Jjmklk

د روهیلکهنډ نوابان:

29.05.2013 10:28

څیړنوال عبدالرحیم بختانی خدمتګار

 

د روهیلکهنډ نوابان:

د هند په تاریخ کې د روهیلکهنډ د پښتنو نوابانو دوره د پښتنو د تاریخ یوه ځلانده دوره تېره شوې ده. په هند کې د روهیلکهنډ د نوابانو سلسله د پاني پت له جګړې نه مخکې پیل شوې و. د تاریخي شواهدو له مخې د روهیلکهنډ د نوابانو مشر او بنسټ ایښودونکى نواب علي محمد خان دی. « نواب علي خان د روهیلکهنډ د پښتني ریاست باني دی. دی زړه ور او عاقل سړی و د هندوستان د روهیلکهنډ سیمې د پښتني ریاست دغه باني او دهغې سیمې د پښتنو مشر د خپلو نورو حربي سیاسي او اجتماعي مهارتونو او ښو خواصو تر څنګ د پښتو ژبې شاعر هم و».  (۱)

چارلس همیلتن په خپل کتاب (The Rohella Afghan)« په هندوستان کې د روهیله پښتنو د ترقي او زوال تاریخي داستان» کې د روهیلکهنډ دجغرافيايي موقعیت په باب داسې لیکلي دي : «  دمغولو د سلطنت په ورانېدو، چې په هندوستان کې کوم مختلف واړه واړه آزاد حکومتونه جوړ شول، په دې کې یو حکومت د کوتاهر په سیمه کې هم جوړ شو، چې په وروستیو وختو کې بیا په عام طور دا حکومت د روهيلکهنډ په نوم مشهور شو، که څه هم د حکومت دخپل قوت او سرحدونو په لحاظ یو وړوکی حکومت نه و.

د روهیلکهنډ دا حکومت د ګنګا د سیند ختیځې غاړې ته د اودهـ صوبې او د شمالي غرونو د لومړۍ سلسلې په منځ کې پروت و، دغه غرونه، چې عموماً د کماوون غرونو په نامه يادېږي . د روهیلکهنډ د حکومت د خاورې نقشه که مونږ جوړه کړو، نو ددې نه یوه بې قاعده غوندې درې ګوټیزه نقشه جوړېږي، چې دوو غاړو ته ترې د ګنګا سیند او دکماوون د غرونو سرحد پروت دی. مطلب دا چې د نوموړي مملکت د اوږدولي او پلن والي صحیح اندازه ټاکل ګرانه غوندې خبره ده، التبه په سرسري طور د دوی منځنى اوږدوالى تقریباً (۱۸۰) میله او له ټولو څخه زیات پلنوالى یې تقریباً (۹۰) میله دی. کوم پلنوالى، چې بیا ورو ورو کمېږي او د هردوار په اخیر سر کې ختمېږي، او هلته چې د ګنګا سیند یې د شمالي غرونو په منځ کې بهېږي.

د روهیلکهنډ د حکومت دا خاوره چونکې د معتدلې آب و هوا په منځ کې پرته او مختلف ښکلي سیندونه په کې تېرېږي نو له دې امله په عام طور یو غني او زرخېزه مملکت دى او ډېر مشهور ښارونه په کې آباد دي چې اولاه، بریلا، مراد آباد او رامپور په کې د ستاینې وړ دي» . (۲)  

نواب علي محمد خان د روهیلکهنډ دنوابانو مشر او موسس دی. په روهیلکهنډ او د هغه شاوخوا سیموکې دغه حاکمیت په ۱۷۳۷ز کال کې رسماً پېل شو او ددغو نوابانو حاکمیتونو تر ډېرو کلونو پورې دوام وکړ. د روهیلکهنډ دنامتو پښتنو نوابانو له جملې څخه نواب علي محمد خان، نواب حافظ رحمت خان، نواب محبت خان او نور پښتانه نوابان دي، په لاندې ډول د هر یو دحاکمیت او واکمنۍ په اړه لنډ معلومات وړاندې کېږي :

نواب علي محمد خان ( ۱۷۳۷ز – ۱۷۴٨ز) :

د وروستیو گورگاني پاچاهانو په زمانه کې په تېره بیا د محمد شاه د حاکمیت په وخت کې د هند په مختلفو برخو کې د پښتنو اونورو قومونو خپلواک اوخود مختار حاکمیتونه پېل شول، په دې لړ کې په روهیلکهنډ او د هغه په شاوخوا سیمو کې په ۱۷۳۷زکال کې نواب علي محمد خان د نورو پښتنو په ملاتړ یو خپلواک ریاست جوړ کړو.

د نواب علي محمد خان پلار داودخان نومېده، هغه د مغلو په پوځ کې یو پوځي سړى و، ګورګاني دولت د هغه د پوځي خدمتونو په بدل کې ورته په بدایون سیمه کې یو جاګیر ورکړی و. د نواب علي محمدخان او د داود خان د اړیکو په اړه لنډ معلومات وړاندې کېږي : « کله چې داود خان د بدایون د واکمن ( مدار سنګهـ ) په گومارنه پرچو محله برید وکړ، هغه سیمه یې ونیوله او دهغې سیمې په یوه کلي کې، چې بانکولي نومېده، پر یویتیم یسیر کوچني هلک پېښ شو، هغه یتیم یسیر یې له ځان سره خپل جاګیر ته راوست او په زوی والي یې ومانه، علي محمد خان نوم یې پرې کېښود، دغه علي محمد خان په پاى کې ته نواب علي محمد خان روهیله شو».(۳)  

لکه څنگه چې مخکې وویل شول په روهیلکهنډ کې د نواب علي محمد خان ریاست د ۱۷۷۳ز او ۱۷۴۸زکلونو ترمنځ وو. پورتني کلونه د پاني پت له جګړې نه مخکې کلونه دي. څرنګه چې دا موضوعات او حوادث د پاني پت له جګړې نه وروسته کلونو سره مستقمې اړیکې لري، نو د همدې اړیکو په نظر کې نیولو سره ددې دورې څېړنه هم ضروري بولم. د نواب علي محمد خان دنوابۍ دوره نږدې یوولس کاله دوام وکړ. د نواب علي محمد خان د یوولس کلن حاکمیت په اړه ښاغلي څېړنپوه زلمي هېواد مل د هندي او افغاني معتبرو منابعو په استناد ژوره څېړنه کړې ده، چې ځینې برخې یې دلته وړاندې کېږي :

«علي محمد خان د داود پر ځای تر سردارۍ وروسته د څلورو پېنځو سوو سپرو او پلو روهیله لښکرو سره د کمایون د غرو له لمنو څخه وخوځېد او د مراد آباد حاکم عظمت الله خان ته ورغى او بیا یې له هغه ځایه څخه رخصت واخیست او د داود خان جایداد یې تصرف کړ.

څو کاله وروسته د علي محمد خان مقبوضه ځمکې د صالح محمد خواجه سرا په جاګیر کې راغلې او خواجه سرا علي محمد خان يې دې ته اړ کاوه چې داځمکې پرېږدي. علي محمد خان لومړی زیار ویوست، چې د مصالحت له مخې موضوع حل کړي، اما پوه شو چې له دې لارې خبره کوم حد ته رسي نو ژر یې د جنګ تیارى ونیولو خواجه سرا په منونا کې و، پرده یې له برید وروسته هغه وټکاوه. ټوله پرګنه یې له شتو او وسلو سره ترلاسه کړه، بیا آنولې ته متوجه شو. د آنولې له زمیندار سره تر جګړې وروسته یې دا سیمه هم ونیوله، او ددې سیمې په نیولو سره یې ثروت زیات شو. داخبار الصادید د کښنو پر اساس علي محمد خان آنوله د خپل دارالحکومت په توګه وټاکله او بیا یې خپل سړي ډيلي ته واستول او له وزیر ممالک قمرالدین خان او د  ډيلي له دربار سره یې روابط ټېنګ کړل. د آنولې او بریلي پر شاوخوا سیمو کې د قبضې اسناد یې د ډيلي له درباره حاصل کړل او د وزیر ممالک د یو لیک په اساس یې د عظیم الله خان مرستې ته ودانګل اوکوم کار چې ورسپارل شوی و، هغه یې په موفقیت سرته ورساوه، د تاریخ روهیلکهنډ د لیکنې له مخې وزیر ممالک چې په دې مهم کې د علي محمد خان له کارنامو خبر شو، نو ډېر خوښ شو او په ۱۷۳۷زکال کې یې د ډيلي له درباره ( محمد شاه پادشاه) نه د نوابۍ خطاب وموند، نوبت او بیرغ ور عطا کړل او په شاهي دربار کې څه کالنى معاش هم ور مقرر کړى شو.

له راجه هرنند سره له جګړې وروسته یې د کټهیر ګردې سیمې ونیولې او تردې فتحې وروسته یې پر شاه آباد، مراد آباد، سنبهل، شاه جهانپور او بریلي پرګنو یې خپله قبضه ټېنګه کړه او څو ورځې وروسته یې ددغو ځمکو سند هم له بادشاهي دربار حاصل کړ، کله چې د بریلي له نظم و نسقه فارغ شو، نو یې پاینده خان له یو جمعیت سره پیلي بهیت ته واستاوه. نو معډي پاینده خان مقامي زمیندارو ته ماتې ورکړه اودغه سیمه هم دعلي محمد خان په ولکه کې شامله شوه. تردې وروسته نواب علي محمدخان د کمایون راجه ته متوجه شواو له څه پوځي کارواییو وروسته په ۱۱۵۴هـ ق (۱۷۴۱ز) کال کې نواب علي محمد خان دکمایون دغرونو ټول راجه ګان د ځان تابع کړل. پر الموړه او نورو غرنیو سیمو د دوی کامله قبضه وشوه. پر الموړې د روهیله وو د پوځ کښیو وخت ۱۱۰۰ هـ ق ( ۱۷۴۲ز) یا ۱۱۵۶هـ ق ( ۱۷۴۳ز) ښوول شوی دی.

تر دغو بریواو په روهیلکهنډ کې د یو پښتني ریاست تر قایمېدو څه موده وروسته د ډيلي دربار کې د ایراني امراوو د یو سازش له امله دنواب علي محمد خان او د ډيلي د دربار ترمنځ روابط خړ پړ شول او ددغې خړپړتیا له امله د کټهیر د پښتنو پر سیمو څه پوځي کاروايي هم وشوې. پر روهیله پښتنو دغه بادشاهي تاړاک په ۱۱۵۸هـ ق ( ۱۷۴۵ز) کال کې واقع شوی و، اما لږ وروسته یې د وزیر ممالک قمرالدین خان اود فرخ آباد د پښتون نواب قایم خان بنګښ په وساطت له بادشاه سره روابط بیا جوړ شول او محمد شاه مغلي باچا دی خپل دربار ته وباله، منصب یې بېرته ورته برحال کړ اوخلعت و فیل و اسپ اونوبت و نشان هرڅه یې بېرته ور حواله کړل. مګر په روهیلکهنډ کې د پښتنو د زیات قوت له ویرې یې دې پنجاب ته واستاوه او د سرهند صوبه دار یې مقرر کړ، او د نواب علي محمد دوه زامن عبدالله خان اوفیض الله خان یې د یرغمل په توګه وزیر ممالک ته وسپارل.

نواب علي محمد خان چې سرهند ته ولاړ، ددې سیمې او شاوخوا ګرده سرکش زمینداران يې وټکول . نواب علي محمد خان لا د سرهند صوبه دار و چې لوی احمد شاه بابا د ۱۱۶۱هـ ق ( ۱۷۴۸ز) کال د ربیع الاول په لومړۍ نېټه له لاهوره وخوځېد او سرهند ته متوجه شو.

لوی احمد شاه بابا مخکې له مخکې نواب علي محمد خان ته یو لیک لېږلى و چې ځان تسلیمۍ ته آماده کړي او ورسره یې ده ته دا وعده هم ورکړې وه، چې تا به دهند تر فتحې وروسته د هند وزیر مقر ر کړم. نواب علي محمد خان د بابا ددې لیک په باب له خپلو سردارانو سره مشوره وکړه. سرداران په دې راضي وو، چې بابا ته تسلیم شي. مګر نواب خپلو سردارنو ته دا ښووله چې ښايي احمد شاه بابا په هندوستان کې پاتې نه شي او مونږ ته نه ښايي چې د هندوستان له امپراتورانو سره دښمني وکړو.

د ډيلي له باچا محمد شاه سره هم دا ویره وه چې مبادا علي محمد خان له احمد شاه بابا سره ملګرى نه شي، نو یې د وزیر قمرالدین خان په مشوره ده ته د کټهیر د ملک سند له خپل فرمان سره واستاوه. علي محمدخان هم داموقع غنیمت وګڼله او په یوه هفته کې یې ځان تللو ته آماده کړ او له سرهند نه کټهیر ته ولاړ.

مورخان د نواب علي محمد خان له دې عمل څخه دا نتیجه اخلي، چې نواب د سرهند په بې دفاع پر یښودلو سره په غیر مستقیمه توګه له احمد شاه بابا سره مرسته وکړه.

نواب علي محمد خان کټهیر ته په راستنېدو سره خپلې ټولې ځمکې اوملکونه لاندې کړل. پر خپلو پخوانیو ځمکو او سیمو دنواب د قبضې لا یو کال تېر نه و، چې د استسقاء په ناروغۍ اخته شو. حال یې مخ په ښه کېدو نه و، بلکې د خرابېدو خواته روان و. دى د ملک د آینده انتظام په فکر کې و، تر خپلې مړینې دمخه یې خپل سرداران راوغوښتل او د خپلې نوابۍ پګړۍ یې د حافظ رحمت خان پر سر کېښوده، مګر حافظ رحمت خان ته ژړا ورغله اوپګړۍ یې له سر کښته کړه او د اسدالله خان پر سر یې کېښوده دا وخت د نواب دوه مشران زامن عبدالله خان او فیض الله خان په کندهار کې وو. دنواب علي محمد خان دا دواړه زامن، لکه چې دمخه یې بیان تېر شو، د ډيلي باچا د یرغمل په توګه قمر الدین خان وزیر ممالک ته حواله کړي وو. کله چې نواب علي محمد خان له سرهنده څخه روهیلکهنډ ته روان شو،نو وزیر قمر الدین خان دادواړه نوابزاده ګان له ځان سره سرهند ته بوتلل، د سرهند له فتحې سره سم دوی دواړه د احمد شاه بابا پوځ ته په لاس ورغلل او دواړه یې کندهار ته بوتلل .

لنډه دا چې نواب علي محمد خان روهیله بړیڅى د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۱۱۶۲هـ ق ( ۱۷۴۹ز) د شوال په درېیمه نېټه په آنوله کې وفات شو، او هورې خاورو ته وسپارل شو».(۴)  

          له پورتنیو واقعاتو او حوادثو نه څرګندېږي، چې هند ته د احمد شاه بابا له تګ نه مخکې د پښتنو نوابانو محلي حکومتونه جوړ شوي وو. په دې وخت کې د پښتنو لپاره ډېر ښه مناسب وخت و، چې یو ځل بیا په هند کې خپل حاکمیت اوتسلط ته عمومي بڼه ورکړې وای او یو عمومي مرکزي حکومت يې رامنځته کړى وای. دا د ټولو پښتنو او په ځانګړې توګه د روهیکهنډ د پښتنو یوارمان وو، خو په دې وخت کې په سیمه کې یو عمومي سیاسي بحران رامنځته شوى و، له یوې خوا په سیمه کې د خارجي استعماري قوتونو ترمنځ رقابتونه او جنګونه روان وو او له بلې خوا په سیمه کې داخلي قوتونه دخپلو شخصي اغراضو د لاسته راوړلو پر سر په جنګونو اوجګړو اخته وو. دهمدغو داخلي اوخارجي سیاسي بحرانونو له امله د پښتنو محلي حاکمیتونه په عمومي او سرتاسري حاکمیتونو باندې بدل نه شول او په خپل حال پاتې شول .

ځینې وختونه دهمدغو سیاسي بحرانونو، خارجي رقابتونو او جنګونو له امله پښتنو ته ډېر مالي او ځاني زیاتونه هم ورسېدل او د دوی همدغه محلي حاکمیتونه له ګواښ سره مخامخ شول.

نواب سعدالله خان

( ۱۷۴۸ز- ۱۷۶۲ز)

د روهیلکهنډ په نوابانو کې حافظ رحمت خان یو پوه، عالم او سیاسي شخصیت و او ددې توان او لیاقت يې درلود، چې خپل قوم او ټولنې ته خدمت وکړي او د دوی مشرتوب په غاړه واخلي. دحافظ رحمت خان همدې پوهې او لیاقت ته په کتوسره سره نواب علي محمد خان د خپل ژوند په وروستیو کلونو کې ډېر ه ښه او پر ځای پرېکړه وکړه، چې د خپلې نوابۍ پګړۍ یې د حافظ رحمت خان پر سر کېښوده. مګر حافظ رحمت خان دا دنده دنواب علي محمد خان زوی نواب سعدالله خان ته وسپارله، په دې ترتیب سره د نواب علي محمد خان له وفات نه وروسته دهغه زوی نواب سعدالله خان د روهیلکهنډ دحکمران په توګه وټاکل شو، څرنګه چې هغه ځوان هلک و، نو دهغه دحکمرانۍ په وخت کې ډېر کارونه د نواب حافظ رحمت خان له خوا ترسره کېدل. په دې برخه کې څېړنپوه نصر الله سوبمن داسې یادونه کړې ده : « همدا پوه، مصنف، شاعر، ادیب او دتورې د ډګراتل و چې د روهیلکهنډ سمسوره سیمه یې د فرهنګ لوړې پوړۍ ته وچته کړه.

دغه نامتو حافظ رحمت خان چې د علي محمدخان د زوی نوا ب سعدالله خان دواکمنۍ په دوارن ( ۱۷۴۸ز- ۱۷۶۲ز) کې هم د روهیلکهنډ د سیاسي استحکام او فرهنګي لوړتیا لپاره پراخې هلې ځلې کولې او له هغې وعدې سره سم چې له خپل تره د زوی علي محمدخان سره یې د هغه په ژوند کې کړې وه، دسعدالله خان کلک ملاتړ وکړ».(۵)  

د نواب سعدالله خان په څوارلس کلن حاکمیت کې د روهیلکهنډ ټولې سیاسي او پوځي چارې د نواب حافظ رحمت خان پر غاړه وې . څرنګه چې په دې دوران کې نواب سعدالله خان ځوان هلک و، په سیاسي او پوځي چارو کې دومره د تجربې خاوند نه و نو هغه یوازې په رسمي توګه د روهیلکهنډ حاکم و او په عملي چارو کې دنواب حافظ رحمت خان برخه ډېر وه. په دې چارو کې نه یوازې نواب حافظ رحمت خان خپل قوم او ولس ته د خدمت په لاره کې مالي او ځاني قربانۍ ورکړې، بلکې دهغه کورنۍ هم په دې لاره کې د قدر وړ خدمتونه ترسره کړي دي په دې اړه د پښتونخواه یو تاریخ پوه میا سید رسول رسا لیکي : « د روهیلکهنډ د پښتنو یوه درنه د مشرۍ، نوابۍ، او د خانۍ کورنۍ دنواب حافظ رحمت خان کورنۍ وه، نواب حافظ رحمت خان هغه ننګیالى دى، چې د پانې پت په درېیم فیصله کن جنګ کې داحمد شاه بابا په پره، د اسلام او پښتنو په نوم جنګېدلی او د خپلې اسلامي پیروۍ او پښتونوالي حق یې په ښه شان ادا کړی دی.»(۶)

له احمد شاه بابا سره د نواب حافظ رحمت خان او د روهیلکهنډ د نورونوابانو داړیکو او مرستو په اړه محقق عبدالطیف طالبي داسې لیکي : « د ۱۷۶۱زکال د جنورۍ پر شپږمه له مرهټه وو سردارانو سره سلا مشوره وکړه او د جګړې له ډګر نه د تللو نیت یې وکړ او د جنورۍ په اوومه نېټه « سدا شیور او بسهار» د مرهټه وو پوځونه ترتیب او منظم کړل او په ډېر پرتم پر هاتي سپور شو او د دراني لښکرو خواته یې د خپل پوځ د ورتلو حکم وکړ. دراني پاچا د هندوستاني پښتني امیرانو پوځي لیکې په دې ډول تنظیم کړې چې نجیب الدوله او شجاع الدوله یې د ملهار، هلکر اوجهنکو د مورچو په وړاندې او حافظ الملک او نواب احمد خان بنګښ او نور یې د ابراهیم خان کردي او د مرهټه وو د څو تنو سردارانو د مورچو په مقابل کې وټاکل . دمورچو ددغه ډول وېش له مخې هغه وخت چې د مرهټه وو د پوځ له لوري ابراهیم خان کردي له خپلې توپخانې سره حرکت وکړ نو لومړى د حافظ الملک حافظ رحمت خان د مورچې خواته متوجه شو او په یوه وخت کې يې د خپلو ټولو توپونو خولې پرانیستلې او د اورغورځوونکو ګولیو په ویشتلو یې پېل وکړ. دحافظ رحمت خان له لوري عنایت خان، دوندي خان، فیض الله خان او نورو روهیله پښتنو ځوانانو د مورچو قیادت کاوه.(۷)   

له پورتنیو معلوماتو نه څرګندېږي چې د نواب سعدالله خان دحاکمیت په کلونو کې په هند کې ډېر مهم واقعات لکه د پانې پت تاریخي جګړه او نور تېر شوي دي. له دغو ټولو واقعاتو او حوادثو سره د روهیلکهنډ په سیمه کې سیاسي، اقتصادي او پوځي پرمختګونه منځته راغلل په دغو ټولو پرمختګونو کې د نواب حافظ رحمت خان او د هغه د کورنۍ برخه ډېره وه. په دې دوران کې د روهیلکهنډ سیمه د نواب علي محمد خان د زامنو د بې اتفاقیو له امله د روهیلکهنډ د نوابانو ترمنځ ووېشل شوه . ددغو حوادثو په اړه څېړنپوه عبدالرحیم ځدران لیکي : «  له علي محمد خان نه شپږ نا بالغه زامن پاتې شول، د زامنو نومونه یې دادي : عبدالله خان، فیض الله خان، سعدالله خان، محمد یار، الله یار او مرتضی خان.

څه وخت چې د علي محمد خان زامن ژڼي شول، نو یو څه د خپلې بې عقلۍ، خو د خواهۍ له کبله او یو څه د نورو په لمسون او شیطانت په خپلو کې سره ولوېدل. د یوه بل په مخالفت یې پېل وکړ دغه کار د روهیلکهنډ آزادي په خطر کې واچوله. د روهیلکهنډ د بچ کولو او آزاد ساتلو لپاره د روهیلکهنډ مشورتي ډلې او مشرانو دا غوره وبلله چې د روهیلکهنډ اداره په مستقیمه توګه په ځانونو پورې وتړي هغه و چې د روهیلکهنډ مځکه یې په خپلو کې په دې توګه ووېشله، چې بریلي او پیلي بهیټ یې حافظ رحمت خان ته ورکړل، مراد آباد د دوندي خان په برخه شو، بدایون، او سټي کوټ او آهرات نومې ځایونه فتح خان، سردار خان او خان زمان په خپلو کې سره ووېشل دوی ټول روهیله مشران  وو خو په ټولو کې حافظ رحمت خان او دوندي خان د خپلو زیاتو کار رواییوله له مخې د پوره یادونې وړ دي».(۸)  

په روهیلکهنډ کې د نواب سعدالله خان په څوارلس کلنه واکمنۍ کې هر  چا غوښتل چې دا لویه او مهمه سیمه په خپل کنټرول کې وساتي نو له همدې کبله په دې لنډه دوره کې ددې سیمې د ترلاسه کولو پر سر ډېر جنګونه او جګړې وشوې په دې ټولو شخړو کې نواب حافظ رحمت خان او د هغه کورنۍ اوملګرو ښه رول ولوبولو او روهیلکهنډ يې له تجزيې اوخطر څخه بچ کړ . د نواب سعدالله خان د واکمنۍ په مهال کې د ډيلي په تخت کې دګورګاني پاچا محمد شاه زوی احمد شاه ناست و داحمد شاه یو وزیر صدر جنګ نومېده، نوموړي وزیر د پښتنو په سیمو او د پښتنو نوابانو په چارو کې ډېره مداخله کوله دهغه د مداخلې اساسي عوامل د روهیلکهنډ سیمې تجزیه اوکمزوري کول و. د پښتنو ترمنځ د صفدر جنګ ددغو مداخلو او بدونیتونو اوهمدارنګه په دې وخت کې دنورو واقعاتو اوجګړو او په دې جګړو او شخړو کې د حافظ رحمت خان د رول او د هغه د بریالیتوبونو په اړه څېړنپوه زلمي هېواد مل ژوره څېړنه کړي ده، چې ځینې برخې یې دلته وړاندې کېږي : « کله چې د علي محمد خان د مرګ خبره ابوالمنصور خان صفدر جنګ ته ورسېد نو یې د کټهیر دملک سند د عظمت الله خان لمسي قطب الدین خان ته ولیکه او باچا یې هم پر خبرکړ.

قطب الدین خان چې دا سند تر لاسه کړ ، نو له خپل سند سره د کټهیر دملک غوښتونکی شو حافظ الملک نواب حافظ رحمت خان، دوندي خان دده مقابلې ته واستاوه. د دوندي خان په مېړانه دامهم پښتنو وګاټه او قطب الدین په همدې جګړه کې ووژل شو.

کله چې صفدر جنګ د قطب الدین د مرګ خبر واورېد، نو یې د فرخ آباد د پښتون نواب قایم خان بنګښ له خپلوافغانانو سره د جنګ په منظور د کټهیر پر ملک مقرر کړ. د صفدر جنګ داهیله وه چې که دواړه خواوو ته څومره تباهي کېږي، نو په دې تباهي کې به دواړه لورو نه افغانان مري له دې ناپاکې ارادې سره صفدرجنګ دکټهیر د ملک سند د قایم خان بنګښ په نامه ولیکه او ورو یې لېږه. قایم خان نوی او بې تجربې ځوان و دا خبره یې ومنله او له خپلو پښتنو سره جنګ ته آماده شو.

کله چې قایمخان ته سند ورسېده، هغه سند قایم خان دمحمود خان اپریدي د ورور معظم خان،په لاس حافظ الملک ته واستاوه او ترې وې غوښتل چې پاچاهي سند دې وګوري، او کټهیر ملک دې پرېږدي.

حافظ الملک ورته په ځواب کې وویل چې : باچا د عیاشۍ په سبب د ملک له چارو ناخبره دى او د هغه وزیر صفدر جنګ د افغانانو په ورکولو پسې دى . مونږ داملک له راجپوتانو څخه نیولى دى له هغو راجپوتانو څخه، چې هغوى سرکښ وو او چاته ایل نه وو. داملک مونږ د خپل مټ په زور نیولی او ددې ملک پرېښودل زمونږ په اختیار کې نه دي .

پس له دې هم حافظ له قایم خان سره جنګ ته تیار نه و او ډېرې مرکې یې ورته ولېږلي، پیران، ملایان یې ور واستول، مګر تاثیر یې ونه کړ او قایم خان بنګښ د کټهیر له روهیله وو سره جنګ وکړ په دې جنګ کې نواب سعدالله خان، حافظ رحمت خان، دوندي خان،عبدالستار خان او نورو روهیله سردارانو ګډون درلود. بالاخره فتح د روهیلکهنډ د پښتنو په نصیب شوه.

قایم خان هم په دې جنګ کې ووژل شو، او د فرخ آباد ریاست هغه ځمکې چې له ګنګا را دورې د روهیلکهنډ په سرحد کې وې، هغه هم روهیلیانو تصرف کړې، لکه : بدایون، مهرآباد، اوسیت، پریم نګر او نورې ... ».(۹)  

له پورتنیو څېړنو څخه څرګندېږي چې په هندوستان کې د پخوا په شان چارواکو د پښتنو ترمنځ  بې اتفاقیو ته لمن وهله او د یو ځای پښتانه يې د بل ځای له پښتنو سره په جنګ اچول او په خپله د خیر په غونډۍ ناست وو، خپل سیل به یې کولو او له دغو اختلافاتو نه یې ګټه اخیستله. هغوی ته دامهمه نه وه چې د پښتنو کومه ډله په جنګ کې بریالیتوب لاسته راوړي او کومه ډله تباه کېږي بلکې داستعماري او استکباري قوتونو اساسي هدف له ډېرو پخوا زمانو نه تر اوسه پورې هم په هند او هم په افغانستان او نورو ځایونو کې د پښتنو ترمنځ دبې اتفاقې پیداکول دي او له همدې بې اتفاقیو نه هغوى هم پخوا او هم اوس ډېرې ګټې اخیستې دي. په خواشینۍ سره باید ووایو چې نه پخوا او نه اوس مونږ په دې باندې پوهېږو چې استعماري او استکباري قوتونو مونږ څنګه یو د بل په مقابل کې جنګوي او له دې جنګونو څخه څه ډول ګټه اخلي.

حافظ الملک نواب حافظ رحمت خان

                        (۱۷۶۲ز- ۱۷۷۴ز)

نواب حافظ رحمت خان په ۱۷۰۸ز کال کې زېږیدلی دی. کله چې د نواب علي محمد خان زوی، نواب سعدالله خان د روهیلکهنډ د حکمران په توګه وټاکل شو، په هغه وخت کې نواب سعدالله خان ځوان هلک و. له همدغه وخت یعنې ۱۷۴۸زکال نه وروسته نواب حافظ رحمت خان د روهیلکهنډ په اداره کولو بوخت شو. په ۱۷۶۲زکال کې د نواب سعدالله خان له وفات نه وروسته په رسمي توګه د روهیلکهنډ د حکمران په حیث وټاکل شو. په ۱۷۷۴زکال کې د ۶۶کالو په عمر په شهادت ورسېد. په دې ترتیب سره نواب حافظ رحمت خان دوه دورې د روهیلکهنډ د حکمران په توګه پاتې شوی دی.

لومړۍ دوره یې له ۱۷۴۸زکال نه تر ۱۷۶۲زکال پورې چې دا کلونه د نواب سعدالله خان د حکمرانۍ کلونه دي. په دې موده کې نواب حافظ رحمت خان په نارسمي توګه د روهیلکهنډ د حکمرانۍ چارې سرته رسولې. دوهمه دوره له ۱۷۶۲زکال نه تر ۱۷۷۴زکال پورې ده، چې په دغه دوره کې نواب حافظ رحمت خان په رسمي توګه د روهیلکهنډ حکمران و. د حافظ رحمت خان د  لومړۍ دورې حاکمیت په اړه په تېر سرلیک کې د نواب سعدالله خان د حکمرانۍ په مهال کې د هغه د فعالیتونو په اړه پوره څېړنه وشوه اوس د هغه د دوهمې دورې د حکمرانۍ په اړه معلومات وړاندې کېږي :

« کله چې په ۱۱۷۶هـ ق- ( ۱۷۶۲ز) کال نواب سعدالله خان وفات شو، نو د روهیلکهنډ ټولو سردارانو له حافظ رحمت خان نه د مشرۍ هیله وکړه او ده هم د هغوى خبره ومنله او له همدې نېټې څخه د روهیلکهنډ مشر شو.

د نواب حافظ الملک حافظ رحمت خان د حکومت دغه دوره د روهیلکهنډ په تاریخ کې ډېر مهم دوران ګڼل کېږي. په دې پېر کې روهیلیان دترقۍ او عروج هغه معراج ته ورسېدل، چې ددې سیمې په تاریخ کې یې بل مثال موندل ګران کار دی، دا مهال د روهیلیانو په سلطنت کې دا لاندې سیمې شاملې وې : بریلي، پیلي بهیت، سنبهل، مراد آباد، امروهه، شاهجهان پور، رامپور، شاه آباد، بدایون، آنوله، نانک مت، شهسوان، اجهیاڼي، سرولي، سولي، اټاوه، شیکوه آباد، محله کټهیر او نورې سیمې ، پرګنې اوکلي آن د کمایون تر ختیځو لمنو او خیبر آباد پورې چې ټول عایدات یې یو کروړ او دېرش لکه روپۍ کېدې». (۱۰)   

په روهیلکهنډ کې د نواب حافظ رحمت خان لس کاله ریاست په ډېره ښه وجه ترسره شو. په دې دوره کې د هند له ډېرو سیمو نه د روهیلکهنډ سیمه آرامه ، د ترقۍ او پرمختګ خواته روانه وه. پر ۱۷۷۲زکال د احمد شاه بابا له وفات نه وروسته د ختیځ هند کمپنۍ د پرمختګ خواته روان وه . انګریزانو د روهیلکهنډ د آبادې سیمې د ترلاسه کولو لپاره پلانونه او دسیسې جوړې کړې . د نواب حافظ رحمت خان د ریاست په وروستیو کلونو ( ۱۷۷۲ـ ۱۷۷۴ز) کې د انګریزانو د پرله پسې جنګونو او دسیسو په نتیجه کې د نواب حافظ رحمت خان ریاست له ماتې سره مخامخ شو. له نواب حافظ رحمت خان سره د انګریزانو د وروستیو جګړو په اړه څېړنپوه نصرالله ناصر د معتبرو منابعوپه استناد څېړنه کړې ده، چې ځینې برخې يې دلته وړاندې کېږي :

« کله چې په (۱۷۷۲ز ـ ۱۱۸۶هـ ق) کال لوی احمد شاه بابا وفات شو، دده له مړینې وروسته په هندوستان کې په ایسټ انډیا کمپنۍ کې ( د ختیځ هند کمپنۍ) د ملک نیولو هڅه راوپارېده او تر ټولو دمخه يې د روهیلکهنډ د پښتنو سردارانو د ځپلو او له منځه وړلو لپاره ملاوتړله او ددې کار په ترسره کولو کې یې نواب شجاع الدوله د ځان ملګرى کړ او د ۱۷۷۳زکال د اګسټ په اوومه د انګریزانو ګورنر وارن هسټنګر په بنارس کې له شجاع الدوله سره د روهیلکهنډ د نیولو تړون لاسلیک کړ. تردې تړون وروسته شجاع الدوله د روهیلهکنډ د حکومت د سقوط او ړنګېدو لپاره د پوځي لارې له کارونو دمخه له نور چلونو او فرېبونو څخه کار واخیست، د حافظ رحمت خان پر ضد یې تبلیغات پیل کړل. د پیسو او لالچ په طمعه یې له ده څخه دده د ځینو ملګرو او همپیمانو خلکو د بېلولو لپاره کار پېل کړ او تردې کار وروسته یې جنګ ته تیارى ونیو او بالاخره د  « کړه میرانپور» په خونړي جنګ کې، چې د ۱۱۸۸هـ ق- (۱۷۷۴ز) د صفرې میاشتې په یوولسمه نېټه د شجاع الدوله او کرنیل چمپین انګریز د لښکرو او دحافظ الملک حافظ رحمت خان په مشرتوب د روهیله لښکرو ترمنځ پېښ شو، حافظ رحمت خان د شهادت جام وچېښ« انا الله و انا الیه راجعون».

په دې خونړۍ جګړه کې حافظ رحمت خان او دده تر قیادت لاندې لښکرو د انګریزانو او د هغو له ګوډاګیانو سره په بشپړه مېړانه، شهامت او زړورتیا تر هغو مقابله وکړه چې خپل ژوند يې له لاسه ورکړ او تلپاتې ویاړ یې وګاټه. دده مبارک جسد د جنګ له ډګر څخه د عزیز خان رساله دار په وسیله شجاع الدوله بریلي ته ولېږه او د بریلي پر خلکو توره تیاره خپره شوه، په زرګونو ښاریانو ورسره وروستى دیدن وکړ او تر تجهیز او تکفین وروسته یې جناره د بریلي له ښار نه د باندې لوېدیځ لور ته د خان محمد خان په باغ کې خاورو ته وسپارل شوه».(۱۱)  

د روهیلکهنډ د ۱۷۷۴زکال له جګړې نه وروسته، ددې جګړې په اړه او په دې سیمه کې د انګرېزانو د ظلمونو په اړه یو انګرېز افسر چې کلنل شیمپین نومېده، په خپل یو لیک کې د ۱۷۷۴زکال د جون په میاشت کې د انګلستان حکومت ته داسې لیکلي وو : « هغه ظلمونه چې مونږ په دې سیمو کې وکړل، یوازې هغه زړونه کولی شي، چې له انساني عواطفو نه بېخي لرې وي ... سره له دې چې زه ددغسې حوادثو په مقابل کې سخت زړه لرم، مګر ما هم ونشو کړای چې د روهیلیانو په حال له ژړا څخه مخنیوى وکړم ... تر دریو ورځو پورې د تېري کوونکي توره په غلاف کې دننه نشوه او په روهیلکهنډ کې د وینې او اور سیندونه بهیدل. زرګونه خلک ووژل شول، سلګونه بې کوره شول اوغرونو ته وتښتېدل او د هغوی کورونه وسوځول شول ».(۱۲)  

په دې ډول سره د روهیلکهنډ د نوابانو نږدې څلویښت کلنه واکمنۍ، چې په دې سیمه کې يې خلکو د سولې او آرامۍ په فضا کې ژوند کولو، د انګرېزانو او ګورګاني وزیر شجاع الدوله د دسیسو په واسطه له منځه ولاړ.  د روهیلکهنډ د نوابانو د ماتې او په ځانګړي ډول د نواب حافظ رحمت خان له شهادت نه وروسته د روهیلکهنډ په پښتنو کې ویره رامنځته شوه. د روهیلکهنډ ددې ویرجن او بحراني حالت په اړه چارلس هملتن په خپل کتاب کې داسې لیکلي : « څه وخت، چې په روهیلکهنډ کې عامو پښتنو ته دا خبره معلومه شوه، چې پښتنو عسکرو له دښمن سره په جنګ کې داسې تباه کن شکست وخوړ، چې ناګومانه يې د دوی اقتدار له خاورو سره خاورې او د دوی دمملکت د قسمت اخیرې فیصله وکړه، نو په دوی کې یوه زور وره وېره او پریشاني او ناکلاري را پیدا شوه. دغه رنګه د روهیله عسکرو د شکست له خبرو سره جوخت په ټول روهیلکهنډ کې بیشماره او بې بنسټه ګنګوسې او بې بنیاده آوازې هم خپرې شوې، چې همېش له یوې ناګومانه سانحې او تباه کنې پېښې سره تړلې وي.

دغه رنګه د پښتنو وېره د شجاع الدوله او د هغه د متحدینو د فاتحو او بریالیو لښکرو د پېشقدمې پورې هم محدودې نه وې. ځکه څه وخت، چې د روهیلیانو د ماتې او شکست خبرونه خواره شول، نو هندوانو زمیندارانو چې هر یو سړی د خپلې الوالۍ په لوی کلي کې د یوې قوي کلا او سنګر خاوندان و خپلې کلاګانې وتړلې او خپلو پخوانیو بادارانو یعنې پښتنو ته یې له پناه ورکولو څخه انکار وکړ او هغه پښتانه چې د غرونو خواته په تېښته روان وو. پرته له کوم توپيره ولوتل .

ددې نتیجه دا شوه، کوم پښتانه چې ددې خبرې قابل او وړ ګرځېدای شول، چې په لال ډونګ کې له نورو پښتنو سره ملګري شي په ډېره مجبورۍخپلو خپلو کلیو او کورونو ته بېرته لاړل او هغلته په ارام او خاموشۍ د راتلونکو واقعاتو اود روهیلیانو د عبرتناک او افسوسناک شکست د نتیجې په انتظار کېناستل. نور ګڼ پښتانه یقیناً، چې د انګریزي عسکرو د لوی زړه او مهربانۍ د سلوک په وجه ډاډه شول. ځکه چې دانګریزانو د خوی خصلت مظاهره د روهیلیانو خلاف په بریالي جنګ کې دومره نه وشوه، لکه څومره چې له جنګ نه وروسته د انساني خوا خوږۍ او همدردۍ له کبله هغوي د خپلو لوړو اخلاقو ثبوت خلکو  ته ورکړ . مثلاً څه وخت چې جنګ ختم شو او انګریزي عسکرې که څه هم، په خپل بریالیتوب ډېرې خوشاله د ویاړ فخر د لوړې جذبې څخه په خپلو جامو کې نه ځاېېدلې. مګر دوی په جدا جدا او بېلو بېلو ډویژونو کې پېشقدمي وکړه او د روهیلیانو په عسکري کیمپ کې په منظم ډول او سړه سینه مخ په وړاندې وخوځېدل.

د پېشقدمۍ او وړاندې تګ په موقع هېڅ یو انګریز سپاهي له خپله ځایه اوصف بندۍ څخه بهر ونه ووت او د جنګ په میدان کې، چې هرې خواته له روهیلیانو څخه کوم بیشماره شیان تس نس او خواره واره پاتې شوي وو، هېڅ یو انګریزي عسکري سپاهي هغه له ځمکې نه را اوچت نه کړ او هم په دغه ماښام یې هغه ټول روهیله ټپیان، عسکري سپاهیان انګریزي روغتونو ته یوړل، چې دعلاج ضرورتمند وو او له دوی سره یې د خپلو عسکرو په شان د مهربانۍ او خواخوږۍ سلوک وکړ.

پښتانه چې د جنګ له میدان نه وتښتېدل، نو په دې تېښته کې د روهیله وو دحکومت خزانه دار او خان زمان له محمد یار سره ملګري شول او دوی په یو ځای اولاه ته وخوځېدل ، چې دوی هم په دغه ورځ کوز ماسپښن ورسېدل، شپه یې دغلته په ډېرو ناکلار او پریشانو سلا مشورو کې تېره کړه. سبا سهار خزانه دار اوخان زمان د خپل کاله لوی او واړه او خپلې خزانې له ځان سره واخیستې، د بسولې او مرادآباد په لیار د غرونو په لور روان شول او بیا هلته له فیض الله خان سره ملګري شول».(۱۳)  

د چارلس هملتن د پورتنیو لیکنو او معلوماتو نه دې نتیجې ته رسېږو چې دانګریزانو او ګورګاني واکمنانو راتلونکي پلانونه دا وو، چې د روهیلکهنډ له پښتنو سره پاتې ستونزې د جګړې له لارې نه بلکې د خبرو اترو له لارې حل کړي او د خپلو راتلونکو اهدافو د پلې کولو لپاره له دوی نه مرسته وغواړي او د دوی په مرسته په دې سیمه کې خپل حاکمیت ټېنګ کړي. له جګړې نه وروسته د ګورګاني وزیر شجاع الدوله او له حافظ رحمت خان د کورنۍ سره د هغه داړیکو او خبرواترو په اړه څېړنپوه زلمی هېواد مل د اخبار الصنا دید په حواله داسې لیکي : «  ... د صفر ۱۳مه د دوشنبې ورځ سهار محبت خان له شجاع الدوله سره وکتل او په دې کتنه کې دمحبت خان ورور ذوالفقار خان هم شجاع الدوله دوی دواړو ته وویل ښه وشول چې تاسې راغلئ!

بیا يې د ریا او تذویر په ډول زیاته کړه : زما او د حافظ جیو ترمنځ ډېر محبت و، دغه ورځ چې مخې ته راغله، ددې فکر هم نه کېده. حافظ جیو هم ملامت نه دی څه چې شوي دا ټول د عبیدالله خان کشمیري او د حافظ جیو د خوريي خان محمد خان له لاسه دي، بیا يې دواړه وروڼو ته خلتونه راوغوښتل محبت خان ورته وویل سبا ته ستاسو لښکرې پیلي بهیټ ته رسېږي که زمونږ سرفرازي منظوره وي، نو دا خلت هلته مرحمت کړﺉ، چې زمونږ قریبان يې وویني، نو ډاډه به شي.

شجاع الدوله دا خبره ومنله او سملاسي یې محبت خان پیلي بهیت ته واستاوه. د محبت خان له روانیدو وروسته یې جشي غلام شیدي بشیر ته، چې د پیلي بهیت په لاره کې دېره و، احوال ولېږه چې محبت خان پیلي بهیت ته روان دی، په هره پلمه چې وي د شپې یې له ځانه سره وساته او سبا سهار یې له ځان سره بوهه او پیلي بهیت کلابند کړه، هېچ چاته د وتلو اجازه مه ورکوه.

شیدي بشیر د حکم مطابق د صفر په ۱۴مه نېټه پیلي بهیت محاصره کړ، د ښار هغه اوسیدونکي چې دمخه وتلي وو هغه بچ شول، پاتې خلک په بلا کې کښېوتل .

شجاع الدوله خپله له انګریزي فوځونو سره یو ځای په دوو دریو کوچونو کې د صفر په ۱۶مه نېټه پیلي بهیت ته ورسېد او د هغې کلا تر څنګه یې خیمې ودرولې چې د حافظ رحمت خان کورنۍ په کې محصوره وه.

په ټول ښار کې ډنډوره وغږېده چې ښاریان دې آسونه او وسلې سپاهیانو ته ورکړي او دوی دې له ښاره ووځي، خپل مال او اسباب دې نه پټوي. دشیدي بشیر سپاهیانو د خلکومال او اسباب ځینې واخیستل ډېر یې له ښاره وایستل او ځینې یې قید کړل. تردې وروسته شجاع الدوله محبت خان ته حکم واستاوه چې دحافظ رحمت خزانه راوښایه.

محبت خان ځواب ورکړ : که خزانه وای، نو دې ورځې ته نوبت نه رسېده. تردې وروسته شجاع الدوله بل حکم ورکړ چې د یوې دوو ورځو لپاره محاصره خالي کړه. ټول متعلقین له ځان سره لښکر ته راوله. د ښځینه وو ګاڼې او جامې پرېږدئ، څو زمونږ سړي د خزانې تلاشي وکړي له تحقیقاتو وروسته به تا د هر ډول احساناتو سره د پیلي بهیت په کلا کې ځای پر ځای کړم.

له دې حکم سره سم محبت خان د صفر په ۱۸مه نېټه د محاصر د ښځینه وو، بچو او خپلو وروڼو څخه زرو زیور، اسبابونه او نور هر څه واخیستل او شیدي بشیر ته یې وسپارل، د اغوستو جامې یې په کورو کې پریښودې خپله په آس سور شو. د شیدي بشیر له سړیو سره د شجاع الدوله کمپ ته ورغى، تردې وروسته د شیدي سړیو دحافظ رحمت خان کورنۍ، ښځې اوکوچنیان په ډېره بې حرمتۍ له حوېلۍ څخه وایستل او هغې ډېرې ته يې ورسول چې د شجاع الدوله په کمپ کې وه.

له دې بندوبسته وروسته محبت خان ته د رضا خان په وسیله د شجاع الدوله دا پیغام ورسېد : ما نن غوښتل چې تاته د سرلوړۍ خلعت درکړم، خود هغې ناروغې له وجې چې له تېرې شپې را پیدا شوې طبیعت مې ښه نه دى نارام یم که په یو دوه وروځو کې ښه شوم، نو پخپله وعده به وفا کوم.

شجاع الدوله دا مهال د حافظ رحمت خان هر څه ضبط کړل، شیدي بشیر یې له خپلو سړیو سره د پیلي بهیت د چور او تالان لپاره پرېښود او خپله له انګریزي فوځونو سره بریلي ته روان شو او د حافظ رحمت خان کورنۍ یې له ځان سره بوتله.

شجاع الدوله او دده سړي خورو لښکرو په پیلي بهیت، بریلي، آنوله او بسولې کې د ټولو نامورو افغانانو کورونه لوټ کړل او په پای کې یې د حافظ رحمت خان او دوندي خان کورنۍ، ښځې او کوچنیان له نورو ډېرو بې ګناه سردارانو، عالمانو او فاضلانو سره په کراچیو کې کښېنول او د سالار جنګ تر نګرانۍ لاندې یې له بسولې څخه آله آباد ته ولېږل او د آله آباد په کلا کې یې قید کړل. محبت خان هم د امیرانو له کاروان سره آله اباد ته ولېږل شو. د ټولو اسیرانو د لګښتونو لپاره د ورځې سل روپۍ مقررې شوې، چې په دې مقررو شویو روپیو کې د محبت خان او نورو وروڼو، عظمت خان، منګل خان، محمد یار خان، الله یار خان، غلام مصطفی خان او اکبرخان برخه ۴۰ روپۍ وې».(۱۴)  

انګریزانو او ګورګاني وزیر شجاع الدوله په دې خاطر د روهیلکهنډ په پښتنو باندې فشارونه زیاتول چې دوی د انګریزانو دغوښتنو منلو ته حاضر شي. په دې ترتیب سره له دغو فشارونو اوخبرو اترو نه وروسته د روهیلکهنډ د پښتنو نوابانو او د هند شرقي کمپنۍ او ګورګاني وزیر شجاع الدوله ترمنځ خبرې اترې پېل او د هغه په نتیجه کې د حافظ رحمت خان د کورنۍ ځینو غړو او نورو روهیلیانو ته د ځینو شرایطو په منلو سره یو څه امتیازونه ورکړل شول او د دواړو ترمنځ سوله وشوه.

په دې ځای کې د نواب حافظ رحمت خان د زوی محمد یار خان او ګورګاني وزیر شجاع الدوله ترمنځ د مذاکراتو اود هغه د پایلو په اړه لنډ معلومات وړاندې کېږي : « بسولې ته د اتحادیونو د لښکرو له رسېدو نه یوه ورځ تر مخه محمد یار خان بسولې ته راغى او د وزیر ملازمانو میرزا امعنايي او میرزا آغا ولګید محمد یارخان یې د وزیر په خدمت کې حاضر کړ. وزیر شجاع الدوله، محمد یار خان ته په عزت اودرناوي هر کلی ووایه او له دې نه وروسته محمد یا رخان ته په شخصي ډول او یا د هغه د کاله خلکو ته چا کوم ضرر او زیان ونه رساوه اونه يې ورته چېرې په کوم سپک نظر کتل .

کوم نور روهیله پښتانه، چې د وزیر شجاع الدوله پر ضد په جنګ کې شامل شوي نه وو هغوى، چې له محمد یار خان سره د ښه سلوک خبر واورېد، نو هغوى هم د شجاع الدوله په خدمت کې حاضر شول او شجاع الدوله له ټولو سره ښه او د درناوی سلوک وکړ.

د اولاه څخه بیا وزیر شجاع الدوله د روهیلکهنډ په خاوره کې د پرتو هر منصب او مرتبې والا پښتنو په نوم لیکونه واستول، چې په کې ټولو پښتنو ته خواست شوى و، چې هغوى دې په خپل کور او کهول کې په ارام او اطمینان ژوند کوي او په دې ترڅ کې ټولو پښتنو ته د پوره پوره حفاظت یقین او اطمینان ورکړای شو.

په دې اعلانونو ټولو پښتنو په اخلاص اوایماندارۍ عمل وکړ او په یو څو هفتو کې دننه دننه له رامپور نه جنوب خواته ټول مملکت د شجاع الدوله په قبضه کې راغى او په دې ټوله سیمه کې ډېر ژر هر څه سم شول او چار چا پېره کلاره کلاري او امنیت شو».(۱۵)   

په دې ترتیب سره انګریزانو او ګورګاني وزیر شجاع الدوله د پښتنو په سیمو کې خپل حاکمیت ټېنګ کړ، خو د ترڅنگ يې پښتنو نوابانو ته په خپلو سیمو کې ځېنې صلاحیتونه او امتیازات هم ورکړل شول، چې د همدغو صلاحیتونو او امتیازاتو په رڼا کې هغوى د پښتنو په اجتماعي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د قدر وړ پرمختګونه او خدمتونه وکړل، چې د دوی ددغو پرمختګونو نښې نښانې تر اوسه پورې تر سترګو کېږي.

د روهیلکهنډ د نوابانو او د افغانستان د خلکو اوحکومتونو ترمنځ د تاریخ په مختلفو دورو کې اړیکې موجودې وې. په دې ځای کې یوازې دغازي امان الله خان په وخت کې د روهیلکهنډ له نوابانو سره د افغانستان دحکومت او خلکو د اړیکو په اړه لنډ معلومات وړاندې کېږي :

په ۱۳۰۶هـ ل کال کله چې د افغانستان پاچا غازي امان الله خان هندوستان ته رسمي سفر وکړ او د یو پیغام په وسیله يې خپل سلامونه او درناوی د روهیلکهنډ پښتنو ته ورسولو هغه په خپل پیغام کې د روهیلکهنډ له مسلمانانو سره خپل پیوستون داسې څرګند کړ : « مسلمانان که په هر هېواد کې وي هېڅکله یو له بل څخه لرې کېږي نه مونږ اوتاسې او ټول عالم اسلام د یو بل په غم او درد کې سره شریک یو».(۱۶)  

غازي امان الله خان په خپل پیغام کې د روهیلکهنډ د پښتنو د هغه پیغام یادونه وکړه چې دافغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمود طرزي ته د هندوستان د سفر په وخت لیکلى و، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمود طرزي ته د روهیلکهنډ د پښتنو نوابانو د پیغام یوه برخه وړاندې کېږي : « خطۀ روهیلکهند مرزبوم ماست، از جانب خود ها و عامه مسلمین بریلی هزاران تشکر و امتنان بحضور هئیت افغانی عرض می نمائیم... حقیقتاً یک قطعه ایست من جمله افغانستان که در هندوستان واقع شده مدت ده صد سال گذشت که مورثان و بزرگان سکنای این خطه از ملک روه و سوات و بنیر وغزنین و دیگر مضافات کابل شمشیر بکف آمده اینجا توطن حاکمانه گزیدند. وجه تسمیۀ روهیلکهند در این مرزبوم، بود و باش افغانان روهیله است. اگر برادران افغانان ها رشته قرابت خودها از خاک روهیله بشناسند بعید از صلۀ رحم نباشد .

یک درسگاه اسلامی برای تعلیم ثانوی در قلب روهیلکهند که عبارت از بلده بریلی می باشد افتتاح نمودیم و بنای مجلس ترقی تعلیم مسلمانان انداختیم». (۱۷)

د روهیلکهنډ د نوابانو په دې لنډ پیغام کې دا څرګنده شوه چې زرګونه کاله مخکې د دوی نیکونه او پلرونه د افغانستان له مختلفو برخو لکه : غزني، بونېر اوسوات څخه راغلي او په دې ځای کې میشته شوي دي اوس دوی دغه سیمه په هندوستان کې دافغانستان د خاورې د یوې برخې په توګه حسابوي .

منابع او ماخذونه

 

  (۱) سرمحقق زلمی هېواد مل، په هند کې د پښتو ژبې او ادبیاتو د ایجاد او ودې پړاوونه، شرکت پرنټنګ پرس لاهور، ۱۳۷۳هـ ل ، (۲۸۸مخ).

  (۲) چارلس هملتن، په هندوستان کې د روهیله پښتنو د ترقي او زوا ل تاریخي داستان، ژباړن، عیسي جاله وان، د څېړنپوه سید امین مجاهد په زیار، ۱۳۸۷هـ ل، (۵۳مخ).

  (۳) سرمحقق سید امین مجاهد، روهیلکهنډ او د نوا ب محبت خان په دوره کې دهغه سیاسي- ټولنیز حالت، دنواب محبت خان بړیڅي یاد، دعلومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز، کابل، ۱۳۸۶هـ ل، (۹۲مخ).

  (۴) سرمحقق زلمی هېواد مل، په هند کې د پښتو ژبې اوادبیاتو د ایجاد او ودې پړاوونه، ۱۳۷۳هـ ل، لاهور، ( ۳۷۰ ـ ۳۷۱مخونه).

  (۵) څېړنپوه، نصرالله سوبمن، دنواب محبت خان ټاټوبې، روهیلکهنډ د تاریخ په رڼا کې، دنواب محبت خان بړیڅي یاد، ۱۳۸۶هـ ل، (۱۰۵مخ).

   (۶) پیر معظم شاه، تواریخ حافظ رحمت خاني، پښتو اکاډمۍ پېښور یونیورسټی، پېښور، ۱۹۸۷ز، ( د «ج» مخ).

(۷) محقق عبدالطیف طالبي، د پانې پت په تاریخي جګړه کې د روهیله پښتنو ونډه، د لوی احمد شاه بابا یاد، د محقق سیدمحي الدین هاشمي په زیار، دعلومو اکاډمۍ د پښتنو څېړنو نړیوال مرکز، کابل، ۱۳۸۲هـ ل، (۳۳۱مخ).

 

  (۸) څېړنوال عبدالرحیم ځدراڼ، روهیله پښتانه،پښتو ټولنه، ۱۳۵۷هـ ل، (۳۱مخ).

  (۹) څېړنپوه زلمي هېواد مل، په هند کې د پښتو ژبې او ادبیاتو د ایجاد او ودې پړاوونه، ۱۳۷۳هـ ل، ( ۳۸۳مخ).

  (۱۰) څېړنپوه نصرالله ناصر، د حافظ الملک نواب حافظ رحمت خان ژوند لیک، د نواب حافظ رحمت خان بړیڅي د سیمینار په مناسبت دنصرالله ناصر مقاله،

  (۱۱) پورتنۍ ماخذ.

  (۱۲) میر غلام محمد غبار، افغانستان در مسیر تاریخ، دولتي مطبعه، میزان ۱۳۴۶هـ ش، ( ص ۴۱۸).

  (۱۳) چارلس هملتن، په هندوستان کې د روهیله پښتنو د ترقي او زوال تاریخي داستان، ژباړن عیسې جاله وان، تعلیفات او سرېزه، څېړنپوه سید امین مجاهد د افغان کلتوري ټولنو جرګه، دانش مطبعه، کابل، ۱۳۸۷هـ ل، ( ۲۸۵- ۲۸۶مخونه).

  (۱۴) څېړنپوه زلمي هېواد مل، د نوا ب محبت خان پښتو دیوان، د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبیاتو مرکز، د پوهنې مطبعه، ۱۳۸۴هـ ل، د کتاب  سریز ( ۳۱ـ ۳۳مخونه).

  (۱۵) چارلس هملتن، په هندوستان کې د روهیله پښتنو د ترقي او زوال تاریخي داستان،(۲۹۷مخ).

  (۱۶) عزیزالدین وکیلی پوپلزای، سفر های غازی امان الله شاه در دوازده کشور آسیا و اروپا ۱۳۰۶- ۱۳۰۷، د بیهقي کتاب چاپولو موسسه، دولتي مطبعه، کابل، ۱۳۶۴هـ ل، ( ۵۶مخ).

  (۱۷) پورتنی اثر، (۵۷مخ).

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 



  (۱) سرمحقق زلمی هېواد مل، په هند کې د پښتو ژبې او ادبیاتو د ایجاد او ودې پړاوونه، شرکت پرنټنګ پرس لاهور، ۱۳۷۳هـ ل ، (۲۸۸مخ).

  (۲) چارلس هملتن، په هندوستان کې د روهیله پښتنو د ترقي او زوا ل تاریخي داستان، ژباړن، عیسي جاله وان، د څېړنپوه سید امین مجاهد په زیار، ۱۳۸۷هـ ل، (۵۳مخ).

  (۳) سرمحقق سید امین مجاهد، روهیلکهنډ او د نوا ب محبت خان په دوره کې دهغه سیاسي- ټولنیز حالت، دنواب محبت خان بړیڅي یاد، دعلومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز، کابل، ۱۳۸۶هـ ل، (۹۲مخ).

  (۴) سرمحقق زلمی هېواد مل، په هند کې د پښتو ژبې اوادبیاتو د ایجاد او ودې پړاوونه، ۱۳۷۳هـ ل، لاهور، ( ۳۷۰ ـ ۳۷۱مخونه).

  (۵) څېړنپوه، نصرالله سوبمن، دنواب محبت خان ټاټوبې، روهیلکهنډ د تاریخ په رڼا کې، دنواب محبت خان بړیڅي یاد، ۱۳۸۶هـ ل، (۱۰۵مخ).

   (۶) پیر معظم شاه، تواریخ حافظ رحمت خاني، پښتو اکاډمۍ پېښور یونیورسټی، پېښور، ۱۹۸۷ز، ( د «ج» مخ).

 

  (۸) څېړنوال عبدالرحیم ځدراڼ، روهیله پښتانه،پښتو ټولنه، ۱۳۵۷هـ ل، (۳۱مخ).

  (۹) څېړنپوه زلمي هېواد مل، په هند کې د پښتو ژبې او ادبیاتو د ایجاد او ودې پړاوونه، ۱۳۷۳هـ ل، ( ۳۸۳مخ).

  (۱۰) څېړنپوه نصرالله ناصر، د حافظ الملک نواب حافظ رحمت خان ژوند لیک، د نواب حافظ رحمت خان بړیڅي د سیمینار په مناسبت دنصرالله ناصر مقاله،

  (۱۱) پورتنۍ ماخذ.

  (۱۲) میر غلام محمد غبار، افغانستان در مسیر تاریخ، دولتي مطبعه، میزان ۱۳۴۶هـ ش، ( ص ۴۱۸).

  (۱۳) چارلس هملتن، په هندوستان کې د روهیله پښتنو د ترقي او زوال تاریخي داستان، ژباړن عیسې جاله وان، تعلیفات او سرېزه، څېړنپوه سید امین مجاهد د افغان کلتوري ټولنو جرګه، دانش مطبعه، کابل، ۱۳۸۷هـ ل، ( ۲۸۵- ۲۸۶مخونه).

  (۱۴) څېړنپوه زلمي هېواد مل، د نوا ب محبت خان پښتو دیوان، د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبیاتو مرکز، د پوهنې مطبعه، ۱۳۸۴هـ ل، د کتاب  سریز ( ۳۱ـ ۳۳مخونه).

  (۱۵) چارلس هملتن، په هندوستان کې د روهیله پښتنو د ترقي او زوال تاریخي داستان،(۲۹۷مخ).

  (۱۶) عزیزالدین وکیلی پوپلزای، سفر های غازی امان الله شاه در دوازده کشور آسیا و اروپا ۱۳۰۶- ۱۳۰۷، د بیهقي کتاب چاپولو موسسه، دولتي مطبعه، کابل، ۱۳۶۴هـ ل، ( ۵۶مخ).