Jjmklk

فخر افغان او افغانستان

28.12.2010 17:44

څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار

فخر افغان او افغانستان

          دا کتاب د سر محقق عبدالله بختاني خدمتگار لخوا تاليف او په ١٣٨٧هـ ل کال د تلې په ٢٤ مه نيټه په جرمني کې
د افغانستان د کولتوري و دي ټولنې لخوا په پيښور کې په ١١٥ مخونوک چاپ شوى دى . په دې کتاب کې د خان عبدالغفار خان د ژوند او مبارزو او د هغه د کورنۍ په اړه اته علمي او تحقيقي مقالې چاپ شوي دي . همدارنگه د ليکوال لخوا د باچا خان په اړه ځينې مهمې خاطرې هم بيان شـوي  دي . د کتاب په

 پاى کې د باچا خان په اړه ځينې شعرونه راغلي دي .

          کتاب د خپروندويې ټولنې په يادښت سره پيل کيږي . په دې يادښت کې د کتاب د ليکوال او د باچا خان د نژدې اړيکو او همدارنگه د کتاب د محتوياتو په اړه داسې يادونه شوي ده   : (( استاد عبدالله بختاني خدمتگار د افغانستان له هغونو مياليو ليکوالو څخه دى چې د خدايي خدمتگارو ستر ملي غورځنگ ، عدم تشدد او ددغې لارې د نوميالي مخکښ حضرت پاچا خان په اړه يې ډېرې زياتې ليکنې او څېړنې کړي دي او د مهمو خاطرو پانگې ورسره په سينه کې خوندي دي . استاد خدمتگار له هغو افغان ليکوالو څخه دى چې پاچا خان ته ډېر نږدې و او په کابل او جلال آباد کې به يې ورسره تل د بېلابېلو موضوعاتو په هکله مباحثې کولې او په دې اړه زياتې خاطرې لري .

          (( فخر افغان او افغانستان )) د استاد خدمتگار هغه اثر دى چې د پاچا خان د ژوند په ځينو اړخونو او خاطرو رڼا اچوي او په دې اړه يې ورسره څو جلاجلا مقالې يو ځاى کړي او په دې توگه د پاچا خان په اړه ، د هغه د مبارزو او ددې لارې د لارويانو په اړه  د څو مقالو ټولگه ده . ))

          د خپرندويې ټولنې د يادښت نه وروسته د کتاب سريزه راځې چې د کتاب د ليکوال لخوا ليکل شوي دى . په دې سريزه کې د خان عبدالغفار خان د ژوند او د هغه د ژوند په مهال کې په دې سيمه کې   د ځينو مهمو تاريخي واقعاتو ذکر شوى دى ددې سريزې يوه برخه دلته وړاندې کوم :  (( نو کله چه عبدالغفار خان د ځوانئ په مهال په پوځ کښې په کار ولگېد ، او هلته د يو پېرنگي لوړپوړي افسر له خوا يو وطني افسر سره سپکه رويه وشوه ، نو د هغه د طبيعت لمدو خټو ته دا لږې او به بهانه شوه ، غيرت يې وپارېد . هغه کار يې پرېښود . تعليم ته يې مخه وکړه او بيا يې په مبارزه لاس پورې کړ .

          هغه ، هلته په مبارزو بوخت و . دلته په کابل کښې
د امير عبدالرحمان او د برتانوي هند د پوځ د يو افسر سر تېمر ديورند له خوا  يو کاغذ لاسليک شو چه د هغه له مخه زمونږ واحد تاريخي هېواد د استعمار په تېره توره دوه ټوټې کړى شو چه تر اوسه پورې وينې ترې څاڅي او هره ټوټه يې د ((( الفراق )) نارې وهي . ))

          ددې کتاب د علمي  او تحقيقي مقالو عنوانه په لاندې ډول دي :  

  • زيستنامه  کوتاه باچا خان .
  • د يو لوي انسان اوږده ژوند ته لنډه کتنه  .
  • مبارز ماندگار راه صلح ، فخر افغان خان عبدالغفار خان .
  • يک قرن زنده گى و مبارزه براى مردم .
  • د باچا خان ارمان ته د تاريخ په رڼا کې يوه ځغلنده کتنه .
  • د فخر افغان بابا ادب پالنه .
  • د آزادۍ د ډيوي پتنگان .
  • د لويې ونې څانگه .