Jjmklk

پروفيسور کنستانتين الکساندر وويېچ لېبېدوف

03.11.2013 08:03

پروفيسور کنستانتين الکساندر وويېچ لېبېدوف

څېړنوال عبدالرحيم بختاني خدمتگار :

استاد کنستانتين الکساندر وويېچ لېبېدوف د فدراتيفې روسيې يو نامتو ختيځ پيژندونکى، ژبپوه او ليکوال دى. هغه د خپلو نورو علمي، فرهنگي او ادبي کارونو ترڅنگ د پښتو ژبې او فرهنگ په اړه په لسگونه کتابونه تاليف او ژباړلي دي. لېبېدوف نه يوازې په روسيه کې خلک د يو ختيځ پوه او تکړه ليکوال په حيث پيژني، بلکې د سيمې په يو شمېر هېوادونو کې هغه د علم او فرهنگ په ډگر کې يو پېژندل شول علمي او فرهنگي شخصيت دى. لېبېدوف نه يوازې په پښتو ژبه ډير آثار لري، بلکې د ژبې او ادبياتو په اړه په روسي ژبه هم ډير تاليفات لري. په دې ليکنه کې د لبيدوف د ژوند ليک د پښتو آثارو او قاموسونو په اړه غواړم معلومات وړاندې کړم:

          ((ک.ا.لېبېدف په ١٩٢٠ز کال کې د مسکو په کولومنا ښارگوټي کې زيږيدلي دى. پر کال ١٩٣٨ز کال له منځنۍ ښوونځۍ څخه راووت)) (١).

          پر ١٩٣٩ز کال کله چې لېبېدوف ١٩ کلن ځوان و، د هغه د ځوانۍ پر مهال دويمه نړيواله جگړه نوي پيل شوې وه. په روسيه او د اروپا په نورو هېوادونو کې ټول ځوانان پوځي خدمت ته جلب کيدل. سره له دې چې لېبېدوف له پوځي خدمت څخه د معافيت سند هم درلود، د لنډې مودې لپاره پوځي خدمت ته معرفي شو. په دې اړه استاد لېبېدوف داسې معلومات وړاندې کوي: ((له منځني ښوونځي څخه تر فراغت وروسته د تيلو او گازو په انستيتوت کې شامل شوم، مگر د علاقې د نشتوالي او ناروغى له امله له ياد انستيتوت څخه ووتم او د ډوډۍ پخولو او خوراکي موادو په انستيتوت کې شامل شوم. په هغه زمانه کې له خپل مور او پلار سره مې يو ځاى ژوند کاوه. يوه ورځ له درس څخه وروسته کله چې کور ته ورسيدم مور مې په ډيرې پريشانى او وارخطايى کې ماته وويل، چې تاته د پوځي خدمت جلب راغلى دى، ته بايد کميسارى ته لاړ شې او له پوځي خدمت څخه د معافيت سند مسئولو کسانو ته ښکاره کړې، کله چې زه کميسيارى ته ورسيدم، مؤظفو کسانو ته مې سندونه ښکاره کړل. سره له دې کميسيار هغه سندونه ونه منل او پوځي قطعې ته يې معرفي کړم.

          څرنگه چې زما سترگې ډيرې کمزورې وې او ما نه شو کولاى، چې يو ښه پوځي عسکر واوسم. تر دويم ځل معايناتو وروسته بيا د معافيت سند مې ترلاسه کړل)) (٢).

          پر ١٩٤٠ز کال د مسکو ختيځ پيژندنې په انستيتوت کې داخل او د پښتو ژبې په زده کړې مې پيل وکړ. پر ١٩٤٢ز کال د مسکو ختيځ پيژندنې له انستيتوت څخه د ماسټرى په درجه فارغ او د همدې انستيتوت تدريسي کدر په توگه ومنل شوم او د پښتو ژبې او گرامر په تدريس مې پيل وکړ.

          استاد لېبېدوف د ١٩٤٩ز کال نه تر ١٩٥٤ز کاله پورې د مسکو ختيځ پيژندنې په انستيتوت کې د افغانستان د تدريسي برخې د مسئول په توگه دنده سرته رسولې ده (٣).

          استاد لېبېدوف پر ١٩٥٠ز کال  خپله دوکتورا، پر ١٩٦٦ز کال کې د علومو دوکتورا او پر ١٩٦٧ز کال له پروفيسورۍ څخه دفاع او د نوموړې دفاع علمي او تحصيلي درجې سندونه يې ترلاسه کړل.

          له ١٩٦٧ز نه تر ١٩٦٩ز کاله پورې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د نړيوالو اړيکو د انستيتوت مرستيال او د پښتو ژبې استاد و.

          له ١٩٨١ز نه تر ١٩٨٥ز کاله پورې د مسکو د دولتي پوهنتون د آسيا او افريقا د انستيتوت د فلالوژۍ د څانگې مشر و)).

          لېبېدوف د ١٩٨٥ز کال نه تر ١٩٩٦ز کاله پورې د مسکو د دولتي پوهنتون د آسيا او افريقا د انستيتوت د ايران – افغانستان د څانگې مسئول و (٤).

          د ٢٠١٠ز کال د مارچ پر ٢٠ مه نيټه استاد لېبېدوف ٩٠ کلن شو. د استاد لېبېدوف نويمه کليزه په روسيه کې د افغانستان سفارت د فرهنگي برخې او د مسکو د دولتي پوهنتون د آسيا او افريقا د انستيتوت له خوا په شاندارو مراسمو سره ولمانځل شوه. په دې غونډه کې په روسيه کې د افغانستان اسلامي جمهوريت سفير او د سفارت فرهنگي مسئول او گڼ شمېر استاذان او محصلين د استاد لېبېدوف د ژوند او آثارو په اړه خپل غبرگونونه څرگند کړل (٥).

          د کنستانتين الکساندرو ويېچ لېبېدوف آثار:

          استاد لېبېدوف نژدې (١١٠) تحقيقي، فرهنگي او درسي کتابونه ليکلي دي او ځينې پښتو هنري او فرهنگي اثار په روسي ژبه ژباړلي دي. استاد داکتر لطيف بهاند په خپله يوه مقاله کې د لېبېدوف د پښتو اثارو يو لست، چې (٤٥) ته رسيږي وړاندې کړى دى، چې په لاندې ډول دي:

                  ١. د پښتو ژبې گرامر، لومړى ټوک، ١٩٥٦ز کال.

                  ٢. د پښتو ژبې گرامر، دويم ټوک، ١٩٧٠ز کال.

                  ٣. د پښتو ژبى گرامر، درېيم ټوک، ١٩٧١ز کال.

                  ٤. پښتو روسي جيبي فرهنگ، لومړى ټوک، ١٩٦٢ز کال.

                  ٥. پښتو- روسي جيبي فرهنگ، دويم ټوک، ١٩٦٧.

                  ٦. د پښتو ژبې د زده کړې کتاب، لومړى ټوک، ١٩٦٩ز کال.

                  ٧. روسي- پښتو فرهنگ، لومړى ټوک، ١٩٧٣ز کال.

                  ٨. روسي- پښتو فرهنگ، دويم ټوک، ١٩٨٣ز کال.

                  ٩. پښتو- روسي فرهنگ، لومړى ټوک، ١٩٨٥ز کال.

                  ١٠. پښتو- روسي فرهنگ دويم ټوک، ٢٠٠٠ز کال.

                  ١١. د پښتو ژبې د زده کړې کتاب، دويم ټوک، ١٩٩٢ز کال.

                  ١٢. پښتانه، د افغانستان خلک، ١٩٩٧ز کال.

                  ١٣. افغاني کلاسيکه شاعري، ١٩٧٥ز کال.

                  ١٤. د افغانستان د خلکو شاعري، ١٩٨٥ز کال.

                  ١٥. افغاني متلونه، ١٩٦٧ز کال.

                  ١٦. افغاني افسانې، ١٩٧٢ز کال.

                  ١٧. افغاني قصې او افسانې، ١٩٧٢ز کال.

                  ١٨. پښتانه، تاريخ او اوسنی عصر، ١٩٩٣ز کال.

                  ١٩. په پښتو ژبه کې فعل او قيد، ١٩٦٩ز کال.

                  ٢٠. د پښتو ژبې گرامر، لومړى ټوک، ١٩٤٥ز کال.

                  ٢١. د پښتو ژبې گرامر، دويم ټوک، ١٩٥٦ز کال.

                  ٢٢. د پښتو ژبې گرامر، درېيم ټوک، ١٩٧٠ز کال.

                  ٢٣. د پښتو ژبې گرامر، څلورم ټوک، ١٩٨٨ز کال.

                  ٢٤. د پښتو ژبې د گرامر جدول، ١٩٧٣ز کال.

                  ٢٥. په روسيه کې د پښتو ژبې زده کړه، لومړى ټوک، ١٩٨٣ز کال.

                  ٢٦. په روسيه کې د پښتو ژبې زده کړه، دويم ټوک، ١٩٩٧ ز کال.

                  ٢٧. په روسيه کې د پښتو ژبې زده کړه، درېيم ټوک، ١٩٥٩ز کال.

                  ٢٨. د ژبې او ادبياتو سوالونه، ١٩٨٣ز کال.

                  ٢٩. اسلامي لنډ فرهنگ، ١٩٩٧ز کال.

                  ٣٠. د ختيځ ژبه او ادبيات، ١٩٧٣ز کال.

                  ٣١. د مقالو ټولگه، د پښتو ژبې د زده کړې د دويم او درېيم کال لپاره، ١٩٨٣ز کال.

                  ٣٢. د مقالو ټولگه، د پښتو ژبې د زده کړې د درېيم او څلورم کال لپاره، ١٩٧٢ز کال.

                  ٣٣. د مقالو ټولگه، د پښتو ژبې د زده کړې د دويم او درېيم کال لپاره، ١٩٨٣ز کال.

                  ٣٤. د مقالو ټولگه، د پښتو ژبې د زده کړې د دويم او درېيم کال لپاره، ١٩٧٢ز کال.

                  ٣٥. د مقالو ټولگه، د پښتو ژبې د زده کړې د پنځم کال لپاره، ١٩٧٣ز کال.

                  ٣٦. څنگه د زده کړې لپاره جالب درسونه اماده کړو، ١٩٦٣ز کال.

                  ٣٧. د افغانستان قصې، افسانې او شعرونه، ١٩٥٣ز کال.

                  ٣٨. شعر او افسانه، ژباړه، ١٩٨٥ز کال.

                  ٣٩. کوچنى دايرة المعارف، ١٩٦١ز کال.

                  ٤٠. د نور محمد تره کي د څو داستانونو ژباړه، ١٩٨٧ز کال.

                  ٤١. په پښتو ژبه د روسي ژبې د زده کړې کتاب، لومړى ټوک، ١٩٦١ز کال.

                  ٤٢. په پښتو ژبه د روسي ژبې د زده کړې کتاب، دويم ټوک، ١٩٦٧ز کال.

                  ٤٣. د پښتو ژبې د زده کړې لپاره ادبي منتخبات، ١٩٧٢ز کال.

                  ٤٤. د ديپلوماسۍ اصطلاحاتو قاموس، ٢٠٠٢ز کال.

                  ٤٥. پښتو، دري، روسي، قاموس، ٢٠٠٩ز کال (٦) .

          استاد لېبېدوف د شلمې پيړۍ پر ٧٠ مه لسيزه کې دوه ځلې افغانستان سفرونه کړي دي، هغه د افغانستان او د افغانستان له خلکو سره او د پښتو ژبې او پښتني کلتور سره ډيره مينه درلوده. لېبېدوف افغانستان ته د خپلو سفرونو او د دغو سفرونو د خاطراتو په اړه وايى: ((زه د لومړي ځل لپاره پر ٧٠ مو کلنو کې افغانستان ته لاړم. هو دا بايد ووايم، چې زه ټولټال دوه ځله افغانستان ته تللى يم. لومړۍ ځل درې مېاشتې په افغانستان کې پاتې شوم او دويم ځل يوه مياشت. زه هغه وخت افغانستان ته لاړم، چې زه په خپله د پښتو ژبې استاد وم له افغانستان سره مې بشپړه آشنايي درلوده، څو کتابونه او بې شمېره مقالې مې د افغانستان په هکله ليکلې وې.

        «  کله چې زه کابل ته ورسيدم، زما خورا ډېر او تود هر کلي وشو. د هغه وخت پښتو ټولنې مشرانو او غړو زما لپاره يوه لويه غونډه جوړه کړه، ورځپانو زما د راتگ په وياړ ځانگړې خپرونې درلودې او نورو خپرونو زما د کړو وړو په اړه پوره مطالب خپاره کړل.

          دغه راز په افغانستان کې زموږ سفارت بيا زما لپاره د خداى په امانۍ يوه پرتمينه غونده جوړه کړه.

          دا خو هغه وخت و، چې زما له خوا د پښتو ژبې ليکل شوي گرامرونه هم خپاره شوي وو او هم لوى قاموس او دغه راز درسي کتابونه مې هم څو ټوکه په بېلابېلو پوهنتونونو کې د تدريس لپاره کارېدل.

          دويم ځل چې افغانستان ته لاړم، زما لپاره ډېر په زړه پورې وه. د دې سفر په زړه پورتيا په دې کې وه، چې زه کندهار او جلال آباد ته په موټر کې لاړم.

          په سفر کې زما يو ملگری او زما ډريور زما سره وو. خو تر ټولو زما نه هېريدونکې خاطره دا وه، چې کندهار ته په لاره کې، موږ د کوچيانو له کاروان سره مخامخ شو؛ ماته مخکې له مخکې او په وار وار ويل شوي و، چې کوچيان چاته د عکس اخېستو اجازه نه ورکوي. موږ چې کله د کوچیانو له کاروان سره نېږدې موټر ودراوه، اوښان وترېدل او ناآرامه شول. ددود له مخې زموږ مخې ته مشر او سپین ږیري کوچیان راغلل، ما هم ژر هغو سره په پښتو ژبه روغبړ او ستړې مشي وکړه هغه هک  حیران شول، چې دا تک سپین، شین سترګې بهرني ګوره چې داسې پښتو وايي، یو تن خو یې لا داویل چې دا خو چور پښتون دی، ځکه تر ستړې مشي وروسته، د هغو یو تن له مانه وپوښتل چې کارونه دې څنګه دي؟ او ما ځواب ورکړ، چې هر څه د خداى په لاس دي، ښه دي، کارونه ښه دي. تر دې او نورو ډېرو خبرو وروسته کوچيان دېر خوشحاله شول او ماته يې وويل چي کولاى شې، عکاسي وکړې.

          ما چې لا مشرو کوچیانو سره خبرې کولې، خورا ډېر کوچيان راټول شول او هک حيران يې زما خبرو او څېرې ته کتل. هغوى په ډېر ځير زما خبرې اورېدې او بيا کوچیان يو بل ته ویل چې ښه سړی دی، ډېر ښه سړی دی. آپلو ځوانې  کوچیانې ولاړې  وې . زه چې کله د هغو له څنگه تېرېدم،دې ته مې پام شو، چې دا د افغانستان د لوېديځ کوچي د افغانستان تر ختيځو هغو سپنې دي. ما هلته هغه ښکلاوې وليدې، چې کلونه کلونه مې د کوچانو د ښکلا په اړه په پښتو لنډيو او ادبياتو کې لوستې وه.

          په کندهار کې موږ په هوتل کې ژوند کاوه، موږ لومړني روسان و، چې داسې کندهار ته راغلي و او هلته مو په پښتو ژبه خبرې کولې. ډېر خلک زموږ هوټل ته راتلل او ددې لېواله و، چې له موږ سره د زړه خواله وکړي. نو يوازې روڼاندي نه بلکې د هلمند د پروژې امريکايان هم زموږ ديدن ته راتلل. دغه راز له دې پلو آپلو نه هم ځينې ليکوال او د ژبې مينه وال هوټل ته راتلل او غوښتل وگوري، چې يو روسي څنگه پښتو وايي او د دوى په اړه څه فکر کوي.

          د کندهار په ښار کې مې چهل زينه خوښه شوه، هلته پورته وختو، هلته مو د هغه ځاى او له هغه ځايه د ښار عکسونه واخيستل په غزني کې د سردې بند او روضه مو هم وکتل.

          لنډه دا چې کندهار مو ټول او کوڅه په کوڅه وکوت او دا زما د ژوند يوه تر ټولو ښه خاطره وه او ده.

          تر کندهار وروسته بيا کابل او له کابله بيا ننگرهار، د جلال آباد ښار ته لاړو.

          دا هغه وخت و، چې شورويانو هلته کار کاوه او فارمونه يې جوړول. د هغه ښار باغونو او تاريخي ودانۍ د تل لپاره زما په ياد دى او ميوو يې زما حيرت را پاراوه. ميوې هغه وخت ډېرې ارزانه وې.

          افغانستان، د پښتو ژبه او ادبيات ماته په ژوند کې تر ټولو غوره او زما د ارمانونو غوره ارمان پاته شوى دى. نو له همدې کبله زما په ژوند کې ډېر واره داسې شوي دي، چې ماته د بهرنيو چارو د وزارت او د شوروي د مرکزي کميټې له خوا د ډېرو لوړو کارونو وړانديز شوى دى او ما يوازې له دې امله نه دي منلي، چې ما غوښتل د پښتو ژبې استاد پاتې شم. ماته له پښتو ژبې او افغانستان سره مينه تر هر څه نه غوره وه او ده» (٧).

          ٩٣ کلن استاد لېبېدف لا تراوسه هم د مسکو د دولتي پوهنتون د آسيا او افريقا د انستيتوت د ايران- افغانستان د څانگې مسئول او په هغه انستيتوت کې د پښتو ژبې او گرامر تدريس کوي (٨).

          نژدې ٧١ کاله کيږي، چې استاد لېبېدوف د پښتو ژبې په تدريس او تحقيق بوخت دى. هغه نه يوازې په روسيه کې يو پيژندل شوى ختيځ پوه او تکړه محقق دى، بلکې په افغانستان او د سيمې هېوادونو په علمي، فرهنگي او تحقيقاتي مرکزونو کې د هغه له آثارو څخه خلک گټه اخلي.

          د استاد لېبېدوف د آثارو د پيژندنې او ژوند په اړه بايد نورې څېړنې ترسره شي. په دې برخه کې بايد د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبياتو مرکز او يا پښتو څېړنو نړيوال مرکز له خوا يو علمي تحقيقي نړيوال سيمينار جوړ شي او د هغه په ترڅ کې د استاد لېبېدوف ټول آثار معرفي او د بيا چاپ لپاره زمينه ورته برابره شي.

 

 

 

 

 

 

منابع او ماخذونه

          ١- رحيم، عبداالرحيم، په خارج کې پښتو څېړونکي. پښتو ټولنه، ١٣٥٣هـ ل کال، (٤٣ مخ).

          ٢- http://www.mashal.org/content

          ٣- http://www.mashal.org/content

          ٤- http://www.mashal.org/content

          ٥- http://www.afghanpaper.com/nbody.php?id=22215

          ٦- http://www.mashal.org/content

          ٧- بهاند، ډاکتر لطيف، افغانستان پيژندنه، ستورى، شماره ٦١، دلو- حوت ١٣٩١ هـ ش، (٨٤ مخ) .

          ٨- http://Kabulpress.org/my/spip.php?article130551