Jjmklk

د پانې پت له جګړې نه وروسته په هند کې وروستي ګورګاني پاچاهان ( ۱۷۶۱ز – ۱۸۶۸زکال)

08.05.2013 11:36

څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار :

 

د پانې پت له جګړې نه وروسته په هند کې وروستي ګورګاني پاچاهان ( ۱۷۶۱ز – ۱۸۶۸زکال)

 

 

د پانې پټ له جګړې نه وروسته په هند کې ډېر کمزوري ګورګاني پاچاهان تېر شوي دي. ددغو پاچاهانو حاکمیت د ۱۷۶۱ز کال نه پېل او تر ۱۸۳۷زکاله پورې دوام وکړ. په دغه موده کې ددوی دحاکمیت سيمه ډېره محدوده وه. همدارنګه د دوی واک او واکمني هم ډېره محدوده وه .

په دې وخت کې دغو پاچاهانو یوازې د ښارونو په مرکزونو کې حاکمیت درلود د هند په نورو ليرو سیمو کې جلا جلا سيمه ييزې حکمرانۍ وي .

د دغو بېلابېلو حمرانيو ترڅنګ د انګریزانو، پرتګالیانو او فرانسویانو ترمنځ دهند د نیولو لپاره هم هلې ځلې روانې وې، چې په پای کې په ۱۸۳۷زکال کې د دغو جلا جلا حکمرانيو او د وروستيو ګورګانې پاچاهانو پر ځای د انګریزانو د ختیځ هند کمپنۍ حاکمیت ټینګ شو .

« په ۱۷۵۹زکال کې علي ګوهر شاه عالم په نامه پاچا شو چې تر ۱۸۰۶زکال پورې پاچا و، ولې د انګریزانو تنخواه خور و، دده تر مرګ وروسته یې زوی ثاني اکبر شاه باچا شو او د اکبر شاه تر مرګ وروسته په ۱۸۳۷زکال کې دده د لور له خوا لمسى ثاني بهادر شاه مظفر پاچا شو، چې دده په وخت کې د ډيلي خلکو په ۱۸۵۷زکال کې د انګریزانو پر ضد قیام وکړ او انګرېزانو په ډېره سختۍ سره دا قیام مات کړ او پاچا مظفر یې بندي رنګون ته ولېږه چې هلته بيا مړ شو چې په دې توګه د ګورګانیانو یاد بابري مغولانو دور پای ته ورسېده. نور نو تردې وروسته پر هند د انګریزانو دحاکمیت مرحله ده، چې تر ۱۹۴۷ز پورې يې دوام وکړ».(۱)  

په دې فصل کې ددغو ګورګاني پاچاهانو او همدارنګه د ختیځ هند کمپنۍ دحاکمیت د ټېنګښت په اړه معلومات وړاندې کېږي.

 

1ـ شاه عالم «عالي ګوهر» ( ۱۷۵۹ م ـ ۱۸۰۶م)

هندوستان ته د احمد شاه بابا په شپږم سفر کې د پانې پت لویه اوخونړۍ جګړه د افغانانو اومرهټیانو ترمنځ پېښه شوه په دې خونړۍ جګړه کې افغانانو د احمد شاه بابا تر مشري لاندې بریالیتوب ترلاسه کړ. په لاهور کې احمد شاه بابا بلند خان او په سرهند کې زین خان مومند خپل حاکمان مقرر کړل او دکال ۱۷۶۱ز په پسرلي کې قندهار ته سره له خپلو سردارنو واپس شو».(٢)

          په دې ترتيب سره (( د ١٧٦١ز کال د جنوري له څوارلسمې يعنى د پاني پت له جگړې وورسته شاه عالم د احمد شاه بابا لخوا د هند د امپراتور په توگه تائيد شو او د دغه هيواد بيلابيلو شهزادگانو او انگريزانو ته فرمانونه واستول شول چې نوموړى د هند د امپراتور په نامه په رسميت وپيژنى )) (٣) .

د یادونې وړ ده چې احمد شاه بابا په هند کې سیاسي او پوځي واک یوازې ګورګاني شهزادګانو ته نه بلکې ډېر مهم پوستونه يې پښتنو ته هم ور وسپارل، چې دغه ټاکنې د سیمې په سیاسي پرمختګ کې ډېره ګټورې تمامې نه شوي .

د پانې پت له جګړې نه وروسته پښتنو ته د هند سیاسي او پوځي واک د سپارلو په اړه پوهاند عبدالحی حبیبي لیکي : « احمد شاه بابا د پاني پت تر ټولو لویې سوبې او له مرهټیانو څخه د هند د مسلمانانو تر ژغورلو وروسته د دویم عالمګیر زوی شاه عالم په ډيلي کې  پاچا او د مېرزا جوان بخت زوی یې ورته مرستیال ( نائیبه السلطنه) کړ، نواب شجاع الدوله یې د فرزند خان او رستم هند په لقب وزیر اعظم او پښتون نواب نجیب الدوله یې سپه سالار وټاکه. د پنجاب حکومت یې زین خان مومند ته ورکړ».(۴)   

شهزاده عالي ګوهر په ۱۷۶۱ز کال کې تش په نامه دهندوستان پاچا شو،دغه مهال په هند کې عمومي انارشي روان وو. په دې بې ثباته ټولنه کې عالي ګوهر تر ۱۸۰۶زکاله پورې د ډېرو کړاونو په ګاللو سره پادشاهي وکړه. دده پنځه څلویښت کلنه پاچاهي په جنګونو، جګړو او کړاوونو تېره شوه او په پای کې انګریزانو دهند په زیاتره مهمو ځایونو او ښارونو کې خپل حاکمیت ټېنګ کړ . شاه عالم ( عالي ګوهر) د پنځه څلوېښت کلن تش په نامه حاکمیت او دهغه د ستونزو په اړه زیب سر  په تاریخ هندوستان کې داسې بیان کړی دی : « اوس دتیموري خاندان ( ګورګاني کورنۍ) په لاس کې صرف یوه د اله آباد صوبه پاتې شوه. بادشاه ډيلي ته نه وه را رسېدلې، چې دا واقعات وشو. ډيلي کې خو احمد شاه بابا دده زوی نائیبه السلطنه کړی او نجیب الدوله یې سپه سالار کړی و. نجیب الدوله ډېر بهادر افسر و جاټ قوم په دغو ورځو کې سرکشي را خیستې وه نجیب الدوله دوی له ښه ښه ‌ډزونه  ورکړل . )) (۵)

په دې ترتیب سره د شاه عالم (عالي ګوهر) پنځه څلویښت کلنه پاچاهي په ډېرو خرابو حالاتو او اوضاعو کې تېره شوه . له پورتینو معلوماتو نه په واضح ډول څرګندېږي چې د ګورګانیانو وروستي پاچاهان د هغه مهال د ټولو زبرځواکو د لاس آله وو او هغوی د خپلې ګټې په خاطر هر څه چې غوښتل هغسې کول او په نتیجه کې انګریزانو ورته تقاعد ورکړ.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

۲ـ ابوالفرمعین الدین اکبر شاه ثاني ( ۱۸۰۶م ـ ۱۸۳۷م)

په ۱۸۰۶زکال کې شاه عالم مړ شو او دهغه په ځای د هغه ولیعهد شهزاد ابو الفرمعین الدین اکبر شاه ثاني پاچا شو. د اکبر شاه ثاني د پاچاهۍ په دوره کې انګریزان په ټولو سیاسي، اداري او اقتصادي چارو کې حاکم شوي وو. ګورګاني شهزادګانو ته يې معاشونه اوتقاعدونه مقرر کړي وو هغوى د هند په سیاسي، اقتصادي او اداري چارو کې له واک نه محروم کړاى شوي وو.  د اکبر شاه ثاني پاچاهي په یوه قلا کې و، د هغه ټول واک او اختیارات دهمدې قلا په دننه کې وو، له قلا نه بهر د هغوی هېڅ واک او صلاحیت نه و. د ابوالفرمعین الدین اکبر شاه ثاني د واکمنۍ دوره نږدې یو دیرش کاله وه، خو د هغه د واکمنۍ په اړه ډېر لږ معلومات په لاس کې شته. داکبر شاه ثاني د بې واکه او بې صلاحیته واکمنۍ په اړه په تاریخ هندوستان کې داسې یادونه شوې ده : « ابوالفرمعین الدین اکبر شاه ثاني د شاه عالم له مرګ نه پس په ۱۲۲۱هـ ق – ۱۸۰۶ز کې په تخت کېښناست یو دېرش کاله له حکومت نه پس د اتیاکالو په عمر په ۱۸۳۷ز کې وفات شو.

د شاه عالم په خزانه کې ډېر دولت جمع شوی و، هغه ټول اکبر شاه ثاني خرڅ کړ، بیا یې فریاد شروع کړ، چې یو لک روپۍ سالانه تقاعد کم دی. لارډ منټو دده په درخواست توجه وکړه، انګریزي حکومت وعده ورکړه، چې زمونږ مالي حالت ښه شي نو څه مناسب اضافه به وکړو.

په ۱۸۰۹زکال کې ګورنر جنرال د اضافۍ اراده وکړه، تر څو چې د شاه عالم د زمانې دولت و، اکبر شاه خاموش و، هر کله چې دا دولت خلاص شو، نو ده د اضافۍ لپاره پوره کوښښ شروع کړ او خپل زوی ته چې په لکهنو کې و، ولیکل چې انګریزان پوره مواجب ( تنخواه) نه راکوي، زما ګوزاره سخته ده، ته کوښښ کوه چې زما تقاعد زیات شي.

د بادشاه حکومت صرف په قلا کې و. بهر دده تصرف نه و، ولې انګریزانو به په قلا کې دننه هېڅ کار نه لره . بدماشان، قرضدارن، دا ټول به قلا ته لاړل اوهلته بیا د چا لاس بری په دوی نه راته صرف د پادشاه نوم عزت او حکومت د قلا دننه و». ([2])

له پورتنیو معلوماتو نه په واضح ډول څرګندېږي، چې په دې وخت کې انګریزانو څومره حاکمیت درلود او له څومره سیاسي او اقتصادي ځواک نه برخمن و وروستي ګورګاني پاچاهان تش په نامه پاچاهان وو.

۳ـ محمد سراج الدین ابوالظفر بهادر شاه ( ۱۸۳۷ز- ۱۸۵۷ز)

محمد سراج الدین ابوالظفر بهادر شاه په هند کې د ګورګاني سلسلې وروستي پاچا و، هغه په ۱۸۳۷زکال کې د اکبر شاه ثاني له مرګ نه وروسته دانګریزانو له خوا د هند د پاچاهۍ پر تخت کښېناست او تر ۱۸۵۷زکاله پورې يې پاچاهي وکړه.

د شلو کالو له پاچاهۍ نه وروسته يې دانګریزانو پر ضد بغاوت وکړ. ددې بغاوت له امله انګریزانو بهادر شاه بندي ، نور ګورګاني شهزادګان یې ووژل او په رسمي توګه دوی دهند سیاسي واک ترلاسه کړ.

د بهادر شاه د بې واکه واکمنۍ په اړه د سیمې په تاریخونو اواسنادو کې ډېر لږ معلومات وړاندې شوي ، ددې دورې او ددغه  پادشاه د شخصیت په اړه په لاندې ډول لنډ معلومات وړاندې کېږي : « دا پادشاه ډېر لایق، قابل، خوشنویس او شاعر و، غالب ذوق دده د مجلس شاعران وو. له غریبانو سره دده ډېره همدردي وه، دده په زمانه عجیبه واقعه وشوه او دا به تر ډېره یادېږي. دهندوستان اکثر بلوایان سره راغونډ شول، او بهادر شاه ته یې دجهاد تحریک ورکړ، په لکونو اوزرګونو پوځ دده تر جهنډې ( بیرق) لاندې جمعه شول او د انګریزانو پر خلاف هندوستانیانو بغاوت وکړ.

په ۱۸۵۷زکال کې له مې نه تر ډیسمبر پورې دا بلوا اوفساد جارې وو. آخر باغیانو شکست وخوړ، خواره واره شو پادشاه دهمایون په مقبره کې پټ شوی و انګریزانو راوویسته ډېر شهزادګان یې مړه کړل او پادشاه یې په رنګون کې نظر بند کړ. له دې سره پادشاه د یتموري  ( ګورګاني) سلطنت خاتمه وشوه».(٧)  

« د ۱۸۵۷زکال له پاڅونونو څخه وروسته، په هند کې وروستي مقاومتونه د بریتانوي پوځ له خوا وځپل شول د ۱۸۵۸زکال نه وروسته دانګلستان پارلمان دهند د حکومت کنټرول په خپل واک کې واخيسته . په ۱۸۷۷زکال کې د انګلستان پاچا ملکې ویکتوریا د (قیصر هند) ( دهند امپراتور) لقب ونیو او په دې ترتیب سره د لندن حکومت د هند د مطلق العنان حاکم په توګه وپېژندل شو».(٨)  

په ۱۷۶۱زکال کې د پاني پت له جګړې نه وروسته بیا دګورګاني تر وروستي پاچا ( ۱۸۷۵زکال) پورې، چې نږدې یوه پېړۍ کېږي د هند په مرکزي برخو کې یوازې درې پورتني ګورګاني پاچاهان پاچاهي ته رسېدلي دي. دوی تش په نامه پاچاهان وو او اصلي واک او صلاحیت دانګریزانو په لاس کې و. په دې موده کې انګرېزان ډېر غښتلي شول او په پای کې ټول سیاسي، اقتصادي او نظامي صلاحیتونه يې په خپل لاس کې ونیول .

4ـ د بېلا بېلو حاکمیتونو پر ځای دختیځ هند

کمپنۍ دحاکمیت      ټېنګېدل

د هند ګورګاني دولت په ۱۷۰۶زکال کې د اورنګ زېب له حاکمیت نه وروسته د زوال او ملوک الطوایفۍ لورته روان شول . له دې نېټې نه وروسته د هند په هر ګوټ کې محلي حاکمیتونه منځته راغلل. ددغو بيمه ييزو حاکمیتونو په منځ ته راتګ سره د بهرنیو هېوادونو د ځواکونو لپاره زمینه برابره شوه، چې هندوستان ته داخل شي او دخپلو سیاسي، اقتصادي او پوځي پلانونو په علمي کولو لاس پورې کړي. په دغو بهرنیو ځواکونو کې د فرانسویانو، هسپانیانو، عربانو، هالینډیانو، پرتګالیانو او انګریزانو کمپنۍ او تجارتي شرکتونه شامل وو. په هند کې اقتصادي، سیاسي او پوځي ګټو د لاسته راوړلو لپاره دوی یو له بل سره په رقابت او دوښمنۍ کې و، ترڅو چې انګرېزان پر پرتګالیانو او فرانسویانو او نورو بهرنیانو باندې برى ترلاسه کړ او د نولسمې پېړۍ په نیمايي کې دوی د هند په ټولو محلي حاکمیتونو باندې بریالیتوب ترلاسه کړ.

په دې برخه کې به لومړى په هند کې د وروستیو ګورګاني واکمنانو په دوره کې د بېلا بېلو حاکمیتونو دجوړېدو او د انګریزانو، فرانسویانو، پرتګالیانو او نورو خارجي کمپنیو د راتګ، پرمختګ، ځای په ځای کېدل او خپل منځي سیالیو په اړه معلومات  وړاندې شي او بیا د بېلا بېلو حاکمیتونو پر ځای د انګرېزانو د حاکمیت دټېنګېدو په اړه به هر اړخیزه څېړنه وشي.

په ۱۷۰۶زکال کې کله چې د ګورګانیانو په امپراتورۍ کې بحران رامنځته شو، دهند په لویه وچه کې دوه ډوله خپلواک حاکمیتونه رامنځته شول. یو ډول حاکمیت دمحلي فیوډالانو او محلي زبرځواکونو له خوا د کورواک حاکمیتونو په شکل او یا په مستقل ډول رامنځته شول. بل ډول حاکمیتونه د خارجي تجارتي کمپنیو له خوا جوړ شول . په پای کې د ټولو حاکمیتونو پر ځای د هند ختیځې کمپنۍ ټول واک په لاس کې ونیو په دې برخه کې ددغو داخلي محلي حاکمیتونو اونړیوالو تجارتي حاکمیتونو په اړه لنډ معلومات وړاندې کېږي : «  د ۱۴۹۸زکال دمى میاشتې په شلمه نېټه پرتګالي سردار واسکو دوګاما دهند کالیکوت بندر ته ورسېد او له محلي حاکمانو سره تجارتي تړونونه لاسلیک کړل. په ۱۵۰۰ زکال کې آلوارز کابرال یو بل پرتګالي د بشپړ تجهیزاتو سره د هند د کوچین په سیمه کې حاکمیت ترلاسه کړ او په ۱۵۰۳زکال کې آلبوکرک هم په همدې سیمه کې خپل حاکمیت ټېنګ کړل. په دې ترتیب سره پرتګالیانو د هند په سوپل کې خپل نفوذ ټېنګ کړ. په ۱۵۰۹زکال کې آلبوکرک د پرتګال د امپراتورۍ له خوا په هند کې د پرتګال د لوی حاکم په توګه وټاکل شو».(٩)  

له پورتنیو څرګندونو څخه جوتېږي، چې دګورګانیانو په دوره کې له ټولو نه مخکي پرتګالیانو په هند کې خپل حاکمیت ټېنګ کړ او له پرتګالیانو څخه وروسته د انګلستان دختیځ هند کمپنۍ په خپلو استعماري فعالیتونو باندې پېل وکړ.

« دانګلستان ختیځ کمپنۍ شرکت له خپل تاسیس نه وروسته، دهند حاکمانو د خپل واک او نفوذ په ټېنګولو پېل وکړ. د فرانسې اوهالیڼد سوداګر هم د هندي چارواکو سره په تجارتي معاملاتو پېل وکړ. انګلیسانو د ۱۶۸۷زکال په پای کې ممبيي ښار له پرتګالیانو څخه ونیول .»(١٠)  

« له دوی نه وروسته ډنمارکیانو اوجرمنیانو له هند سره تجارتي معاملې پېل کړې. انګلیسان په ۱۶۱۲زکال کې د ختیځ هند کمپنۍ تاسیس اوتجارتي جواز ترلاسه کړ او د « سورت» ښار یې خپل مرکز وټاکه. په ۱۶۱۴زکال کې د انګلستان پاچا لومړي جېمز خپل استازى چې « سرتوماس رو» نومېده دجهانګیر دربار ته ولېږل او له هغوی نه يې وغوښتل چې له هندوستان سره تجارتي اړیکې ټېنګې کړي.»(۱١)

« داورنګ زېب له مرګ نه وروسته په ۱۷۰۶زکال کې د هندوستان بابري دولت ( دهند ګورګاني امپراتورۍ) د زوال لورته روان شوه او دهېواد په هر ګوټ کې ملوک الطوایفي نظامونه جوړ شول . مرهټه، جټ اوسپک قومونه دهند په جنوب اګره او پنجاب کې سر راپورته کړ . دکن او بنګال ولایتونه خپلواک شول . کلکته، مدراس اوممبيي د برتانیوي تجارتي کمپنۍ په لاس کې پاتې شو».(۱٢)  

د پروژې تر دې عنوان لاندې ټول مسایل باید د پاني پت له جګړې ( ۱۷۱۶ز) کال نه وروسته وڅېړل شي. څرنګه چې ددې دورې حوادث او واقعات له تېرو دورو سره نېغې اړیکې لري، نو په دې برخه کې زه غواړم د تېرو حوادثو او واقعاتو په اړه هم لنډ معلومات وړاندې کړم، ترڅو دحوادثو سیستماتیکې اوکرونولوژیکي اړیکې ټینګې شي . له پورتنیو څرګندونو څخه په روښانه ډول څرګندېږي چې د ۱۷۱۶زکال نه نژدې یو پېړۍ مخکې په ګورګاني دولت کې سیاسي اواقتصادي بحران رامنځته شوى او له هماغې نېټې څخه هم بهرنيو قوتونه او هم داخلي قوتونه په دې کوهڅه کې و، چې څنګه د ګورګاني واکمنۍ ځای ونیسي.

دغه بهرني او داخلي ځواکونه له هماغه وخت نه په دې کوښښ کې و، چې هم ګورګاني دولت د سیاست او اقتصاد له میدان څخه ګوښه کړي او هم خپلو نورو بهرنیو اوداخلي دښمنانو ته ماتې ورکړي ددغو خپل منځني رقابتونو په اړه په لاندې ډول معلومات وړاندې کېږي .

« د برتانیا شرق الهند شرکت ته چې په ۱۶۱۲زکال په هند کې د مغولي پاچا جهانګیر له خوا د تجارت جواز ورکړل شوی و له خپل بل اروپايي تجارتي سیال، فرانسې سره په مقابله بوخت و. دهغوی د ترمنځ یو لړ نښتو په نتیجه کې، انګریزان په فرانسوي شرکت برلاسي شول او تر ۱۷۶۳ز کاله پورې یې په ختیځ بنګال او دهند سوېل ته د مدارس په ارکوټ سیمه کې د پښې ایښودلو ځای وموند. تردې نېټې پورې انګریزي او فرانسوي سوداګرو دخپل تجارت په اړه له هندي چارواکو څخه اجازه ترلاسه کوله، خو د فرانسویانو له ماتې وروسته دا وضعه په بدلېدو وه.

په ۱۷۶۵زکال کې مغولي امپراتور د بنګال پرنګي ګورنر جنرال، رابرت کلایو، ته په بنګال کې د مالیې اومحصول د ټولولو واک ورکړ او په دې توګه د « شرق الهند شرکت» چې لا تر هماغې نېټې پورې یوازې یو «پساری» شرکت و دهندوستان د سیاست برخه وګرځېد او په ټول هند باندې د ولکې موندلو په لټه کې شو او ددې لپاره چې پر هند باندې د ولکې موندلو پر لور پلانونه پلې کړای شي، نو له خپلې مخې څخه د خنډونو د لرې کولو په تکل یې لاس پورې کړ. له همدې کبله و چې د شرق الهند شرکت احمد شاه دراني دخپلو نیتونو او پروګرام په مقابل کې خنډ باله او په سیمه کې د یوه پیاوړي افغانستان شتون ته یې په تشویش سره کتل».(۱٣)  

د وروستیو ګورګاني واکمنانو په دوره کې نه یوازې بېل بېل حاکمیتونه منځته راغلل بلکې ددغو حاکمیتونو د رامنځته کېدو په څنګ کې د هند په ټولو برخو کې وسله وال پاڅونونه ورځ په ورځ زیاتېدل. همدغه مهال په هند کې دمختلفو قومونو په واسطه نوي سيمه ييز حکومتونه جوړ شول . « مرهټه قوم د خپل مشر شیواجی تر لارښوونې لاندې دګورګانیانو پر ضد پورته شول. هغوی په ۱۶۷۴زکال کې د هند په مهارشتر کې خپل خپلواک دولت تشکیل کړ. همدغه مهال لاجپوتانو قوم هم پاڅون وکړ. د پنجاب د بزګرانو پاڅون چې د سېکانو له مذهبي فرقې سره يې اړیکې درلودې د اولسمې پېړۍ په دوهمه نیمايي او د اتلسمې پېړۍ په پېل کې يې پاڅون وکړ. په دې وخت کې پښتنو قومونو هم دګورګاني واکمنانو پر ضد پاڅون ته دوام ورکړ».(۱٤)

همدغه مهال د هند په بېلا بېلو برخو کې د واک اوقدرت د لاسته راوړلو لپاره نه یوازې داخلي قوتونه په هلو ځلو بوخت وو، بلکې د بهرنیو ځواکونو هلې ځلې ورځ په ورځ زياتيدې . « په ۱۷۵۴زکال په هند کې انګلیسان او فرانسویان زیات شول، انګلیسانو د بنګال د نیولو لپاره د هغې سیمې نواب ته ماتې ورکړه او همدا راز یې فرانسویان په شاوتمبول او په دې توګه هند ورو ورو د ختیځ هند د کمپنۍ تر ولکې لاندې راغي، انګلیسانو چې په کال ۱۶۶۱ز کې د ممبيي علاقه له پرتګالیانو څخه نیولی وه، ورو ورو فرانسویان، هالینډیان او ډنمارکیان يې په شاتګ ته اړ کړل او د اتلسمې پېړۍ تر اتمې لسیزې پورې یې له کشمیر، سېند او پنجاب پرته نږدې په ټول هند باندې قبضه لګولې وه. په کال ۱۸۳۷زکې د بابر کورنۍ وروستي پاچا بهادر شاه په ډيلي کې یوازې په یوه کلي باندې پاچايي کوله اونور ټول ملک د مذهبي، قومي اوملي بې اتفاقۍ له امله د ختیځ هند د انګریزي کمپنۍ تر ولکې لاندې راغلى و . (۱٥)   

په هند کې د مغولو عظیم الشان سلطنت د بې وارثه جایداد په شان برخې برخې شوى و یو طرف ته انګریزان، فرانسویان اونور اروپايي قومونه د تجارت په پلمه دغه د سروزرو مرغۍ په نیولو لګیا وو اوانګریزانو په کې دومره طاقت حاصل کړی و، چې هر چاته به يې بډی وهلې.(۱٦)

په بهرنیو ځواکونو کې له ټولو نه انګریزان ډېر غښتلې وو هغوی هم په پوځي اواقتصادي ډګر کې او هم په استخباراتي اوتبلیغاتي ډګر کې له ټولو نه مخکې و. هغوی په هند کې د بېلا بېلو قومونو اومذهبونو ترمنځ د بې اتفاقۍ اور ته لمن وهله او په دې وسیلې سره يې وکولای شول چې پر ټول هند باندې برى ترلاسه کړي. « انګریزانو په جنوبي هند کې د ولسونو د پرګنو ترمنځ د بۍ اتفاقۍ اچولو په غداریو سره دهند راجګان، نوابان، ملوک الطوایف، هندوان، مسلمانان، برهمنیان او په هند کې نور لږکي قومونه یو د بل په مقابله کې سره اچول او جنګول به یې په نتیجه کې د همدغو کم بختیو پرګنو په شتمنیو باندې لکه د بې خاونده ملکیت په شان په تدریجي توګه انګریزانو قبضې ولګولې. هیر دې نه وي چې په همدې اړوند د میسور، اوده، دکن او ځینو نورو مسلمانانو د انګریزانو په مقابل کې خپلې مبارزې دوامدارې ساتلې وې».(۱٧)  

په دې برخه کې لازم بولم چې په هند کې د انګریزانو، فرانسویانو، پرتګالیانو، هالیڼدیانو او نورو بهرنیو قوتونو دهلوځلو او واکمنۍ په اړه لنډ معلومات وړاندې کړم .

الف ـ په هندوستان کې د پرتګالیانو واکمني : په هند کې د پرتګالیانو واکمني هغه وخت پیل شوه کله چې په ۱۴۹۸زکال کې واسکودا ګاما د سمندر له لارې نه دهند مالابار ساحل ته ورسېد. دوی د هند په ساحلي برخو کې نږدې یوه پېړۍ سیاسي، پوځي اوتجارتي حاکمیت درلود، د دوی نامتو حاکمان المیډا، البوقرق او نور دي. دوی له عربو او انګرېزانو سره ډ‌ېره په دښمنۍ او رقابت کې وو او په پای کې يې د انګریزانو اوعربو له خوا ماتې وخوړل په دې برخه کې په هند کې د دوی د حاکمیت په اړه لنډ معلومات وړاندې کېږي .

دالمیډا حاکمیت : المیډا د پرتګالیانو نامتو پوځي سردار و، چې د هند په سواحلو کې له عربو سره ډېر جنګونه وکړل او پر هغوی باندې بریالي شول « د کالي کت راجا « زمورن» له واسکوډی ګاما سره ډېر ښه سلوک وکړ. لیکن د عربو سوداګرو دانه وه خوښه، چې د پرتګالیانو قدم دلته مضبوط شي. په دویم کال کې یو نیم زر پرتګالیانو دلته خپل نو آبادي قایم کړي. عربو سوداګرو به له دوی سره جنګونه کول آخر د پرتګالیانو سردار المیډا د عربو مقابلې ته ودرېده او په یوه جزیره کې یې د عربو سوداګرو ته ماته ورکړه، نتیجه دا شوه چې دهندوستان تجارت دعربو سوداګرو له لاسه ووته او د پرتګالیانو لاس ته ورغى له دې نه پس المیډا د پرتګال د حکومت له طرفه دلته د والي په حیث مقرر شو.

دالمیډا تل دا خیال و چې مونږ له صرف د سمندر په ساحل کې اوسېدل پکار دي او په سمندر قبضه پکار ده، که مونږ په ملک کې نوآبادي جوړې کړو، نو خواره واره او کمروزي به شو ده به همېشه د بحري بېړۍ د ټېنګتیا کوشش کاوه.»(۱٨)  

البوقرق : په هند کې د پرتګالیانو نامتو حاکمانو څخه یو هم البوقرق و. د هغه دحاکمیت په دوره کې په هند کې پرتګالیانو ډېر پرمختګونه وکړل .

مګر دوی د ظلمونو، بدو روشونو او عیاشیوو له امله ونشو کولای چې نور پرمختګ وکړي . د دوی د بدو چلندونو له امله چې د سیمې له خلکو اونورو بهرنیانو سره يې وکړل د ناکامې خواته روان شول. د البوقرق د بریالیتوبونو او دهغه د زوال د عواملو په اړه په لاندې ډول معلومات وړاندې کېږي : « د المیډا نه پس البوقرق دهندوستان د پرتګالیانو د سیمې والي مقرر شو دى له المیډا نه زیات هوښیار او دور اندېش و. ولې ښه پوهېده چې د هندوستان حکومت به ورو ورو سردارانو باندې ویشل شوي دي .

ده به ویل، که مونږ دا سرداران او حاکمان په کور کې وجنګوو، نو د دوی په مرسته به مونږ پرتګالي حکومت دلته قایم کړو. چنانچه ده، کله چې د «ګواه» جزیره فتحه کړه او په لږ ورځو کې دغه جزیره د تجارت مرکز شوه. ددې نه علاوه دوه نورې جزیرې هم ده فتحه کړې او په ۱۵۱۵زکال کې د خلیج فارس هرمز جزیره هم د دوی لاس ته ورغله . شپاړلسمه پېړۍ لا خلاصه نه و چې د پرتګالیانو حکومت د سمندر په غاړه غاړه هندوستان کې تر سوونو میلو ټېنګ شو. د مالیاتو د حاصلولو اود مقدمو د فیصلو لپاره پرتګالي حاکمان په دې سیمو کې مقرر شو. په خپل پوځ کې یې هندوستانیان وګمارل، ښوونځي يې جوړ کړل اکثرو هندي ماشومانو په کې په پرتګالي ژبه تعلیم کولو په دفترونو کې هندي مامورین وو. د عربو سوداګرو د مخالفت په وجه پرتګالیان په ټولو مسلمانانو باندې بدګمانه وو. په دې وجه دوی ټولې وظیفې او ماموریتونه هندوانو ته ورکول .

د پرتګالیانو حکومت ډېر ټېنګ پاتې نشو، وجه داوه چې د اروپا د لوږو قومونو هم هندوستان ته مخه شوه پرتګالیان يې لرې کړل او د هندوستان په تجارت یې قبضه وکړه. په دې قومونو کې انګریزانو، فرانسویان او هالینډیان قابل ذکر دي. د پرتګالیانو دحاکمیت د زوال عوامل په لاندې ډول دي :

۱ـ د دوی حکومت ظالمانه و، مامورین یې عیاش وو، اکثرو په هندوستان کې ودونه کړي وو.

۲ـ د هندوستانیانو بېړۍ به یې تالا کولې، هندوستانیان به یې تنګول، په دې وجه دخلکو بدي شوو.

۳ـ د نور مذهبونو خاوندان د دوی بدي شول له مسلمانانو سره یې خصوصیت سره بدنیتي وه، او دوی ته به یې ډېر تکلیفونه رسول او دوی به یې په عیسوي کېدو مجبورول. آخر دا چې خلک له دوی نه په تنگ شول، چې نور قومونه را ورسېدل نو خلکو په ډېر شوق د هغوى ملګرتیا وکړله.

۴ـ پرتګال یو کوچنى هېواد و، آبادي یې لږه وه، نو دوی ته د هندوستان  غوندې لوی وطن باندې قبضه ساتل ګرانه وه.

۵ـ د پـــرتګـــالیانو د زوال لـــویه وجه داوه چـــې هســـپانیه او پرتـــګال له یو بــــــل سره په کال

۱۵۸۰زکې اتحاد وکړ، دا د کمزوري او زورور اتحاد و. هسپانیه په دوی کې زوروره و. په دې وجه د پرتګالیانو اهمیت کم شو د هسپانیې خلکو د امریکا په یوه لویه حصه قبضه کړې وه اوهلته یې خپلې سیمې قایم کړې وي دوی هندوستان ته توجه نه کوله په دې وجه د پرتګالیانو هندوستاني مقبوضات له دوی د لاسه لاړل».(۱٩)  

ب : په هندوستان کې د هالینډیانو واکمني : هالینډیانو هم لکه نورو بهرنیانو غوندې د هندوستان ډېرې مهمې سیمې ونیولې او خپل تجارتي، سیاسي او پوځي حاکمیت یې هلته ټینګ کړو. وروسته دوی هم له انګریزانو او فرانسویانو سره په جګړو کې اخته شول. په هندوستان کې د هالینډیانو د لنډ مهالې حاکمیت په اړه په لاندې ډول لنډ معلومات وړاندې کېږي : « هالینډ په ۱۵۸۱زکال کې له هسپانیې نه خپله آزادي حاصله کړه او خپل جمهوریت یې قایم کړ، دې نه وروسته دوی ورو ورو پرتګالیان له هندوستاني سمندر نه وویستل او د هندوستان په تجارت یې قبضه وکړه.  ددوی څو تجارتي کمپنيو په هند کې فعالیت کولو په پای کې دا ټولې کمپنۍ یو شوې او په « ډچ ایسټ انډیا کمپنۍ» په نوم یې یوه لویه کمپنۍ جوړه کړه. دوی په جاوا کې « بټیویا» نوم یې یوه سیمه قایمه کړه او دا د دوی د مشرقي مقبوضاتو صدر مقام شو.

د دوی زیاته توجه جزایر شرق الهند ته وه، د ملایا نه هم دوی د اروپا نور قومونو  وویستل، په سیلون هم دوی قبضه وکړه. په هندوستان کې یې هم خپل قدمونه مضبوط کړل. په بنګال کې چنسره د دوی دتجارت مرکز و. د کلکتې په خوا کې سیرام پور هم د دوی سیمه وه. لیکن له فرانسې اوهسپانیې سره به د دوی جنګونه ډېر وو. په دغو جنګونو دوی کمزوري شول له پاسه انګریزان راغلل او هغوی دوی ته داسې ماته ورکړه، چې هر څه یې خلاص شول . آخر دا چې دوی خپلې ټولې کارخانې په انګریزانو خرڅې کړي لیکن جزایر شرق الهند د دوی په لاس کې پاتې شو. په ۱۹۴۲کې جزایر شرق الهند د دوی نه جاپان ونیولو».(٢٠)  

ج ـ په هندوستان کې د فرانسویانو واکمني : فرانسویانو هم لکه هالینډیانو او پرتګالیانو غوندې په هند کې ډېرې مهې اقتصادي سیمې ونیولې او په پای کې له نورو بهرنیانو سره د خپل منځي جګړو په نتیجه کې يې ماتې وخوړله .

په هند کې د فرانسویانو د لنډ مهالي حاکمیت په اړه په لاندې ډول لنډ معلومات وړاندې کېږي : « انګرېزانو چې هالینډیان ګډوډ کړل، نو فرانسويان قوم د دوی مقابلې ته په میدان کې ودرېدل . په ۱۶۶۴ز کې دوی « فرنچ ایسټ انډیا کمپنۍ» قایمه کړه او د کوچین په ساحل دوی را کوز شول او ددې وطن په تجارت دقبضې تدبیرونه یې پېل کړل. لومړى خو هالینډیانو د دوی مقابله وکړه او دوی یې ووهل اواکثر مقبوضات د دوی یې قبضه کړل لیکن وروسته فرانسویانو دوی ته ماتې ورکړه او بیا دوی په سورت کې یوه کارخانه جوړه کړه. په پاندیچرې علاقه، چې دوی د بېچاپورل  باچا نه په بیه اخېستې وه ښه اباده کړه بیا په بنګال کې دوی چندرنګر قبضه کړ، بیا د کارومنډل په ساحل دوی میشت شول .

ډوما کله چې په ۱۷۳۵زکال کې د فرانسې د مقبوضاتو حکمران مقرر شو، نو ده پادیچری له ښه ترقي ورکړه. ده په هندوستان کې د فرانسې قدم مضبوط کړ. د ډوما دا ارمان و چې په هندوستان کې د فرانسې یو پراخ حکومت جوړ کړي. له همدې کبله ده د هندوستان له راجاګانو او نوابانو سره دوستانه اړيکې جوړى کړې .

په ۱۸۴۱ز کې د ډوما پر ځای ډوپلي حکمران شو دی ډېر بیدار مغز او هوښار سیاست پوه و. دده په زمانه کې د انګریزانو او فرانسویانو ترمنځ یوه اوږده مقابله پېل شوه».(۲١)  

له پورتنیو څېړنو څخه دې نتیجې ته رسېږو چې د پرتګالیانو اوهالینډیانو حاکمیتونه دانګریزانو له خوا له ماتې سره مخامخ شول. که څه هم هغوی غوښتل چې په دې سیمه کې خپل حاکمیت ټينګ کړي، خو د مختلفو عواملو له امله د دوی حاکمیتونو په دې ځای کې پای ته ورسېدل. په پای کې د فرانسویانو او انګلیسانو ترمنځ جنګونه او رقابتونه تر ډېرو کلونو پورې دوام وکړ، چې ددغو جنګونو او رقابتونو په نتیجه کې انګریزان په ټولو باندې بریالیتوب ترلاسه کړ. یوازې د پښتنو نوابانو حاکمیتونو تر ډېرې مودې پورې د دوی په مقابل کې مقاومت وکړ، چې دا مقاومتونه په وروستیو عنوانونو کې تر څېړنې لاندې نیول کېږي. اوس د فرانسویانو او انګلیسانو د رقابتونو او دښمنیو په اړه او همدارنګه ددغو رقابتونو د عواملو په اړه به لنډ معلومات وړاندې شي : « د اتلسمې پېړۍ په پېل کې د هالینډیانو او پرتګالیانو زور بالکل کم شوی و. په هندوستان کې صرف انګریزان او فرانسویان د یو بل دښمنان وو. په دغه زمانه کې مغولیه سلطنت کمزوری شو. والیان ځای په ځای خودمختار شول . انګریزانو او فرانسویانو دغه موقع غنیمت وګنله او له تجارت سره سره د حکومت تدبیرونه یې پېل کړل.

په اول کې خو انګریزانو یوازې تجارتي کاروبار کاوه اوهندوستاني ریاستونو کې يې هېڅ دخل نه لاره، لیکن د فرانسویانو له وخته په دې ملک کې دحکومت جوړولو اراده وه، دوی به د والیانو په داخلي معاملاتو کې دخل کاوه. فرانسوي ګورنر ډوپلي یو سیاست يوه ګورنر و. ده د هندوستان مغولیه سلطنت کمزوری معلوم کړی و. دویمه دا چې ده معلومه کړه، چې هندوستاني پوځ ته دې د جنگ تعلیم اوتربیت ورکړى شي، نو زبردست سپاهي ترې نه جوړېږي او د اروپايي پوځ مقابله په ښه شان کولي شي. په دې وجوهاتو ډوپلي په هندوستان کې مقررې پيل کړه او د هندوستاني ریاستونو اووالیانو سره یې تعلقات پېل کړل، چې دانګریزانو اثر له هندوستان نه بالکل ورک شي.

د انګریزانو او فرانسویانو د دښمنۍ وجه داوه، چې په نویو ملکونو کې د تجارت د قبضې هر یو مدعي و. دوی به همیشه له یو بل سره جنګونه کول».(۲٢)  

په هند کې د فرانسویانو او انګلیسانو ترمنځ تر ډېرې مودې پورې جګړې او رقابتونه روان و، چې په پای کې انګلیسانو پر فرانسویانو هم برى ترلاسه کړ او په هند کې دوی د اقتصادي حاکمیت په څنګ کې پوځي او سیاسي حاکمیت هم ترلاسه کړى او د دوی سیاسي او پوځي حاکمیت د ختیځ هند کمپنۍ تر نامه لاندې په هند او سیمه کې ټېنګ شو، ددې بهرني استعماري حاکمیت په مقابل کې نه یوازې دهند خلکو، بلکې د سیمې د هېوادونو خلکو هم پاڅونونه وکړل. په هند کې د انګریزي استعمار پر ضد په پاڅونونو کې پښتنو مرکزي رول ولوبولو، په دې اړه به د پروژې په نورو برخو کې ژوره او هر اړخیزه څېړنه کېږي.

په ۱۷۱۶زکال کې د پاني پت له جګړې نه وروسته تر ۱۸۳۷ز کاله پورې چې نژدې یوه پېړۍ کېږي په هند کې د وروستيو ګورګاني پاچاهانو سلسله چې تش په نامه په ډېر محدود ځای يې حاکمیت درلود تېر شو. ددغو کمزورو پاچاهانو دموجودیت له کبله، اوهمدارنګه په هند کې د ملوک الطوایفۍ اومحلي حاکمیتونو په تشکیلېدو سره بهرنیانو نفوذ پیدا کړ او په پای کې ددغو بهرنیانو له جملې څخه انګریزان پر ټولو باندې بریالیتوب ترلاسه کړ او پر دې سیمه حاکم شول . خو د دوی حاکمیت دهند په ټولو برخو کې په سلو کې سل ټېنګ نشو، دهند په بېلا بېلو برخو کې تر ډېرې مودې پورې محلي حاکمیتونه پر خپل حال وو، د هغو له جملې څخه د پښتنو نوابانو حاکمیتونه دي، چې د انګریزانو په موجودیت کې يى هم تر ډېرې مودې پورې په هند کې دوام وکړ


  (۱) د اکاډیمسین کاندید محمد ابراهیم عطايي، دافغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه، کابل، ۱۳۸۳هـ ل، ( ۱۹مخ).

  (٢) قاضي عطاءالله خان، د پښتنو تاریخ، پېښور، ۲۰۰۴ز، ۱۲۱مخ.

  (٣) گندا سنگهـ ، درانى احمد شاه ، ژباړن : څيړنپوه نصرالله سوبمن ، د افغانستان د علومو اکاډمۍ ، د پښتو څيړنو نړيوال مرکز ، کابل ، ١٣٦٧ هـ ل ، (٥٠٠ مخ) .

  (۴) پوهاند عبدالحي حبیبی، د افغانستان لنډ تاریخ، پېښور، ۱۳۸۲هـ ل، ۲۸۷مخ.

[2] . پورتنى اثر ، (٧٩٠مخ) .

  (٧) پورتنی اثر، ( ۷۹۱مخ).

  (٨) علیرضا شیخ عطار، دین و سیاست ، تهران، ۱۳۸۱هـ ش،( ۲۶۶مخ).

  (٩) مهندس عباس جعفری، ګیتاشناسی نوین کشورها، موسسه جغرافیایی و کارتو ګرافی ګیتاشناسی، تهران، ۱۳۸۴هـ ش، ( ص ۴۷۸).

  (١٠) عبدالحسین سعیدیان، کشورهای جهان، تهران، ۱۳۶۵هـ ش، ( ص ۸۶۵).

  (۱١) میرغلام محمد غبار، افغانستان در مسیر تاریخ، ( ۴۱۶مخ).

  (۱٢) پورتنی اثر، (۳۰۱مخ).

  (١٣) غلام محمد زرملوال، افغانستان تر وروستي افغانه، لومړۍ ټوک، دانش خپرندویه ټولنه، پېښور، ۱۳۸۳هـ ل، (۱۲۰مخ).

   (۱٣) اسد الله حبیب، تاریخ قرون وسطی، وزارت تحصیلات عالی، ( ۸۲۸مخ).

  

   (۱٤) اسد الله حبیب، تاریخ قرون وسطی، وزارت تحصیلات عالی، ( ۸۲۸مخ).

 (۱٥) احسان الله آرین زی، د نړۍ هینداره ( آسیا)، لومړی ټوک، د ساپي د پښتو څېړنو او پراختیا مرکز، پېښور، ۱۳۸۲هـ ل، (۶۴۲مخ).

(۱٦) سید بهادر شاه ظفر کاکا خېل، پښتانه د تاریخ په رڼا کې، پېښور، ۱۹۹۹ز، ( ۸۹۸مخ).

 

  (۱٧) ستر جنرال ګلزرک ځدران، د افغانستان تاریخ، لومړی ټوک، صبا خپرندویه مرکز، پېښور، (۶۳مخ).

  (۱٨) زیب سر، تاریخ هندوستان، لومړی ټوک، (۷۹۳مخ).

  (۱٩) پورتنی اثر، ( ۷۹۴مخ).

  (٢٠) پورتنی اثر، ( ۷۹۵مخ).

  (۲١) پورتنی اثر، (۷۹۶مخ).

  (۲٢) پورتنۍ اثر، (۸۰۱مخ).