Jjmklk

د خوشحال خان خټک او د هغه له کورنۍ سره د گورگانيانو اړيکې

03.11.2013 08:07

څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار :

د خوشحال خان خټک او د هغه له کورنۍ

سره د گورگانيانو اړيکې

          د خوشحال خټک او د هغه له کورنۍ سره د گورگانې کورنۍ اړيکې د هند د گورگانې سلسلې د دويم امپراتور جلال الدين اکبر په زمانه کې پيل شوې . په دې ليکنه کې د ١٥٥٦ ز کال يعنى د جلال الدين اکبر د واکمنۍ له پيل نه تر ١٦٨٩ ز کال يعنې د خوشحال خان خټک تر وفات پورې چې نژدې ١٣٣ کاله کيږي څېړل کيږى لومړى به په سيمه کې د زبر ځواکو هيوادونو د سياسي او پوځي حالاتو په اړه او بيا به د گورگانيانو او خوشحال خان خټک او د هغه له کورنۍ سره د اړيکو په اړه معلومات وړاندي شي .

          د شپاړسمې ميلادي پېړۍ له نيمايي نه تر اولسمې ميلادي پېړۍ پورې د افغانستان په شاوخوا سيمو کې درې امپراتوۍ موجودې وې ، په هندوستان او شاوخوا سيمو کې د گورگانيانو امپراتوري ، په ايران او د هغه په شاوخوا سيمو کې د صفويانو د کورنۍ پاچاهي او په منځنۍ آسيا کې د بخارا د خانانو حکمراني موجوده وه . افغانستان  ددغو دريو قوتونو په مينځ کې وېشل شوى او د جنگ او جگړى ميدان گرځېدلى و .

          (( د خوشحال په عصر کښې افغانستان په عمومى ډول د هغو سترو حکومتونو د تېريو او توسعه غوښتونکو عملياتو ميدان دى، چې په گاونډيو ملکونو کې د خپل زور په معراج کې دي . په هند کې د بابر د اولادې يا
د مورخينو په اصطلاح د هند د مغولي ، په پارس کې د صفويانو او په ماوراء النهر کې د بخارا د خانانو حکومت دى . افغانستان ددغو دولتونو د معترضانه عملياتو په نتيجه کې د قربانۍ د غوښې په څېر په دريو برخو وېشل کيږي . شرقي سيمې د هند د مغولو ، غربي د پارس د صفويانو او شمالي برخې د بخارا د خانانو په لاس کې کښيوزي . مگر څرنگه چې له دغو دولتونونه يوه هم په خپلو لاندې کړو سيمو قناعت نه دى کړى بلکې هر وخت يې غوښتي دي چې د خپل اقتدار ساحه پراخه کړى _ نو له دې امله د افغانستان د مجدد تقسيم پر سر يو بل سره عموماً خپله د پښتنو په توره جنگيدلي دي . نو ځکه کله ځينې حساسي سيمې د يوه او کله د بل دولت لاس ته ورغلي دي په پښتو نخوا باندې تسلط دغو گاونډيو توسعه غوښتونکو دولتونو ته ډير بارز او ستر اهميت لاره له يوې خوا دوى د پښتنو عسکرى استعداد او د پښتو نخوا ستراتيجيکى اهميت ، په زړه پورى آب و هوا او مالياتى عايداتو ځانته وربلل او له بلې خوايې تجارتي اهميت .

          دا مهال د پښتو نخوا د پرتمينو غرونو له درونه هغه ستره تجارتي لار تېرېدل چې له هندوستان نه د کسپين تر غاړى رسېدله . دا هغه زړه تاريخي لارو چې د آريانا او خراسان په دورو کې يې د سوداگرو د قافلو جرس له شرقه تر غربه اورېدل شوى ؤ . د پخواني شوروي اتحاد د نامتو مورخ او افغانستان پېژندونکى اى ، ام رسنر په قول په دې لاره باندې تر شپاړسمې پېړۍ پورې هم د څوارلس زره اوښانو کاروانونه ليدل کېدل چې د کنهار له لارې به يي هندي ټوکران ، کشميري شالونه او نورشيان ايران او مرکزي آسياته رسول . کوم گمرکي محصولات چې به ددغې لارې پر سر يوازې په کندهار کې له تجارتي کاروانونو نه اخستل کېدل او ټول به د پارس حکومت ته ورکول کېدل د ورځى څو پاوه سروزروته رسېدل ، ددې لارې ساتنه پرته له پښتنو څخه نه شوه کېدلى . نو ځکه د هند او پارس حکومتونه مجبور وو چې دوى نه يوازې د پخوانو جهانگيرانو او حکمرانانو په څېر د خپل اقتدار د ټينگولو او پراخولو په غرض په عسکري خدمت کې دا خل کړي بلکې ددغې لارې په ساتلو يې هم وگمارى . په عين هغه وخت کې چې د پښتو نخوا په شرق کې د خوشحال خان نيکه د جهانگير له خوا د عسکري خدمت او لار ساتنې لپاره ټاکل کيږي چې د پښتو نخوا په غرب کې د احمد شاه بابا نيکه ملک سدو خان د شاه عباس له خوا د همدې کار لپاره استخداميږي .

          د هند او پارس حکومتونو د پورته مقاصدو د تر سره کولو لپاره د پښتنو د خپلولو او تر لاس لاندې ساتلو په لاره کې له زوره نيولې بيا تر زرو او زاريو پورې له هر ډول وسايلو او ټيټالونونه کار اخيستى دى . اما کومه تر ټولونه موثره وسيله چې د پښتنو دښمنانو په اصطلاح له بابا دمه تر دې دمه ددوى د ځپلو او خپلو استعماري مقاصدو د پوره کولو لپاره کار ورنه اخستي دى هغه دسائس اوزردي . همدغه ډېره موثره وسيله ده چې پښتانه يې تل په خپل منځ کې سره اچولي او ملي مقاومتونه يى ورمات کړي دي .

          دارشوتونه ، ټيټالونه او فرېبونه او د هغوى په مقابل کې د پښتنو عدم مقاومت او په نتيجه کې له يو بل سره لوېدل او بې اتفاقي د خوشحال په عصر کې داسې حدته رسيدلي چې يې په خپله دده په شمول د اکثرو پښتني ملي مشرانو زړونه پرک ورچولي دي . (١)

          کله چې جلال الدين اکبر  قدرت ته ورسېد ، د هندوستان زياتره سيمې دپښتنو په لاس کې وې ،ځکه چې هغوى دشير شاه سوري په وخت کې پر دغو سيمو باندې حاکميت تر لاسه کړى و او د جلال الدين اکبر  په وخت کې يې پر خپلو سيمو حاکميت درلود . مثلاً په خيتځ هند يعنې بنگال کې د کرلاڼي پــــــښـتنو پوره حاکميت و، د اټک او پېښور په علاقو کې د خټکو پښتنو حاکميت و، په تيرا اونورو قبايلي سيمو کې روښانيان د بايزيد روښان تر مشرۍ لاندې په قوت کې وو او د گورگانيانو  پر ضد ولاړ وو . جلال الدين اکبر  پښتنو ته په کرکه او نفرت کتل او دده د پلار يعنې د همايون په وخت کې چې کومه دښمني ددوى او دپښتنو په مينځ کې موجوده وه ، دده په وخت کې لا روانه وه . لنډه دا چې د جلال الدين اکبر  دواکمنۍ په دوره کې يو شمېر پښتانه سرداران او اميران د گورگانيانو تابع شوو او د گورگانيانو له دولت سره يې يو ځاى د نورو پښتنو پر ضد  په فعاليتونو پيل وکړ ، اويو شمېر نور پښتانه د مغولو پر ضد ودرېدل او ډير کلونه ورسره و جنگيدل ،چې په پاى کې ددوى سيمې په زورسره د گورگانيانو  په واسطه ونيول شوې .

          ((دپښتنو په باب د اکبر پاليسي په نفرت مبني وه . د اکبر دا اراده وه ،چې پښتانه نه صرف د سياسي اقتدار نه محرومه کړي ،بلکې په اقتصادي لحاظ ئې دومره وغورزوي ،چې دوى د سر او چتولو قابل پاتې نشي . دغه وجه وه  چې که يو طرف ته به هغه دپښتنو پر خلاف پو ځي مهمات ليږل . نو په بل لور ئې د خپل حکومت په آغاز کې په خپل سلطنت کې د پښتنو جاگيرونه ضبط کړل . او خپل شيخ الاسلام شيخ عبدالنبى ته ئي دا هدايت وکړو ، چې د ټولو خانانو د مدد معاش ځمکې ضبط کړي . د پښتنو سره چې د اکبر کوم بغض او نفرت و، هغه د مغلو د مورخينو با الخصوص د ابوالفضل په ليکنو کې ډير څرگند دى)) (٢) .

          جلال الدين اکبر  د ډهلي او کـــــــابـــــــل له لارې د امــــنيت لپاره فکر وکړ او لازم يې وگڼل چې له دې لارې د امنيت په خاطر بايد له ممکنو لارو څخه کار واخلي، نو دجلال الدين  مشاورينو ورته وړانديز وکړ ،چې له اټک نه تر پيښور پورې د لارې د امنيت په باره کې د خټکو د قبيلې له مشر سره بايد خبرې وکړي ، ددې خبرې يادونه سرالف کارو په خپل کتاب  پښتانه (( پټانز )) کې داسې بيا نوي : ((کله چې اکبر اټک ته راورسېد . د پښتنو لـــــه ملکانو څخه يوتن چې (( اکوړه)) نومېده خپل ځان امپراتور ته معرفي کړ او مان سنگهـ د هغه تائيد وکړ ، نورو هم دمان سنگهـ ننگه وکړه . دى يې امپراتورته تکړه او د کار لايق سړى وروپېژانده امپراتور ته يې پيشنهادو کړ، چې له اټک څخه تر پيښور پورې ولارې سانسه ده ته و سپارل شي د يوسفزو په مقابل کې به اکوړه ، او دده خلک دا لاره وساتي او کارو انونه به ازادانه تيريږي راتيريږي . اکوړه را وغوښتل شو. دوى موافقې ته سره ورسيدل اوپه مقابل کې ده ته له اټک سيند څخه تر نو شهرې   ( نوښار )پورې جاگير ور کړل شو . همدارنگه ده دا حق هم تر لاسه کړ، چې حق العبور ټول کړي . اکوړه ډېر ژر شهرت ته ورسېد  او د لنډي سيند پر غاړه يې د اکوړي کلى آباد کړ او دسر ميرا غره شمال تر نظر لاندې وچې د يوسفزو سيمه يې جنوب ته وه .

          اکوړه د خوشحال خان غورنيکه و . کوم اسناد چې مونږ  ته لاس ته راغلي دي داسې ښيي چې دوى د کوهاټ له تېرۍ څخه دلته راغلي وو . ( اکوړه پخپله هلته ځمکه درلوده ) او داټک او نوښار تر منځ ځاى پر ځاى شوى)) (٣).

د جلال الدين اکبر  او اکوړ خان تر مينځ دغې موافقې او معاملې جلال الدين اکبر  ته ډېره گټه ورسوله ځکه چې له يوې خوانه ورته د لارې امنيت تامين شو او په آزادانه توگه ددوى تجارتي اونظامي کاروانونو پر دغه لاره تگ را تگ کولو او له بلې خوا دپښتنو په مينځ کې لوى د رز واچول شو اوپه دې سيمه کې پښتانه په دوو گروپونو يعنې د گورگاني  دولت  پلويانو او د هغوى مخالفينو باندې وويشل شول نو گورگاني دولت ته د پوځي عملياتو لاره برابر شوه او د هغو د مخالفينو ځايونه ورته په گوته شول . بل لوري ته اکوړخان او د هغه خلکو ته دا گټه ورسېده ،چې هغوى ته ددې پراخې سيمې جاگير ورکړ شو او بل دوى ته په دې لويه لاره کې د تجارتي کاروانونو دحق العبور حق هم ورکړى شو، چې په دې وسيله دوى نسبت پخوا ته ډېر غښتلي او شتمن شو . نورو پښتنو قومونواو قبايلو ته ددې معاملې په وجه ډېر تاوان ورسېد، ځکه چې ددوى دښمن يعنې گورگاني  حکومت هم له سياسي پلوه او هم له نظامي پلوه ډېر  غښتلى شواو داسې زمينه ورته برابره شوه ،چې دپښتنو په قبايلي سيمو کې خپلو فوځي عملياتو ته شدت ورکړي اودپښتنوپه منځ کې بې اتفاقۍ ته نوره لمن ووهي .

         لکه چې مخکې وويل شود گورگانيانو  او خټکو تر  مينځ ددې معاملې په نتيجه کې گورگانيانو  ته ډېره گټه ورسېده او دوى ته دا فرصت برابر شو، چې دپښتنو په نورو سيمو لکه دافريدواو مومندوپه سيمو پوځي عمليات تر سره کړي . ظفر کاکا خېل له جلال الدين اکبر  سره د اکوړ خان د موافقې او له هغې نه وروسته د جلال الدين اکبر  د فوځي عملياتو په برخه کې چې د افريدو په سيموکې ترسره شوي داسي معلومات وړاندې کوي :

          ((د شاهي سړک د حفاظت په غرض اکبر د خپلو  مقامي افسرانو او دخوا و شا علاقې له زميندارانو سره جرگه وکړه او ددوى په صلاح او سفارش دا ذمه واري (( ملک اکوړي )) ته ور په غاړه شوه، چې د خټکو د قبيلې ديوې څانگې ملک و . او دا اوله موقع ده، چې دپښتنوپه تاريخ کې د خټکو قبيله په دې خپل نوم ذکر شوې ده . ملک اکوړي د خټکوپه  قبيله کې د بټي خېلو د څانگې ملک و ، د پلار نامه يې درويش محمد وه . چې په چنجو هم مشهور و . د ملک اکوړي نوره قبيله په کربوغه ( کوهاټ ) کې مېشته وه . ولې ملک اکوړي په څه خبره د خپلوعزيزانو نه مرور شوى و او د خوړې علاقې ته راغلى و. په دې ورځو کې د خوړې په علاقه کې ماندوري او ډنگرزي اوسېدل . ملک اکوړي په گواز دره مېشته اختيار کړې وه او له خپل  ځان سره يې يو ټولى جمع کړى و ، او د خوا و شا په علاقو به ئې تاختونه کول . په دې ډول يې نوم او شهرت حاصل کړى و ، دغه وجه وه ،چې کوم وخت د شاهي سړک د حفاظت سوال پېښ شو، نودعلاقې زميندارانو د ملک اکوړي نوم پېش کړ و. 

          دشاهي سړک د حفاظت په بدل کې د اکبر له خوا د خير آباد نه تر نو ښاره پورې علاقه اود ځلوزو او سپين خاک کلي ملک اکوړي ته په جاگير کې ورکړل شو او ددې جاگير نه علاوه په شاهي سړک کې د محصول اخستلو حق هم ورکړل شو او دغه شان په اول وار د خټکود خانۍ بنياد کېښودلى شو . ملک اکوړى يو هوښياراو مدبر سړى و . هغه په دې لويه ذمه وارۍ کې د خپلې قبيلې خلق له ځان سره ملگري کړل او د خپلو فرايضود سرانجام  کولو په غرض د لنډي سيند په سويلي غاړه مصري بانډې ته مخامخ يې يو کلى هم آباد کړ و ، چې له هغې زمانې نه تر اوسه پورى په (( سراى اکوړي )) مشهور دى . اوپه هغه زمانه کې ورله (( ملک پور))هم ويلى شول . د يوسف زو او خټکو تر منځه د مخالفت آغاز هم ددغه وخت نه وشو)) (٤).

          کله چې ملک اکوړي په دغه سيمه کې قوت پيدا کړ نو مشهور او شتمن شو . په دې موده کې مغولو هم خپل فوځي تاسيسات په دې سيمه کې جوړ کړل اود راتلونکو فوځي عملياتولپاره يې ځان برابر  کړ . په دې وخت کې ددوى په مخ کې لوى رقيب د يوسفزو قبايل وو ، نو مغلو د يوسف زو او نورو پښتنو قبايلو د ټکولو لپاره لوى ترتيبات ونيول او خپل مشهور جنرالان لکه زين خان،راجا بيربل او حکيم ابوالفتح يې دې ته موظف کړل.سره له دې، چې په دې جگړو کې مغولو ډېر زبردست تيارى نيولى و ، مگر داسې سخته ماته يې وخوړله ،چې اکبر او نور مغول واکمنان ورته حيران شول . په دې اړه ظفر کاکا خېل ليکي : ((اکبر دشاهي سړک د حفاظت تابيا وکړه ، نو د يوسف زو د تسخير اغاز يې وکړو . په دې مهم هغه خپل يو مشهور جرنيل زين خان ولېږلو . زين خان خو په کاميابۍ سره تر باجوړه ورسېد . ولې بيا چې سوات ته ننوت ، نو مشکلات ورته پېښ شول او له اکبر نه يې فوځي  امداد وغوښت . د زين خان د امداد دپاره دوه فوځونه د دوو جرنيلانو (( بيربل )) او (( حکيم ابوالفتح )) په مشرۍ وليږلى شول . دا دواړه داسې جرنيلان وو، چې د جنگ ميدان ئې چيرته نه ووليدلى . او دا په دې خبره دلالت کوي ،چې اکبر دپښتنو فوځي طاقت ته ډېر کم اهميت ورکړى و ، د بيربل فوځ خو هډو د يوسف زو په غرونو کې د تير يدو جوگه ثابت نه شو . نو د اکبر په حکم دواړه فوځونه يو ځاى شول . ددې مشتر ک فوځ په کوشش زين خان ته دا موقع حاصله شوه، چې هغه په چکدره کې خپل کيمپ قايم کړ او د ملاکنډ دره ئې قابو کړه . او د بيربل او ابوالفتح فوځونو  ته يې د ملاکنډ په درې د تېرېدلو موقع پيدا کړه ، او درې واړه فوځونه په چکدره کې يو ځاى شول .

          فيصله په دې وشوه ،چې درې واړه فوځونه به يو ځاى روانيږي بيربل د ډېر هيبت نه دوړاندې د فوځ کمان واخست . ابوالفتح  مخکې شو او زين خان په وروستي فوځ کې  د کړاکړ تر درې خودوى په خيريت ورسيدل ،خو چې د کړاکړ په دره کې ورننو تل، نو پښتنو پرې تورې نورې جوړې کړې . ټوله ورځ پښتنو په مــغــل فـــوځ د زړه ارمـــانـــونـــه وويـــســـتـــل  اوپــه ډېر بدحال مغول فوځ ميداني علاقې ته ورښکته شو . د (( ترسک))  سره نژدې درې واړه جرنيلان بياد جرگې په غرض يو ځاى شول .دلته هم زين خان د کمپ لگولو او د حفاظت په غرض د خندقونو کندلو وړانديزو کړ هغه دا ووې ،چې څو ورځې ايسارېدل او د فوځ تنظيم پکار دى او که مونږ څو ورځې ايسار شو او امنيتي تدابير ونيسو، نو د پښتنو لښکر به پخپله خور شي ځکه چې دپښتنو قبايلي لښکر سره نه خو د ډيرو ورځو دپاره د خوراک شيان وي او نه د جنگ سامان . د زين خان دا تجويز هم ډېر معقول وو او که چيرې په دې  عمل شوى وى ،نو ممکنه وه چې مغول فوځ د راتلونکې تباهۍ نه بچ شوى وى . ليکن بيربل دلته هم پښې وخويلولى او د زين خان ټول معقول تجويزونه يى رد کړل . دا ځل هم بيربل وړاندې روان شو او زين خان وروسته))(٥) .

          لنډه دا چې په دې جگړه کې بيربل ، حکيم ابوالفتح او زين خان درې واړه ووژل شول او د دوى پوځونه هم تباه شول . دا جگړه چې جلال الدين اکبر  دپښتنو پر ضد وکړه لومړنۍ سخته ماتې وه چې دوى وخوړه . جلال الدين اکبر  د خپل ژوند تر وروستۍ مودې پورې په دې باندې په غوڅه توگه بريالى نشو، چې دپښتنو په ټولو سيمو کې مسلط شي او له دوى څخه ماليه تر لاسه کړي . دغه ماته گورگاني واکمنانو ته يو لوى درس و، چې دوى بايد ددې نه عبرت اخستى واى او خپل استعماري سياست ته يې د نورو قومونوپه سيمو کې د پاى ټکى ايښى واى . د گورگاني  واکمنانو له دې ماتې څخه مونږ داسې نتيجه اخلو چې دوى و نشو کولى چې په پوره او بشپړه توگه د پښتنو په سيمو کې حاکميت تر لاسه کړي . ددې جگړې د نتايجو په باره کې او همدارنگه په دغه جگړه کې د پښتنو د مقاومت او مېړانې په برخه کې د پښتانه (( پټانز)) کتاب مؤلف په ١٩٤٧ ميلادى کال کې د سوات ايالت له حاکم مياگل شهزاده عبدالودود سره مرکه کړې ده، چې ددې مرکې لنډيز دلته وړاندې کيږي : ((په ١٩٤٧ ميلادى کال کې د سوات ايالت له حاکم مياگل شهزاده عبدالودود سره د کړاکړله غاښي څخه تېر شوم ،چې دا غاښى سوات او بونير سره بېلوي . له دې غاښي څخه چې مونږ تېرېدو ډېره ښکلې سيمه وه اوله بريکوټ څخه مخ په لوړه ځي او احتمالاً دا به د لوى سکندر بزيرياBazira وي . شمالي خوا يانې د سوات غاړه د نښترو له ونو څخه پوښلې ده اوهرې خواته د ځنگلو ټوټې پرتې دي ، چپ اوشرق ته دايلم لوړه څو که ښکاري ،چې د سيمې شمالي اوږده جوړ وي . د څوکې په سر کې د جنوب خواته همدا ايلم سم پرې شوى او د بونير د کاسې خواته ښکته لويدلى دى ، دا هغه سيمې دي چې د اکبر پوځونو په لومړي وخت کې د يوسفزو له خوا دلته په سوات او بونير کې ماتې خوړلې و ه (( ١٥٨٦ ميلادى _ ٩٩٥ هـ ق )) .

          ماله مياگل څخه وپوښتل چې ددغو جگړو په باره کې معلومات راکړي . ده ته ټوله کيسه معلومه وه . ده د غازيانو په باب خبرې وکړې . ده ته ټول قوماندانان معلوم وو . ده د ماتې او برياليتوب د ليلونه بيان کړل . مگر تر ټولو مهم او د يادونې وړ خبره يوه جمله وه هغـــــه داچــــې : ده وويل : هېڅکله اپريدو، له اکبر او او رنگ زېب څخه نيولى بيا تر درانيو پورې ، د چا متابعت نه دى کړى او د هېڅ امپراتورۍ تر ادارې لاندې نه وو . دا ادعا سمه ده . د دير ، سوات او بونېر خلکو ډ هلي يا کابل ته ماليه نه ورکوله . دوى هېڅ پر دي او بانديني سيستم ته اطاعت نه کاوه . د مياگل مفکوره بل ډول فکري تحريک هم لري ، هغه دا چې پخوانۍ خبرې او د نيکو نو کړه وړه بايد هير نشي او ننۍ مفکورو ته ور نقل شي )) ( ٦ )

          له پورتنيو معلوماتو او څېړنو څخه څرگنده شوه ، چې د گورگانيانو او د خوشحال خټک کورنۍ تر منځ دوستانه اړيکې د جلال الدين اکبر په زمانه کې پيل شوي .

          خوشحال خان خټک پخپل يو شعر کې له گورگانيانو سره د اړيکو د پيل او پاى په اړه مفصل معلومات وړاندې کړي دي چې دلته يـې ځينې بيتونه وړاندې کوم :

زه خوشحال د شهباز خان يم

چې تورزون يم کان په کان

شهباز خان د يحيى خان و

چې بل نه وهسې ځوان

يحيى خان د اکوړي و

چې په توره شوه سلطان

هم په توره ميړنى و

تير انداز و شخ کمان

چې غليم به يې پيدا شو

زريې ځاى و گورستان

په هغه ستوري پيدا و
           

چې پرې زيږي بادشاهان

لا پيدا په جهان نه و

پرې خبر وو دروېشان

د اکبر بادشاه په دور

شو د خپل اولس تور ځان

گور ته رنگ په وينو لاړل

چې همه و وسرداران (٧).

          د اکوړ له خان مرگ نه وروسته د هغه زوى يحيى خان واک ته ورسېد ، له يحيى خان نه وروسته د هغه زوى شهباز خان د خټکو د سردار په توگه وټاکل شو . شهباز خان لکه د خپل پلار او نيکه په شان په جنگونو کې په ١٠٥٠ هـ ق _ ١٦٤٠ ز کال کې ووژل شو . په همدې کال کې چې د شاه جهان د پاچاهۍ ديارلسم کال و ، خوشحال خان واک ته ورسېد . په همدې اړه خوشحال خټک داسى وايى :

د هجرت زر دوه ويشت سن و

چې زه راغلم په جهان

هغه کال پوره پنځوس و
           

چې شهيد شو شهباز خان

د هغه دور پادشاه و

قدردان شاه جهان

د پلار ځاى يې و ماراکړ

په ولس شوم حکمران

که د تورې که د ورکړو
           

هېڅ مې پرې نه يښ ارمان
   

لکه خرڅ مى د پاچا و

زما لار دوچندان

واړه ديرش زره خټک دي

درست زما وو په فرمان

تر اورنگ پادشاه مې و يوست 

تا و د بند او د زندان (٨).

         له هغې زمانې څخه د خوشحال خان تر وفات ( ١٦٨٩ م )  پورى چې نژدې يو سلو درې کاله کيږي ، په دې اوږده موده کې د گورگانيانو  او خټکو تر مينځ ډېر نژدې او ژور تعلقات موجود وو . خوشحال خان خټک د خپل پلار شهباز خان له وفات نه وروسته په ١٦٤١ م کال کې د خټکو دقوم مشر توب په غاړه واخست . دغه وخت د شاه جهان د پاچاهې (١٥ ) کال وو . خوشحال خان خټک نولس کاله د شاه جهان د پاچاهۍ په دوران کې د خټکو سردارو او نژدې ديرش کاله د او رنگ زيب په زمانه کې يې د خټکو د قوم مشر توب کولو. خوشحال خان تر خپل وفات  ( ١٦٨٩ م) کاله پورې د خپل قوم مشر پاتې شو .

          له گورگانيانو  سره د خټکو ددوستانه اړيکو په ټينگيدو سره د پښتنو په مينځ کې يو لوى درز پيدا شو ، ځکه چې گورگاني  واکمنانو خټک د هغو پښتنو پر ضد استعمالول ،کوم چې ددوى مخالف او دښمن وو . په دغه دښمنۍ کې خټکو د يو سفزو پښتنو په مقابل کې ډير جنگونه او جگړى وکړې او د پښتنو غښتلي ځواک يې ډير کمزورى کړ .

          د خوشحال له کورنۍ سره د گورگانيانو  ددوستانه اړيکو په اړه او همدارنگه له خټکو سره د يو سفزيو د مخالفت د عواملو په اړه ظفر کاکا خيل ليکي : ((د خټک قبيلې د سياسي شهرت آغاز د ١٥٨٦ م کال نه شوى وو ، په دغه کال د اکبر د لوري نه ملک اکوړې ته د اټک اوپيښور تر مينځ د شاهراه حفاظت ور په غاړه شوى و _ او ددې وخت نه د خټکواو يو سفزو مخالفت هم شروع شوى و. ولې يوسفزي د حکومت نه رو گردان او خټک د حکومت په مرسته ولاړ وو ، د ملک اکوړي د وفات نه پس د خټکو خاني د هغه زوى يحيى خان ته رسيده . د يحيى خان په وخت کې هم ددې دواړو قبيلو تعلقات په زاړه د ستور خراب وو . بلکې په دې کې نور شدت هم پيدا شو . د يحيى خان نه پس د هغه زوى شهباز خان په ١٠٠٠ هـ ق _ ١٥٩٠ م زيږيدلى و. د شهباز خان په وخت کې د يوسف زو او خټکو په دښمنئ کې ډير زياتى شو . په ١٠٥٠ هـ ق – ١٦٤١ م کې د مند نړو او خټکو په يوه جگړه کې شهباز خان ډير بد ژوبل شو، او ددې زخمونو نه وفات شو . د شهباز خان د وفات نه پس د هغه زوى خوشحال خان خټک د خټکو سردار شو)) ( ٩).

د خوشحال خان خټک او د هغه کورنۍ نژدې ٨٥ کاله له گورگانيانو سره دوستي درلودله او د گورگانيانو په خدمت کې وو او د گورگانيانو د خدمت لپاره يې له ډيرو پښتنو سره  جنگونه وکړل ،چې د جگړو په نتيجه کې ډير پښتانه د خپل قوم يعنې خټکو پښتنوله لاسه ووژل شو ، په دې اړه خوشحال خان خټک داسې وايي :

                  د مغــول له پـــــاره ماتـــــــورې وهــــــــلې

                                                                                  پښتــــــــنو به راته کړې ډيرې ښکنځـــلې

                 که ورکزي دي که بنــــگښ او که يوســـــف دي

                                                                                  ديــــــو هــــــمه زماد تيــــــغ په تاسف دي

                  پښـــــــتانه مې په زرگـــــــونو دي ورژلي

                                                                                  په ســــرونو به يې خره غوايه ولشـــــــــلي

                  لا تر اوســـــــــــه د سرو نو يې انبـــــار دي    

                                                                                  په اټک په پيښور کې يې ميـنار دى (١٠ )

          د خټکو د قوم اوپه ځانگړې توگه د خوشحال خټک ددې وفادارۍ او خدمتونو په مقابل کې او رنگ زيب خوشحال خان خټک په زندان کې اچوي او څو کلونه په زندان او نظر بندۍ کې تير وي . د خوشال خان خټک د بندي کيدو او له بند څخه وروسته د هغه د ژوند او مبارزو په اړه ښاغلى گل پاچا الفت پخپل کتاب (( ملي قهرمان )) کې داسې لنډه يادونه کړې ده : ((. . . کله چې او رنگ زيب بريالى شوخوشحال خان يې تيرا ته وليږه، چې دده مخالفين مات کړي ، له تيرا نه چې فارغ شو نو بيايې له يو  سفزو سره د او رنگ زيب لپاره جنگ او جگړه شروع کړه ، مگر له دغه ټولو خدمتونو سره په ١٠٧٤ هـ ق _ ١٦٦٨ م کې خوشحال خان په پيښور کې دسيد ميرخوافي په اشاره چې په کابل کې د او رنگ زيب والي و ،  ونيول شو او بيا يې ډيلي ته بندي بو ته همدغه وخت د خوشحال خان دکورنۍ  ٨٥ کلنه دوستي او وفا داري چې له گورگانيانو سره يې ساتلې وه په د ښمنۍ بدله شوه او خوشحال خان د او رنگ زيب د ښمن شو . هغه وخت چې خوشحال خان په ډيلي کې بندي شو نو دده کورنۍ  هم ډيلي  ته بوزي .

            هماغه يوسفزي چې خوشحال خان ورسره د اورنگ زيب د پاره جنگونه کول په بده ورځ کې د خوشحال خان په کار شول ، په رښتيا چې بد تربور په بد ځاى کې په کاريږي او خپل له پرديونه په هر وخت کې ښه وي .

          هغه اورنگ چې خوشحال خان دده دپاره خپل عزيزان وژل د خوشحال خان د ښمن شو او هغه يوسفزي چې د خوشحال خان د ښمنان و دده د کورنۍ او ننگ و ناموس حاميان شول . همدغه  د خپل او پردي فرق و، چې د خوشحال خان په زړه دماغ يې ډير اثر وکړ او دى يې داسې راويښ کړ چې په هيڅ  راز تعليم او زده کړه دغسې پوهه نه حاصليده .

          خوشحال خان يو نيم کال په بند کې تير کړ او څه نوره موده په هند کې نظر بند پاتي شو . ده خپل ډير شعرونه په بند او نظر بندۍ کې ويلي دي ، همدغه بنديتوب په خوشحال باندې ډيره سخته اغيزه وکړه او دده په روح کې يې د انتقام سوزنده جذبه را پيدا کړه .

          خوشحال خان طبعاً آزاد فطر ته شاعر و او په داسې کورنۍ کې لوى شوى و، چې پخپله سيمه کې يې آزاده حکمراني درلوده . د خوشحال خان شخصيت هم داسې راغلى و، چې د ذلت او خوارۍ ژوند په ده باندې له نورونه ډير سخت تيريده له بلې خوا ده په ځان کې د حکومت په نسبت هيڅ گناه نه ليده او د خپلو خدمتونو په مقابل کې ورته دغه رويه ډيره بده معلومه شوه . دى په دې راز ښه پوه شو، چې شخصي اقتدار د شخصيت دښمن دى او مستبد حکومتونه خوشحال خان غوندې شخصيتونه نشي منلى . دغه راز عواملو په ده کې ډير لوى فکري انقلاب را پيدا کړ او د پر دي حکومت اصلي څيره ورته د تجربې په هند اره کې پوره څرگنده شوه . کله چې خوشحال په زندان کې خپله آينده سنجو له اوله ځان سره يې په شپو شپو فکر کاوه له ډيرو فکرو وروسته يې دا فيصله وکړه :

                                        پس له بنده دى دا عزم                       د خوشحال د خاطر  جزم

                                        يا نيولى مخ مکې تـــه                       يا مغــــــــــــولو سره رزم

          د همدغه عزم او پيمان په اثر کله چې دى بيرته هيواد ته راغى، نو په فکر او احساس کې يې داسې بدلون راغلى و،چې بيا يې تر مرگه له گورگانيانو سره جوړه را نغله او د مړينې په وخت يې دا وصيت وکړ ، چې ما په داسې ځاى کې ښخ کړئ چې د مغلو د آسونو گرد را باندې ونه لويږي .

          کوم وخت چې خوشحال خان بيرته خپل کورته راغى نو گورگاني کورنۍ دا غوښته ،چې خوشحال خان بيا له يوسفزو سره وجنگوي د همدې لپاره يې لوى منصب او ديوسفزو د علاقې حکمراني ور وړاندې کړه مگر دى ونه غوليده او په دغسې ټيټه سودا قانع نه شو .

        په دغه وخت کې له ده سره يوازې د ځان سودا نه وه، بلکه د پښتو او پښتون فکر ورسره و . کله چې گورگاني حکومت له خوشحال خان څخه بيخي نا اميده شو نو دده زوى بهرام خان يې دده په مقابل کې ودراوه او د پيسو په زور يې زوى له پلاره سره دښمن کړ . همدغه د پيسو زور و چې پښتنو کې يې بې اتفاقي پيدا کړه او دخوشحال خان مخه يې ونيوله)) (١١) .

   خوشحال خان خټک د گورگاني پاچاهانو د ښو او بدو کارونو ، او په هغه مهال کې د گورگانۍ واکمنانو سره د اړيکو او جگړو په اړه او همدارنگه د پښتنو تر منځ د جنگونو او جگړو او د خپل کورنۍ د نژدې غړو د بې اتفاقيو په اړه ډير شعرونه ويلى، چې په دې برخه کې پر ځينو شعرونو باندې تبصري او تحليلونه وړاندې کيږي :

((په ۱۶۵۷م کال کې شاه جهان ناروغ شو ، ډیر ژر داسې گونگوسې خپرې شوې ، چې هغه مړ شوی دی . په دې وخت کې دشاه جهان څلورو زامنو د گورگاني امپراتورۍ په څلورو مهمو ایالاتو کې حکمرانان وو، هر یو یې غوښتل چې ځان امپراتور اعلان کړي ، مگر ډیر ژر دا خبره معلومه شوه چې شاه جهان ژوندی دی او مړ شوی نه دی ، سره له دې هم چې شاه جهان ژوندی دی او مړ شوی نه دی ، هم د شاه جهان زامنو يې په سر کې اورنگ زیب غوښتل ځان امپراتور  اعلان کړي . هغه ددې مقصد دسرته  رسولو لپاره د خپل پلار شاه جهان او نورو وروڼو په مقابل کې راپورته شو او په بغاوت او پاڅون يې پیل وکړ، اورنگ زیب ددې بغاوت او پاڅون په نتيجه کې خپل پلار شاه جهان او ورور مراد بخش په زندان کې واچول . خپل بل ورور دارا شکوه يې اعدام کړ ، او بل ورور شجاع یې هم بندي کړ ، چې هغه ډیر ژر په بندیخانه کې مړ شو . په دې ترتیب سره هغه د خپلې کورنۍ ټول مشران او نامتو غړي بندیان اوله مینځه یوړل، په ۱۶۵۸م کال کې يې ځان د گورگاني امپراتورۍ د امپراتور په توگه اعلان کړ)) (١٢).

 

          خوشحال خان خټک پخپل يو شعر کې د اورنگ زيب ددې ظلم او بې انصافى او ليونتوب قصه داسې بيانوي : 

را معلوم شو د اورنگ عدل و انصاف

 

 

دده ښه مسلماني ، ښه اعتکاف

سکه وروڼه وار په وار واړه وژلي 

 

 

پلار په بند کې اچولى په مصاف

که هزار ځله څوک سروهي په مځکه

 

 

يا په صوم تر شمزۍ ورولى ناف

څو دې نيت د ښه عمل سره جوړ نه شي

 

 

عبادت طاعت دې واړه دي خلاف

چې د ژبې لار يوه ، د زړه يې بله

 

 

په چاړه يې شه ځيگر شگاف شگاف

مار په تن د پاسه ښه ښايسته روغ وي

 

 

ولى ننه اندرون لري ناصاف

ميړني په کرده ډير ، ويل يې لږ وي

 

 

د نامردو لږ عمل وي ډير يې لاف

کـــه دلـــې د خـــوشحــال لاس پـــــــه ظـــــلم نـشته

د قيامت په ورځ يې خداى مره کړه معاف (١٣)       

            د خوشحال خان خټک په دې شعر کې د اورنگ زيب د شخصيت او بدو اعمالو په اړه په لنډو الفاظو سره په مکمل ډول معلومات وړاندې شوې دي .

          د خوشحال خټک د ژوند په مهال کې د پښتنو تر منځ جنگونه او بې اتفاقي خپل اوج ته رسيدلې وو ، سره له دې چې په دې مهال کې هم گورگاني امپراتوري او هم د ايران صفوي حاکمان د زوال او نابودى خواته روان و ، مگر دوى د خپل زوال په حال کې هم پښتانه يو د بل پر ضد استعمالول . په دې وخت کې د پښتنو د را ټوليدو او يو ځاى کيدو امکانات پاى ته رسيدلې و له همدې کبله خوشحال خان خټک ددې حالت شرح پخپل يو شعر کې داسې بيانوي :

په کوم لورې پسې ځم ، چيرته يې غواړم

 

 

د کيميا غوندې ناياب شول دا نايان

ښه سړي لعل و يا قوت دي موندل نه شي

 

 

لکه نور کاڼي ، لږ نه دي ناکسان

 

که په نورو خلکو کې ښه سړي موندل شي

 

 

ولې ښه سړي به لږ وي افغانان

د عُفريت دي ، که د ديودي ، که دد ددي

 

 

د آدم له نسله نه گڼم افغان

که هر څو ورته د پند خبرې وايي

 

 

د پلار پند يې هم ښه نه لگي په ځان 

هره چار د پښتانه تر مغلو ښه ده

 

 

اتفاق ور څخه نشته ډير ارمان

د بهلول او د شير شاه خبرې اورم

 

 

چې په هند کې پښتانه وو بادشاهان

شپږ ، اووه پيړۍ يې هسې بادشاهي وه

 

 

چې په دوى پورې درست خلک ووحيران

يا هغه پښتانه نور وو ، دا څه نور شول

 

 

يا د خداى دى اوس دا هسې شان فرمان

کـــه تــوفــيــق د اتــفــاق پــښــتــانــه مــومـــي

زوړ خوشحال به دوباره شي په دا ځوان (١٤)

          ټولو گورگاني پاچاهانو پښتنو سردارانو ته په پوځي او اداري چارو کې وظيفي او منصبونه ورکول او ددوي لپاره مادي او معنوي امکانات برابر کړي وو. په دې اړه ډاکتر رينا جوشي داسې ليکلي : (( امپراتور ( اورنگ
زيب ) پښتانه سرداران له امکاناتو څخه هيڅکله هم محروم نه کړل . په ١٦٨٦ ز کال کې يې ډير پښتانه ونماځل . کمال لدين خان ته يې توره چپنه او نور ډير شيان مکافات ورکړل . عبدالروف خان د ٦٠٠٠ منصب ته لوړ شو او د دلير خان لقب يې هم تر لاسه کړ ، نورو ډيرو پښتنو هم مکافاتو نه او لقبونه وگټل )) (١٥)

          اورنگ زيب او نور گورگاني حاکمان ددغو بخششونو او لقبونو په مقابل کې پښتانه يو د بل پر ضد تحريکول او يو د بل پر ضد استعمالول . خوشحال خان خټک د گورگانى حاکمانو ددغو د سيسو پر ضد مبارزه کول او پښتنو ته خپل پيغامونه د شعر په ژبه داسى بيانول :

ليوني شول پښتانه په منصبونو

 

 

خدايه ! ما ژغورې له هسې غضبونو

پښتانه لره لوى عيب دى که يې گورې

 

 

چې نازيږي د مغول په لقبونو

شرم ، ننگ ، نام و ناموس يې په ياد نه دي

 

 

خو ويل کا د منصب د ذهبونو

د پادشاه د زندان شپې زما په ياد دي

 

 

چې تمامه شپه مې تله په ياربونو

پښتانه که جنگ مغول سره په تيغ کا

 

 

هر خټک نيوى مغول تر جلبونو

د خټک د ننگ جرگه نشته خوشاله

راوتــلــي دي لـه کومو نسبونو (١٦)

          د خوشحال خان خټک او گورگانيانو تر منځ سخت جنگونه د ١٦٦٧ ز کال نه تر ١٦٧٥ ز کاله پورې و .)

          د خوشحال خان خټک د ژوند پر مهال په هند او پښتو نخوا کې سياسي حالات ډير خراب و . د اورنگ زيب پاچاهي تش په نامه پاچاهي و . هغه د خپلې واکمنۍ د پايښت لپاره په نورو باندې هر قسم ظلم کول او دسيسه ورته جوړول . خوشحال خان خټک په ١٠٧٤ هـ ق _ ١٦٦٨ ز کال کې د اورنگ زيب لخوا بندي شو . هغه د خپل بند په دوهم کال يعنې ١٠٧٥ _ ١٦٦٩ ز کال کې د اورنگ زيب د حکومت د حالاتو په اړه پخپل يو شو . . .

 

          يو شعر کې داسې وايي :

څه يوازې په مانه ده که ژوندى وي

اورنگ شاه بادشاه به ډير کاندي پايمال

حق نا حق يې چې څوک داسې په منگول کې

خواروي يې غم يې نه وي دوبال

چې په پلار باندې يې نه ده صرفه کړې
           

په نور چايې څه صرفه څه يې اشکال

که رښتيا وايم دا هسې بادشاه نه وي

واړه کار يې د رهزن دى د داړوال

د هغه بادشاه به لمونځ د غاړې طوق شي

چې دى نلري د عدل اعتدال

نه انصاف شته نه تميز نه نوردعدل

په دربار کې يې تاريکي ده غول و غال

د هجران محنت به واړه فراموش شي

که ښادي راباندي وشي د وصال

څوک به خاندي څوک به ژړا کا څوک آه کا

په هر ځاى چې دا بيان بولي قوال

زر پينځه او يا کالونه د هجرت وو

پــه آغـاز د نوي کال دا مـــقال (١٧)

          خوشحال خان خټک په ١٠٧٩ هـ ق _ ١٦٦٨ ز کال کې د اورنگ زيب له زندان څخه خلاص شو . هغه د بند د خلاصيدو سره سم په پښتو نخوا کې د اورنگ زيب له لښکرو سره په جگړه بوخت شو . د ژوند تر پايه پورې د گوگانيانو پر ضد جنگونه وکړل ، چې په ټولو کې مهمه جگړه د ډوډې جگړه وه . دغه جگړه په ١٠٩١ هـ ق _ ١٦٨٠ز کال کې پيښ شوه . ددې جگړې د پيل او نورو جزئياتو په اړه خوشحال خټک پخپلو شعرونو کې داسې معلومات وړاندې کوي :

د اسد تحول زر يونوى رجب و

په دريم د جنگ آغاز شو دا کلام

په کاغذ کښلې خبرې پاتو کيږي

دا بيان په بياض ځکه شو ارقام

په غليم باندې دې هسې فتح تل وه !

لکه دا فتح چې وشول والسلام (١٨)

          د ډوډې جگړې نه مخکې د خوشحال خان خټک او اورنگ زيب د عسکرو تر منځ په گنبت نومې ځاى کې سخته جگړه شوى و . د گنبت جگړه د گورگانيانو په گټه او د خوشحال خان په زيان پاى ته ورسيد . له همدې کبله خوشحال خټک په دې اړه داسې وايي :

د گنبت غصه مې ووته له دله

خداى چې راکړ په ډوډه د فتحې کام

چې په مخ يې فتح د رومي عابد خان دى

په هر ځاى د خپل بابا کا تازه نام
   

خداى يې عمر د خپل پلار کړه کام ونام هم
           

په غليم دې يې لاس بر اوسي مدام

غليمان دې ترې حذر خوري که پوهيږې
           

تيره تيغ يې اژدها دى خون آشام

چې دا هسې تورزن ورور يې خداى پيدا کړ

پرې دې فخر کا همه وروڼه مدام

د لښکر و کار څه هسې اسان نه دى
           

چې په هر سړى به مومي انتظام

          څرنگه چې دغه جگړه د پښتنو په سيمو کې شوى وه ، د جگړې دواړه خواوې زياتره پښتانه وو . د پښتنو د بنگښو قوم اويو شمير نور پښتانه قومونه د گورگانيانو په خوا کې ولاړو ، بل خواته يې د خوشحال خان خټک تر مشرى لاندې د پښتنو نور قومونه ولاړ وو ، په دې جگړه کې ډير  مالي او ځاني زيان د دواړو خواونه پښتنو قومونو ته ورسيد .

          ددې جگړې د نور جزئياتو په اړه خوشحال خان خټک وايي :

د ډوډې حصار يې درست په وينو سور کړو

په ډوډه باندې چې وشو قتل عام

د ډوډې حصار څه هسې اسان نه و

چې يې فتح تيريدله په اوهام

پاس په غره باندې محکم و چا وهلى

د کوهاټ تر کوټ يې ښه و استحکام

د خاوند په حکم هسې فتح وشوه
           

چې يې کار شو په دوه ورځو سر انجام

د خټکو نيزه بازو سپورو توى کړل
           

د بنگښو د سپورو پوځ تمام

ډير ځوانان غاړه غړۍ شول په دا جنگ کې

که تقصير نه و د تورو د سهام

صدر خان لا چيرې جنگ ليدلى نه و

په دا جنگ يې نيزه سره کړه په خصام

په بد بوى د کشتگانو مځکه خوسا شوه

چې ريز ريز شوه په ډوډه کې په حقام

هسې غم الم ماتم ورباندې راغى
           

رڼا ورځ شوه د کوهاټ په عالم شام

د کوهاټ په عالم واړه عالم ډک شو

د بنگښو کډه ولاړه تر بگرام

په دا جنگ کې ولجې وشولې بى شماره

د ښو جونو د اسونو د انعام

تورې زغرې که ليندۍ وې که درستې وې
           

په وسلو سره معمور شوهر کدام

شپږ اووه زره خټک وو په دا جنگ کې

په ولجه سره خوشنود شوهر کدام

چې په نام پښتون غوڅېږي پرې خوښېږي

اورنگزيب هسې بادشاه دى د اسلام (١٩)

          په ډيرې خواشينۍ سره بايد ووايم، چې په دې سيمه کې يوازې په دې جگړه کې نه ، بلکې د خوشحال خان خټک د ژوند پر مهال او د هغه نه مخکې او وروسته حتى تر ننه پورې پښتانه د زبر ځواکو او استعماري قوتونو لخوا په دوو برخو او يا څو برخو باندې ويشل کيږي او د پرديو د گټو لپاره په خپل منځې جگړو کې برخه اخلي او ځانونه د پرديو د گټو لپاره قربانوي .

          خوشحال خان خټک ١٠٧٤ هـ ق _ ١٦٦٣ ز کال کې د اورنگ زيب لخوا بندي شو . دغه غمناکه پيښه د خوشحال پر روحيانو باندې ډير بد تاثير وکړ او هغه دا غمجنه پيښه پخپلو شعرونو کې داسې بيانوي :

اوس په ما د خوشحاليې نوم جوړ نه دى

 

 

چې دا هسې زمانې له غمه پور کړم

ماوې تړک به سره وچوم له غمونو

 

 

ولې لا تر اوسه پايم خداى صبور کړم

نوره واړه پښتو نخوا په ځاى ميشته ده

 

 

خو يو زه دې زمانې پکې منصور کړم

سل تڼا کې مې هر آه سره په زړه شي

 

 

په درون يې لکه وږى د انگور کړم

هغه وخت مگر د خداى په وعده راشي

 

 

چې په بيا د خيلخانې سره سرور کړم

د هر مخ خالونه داغ زما د زړه دي

 

 

زه حيران يې يادول په کوم د ستور کړم

مرگه هومره مهلت راکړه په جهان کې

 

 

چې جمدر د مدعې په وينو سور کړم

په خپل آه مې باور شته اثر به وکا

 

 

رقيبان به اور لړوني د تنور کړم

يو دوه سرى مار مې پروت په دواړو پښودى

 

 

په ديدن يې له نشاطه نه نفور کړم

پاړوگان د پيښور واړه ناقص وو

 

 

دايم هند لره روان شوم که يې دور کړم

دا بيان مې د (( غعد )) (٭) په کال ويلى

 

 

په شعبان چې د لاهور په سيند عبور کړم

 

واړه خلک د خوشحال په پت ولاړ دي

 

 

بخته تاله کومه لوريه را حضور کړم (٢٠)

          د خوشحال خان خټک د پورتني شعر د متن څخه په واضح ډول څرگنديږي، چې دغه شعر د خوشحال خان د بندې کيدو په پيل اويا په لومړى ورځ کې ليکل شوى دى . د خوشحال خان خټک د همدغه آه و فرياد په نتيجه کې نه يوازې اورنگ زيب د تاريخ کندې ته وغورځيد بلکې د گورگاني کورنۍ اوږده واکمنۍ د زوال خواته روانه شوه او له منځه ولاړه .

          خوشحال خان خټک په ١٠٧٩ هـ ق _ ١٦٦٨ ز کال کې د اورنگ زيب له زندان څخه خلاص شو . د زندان د خلاصيدو نه وروسته پښتو نخوا ته راغى او په خپل عادي ژوند يې پيل وکړ . هغه په دې مهال د پښتنو د يو ځاى کيدو ، اتحاد او اتفاق او د گورگاني واکمنۍ د ړنگولو لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړل . خوشحال خان خټک په ١٠٨٤هـ ق _١٥٧٣ ز کال کې د خپل ژوند او مبارزو او په هغه وخت کې د پښتنو د حالاتو او همدارنگه د گورگاني واکمنانو سره د اړيکو په اړه داسې يادونه کوي :

پرورده که د مغولو په نمک يم

د اورنگ له جوره هم غر ېوه ډک يم

په ناحق يې په زندان کړم يو څو کاله

خداى خبر دى که په خپل گناه زه شک يم

پښتنو سره زړه تور دى د مغولو
           

خبردار يې په نيتونو يک په يک يم

که سره که ناسره راته معلوم دي

په کار کې په معنى لکه محک يم
   

يازه باز وم يا شاهين وم شاه جهان ته 

اورنگ زيب وته کارغه يا مښگيرک يم

هغه زيست چې د عزت له مخه نه وى

چې يې کا په هغه زيست پورې هک پک يم

اور يې پورې په منصب په نوکرى شه

چې تر فهم وتر نظر د مغول کک يم

په خپل نام و ننگ چې راشم ليونى شم

خبر دار کله په سود او زيان دلک يم

ـ
         
٭- غصد د ابجد په حساب ١٠٧٤ کيږي.

هر پښتون چې د مغولو نوکري کا

که دې زده د هغوى واړو بهترک يم

چې منصب مې د مغول خوړ يو ملک وم

چې منصب د مغول نشته اوس ملک يم

د فرمان د پروانې حکم يې نشته

شکر دا چې په خپل حکم په خپل وک يم

نه مې کار په خاص و عام نه په ديوان دى

نه په ور ولاړ د هر يوه مردک يم

نه تصديق شته،نه يادداشت شته،نه توجيه شته

نه په فکر د سند نه د ستک يم

پښتانه لره شړۍ انډيرى بس دي

نه په فکر د گليم نه د توشک يم

آزادي ده په ساده سپينه جامه کې

خلاص له غمه د زربفت او د ميلک يم

د وښو جونگړې هسې راته ښې شوې

وايى ناست په محلونو دا هک يم

که اوگره د بټو شته په شړومبو سپينه
           

د مغولو پولاو پاتو ډير پرې ډک يم

چې نيولى مې داهوډ د ننگ و نام دى
           

که له خپله هوډه واوړم کنيزک يم

د خټکو حقيقت راته ښکاره شو

زړه مې بدله خپله ځانه چې خټک يم

که خټکو راته شاه کړه مخ يې تورشه

زه يوازې په تکيه د خداى شيرک يم

مومندي زما د کډې لاس وپښې دي

راضي مند دا پريدويو په کومک يم

که مې عمر د غفد (٭) په کال کې آس دى

لا په کار د سوارۍ لکه ازبک يم

که مې خپل دى که پر دى چې بې ننگ وي

تيره توره د بې ننگو د تارک يم

د افـــــغــان پــه نــنــگ مــې وتـــــــړلـــه تــــوره

ننگيالى د زمانې خوشحال خټک يم (٢١)

          په پورتني شعر کې د خوشحال خان خټک د ژوند حالات په ١٠٨٤ هـ ق _ ١٦٦٣ ز کال کې بيان شوى دى . د شعر د متن څخه معلوميږي چې خوشحال خان خټک په دې مهال کې د پښتنو د آزادى او استقلال لپاره او د هغوي د ژوند د ښه کيدو لپاره ښه پلانونه درلودل ، مگر له يوې خوا د پښتنو د بې اتفاقي او له بلې خوا د خوشحال خان خټک سره د گورگانې کورني د خرابو اړيکو له کبله د هغه ټول پلانونه عملي نشو .

          د خوشحال خان خټک په يو بل شعر کې چې د اورنگ زيب په زندان ليکل شوى دى . د گورگاني واکمنانو د ظلم او د هغوي د حال او راتلونکي ناوړه حالاتو په اړه ښه دقيقه وړاندوينه پکې شوې ده . همدارنگه په دې شعر کې خوشحال خان خټک د خپل بې گناهى دلايل هم وړاندې کړى دى . ددې تاريخي شعر چې د پښتو تاريخ روښانه پاڼه ده ځينې برخي دلته وړاندې کوم :

په ناحق د اورنگ زيب په بند بندي يم

خداى خبر دى په تهمت او په بهتان

زه په ځان کې گناه نه وينم په خدايږو 
           

ولې نور خلک خبرې کاشان شان

د گناه مې سر شته نه ده معلومه

مگر  خپل هنر د ځان وينم تاوان

لکه زه وم په راستۍ په درستۍ کې
           

د مغول په خدمت نه و بل افغان

څوک به چالره په داد او په فرياد ځي
           

چې په ظلم راضي من شول بادشاهان

چې زما په خيلخانه په ولس وشول

ودې نشي په هندو په مسلمان

چې د خپل پر دې تميز ورباندې ورک شو
           

بادشاهان د خپل دولت کاندي نقصان

اورنگ زيب بادشاه که تل کاهسې چارې

لکه اوس يې په لاس ونيوى امان

ـ
         
٭- غصد د ابجد په حساب ١٠٧٤ کيږي.

يا سږ کال يا په بل کال به خلک واوري
           

چې جويونه شي د سرو وينو روان

زه لا څه يم نور به هم زما په رنگ کا
           

څو خانان دي نوم په نوم د کوهستان

چې زړه سوى په پلار په زويه باندې نه کا
           

د هغه به څه صرفه وي په جهان

له غروره هسې مست بې خوده لاړ دى
           

په درباره چې يې غوغا کا دا د خواهان

وبه نه وايي چې ولې دادې څه کړل ؟

که په ملک يې قتل عام کاندي خانان
   

نه يو صرف د صوبه دار نه شل محضره
           

چې رقوم يې په خپل مهر کاقاضيان

رفتگي ، بډې ، رشوت ، حمايت بويه
           

که څوک غواړي د خپل کار سر اوسامان

د هر چا څخه چې دا څيزونه نه وي

په دربار به سر گشته گرځي حيران

طـــبــيــبــانـو تـه هـيـڅ مـه وايــه خوشحاله

قادر خداى به وکاستا د درد درمان (٢٢)

          د پورتني شعر دقيق تاريخ او کال معلوم نه دى ، د شعر د موضوعاتو نه معلوميږي، چې دا شعر د ١٦٦٣ز او ١٦٦٨ ز کلونو تر منځ ليکل شوى دى . دغه کلونه د اورنگ دواکمنۍ د پنځم کال نه وروسته دى ، چې په دې مهال کې گورگاني واکمنۍ د سختو سياسي ، پوځي او اقتصادي بحرانونوسره مخامخ وو . د نوموړي بحرانونو په اړه په نورو تاريخونو او منابعو کې مفصل معلومات وړاندې شوي دي .

          خوشحال خان خټک په ١٠٥٥ هـ ق _ ١٦٤٥ ز کال کې يو شعر ليکلى دى ، چې په هغه کې د هند د نامتو پاچاهانو نومونو او تاريخ بيان شوي دي . دغه شعر د شاه جهان د پاچاهى په اتلسم کال کې ليکل شوى دى . ددې شعر د متن نه په واضح ډول څرگنديږي، چې د شاه جهان د پاچاهى تر اتلسم کاله پورې د خوشحال خان خټک سره د گورگاني کورنۍ اړيکې ښه وو . په دې ځاى کې د خوشحال خان خټک ددې تاريخي شعر هغه برخه وړاندې کوم چې د گورگانيانو د دورې سره د خوشحال خان خټک اړيکې پکې بيان شوى دي :

بيا له پسه د بهلول زوى سکندر و

چې عمل يې موافق په شريعت و

بيا له پسه ابراهيم و دده زويه

چې بابر سره يې جنگ په پاني پت و

بيا له پسه د ډيلي بادشاه بابر شو
           

چې يې کار  د پښتانه په برکت شو

بيا له پسه د بابر زوى همايون و

چې بې حده يې لښکر ډير يې دولت و

بيا له پسه شاه عالم د حسن سور و
           

چې همايون دده له لاسه هزيمت و

بيا له پسه اسلام شاه د شاه عالم و

چې د پلاره نه هم زيات دده جرات و

بيا له پسه عادل شاه دده تر بورو

چې پښتون دده په دور فضيحت و

بيا له پسه د همايون زويه داکبر شو
           

چې وهر لوري ته مل دده نصرت و

بيا له پسه جهانگير د اکبر زويه

چې دده په دور هند لکه جنت و

اوس بادشاه شاه جهان د جهانگير دى

چې په بلخ او بدخشان دده نوبت و

زه خوشحال چې دا شمار کړم شاعر نه يم

په دا کار مې از مېيلى طبيعت و

که مې شعر شاعرى څرگند ولى

ما به ډير کړى د خپل بادشاه صفت و

چې د هند سير مې وکړ اوس مې ووې

گڼه دا تاريخ لارغه زما په نيت و

که ددې ويل کال غواړې له مانه
           

په حساب کې واوره کال د قرشت (٭) و

ـ
         
٭- کال د قرشت د ابجد په حساب ١٠٥٥ کيږي.

ابتدا ددې بيان په نماز پښين و
           

د ماښام په وخت يې شوى نهايت و (٢٣)

          د خوشحال خان خټک ددې وينا څخه څرگند شو ، چې د خوشحال خان خټک نه ډير پخوا يعنى په ١٥٢٦ز کال کې د پښتنو او گورگانيانو تر منځ اړيکې ټينگ شوى و ، او بابر د پښتنو په ملاتړ د ډهلي تخت ونيول . د جلال الدين اکبر په زمانه کې دغه اړيکې لا پياوړى شو .

          په دې ليکنه کې د خوشحال خان خټک د ژوند پر مهال او د هغه نه مخکې زمانو کې د سيمې د زبر ځواکو قومونو په اړه معلومات وړاندې شول . همدارنگه د خوشحال خان خټک د کورنۍ سره د گورگانيانو د اړيکو په اړه چې د جلال الدين اکبر او اکوړه خان په واسطه پيل شوى و او تر اورنگ زيب او خوشحال خان پورې دوام وکـړ د تاريخي منابعو له مخې څيړنه شوى ده .

          زبر ځواک هيوادونه او قوتونه د تاريخ په اوږدو کې د خپلو فتوحاتو په لړ کې نور هيوادونه او اولسونه ځانته تابع کوي او ددوى د بشري او طبيعي منابعو څخه گټه اخلي . ځينې اولسونه او سياسي او قومي مشران ددغو اشغالگرو پر ضد جنگيږي . د جگړې په پاى کې يا دوى ته ماتې ورکوي او يا ماتې خوري . ځينې سياسي او قومي مشران د خپل پوځي او اقتصادي قوت په ملاتړ ددغو زبر ځواکو سره خبري کوي او يوې موافقې ته رسيږي او دوى سره خپل پيوستون اعلانوى . يو د هغوي شرايط منى او يو څه خپل شرايط پر دوى باندې تحميلوى چې په دې کار سره هم دوى ته او هم د سيمې خلکو ته گټه يې رسيږي . اکوړه خان هم هغه سياسي او قومي مشرو چې د خپل سياسي ، قومي او اقتصادي قوت په ملاتړ گورگانيانو سره داسې تفاهم ته ورسيد چې هم گورگاني واکمنۍ ته گټور تمام شو او هم اکوړه خان او د هغه اولس ته . دغه د اقتصادي ، پوځي او سياسي گټې توازن تر اورنگ زيب او خوشحال خټک پورې دوام وکړ . د گورگاني وروستى امپراتور يعنې اورنگ زيب يو جابر او خود خواه امپراتور و او ډيرحريص سړى و ، ټول شيان يوازې د ځان لپاره غوښتل ، حتى د خپل کورنۍ ډير نژدي غړو ته هم زيانونه ورسول . له همدې کبله هغه توازن چې د اکبر او اکوړه خان په زمانه کې پيل شوى و او تر دې وخته پورې يې دوام وکړ له منځه ولاړ . له همدې کبله خوشحال خان خټک بندي شو او د بند نه وروسته د گورگانيانو او خټکو تر منځ هغه دوستي چې د اکبر په زمانه کې پيل شوى و ، پاى ته ورسيد . او گورگاني امپراتورۍ د زوال خواته روان شو .

          د گورگانيانو او خوشحال خان خټک د کورنۍ اړيکې د پښتنو لپاره په ځانگړې توگه د خټکو لپاره هم مثبت او هم منفي اړخونه درلودل . مثبت اړخونه يې داو چې دا ټک څخه تر پيښوره سيمې د دوى په واک کې وو او د جنوبي آسيا او مرکزي آسيا او منځنۍ ختيځ ټول کاروانونه د همدې سيمې نه تيريدل . ددغو تجارتي کاروانونو محصول ټول دوى پورې مربوط و . همدارنگه ددې سيمې  ډير ځوانان د گورگانيانو په ملکي او پوځي ارگانونو کې دنده سرته رسول او ښه امتيازات يې تر لاسه کول .

          ددې اړيکې منفي اړخونه دا وو ، چې د نوموړي اړيکې د پيل نه تر پايه پورې په دې سيمه کې جنگ او جگړه روانه وه او دغه جگړې زياتره د پښتنو تر منځ په ځانگړي توگه د خټکو او يوسفزيو تر منځ وو . ددغو جگړو په دواړه خواو کې پښتنو ته مالې او ځانې زيانونه رسيدلي دي . بل منفي اړخ يې داو چې د پښتنو راتلونکى سياسي موقف ډير کمزورى شوى و . په دې دوره کې ددې په ځاى چې د پښتنو د اتحاد او اتفاق لپاره کار شوى واى بر عکس د پښتنو د بې اتفاقۍ او ټوټي ټوټي کيدو لپاره ډير کار وشو . په دې دوره کې د علمي او تعليمي پر مختگونو لپاره ښه مناسبه زمينه برابر و ، د گورگانې امپراتورى په نورو برخو کې تعليمي او فرهنگي پرمختگونو ته ډيره پاملرنه  شوې وه او د پام وړ پرمختگونه را منځۀ شوى و ، مگر د ډيرې خواشينې ځاى دى چې په دې دوره کې په پښتو نخوا کې د علمي ، تعليمي او فرهنگي برخو کې د پام پرمختگونه  تر سره شوي نه دي .

 

 

 

ماخذونه

 

١-حبيب الله تږى ، د خوشحال خان د ظهور اقتصادي او اجتماعي عوامل ننگيالي پښتون ، د مقالو مجموعه ، پښتو ټولنه ، ١٣٤٥، دولتي مطبعه (١٩٨ مخ ) .

٢- ظفر کاکا خيل- سيد بهادر شاه- پښتانه د تاريخ په رڼا کې – پيښور ١٩٢٤ز – (٦١٠-٦١١) مخونه.

٣-سراولف کارو _ د پښتانه  پټاتر _ ژباړن : الحاج شيرمحمد کريمي _ ١٣٨٣ هـ ل پيښور_ ( ٣١٨ مخ )

٤- پښتانه د تاريخ په رڼا کې _ ( ٦٩٦ _ ٦٩٨ مخونه )

٥- پښتانه د تاريخ په رڼا کې _ ( ٧٠٠ _ ٧٠١ _ ٧٠٢ مخونه )

٦- پښتانه (( پټانز )) _ ليکوال : سراولف کارو ، ژباړن : الحاج شير محمد کريمي _پيښور ١٣٨٣هـ ل _ ( ٣٠٩ _ ٣١٠ مخونه)

٧- د خوشحال خان خټک کليات، د عبدالقيوم زاهد مشواڼى په زيار، دانش خپرندويه ټولنه، ١٣٨٧هـ ل کال، (٥٨٤ مخ ) .

٨-پورتني اثر، ٥٨٤ مخ.

٩- ظفر کاکا خيل – سيد بهادر شاه – پښتانه د تاريخ په رڼا کې – پيښور – ( ٧٤٨ مخ )

١٠ – د خوشحال خان خټک کليات، ( ٤١٨مخ )

١١– الفت – گل پاچا – ملى قهرمان – کابل – ١٣٥٣ هـ ل . ( ٤-٥ مخونه ) .

١٢- څېړنوال عبدالرحيم بختانى ، گورگانيان او پښتانه ، د افغانستان د علومو اکاډمۍ ، ١٣٩٠ هـ ل کال ، (١٦٣ مخ)

١٣- د خوشحال خان خټک کليات ، د عبدالقيوم زاهد مشواڼى په زيار ، دانش خپرنددويه ټولنه ١٣٨٧ هـ ل کال ،٦٦

١٤- د خوشحال خان خټک کليات ، (٩٦) مخ .

١٥- جوشى ، ډاکټر ميرمن ريتا ، افغاني سرداران او مغول ، ژباړن : الحاج شير محمد کريمي ، ١٣٨٠ هـ ل کال ، پيښور ، (١٤٦ مخ ) .

١٦- د خوشحال خان خټک کليات ، (١١٠ مخ ) .

١٧- د خوشحال خان خټک کليات ، (٥٧٢ مخ )

١٨_ پورتنۍ اثر ، (٥٧٤_ ٥٧٥ مخونه ) .

١٩- پورتنۍ اثر ، ٥٧٥ مخ )

٢٠- پورتنۍ اثر، ٥٧٦ مخ.

٢١- پورتنۍ اثر، ٥٧٩ مخ.

٢٢- پورتنۍ اثر، ٥٨٣ مخ.

٢٣- پورتنۍ اثر، ٥٩٣ مخ.