Jjmklk

له ماوراء النهر څخه د باندې د بابر پوځي عمليات

04.01.2011 18:27

څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار :

له ماوراء النهر څخه د باندې د بابر پوځي عمليات

          څومره يرغلونه ، چې بابر د پښتو نخوا له يوه نه تر بل سره په بېلابېلو پښتنو قومونو او د هغوى په ځينو نورو وطنوالو کړي او څومره عام قتلونه او مرگونه يې چې په دې يرغلونو کې کړي دي ، څومره سرونه يې پرې کړي ، څومره کله منارونه يې چې جوړ کړي ، څومره کلي او کورنه يې چې وران کړي او څومره مالونه يې چې تالا او چور کړي دي ، ښايي چې بل هېڅ جهانگير او يرغلگر به نه وي کړي ، خو په عين وخت کې څومره معلومات چې موږ ته د پښتني ټولنې د بېلابېلو اقوامو او قومي مشرانو د اجتماعي هويت او جغرافيايي موقعيت او د پښتني ټولنې د يو شمېر نورو مميزاتو او آن د پښتو نخوا د يو لړ خصوصياتو په باره کې د بابر د خاطراتو له لارې رارسېدلي دي ، بابر تر وخته او آن له هغه نه تر ډېر وروسته وخته پورې د بل هېڅ اثر له لارې نه دي را رسيدلي ، ځکه نو موږ دلته د بابر له خاطراتو يا بابر نامې څخه تقريباً ټولې هغه يادونې را اخيستي ، چې په پښتو نخوا کې د پښتنو په باره کې شوي دي . (١)

          پورتنى مطلب د ښاغلي حبيب الله تږي د کتاب ( پښتانه ) له اووم څپرکي څخه ، چې د ( پښتانه او بابر ) تر سرليک لاندې ليکل شوى دى ، بيان شوى . په رښتيا چې بابر نامه د بابر د کورنۍ او له هغه سره د پښتنو د اړيکو په اړه يو معتبر او غوره ماخذ دى . ما هم پخپله پروژه کې زياتره له بابرنامې څخه استفاده کړې او د هغې په څنگ کې مې له نورو معتبرو منابعو څخه هم استفاده کړې ده . اوس به په دې باندې بحث پيل کړو ، چې بابر له ماوراءالنهر څخه څنگه د افغانستان خوا ته راغى او بيا له دې ځاى څخه څنگۀ د هند خوا ته ولاړ ؟

          بابر چې د خپل پلرني رياست له لاسته راوړنې څخه مايوسه شو ، نو د کابل مخه يې ونيوله . په کابل کې د کابل حاکم الغ بيگ ميرزا (١٥٠٢م کال ) چې د بابر تره و ، مړ شوى او د هغه په مرگ په کابل کې شرونه او فسادونه پورته شوي وو او (مقيم ) نومي يو امير ، چې د شاه بيگ (ارخون ) ورور و ، په کابل قبضه کړې وه . (٢)

          د تيمور تر مرگ وروسته د قدرت په سرجنگونه د تيمور د اولادونو په مېنځ ورځ په ورځ زياتېدل . د شاهرخ مېرزا په زمانه کې يو څه امن راغى .

          د شاهرخ مېرزا تر مرگ وروسته کورني جنگونه د تيموري شهزادگانو په منځ کې بيا پيل شول او تر ټولو مخکې ميرزا عبداللطيف ، چې د شاهرخ په پوځ کې يې خدمت کاوه ، د ملکې گوهر شاد کور چور او تالان کړ . (٣)

          د الغ بيگ تر مرگ وروسته په افغانستان کې د تيموري شهزادگانو ترمنځ کورني جنگونو شدت پيدا کړ . د اعلاالدوله سلطان محمد او مېرزا بابر ترمنځ د قدرت د لاسته رواړلو په سر جنگونه پيل شول . خلک له دې وضعې نه په تنگ شوي وو، په ځانگړې توگه قحطي شروع شوه ،

ـ
          ١- پوهاند دکتور حبيب الله تږى ، پښتانه ، ١٣٧٧ کال ، پېښور .

          ٢- پښتانه د تاريخ په رڼا کې ، (٤٠٠) مخ .

          ٣- افغانستان در مسير تاريخ ، ٢٦٧ مخ .

 چې په هرات کې يو خروار غنم په څلور سوه دينارو باندې خرڅېدل . ددې قحطي ضرر او تاوانونه د هغه طاعون نه ډېر وو ، چې د شاهرخ په وخت کې په هرات کې پېښ شوي وو . (١)

          په دې وخت کې چې بابر د افغانستان خوا ته روان وو ، په افغانستان کې وضع ډېره خرابه وه ، په دغه خرابه وضعه کې بابر د افغانستان خوا ته را روان شو .

          بابر د ١٥٠٤م کال د جون په مياشت کې دده د خپلې وينا له مخې د فرغانې ولايت نه د خراسان په قصد د حصار ولايت ته ولاړ . په دې وخت کې له بابر سره لږ تر لږه درې سوه کسان وو ، چې زياتره د دوى پياده و او ځان سره يې لرگي اخيستي وو او د ٥٠ خېمو نه زياتې ورسره نه وې . په دغه حال کې چې يې ځان د ترمز اطرافو ته ورساوه ، د يو باج په لاره کې د نورو پاتې چغانيانو او وړوکي ورور خسرو شاه سره د آمو د سيند نه تېر شو او کهړو او باميان ته ورسېدل ، چې دغلته احمد قاسم  د باقي زوى او د خسرو شاه خور يي حکمراني درلودله .

          بابر چې يو فعال سړى و، په کندوز ، ايبک ، دوشي او جرم کې خلک او د خسرو لښکر يې د ځان خوا ته راجلب کړل او د ٩١٠ هـ کال د ربيع الاول په منځ کې د اندراب له اوبو څخه تېر شو او دوشي ته ورسېد . په دغه ځاى کې خسرو شاه دده مخې ته د احترام لپاره ووت . له سهار څخه تر مازيگره پورې د خسرو شاه ټول ملگري له خسرو شاه څخه و اوښتل او بابر خوا ته ودرېدل او بابر هم هغو ته وعده ورکړه ، چې آزاد پرېښودل شي ، چې د دهانه غوري له لارې خراسان خوا ته ولاړ شي .

          په دې توگه د بابر لومړنۍ دښمن د هندوکش په لمنو کې له مېنځه ولاړ او د دوى مالونه ، شتمني او وسلې د بابر لاسته ولوېدلې او خسرو بديع الزمان مېرزا بن سلطان حسين بايقراد ميمنې خوا ته روان شو .

٭     ٭     ٭

          الف : په کابل باندې د بابر لومړنۍ حمله :

          خسرو له مېنځه ولاړ ، اوس د بابر په مخکې مهم کار کابل و ، چې هلته محمد مقيم بن امير ذوالنون حکمراني کوله او هغه دغه ښار په (٩٠٨ هـ ق – ١٥٠٢ م ) کال کې د الغ بيگ له زوى ميرزا عبدالرزاق څخه نيولى و . بابر د ٩١٠ هـ ق کال د ربيع الاول په اواخرو ( ١٥٠٤م ) کال کې له هندوکش څخه تېر شو او د هوفيان له لارې نه د کابل خوا ته وخوځېد . محمد نعيم ارزاني په ښار کې محاصره شو ، خو له څو ورځو نه وروسته د باقي چغانياني په وسيله له بابر څخه په امان کې شو او کندهار ته ولاړ او په دې ترتيب د کابل ښار د ربيع الاول په اواخر کې د بابر لاس ته ورغى . (٢)

          د ١٥٠٤ کال په مني کې بابر د کابل ديوالونو ته لښکر راورساوه . په همدې وخت کې سره له دې ، چې بابر د ځوانۍ په پسرلي نوى داخل شوى و ، بريالى شو چې د ماتې او بري د جگړو او آواره گيو لومړنى ښوونځى ووايي ، په فعال ډول دا په منځنۍ اسيا کې په جگړو او سياسي پېښو کې برخه واخلي .

 

ـ
          ١- افغانستان در مسير تاريخ ، ٢٦٩ مخ .

          ٢- ظهر الدين محمد بابر ، ١٠-١١ مخونه .

          کله چې بابر کابل ونيو او خپل لاس يې تر غزني پورې وغځاوه ، په دې وخت کې بابر د يوې پراخې سيمې خپلواک واکمن شو . خپل يو ورور ته يې چې جهانگير ميرزا نومېده ، ننگرهار او څه نور ځايونه ورکړل . هغه خانان چې له بابر سره له اوله په راتگ کې ملگري وو او اواره گي يې ورسره تېرې کړې وې ، چاته يې ولسوالۍ او چاته يې څو ټوټې ځمکه په واک ورکړه ، هېڅوک ځنې خپه نشول او نه يې ځنې شکايت کاوه . (١)

          څرنگه چې مخکې وويل شو ، عبدالرزاق ميرزا د الغ بيگ ميرزا زوى په ٩٠٨هـ ق کال د کابل حکمراني له لاسه ورکړه او د افغانستان مشرقي خوا ته وتښتېد او هلته له علي شکور سيستاني ، محمد علي شېباني او عبدالله سره يو ځاى شو . هلته نظر او يعقوب او نورو د پاچاهۍ بېرغ جگ کړى و ، خو بابر چې تل د اوزبکو او شېباني له خوا په وېره کې و ، وغوښتل چې له هغوى څخه په ليرې سيمو کې خپله پاچاهي جوړه کړي .

          نو د همدې لپاره ده هر وخت په هند باندې د حملې او د هغه د نيولو خيال درلود . له همدې امله يې د ميرزا عبدالرزاق موجوديت د افغانستان په مشرق کې د قوي پښتنو قبايلو په مينځ کې د خپل پرمختگ لپاره ضرر گاڼه او نه يې غوښتل ، چې ميرزا عبدالرزاق دلته پرمختگ وکړي ، نو له همدې امله په ٩١٤هـ کال کې ، چې د عبدالرزاق قواوې په دې وخت کې د درې يا څلورو زرو تنو څخه زياتې نه وې ، بابر په دوى باندې حمله وکړه . په دې جنگ کې د عبدالرزاق سرداران ووژل شول او عبدالرزاق ونيول شو او د بابر له خوا ووژل شو . په دې ترتيب بابر وتوانېد ، چې خپل شرقي دښمن له مېنځه يوسي او د هند د حملې لپاره لاره هواره کړي . (٢)

          په همدې وخت د بدخشان په ولايت کې ددې ځاى يوه آزادي غوښتونکي د زبير راعي په نوم قوت پيدا کړ او بدخشان يې د اوزبکو او د بابر له خلکو څخه ونيو او دغه ځاى يې د يو څه مودې لپاره د نورو يرغلونو او اسارت څخه په امان کړ . بابر د بدخشان د بيا نيولو لپاره جان ميرزا بن سلطان ابو سعيد ، چې د بابر د تره زوى و ، له کابل څخه هغه خوا ته ولېږه او جان مېرزا و ځپل ، چې د بدخشان له اشرافو څخه و د بدخشان ولايت له زبير څخه ونيوه . (٣)

          کله چې په لومړي ځل بابر کابل ونيو ، کابل ښار دده خوښ شو او له دې ښار سره د هغه ډېره مينه وه او ددې ځاى اب و هوا يې ډېره خوښه وه . ددې ځاى د آب و هوا په باب بابر داسې وايي :

          ( د کابل آب و هوا دومره لطيفه ده ، چې داسې به د يو بل مقام نه وي . د اوړي په موسم کې هم د پوستين له اغسوتلو پرته سړى نه شي اوده کېدلى . په ژمي کې دلته ډېره واوره کېږي ، ولې بيا هم موسم ډېر يخ نه وي . که څه هم د سمرقند او تبريز هوا هم ښه ده ، ليکن هلته بې شانه يخني وي . )

          د کابل په صفت کې بابر د فراخدلۍ نه کار اخيستى دى ، ددې ځاى چينې او د چينو پر غاړه چينارونه ، ځاى په ځاى باغونه ، ډول ډول مېوې ، د کابل د پسرلي موسم او رنگارنگ گلونه . . . عرض دا چې ددې ښار هر يو څيز د بابر په نظر کې دلفريب و . همدا لامل و ، چې هغه د خپلي

ـ
          ١- دو. م ماسون او و.ا رومودين ( د نوي زمانې په برخه کې ) کابل مجله ، د ١٣٥٥ کال د چنگاښ مياشت ، څلورمه گڼه ( ٣٥- ٣٦ ) مخونه .

          ٢- پوهاند عبدالحي حبيبي ، تاريخ افغانستان در عصر گورگانيان ، کابل ١٣٤٤ ١٤-١٥ مخونه .

          ٣- مخکينى ماخذ ، ١٥ مخ .

وروستۍ آرامگاه لپاره همدغه ځاى خوښ کړى و .    

          ډېر زر بابر ته دا خبره څرگنده شوه ، چې کابل يو داسې وطن دى ، چې کافي غله نه لري او له بدې ورځې د غرييزو قبايلو نه غله راوړل غواړي دا يو داسې معاشي مسئله وه ، چې هغه تر اخره پورې ددې څه موزون علاج ونه کړى شو . که څه هم دا ويل کېږي ، چې بابر په لومړي ځل د خيبر په دره راووتلو او د اباسين غاړې ته راغى ، نو هغه دا اراده وکړه چې په هندوستان وردننه شي ، خو دا خبره سمه نه برېښي ، دغه وخت د هغه گډوډ پوځ صرف د لوټ په غرض راوتلى و او مقصد يې دا و، چې د کابل د سيمې نه بهر غله ، مال او مواشي لوټ کړي او د خپل ځان او د کابل د خلکو څه بندوسبت وکړي . (١)

٭     ٭     ٭

          ب: بابر په کوهاټ کې :

          د کابل تر فتحې يو کال وروسته په ١٥٠٥م کال کې بابر د سيمې د جاج او مال غنيمت د حصول په غرض د خيبر په دره راووتلو او جم (جمرو ) په مقام کې يې کېمپ ولگاوه . بيا ددې ځاى نه د بگرام (پېښور) سيل ته راغى ، د بگرام د سيل په وخت کې د هغه لارښود ابو سعيد باگرامى و . بابر د گورگتري شهرت اورېدلى و او خپل رهبر ته يې د گور گټري د کتلو خواهش ظاهر کړو ، خو د هغه رهبر د گور گټري نه لاعلمي څرگنده کړه . دغه وجه وه ، چې بابر په دې موقع د گورگتري سيل ونه کړه . په واپسۍ کې د جمرود په مقام ابوسعيد د بابر يو امير ته وويل ، چې ماته گورگټري معلومه وه، خو په تنگو غارونو کې د کوزېدو له وېرې منکر شوى وم . هغه امير سمدستي دا خبره بابر ته وويله، خو بابر د گورگټري کتل بلې موقعې ته پرېښودل .

          که څه هم ددې مهم مقصد په اباسين پورې وتل او د پنجاب په سيمه کې سياحت کول و ، خو د اميرانو په سلا بابر خپله اراده بدله کړه او د خپل يو امير ( باقي چغانياني ) په وينا يې د ( کوهټ ) يانې کوهاټ لوټل غوره وگڼل .

          دې امير د کوهاټ د دولت خبرې بابر ته ښاېسته کړې او د خپلې وينا په مرسته يې يو څو کابلي سوداگر هم پېش کړل . په دې ورځو کې د پېښور په شاوخوا سيمو کې (گگياڼي ) پښتانه اباد وو. دا خلک د بابر د تاخت له وېرې غرونو ته تښتېدلي وو ، ددې قبيلې يو مشر يحيى خان په خيبر کې د بابر په خدمت کې راغلو . دغه شان ددې قبيلې يو بل ملک ( خسرو خان ) هم د بابر په خدمت کې حاضر شو . د کوهاټ د تاخت په دوران کې دا دواړه ملکان هم د رهبرانو په توگه له بابر سره ملگري وو . بابر د جمرود نه په نيمه شپه روان شو او کچه غرمه کوهاټ ته ورسېد او په لوټ يې لاس پورې کړ . ډېرې غواگانې او مېښې يې ولجه کړې ، ځينې پښتانه يې هم ونيول ، خو بيا يې پرېښودل . په کوهاټ کې څه رنگ چې د بابر تمه وه ، هغه شان د هغه په لاس نقد مال رانغلو (باقي چغانياني ) چې د هغه په وينا باندې په کوهاټ کې تاخت شوى و ، په خپلې خبرې ډېر کچه شو . بابر په کوهاټ کې د خلکو په کورونو کې پرېوانه غلې وليدلې ، خو د بابر خو صرف غله پکار نه وه ، بلکې نقد دولت يې هم پکار وو او نقد دولت د کوهاټ له خلکو سره نه وو . له دې امله بابر بې طبـــــع

ـ
          ١- پښتانه د تاريخ په رڼا کې، ٤٠٠ مخ .

شانتې شو .  ( د کوهاټ له خلکو سره دا نقد دولت نن هم نشته او د بابر د وخت هغه پرېوانه غلې هم نه لري ) په کوهاټ کې بابر دوه ورځې او دوه شپې پاتې شو ، دلته د بنگښو پښتنو د وهلو او لوټلو او د برمل له لار غزني ته د تلو سلا وشوه . (١)

٭     ٭     ٭

          ج: بابر په سوات کې :

          د کوهاټ نه بابر د انگو (هنگو ) په لور روان شو ، رهبر يې هم هغه ابو سعيد بگرامى و ، چې د ټولو لارو نه خبر دار و . د بنگښو او بابر لومړۍ مقابله غالباً چې د ( استرزواوايسان) ترمنځه وشوه . بابر بريالى شو او هغه د مقتولينو پښتنو له کوپړيو څخه مناره جوړه کړه .

          په هنگو کې بيا د پښتنو او بابر ترمېنځ جنگ وشو . د مقتولينو له کوپړيو نه د منارې جوړولو رواج په مغولو کې د چنگېز خان د زمانې راهيسې پيل شوى و . د هنگو نه بهر ټل ته ولاړ ، دلته يي هم له پښتنو سره سوک څپېړه وکړه . (٢)

٭     ٭     ٭

          د: بابر په بنو او غزني کې :

          په بنو کې د دشت يانې د دېره جاتو د وهلو سلا وشوه . بابر له خپلې ډلې سره عيسى خېلو ته ولاړ . دې خلکو د بابر له وېرې کلي خالي کړي وو ، دلته ډېرې گډې او وزې ولجه کړى شوې . عيسى خېلو د شبخون اراده کړې وه ، خو بابر هم ښه احتياط کړى و . له دې امله د عيسى خېلو شبخون کامياب نه شو . په دشت کې غالباً د ټانک په شاوخوا کې د پښتنو د رخت سوداگران ولوټل شول او يو معتبر سوداگر خواجه ( خضر لوهاڼى ) د سيدي مغول له لاسه ووژل شو .

          ددې نه پس بابر له خپل پوځ سره د کوه سليمان په لمنه د ډهوکي په لاره غزني ته ولاړ . په دې سفر کې بابر د ( آب ايستاده ) په ليدو ډېر خوشحاله شو . په دې هکله هغه داسې وايي :

          ( د ولاړو اوبو يو عظيم څادر زموږ په مخکې خور و ، اوبو له اسمان سره خبرې کولې او د لرې لرې کنارو ډبي به پکې اپوټه ښکارېدې . لږ لږ ساعت پس به د اوبو او اسمان ترمېنځ څه سور سور شان څيز ښکارېدلو او غېبېدلو ، چې موږ نږدې شو نو معلومه شوه ، چې هغه د زاڼو سيلونه وو ، ولې دلته يواځې زاڼې نه وې ، بلکې ددې اوبو په غاړه رنگارنگ او ډول ډول نور مرغان هم وو . )

          د خپل عادت مطابق بابر ددې ولاړو اوبو ( اب ايساده ) نه تر هغه وړاندې نه شو ، تر څو چې يې په دې هکله مکمل تحقيق نه و کړى . په دې ډول د بابر دا مهم ختم شو .

          دا حقيقت ، چې د پښتنو قبايلو نه خو د بابر اقتدار ته او نه د هغه نه وړاندې د بل کوم حکمران اقتدار ته غاړه ايښې وه ، د بابر د خپلې وينا نه څرگندېږي ، چې د بنگښو په هکله بابر داسې وايي :

          ( د بنگښو قبايل د لارې نه يو طرف ته آباد دي ، دا خلک په رضا سلا ماليه نه ورکوي ، ولې زه د ډېرو اهمو کشالو په وجه لکه په مثال د بدخشان ، قندهار او هندوستان د فتوحاتو د تابيا او انتظام په وجه ډېر مصروف يم او دا موقع نه مومم ، چې د دوى مستقله فيصله وکړم . ولې که چېــرې

ـ
          ١- پښتانه د تاريخ په رڼا کې ، ٤٠٠ مخ .

          ٢- پښتانه د تاريخ په رڼا کې ، ٤٠١ مخ .

الله پاک زما دا خواهشات پوره کړي ، نو زه به په خپل اولين فرصت کې ددې علاقې خبره خلاصوم او د دوى لوټ مارو گاونډيانو خبر به هم اخلم .

          دغه شان په يوه بله موقع د وزيرو پښتنو په اړه داسې وايي :

          ( وزير پښتانه په خراج کې ډېر سست او بې قاعدې دي ، دوى په دې موقع درې سوه گډې د خراج په ډول پېش کړې وې . زه به د دوى خبر اخلم . )

          خو دا حقيقت دى ، چې ددې قبايلو په باب کې د بابر خواهشات د هغه په ژوند کې پوره نه شول او ددې قبايلو په هر مهم کې هغه خپله ناکامي د نورو اهمو کشالو د سرانجام کولو په پرده کې پټه کړې ده او د هغه اولاد هم چې هغوى ته ددې پښتنو ايل کول په ميراث کې پاتې شوي وو ، دا قبايل په خراج ورکولو مجبور نه کړى شول . (١)

ـ
          ١- پښتانه د تاريخ په رڼا کې ، ٤٠٢ مخ .