغه نظر د خان جهان لودي په اړه داو ،چې هغه له دی سره همکاري وکړي ، مگر خان جهان لودي له شاه جهان سره له دغسې همکارۍ نه ډډه وکړه، ځکه چې په دې وخت کې د بابــــــري کورنۍ ترمینځ اختلافات موجود وو ، او د امپراتورۍ په مختلفو برخو کې شخړې روانې وې . ملکې نور جهان غوښتل ، چې د هغه زوم شهریار د امپراتور په حیث اعلان شی ، په بل لوري شاه جهان ځان د پاچا په حیث اعلان کړی و . نو خان جهان لودي په دې حساس وخت کې وغوښتل چې ترڅو پورې د امپراتورۍ سرنوشت معلوم نشي،دی به ځان بې طرفه وساتي . ډاکټر عبدالرحیم د خان جهان لودي او شاه جهان د مخالفتونو د عواملو او دهغو ترمينځ د نورو ستونزو په اړه لیکي : (( خان جهان لودي د شاه جهان څخه پدې خوابدی شو،چې هغه د سپه سالار لقب مهابت خان ته ورکړ . دی ( خان جهان لودی ) له دې نه وېرېده چې که چیرته شاه جهان امپراتور شي نو هغه به هرومرو د مهابت خان مقام او چت بوزي او په دې صورت کې به دده خپل مقام او اعتبار د امپراتورۍ په دربار کې له منځه ولاړ شي . خان جهان په دې ډیر خواشینی او خوابدی شو چې شاه جهان پرده باندې چې له ډیره وخته يې سره پیژندلی وو،ترجیح ورکړه . نو بنا پر دې خان جهان ونه غوښتل چې شاه جهان حمایه او تقویه کاندي او سربیره پردې خان جهان چې ولیدل ملکه نور جهانه غواړي ، چې خپل زوم شهریار او آصف خان ( د ملکه نور جهانې ورور) سره له نورو لښکري افسرانو غواړی چې ( داور بخش ) پرتخت کښینوي ، نو خان جهان گومان کاوه پدغه شخړه کې د شاه جهان د بریالیتوب چانس ډیر کم دی .

          د شاه جهان د جانشینۍ په اړه د خان جهان دښمنان شاه جهان سخت وپاراوه او یو لښکر یې د مهابت خان په مشرۍ ( مندو ) ته ، چې خان جهان خپله کورنۍ او سړي هلته پرې ایښي وو، واستاوه .

          کله چې خان جهان  د شاه جهان له دې اقدام نه خبر شو نو خپل دوستانه روابط یې له نظام الملک سره نور هم ټینگ کړل او د برهانپور د چاروواگې یې خپلو زامنو او سکندر خان دوتاڼي ته په لاس ورکړې او خپله دمندو په لور روان شو او په لار کې یې مالوا ددې ځای د نایب الحکومه مظفر خان معمورې چې د شاه جهان   طرفدارانو څخه و له لاسه ونیوله .

          که څه هم خان جهان له شاه جهان سره د جانشینۍ په مسله کې مرسته ونکړه . خو بالاخره شاه جهان بریالی شو او د امپراتورۍ پر تخت کښیناست .

          د ملکې نور جهان  کاندید ( شهریار ) ماتې وخوړه او ونیول شو ، او د داوربخش اعلان هم بې د آصف خان له حیلې او نیرنگه چې د خپل زوم په گټه یې اختراع کړی و بل څه نه و .

          خان جهان لودي پخپل غلط استنباط وپوهیده او وروسته د شاه جهان د تخت نشینۍ په مراسمو کې يې خپل وکیل له مناسبو سوغاتونو سره د شاه جهان دربار ته واستاوه . او امپراتور شاه جهان دی وباښه او بیرته یې د حکومتي چارو واگې په لاس ورکړې . شاه جهان د خپل سلطنت په لومړیو کالو کې ( ۱۶۲۷- ۱۶۳۱م ) غوښتل چې د افغانانو په نسبت د خپل پلار پخلاکوونکې پالیسي غوره کړي (٧٢) .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

    ( ٧٢ )- ډاکتر محمد عبدالرحیم – په هندوستان کې د افغانانو تاریخ – ژباړن : پوهاند محمد حسن ضمیر صافی – کابل پوهنتون – ۱۳۶۳ هـ ل – ( ۲۱۷ – ۲۱۸ مخونه ) .

          سره له دې چې خان جهان لودي د شاه جهان سره اختلافات درلودل او ددغو اختلافاتو سره سره هغه دشاه جهان لخوا وبخښل شو او بیرته دکن ته د حکمران په حیث مقرر شو ، مگر هغه پخوانی اعـــــــــتبار يې پاتې نشو .په دې وخت کې ډیرو دټیټو رتبو درباریانو ته ډیر عزت او اعتبار ورکول کیده،خو خان جهان لودي ته د پخــوا پــــه شــان توجه نه کیده .

همدارنگه دخان جهان د جاگیرونو څخه څو جاگیرونه نوروته ورکړل شو . لنډه دا چې خان جهان لودي د شاه جهان په دربار کې ورځ په ورځ بې اعتباره کیده ، د همدغه بې اعتبارۍ له وجې هغه د گورگانيانو پرضد بغاوت وکړ . د خان جهان لودی د بغاوت د پیل او د بغاوت د عواملو او همدارنگه د شاه جهان او خان جهان لودي د لومړنیو جنگونو په اړه ډاکتر میرمن ریتا جوشي داسې لیکي : (( باید دا ومنو چې د دربار اکثره چارې داسې وې د جهانگیر د دورې افسران او خانان یو څه ډاریدل او په ماغزو کې یې ویرې ځای نیولی و . نوې ادارې د تیرو خیانتونو او اداري فساد په اړه  پوښتنې او گرویږنې پیل کړې وې . او هغه چا چې له گډوډ حالت څخه ناوړه گټه اخستې   وه ، نیول کیدل . خان جهان لودي پخپله د شاه جهان د پلویانو لپاره په ادارو کې ځای لټاوه ، خان جهان لودي پخپله د شاه جهان په وړاندې تور  ( متهم ) و او داسې اوازی وې چې باید د دکن د بالا گهاټ د سیمې د لاسه وتلو په اړه محاکمه شي ، دغې خبرې دی مشوش کړی و او بالاخره یې پریکړه وکړه چې اگره پریږدي ، کله چې آصف خان په دې هکله خبر شو نو امپراتور ته یې راپور ورکړ  مخکې له دې چې شاه جهان دده دتیښتی مخه ونیسي ده د  (( ولیپور )) لار خپله کړه او پرهغه خوا رهي شو . داسې ویل کیږي ، چې په ۱۶۲۷م کال کې  دی له کوره ووت او داسلمونی یی ونیول داسې یې ویل : (( ای خدایه ! ته ښه پوهیږې چې زه خپل عزت د ساتلو لپاره ځم او زه په زړه کې پاک یم او بغاوت نه کوم )) واقعاً هم په وروستیو څو میاشتو کې یې د خپل عزت او پرستیژ لپاره کلکه مبارزه پیل کړې وه .

          خان جهان لودي د زیات شمیر پښتنو لخوا ملاتړ کیده،لکه حسین او عظمت ( دده دوه زامن )، شمس (دده زوم ) او دهغه دوه وروڼه محمد او محمود ( د علم خان لودي لمسیان ) بیهکن خان قریشي ، بهادر خان لودي ( د خان جهان لودی وراره ) بهادر خان روهیلا، دریاخان رو هیلا، ایمل خان ترین، سردار خان ، عزیز خان او کمال الدین ، له بلی خوا رشید خان انصاري ، امداد مومند ، حبیب سور ، مبارک خان نیازی، خان جهان کاکړ او ځینې نور د امپراتور پرخوا ولاړ وو او د بغاوت د ځپلو تکل یې کړی و .

          د اگرې تر پریښودلو وروسته خان جهان لودی له خپلوانو او ملگرو سره یو ځای دوپورته ورسید . شاه جهان د (( باړه سیدان )) او را جپوت منصبدارو گمارل ، چې د پښتنو باغیانو مخه ونیسي مظفر خان (باړه) راجه بتیال داس او ځینو نورو دوی په (( دولپور )) کې راونیول . دلته لنډ جنگ وشو چې په هغې کې حسین او عظمت ( د خان جهان لودی زامن ) ، شمس ( دده زوم ) او د هغه وروڼه محمد او علم خان لودي او شپیته کسه نورکسان ووژل شول . خان جهان لودي شخصاً د گورگانيانو پرضد جگړه وکړه او سخت ټپي شو . مگر بیا هم ده وکړای شول ، چې د جگړې له میدان څخه وتښتي او له چمبال سيند څخه تیر شو . څرنگه چې داوبو جریان ډیر قوی و ، دده حرم له وفا دارو نوکرانو سره پاتی شو . دی (( بنډل کنډ )) ته ننوت او د (( بیکرم جیست )) په مرسته (گونډوانا) ته ولاړ او هلته یې یو څه استراحت وکړ د (( بیدار )) له لارې د احمدنگر نظام شاهي پاچاهي ته ننوت . دلارې په اوږدوکې سکندر دوتاڼی د جالنا جاگیردار له ده سره یوځای شو او همدارنگه بهلوی میانه د پالاپور جاگیر دار هم ورسره ملگری شو . نظام شاه د هغه  هرکلی وکړ او پر ((سند)) یې کښیناوه او د شخصی مصرفونو لپاره یې روپۍ ورکړې او د بیر پرگنه یې ده

ته په تنخواه ورکړه )) ( ٧٣ ) .

          کله چې د (( دولپور)) په جنگ کې د خان جهان لودي دوه زامن ، زوم او ورور  سره له ډیرو نورو کسانو ووژل شول ، نو دغه بغاوت ډیر جدي وضعیت ونیو . له یوې خوا د گورگاني  واکمنانو ډیره پاملرنه دې ته وشوه ، چې دغه بغاوت ډیر ژر وځپي او نورو سیمو ته خپور نشي له بلې خوا خان جهان لودي دخپلو انډیوالانو او نورو گورگانيانو  ضد قوتونو سره لاس یوکړ او غوښتل يې چې ځانته یو مستقل حکومت جوړ کړي ، نورو پښتنو هم خان جهان لودي دې خبرې ته وهڅاوو، چې ځانته مستقل حکومت اعلان کړي . دخان جهان لودي او د گورگاني واکمنانو د وروستیو جنگونو او جگړو په اړه ډاکتر محمد عبدالرحیم لیکي : (( . . . . په هغه نښته کې چې په کال ۱۶۳۱م کې وشوه په نتجه کې ویکرا مجیست دریا خان رو هیله او د هغه زوی او یو شمیر نور پښتانه ووژل او خان جهان له خپلو یو څو تنو ملگرو سره له مرگه بچ شو.

          د دریا خان مرگ خان جهان لودي ته ډیر گران تمام شو او دی یې ضعیف کړ . گورگانیانو دی پل په پل تعقیب کړ او د ۱۶۳۱م کال د فبروري په دوهمه مظفر خان بړها په بهند نومې ځای کې ، چې د جهانسي په شمال ختیځ کې پروت دی خان جهان ته ماتې ورکړه . پدې جگړه کې خان جهان خپل زوی محمود او یو شمیر نور پښتانه له لاسه ورکړل او دی پخپله هم ټپی شو او له دې ځایه د کالنجر په لورو تښتید .

         سید احمد د کالنجر د کلا قوماندان پرده حمله وکړه او یو زیات شمیر پښتانه یې ووژل او د خان جهان زوی حسن یې ژوندی ونیو . خان جهان لودي له دې ځایه ساهند را ته چې ۲۰ کروهه د کالنجر شمال ته پروت وو تښتید.مظفر خان بړها او عبدالله خان سم دم ورپسی وو .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

( ٧٣ )- ډاکتر میرمن رتیا جوشی – افغانی سرداران او مغول – ژباړن : الحاج شیر محمد کریمی – پیښور – ۱۳۸۰ هـ ل – (۱۸۰- ۱۸۱ مخونه).

          خان جهان له هری خوانه د گورگانیانو لخوا محاصره شو او دتیښې لاره یې ورکه کړه . بد مرغۍ  او  نا امیدۍ دې ته اړه ويست چې له خپلو ډیرو لږ شمیر ملگرو سره ترهغو وجنگیږی چې مړه شي .

          د ۱۶۳۱م کال د فبروري په ۱۷ مه په ساهند راکې د بابریانو لویو مخکیني لښکر سره چې د مدهوسنگ تر مشرۍ لاندی و وجنگید . هوسنگ دی په یو غشي سخت ټپي کړ او دهغه زامن عزیز او ایمل یې ووژل . لدې نه مخکې چې مظفر خان او عبدالله خان د جگړې ډگر ته راورسیږي ، مدهوسنگ پښتنو ته ماتې ورکړې وه  او خان جهان لودي او د هغه د زامنو سرونه یې له تنې جلا کړي وو .

          بابري جنرالانو د دوی سرونه شاه جهان ته په برهانپور کې د مورخ خواجه کامگار په لاس واستول . دخان جهان سرد یو څو ورځو لپاره د برهانپور د کلا په دروازه ځوړند و او بیا د خپل پلار دولت خان لودي په گنبده کې ښخ کړی شو . د خان جهان لودي په مرگ په هندوستان کې د پښتنو د لاسه وتلې واکمنۍ د بیا تر لاسه کولو وروستۍ هڅه په نطفه کې له منځه ولاړه )) ( ٧٤ ) .         

          گورگاني پاچا جهانگیر ، خان جهان لودی د خپل زوی او اولادپه حیث گاڼه او ډیر صلاحیتونه او مهمې دندې يې ورکړى وې ، مگر د هغه له مرگ وروسته د هغه د زوی  ( شاه جهان ) دواکمنۍ په دوره کې هغه له خپلو زامنو ، او نژدې خپلوانو سره په شهادت ورسول شو . د خان جهان لودي له ځپلو وروسته د پښتنو ستر او مهم غورځنگونه په ظاهري او مؤقتي ډول پای ته ورسیدل ، مــــگر وروســــــته دا غــــورځنگونه بیــا سر او چتوي او د امپراتورۍ په مختلفو برخو کې گورگاني  واکمنانو ته جنجالونه او ستونزې پیدا کوي ، چې ددې غورځنگونو او شورشونو بیان لږ وروسته راځي .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

    ( ٧٤ ) – ډاکتر محمد عبدالرحیم – په هندوستان کې د افغانانو تاریخ – ژباړن : پوهاند محمد حسن ضمیر صافی – کابل پوهنتون ۱۳۶۳ هـ ش – ( ۲۲۷ مخ ) .

ج : د گورگانيانوپرضد د عبدالقادر په     مشرۍ دروښانی نهضت دوام

          کله چې په ۱۰۳۵ هـ ق – ۱۶۱۶م کال کې احداد د لواغر په جنگ کې په شهادت ورسید . له دی   وروسته د روښانیانو د غورځنگ رهبري دهغه زوی عبدالقادراو دهغه ښځه بي بي الايي پر غاړه واخستله . د دوو کلو جگړو او مبارزو وروسته عبدالقادر پخپل مرگ وفات شو او بي بي الایي او نور روښانیان شاه جهان ته وسپارل شو او شاه جهان دوی ته ځمکې او جاگیرونه ورکړل . د بي بي الایي  او عبدالقادر د جگړو اومبارزو په اړه عبدالاکبر خان اکبر په خپل کتاب  ((روښانیان د مغلو تاریکیان )) کې داسې یادونه کوي : (( د شاه جهان د پاچاهي یوکال شوی و ، مظفر خان د پیښور نه کابل ته د خیبر په لاره روان و . دده اراده د درې اورکزي او افریدي رعیت کول وو ، د عبدالقادر خان روښاني مور بي بي الایي  ټول افریدي، ورکزي او خپل مریدان را جمع کړل . د مظفر خان په فوځ یې حمله وکړه . سیوا دیوې زنانه څخه نور ټول فوځ یې قتل کړ ، هغه زنانه هم د نایب الحکومه سید خان په برکت را خلاصه شوه . ټوله خزانه ولوټلی شوه . د عبدالقادر خان او بي بي الایې حوصله نوره هم زیاته شوه . په قبيلو او ټول سرحد کې دگورگانيانودحکومت پرخلاف تحریکونه زیات شو.

          د عبدالقادر خان د مشرۍ لاندې سیوا د خلیلو ، مهمندو او د خوشحال خان د پلار شهباز خان څخه نور ټول پښتانه خیلونه ، بنوسي افریدي ، اورکزي ، یوسف زي ، محمدزی ، ځاځي ، مسعود ، توري او وزیر ټول په عالم گودر باړه را جمع شو ، په پیښور يې حمله وکړه ، او پیښور يې قبضه کړه ، د گورگانيانو  فوځ محصور شو او ډیر قتل شو ، د کوهاټ نایب الحکومه د پیښور د فوځ امداد له راورسید . اول عبدالقادر او د هغه ملگرو د هغه مقابله وکړه . ولې هر خیل دا غوښته ، چې د کامیابې فتحې نوم دې زما وشي . عبدالقادر په بعضې خیلونو بدگمانه شو ، چې هسې نه د گورگانيانو  سره ساز باز ونکړي د شپې شپې سره د خپلو مریدانو غره ته روان شو . په دې وجه گړ بړ پیدا شو . اکثر خلق په ښار کې د ویرې گرزیدل ، چې سید خان بنگښ پرې حمله وکړه ، او ډیر خلق یې په بازارونو ، کوڅو کې قتل کړه . په دې کې ډیر گگیاڼي یو سفزي قتل شوي وو . ددې نه پس د گورگانيانو  حکومت مضبوط شو . عبدالقادر  پخپل مرگ مړ شو . بي بي الایې دهغې ورور عبدالرشید خان اونور ډیر روښاني خلق سیدخان نایب الحکومه  شاه جهان ته پیش کړه . هغه دوی په ډیر عزت دکن ته ولیږل . ډیر جاگیرونه یې ورله ورکړل)) ( ٧٥ ) .

          د عبدالقادر له مرگ وروسته د روښانیانو نهضت د یوسف اپریدي او هزار سیر ورکزي لخوا رهبري کیده . مگر د دوی مبارزې هم ډیر زر پای ته ورسیدلې . دروښانیانو د مبارزې د پای ته رسیدو په برخه کـــې په تاریخ مرصع کې داسې راغلي دي : (( . . . . گورگانيانو  بیا لښکر کشي په تیرا په احدادیانو پسې وکړه ، یوسف افریدي ، هزار سیر  ورکزي ، چې دا دواړه د احدادیانو سرداران وو ، جنگونه جدلونه ډیر وشول . دا یوسف افریدی هسې بهادر ځوان و ، چې د احدادیانو په لښکر کې په میړانه دده ثاني څوک نه وه . په قول په قرار راوستل . هزاری هزاری منصب یې دواړوته ورکړ . پادشاه په حضور وبلل . وطن یې پاني پت څخه ورکړ ، اوس سن هجری زر سل درویشت دی ، هغه وطن د دوی د اولادې په تصرف دی )) ( ٧٦ ) .

          د بایزید روښان د اولادې له جملې څخه یو هم د بایزید روښان لمسی او د ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

    ( ٧٥ ) – عبدالاکبر خان اکبر – روښانیان د مغولو تاریکیان – پیښور ( ۵۵ مخ ) .     

    ( ٧٦ ) – افضل خان خټک – تاریخ مرصع – پیښور ( ۲۵۴ مخ ) .

جلال الدین  کشر زوی کریم داد خان دی ، چې د روښانیانو د مبارزو په پای کې د گورگاني  حاکمانو لخوا په شهادت ورسید . د کریم دادخان او د روښانیانو د مبارزو د پای ته رسیدو په اړه محمد اکبر کرگر داسې څرگندونې کړي دي :           ((د افغانانو په تاریخ کې د روښاني غورځنگ له مینځه تلل او سقوط د ځینو مورخینو لخوا زمونږ د تاریخ  یوه تراژیدي بلل شوې ده . په ۱۶۳۶م کال کې،کله چې گورگاني  حاکمانو بي بي الایی اوعبدالقادر په چالاکی سره ونیول ، عبدالقادر لږ وخت وروسته وفات شو، ځینې مورخین په دې باور دي، چې ممکن مسموم کړی شوی وي . بي بي الایي د ځینو دوستانو سره یو ځای هند ته ولیږل شوه . د پاڅون مشرانو ته د گورگانيانو  دربار لخوا دبډو ، رشوت او همدارنگه د هغوی د تطمیع لپاره هر ډول وعدې ورکړل شوې چې ، نور له  مبارزې نه لاس واخلي .

          ددغه غورځنگ مشرانو ته نوکرۍ ورکړل شوې . د هندوستان نورو لیري سیمو ته ولیږل شول ، هلته د لویو لویو جاگیرونو خاوندان شول ، د مثال په ډول اپریدیو ، یوسف زیو ، اورکزیو په پاتي پت کې جاگیرونه واخیستل .

          د بایزید انصاري له اولادې وروستی سړی ، چې ددغه غورځنگ لارښوونه یې په غاړه واخیسته ، کریم دا د خان د جلال الدین کشر زوی و . د دیر شو کلونو په وروستیو شپو ورځو کې گورگاني  قوتونو بنگښ لوټ کړل . کریم داد خان یې ونیو او په دار یې وځړاوه .

          روښاني نهضت د پښتنو د تاریخ یوه ډیره ځلانده دوره وه ، ولې په عین حال کې د تراژیدي پاڼه هم وه . دې نهضت د پښتني اجتماع په راتلونکي انکشاف د پښتنو په ملي شعور او د دوی د کلتور په وده او انکشاف باندې بې ساری تاثیر درلود)) ( ٧٧ ) .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

    ( ٧٧ ) – کرگر محمد اکبر – په حالنامه کې د بایزید روښان عرفانی او فلسفی څیره – کابل ۱۳۶۳ هـ ل –  (۱۸۵ مخ ) .

          د گورگاني  واکمنۍ پرضد د نورو غورځنگونو ترڅنگ د روښانیانو ملي غورځنگ د گورگاني  دریو غښتیلو واکمنانو یعنې جلال الدین اکبر ، جهانگیر او شاه جهان دواکمنۍ په دوران کې دوام وکړ ، اگر چې په دې ملې غورځنگ کې روښانیانو بری ونه موند او ډیر مالي او ځاني تلفات يې ولیدل ، مگر دا یې په اثبات ورساوله ، چې دوی یعنې گورگاني  حکومت متجاوزین دي او د پردى ملکونه یې په زور لاندې کړي دي او خپل اقتدار په زور ساتي ، نو دې وضعې خلکو ته داروحیه پیدا کړه ، چې د دوی په مقابل کې باید دامبارزه دوام داره وساتي نو له همدې کبله دروښانیانو دغورځنگ دپای ته رسیدوسره د گورگانيانو   پرضد نور  حرکتونه او غورځنگونه پیدا شول چې په اخر کې دغه غورځنگونو گورگاني  واکمني په دغه سیمه کې پای ته ورسوله .

          د روښانیانو له نهضت  پرته نورغور ځنگونه هم د گورگاني  واکمنانو پرضد په ځانگړي ډول د شاه جهان پرضد روان وو . دروښانیانو د مبارزو د پای ته رسیدو سره سم د پښتنو نور غورځنگونه او مبارزې پیل شوې لکه په ۱۰۴۰هـ ق – ۱۶۳۰ م کال کې په کالنجر کې د خان جهان لودي جنگونه د شاه جهان سره پیل شو او همدارنگه په ۱۰۴۹ هـ ق کال کې د کندهار په گر مسیر کې دلوی احمد شاه بابا نیکه ملک او دل خان په کندهار کې گورگاني  واکمنانو ته ډیر زیانونه ورسول . ددغو دواړو پښتنو مبارزینو د مبارزو په اړه ارکانحرب علی احمد جلالي په خپل کتاب (( تاریخ افغانستان از نگاه عسکري )) کې داسې لیکلي دي : (( خان جهان لودي یو له هغه پښتنو سردارانو څخه شمیرل کیږي چې نژدې دوه کاله په څو جنگونو کې د شاه جهان پر عسکرو يې بری موندلی و او د هغه دا حرکت د پښتنو لپاره

 

ښه مثال شو . اگر چې هغه په ۱۰۴۰هـ ق – ۱۶۳۰م کال کې په کالنجر کې د جنگ په میدان کې د پښتنو دبیا را ژوندي کولو لپاره خپل سرو نه بایلل،مگرپه زرگونو پښتانه ځوانان هغه مقصد ته چې ده په زړه کې درلودل د دوی پام ورته د ځان خواته جلب کړ .

          د شاه جهان د پاچاهي په دوران کې د کندهار په گر میسر کې ددې ځای حکمران ملک اودل په ۱۰۴۹هـ ق کال کې په کندهار کې د گورگاني  دولت لښکریانو او مامورینو ته ډیر زیانونه ورسول او په اخر کې د خپل هیواد د آزادۍ په لاره کې په شهادت ورسیدل . په دې ترتیب سره د شاه جهان د پاچاهۍ تر آخرو وختونو پورې د پښتنو آزادي غوښتونکي غورځنگونه په لوړه او ټیټه کچه په هرلور کې پیل شو او دغه غورځنگونه تر څو پورې ، چې اورنگ زیب قدرت ته ورسیږي داسې بڼه اختيار کړه ، چې د گورگاني  امپراتورۍ ټوله توجه يې ځانته را جلب کړه )) ( ٧٨ ) .

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

( ٧٨) – جلالی – علی احمد – تاریخ افغانستان از نگاه عسکری – کابل – د ۱۳۴۷ هـ ل کال د قوس میاشت – ( ۹۸ مخ ) .

۲- د پښتنو سره د شاه جهان اړیکې

          د شاه جهان دواکمنۍ په لومړیو وختونو کې په گورگاني  کورنۍ کې د قدرت او حاکمیت پرسر ډیر اختلافات موجود وو، چې وړاندې يې یادونه وشوه . ددغو اختلافاتو په وجه هم گورگاني  کورنۍ په ډلو ټپلو  وویشل شوه

او هم د هغوى نظامي او ملکي مامورین په ډلو او گروپونو باندې تقسیم شو، چې په دغو ملکي او نظامي مامورینو کې پښتانه هم شامل وو . دواکمنۍ پرسر په دغو شخړو کې ځینې پښتانه دشاه جهان له خوا ونیول شو او ځینې نورو د هغه د مخالفینو طرفداري وکړه او ځینې پښتانه پکې بې طرفه پاتې شو، کله چې شاه جهان خپل نامتو مخالفین ختم کړل او عام وتام حاکمیت يې تر لاسه کړ، په دې وخت کې هغه د پښتنو په اړه د خپل پلار پالیسي غوره کړه ، ټول هغه پښتانه ، چې د هغه مخالف ویا موافق او یا په شخړو کې بې طرف وو ټول وبښل شو او پښتنو سردارانو ته منصبونه اودندې ورکړل شوې . چې په دغو سردارانو کې خان جهان لودي هم شامل و ، مگر خان جهان لودي ډیر ژر بغاوت وکړ او په جنگونو کې اخته شو ، له دغه بغاوت  وروسته يې نفوذ او اعتبار په گورگاني  دربار  ورځ په ورځ په کمیدو کې شو . سره له دې چې ډیرو پښتنو د شاه جهان لپاره غوره خدمتونه وکړل ، مگر سره له دې هم د پښتنو حاکمیت مخ په زوال روان و . د شاه جهان سره  د پښتنو د دغو اړیکو په اړه ډاکتر محمد عبدالرحیم ليکي : دخان جهان لودي په بغاوت او د هغه په لویدو سره د پښتنو نفوذ او اعتبار د بابریانو په امپراتورۍ کې ختم شو . او له هغه نه وروسته هیڅ یو بل پښتون په دربار کې د دومره لوی عزت او اعتبار خاوند ونشو .

          سر بیره پر دې د خان جهان بغاوت د بابریانو په امپراتورۍ کې د پښتنو موقف او اعتبار د همیشه لپاره را ښکته کړ . یو لږ شمیر پښتانه افسران لکــــــه

دریا خان رو هیله ، بهلول خان میانه ، سکندر دوتاڼي او نورو له خپلو ملگرو سره د بابریانو خدمت پریښود او دده شاوخواته را ټول شول او هم یې هڅه داوه،چې په هندوستان کې د پښتنو دواکمنۍ دور بیاراولي ، دغو پیښو شاه جهان دې ته اړويست چې نور باید پر پښتنو زړه ونه تړي او دوی ته د امپراتورۍ په چارو کې لوی او مسؤل کارونه ورپغاړه نه کړي  .

          وروسته له دې پښتنو ډیر وفادارانه خدمتونو او قربانۍ هم ونشواى کړې چې د شاه جهان اعتماد ځانته جلب کاندي او په امپراتورۍ کې خپل هغه پخوانی موقف بیا لاسته راوړي  .

          د پښتنو یو زیات شمیر سرداران لکه شیرخان تنوری ، بهادر خان رو هیله ، احمد خان نیازی ، خان جهان کاکړ ، مبارز خان رو هیله او نور د خان جهان د بغاوت په وخت کې نه دا چې تر پایه پورې بابریانو ته وفادار پاتی شو بلکه د خان جهان لودي د ټکولو لپاره یې هم هڅې وکړې . او هم یې په دکن ، کندهار ، بلخ او بدخشان کې د شاه جهان په جگړو کې قهرمانانه برخه واخیسته ، خو سره له دی ټولو وفادارانه خدمتونو او قربانیو دوی نه د خان جهان اعتماد ځان ته جلب کړای شو او نه یې خپله هغه پخوانی عزت او اعتبار د امپراتورۍ په لښکر او دربار کې بیاموند . د بهادر خان رو هیله ، جلال خان کاکړ او د احمد خان نیازي د کارنامویو لنډ تصویر کولای شي ، چې دغه حقیقت برسیره کاندي هغه وخت چې شاه جهان یو شهزاده و ، بهادر خان رو هیله د دریا خان رو هیله زوی دده په خدمت کې ډیر وفادار و ، او ډیرې قربانۍ یې ورکړې حتی وروسته له هغه چې پلار یې د شاه جهان له خدمته وتښتید او د خان جهان سره یې لاس یو کړ دغه بهادر خان بیا هم تر پخوا زیات د شاه جهان په خدمت کې وفادار پاتې شو ، کله چې شاه جهان پر تخت کښیناست نو د بهادر خان د خدمتونو په بدل کې یې د هغه رتبه ۴ زرو ذات او ۲ زرو سپرو ته او چته کـــړه او

 

هم یې یوڅه ځمکه په کالپی کې وروبښله .

          د احمدنگر او بیچاپور په جگړو کې دغه بهادر خان حتی د خپل پلار او خان جهان لودي په مقابل کې په کلکه وجنگید . په ۱۶۴۷م کال  په بلخ کې د شهزاده مراد په جگړو کې بهادر خان  خپل غیرت او جرات وښود . سره له دی چې بهادر خان له اوزبکو سره د بلخ په جگړو کې تر هر چا زیات په کلکه وجنگید ، خو امپراتور شاه جهان ورته په کرکه کتل ، ځینو خود غرضو خلکو شاه جهان ته وویل چې بهادرخان رو هیله د بلخ د واکمن نذر محمد خان په تعقیب سستي وکړه او دده دغه سستي موجب شوه چې سعید خان د اوزبکو په جگړه کې ماتی وکړي  . شاه جهان چې پر پښتنو خپل اعتماد له لاسه ورکړی و پدی خبره یې باور راغی او د جزا په توگه یې له هماغه خپل جاگیرنه محروم کړ . دې پيښې بهادر خان غمجن کړ او په کال ۱۶۴۹م  په کندهار کې د اورنگ زیب په جگړو کې مړ شو ( ٧٩ ) .

          د شاه جهان په دوره کې د هغو اختلافاتو او بې باوریو په نتیجه کې چې د پښتنو اوشاه جهان په مینځ کې پیدا شو نژدې ټول پښتانه د امپراتورۍ د ولایاتو د حکمرانۍ څخه بې برخې شول . په دغه دوره کې یوازينی پښتون حکمران شیرخان تنور د گجرات والي و ، چې شاه جهان ته د ټولونه زیات وفادار و . په دې برخه کې ډاکتر محمد عبدالرحیم داسې لیکي : د خان جهان له بغاوت نه وروسته شاه جهان له افغانانو څخه کوم یو د ولایاتو د والي په توگه ونه ټاکه . د خان جهان لودي د بغاوت په لاندې کولو او د نظام شاهي د سیمو د نیولو په لار کې شیرخان تنور له شاه جهان سره تر اندازې زیاته مرسته وکړه ، ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

( ٧٩ ) – ډاکتر محمد عبدالرحیم – په هندوستان کې د افغانانو تاریخ – ژباړن : پوهاند محمد حسن ضمیر صافی – کابل پوهنتون – ۱۳۶۳ هـ ل – ( ۲۳۹ مخ ) . 

چې یوازې ده وشو کولای چې د گجرات  د والي په توگه د ژوند تر پایه ( ۱۶۳۱ م ) پاتې شي او وروسته له هغه مونږ د شاه جهان په دوره کې بیاونه لیدل چې

کوم پښتون دې چیرې والي مقرر شوی وي . په همدې ډول شاه جهان هیڅکله په پښتنو دا اعتماد ونه کاوه چې دیو لښکر خپلواکه قومانداني او مشري ورته وسپاري او همیشه یې پښتانه د کوم بل بابري  جنرال تر لاس لاندې ورکړیدي . د شاه جهان د دورې په وروستیو وختو کې چې پښتنو کوم منصبونه درلودل د هغو له مطالعې نه سړي ته دا څرگندیږي چې د دوی منصبونه څومره ښکته کړی شویدي ( ٨٠ ) .    

          د جهانگیر دواکمنۍ په دوره کې هغه پښتانه چې سیاسي او نظامي  قدرت يې درلودلی . هغوی ددغو قدرتونو او صلاحیتونو نه بې برخی شوي او یوازې په هغو پوستونو کې پاتې شول چې د نورو تر کنترول او ادارې لاندې وو ، او د امپراتورۍ د گټو په خاطر يې قربانۍ ورکولې . همدارنگه ځینو پښتنو ته چې د خلکو په مینځ کې د اعتبار خاوندان وو ،هغوی ته جاگیرونه او ځمکې ورکړل شوې ،چې په دې وسیله د بغاوتونو څخه مخنيوی وشي . گورگاني  واکمنانو د خپل حاکمیت د پیل نه تر اخره پورې د پښتنو سره کرکه او دښمني لرله . څرنگه چې پښتانه په جنگونو او جگړو کې ښه په میړانه جنگیدل ، نو گورگاني  واکمنانو د پښتنو د همدغې میړانې نه د خپل حاکمیت د دوام لپاره د هغوی سره ښې اړیکی ساتلى او د هغوی نه يې د خپلو اهدافو د سرته رسولو لپاره گټه اخستله .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

( ٨٠ ) – ډاکتر محمد عبدالرحیم – په هندوستان کې د افغانانو تاریخ – ژباړن : پوهاند محمد حسن ضمیر صافی – کابل پوهنتون – ۱۳۶۳ هـ ل – ( ۲۳۹ مخ ) . 

 

          گورگاني  واکمنانو د پښتنو دیوبل بد عادت نه چې هغه بې اتفاقي ده هم ډیره گټه او چته کړې ده . گورگاني اکمنان په دوامداره توگه دې ټکي ته متوجه وچې د پښتنو قومونه څنگه یو د بل په مقابل کې استعمال کړي .  د گورگاني  واکمنۍ د پیل نه تر اخره پوری گورگاني  واکمنانو د پښتنو ددې بدعادت نه ښه گټه اخستې ده . په دې دوره یعنې د شاه جهان د پاچاهي په دوره کې هغه پښتانه د پخوا په شان یو د بل پرضد ښه استعمال کړل چې په نتیجه کې د پښتنو سیاسي ، نظامي او اقتصادي قوت کمزوری شو او په مقابل کی  گورگاني اکمني د پښتنو په سیمو کې ټینگ شوه  .

 

   

 

 

 

 

 

 

 

 

 

۳- د فیو ډالانو او شهزادگانو خپل منځي جنگونه او د هغې پایلې

          شاه جهان د خپلې پاچاهۍ  پر مهال  خپلو څلورو زامنو ( دارا شکوه،مرزا شجاع ، اورنگ زیب او مراد بخش ) ته ښه منصبونه او مقامونه ورکړي وو ، دوی د امپراتورۍ په مهمو ایالتونو کې دوالي یا حکمران په حیث دندې تر سره کولې ، د شاه جهان د پاچاهي په اخرو وختونو کې دوی د ډير اقتدار او صلاحیت د لاسته راورړلو لپاره پخپل مینځ کې بې اتفاقه شو او د  محلي فیوډلانو ، جاگیردارانو او جگړو په پایله کې اورنگ زیب خپل پلار شاه جهان او خپل ورور مراد بخش په زندان کې واچول  . خپل بل ورور دارا شکوه يې اعدام کړ ، او خپل بل ورور شجاع يې هم بندی کړ ، چې هغه ډیر ژر په بندیخانه کې مړشو او په اخره کې اورنگ زيب خپل ځان د پاچا په حیث اعلان وکړ .

          مخکی له دې ، چې د شهزادگانو او فیوډالانو خپل مینځي جنگونه او جگړې بیان کړم لازم بولم چې د شاه جهان د زامنو او د هغوۍ د دندو او مسولیتونو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړم . وروسته به بیا د دوی د جنگونو او د هغو د پایلو په اړه  معلومات وړاندې شي  .

          په ۱۰۶۸ هـ ق کال کې چې د شاه جهان د پاچاهي د ( ۳۲ )  کال سره برابره ده ، د شاه جهان د زامنو بغاوتونه خپل اوج ته ورسیدل ، په دې وخت کې شهزاده داراشکوه د دوه څلویښتو کالو ، شهزاده شجاع د څلویښتو کالو او شهزاده اورنگ زیب داته دیر شو کالو عمر درلود . ددغو شهزادگانو د دندو،کرکټرونو او نورو اوصافو په اړه (( زیب سر )) په تاریخ هندوستان نومې کتاب کې داسې لیکي  : دا صف خان د لور ممتاز محل نه دشاه جهان بادشاه څلور زامن دارا شکوه ، مرزا شجاع ، اورنگ زیب او مراد بخش ژوندی وو . پادشاه هر یو ته تعلیم او تربیت پوره ورکړی و ، او خپلو زامنو له یې جدا جدا علاقې ورکړې وې د حکومت ټول کارو بار یې د دوی په رضا پریښودی و . دوی هریو د خپلې برترۍ او د اقتدار لپاره د بل سره حسد شروع کړی و .

          شهزاده داراشکوه په ټولو کې مشر د بادشاه ډیر خوښ هر وخت به ورسره و ، دوه څلویښت کاله دده عمر و . بادشاه په ټولو زامنو کې دی برکړی او خپل ولیعهد کړی و . شاهزاده په زړه بهادر آزاد طبیعته او دلاس سخي و . د بادشاهیت لیاقت او د فوځ د سردارۍ قابلیت یې پوره لاره . هر د اقتدار خاوند دده بدي شه . د دښمن نه په بدل اخستو کې بې صبر او بې احتیاطه و .

          د فرنگیانو سره یې هم تعلق و . دده سره اکثر نوکران د توپخانې او د انجینري په محکمه کې فرنگیان و . پدې وجوهاتو مسلمانانو ته خپل دښمن او هندوانو ته دوست ښکاریده .دوستان یې کم او دښمنان یې زیات و . خبرې يې خوږی وی ولې  سخت کبرجن و .

          میرزا شجاع یا شاه شجاع د دارشکونه  کشرو ، د څلویښتو کالو په عمر د بنگال صوبه دار و ، عیاش او سخت شرابي و ، اگر چه دا هل سنت والجماعت په کور کـــــې پیـــــــدا و ، ولــــــــې د شیـــــــــــــــــعه گانو په دوستیء شعیه مشهور و .

          په شجاع پسې اورنگ زیب داته د یرشو کالو په عمر د دکن صوبه دار و . ده بادشاهي په سنه رنگ وکړه ، د زړه بهادر ، متحمل مزاج ، خوش طبیعته ، خوش کلامه ، عاقبت اندیش ، دوربین او هوښیار و . دښمنان یې دوستان کول، او په دوستانو کې اختلاف پیدا کول دده ښه زده وو . په ظاهره ساده ولې په زړه کې د بادشاهي  د شان وشوکت شوقین و . دلمانځه روژې پابند ، د قران شریف د تلاوت عادي  و ،  اسلامي غیرت یې ډیر زیات و . د مذهب لپاره هرې قربانۍ ته تیار و . سوچه صفا سنی و ، ده په هیچا اعتماد نه کاوه .

          شهزاده مراد بخش په ټولو کې کشر ، د گجرات صوبه دار و د بادشاهي قابلیت پکې نه و . کم بختي یې داوه چې عیش پسند و ( ٨١ ) .

          شاه جهان د خپلې پاچاهي په ۳۲ کال یعنې په ۱۰۶۸ هـ ق – ۱۶۵۷م کال کې سخت ناروغ شو ، په دې وخت کې د هغه څلور واړه زامنو چې د هندوستان په آبادو ولایتونو کې حکمرانان وو د محلي فیوډالانو او جاگیردارانو په ملاتړ یو د بل په مقابل کې دسیسې او توطیئې جوړولې . په دې وخت کې داسې خبر خپور شو ، چې شاه جهان وفات شوی دی . ددې خبر په خپریدو سره د هغه څلور واړه زامن د پاچاهي دنیولو  لپاره را پورته شول ، شجاع د بنگال څخه ځان امپراتور اعلان کړ ، مراد بخش د گجرات څخه پاڅون وکړ او ځان يې د پاچا په توگه اعلان کړ ، دارشکوه خو مخکې د شاه جهان لخوا د نایب السلطنه په حیث ټاکل شوی و ، اورنگ زیب د قدرت د لاسته راوړلو لپاره د مکر او دوکې نه کار واخست او د مراد بخش سره يې لاس یو کړ . او د ډیرو جنگونو او جگړو نه وروسته يې خپل پلار شاه جهان او خپل ورور مراد بخش دواړه په زندان کې واچول .

          ددې جنگونو او شخړو بیان د ((دولافوز )) په (( تاریخ هند )) کې په تفصیل سره بیان شوى ، چې لنډیز یې دلته وړاندې کیږي (( . . . . . در سال ۱۶۵۷م شاه جهان سخت بیمار شد و شهرت یافت که او مرده است . فوراچهار پسر او نقشه های جاه طلبانه خود را بمعرض عمل گذاشته شروع به اقدامات کردند . شجاع از بنگال حرکت نموده وارد اگره گردید خود را امپراتور اعلان کرد . همینطور مراد اسم سلطنت روی خود گذاشته قیام نمود . او برای تامین قسمت مالی وپر کردن خزانه (( سورت )) را غارت کرد . دارا شکوه که برای ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

    ( ٨١ )- زیب سر – تاریخ هندوستان لومړی ټوک – د لاهور چاپ ( ۶۸۷ – ۶۸۸ مخونه ) .

پدر بیچاره اش کارنیابت سلطنت میکرد بلا فاصله سپاه جراری تحت فرماند هی پسرش سلیمان شیخوو راجه جی سنگ جیپو بجنگ شجاع فرستاد و در نتیجه شجاع شکست دیده به بنگال رانده شد . اما اورنگ زیب برای بدست آوردن تخت و تاج از در مکر و حیله وارد شده ملازمت مراد اختیار نمود و مخصوصاً به او خاطر نشان کرد که غیر از این منظوری ندارد که با وی دست اتفاق و اتحاد داده بر علیه دشمنان عمومی قیام و اقدام نماید .

          مراد بخش این اظهار اورنگ زیب را بیغرض و ساده تلقی کرده ویرا تحسین و آفرین گفت . این دو برادر قوای خود را باهم یکی کرده بطرف شمال پیشرفتند . دارا شکوه لشکری بجنگ ایشان فرستاده ولی لشکر مذبور شکست خورد . بعد خود دارا شکوه به سرداری سپاه امپراتوری بجنگ آن ها حرکت نمـــــــود .

این سپاه که فقط روی رقابت و همچشمی باهم جنگ داشتند در سامگر که بعد ها مشهور به فتحگر گردید بهم تلاقی نمودند . این سه برادر در این میدان آخرین درجه قدرت وقوت خود را بخرج دادند لیکن در لشکر دارا چون دست خیانت وغدر در کاربود لذا لشکرش ویرا تنها گذاشته وپراگنده شدند .

          آنها بعد از تحقیق  معلوم داشتند که شاه جهان پدر شان هنوز نمرده بلکه روبه بهبودی است ولذا بعد از ورود بمرکز مراتب احترامات خود را بطور ریا وسالوس بپدر پیر تقدیم داشته و اطمینان دادند که نسبت بوی صمیمی ، صدیق و شفیق میباشند . لیکن باهم مشغول توطیه وسازش شدند که شاید بتواند بر شخص او دست یافته دستگیرش کنند . امپراتور کوشش داشت که این قضیه را بدفع الوقت بگذارند ولی همین هم به آنها دقت داد نقشه ای را که برای گرفتن او کشیده بودند توانستند تکمیل و اجرا کنند ، چنانچه یکشب بکمک سلطان محمود پسر ارشد اورنگ زیب که ملازم خدمت امپراتور بود تدبیر کرده و قراولان را اغفال نموده دروازه ها را گرفتند و امپراتور را در قصر خودش دستگیر کردند و با این حادثه که در سال ۱۶۵۸م روی داد سلطنت شاه جهان خاتمه پیدا نمود ، زیرا که او هر چند بعد از این واقعه تا هشت سال دیگر زنده بود اما موفق نشد که خود را از حبس خلاصی بخشد .

          بعد یک شب مراد را برای شام دعوت نمود . چون میدانسته که او تا چه اندازه اسیر باده است ، لذا وا داشت که زیاده از حدشراب استعمال کند ، اینجا مراد که هیچ گمان بدی باو نمیبرد بدام افتاد ، گرفتار حریف گردید ، چنانچه صبح آنشب وقتی که از مستی بهوش آمد خود را د ر دست برادرش اسیر دید . اورنگ زیب تمام آن احترامات تصنعی و ظاهر سازی های که داشت همه را بیکسو گذاشته صریحاً اعلان کرد که او چون مبتلا بشرت خمر است قابل سلطنت و حکومت نیست ولذا ویرا باز نجیر بقلعه سلیم گرفرستاد)) (٨٢) .

          په دې ترتیب سره په ۱۰۴۹ هـ ق – ۱۶۵۸م کال کې اورنگ زیب د خپل پلار او ورور د بندي کیدو نه وروسته  واک ته ورسید او په همدې کال  د شاه جهان پاچاهي پای ته ورسیده . د مغولو زیاتره پاچاهانو او حاکمانو د خپل ژوند تر وروستۍ شیبې پورې پاچاهي کوله مگر شاه جهان د خپل زوی اورنگ زیب له لاسه په ژوند کې د پاچاهي نه محروم او خپل پاتی ژوند يې په ډیر مشقت سره په زندا ن کې تیر کړ . هغه د ۱۰۶۹ هـ ق ۱۶۵۸م کال نه تر ۱۰۷۶ هـ ق – ۱۶۶۵م کاله پورې یعنې نژدې اوه کاله کلا بند و ، او داوه کالو بند تیرولو نه وروسته په داسې حال کې چې د هغه زوی اورنگ زیب امپراتور و ، دی په زندان کې مړ شو . د ((زیب سر)) په (( تاریخ هندوستان )) کې د شاه جهان د گوشه نشینۍ او وفات په اړه داسې یادونه شوې ده : هر کله چې شاه جهان بادشاه په ناچارۍ د اگره په قلا کې گوشه نشین شو . نو ده په عبادت او تلاوت شروع وکړ ه . د ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

    ( ٨٢) – ت ، ف ، دولافوذ – تاریخ هند – مترجم : سید محمد تقی فخر داعی گیلانی – چاپخانه مجلس – ۱۳۱۶ هـ ش – ( ۱۶۴ – ۱۶۶ مخونه ) .

یکشنبې په ورځ ۱۱ د رجب ۱۰۷۶ هـ ق کال کې د تیل د مالش په وجه دده په جسم کې حرارت پیدا شه یولس ورځې په کټ کې پروت و ، کمزوتیایې زیاتیده ، پوه شو چې وخت آخر دی نو لورگانې یې ځان له را وغوښتې د دوی تسلی یې وکړه او ورته یې وویل چې قران شریف راته ولولي . او د دوشنبې په شپه ۲۶ د رجب ۱۰۷۶ هـ ق کال کې دی وفات شه ( ٨٣ ) .

          اورنگ زیب په۱۰۶۹ هـ ق – ۱۶۵۸ م کال چې خپل پلارشاه جهان او  ورور مراد بخش يې په زندان کې واچول نو  ځان يې د هند د گورگاني  امپراتورۍ پاچا اعلان کړ . په دې وخت  چې ده ځان د امپراتور په توگه اعلان کړی و هم دې ته ډیر خطرونه متوجه و ، ځکه چې د خلکو په مینځ کې د هغه ورور مراد بخش او د هغه پلار شاه جهان ډیر محبوبیت درلود او ډیرو خلکو غوښتل چې هغوی بیرته واک ته ورسیږی . بل دا چې د هغه دوه وروڼه دارا شکوه او میرزا شجاع هم دده مخالف و ، نو د اورنگ زیب پلانونه داسې وچې د خپلې کورنۍ ټولو مخالفینو ته سزا ورکړي . هغه د خپلې پاچاهۍ په پیل کې خپل دوه وروڼه دارا شکوه او مراد بخش ووژل او سلطان شجاع يې د صحنی څخه وویست همدارنگه هغه نور گورگاني  شهزادگان چې د هغه مخالفت يې کاوه ټول ووژل ، چې ددې واقعاتو شرح او بیان د کتاب په بل فصل چې د اورنگ زیب پاچاهي ته ځانگړی شوی کیږي .

          د گورگانيانو  په تاریخ کې داسې خود خواهي او جاه طلبي او کورني جنگونه او جگړې چې اورنگ زیب د خپلې کورنۍ سره کړي د ي ، ډیرې لږې پیښ شوي دي . هغه نژدې خپله ټوله کورنۍ دواک د ترلاسه کولو لپاره تباه کړه او په دې وسیله واک ته ورسید . د گورگاني  کورنۍ زوال او انحطاط له همدغه ځای څخه پیل کیږي ، ځکه چې پخوا د هغوی دښمنان یوازې غیر گورگاني  قومونه وو . په دې وخت کې د هغه مخالفین د هغه په دربار او قوم کې پیدا شو او ورځ په ورځ  زیاتیده . د اورنگ زیب پرضد غورځنگونه ، شورشونه او د هغې عوامل به په بل فصل کې  بیان شي .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

    ( ٨٣ ) – زیب سر – تاریخ هندوستان لومړی ټوک – دلاهور چاپ ( ۶۹۷ مخ ) .

 

۴- د شاه جهان دواکمنۍ اقتصادي وضع

          د شاه جهان پاچاهي د ( ۱۶۲۷م – ۱۰۳۷ هـ ق ) کال نه پیل او په ( ۱۶۵۸م – ۱۰۶۸ هـ ق ) کال کې پای ته ورسیده . د هغه دواکمنۍ ستره اقتصادي لاسته راوړنه چې د گورگاني  دولت لخوا سرته رسیدلې ده د ځینو باغونو او قصرونو جوړول دي چې د امپراتورۍ په مختلفو برخو کې تر سره شوي دي . د گورگانيانو  په دوره کې د معمارۍ صنعت ډیر پرمختگ کړی و، چې د هغه نښې نښانې تر اوسه پورې د هغه زمانې د لوړو شهکاریو څخه نمایندگي کوي .

          په دې برخه کې د شاه جهان په زمانه کې چې کوم اقتصادي پرمختگونه او فعالیتونه شوي وو په لنډه توگه يې یادونه کیږی : د شاه جهان په وخت کې گجرات ، بنگال ، ډاکه او پټنه د مهموا اقتصادي مرکزونو څخه شمیرل کیدل ، چې په دغو ځایونوکې   د بیړی جوړولو او ښوری جوړولو صنعت ډیر پرمختگ کړی و او همدارنگه په دغو ځایونوکې د تنباکو محصولات هم ډیر ښه کیدل . په دې برخه کې ک . انتونووا په (( تاریخ هند در قرون وسطی ) کې داسې لیکلي دي : تنها کشتی سازی در گجرات پیشرفت داشته ، زیرا کشتی های زیادی در آن جا ساخته میشد . نه تنها تاجران محلی بلکه انگلیس ها نیز کشتی های ساخت گجرات را میخریدند . گجرات تدریجاً ارزش خود را بحیث مرکز اقتصادی از دست میداد و بنگال جانشین آن میشد . در آنجا ها مخصوصاً دا که وپتنه تولید نساجی لطیف توسعه پیدا کرد ، تولید تنباکو وشوره نیز ترقی داشت ( ٨٤ ) .

          په اولسمه میلادی پیړۍ  کې ،کله چې د پرتگالیانو ، هسپانویانو او ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

    ( ٨٤ ) – ک ، انتونووا – تاریخ هند در قرون وسطی – مترجم :پوهاند میر حیسن شاه – پوهنتون کابل – ۱۳۶۰ هـ ش –   ( ص۱۰۶) .

 انگریزانو استعماري تاړاکونه پیل شو ، نو استعماري هیوادونو په هندوستان او د هغه په سواحلو کې په تجارتي او استعماري رقابتونو پیل وکړ . چې د دغو استعماري رقابتونو او جنگونو په پای کې پر تگالیانو په نورو باندې بری ترلاسه کړ او د هند مهم تجارتي او صنعتي مرکزونه  يې تر خپل کنترول لاندې راوستل.د پرتگالیانو زیاتره حاکمیت په بنگال کې ټینگ شو ، ددغو پیښو بیان ک ، انتونووا داسې بیانوي : پرتگالی ها در قرون هفده موقف خود را در بنگال محکم کردند . شهر پیشرفته (( هوگلی )) عملاً در تصرف ایشان بود . آن ها بر تنباکو محصول وضع کردند . آنها هندیان را مجبور کردند که مسیحی شوند . حملات خود را به قریه ها سواحل ادامه دادند . مردم را از آنجا می بردند و به حیث غلام به فروش میرساندند . در زمان جهانگیر قطعات نظامی علیه پرتگال ها اعزام شده بود . درسال  ۱۰۴۲ هـ ق – ۱۶۳۲م شاه جهان (( هوگلی )) را پس از محاصره تصرف کرد و چهار پرتگالی به اگره فرستاده شد . پرتگالی های که مسلمان شدند آزاد گردید و بقیه بقتل رسید(٨٥) .

          شاه جهان هم لکه جهانگیر غوندې د باغونو او قصرونو جوړولو ته ډیره پاملرنه لرله . د هغه په زمانه کې ډیر قصرونه ء باغونه او جوماتونه جوړ شوي دي ، چې تر اوسه پورې د نړۍ د عجایبو په کتار کې شمیرل کیږي  چې ددې قصرونو لنډ بیان د جواهر لعل نهرو په کتاب (( نگاهی به تاریخ جهان )) کې داسې راغلى دی : د (( تاج محل )) ماڼۍ ددی پاچا دواکمنۍ په دوران کې د جمناسیند پرغاړه جوړ شوې ده . دغه ماڼۍ هغه خپل  ښځی (( ممتاز محل )) لپاره جوړ کړی وه .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

    ( ٨٥ ) – ک ، انتونووا – تاریخ هند در قرون وسطی – مترجم :پوهاند میر حیسن شاه – پوهنتون کابل – ۱۳۶۰ هـ ش –   ( ص۱۰۶) .

          ددې پاچا په دوران کې د گورگاني  هند معماري خپل اوج ته رسیدلې وه . هغه پرته له تاج محل نه (( د ډهلي جامع جومات )) (( عام دیوان )) ((خاص دیوان )) د ډهلي په سره ماڼۍ کې جوړ کړی و . ددې ماڼۍ په شاوخوا کې ډیر کمزوري او غریب خلک اوسېدل چې ددی ماڼیو خرڅ مصرف یې د دوی په غاړه وو ، په داسې حال کې چې دوی په ډیرو خرابو کورونو کې ژوند کاوه .په دغه دوره کې زور زیاتی حاکم و هغه کسانو ته چې د امپراتوری ، نایب السلطنه او د هغوی له حکمرانانو سره يى موافقه نه درلوده په وحشیانه سنراگانو باندې محکوم کیدل ( ٨٦ ) .

          د تاج محل ماڼۍ د دوویشتو کالو په اوږدو کې جوړه شوې ده او په دې موده کې نژدی شل زره خلکو په دې ماڼۍ کې کار کولو . په دې ماڼی کې ټول کارگران پرته له تنخواه نه د بیگار په توگه په کار لگيا وو . ددې ماڼۍ د جوړیدو او مصارفو په اړه گوستاولوبون په (( تاریخ تمدن اسلام )) کې داسې یادونه کوی : شاه جهان در سال ۱۶۳۱م شروع به ساختن بنای تاج محمل کرد . و انگیزه اش برای ساختمان مذکور بی تابی در فراق همسرش بود که از دنیا رفت و خواست برای او مقبره بسازد که در تمام روی زمین نظیر نداشته باشد و برای انجام این منظور شاه جهان نقشه ساختمان مذکور را بین مهندسین مشرق زمین به مسابقه گذارد . سنگ های قیتمی آن را از دور ترین نقاط روی زمین په هندوستان حمل کردند . و بطوریکه گویند برای این مقبره شـــــــصت میلیون فرانک پول خرچ کرد ، و این رقم غیر از پول عمله و وکارگران است ، زیرا که آنها  همگی بدون مزد کار میکردند . (( تاورینه )) جهانگر د فرانسوی می نوسید : عمارت تاج محل نتیجه تلاش و کوشش بیست هزار نفر کارگر است که در مدت بیست و دو سال برای ساختن آن کار کردند و اگر در اروپا بخواهند چنین ساختمانی بنا کنند سه برابر آن وقت و کار می برد .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

    ( ٨٦ ) – نهرو – جواهر لعل – نگاهی به تاریخ جهان – لومړی ټوک  پیښور – ۱۳۸۴ هـ ل – ۶۱۴ مخ ) .

          عمارت تاج محل دارای ابعادی بلندی است ، ارتفاع گنبد از روی زمین هشتاد متر است ، و دارای چهار درب و رو دی است که ارتفاع هر یک بیست متر میباشد و در وسط این عمارت قبر شاه جهان و همسر محبوب اوست . ساختمان تاج محل در نظر جهانگردان از عجایب دنیا بشمار می رود ( ٨٧ ) .

          شاه جهان په کابل کې هم قصرونه او باغونه جوړ کړي دي چې په هغو کې د شهرارا باغ ، د بابر باغ ، د استالف باغ او نور باغونه او ودانى دي چې په دغه زمانه کې جوړى  شوي دي . همدارنگه په کندهار او ننگرهار کې هم ځینې باغونه لکه په ننگرهار کې د نملې باغ او نور ، چې ددې باغونو او ودانیو په اړه پوهاند عبدالحی حبیبی پخپل کتاب (( تاریخ افغانستان در عصر گورگانی هند )) کې داسې یادونه کوي : عمرانات شاه جهان در کابل زیاد بوده ، و از تمام شاهان گورگانی مهمتر است ، در سال دوازدهم جلوس ، شاه جهان امر داد ، که در اورته باغ و مهتاب باغ بنایی را بسازند ، که در خور آرامش شاهی باشد ، این عمارت تا سال نوزدهم جلوس ، که شاه بار دوم بکابل آمد ، با تمام رسید و تمام مصرف این انبیه دونیم لک روپیه بود . علاوه بر آن دونیم لک روپیه دیگر هم بامر شاه جهان بعمارات باغ شهر آرا و چهار باغ و باغ بابر ( مدفن بابر ) به مصرف رسید ، وقلعه کابل هم ترمیم شد ، و آبی هم برای ارگ کابل تهیه گردید .

          شاه جهان در سفر دوم خود تمام باغ های کابل را آراست و مبانیء خوبی را در آن ساخت ، تنها در باغ شهرارا سه عمارت را بر افراشت ، که هر یکی بدیع و زیبنده و دلکشا بود ، و حوض ها و آبشار ها و فواره هارا در بین آن ساخت ، علاوه بر آن بر مزار بابر نیز در همین سال مسجد سنگ مرمر سفید به مصرف چهل هزار روپیه ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

    ( ٨٧ ) – گوستاولوبون – تاریخ تمدن اسلام و عرب – مترجم : سید هاشم حسینی – چاپ ایران – ۱۳۸۵        هـ ش – ( ص ۲۳۷ ) .

ساخته شد و حوض ها و آبشار ها و خیابانهای باغ بابر نیز با حسن صورت پیرايش یافت .

          باغ استالف نیز از عمراتات دوره شاه جهان است که بر ملکه تعلق داشته و به (( جهان نړ موسو م بود ، و در نزاهت و طراوت خود نظیری نداشت ، و شاه جهان در سال ۱۰۵۶ هـ ق در اين باغ سیر کرد و خیابانهای آنرا آراست . دیگر از عمارات شاه جهان باغ غله در شرقی کابل است که در شعبان ۱۰۵۶ هـ ق شاه جهان امر اعمار آنرا داد . و نهری بعرض چارگز در آن جاری ساخت . خلاصه عمرانات شاه جهان در افغانستان بسیار است که جمله ۱۲ لک روپیه به عمارات کابل و مسجد و قلعه ارگ و قلعه دور شهر و غیره و هشت لک روپیه بقلعه قندهار و بست و زمین داور مصرف شده بود ( ٨٨ ) .

          د پورتنیو معلوماتو او توضیحاتو نه په واضع ډول څرگندیږي چې کوم اقتصادي فعالیتونه چې د شاه جهان په وخت او یاد هغې څخه مخکې شوي دي ټول د دربار او د هغوی دواکمنانو د گټې او عیاشۍ لپاره شوي دي ، نه د عامو خلکو د ژوند د ښه کیدو او پرمختگ لپاره . دوی د ځان لپاره مجلل قصرونه او ماڼۍ جوړولې او دغه ماڼۍ او قصرونه  د غریبو خلکو په  وینو یعنې د دوی د فزیکي قــــــوې او  د دوی د مالیاتو د پیسو په زور جوړېدل په داسې حال کې چې عامو خلکو په ډیر خراب حالت کې ژوند کاوه . دوی باید دغه پیسې او مصروفونه د عامو خلکو د ژوند د ښه کیدو ، علم و معرفت او د اسلام دین د پرمختگ لپاره مصرف کړې واى ، مثلا ً د تاج محل د ماڼۍ په ځای دوی کولای شول ، چې د هندوستان او افغانستان په زیاترو لویو ښارونو کې مدرسې او کتابخانې جوړې کړي چې دا کار هم د دوی دگټې لپاره وو او هم د راتلونکو نسلونو لپاره گټور تمامیده .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

( ٨٨ ) – حبيبى – عبدالحى – تاريخ افغانستان در عصر گورگانى هند ، کابل ١٣٤١ هـ ش – (٢٠٢ – ٢٠٣ مخونه ) .