Jjmklk

د گرجستان پولې او اداري جوړښت

01.11.2011 06:28

څېړنوال عبدالرحیم بختانی خدمتگار

د گرجستان پولې او اداري جوړښت

د ګرجستان ښکلی او لرغونى هېواد د قفقاز د سیمې له مهمو هېوادونو څخه شمېرل کېږي. دا ښکلى او سمسور هېواد د اسیا او اروپا ترمنځ پروت دی.

د ګرجستان هېواد د اسیا په لویدیځ او د اروپا په سویل ختیځ خوا کې موقعیت لری. دا هېواد چې د قفقاز حوزې پورې مربوط دى، شمال خواته یې روسیه، ختیځ خواته یې اذربایجان، سویل خواته یې ارمنستان او ترکیه او لویدیځ خواته یې تور سمندرګۍ پروت دی. (۱)

له ګرجستان سره د تورسمندرګي او ګاونډيو هېوادونو ټول سرحدونه ۱۷۷۱ کیلومترو ته رسېږي، نوموړى هېواد له اذربایجان سره ۳۲۲ کیلومتره له ارمنستان سره ۱۶۴ کیلومتره، له روسیې سره ۷۲۲ کیلومتره له ترکیې سره ۲۵۲ کیلومتره له تورسمندرګي سره ۳۱۰ کیلومتره گډې پولې لري. (۲)

ګرجستان د اداري وېش له پلوه په دوو کورواکو جمهوریتونو، یوه کورواکه ایالت، ۱۳ ښارونو او ۳۷ ښارګوټو باندې وېشل شوى دى. د ګرجستان دوه کورواکه جمهوریتونه په لاندې ډول دي:

د ابخازیا کورواکه جمهوریت، چې پلازمینه یې د سوخوي ښار دى. د آجاریا کورواکه جمهوریت چې پلازمینه یې د باتومي ښار دى.

ګرجستان یو کورواکه ایالت هم لري، چې د سویلي اوسیتیا له ایالت څخه شمېرل کېږي او اوس يې په لاندې ډول د ګرجستان د هر ایالت، کورواکه جمهوریتونو، ښارونو او ښارګوټو په اړه معلومات وړاندې کېږي.

د سویلي اوسیتیا کورواکه ایالت:

د سویلي اوسیتیا کورواکه ایالت د ګرجستان حکومت په چوکاټ کې دى. دغه ایالت د ۱۹۲۲ ز کال د اپریل په میاشت کې جوړ شوی دی او په ۱۹۹۱ ز کال کې بېرته ړنګ شو. د سویلي اوسیتیا مساحت ۳۹۰۰ کیلومتر مربع دی، چې څلور اداري ناحیې، یو ښار او څلور ښارګوټې لري. د دې ایالت پلازمینه د تسخین والي ښار دی.

سویلي اوسیتیا د قفقاز د لویو غرونو د سویلي لمنو په مرکزي برخه کې موقعیت لري او جګه برخه یې «خالاتسا» نومېږي، چې له سمندر څخه ۳۹۳۸ متره لوړوالى لري.

د سویلي اوسیتیا اقلیم په سویلي برخه کې معتدل، ګرم او مرطوب دی او شمالي برخې یې د نوسان په ایالت کې دي. په ژمي کې د تودوخې منځنۍ درجه منفي دوه نه تر منفي شپږو سانتې ګراد او په اوړي کې د مثبت ۱۳ نه تر مثبت شلو سانتې ګراد درجو پورې وي. په کال کې د منځني ورښت اندازه د ۵۰۰ نه تر ۱۰۰۰ ملي مترو پورې اټکل شوى دى.

د سویلي اوسیتیا مهم سیندونه د «لیاخوی»، « کساني»، «لخورا» او «مجودا» سیندونو څخه عبارت دي. په سویلي اوسیتیا کې یو شمېر کوچني او لوي ډنډونه هم شته، چې د ټولو نه مهم د «کلیستبا» او «ارتسود» ډنډونه دي. د سویلي اوسیتیا نږدې نیمه برخه یې د بلوطو او نورو ونو په ځنګلونو پټ دى، په دې ځنګلونو کې لیوه، خرس، خرګوش، ګیدړ، روبا، وحشي اوزه او هوسۍ پیدا کېږي. (۳)

په شمالي او سویلې اوسیتیا کې د اوست قوم چې له اریايي قومونو سره اړیکې لري، ژوند کوي. د اوست قوم لومړى عیسوي دین ومنلو او د مغولو د یرغلونو نه مخکې په سیمه کې د ډېر قدرت او واک خاوند و. د مغولو د یرغلونو په وخت کې غرونو ته ولاړل او بیا په شپاړسمه میلادي پېړۍ کې د شمالي قفقاز د کاباردین حکومت پورې وتړل شو او د اسلام دین یې ومنلو. په اتلسمه او نولسمه میلادي پېړۍ کې د روسانو حاکمیت په دې سیمه کې ټېنګ شو، په دې مهال د اوست د قوم یو شمېر خلکو بېرته د عیسوي دین پیروان شول. (۴)

سویلي اوسیتیا د ۱۹۲۲ز کال د اپریل په ۲۰ مه نېټه جوړ شو. د شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته داسې کوښښونه روان وو، چې سویلي اوسیتیا به له سویلي اوسیتیا سره یو ځای شي، له همدې کبله د ۱۹۹۰ز کال په پای کې د ګرجستان حکومت پریکړه وکړه، چې د دې ایالت کورواکي پای ته ورسوي، او ګرجستان تر کنټرول لاندې راولي. په ۱۹۹۱ز کال کې د کورنۍ جګړو پرمهال د خپل استقلال اعلان یې وکړ او خپل ازاد حکومت یې جوړ کړل، د ۲۰۰۶ ز کال په انتخاباتو کې په سویلي اوسیتیا کې «کوکویتي» د سویلي اوسیتیا د ولسمشر په توګه انتخاب شو.

په همدې مهال د سویلي اوسیتیا په بله برخه د ګرجستان حکومت تر کنټرول لاندې «ساناکوف» د سویلي اوسیتیا د ولسمشر په توګه انتخاب شو. په یو وخت کې دوه ولسمشرانو د سویلي اوسیتیا لپاره انتخاب شول. ګرجستان له لنډې مودې وروسته له ساناکوف څخه خپل ملاتړ اعلان وکړ او ساناکوف د حکومت د رسمیت پېژندلو په کوښښ کې شو.

د ۲۰۰۸ز کال په اګست کې د ګرجستان او سویلي اوسیتیا ترمنځ شخړې خپل اوج ته ورسېدې. د ګرجستان پوځي ځواکونو د همدې کال د اګست په اتمه نېټه په سویلي اوسیتیا باندې برید وکړه او تسخین والي باندې یې د توپونو ډزې وکړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د راپور په اساس، په دې جګړه کې ۲۱۰۰ تنه اوسیتیايي خلک ووژل شو. د دې برید په ځواب کې روسیه د سویلي اوسیتیا د خلکو د دفاع په خاطر، خپل وسله وال پوځونه مارش کړل.

د ۲۰۰۸ ز کال د اګست په ۱۲مه نېټه جګړه پای ته ورسېده او په ۱۸مه د ګرجستان پوځونه له سیمې څخه ووتل او د اګست په ۲۲مه نېټه د روسیې د پوځونو وتل هم پای ته ورسېدل.

د اګست په ۲۶مه نېټه د روسیې ولسمشر د آبخازیا او سویلي اوسیتیا د جمهوریتونو د رسمیت پېژندلو فرمان لاسلیک کړل.

د روسیې ولسمشر په خپله تلویزیوني وینا کې وویل: «د آبخازیا او اوسیتیا د خلکو د ازادي په نظر کې نیولو سره د ملګرو ملتونو د سازمان د مقرراتو پر بنا ما د روسیې د فدراتیف جمهوریت په استازیتوب د سویلي اوسیتیا او آبخازیا د جمهوریتونو د استقلال فرمان لاسلیک کوم».

د اګست په ۱۲مه نېټه کله چې جګړه پای ته ورسېده، دیمیتري مدویدیف د فدراتیفي روسیې ولسمشر او نیکلای سارکوزي د فرانسې ولسمشر په مسکو کې د یوې غونډې په ترڅ کې د سولې یو تړون لاسلیک کړل، په دې تړون کې د ګرجستان، سویلي اسیتیا او آبخازیا ولسمشرانو هم لاسلیکونه وکړل. د نوموړي تړون محتویات په لاندې ډول دي:

۱ـ د وسله والو پوځونو د هڅو بندول.

۲ـ د ټولو پوځي هڅو د عملیاتو پای ته رسېدل.

۳ـ په سیمه کې بشري مرستو ته زمینه برابرول.

۴ـ د ګرجستان وسله وال پوځ باید خپلو اصلي او دایمي قرارګاوو ته ولاړ شي.

۵ـ د روسیې فدراتیف جمهوریت وسله وال پوځ خپلو اصلي او دایمي قرارګاوو ته لاړ شي.

۶ـ په سویلي اوسیتیا او آبخازیا کې د دایمي امنیت د تامین لپاره نړیوالې هلې ځلې پېل شي. (۵)

د آبخاز، آبخازیا یا آبخازستان کورواکی جمهوریت:

آبخازیا د قفقاز لویدیځ خوا ته د تور سمندرګي په لویدیځو خواوو کې پروت دی. د دې جمهوریت پلازمینه د سوخومي ښار دي. د آبخازیا په جمهوریت کې مختلف قومونه ژوند کوي، په دې جمهوریت کې د آبخاز قوم په اقلیت کې دی، چې د دوی شمېر نږدې یو لکو تنو ته رسېږي. د آبخازیا جمهوریت یوه غرنی سیمه ده او ۸۷۰۰ کیلومتر مربع مساحت لري.(۶)

آبخازي ژبه د قفقاز د لویدیځو ژبو له جملې څخه ده، په آبخازیا کې نږدې سل زره آبخازي وګړي په دې ژبه باندې خبرې کوي. (۷)

آبخازي وګړي په قفقاز کې د یو بومي قوم په حیث پېژندل شوي دي. هغوی په داسې حال کې چې د شمالي قفقاز له آدیغه قوم سره نږدې اړیکې لري، د دې ترڅنګ یې خپل سنتي او لرغون کلتور او خپل شفاهي ادبي میراث یې ژوندی ساتلې دی.

د سلو زرو آبخازي وګړو په منځ کې هم مسلمان شته او هم مسیحي، یو زيات شمېر آبخازي مسلمانان د ۱۸۷۰ ز کال په لسیزه کې د هغه وخت د جګړو له امله روسیې ته مهاجرت کړی دی او اوس مهال په ترکیه او یو شمېر نورو هېوادونو کې ژوند کوي. (۸)

د آبخازیا کورواکه جمهوریت د اداري وېش له مخې په شپږو ناحیو، شپږو ښارونو او درې ښارګوټو باندې وېشل شوی دی د آبخازیا جمهوریت مهم غرونه د ګاګرا، بزیب، آبخاز او کودروي غرونه دي. په ژمۍ کې د حرارت منځنۍ درجه د آبخازیا په اوارو ځمکو کې د +۴ نه تر +۷ سانتي ګراد په غرنیو سیمو کې د +۲ او -۲ سانتي ګراد او په اوړي کې د +۲۲ نه تر +۲۴ او ځینو غرنیو سیمو کې د +۱۶ نه تر +۱۸ سانتي ګراد درجو پورې رسېږي. په آبخازستان کې د ورښت منځنۍ کچه په اوارو سیمو کې د ۱۵۰۰ نه تر ۱۳۰۰ میلي مترو پورې او په غرنیو سیمو کې د ۲۰۰۰ نه تر ۲۴۰۰ میلي مترو پورې رسېږي.

د آبخازستان مهم سیندونه د بزیب، ګومیتسا او کلاسوري سیندونه دي. د آبخازستان په جمهوریت کې د «ریتسا» په نوم مهم ډنډ د غرونو په منځ کې پروت دي. آبخازستان په سلو کې ۵۵ په ځنګلونو باندې پوښل شوى دى. د آبخازستان په ځنګلونو کې زیاتره ییږ، هوسۍ او نور ژوي پیدا کېږي. د ابخازستان د تفریح او استراحت لپاره مهم ځایونه ریتسا، ګومیتسا او پیتسوندا سیمې دي.» (۹)

آبخازیا په دوو برخو وېشل شوى دى، یوه برخه یې غرني برخه ده او بله برخه یې ساحلي برخه ده، چې له تورسمندرګي سره پوله لري. غرنی آبخازیا چې د قفقاز په لویدیځه برخه کې پروت دی د ابخازي، بزیب، ګاګرا او کودوري جګو غرونو څخه تشکیل شوى دی. د دې غرونو لوړې څوکې ۳۵۰۰ مترو ته رسېږي. د آبخازیا ساحلي برخه د قفقاز شمال لویدیځ لور پرته ده.

د آبخازیا مساحت ۸۶۶۰.۲ کیلومتر مربع دی. په ۱۹۹۳زکال کې ددې سیمې وګړي نږدې ۵۱۶.۶ زره تنه وو. د آبخازیا خلک په سلو کې ۴۷ په ښارونو او په سلو کې ۵۳ په کلیو کې ژوند کوي. د آبخازیا وګړي له مختلفو قومونو څخه جوړ شوي دي په دې سیمه کې ګرجستاني، آبخازي، روسي، ارمني، یوناني، اوکرایني او نور قومونه ژوند کوي.

آبخازیا له موادو د تولید په برخه کې مهمه سیمه ده، د ډبرو سکرو لوی کان په ۱۸۵۰ ز کلونو کې د «ګالیدزګا» په دره کې وموندل شو، په ۱۹۷۰ز کال کې د دې کان د ډبرو سکرو تولید نږدې یو میلیون ټنه و.

اوس مهال د آبخازیا جمهوریت لکه د سویلي اوسیتیا جمهوریت غوندې، د ګرجستان د مرکزي دولت له کنټرول څخه د باندې دی. د ۲۰۰۸ز کال د اګست د میاشتې تر جګړې وروسته روسیې دغه جمهوریت د یو مستقل هېواد په توګه په رسمیت وپېژندلو. د دې جمهوریت اقتصادي وضع تر جنګ او جګړې مخکې ډېر ښه و، مګر تر جګړې وروسته د دوی اقتصادي کارونه کمزوري شوي دي. (۱۰)

د آبخازستان د جمهوریت مهم ځایونه د آبخازیا پلازمینه د «سوخومي» ښار او بندر دی. همدارنګه په دې جمهوریت کې د ریتسا، ګومیتسا، پیتسوندا، ببه سیري او آمتکل سیمې په زړه پورې سیمې دي، چې د هر یو په اړه به لنډ معلومات وړاندې کړم:

سوخومي: د سوخومي ښار د آبخازستان جمهوریت پلازمینه دی، چې د تورسمندرګي په سواحلو کې پروت دی. په شپږمه میلادي پېړۍ کې یوناني سوداګرو په دې سیمه کې یو ښارګوټی جوړ کړ، چې د «دیوسکوریا» په نوم یادېده. دغه ښارګوټي په لومړی میلادي پېړۍ کې، د رومیانو له خوا او په شپږمه میلادي پېړۍ کې، د بیزانس له خوا ونیول شو. په دولسمه میلادي پېړۍ کې، د ګرجستان د فیوډالي دولت یو مهم ښار و، په شپاړلسمه میلادي پېړۍ کې د عثماني ترکیې دولت تر کنټرول لاندې و، دغه ښار د ګرجستان په تاریخي لرغونې متونو کې د «تسخومي» په نوم هم یاد شوى دى.

په ۱۷۲۴زکال کې ترکانو په دې سیمه کې د «سوخوم قلعه» په نوم یو قلعه جوړه کړه. په ۱۸۱۰ز کال کې سوخومې د تزاري روسیې پورې وتړل شو. د ۱۹۱۸ز کال د اپریل په اتمه نېټه له شوروي اتحاد سره یو ځای شو. د همدې کال د مې په میاشت کې له ګرجستان دولت سره چې نوی یې خپل استقلال ترلاسه کړی و، یو ځای شو. د ۱۹۲۱ز کال نه را په دې خوا د ګرجستان د یو کورواکه جمهوریت په توګه پېژندل شوى دى.

د سوخومي په ښار کې د سګرټ جوړولو، کنسرو جوړولو او بوټ جوړولو کارخانې فعالیت کوي. په دې ښار کې د ګومیتسا د سیند د پاسه د بریښنا بند جوړ شوی دی، چې ډېره بریښنا تولیدوي. په دې ښار کې د ګرجستان د علومو اکاډمۍ څو انسټیټوټونه په علمي او تحقیقي کارونو بوخت دي.

د سوخومي له ښکلي ماڼیو څخه یو هم د آبخازستان حکومتي ماڼۍ ده، بل د آبخازیا مېلمستون، د آبخازیا تیاتر، د چایو تحقیقاتي مرکز او د آبخازستان سناتور یوم دي. (۱۱)

د آبخازیا په جمهوریت کې یو شمېر طبیعي لوی ډنډونه هم شته، چې د پسرلي او اوړي په موسمونو کې د نړۍ ډېر سیلانیان سیل ته ورځي. دغه ډنډونه له «ببه سیري»، «ریتسا» او «آمتکل» څخه عبارت دي. د امتکل ډنډ ۲۳۰۰ متر اوږدوالی او ۴۵ متر سور لري او نږدې سل متره ژور والی لري. د ریتسا ډنډ نږدې ۱۵ کیلومتر مربع مساحت لري، اوږدوالی یې ۲.۶ کیلومتره او سور یې یو کیلومتر او ژوروالی یې ۱۰۱ متره دى. (۱۲)

د آجارستان کورواکه جمهوریت:

آجارستان یا آجاریا د ګرجستان جمهوریت یو کورواکه جمهوریت دی، چې د ګرجستان په سویل لویدیځ او د تورسمندرګي په ختیځه برخه کې پروت دی. د اجارستان د خلکو ژبه د آجاري په نوم یادېږي او په دوو ښاخونو باندې وېشل شوی دی، چې یو یې مینګرلي او بل یې کارتلي دي.

د اجارستان وګړي په ۱۹۷۹ز کال (۲۳۷۰۰۰) تنه شمېرل شوي وو، په اجارستان کې نږدې ۷۴۰۰۰ تنه مسلمانان ژوند کوى.

لرغوني یونانیانو دغه سیمه د ګلخید یا ګلخیس په نوم یادوله، د ګرجستان خلک دغه سیمه، د کلخیدا په نوم یادوي، وروسته ګرجستانیان د ګلخید سیمه د آجار په نوم یاده کړه. د ارمنستان او ګرجستان په لرغونې متونو کې هم د اجارستان په نوم یاد شوی دی.

د اجارستان پلازمینه د باطومي ښار او باطومي بندر دی. هیرودت د ګلخید سیمه د مادګاونډي بللی دی. د شپږم قبل میلاد پیړۍ نه تر پنځم قبل میلاد پیړۍ پورې، ګلخید د هخامنشیانو دولت پورې مربوط وو، په دویم قبل میلاد پیړۍ کې دغه سیمه یونانیانو پورې مربوط وه، بیا په لومړی قبل میلاد پیړۍ کې د روم دولت پورې وتړل شوه، په لومړی او دویمه میلادي پېړۍ کې د دې سیمې پر سر جنګونه او جګړې وې، کله د یو او کله د بل په لاس کې لویدله.

په څلورمه میلادي پیړۍ کې، د «لاز» قوم په دې سیمه باندې مسلط شول. د څلورمې میلادي پېړۍ په پای کې په دې سیمه کې د شرقي روم او ایران ترمنځ جنګونه او جګړې روانې وې. د ایران د ساساني پاچا لومړی قباد او د روم امپراتور ژورستن د سولې د مذاکراتو نه وروسته دغه سیمه کې د ساساني ایران له دولت سره یو ځای شو.

په اوومه میلادي پیړۍ کې آجارستان د ګرجستانیانو له خوا ونیول شو، وروسته کله چې د قفقاز سیمه د مسلمانانو په واسطه فتح شوه، اجارستان هم د مسلمانانو تر تسلط لاندې راغی. په نهمه میلادي پیړۍ کې د سلجوقیانو له خوا ونیول شو. په شپاړلسمه میلادې پیړۍ کې د ترکیې دولت تر کنترول لاندې راغله او د دوی واک تر ۱۸۷۸ ز کاله پورې دوام وکړ. په ۱۸۷۷ او ۱۸۷۸ز کلونو کې د روسیې او عثماني دولت تر جګړو وروسته آجارستان د تزاري روسیې تر تسلط لاندې شو، په ۱۸۷۸ز کال کې د برلین د کنګرې د پریکړه لیک په اساس، آجارستان په ګرجستان پورې مربوط شو. په ۱۹۱۸ز کال کې ترکانو د باطوم ښار او ځېنې نورې برخې ونیولې.

د ۱۹۱۸ز کال د ډسمبر نه د ۱۹۲۰زکال تر جنوري پورې د باطومې بندر د انګریزانو په لاس کې و.(۱۳)

آجارستان د ۱۹۲۱ز کال د جولای په ۱۶مه نېټه د ګرجستان جمهوریت په ترکیب د یو کورواکه جمهوریت په توکه تاسیس شو.

په ۱۹۹۱ز کال کې کله چې ګرجستان له شوروي اتحاد څخه خپل استقلال ترلاسه کړ، د اجارستان جمهوریت هم له ګرجستان څخه د بېلېدو اعلان وکړ. کله چې په ۲۰۰۴ ز کال کې میخایل ساکاشویلي د ګرجستان ولسمشر شو، آجارستان د بیلتون پالو له لاسه آزاد کړ او بېرته د ګرجستان جمهوریت د یو کورواکه جمهوریت په توګه پاتې شو. (۱۴)

د اجارستان کورواکه جمهوریت د ګرجستان په سویل لویدیځه او د تورسمندرګي په سویل ختیځه برخه کې پروت دی. په سویلي برخه کې له ترکیې سره ګډه پوله لري د اجارستان زیاتره خلک مسلمانان دي.

د اجارستان جمهوریت د قفقاز ډیره ښکلې او ارامه سیمه ده، په دې ځای کې د چایو باغونه، د خرما ونې او د باتومي د ښار ښکلي ساحلي منظره د دې سیمې ښکلا نوره هم زیاته کړې ده.

د آجارستان مساحت ۲۹۰۰ کیلومتر مربع دى. د دې ځای وګړي په ۱۹۹۳ز کال کې ۳۸۶.۷زره تنه وو، چې په سلو کې ۴۷.۲ تنه په ښارونو او په سلو کې ۵۲.۷ تنه په کلي کې ژوند کوي. آبخازیا د اداري وېش له نظره په پنځه لاندې ناحیو باندې ویشل شوى دى:

۱ـ دکداسیمه.

۲ـ د کوبولتي سیمه.

۳ـ د شوآخوی سیمه.

۴ـ د خلوا جانوري سیمه.

۵ـ د خولو سیمه.

د آجاریا شمال خواته يې، د مسختي، سویل خواته يې کې د شاوشتي او خواته يې د آرسیاني غرونه پروت دي. د دې سیمې د کلنۍ ورښت اندازه ۲۵۰۰ملي متر اټکل شوی دی. د اوړي په موسم کې ځینې وختونه دوامداره ورښتونه کېږي. د آجارستان غرنۍ سیمې معتدل اقلیم لري، په داسې حال کې چې د باتومي او کوبولتي په ښاورنو کې ژمی توده وي، په دغو سیمو کې د جنوري په میاشت کې، د تودوخې درجه د مثبت ۵ او ۶ سانتې ګراد درجو پورې وي.

د «چوروخ» سیند د اناتولي له غرونو څخه سرچینه اخلي، د آجارستان له خاورې څخه تېږي او بیا له تورسمندرګي سره یو ځای کېږي. د آرجاریا بل لوی سیند د «آجاریس تسقالي» سیند دی، دغه سیند د ارسیانی له غرونو څخه تغذیه کېږي او د ګوري په دره کې بهېږي. د دې سیند د پاسه د «آجاریس تسکالی» په نوم د برېښنا بند جوړ شوی دی. د اجارستان غرونه او درې په ځنګلونو پټ دي. په سلو کې نږدې شپیته برخه ځنګلونه تشکیلوي د دې ځنګلونو د لرګیو څخه په صنعتي کارونو کې ګټه اخلي، همدارنګه په دغو ځنګلونو کې یو شمېر وحشي حیوانات هم ژوند کوي. د اجارستان په ساحلي برخو کې د چایو او سیتروسو باغونه دي.

په تور سمندرګي او نورو سیندونو کې د کبانو نیول او روزل د اجارستان د خلکو له اقتصادي فعالیتونو څخه شمېرل کېږي. دغه اقتصادي فعالیتونه د ډېرو پخوا زمانو نه تر اوسه پورې دوام لري. د اجارستان په غرنیو سیمو کې، چې په سلو کې شپیتمه برخه یې تشکیلوي، یوازې په سلو کې دیرش تنه وګړي ژوند کوي. په سلو کې ۴۵ تنه په ښارونو او ښارګوټو کې ژوند کوي او پاتې برخه په کلیو کې ژوند کوي.

د اکتوبر تر انقلاب مخکې په اجارستان کې ۲۴ ښوونځي موجود و، په هغه وخت کې په دغو ښوونځیو کې یوازې ابتدايي ښوونه او روزنه هغه هم د اشرافو او فیوډالو زامنو ته ورکول کېده، په هغه وخت کې ښځې په عمومي ډول بې سواده وه.

په ۱۹۹۳ ز کال کې په اجارستان کې ۴۰۴ ښوونځي فعالې وو، چې ۶۲ زره زده کوونکي په کې درس ویلو، اوس مهال د اجارستان ښځې هم په فرهنګي، اقتصادي او سیاسي کارونو که فعاله ونډه اخلي. د ۱۹۱۸ او ۱۹۲۱ ز کلونو کې اجارستان د ترکیې او روسیې ترمنځ د جګړې میدان و، بیا وروسته په دې سیمه کې، د شوروي اتحاد واک ټېنګ شو او د هغوی واک تر ۱۹۹۱ز کال پورې دوام وکړ.

له کرنیزو څېړنو څخه وروسته د روسیې او آجارستان ساینس پوهانو دې نتیجې ته ورسېدل، چې په دې سیمه کې د چایو بوټي ډېر ښه حاصل ورکوي. له همدې کبله د اجارستان په سالیبائوری، کوپرشوني او چاکوي کې چې د تورسمندرګي په سواحلو کې پروت دی، د چایو لومړني باغونه جوړ کړل. په ۱۹۹۲ز کال کې د اجارستان د چایو باغونه ۷۴۱۵ هکتارو ته ورسېدل. د اجارستان سیمه د میوو باغونو په درلودلو سره لومړی مقام لري. په ۱۹۹۲ز کال کې ۱۳۵۵هکتار د میوو باغونه او ۲۸۰هکتار د انګورو باغونه موجود و (۱۵).

د باتومي ښار او بندر:

د باتومي ښار د اجارستان پلازمینه ده. په دې ښار کې یو لوی سمندري بندر چې د باتومى بندر په نوم یادېږي شته. دغه بندر په تورسمندرګي کې د ګرجستان له مهمو بندرونو څخه شمېرل کېږي.

دغه بندر په ځانګړې توګه د تیلو د انتقالولو لپاره جوړ شوی دی. د باتومي ښار په سویلي قفقاز کې د اورګاډي وروستنۍ تم ځای دی. د باتومي ښار ۱۳۶ زره تنه وګړي لري. دغه کوچني ښار یو هوايي ډګر هم لري او د ګرجستان له مهمو صنعتي ښارونو څخه شمېرل کېږي.

د باتومي د مهمو صنایعو له جملې څخه د تیلو د تصفیه کولو کارخانه ده، چې د باکو – باتومي د پایپ لین په واسطه دې ښار ته رسېږي، بیا وروسته تصفیه کېږي او نورو هېوادونو ته صادرېږي. په دې ښار کې د ماشین جوړولو، د خوراکي موادو صنعت، د چایو د پروسس کارخانه، د کانسرو جوړولو کارخانه، د برقي سامان الاتو د جوړولو فابریکه او د لرګیو د صنعت کارخانه فعالیت کوي.

د صنعت په څنګ کې د باتومي ښار کلتوري او علمي مرکزونه هم لري. د باتومي پوهنتون، تیاتر، د ګرجستان د علومو اکاډمۍ څانګه، د بحري تحقیقاتو انستیتوت او د باتومي موزیم د دې ځای د علمي او کلتوري مرکزونو له جملې څخه شمېرل کېږي.(۱۶)

د ګرجستان ښارونه او ښارګوټي:

د ګرجستان په اداري جوړښت کې پنځلس ښارونه، پنځه دېرش ښارګوټي، یوشپیته ولسوالۍ او ۴۵۰ کلي شامل دي. د ګرجستان مهم ښارونه تفلیس ( تبلیسي)، کوتاییسي، روستاوي، ګوري، پوتي، باتومي، سوخومي، متسختا، چیاتورا، تقیبولي، زوګدیدي، تسقالتوبو، تقوارچلی، ګاګرا او تلاوی څخه عبارت دي. په لاندې ډول د دغو ښارونو، ښارګوټو، ولسوالیو او کلیو په اړه به په لنډه معلومات وړاندې شي:

تفلیس ( تبلیسی ): د ګرجستان پلازمینه ده او د دې هېواد په ختیځه برخه کې پروت دی. په ګرجستاني ژبه دا ښار د تیفلیسی یا تهبیلیسي په نوم یادېږي. د موجوده منابعو په استناد د تبلیسي ښار څلور زره کاله مخکې تر میلاده جوړ شوی دی. دغه ښار د لوی قفقاز د غرونو په ۱۲۰ کیلومتری او د تورسمندرګي په ۲۵۰ کیلومتري کې موقعیت لري. د تبلیسي ښار د کورا د سیند په دواړو خواوو کې موقعیت لري.

د تبلیسي ښار معتدله هوا لري. د حرارت منځنۍ درجه یې ۱۳سانتي ګراده ده. د دوبۍ په ګرم موسم کې د حرارت درجه یې د ۳۰ـ ۳۵ سانتي ګراد درجو ترمنځ اټکل شوې ده. د ژمي په موسم کې د حرارت ډېره یخه درجه د صفر سانتي ګراد شاوخوا کې وي. د کلنۍ ورښت اندازه یې ۵.۵ ملي متر دی، چې ۳۴ ملي متر یې د ګرمي په موسم کې وي.

د ۱۹۸۹ز کال د سر شمېرنې پر اساس د تبلیسي ښار وګړي ۱۲۴۶۹۳۶ تنه اټکل شوي وو. د دې وګړي په سلو کې ۶۶ تنه ګرجي، ۱۰ تنه ارمني، ۲.۷ تنه اوستي، ۲.۴ تنه کرد، ۱.۸ تنه یوناني، ۱.۴ تنه آذربایجاني او ۱.۳ تنه اوکرایني دي. په دې ښار کې له دغو قومونو پرته یهودان، روسان، بېلاروس او تاتار قومونه هم ژوند کوي، چې د دوی شمېر په سلو کې یو دي. (۱۷)

د تبلیسي ښار د لرغونې وریښمو لارو پر سر پروت دی، چې ختیځ او لویدیځ ترمنځ د وصل د یو کړۍ په حیث له لرغونې زمانې څخه تر اوسه پورې خپل اهمیت له لاسه نه دي ورکړي. دغه ښار اروپا ته د کسپین د سمندرګۍ د تیلو د انتقال لپاره د ختیځ او لویدیځ ترمنځ اوس مهال هم لکه د پخوا په شان اقتصادي ارزښت لري او په دې برخه کې مهم اقتصادي او ترانزیتي رول لوبوي.

د تبلیسي ښاریان د سپورت په مختلفو ډولونو اخته دي. دوی له بوکس، پهلواني، فوټبال، بایسکتبال، ټېنس او لامبو وهلو سره شوق لري. د دې ښار ډېر لوی سپورټي ځای د بوریس پایچادزه په نوم د تبلیسي استدیوم دی، چې د پنځه پنځوس زرو تنو ظرفیت لري. دویم لوی سپورټي استدیوم د میخایل مسخي استدیوم دی، چې د ۲۴ زرو تنو ظرفیت لري. د سپورت ماڼۍ په نوم یو لوی ورزشي سالون دی، چې یوولس زره کسان په کې ځای په ځای کېږي، په دې ورزشي سالون کې د تینس او بایسکتبال لوبې ترسره کېږي. بل لوی سالون د ویر بسکتبال په نوم دی، چې د ۲۵۰۰ کسانو ظرفیت لري.

د تبلیسي په ښار کې ډېر تلویزیوني چېنلونه فعالیت کوي، چې د ټولو نه مهم روستاوي   ۲(Rustavi2)، مزی(Mze) او د عمومي خپرونې چېنلونه(Public Broadcasting Channel) دي.

په دې ښار کې د لوړ تیراژ ورځپاڼې لکه رزونانسى(Rezonansi)، الیا(Alia) مسنجر (The Messenger)، جورجیان بیزنس ویک (Georgian Business Week)، جورجیا تودی (Georgia Today) او جورجیان ټایمز (The Georgian Times) خپرېږي.

د تبلیسي په ښار کې یو شمېر پوهنتونونه او ډېر ښوونیز او روزنیز مرکزونه موجود دي، چې د ځینو په اړه لنډ معلومات وړاندې کېږي.

د تبلیسي دولتي پوهنتون: دا پوهنتون د قفقاز په سیمه د لویو او مهمو پوهنتونونو له جملې څخه شمېرل کېږي. په ۱۹۱۸ز کال کې جوړ شوی دی، اوس مهال ۳۵ زره محصلین لري او د گرجستان نامتو ليکوالان جوا خشولی په نوم یادېږي.

د ایلیا دولتي پوهنتون: دا پوهنتون د ګرجستان د نامتو لیکوال ایلیا چاوچا وادزه په نوم نومول شوی دی.

دتبلیسي دولتي طبي پوهنتون: دا پوهنتون پخوا د ګرجستان د دولتي پوهنتون د یو پوهنځي په حیث فعالیت کولو وروسته د محصلینو د زیاتوالي له امله په پوهنتون باندې ارتقا وکړل. دا پوهنتون د قفقاز په کچه د دې سیمې له مهمو او لویو پوهنتونونو څخه شمېرل کېږي. اوس مهال په دې پوهنتون کې د طب پنځه زره محصلن شامل دي.

د ګرجستان صنعتي پوهنتون: دا پوهنتون د صنعتي کارونو په اړوند بېلابېل پوهنځي لري او په ۱۹۲۲ز کال کې جوړ شوی دی.

د تبلیسي آزاد پوهنتون: دا پوهنتون په ۲۰۰۷ز کال کې جوړ شوي دي. په دې پوهنتون کې د مدیریت او حقوقو پوهنځي او د اسیا او افریقا انستیتوت فعالیت کوي.

د شوروي اتحاد په وخت کې د تبلیسي ښار د موزیمونو د درلودلو له امله د شوروي اتحاد په کچه د څلورو مهمو ښارونو په کتار کې وو. د دې ښار د مهمو موزیمونو له جملې څخه د ښکلي هنرونو موزیم، چې په هغه کې د مختلفو دورو د نقاشانو او رسامانو اثار په کې خوندي دي.

د ګرجستان په موزیم کې له پخوا زمانو راهیسې ډېر هنري اثار خوندي دي. د تبلیسي د تاریخ، په موزیم کې د ګرجستان د مختلفو دورو تاریخي آثار خوندي دي. د تبلیسي د لرغون پېژندنې موزیم په ۱۹۸۸ز کال کې د ګرجستان د نامتو لرغون پېژندونکي رستم آرا مشویلي له خوا جوړ شوی دی.

د تبلیسي ښار د اداري وېش له مخې په شپږو ناحیو باندې وېشل شوى دی، چې هره ناحیه ځانته یو ښاروال یا د ناحیې رییس لري. د تبلیسي شپږ ناحیې په لاندې ډول دي:

۱ـ د لرغونې تبلیسي ناحیه.

۲ـ د واکه سابورتالو ناحیه.

۳ـ د دیدوبه چو قورتي ناحیه.

۴ـ د ګلداني نادزالا دوی ناحیه.

۵ـ د ایساني سامګري ناحیه.

۶ـ د دیدګیري ناحیه (۱۸).

کوتائیسي: کوتائیسي د ایمرتي ولایت پلازمینه ده. دغه ښار د کولخیس په ختیځه برخه کې پروت دی. کوتائيسى ښار د جغرافیايي اهمیت او د وګړي د ډېروالي له امله د ګرجستان د دویم لوی ښار په کتار کې راځي. د دې ښار وګړي په ۲۰۰۲ ز کال کې نږدې ٢١٥٧٠٠ تنه اټکل شوي وو. د لرغون پېژندونکو د پلټنو په نتیجه کې دا ثابته شوي ده، چې د «کوتاتیسیوم» د ښار مستند تاریخ د درېیم قبل المیلاد پېړۍ نه پېل کېږي، پخواني لیکوالان او تاریخ لیکونکي دغه ښار دکولخیس د پادشاهي پلازمینه معرفي کوي.

د پېړیو په اوږدو کې د کوتائیسي ښار تجارتي ارزښت درلود. د زمانې په تېرېدو سره د تجارتي کاروانونو له تېرېدو را تېرېدو سره دغه تجارتي اهمیت نور هم زیاتېده. همدارنګه په دې سیمه کې د ریوني سیند د بهېدو له امله د دې ښار اقتصادي ارزښت يې ډېر کړي دي. تجارتي مالونه د دغه ښار نه لومړی د تور سمندرګي سواحلو او فازیس ( اوسني پوتي) ښار ته او له دې ځایونو څخه بیا لرې سیمو لکه د یونان سواحلو ته لېږل کېدل.

له اتمې میلادي پېړۍ نه تر نولسمې میلادي پېړۍ پورې، د کوتائیسي ښار لومړی د لویدیځ ګرجستان پلازمینه وه او بیا د ایمرتي پادشاهي پلازمینه وه، د یولسمې پېړۍ په پای کې سلجوقیانو دغه ښار وران او اور ورته واچول، په دیارلسمه او څوارلسمه پېړۍ کې چنګیز خان او تیمور لنګ دغه ښار وران کړل.

د شوروي اتحاد د حاکمیت پرمهال د کوتائیسي ښار په اقتصادي او کلتوري برخو کې ډېر ښه پرمختګونه وکړل، د موټر جوړولو کارخانه، د برقي محصولاتو د تولید کارخانه، د برقي ماشینونو کارخانه خپل تولیدات خارجي هېوادونو ته لېږل، همدارنګه د کوچنيو تراکتورونو د جوړولو کارخانه هم په دې ښار کې فعالیت کول. (۱۹)

روستاوی: روستاوي د ګرجستان له مهمو صنعتي ښارونو څخه شمېرل کېږي. دغه ښار د ګرجستان د کومو کارتلی د ولایت پلازمینه ده او د ګرجستان سویل لویدیځ لور ته پروت دی. دغه ښار د تبلیسي سویل ختیځ لور ته په ۲۵کیلومتري کې پروت دي. د دې ښار وګړي په ۲۰۰۲ز کال کې ۱۳۸۲۰۰ تنو ته رسېدل. (۲۰)

د روستاوی ښار او څلور خواوې يې وچه هوا لري، په اوړي کې توده او په ژمۍ کې نسبتاً یخه هوا لري، په کال کې د ورښت اندازه یې ۴۰۰ ملي متره دي، د ګارداباني کانال چې د کورا له سیند څخه بیل شوی دی، د دې ښار له منځ نه تېرېږي. د دې کانال د اوبو نه د برېښنا په تولیداتو او کرنیزو چارو کې ګټه اخلي. دغه ښار په ۱۹۴۴ز کال کې په وچه دښته کې د روستاوی لرغونې وران او ویجاړ ښار په څنګ کې جوړ شو. په همدې کال په دې ځای کې د روستاوي د پولادو د ویلي کېدو فابریکه جوړه شوه. دغه فابریکه په ۱۹۵۰ ز کال کې خپل لومړني محصولات ټولنې ته وړاندې کړل، بیا وروسته نورې صنعتي فابریکې او کارخانې جوړې شوي، چې په پای کې دا ښار د ګرجستان د مهمو صنعتي ښارونو له جملې څخه وشمېرل شو. اوس مهال روستاوی د ګرجستان څلورم ښار دی.

ګوري: ګوري د ګرجستان له صنعتي او زراعتي ښارونو څخه دی، اوس مهال د ګوري ښار ۸۰۰ هکتاره مساحت لري او د کورا او لیاخوی سیندونو په سواحلو کې پروت دی، په وروستیو څلویښتو کلونو کې د دې ښار وګړي پنځه چنده ډېر شوي دي، دغه ښار د ګرجستان د مهمو ښارونو ترمنځ د اتصال نقطه ده.

ګوري یو صنعتي ښار دی، د دې ښار ډېر وګړي په صنعتي دندو باندې بوخت دي، د لیاخوي د سیند په ښي ساحل کې د رخت اوبدلو کارخانه فعالیت کوي، د ګوري کنسرو جوړولو او شراب جوړولو کارخانې د ګرجستان له مهمو کارخانو څخه شمېرل کېږي. د ګوري ښار شمالي قفقاز او سویلي قفقاز د ریل ګاډۍ په واسطه سره نښلوي.

دګوري ښار ښه تاریخي ځایونه هم لري. د «آتنی» په سیمه کې د اوومې میلادي پیړۍ تاریخي آثار خوندي دي. په دې ځای کې یو معبد هم دي، چې لسمې میلادي پېړۍ پورې مربوط دي. (۲۱)

د ګوري ښار د ګرجستان د نامتو بادشاه داوید له خوا د (۱۰۸۹- ۱۱۲۵ ز) کلونو په منځ کې جوړ شوی دی، اوسمهال د ګوري په ښار کې نږدې ۶۰۰۰۰ تنه ژوند کوي. د ګوري ښار د شوروي اتحاد د نامتو ولسمشر ژوزف ستالین د زیږېدو ځاى دى، په دې ښار کې د ستالین په کور کې د ده په نوم موزیم جوړ شوى دى، د ستالین لویه مجسمه د دې ښار په مرکزي برخه کې تراوسه پاتې ده.(۲۲)

پوتي: د پوتي ښار او بندر د ګرجستان د « سامقره لو» د ولایت یوه برخه ده. په یوناني منابعو کې دغه ښار او بندر د «فازیس» په نوم یادېدل، او دغه منابع دا ښار د اقتصادي او کلتوري مرکز تر سرلیک لاندې یاد کړى دى.

دا ښار نږدې ۲۰۰۰ کاله لرغونې تاریخ لري. د پوتي ښار اوسني نوم د ګرجستان د اتمې میلادي پېړۍ له کتبي منابعو څخه اخېستل شوی دی، په شپاړلسمه میلادي پیړۍ کې د عثماني دولت پادشاه په دغه سیمه کې یوه کلا جوړه کړه، چې یو برج یې تراوسه پورې پاتې دى، د پوتي ښار په ۱۸۲۸ز کال کې د تزاري روسیې له خوا ونیول شو او په ۱۸۵۸ز کال کې د یو بندري ښار په توګه وپېژندل شو. اوسمهال پوتي د تور سمندرګي له مهمو بندرونو څخه شمېرل کېږي. (۲۳)

باتومي: د باتومي ښار د ګرجستان جمهوریت د آرجاریا کورواکه جمهوریت پلازمینه ده. دغه ښار د تورسمندرګي په سواحلو کې پروت دی، په دې ښار کې یو تجارتي بندر دي، چې دغه هم د باتومي بندر په نوم یادېږي. دغه بندر اصلاً د نفتي موادو د انتقالولو لپاره جوړ شوى دى، په دغه ښار کې نږدې ۱۳۶زره تنه وګړي ژوند کوي. دغه کوچنی ښار هوايي ډګر هم لري او د ګرجستان له مهمو صنعتي ښارونو څخه شمېرل کېږي. دغه ښار د ښه جغرافیايي او اقلیمي موقعیت له نظره د یو تفریحې او توریستي ښار په توګه پېژندل شوى دى.

د باتومى له مهمو صنعتي کارونو څخه یو هم د تیلو د تصفیې کارخانه ده، چې له آذربایجان جمهوریت څخه د باکو – باتومي د تیلو د پایپ په واسطه باتومي ته رسېږي، دغه تېل په دې ښار کې تر تصفیې وروسته اروپايي هېوادونو ته صادرېږي. د باتومي نور صنعتي محصولات د ماشین جوړولو، دغذايي محصولاتو، د چای تولید، کنسرو جوړولو او برقي الاتو له کارخانو څخه عبارت دي.

د باتومي ښار له علمي او کلتوري فعالیتونو څخه کولای شو، چې د باتومي پوهنتون، د باتومي تیاتر، د ګرجستان دعلومو اکاډمۍ څانګه، د سمندري تحقیقاتو انسټیټوټ او د باتومي موزیم څخه یادونه وکړو. د باتومي ښار د منځنۍ پېړۍ د یو وران شوي کلا ترڅنګ جوړ شوی دی، چې دغه کلا د «باتوم» په نوم یادېده. باتومي په اولسمه میلادي پېړۍ کې د عثماني ترکانو له خوا ونیول شو، په ۱۸۷۸ز کال کې د تزاري روسیې له خوا اشغال شو. (۲۴)

سوخومي: د سوخومي ښار د آبخازیا جلا شوي کورواکه جمهوریت پلازمنیه ده. په ۲۰۰۳ز کال کې د دې ښار وګړي ۱۲۵زره تنه اټکل شوي وو. د سوخومي ښار او بندر د تورسمندرګي په ختیځه برخه کې د ګرجستان له مهمو بندرونو څخه شمېرل کېږي. د سوخومي ښار یو صنعتي او توریستي ښار دی، چې هره ورځ د نړۍ ډېر سیلانیان یې لیدو ته ورځي. (۲۵)

متسختا: د متسختا لرغونی او تاریخي ښار د تبلیسي د ښار په ۲۰ کیلومتري کې پروت دی. په دې ښار کې د ګرجستان دوه مهم سیندونه چې ټول کال اوبه په کې بهېږي، یعنې له کورا او آراګوي سیندونه سره یوځای کېږي، او بیا د کسپین سمندرګۍ خواته حرکت کوي.

د ۲۰۰۸ز کال د سرشمېرنې پر اساس، د دې ښار وګړي ۱۹۴۲۳ تنه اټکل شوی وو. د تاریخي او لرغونو اثارو له امله د متسختا ښار په ۱۹۹۴ز کال کې د یونسکو سازمان د کلتوري میراث په توګه ومنل شو.

د دې ځای لرغونې اثار تر مېلاد لس زره کاله مخکې دورې پورې اړه لري. د مستختا ښار په پنځمه او درېیمه قبل المیلادې پېړۍ کې د ایبریا د پاچاهی پلازمینه وه. دغه ښار په هغه زمانه کې د عیسوي دین د مرکز په توګه منل شوی و. په ۳۱۷ز کال کې له دغه ښار نه د عیسوي دین د ګرجستان د رسمي دین په توګه اعلان شو.

د شپږمې قبل المیلاد پیړۍ په لومړیو کلونو کې «د اوید او جراملي» چې د «واختانګ ګرګاسالی» په ځای وټاکل شو، د ګرجستان پلازمینه له مستختا څخه تبلیسي ته انتقال کړ. (۲۶)

    د گرجستان جمهوريت پولې او ادارې جوړښت که په ژوره توگه وڅېړل شي، يو لوی کتاب ترى نه جوړېږى. په دې مقاله کې ډير په لنډيز سره د گرجستان د پولې او اداري جوړښت په اړه څېړنه ترسره شوه او د دې مقالې په ليکلو سره لوستونکى کولي شي، چې د گرجستان د سرحداتو او اداري جوړښت په اړه يو څه معلومات ترلاسه کړي. همدارنگه د دې مقالې په ليکلو سره د دې سيمې اقتصادي، کلتوري او علمي اهميت څرگند شو او د دې معلوماتو په رڼا کې، په راتلونکي کې نور محققين کولی شي، چى په دې برخه کې نورې ژوري څيړنې وکړي.

اخځلیکونه:

۱ـ عباس جعفري، ګیتاشناسي نوین، موسسه جغرافیایی و کارتوګرافي ګیتاشناسي، تهران، ۱۳۸۴هـ ش، (ص ۳۶۷).

۲ـ بهرام امیر احمد یان، جغرافیاي قفقاز، دفتر مطالعات سیاسی و بین المللی، تهران، ۱۳۷۶هـ ش، (ص۵).

۳ـ پورتني اثر، ۹۴مخ.

۴ـ علیرضا شیخ عطار، ریشه های رفتار سیاسی در آسیای مرکزی و قفقاز، تهران ۱۳۷۳هـ ش، ص ۱۴۰.

۵ـ ګرجستان، دفتر مطالعات سیاسی و بین المللی، تهران، تابستان ۱۳۸۸هـ ش، ص ۱۵۳ـ ۱۵۴.

۶ـ http://fa.wikipedia.org (wiki).

۷ـ کنت کاتسز، زبان های جهان، مترجم: رضا هیرمندی، تهران، ۱۳۷۶هـ ش، ص ۲۸.

۸ـ ګرجستان، دفتر مطالعات سیاسی و بین المللی، تهران، تابستان ۱۳۸۸هـ ش، ص ۴۶.

۹ـ بهرام امیر احمدیان، جغرافیایی قفقاز، ص ۹۱- ۹۲.

۱۰ـ ګرجستان، دفتر مطالعات سیاسی و بین المللی، تهران، تابستان ۱۳۸۸هـ ش، ص ۳۴.

۱۱ـ ډاکتر امیر احمدیان، جغرافیایی کامل قفقاز، تهران، ۱۳۸۱هـ ش، ص ۴۳۰.

۱۲ـ ګرجستان، دفتر مطالعات سیاسی و بین المللی، تهران، تابستان ۱۳۸۸هـ ش، ص ۲۳.

۱۳ـ http://wikipedia.org/wiki/

۱۴ـ http://www.iran-newspaper.com/1383/

۱۵ـ ډاکتر بهرام امیر احمدیان، جغرافیای کامل قفقاز، سازمان جغرافیایی نیروهای مسلح تهران، ۱۳۸۱هـ ش، ص ۲۸۵- ۲۸۶.

۱۶ـ ګرجستان، دفتر مطالعات سیاسی و بین المللی، تهران، تابستان ۱۳۸۸هـ ش، ص ۳۷.

۱۷ـ http://fa.wikipedia.org/wiki/

۱۸ـ http://www.gorjian.com

۱۹ـ ګرجستان، دفتر مطالعات سیاسی و بین المللی، تهران، تابستان ۱۳۸۸هـ ش، ص ۱۸.

۲۰ـ http://fa.wikipedia.org/wiki/

۲۱ـ ګرجستان، دفتر مطالعات سیاسی و بین المللی، تهران، تابستان ۱۳۸۸هـ ش، ۲۳مخ.

۲۲ـ http://fa.wikipedia.org/wiki/

۲۳ـ ګرجستان، دفتر مطالعات سیاسی و بین المللی، تهران، تابستان ۱۳۸۸هـ ش، ۳۸مخ.

۲۴ـ پورتني اثر، ۳۷.

۲۵ـ http://www.iras.ir/fa/

۲۶ـ پورتني ماخذ.