Jjmklk

بابر او سلطان ابراهيم لودي

20.01.2011 19:24

څېړنوال عبدالرحيم بختاني خدمتگار :

بابر او سلطان ابراهيم لودي

(١٥١٧-١٥٢٦م)

          د سلطان سکندر لودي په مرگ سره د مغولو پخوانۍ هيلې بيا ژوندۍ شوې او بابر تر ٩١٠ هـ ق کال وروسته د خپل پلرني ميراث په توگه د هند نيولو ته نږدې ناست و . د سلطان ابراهيم په څېر د کمزوري ، خو د خواه او کينه ناک سړي پاچا کېدل د پښتنو لپاره يوه ستره بدمرغي وه . په ٩٢٣ هـ ق کال د سلطان سکندر په مړينه ، دده له شپږو زامنو څخه دوه تنه (ابراهيم او شهزاده جلال) د پادشاهۍ لپاره راپورته شول . پښتنو مشرانو مرحوم پاچا پرځاى د يو مناسب شخص د ټاکلو لپاره اوږدې خبرې وکړې . په پاى کې پرېکړه وشوه ، چې د ډيلي په تخت دې ابراهيم کېني او جونپور دې دشهزاده جلال شي . دواړه شهزادگان هم پردې پرېکړه راضي شول .

          په دې ډول ابراهيم لودي ، د سلطان ابراهيم لودي په نامه په ډيلي کې پرتخت کېناست او د پنجاب حاکم او لوى جاگيردار دولت خان لودي يې وزير وټاکل شو . له پرېکړې سره سم شهزاده جلال له اگرې څخه جونپور ته لاړ او د اعظم همايون زوى يې له ځان سره د وزير په توگه بوت او په جونپور کې يې خپلواک حکومت جوړ کړ ، خو خطبه او سکه يې د ډيلي د پاچا سلطان ابراهيم لودي په نامه وه.

          د سلطان ابراهيم لودي د پاچاهۍ په پيل کې لومړى ناوله کار دا و ، چې ده څلور تنه مېړني وروڼه (محمود خان ، اسمعيل خان ، حسن خان او شهزاده اعظم همايون) نظربند کړل او د هاني کلا ته يې ولېږل او هر يوه ته يې دوه ښځې او د ژوند ټول مايحتاج ورکړل . که څه هم د لودي سلطنت وېش د دواړو وروڼو ترمېنځ د ځينو اميرانو او د دواړو په رضايت ترسره شو ، خو بيا هم ځينې دور اندېش او پوه اميران ددې وېش کلک مخالفت وو او دوى پوهېدلو چې د راپړې حاکم لودي يا لواڼى خان جهان له راپړې څخه د سلطان ابراهيم دربار ته راغى او د هېواد د وېش په اړوند يې په کلکه مخالفت څرگند کړ . دده تر څنگ نور مخالف اميران هم ودرېدل او پر دې ډول دوى د پاچا په حضور کې په ښکاره توگه د لودي سلطنت وېش ونه مانه (١) .

          سلطان ابراهيم لودي د جلال د تعقيب لپاره د اگرې حاکم اعظم همايون سرواني ، د دېرش زره سورو او دېر شو جنگي هاتيانو سره گواليار ته ولېږه . مخکې له دې چې دا لښکر گواليار ته ورسېږي، جلال له دغه ځايه مالرې ته لاړ او له سلطان محمود غلجي سره يې څو ورځې تېرې کړې ، خو د سلطان محمود د ناوړه سلوک له امله يې مالره هم پرېښودله . د گډه کټنکه لور ته وتښتېد او دلته د لنوارانو يوه ټولگي ونيو او سلطان ابراهيم ته يې ولېږه . سلطان ابراهيم نوموړى د هانسي کلالور ته د زنداني په توگه ولېږه او پرلار يې په شهادت ورساوه . د جلال الدين تر مړينې وروسته سلطان ابراهيم لودي ډيلي ته راغى .

          له پښتنو اميرانو سره د ابراهيم لودي ناوړه سلوک ددې لامل شو ، چې دده په وړاندې د مخالفت پـــــــــخه زمينه برابره شي . له بده مرغه په ابراهيم کې د پلار او نيکه خويونه ، نه وو . دى يو بې فکره او

ـ
          ١- سرمحقق نصرالله سوبمن ، پښتانه په هند کې ، لاهور ، ١٣٨٠ (٥١٢-٥١٣) مخونه .

مغرور سړى و او د دغه ناوړه سلوک په نتيجه کې دده زيات اميران خپه او يو شمېر دده د جلادانو په لاس شهيدان شول . کوم نادان چې دغه ناپوه پاچا د پښتنو واکمنۍ ته رسولى و ، د هغې جبران هېڅکله ممکن نه شو او په هند د پښتنو درې سوه کلنه واکمني د دغه بې انصافه او جابر پاچا له خوا ورته د ړنگېدو لاره هواره شوه . (١)

          د سلطان ابراهيم لودي د ناوړه پالېسۍ په ترڅ کې د لودي کهول يو پخوانى وفاداره امير دولت خان لودي او علاء الدين خان عالم خان هم د يادونې وړ دي . دولت خان لودي ، د ابراهيم لودي په زمانه کې د صدې والي و او د لوديانو د کورنۍ يا نامتو سپه سالار و . دغه باتجربه امير له تېرو شو کلو راهيسې له لودي کهول سره ښه خدمت کړى و . له بده مرغه ابراهيم لودي د خپلې ناپوهۍ له امله په ډېر حساس وخت کې دا اعتباري امير هم ارام پرېنښود او په بدبينۍ سره يې ډيلي ته راوغوښت، خو دولت خان په دې ښه پوهېده ، چې ډيلي ته تگ دده د مرگ مانا لري . نو ځکه د پاچا حکم يې ونه مانه او يوازې خپل زوى دلاور خان يې ورته ولېږه .

          دولت خان د خپل بغاوت د مدلل کولو لپاره د ابراهيم لودي تره علاءالدين عالم شاه بن بهلول لودي هم له ځان سره ملگرى کړ . علاءالدين هم د ابراهيم لودي له لاسه زړه چاودى و او په گجرات کې يې د يوه پنا وړونکي په توگه استوگن و . دولت خان لودي نوموړى له گجرات څخه راوغوښت او هغه يې د ابراهيم لودي پرخلاف د بابر د مرستې د ترلاسه کولو لپاره کابل ته ولېږه .

          بابر د علاءالدين په ليدلو ډېر خوښ شو او د هند د ليدلو هيلې يې بيا پياوړې شوې ، خو بابر دا وخت دومره قوت نه درلود ، چې د ابراهيم لودي له زيات شمېر لښکر سره وجنگېږي . په لومړي سر کې ده دا خيال وکړ ، چې که علاء الدين پاچا شي ، نو پنجاب به ده ته ورکړي ، خو سره له دې هم د علاءالدين د نفوذ د لږوالي او د ابراهيم د پوځي قوت د لوړتيا له امله بابر علاءالدين ته يوازې تش په خولې د مرستې ژمنه وکړه او د عملي کار تکل يې ونه کړ (٢).