Jjmklk

د هند په خپلواکي کې د پښتنو شاعرانو ونډه

13.10.2012 11:52

څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار :

 

د هند په خپلواکي کې د پښتنو شاعرانو ونډه

(١٧٠٧-١٩٤٧)

          هندوستان پر ١٩٤٧ز کال له انگريزانو څخه استقلال ترلاسه کړ. هندوستان نژدې دوه نيم سوه کاله د انگريزانو تر مستقيم او غير مستقيم تسلط لاندې و. پر ١٧٠٧ز کال د اورنگ زيب له مرگ نه وروسته ورورو انگريزانو په هند کې خپل حاکميت ټينگ کړ . د هند د استقلال په لاسته راوړلو کې نه يوازې هندوانو برخه درلود، بلکې د هند په نيمه وچه کې گڼ شمير قومونه چې د مختلفو اديانو پيروان دي د هند خپلواکۍ په لاسته راوړلو کې فعاله برخه اخيستي ده . پښتنو هم د هند د آزادۍ په غورځنگ کې فعاله برخه اخيستي ده او په ځانگړې توگه پښتنو ليکوالو او شاعرانو چې په دې سيمه کې يې ژوند کاوه ، پخپلو شعرونو او ليکنو کې د آزادۍ غورځنگ پياوړي کړي و .

          په دې مقاله کې به لومړى له ١٧٠٧ز کال نه تر ١٩٤٧ز کال پورې د هند د مهمو سياسي او تاريخي پيښو په اړه لنډ معلومات وړاندې شي او وروسته به په همدې دوره کې د پښتنو شاعرانو د هغو تاريخي او سياسي شعرونو په اړه چې د هند د آزادۍ په لاسته راوړلو کې يې اغيزه درلود رڼا واچول شي .

          ((په ١٧٠٧ز کال د اورنگ زيب له مرگ نه وروسته د هند گورگاني امپراتورى د زوال او نابودى په لور روانه شوه . د اورنگ زيب اولادونه او د هغه لمسيان او نورو له ١٧٠٧ز کال نه تر ١٨٥٧ز کال پورې چې نژدې ١٥٠ کاله کيږي د هند په لويو ښارونو پاچاهى وکړه . په دې وخت کې په غرنيو او لرې سيمو کې د گورگاني امپراتورۍ مخالفين او نورو تيري کوونکو حکمروايي درلودلې . په نوموړى موده کې پر هند باندې ډيرې پوځي حملې ترسره شوى، چې لومړى حمله په ١٧٣٧ز کال کې د نادر شاه افشار لخوا وشوه . بيا له ١٧٤٨ز کال نه تر ١٧٦١ز کال پورې په هند کې د احمد شاه بابا د فتوحاتو کلونه دي، چې په دې حملو او فتوحاتو کې هم گورگانيانو ته او هم د هندوستان عامو خلکو ته مالي او ځاني تاوانونه ورسيدل . همدارنگه په دې اوږده موده کې ډيره بې نظمي او انارشي پيدا شوه او د همدې حالت نه په استفادې سره په دې سيمه کې فرانسويانو، انگريزانو، پرتگاليانو او ځينو نورو اروپايي هيوادونو هم بريدونه وکړل، چې په پاى کې د هند ځينې نور قوتونو لکه مرهټيانو، سکانو او نور هم د واک د اخستلو پر سر د گورگانيانو او د احمد شاه بابا له پوځونو سره جگړې وکړې)) (١) .

          د پانې پت له جگړې نه وروسته په هند کې ډير کمزوري گورگاني پاچاهان تير شوي دي . د دغو پاچاهانو حاکميت له ١٧٦١ز کال نه پيل او تر ١٨٥٧ز کال پورې دوام وکړ. په دغه موده کې د دوى د حاکميت ساحه ډيره محمدوده وه . همدارنگه د دوى صلاحيت او واکداري هم ډيره محدوده و .

          په دې وخت کې دغو پاچاهانو يوازې د ښارونو په مرکزونو کې حاکميت درلود د هند په نورو ليرو سيمو کې بيل بيل محلي حاکميتونه موجود وو . ددغو بيل بيل حاکميتونو په څنگ کې د انگريزانو، پرتگاليانو او فرانسويانو ترمنځ د هند د نيولو لپاره هلې ځلې روانې وي، چې په پاى کې په ١٨٥٧ز کال کې ددغو بيلابيلو حاکميتونو او د وروستۍ گورگانې پاچاهانو او د ختيځ هند کمپنۍ پر ځاى د انگريزانو حاکميت ټينگ شو .

          ((په ١٧٥٩ز کال کې علي گوهر د شاه عالم په نامه پاچا شو، چې تر ١٨٠٦ ز کال پورې پاچا و، و خو د انگريزانو تنخوا خور و، دده تر مرگ وروسته يې زوى ثانى اکبر شاه باچا شو او د ثانى اکبر شاه تر مرگ وروسته په ١٨٣٧ز کال کې دده د لور له خوا لمسى ثاني بهادر شاه مظفر پاچا شو، چې دده په وخت کې د ډيلي خلکو په ١٨٥٧ز کال کې د انگريزانو پر ضد قيام وکړ او انگريزانو په ډيره سختۍ سره دا قيام وځپل او پاچا مظفر يې بندي رنگون ته وليږه چې هلته پسې مړ شو او په دې توگه د گورگانيانو يا د بابري مغولانو دور پاى ته ورسيده . نور نو تر دې وروسته پر هند د انگرېزانو د حاکميت مرحله ده، چې تر ١٩٤٧ز پورې دوام وکړ)) (٢) .

          په هند کې آزادي غوښتوونکي غورځنگونه د ١٨٥٧ز کال له عمومى پاڅون نه وروسته په عملي ډول پيل شول . دغه پاڅون د انگريزانو له خوا وځپل شو، او له دې پاڅون نه وروسته د ختيځ هند کميټۍ چې ډير کلونه يې په هند کې سياسي او اقتصادي حاکميت درلود، د هغه حاکميت يې پاى ته ورسيد او د انگريزانو مستقيم حاکميت پيل شو .

          « په ۱۸۵۷زکال د هند له آزادي غوښتونکي پاڅون څخه وروسته چې انګرېزانو دغه پاڅون د غدر (Mutiny) په نوم وځپه، د هند د مسلمانانو ځینې رهبران د شیخ الهند مولانا محمود الحسن په اشاره په هند او له هند څخه د باندې خپلو آزادي غوښتونکو حرکاتو ته دوام ورکړ .

          د دغو رهبرانو له جملې څخه مولانا ابو الکلام آزاد، مولانا محمد علي جوهر، حکیم اجمل خان، نواب وقارالملک، ډاکتر مختار احمد انصاري، مولانا تاج  محمد امروتي او عبدالله هارون د کراچۍ سوداګر د هند په دننه کې په مخفي ډول د انګرېزانو پر ضد په مبارزه کې بوخت وو. همدارنګه فضل واحد، حاجي ترنګزيي، ملاصاحب بابره او ملااحمد جان په ازادو قبایلو کې د انګرېزانو پر ضد په مبارزو بوخت وو». (٣)

          « د انګلستان حکومت په دې باندې پوه شوى و، چې دختیځ هند کمپنۍ د هند غوندې لوی هېواد د اداره کولو توان نه لري نو له همدې امله د انګلستان حکومت د ختیځ هند کمپنۍ لغوه او هند يې رسماً دانګلستان له امپراتورۍ سره وتړ او دانګلستان پارلمان دهند د اداره کولو مسوولیت پر غاړه واخیست. د ۱۸۵۸ز کال په اکتوبر میاشت کې دانګلستان په پارلمان کې په دې اړه یو قانون تصویب او د پاچا له خوا توشېح شو. د همدې قانون په اساس دکمپنۍ مدیره هئیت لغوه او پر ځای يې د هندوستان په نوم یو نوى وزارت تاسیس شو. له دې وزارت پرته د هند شورا په نوم، یوه شورا هم منځته راغله. په دې شورا کې هغه انګرېزان منل کېدل چې په هندوستان کې يې د کار سابقه درلوده دغه شورا شپاړلس غړي درلودل د هند وزارت د انګلستان پارلمان په مقابل کې مستقیم مسؤولیت درلود او له دې نېټې نه وروسته د هند واکمن د نائب السلطنه په نوم یادېدل». (٤)

          « پر ۱۸۵۸زکال د ختیځ هند کمپنۍ حاکمیت پای ته ورسېد او د هند حکومت په مستقیم ډول د بریتانیې حکومت تر ادارې لاندې راغى. له دې نېټې نه وروسته په هند کې د بریتانیي حکومت مستقیم رول پېل شو، انګرېزان خپلو کمزورو ټکو ته متوجه شول اود خپلو ګټو دخوندي کولو لپاره يې په هند کې د ساینس، نوي علوم، فرهنګ، ټېکنالوژۍ، د تجارت نوي میتودونه، کرهڼه ، اقتصاد او د لوېدیځې پانګوالۍ فکرونه وړاندې کړل . په زرګونو هندي وګړو لوېدیځ ډوله ښوونه او روزنه ترلاسه کړه او په سلګونه هندي وگړي د لوړو تحصیلاتو لپاره بهر ته او په ځانګړې توګه انګلستان ته ولېږل شول . هند ته له اروپا څخه د هندي محصلینو، بېرته راتګ او د نوو عصري پوهنتونونو او ښوونځیو تاسیس ددې لامل شول، چې یوه نوې طبقه، چې له لوېدیځې ښوونې او روزنې نه يې الهام اخیستى و په هند کې رامنځته شوه». (٥)

          د هندوستان د آزادۍ په پاڅون کې ځینې پښتانه نوابان د پاڅون کوونکو په پلوۍ ولاړ و او ځینو دانګرېزانو ملاتړ کاوه په بهوپال کې هم سره له دې چې ددې سیمې نامتو نوابانو دانګرېزانو ملاتړ کاوه، خو یو شمېر نور پښتانه د پاڅون کوونکو په ملاتړ او د انګرېزانو پر خلاف ولاړ و. د انګرېزانو پر ضد د ۱۸۵۷ز کال په پاڅون کې د بهوپال د پښتنو د دریځ په اړه صفیه حلیم په خپل کتاب « د هندوستان پښتانه» کې داسې لیکي : « په ۱۸۵۷زکال د انګرېزانو خلاف یو پاڅون وشو، چې د هند خلک یې د خپلواکۍ جنګ او انګرېزان یې غدر یا بغاوت بولي ددې پېل د ځینو پوځیانو په بارکونو کې وشو، چې دانګرېزانو چوڼۍ په کې وې .

          په دې وخت کې سکندر بېګم چې دانګرېزانو ملاتړ یې لاره، خپلو پوځیانو ته یې معاشونه زیات کړل او دوی ته یې امر وکړ، چې د نوروسیمو خلکو د پوځیانو لمسون ته دې غوږنه ږدې، خو په بهوپال کې دریو ډلو په دې پاڅون کې د انګرېزانو پر ضد تورې را پورته کړې د یوې ډلې مشري فاضل محمد کوله، چې د نواب دوست محمد خان کړوسى و او غوښتل یې چې په دې پاڅون کې سکندر بېګم له واکه لرې کړي. دویم هغه پوځیان وو چې دانګرېزانو پر ضد وو او د دوی مشري ولي شاه او مهاویر په نامه دوو افسرانو کوله، په دوی کې هندوان او مسلمانان دواړه شامل وو. دوی خپل ځینې افسران هم په دې ځایونو کې ووژل .

          درېیمه ډله مذهبي عالمان وو، چې ددې پاڅون پر وخت یې فتواګانې ورکولې او دانګرېزانو پر ضد جنګ یې جهاد ګڼلو اود مغول پاچا بهادر شاه ظفر تر بیرغ لاندې یې د راټولېدو غږ کاوه. د پوځیانو بغاوت پنځه میاشتې جاري و. اخر دوى چوڼۍ ونیوله او شاهي ماڼۍ یې چار چاپېر ه محاصره کړه او غوښتنه یې وکړه، چې سکندر بېګم دې دوى ته وسپارل شي. هغې خپل زوم امراولدوله را وباله او غوښتنه یې ترې وکړه چې له پوځ سره دې خبرې وکړي او د حل لاره دې راوباسي. په دویمه ورځ د پوځ غوښتنه ومنل شوه د دوى معاشونه یې زیات کړل او سمدستي خطر لرې شو.

          عجیبه خبره داده چې د پاڅون په لومړیو ورځو کې قدسیې بیګم خپله هم د هغو یاغي پوځیانو ملاتړ کاوه، چې د انګرېزانو پر ضد را پاڅېدلي وو او هغوى ته یې شخصي پېسې هم ور واستولې. کله چې سکندر بېگم خبره شوه نو خپلې مور ته یې یو سخت لیک ور واستوه او د بهوپال لپاره په راتلونکې کې یې ددې عمل د نتیجو  خبرداری ورکړ. قدسیې بېګم په دې خبره له بغاوته لاس واخیست سکندر بېګم پوهېده چې که دا پاڅون کامیابه شي نو د دوی واک به هم له منځه ولاړ شي .

بهوپال به نه دعلماوو، نه پوځیانو او نه هم د فاضل محمد لاس ته ورشي، بلکې دا به د دوى ځواکمنو ګاونډیو مرهټو لاس ته ولوېږي او یا به په کې انارشي او ګډوډي جوړه شي.

          باقي محمد ورو ورو په سیهور کې پوځیان بېرته خپل لاس ته کړل. هغه وخت له ده سره د پښتنو هغه ډلې ملې شوې، چې له اوسني صوبه سرحد نه یې راوستي وو. اخوا په ډيلي کې هم د مغولو پاڅون ناکامه شوى وې .

          انګرېزانو اوس د هند ټول سلطنت په لاس کې لاره. د بهوپال باغیان هم تیت و پرک شول. فاضل محمد ونیول شو اوغرغره یې کړ.

          د بهوپال سرکاري سندونه ښيي چې په دې ټول پاڅون کې ۱۴۹یاغیان ووژل شول. د پاڅون کوونکیو دعوا داوه چې د دوى ۳۵۶غازیان یا غرغره شوي او یا هم په جنګ کې شهیدان شوي دي .

دغدر یا د آزادۍ له جنګ نه وروسته د برتانیې سلطنت بهوپال ته نور مراعات هم  ورکړل د مننې پيغامونه او امتيازات يې ورته اعلان کړل)) . (٦)

          له پورتنيو معلوماتو او ليکنو نه څرگنده شوه، چې د ١٨٥٧ز کال له عمومي پاڅون نه وروسته د هندوستان ټول خلک چې هر قوم او هر دين او مذهب پورې مربوط وو، په عمومي ډول د يوه هدف لپاره چې هغه د هندوستان خپلواکۍ وو، مبارزه کولنه . په دې برخه کې د هغو شاعرانو او د هغوى له هغو شعرونو څخه يادونه کيږي، چې د هند د آزادۍ په برخه کې فعاله ونډه اخيستې وه . د دغو شاعرانو له جملې څخه يو هم قاسم على خان افريدى دى چې د خلکو د اذهانو په بيدارولو کې يې فعاله برخه اخيستي ده، هغه د هند د خلکو د عمومي پاڅون نه نژدې پنځوس کاله وړاندې د انگريزانو پر ضد شعرونه ويل . ((قاسم على خان په قوم اپريدى او د هندوستان د فرخ آباد په ښار کې زيږيدلى دى، له ١١٥٠ هـ ق کال نه تر ١٢٠٠ هـ ق کاله پورې ژوندى و .)) (٧)

          په ١٨٠١ز کال کې د فرخ آباد سيمې مستقل حاکميت پاى ته ورسېد او په دې سيمه کې انگريزانو خپل گوډاگۍ حکومت مقرر کړ، په دې اړه قاسم على خان افريدى داسى وايى :

د انگريز طنپور او تروم دلته ږغيږي
نغاره شوه حاکمان فرخ آباد
حکومت د پښتانه له سره ولاړې
وار خطــــا شـــول نـــوابــــــان فـرخ آبــــــــاد

          فرخ آباد د هندوستان يوه آباده سيمه ده، چې په ١٧١٤ز کال کې د گورگاني پاچا فرخ سير لخوا په دې سيمه کې د فرخ آباد په نوم يو ښار جوړ شو . د ښار له جوړيدو سره په دې سيمه کې د پښتنو نوابانو حاکميت پيل شو. په دې سيمه کې له ١٧١٤ز کال نه تر ١٨٠١ز کال پورې د پښتنو نوابانو مستقل حاکميت وو، بيا په ١٨٠١ز کال کې د پښتنو مستقل حاکميت د انگريزانو لخوا پاى ته ورسيد او پر ځاى يې د انگريزانو گوډاکۍ حاکميت رامنځته شوه .

          قاسم علي خان افريدى په بل ځاى کې د هندوستان د پښتنو نوابانو پر بد حالت او محکوميت اوښکې تويوي او داسي وايي :

((اوس پيدا په هندوستان شول پرنگي
دا فرقه د نصارا او ده جنگي
نصارا په هندوستان حکومت کاندې
چرته لاړل ښه ځوانان شيران ننگي
بقالان وه اوس سپاهيان په هندوستان شوى
درويز کاندې اشراف چونگي چونگي
حيف در حيف دى چې حرمت د اشراف شته
په اسلام هسې راغلې ده تنگې
احمد شاه درانى نشته دى يارانو !
چې په سر کاندې افسر جيشې زنگي
((شاه عالم)) د قناعت پر حجره کښيناست
کـــه پيـــدا کانـــــــور اولاد تيمــور لنگـــــي (٨)

          د ١٢٣٠-١٢٩٥ هـ ق، ١٨١٤-١٨٧٨ز کلونو ترمنځ په هند کې د انگريزانو حاکميت ټينگ شوى و، هغوى غوښتل چې په پښتونخوا کې هم خپل حاکميت ټينگ کړى . انگريزان په پښتونخوا کې د خلکو له عمومى پاڅون سره مخامخ شول او په هر ځاى کې د هغوى پر ضد وسله وال پاڅونونه پيل شول . ددغو جنگونو او مقاومتونو په جريان کې د پښتونخوا شاعرانو هم فعاله برخه اخيسته او پخپلو حماسى شعرونو کې يې خلک د انگريزانو پر ضد تشويقول. د دغو شاعرانو له ډلې څخه يو هم ولي محمد د پښتونخوا د سوات اوسېدونکى و. ((ولى محمد د سوات يو پښتون ملا و، چې تر ١٢٣٠ هـ ق، ١٨١٤ز کال زيږيدلى او تر ١٢٩٥ هـ ق ١٨٧٨ز لا ژوندى و. هغه پخپل کتاب کې د غزا کوم حال چې دده په عصر کې پيښ شوى ليکلى د هغه مهال د غازيانو په صفت کې يې يو شعر ليکلى چې دلته يې د بيلگى په ډول څو بيتونه وړاندې کوم :

پــــــــــه وسلـــــــو وو پـــــــــر پـه دستور                   الول بانـــــــدې هــا خورى زلـفى د حور

تيرى توري يې په ملا کې اويزاندي                                چقماقى توپک يې پاس په اوږو باندې

کمر بند سره وي ملا د دوى تړلى
او سرى سترگى يې په وينو وى لړلى
په دبدب سره راغلى وو دوى مست
د دښمــن بـــه پرتــو گـــاښ شــو ورتـه ســست
په غوټه کې و چالاکه لکه باز
تــرى مرغــۍ غونــدې دښمـن کـاوه پرواز (٩)

          په ١٩٣٠ز کال کې د انگريزانو پر ضد په هر ځاى کې مخالفتونه او مقاومتونه ډير شوي وو، د دغو تحريکونو پر ضد انگريزانو هم سخت غبرگونو نه ښودل . په ځينو واقعاتو کې انگريزانو د مظاهره کوونکو پر ضد وسله استعمالوله، د دغو خونړيو واقعاتو له جملې څخه يو هم د پيښور د قصه خوانۍ خونړۍ پيښه ده، چې انگريزانو پر مظاهره کوونکو باندې د ټوپکو ډزې وکړې او ډير بى گناه خلک يې شهيدان او زخميان کړل . د دغې خونړۍ پيښې په اړه د پښتنو ستر مشر خان عبدالغفار خان داسى يادونه کوي : ((. . . پوليسو خلکو ته يې ويل چې خواره شئ، خو خلک نه خورېدل . کشمکش زيات شو، نو فوج يې راوغښتو دا فوج هندوستانى و، او گړواليان وو، هغوى ته حکم ورکړو چې په دې خلکو گولۍ وچلوئ، خو هغوى انکار وکړ ځکه چې هغوى وويل چې دا خو د تش لاس خلک دي نه جنگ کوى نه فساد نو مونږ پرې گولۍ ولې وچلوو؟ هغه يې لرې کړل او گوره فوج يې راوغوښتو، هغو له راتلو سره په خلکو گولۍ وچلولې او ډير خلک مړه او زخميان شول)) (١٠) .

         ددې خونړۍ پيښې په اړه د هغه وخت شاعر حضرت ولى يوه چاربيته جوړه کړې ده چې دلته يې وړاندې کوم :

د قصه خوانۍ پيښه

پيدا شوه خلافت

په ښار د پيښور کې

راتله سک او گوره قيصه خوانى له په تلوار

پرې جوړ شو دندو کار

بى انصافه شوو کفار

سختى شوله په ښار

 

قصه وايم په جار

چه چيرته مسلمان و ويې کړه په دين غيرت

 

پيدا شو خلافت

 

نسيت ([*]) کاوه پرنگيانو

غوږ کښېږدى هوښيارانو

هندو که مسلمان و بمبئى او په لاهور کې

 

په ښار د پيښور کې

دا حکم پيرنگى

په خلکو کړه جارى

 

نن ورځ ده د برى

واده چې نوى وکا خبروى دې پرى سر کار

 

پرې جوړ شو دندو کار

د صدر نه لښکر

چې راغى د کافر

 

هيڅوک نه و خبر

بازار قصه خوانۍ کې هر سړى وکړ هيبت

 

پيدا شو خلافت

ډير خاورې شو ځوانان

مخلوق يې کړ توپان

 

خواران او مسکينان

تابع د پيرنگي چې وي مخ تور به وي محشر کې

 

په ښار د پيښور کې

بسته لارۍ د جنگ

چې راغلى د فرنگ

 

هيچا نه کاوه څنگ

پکې وې ماشينگڼې هر سړى يې کړ ايسار

 

پرى جوړ شو دندو کار

له سوخته کړم وينا

ددې برتانيا

 

گردش دى د دنيا

دوه درې سوه مخلوق ورسيده په شهارت

 

پيدا شو خلافت

ښه فکر پکې وکه

خپه زړگى دې ښه که

 

رحمت په تا الله که

گويا نه يې مدام په ذکر فکر تصور کې په ښار د پيښور کې

 

په ښار د پيښور کې

صفت کوم يو بل

کوچى و د کابل

 

ولاړ و لکه گل

پخپله هم شهيد شو پيرنگيان يې کړل مردار

 

پرى جوړ شو دندو کار

رحمت دې شي ورباندې

دښمن دې وي ترې لاندې

 

د پاسه غفار خان

غازي دى چې غيرت کوي په دين د پاک حضرت

 

پيدا شو خلافت

چې څوک کوي خنده

مدام وي شرمنده

 

په کفر کې گنده

صادقه مسلمان دى ځاى مقام يې اشنغر کې

 

په ښار د پيښور کې

لايق دى د صفت

ورکړى رب عزت

 

مقام دې شي جنت

قبولې جيلخانې کړې که دې کيږى پرې اتبار

 

پرې جوړ شو دندو کار

انگريز دې شه غلام

کوي دې ستا سلام

 

تيرا کې دې مقام

بل نه و مردانه د زمان خان په شان صورت

 

پيدا شو خلافت

راتله اپريدي واړه

انگريز کښيښوده غاړه

 

خپل خير دخدايه غواړه

معلوم يې ورته زور شو که په دې باندې باور کا

 

په ښار د پيښور کې

قاضي چې پاک الله شي

شفيع رسول الله شي

 

گناه دې که بلا شي

عاصي (حضرت ولي) غمخور دې شته ښى سردار

 

پرى جوړ شو دندو کار (١١)

          په هندوستان کې د انگريزانو پر ضد د ١٨٥٧ز کال له عمومى پاڅون نه وروسته نه يوازې په هند بلکې د پښتونخوا په ډيرو سيمو کې ملي مبارزينو او مجاهدينو خپلو مبارزو ته زور ورکړ، پدې مهال کې زياتره هغه پښتانه چې له انگريزانو سره ولى ملگرتيا درلود له مجاهدينو سره ملگري شول .

          ((امبيله د پښتونخوا د مردان ضلعى د پولې نه اخوا په بونير کې يو وړوکى شان کلى دى . د ١٨٥٧ز کال د آزادۍ د جنگ نه پس د هند د مسلمانانو پوځيانو يوه ډله د انگريزانو د لښکر نه رابيله شوه او ځان يې د بونير غرونو ته ورساوه . دلته دوى د سيد احمد بريلوي او سمعيل شهيد له ډلې سره چې مجاهدين بلل کيدل ملگري شول . دغو مجاهدينو په دغو ورځو کې د ((مهابڼ)) د غره د قطب پورې په ((ملکا)) نومې کلي کې استوگنه کوله . په ١٨٦٣ز کال کې دغو مجاهدينو چې د بونير خلک ورسره ملگري وو د پيرنگيانو خلاف د غزا اعلان وکړ . په دې جنگ کې د پيرنگيانو د پوځ ډير عسکر ووژل شول او ډير غازيان هم شهيدان شول)) (١٢) .

          نواب خان ددې سيمې يو ولسي شاعر او مبارز و، چې د پښتنو او انگريزانو د جگړو په اړه يې يوه چاربيته ليکلې ، چې په دې برخه کې يې ځينې بيتونه وړاندى کوم :

په سر د قتل گړ (٭) پيرنگى ډير وکړ ارمان

 

 

شوه چيغه د خطر پسې

په سترگو يې تياره شوه چې ليدل به يې غازيان

 

 

غم راغى سراسر پسې

په سر د قتل گړ پيرنګي جمعه کړل پوځونه

 

 

دى لام تړى په پورته

له ورايه به راتلل بنير وال لکه بازونه

 

 

اريان يې شومه زور ته

چاپيره د زلمو وې سرې پټۍ چغر ډالونه

 

 

جلۍ (٭٭) به شوې هرلور ته

گول به رفلونو (٭٭٭) وريدې لکه باران

 

 

راتلل به برابر پسې

په جار ووې جرنيل چې سامې نشته په وجود کې

 

 

دا څه وشوه پسات

لښکر مې شو کسکر نور به نه گرځم په سود کې

 

 

رعيت به نکړم سوات

مردار پکې خاونده د لاهور هغه مردود کې

 

 

په بيرته به شي مات

ملاتړ وکړ په خوړ د بر کلي ناصر خان

 

 

ورگډ شو مازيگر پسې

د بر کلي ناصر خان په پيرنگي جوړ کړ ناتار

 

 

راکوز شو امبېلي ته

     

 

څوک تښتى په څلورى څوک يې کړه پکې مردار

 

 

ورتير نه شى چملې ته

     

ـ
          ٭- قتل گړ، د امبيلى په کنډو کې د هغه گټ نوم دى چې ډير پيرنگيان پکې وژل شوي دي .

          ٭٭- چغى، نارى، شور او زوږ .

          ٭٭٭- ټوپک .

 

په بوټو ننوځي خلاص به ته شې دا غل مار

 

 

مخ نه نيسي حملې ته

ورسم يې کړه شاگرده، په دره باندې سگان

 

 

اسلام يې کړ اختر پسى (١٣)

     

          طالب گل ددغې زمانې بل ولسي شاعر دى، هغه هم ددې جگړې قصه په يوه چاربيته کې جوړه کړې ده . دغه چاربيته د پښتونخوا د شعرهارو بهار کې چاپ شوې ده . د نوموړې چاربيتې ځينې برخې دلته وړاندې کوم :

معامله جوړه شوه د کفر د اسلام
په کې توى شو د حضرت د باغ گلونه
د انگريز لښکرې راغلې له لاهوره
ځنې توپى خمپارې ځنې هاتيان وو
څوک خبر نه وو ددې کافر له زوره
ځنې خره، ځنې ټټوان ځنې سيکان وو
د بد به يې وه خوره تر هره لوره
ورسره د پښتنو ښکلى سپاهيان وو
له ډيلى نه يې راپورته کړ خپل قام
په ملکا باندې يې جمع کړه فوځونه
معامله جوړه شوه د کفر د اسلام
پــه کې توى شو د حضرت د باغ گلونه (١٤)

          طالب گل د انگريزانو د عسکرو د صفت په برخه کې په يو بيت کې داسى وويل :

د بــــد بــــه يــــــې وه خـــوره تـــر هـــره لـوره

ورســـــره د پښتنــــو ښکلــى سپاهيــان وو

          له پورتني بيت نه څرگنديږي چې د انگريزانو په لښکرو کې چې د هندوستان نه پښتونخوا ته راغلي وو، پښتانه هم ورسره ملگرى وو .

          له ١٨١٨ز کال نه تر ١٨٣٤ز کال پورې په افغانستان کې مرکزي حکومت نه و، په دغه دوره کې د افغانستان په مهمو سيمو کې بيل بيل حاکميتونه موجود او داخلي فيوډالي جنگونه جريان درلود. په همدې مهال په پنجاب او سند کې د سکانو حکومت د انگريزانو په مستقيم ملاتړ ډېر غښتلى شوى و او د افغانانو له بى اتفاقيو څخه په گټې اخيستنى سره د افغانستان ډيرې سيمې يې ونيولې . په همدې مهال د کابل حاکم سردار محمد اعظم خان و. سردار محمد اعظم خان د وزير پاينده محمد خان زوى او د وزير فتح خان او امير دوست محمد خان ورور و. په ١٨٢٣ز کال کې رنجيت سنگهـ غوښتل چې د پيښور مهمې سيمې ونيسي او د کابل پر لور خپل پرمختگ ته دوام ورکړي . په دې وخت سردار محمد اعظيم خان کوښښ وکړ چې د پښتنو قبايلو په مرسته د رنجيت سنگهـ د لښکر کشيو مخه ونيسي . له همدې امله د پيښور د نور ښار په سيمه کې خونړي جنگونه وشول . ددغو خونړيو جنگونو شرح سرالف کارو پخپل کتاپ پښتانه (پټانز) کې بيان کړى دى، چې په دې برخه کې ځينې مهم ټکې وړاندې کوم : ((د ١٨٢٣ز کال د مارچ په مياشت کې رنجيت سنگهـ وغوښتل چې د سند له سيند څخه تير شي . په دې مهال د پښتنو په سيمو کې د جهاد نارې پيل شوې او يو شمير د يوسفزيو غاړه ونيوله او د سکانو سپاره يې تهديدول . دوى زيات په جوش کې وو او په اوبو ورگډ شول . ځينې په اوبو کې له منځه ولاړل او يو شمير ورپورې وتل . رنجيت له اصلي قوت سره په کراره مخ په وړاندې تلو، بيړۍ يې له ځانه سره اخيستې او توپونه يې د هاتيانو پرشاله اباسين څخه پورې ايستل . د يوسفزو او خټکو لښکر چې شمير يې شل زرو تنو ته رسيده د ((پير بابا)) د اولاد سيد اکبر شاه تر مشرۍ لاندې راټول شوي و. په دې مهال اعظم خان (سردار محمد عظيم خان) د کابل له منظمو لښکرو سره د سړک په امتداد له پيښور څخه حرکت وکړ، مگر ده پر قبايلى لښکرو باندې پوره باور نه درلود او له خپلو وروڼو څخه يې هم څه ناڅه کرکه کوله . ده د سړک په اوږدو کې دننۍ نوشهرې چاوڼۍ څخه درې ميله شرق خواته موضع ونيوله . البته هغه وخت دا چاوڼۍ نه وه . خو يو کوچنى کلى و چې نو ښار نومېده او دا سيمه په هماغه نامه ياديږى .

          مهارا جا يوه کوچنۍ قوه د اباسين ښى غاړې (جنوب غاړې) ته واستوله چې اعظم خان (عظيم خان) په خپلې موضع کې مصروف وساتي او د خپلو توپونو لپاره دا قوت بدرگه شي . دده توپونه د اصلى سړک په اوږدو کې ليږدول کيدل په دې نقطه کې د سيند پرغاړه په حرکت کې وو . ده خپل اصلي سپاره او پلي قوتونه د قبيلوي قوتونو په مقابل کې چې په پيرسباک او تره کۍ غونډۍ کې ځاى پر ځاى وو تنظيم کړل . دى ښه پوهيده چې مهم دښمن څوک دئ . ده د اعظم خان (عظيم خان) د دراني قوتونو لپاره خاص تدابير نيولي وو . د قبيلوى غازيانو او سکانو ترمنځ د لاس او گريوان جگړه پيل شوه . د امرتسر د متعصبو سکانو مشر پولا سنگهـ ووژل شو . د سکانو سپاره د قبيلوي پلي غازيانو په مقابل کې عاجز پاتې شول . دوى په سختو مورچلو کې ځاى نيولى و . جگړه د سکانو په تاوان پر مخ تله . د يوسفزو او خټکو تورې لښکرې د رنجيت سنگهـ پر منظم پياده قوت باندې راولويدلې او هغه تيت و پرک شول . مگر په يوه اړخ کې د رنجيت سنگهـ يوه کورگه (گورخه) کنډک و د مربع په شکل کلک ودريد او د قبيلوى لښکر مخ نيوى يې وکړ او توپچى هم خپل رول ولوباوه او د پښتنو پرمختگ يې ودراوه .

          قبيلوي غيرت او مړانه لا په جوش کې وه او غازيان د ډبرينو غونډيو په منځ کې بيا ځاى پر ځاى شول . سکانو پر پير سباک باندې درې ځله بريد وکړ مگر بريالي نشول او درى واړه بريدونه يې په شا وتمبول شول، مگر په څلورم وار يې غونډۍ ونيوله . په دې بريد کې پخپله رنجيت سنگهـ د ((گورکه)) قوت او خپلو باډيگاردانو په راس کې و .

          په دې وخت کې اعظم خان (عظيم) خان د سيند پر بله غاړه غير فعال ولاړ وه ده هڅه ونکړه چې له سيند څخه پورې وځي او يا د سکانو د توپچي فعاليت خنثى کړي . حال دا چې دده قوت هملته نږدې ځاى پر ځاى وو . په هغه ماښام دى په شاشو . دى په جگړه کې بوخت نه و او د خپل شاتگ لپاره يې هيڅ پلمه هم نه درلوده . نهه کاله وروسته الکساندر برنيس په پيښور کې داسې اوريدلي وو چې اعظم خان (عظيم خان) د خپلې خزانې تشويش کاوه چې چور نشي . ښايي دده لښکر دا کالي سکانو د چيغو تر تاثير لاندې راغلى وي .

          د قبيلوى لښکرو تلفات بيخي ډير وو او د تره کۍ غونډۍ جنوب ته نوشهرى ته نژدې له قبرستان څخه معلوميداى شى . دا د ډيرې لويې قربانۍ مثال دى . له ډيرو وژنو سره سره په راتلونکي سهار غازيان بيا سره راټول شول او د خپل پيرزاده سيد اکبر تر مشرۍ لاندې جگړې ته تيار شول، مگر اعظم خان (عظيم خان) تللى و او دوى بې حمايې پاتې شول نو ځکه دا ورځ د رنجيت سنگهـ د بري ورځ شوه .

         اعظم خان (عظيم خان) په زړه مات شو او تر جگړې لږه موده وروسته بې له کوم ټپ مړ شو)) (١٥).

          په دې برخه کې غواړم د سردار محمد اعظم خان او د سردار محمد عظيم خان په اړه لنډ معلومات وړاندى کړم، ځکه چې د سرالف کارو په کتاب ((پښتانه يا پټانز)) کې ددغو نومونو په اړه تيروتنه شوى ده او د سردار محمد اعظيم خان په ځاى د سردار محمد اعظم خان نوم ذکر شوى دى . سردار محمد اعظم خان د امير دوست محمد خان زوى دى او په ١٨٦٧ز کال کې د افغانستان پاچا شو او تر ١٨٦٨ کاله پورې يعنى پوره يو کال د افغانستان پاچا و. او سردار محمد عظيم خان د وزير پاينده محمد خان زوى او د وزير فتخ خان او امير دوست محمد خان ورور دى او د فيوډالى جنگونو پرمهال  (١٨١٨ -١٨٢٤) د کابل ولايت حکمران و، او په پيښور کې له رنجيت سنگهـ سره د هغې جگړې نه وروسته چې په ١٨٢٢ز کال پيښه شوې وه وفات شوى دى .

          د هند د استقلال لپاره پښتانه د انگريزانو د استعمار پر ضد له هماغه پيل نه ترپايه پورې په ډگر کې او هم د علم او فرهنگ په ډگر کې مبارزې او هلې ځلې کړي دي . د مويزې په نوم د پښتونخوا يو ولسي شاعر چې د ١٨٢٣ز کلونو په شاوخوا کې ژوند کاوه، د پيښور د نوښار د جگړې په اړه چې د سکانو او پښتنو ترمنځ پيښه شوي و، په يوه چاربيته کې بيان کړى دى . دا چاربيته په تور بريښ او پښتانه شعراء څلورم ټوک کې چاپ شوې ده . په دې برخه کې ددې چاربيتې ځينې برخې وړاندې کوم:

قاصد د بادشاه راغى يوسفزي ولړزېده

په نيــت د غــزا لاړ شـو په نو ښار ورژېده

قاصـــــــد د بادشـــاه راغــــى راليږلـــــى عظيـــم خــان

دا ولــــــه يـــــــې جرگــــه کـــــړل مــلايــــان او مـــلــکـان

دار و گولـــــــۍ پــــــه مــــــادي درکـــوم بـه څرڅ تــاوان

                                                الفاظ يې خوږ شکر وو په چا اور ولگيده

الفاظ يې خوږ شکر وو پرې راضى يوســف نــامه شو

راتلــل بـــه ځــاى تـر ځايه نه يې خوب نه يې دمه شوه

خپــل کــور پـه هر چا اور شو پيښه داسى علامه شوه

                                                توکـــل دعــــا يـــې وکـــړه سيــلابونه بهيده

توکــــــل دعــــــا يـــــى وکــــــړه اکــــوزى وو پـه زرگونه

راتلـــل يـــــې مشـــــران د سينـــد پــه غـاړه لکه غرونه

د زغـــرو يـــې خلکـــې وې د وشالـــې يـــې پــه سـرونه

د حســــن پـــه صفـــت يـــې پادشــاهــــان نــــــه مــړيــده

          څرنگه چې دغه جگړه د سکانو په برى او ده پښتو په ماتې باندې پاى ته ورسيده او ډير پښتانه پکې ټپيان او شهيدان شول، نو له همدى کبله ددې چاربيتى د پاى برخې ټولې ددې جگړې د شهيدانو په اړه دى . شاعر د دغو شهيدانو او غازيانو په اړه داسى وايى :

اسماعيــل زى د لــوى ملا په مخ کې مړ شوو امانت

معصــم او عـــادى شـــاه دې الله کانـــــدې پــه جــنت

د وښکلو جنگ يې وکړو په ميدان کــې ښــه ساعت

                                                                پـــه مـــرگ يــې پــه اسمـان کې ملا يک وژړيده

پـــه زمــــکه ژاړي جـــونه ملايـــــک دي پـــه اسمــان

يــو جـړک پـه نـاړه پرېووت اخوند خيل شوو بنديوان

د مـــرگ پـــورې پـــلار د حضـــرت ديـن کـوى ارمان

                                                                ميــــرات يـــې پالنگونه پــه ميدان خاورې کيده

ميـــرات يـــې پالنگـــونه پــه ميـــدان شولـــو يــوازې

ژاړي يـــې خوينـــدې مينـدې کلمې يې کړې آغازې

د خاورو نه شوې لاندې هغــــه ښــــې پگــړۍ د رازې

                                                                پـــه صفـــت يــــې مـــوزي لکــــه فـولاد وايشيـده

صفـــت د يــــــو سفــــز وکـــړم چــې قتل يې کړو ځان

پـــه مـــخ کــــې يـې تمام شو پير ملا او صاحبزادگان

پــــه دوزخ کـــې بــــه کافــــران پــه جنــت کې مومنان

                                                                هر بيـــت د مويـزى لکه مرجان بيعه کيده (١٦)

          د نولسمې ميلادې پيړۍ د پاى کلونه د پښتنو قبايلو په سيمو کې د انگريزانو لخوا پرله پسې پوځي عمليات ترسره کيدل . په همدې مهال انگريزانو د پښتنو قبايلو په پنځو مهمو ځايونو لکه ملکنډ، خيبر، کرم، شمالي وزير شان او جنوبي وزيرستان کې خپلې رسمې ايجنسي فعالې کړې . د انگريزانو د دغو پرله پسى پوځي فعاليتونو پر ضد د پښتنو پاڅونونه په هر گوټ کې پيل شول . سرالف کارو د دغو پوځي عملياتو او د پښتنو د مقاومت په اړه داسي ليکي : ((د پښتنو قبايلو په سيمو کې پر ١٨٩٧ او ١٨٩٨ کلونو کې کې پر ١٨٩٧ز کال د جون په مياشت کې جگړه پيل شول. پرليسټيکل ايجنست د نظامي بدرگې په مرسته هلته ولاړ، چې د پاټک لپاره ځاى خوښ کړي . لومړى د دوى هر کلى وشو بيا ناڅاپه پر دوى باندې بريد وشو . ټول افسران ووژل شول او څه يې ټپي شول . مگر سربازانو ښه تکتيکي په شاتگ وکړ او ځانونه يې وژغورل، چې د سرحد په تاريخ کې دا ډير ښه تکتيکي حرکت بلل شوى دى . دوه اونۍ وروسته د ملکنډ قبيلې جگې شوې او په زرگونو خلک د غاښي په شاوخوا او چکدره کې پر قشلو راوڅرخيدل او د خيبر پوستې ماتې شوې . د ((سمانې)) پر کلا باندې هم بريد وشو او قشله بيخي له منځه ولاړه او په يوه برخه کې يو نفر هم ژوندى پاتې نه شو. عسکري عمليات په ډيره پراخه پيمانه وشول چې د سرحد په تاريح کې يې سارى نه درلود. برسوات، باجوړ، بونير، مومند او تيرا ټول داسې وپلټل شول چې يوه نقطه يې پاتې نه شوه او د ١٨٩٨ په پسرلي کې بيرته سوله خپره شوه)) (١٧) .

          ملا مقصود چې ددې زمانې شاعر دى . په يوه چاربيته کې د دغو واقعاتو بيان کړى دى . ددې چاربيتې يوه برخه په تور بريښ کې چاپ شوې ده او په لاندي ډول ده :

انگريــــزو بيــــا تړلـــــى لام دينــــه

څنگــــه جنگونــه پـه چتـرال کوى

پروت پـه درگۍ ورته گودام دينه

اخلــى سوات د بونير خيال کوى

انگريزو بيا جمع لښکر کرونه

 

 

حيران په فکر کې ډوب لاړمه زه

په ملکنډ يې حکم ورکړونه

 

 

تل د اسلام پرى به غواړمه زه

ما خو دا و پرې سر و مال کړونه

 

 

غنچې رژيږي څه به ژاړمه زه

     

د شهـــــادت عالـــي مقـــام دى

مـــخ يــــې رڼـا لکه مشال کوي

د باجوړ په حال آگاه يمه

 

 

عمرا خان دا و تر کابله کاوه

په بهادرانو کې نه ستايمه

 

 

چې زور يې نه و فساد يې څله کاوه

رحمت په ښار بټ خيله وايمه زه

 

 

سر يې کړ دا و جنگ يې په خپله کاوه (١٨)

     

          په هند کې د انگريزانو پر ضد د ١٨٥٧ز کال له عمومى پاڅون نه وروسته د ١٩٤٧ز کال يعنى د هند تر استقلاله پورې په سيمه کې د نورو قومونو په څنگ کې پښتنو هم د آزادۍ د لاسته راوړلو لپاره خپلو مبارزو ته دوام ورکړى دى . د دغو وسله والو مبارزو په څنگ کې پښتنو ليکوالانو او شاعرانو پخپلو شعرونو او ليکنو کې د استقلال او آزادۍ غږ پورته کړى دى او په دې لاره کې يې فعاله برخه اخيستي ده . په دې ليکنه کې ما د بيلگې په ډول د ځينو شاعرانو حماسى شعرونه او د هغو په اړه تاريخي پيښى بيان کړي . که ددې دورې ټول حماسى شعرونه له تاريخي واقعاتو سره راټول شي يو لوى کتاب ترې جوړيږى . په دې برخه کې زما وړانديز دا دى چې ددې دورى پښتو حماسى شعرونه  له تاريخي واقعاتو سره يو ځاى د يوې پروژى په چوکاټ سره راټول شي . په دې کار سره د پښتنو تاريخ دغه دوره نور هم د مستندو اسنادو له مخې روښانه کيږي .

 

 

 

 

اخځليکونه

          ١- گورگانيان او پښتانه ، څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار، د افغانستان د علومو اکادمۍ، ١٣٩٠ هـ ل کال، (٢٤٦ مخ) .

          ٢- د اکاديميسن کانديد محمد ابراهيم عطايي، د افغانستان پر معاصر تاريخ يوه لنډه کتنه، کابل، ١٣٨٣ هـ ل، (١٩ مخ) .

          ٣- پوهاند عبدالحى حبيبي، جنبش مشروطيت در افغانستان، سازمان مهاجرين مسلمان افغانستان، کابل – ١٣٧٧ هـ ل، (٨٤ مخ) .

          ٤- ث، ف، دولافوز، تاريخ هند، مترجم: سيد محمد تقى فخر داعى گيلانى، چاپخانه مجلس، ١٣١٦ هـ ش، (٢٣٨مخ) .

          ٥- پوهاند سيد سعد الدين هاشمى، جنبش مشروطه خواهى در افغانستان، شوراى فرهنگى افغانستان، مطبعه ميوند، کابل، ١٣٨٧ هـ ش، (٨٠ ص) .

          ٦- صفيه حليم، بهوپال، د هندوستان پښتانه، ١٣٨٧ هـ ل، (٧١-٧٢ مخونه) .

          ٧- علامه اکاديميسن پوهاند عبدالشکور رشاد، غالب جنگ نواب احمد خان بنگښ او د هغه کورنۍ، ١٣٥٨ هـ ل (١٦٥ مخ) .

          ٨- تذکرة الشعراء، سراج الدين سعيد او مولوى صالح محمد هوتک، د څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار په زيار، ١٣٦٦ هـ ل، (١٦٨ مخ) .

          ٩- پورتنۍ اثر، (١٧٠ مخ) .

          ١٠- عبدالغفار خان (پاچا خان)، زما ژوند او جد و جهد، د افغانستان د کلتورى ودې ټولنه، ١٣٨٧ هـ ل کال، (٣٨١ مخ) .

          ١١- تور بريښ، ټولونکى : عبدالله بختانى خدمتگار، پښتو ټولنه، ١٣٤٧ هـ ل، (١٤٣- ١٤٥ مخونه )

          ١٢- پورتنۍ ماخذ، (٢١ مخ) .

          ١٣- څېړنپوه عبدالله بختانى ، پښتانه شعراء ، څلورم ټوک د افغانستان د علومو اکاډمۍ- د ژبو او ادبياتو انستيتوت، ١٣٥٧ هـ ل کال، (١٤٢- ١٤٤ مخونه) .

          ١٤- جم ډار مستتر، د پښتونخوا د شعر هار و بهار، پښتو ټولنه، ١٣٥٦ هـ ل کال، (٢٦ مخ) .

          ١٥- سر اولف کارو، پښتانه (پټانز)، ژباړن : الحاج شير محمد کريمى، دانش څيړندويه ټولنه، پيښور، ١٣٨٣ هـ ل کال، (٤٣٣-٤٤٦ مخونه) .

          ١٦- څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار، پښتانه شعراء څلورم ټوک، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبياتو مرکز، ١٣٥٧ هـ ل کال، (١١٠-١١٢ مخونه) .

          ١٧- سر اولف کارو، پښتانه (پټانز)، ژباړن . الحاج شير محمد کريمى، دانش خپرندويه ټولنه، پيښور، ١٣٨٣ هـ ل کال، (٥٨٠ مخ) .

          ١٨- څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار، توربريښ، پښتو ټولنه . ١٣٤٧ هـ ل کال، (١٢٦ مخ) .

 

 

 


٭. نسيت – د نصيحت مفغن شکل دى .