Jjmklk

د ارواښاد اجمل خټک د لومړي تلين په مناسبت علمي_ څيړنيز سيمينار

26.03.2011 17:27

څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار :

          د ارواښاد اجمل خټک د لومړي تلين په مناسبت علمي_ څيړنيز سيمينار

          د ١٣٨٩هـ ل کال د کب د مياشتې په ٢٨ مه نيټه د افغانستان اسلامي جمهوريت د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو وزارت لخوا د کابل په انترکانتيننتال هوټل کې د اجمل خټک د لومړي تلين په مناسبت (( د اجمل خټک ژوند ، شعر او سياست )) تر عنوان لاندې علمي _ څېړنيز سيمينار جوړ شوي و .

          سيمينار د همدې ورځې د سهار په دو بجو د قران عظيم الشان په مبارکو آيتونو باندې پيل شو. بيا د سرحدونو ، قومونو او قبايلو چارو وزير محترم اسد الله خالد لخوا د افغانستان اسلامي جمهوريت جمهور رئيس حامد کرزى پيغام ولوستل شو . د پيغام په يوه برخه کې ددې سيمينار
د اهميت په اړه داسي اشاره شوى دې : کومې غونډې او سيمينارونه چې د اجمل   خټک په اړه جوړيږى ، دا پر مونږ باندې د اجمل خټک حق دى ، چې مونږ يې بايد اداء کړو . په معاصره دوره کې اجمل خټک د سيمې د يو سياسي ، ادبي او فرهنگي شخصيت په توگه معرفى شوى دى . د پيغام په پاى کې د سرحدونو ، قومونو او قبايلو چارو وزارت نه مننه شوې ده چې په دې اړه يې دغه سيمينار جوړ کړى دى .

          د جمهور رئيس د پيغام نه وروسته د علمي او فرهنگي موسساتو پيغامونه د دغو ادارو داستازد  لخوا ولوستل شوو . لومړى پيغام د افغانستان د علومى اکاډمۍ و چې د علومو اکاډمۍ  د ژبو او ادبياتو د مرکز رئيس څيړنپوه عبدالواجد واجد لخوا ولوستل شو ، بيا د کابل پوهنتون پيغام د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځۍ استاد محمد انور خيرى لخوا ولوستل شو .

          بيا په اروپايي هيوادونو کې د افغان فرهنگيانو پيغام ولوستل شو _ په دې پيغام کې
د لرو او برو پښتنو د وحدت او اتفاق په اړه داسي اشاره شوى ده :

          که دغسي غونډې او سيمينارونه جوړ شي د لرو او برو پښتنو او خلکو په منځ کې ښې اړيکې وده او پرمختگ کوي او دغه ښې اونيکې اړيکې د ستونزو د حل لپاره زمينه برابر
وى .

          د پيغامونو په برخه کې د نورو فرهنگي مرکزونو او موسسو پيغامونه هم راسيدلى وو ، چې د وخت د کمى له امله د لوستلو نه پاتي شو .

          د پيغامونونه وروسته لومړى علمي غونډه پيل شوه . د لومړئ علمي غونډى رئيس څيړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار وټاکل شو . په دې غونډه کې لومړى اکاديميسن سليمان لايق د اجمل خټک د شعر په مختلفو بعدونو باندې خبرې او تبصري وکړې . د اجمل خټک د شعر او نثر په اړه يې هم مفصل علمي معلومات وړاندې کړل . دوهمه مقاله د پښتو نخوا نه راغلى ميلمه ښاغلى سليم راز ولوستل . د سليم راز د مقالې عنوان  (( د اجمل خټک
د شاعرۍ نظرياتي بنيادونه )) و . دريمه مقاله د ډاکتر داود اعظمي وه ، چې د اجمل خټک ، علامه اقبال او خوشحال خان خټک د شعر ونو پر مقايسوى اړخونو باندې خپل علمي تحليلونه وړاندې کړل . څلورمه مقاله د مشتاق الرحمن مقاله وه ، چې د (( اجمل خټک او څو نظمونه )) تر عنوان لاندې ترتيب شوې وه ، پنځمه مقاله د استاد بريالي ياجوړي (( د اجمل خټک په شاعرۍ کې دولسونو ونډه )) تر عنوان لاندې ترتيب شوې وه . شپږمه مقاله د هارون الرشيد خټک و ، چې د (( بابا اجمل خټک او د هغه محبوبيت )) تر عنوان لاندې ليکل شوى وه . لومړى علمي غونډه د غرمى په دولس نيمو بجو پاى ته ورسيدله  .

          دوهمه علمي غونډه په دووبجو پيل شوه . د دوهمي علمي غونډي رئيس ښاغلى سليم راز وټاکل شو . ددې غونډې لومړى مقاله (( د اجمل خټک د فکر او فن پلوشي )) تر عنوان لاندې د څيړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار لخوا ولوستل شوه . د مقالې په پاى کې د اجمل خټک  د آثارو د چاپ او خپريدو په اړه لاندې وړانديزونه وړاندي شو .

            ١. د اجمل خټک ادبي ثقافتي ټولنه دې جوړه شي او دغه ټولنه تر هر څه د مخه د غو کارونو ته اقدام وکړي :

          ٢. داجمل خټک دخطي منثورو او منظومو آثارو را ټولول او چاپول .

          ٣. د هغه د چاپ شويو منظومو آثارو د کلياتو تدوين او چاپول .

          ٤. د هغه د چاپ شويو منثورو آثارو د کلياتو تدوين او چاپول .

          ٥. د هغه د چاپ شويو مرکو ( مطبوعاتي مصاحبو ) را ټولول  او چاپول .

          ٦. د هغه د ځانله ځانله مقالو را ټولول او چاپول .

          ٧.د هغه دويناگانو راټولول او چاپول .

          ٨. د هغه د ليکونو او هغه ته د راغلو ليکونو را ټولول او چاپول .

          ٩. د هغه په يو غزل ، د ښاغلي عبدالرحمان پژواک او محمد ارسلان سليمى د طرحي مشاعرې بيا چاپول .

          ١٠. د هغه د ( ژوند او فن ) د کتاب بيا چاپول .

          ١١. د هغه په باره کښې د نورو ليکوالو او شاعرانو د ليکنو او شعرونو را ټولول او په کتابي شکلونو چاپول .

          ١٢. د هغه يوه  کرونو لوژيکه بيوگرافي تر تيبول او چاپول .

          دغه وړانديزونه د سيمينار د برخه والو لخوا په چکچکو هر کلى وشو او د ټولو لخوا تائيد او ومنل شوو او په دى لړ کښې محترم افرسياب خټک وويل : دا ډير ښه وړاندېزونه دي او مونږ به يې عملي کړو .

          ددې غونډې دوهم ويناوال ښاغلى نور الامين يوسفزى و چې د اجمل خټک د نثري ليکنو په اړه يې څيړنه کړى وه . په دوهمه علمي غونډه کې محترمې غوټۍ خاورې د اجمل خټک يو شعر ولوست بيا ښاغلو سرور ماموند ، صادق ژړک ، عزيز تحريک ، حيات الله رفيقى ، نجيب الله هوتکى ، رزاق پالوال او ايمل خټک خپلې مقالې او ويناوې وکړې . دوهمه علمي غونډه د مازيگر په څلوروبجو پاى ته ورسيدله .

          د سرحدونو ، قومونو او قبايلو چارو وزارت مشرتابه د سيمينار په پاى کې وعده وکړه چې ددې سيمينار د مقالو مجموعه به ډير ژر چاپ کړي  او مينه والو ته يې وړاندې کوي .
د دوهمي علمي غوندى نه وروسته مشاعره پيل شوه ، مشاعرې د مازيگر تر پنځو بجو پورې دوام وکړ او د مازيگر په پنځو بجو سيمينار پاى ته ورسيد .