Jjmklk

د استاد عبدالروف بينوا د ژوند په مهال د افغانستان سياسي، فرهنگي او ادبي حالت ته لنډه کتنه

27.01.2014 12:15

څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار:

د استاد عبدالروف بينوا د ژوند په مهال د افغانستان

سياسي، فرهنگي او ادبي حالت ته لنډه کتنه

استاد عبدالروف بينوا په ١٢٩٤هـ ل کال کې زيږيدلى، او په ١٣٦٣هـ ل کال وفات شوى دى. په دې ليکنه کې غواړم چې د استاد بينوا د ژوند په مهال په افغانستان کې سياسي، فرهنگي او ادبي بهير په اړه لنډه څېړنه وکړم.

          په ١٣١٠هـ ل کال کې کله چې استاد بينوا ١٨ کلن ځوان و د همدې کال د عقرب د مياشتي په ٨ مه نيټه، چې د محمد نادر شاه شهيد د سلطنت دوهم کال و، د افغانستان نوي اساسي قانون د ((اصول اساسى دولت عليه افغانستان)) په نوم تصويب شو. د نوموړى قانون په درويشتم اصل کې د سياسي، فرهنگي او ادبي فعاليتونو لپاره د اخبارونو، مجلو او کتابونو چاپ او نشر په اړه داسي ليکل شوى دى: ((چاپي کتابونه يا پاڼي يا اخبارونه به دننه د افغانستان کې چې خلاف د مذهب نه وى سم له خپلو اصولنامو سره آزاد دى، جارى کول د اخبار خاص، له حقوقو څخه د حکومت او رعيت د افغانستان دى، د خارجه چاپي کتابونه او پاڼي او اخبارونه که چيرى مذهبي او سياست د لوړ حکومت د افغانستان ته ضرر او خلل ونه رسوى راتگ يې افغانستان ته آزادى دى.)) [1]

          د ١٣١٠ هـ ل کال اساسى قانون د نافذيدو نه وروسته لاندې خپرونى د دولتي ارگانونو په چوکاټ کې په فعاليتونو باندې پيل کړې:

          ((١- کابل مجله، د امتياز خاوند يې د کابل ادبي انجمن و، لومړنۍ مسئول مدير يې محمد انور بسمل و. لومړى گنه يې د ١٣١٠ هـ ل کال د جوزا په ١٥ مه نيټه چاپ شو.

          ٢- د هرات مجله، د امتياز خاوند يې د هرات ادبي انجمن و، مسئول مدير يې محمد سرور جويا و، په لومړى ځل په ١٣١١ هـ ل کال کې چاپ شو.

          ٣- مجله بلديه هرات، د امتياز خاوند يې د هرات ښاروالي، لومړى ځل په ١٣١١ هـ ل کال کې چاپ شو.

          ٤- پښتو مجله، د امتياز خاوند يې د کندهار ادبي انجمن، مسئول مدير يې مولوى صالح محمد هوتک و، لومړى گڼه يې د ١٣١١ هـ ل کال د جوزا په ١٥ مه نيټه چاپ شو.

          ٥- عرفان مجله. د امتياز خاوند يې د ښوونې او روزنى وزارت، مسئول مدير يې محمد هاشم شايق، لومړى گڼه يې د ١٣١٠ هـ ل کال د حمل په مياشت چاپ شو.

          همدارنگه په همدې کال کې ځينې نورې مجلې لکه اقتصاد، حى على الفلاح، پيام تندرستى او نور چاپ شو.)) [2]

          د لومړى ځل لپاره په دې وخت کې علمي او څېړنيز مرکزونه د کندهار ادبي انجمن، د کابل ادبي انجمن، د هرات ادپي انجمن د دولت په چوکات کې تاسيس او په علمي- ادبي څېړنو بوخت شول. په ډېر لږه موده کې د دغو مرکزونو د غړو لخوا نه ډير با ارزښته کتابونه چاپ او ټولنې ته وړاندې شو.

          ددې علمي او ادبي ټولنو تکړه ليکوالان او شاعران چې په کابل او نورو مجلو کې مقالې او شعرونه يې خپريدل غلام جيلانى اعظمى، سرور گويا، محمد کريم قاضى زاده، مير غلام محمد غبار، محمد انور بسمل، هاشم شايق، غلام حضرت شايق، حافظ نور محمد، رشيد لطيفى، شهير مستغنى، شهزاده احمد عليخان درانى، سرور جويا، حبيب الله طرزى، محمد بشير خان منشى زاده، محمد سرور خان صبا، عبدالله خان افغان نويس، مولوى فضل ربى، محمد يعقوب خان، عبدالمالک خان، عبدالرسول خان او نور ليکوالان وو.

          د کابل ادبي انجمن د پروگرام د کابل مجلې په لومړى گڼه کې چه د ١٣١٠هـ ل کال د جوزا په ١٥ مه نيټۀ چاپ شوى دى نشر شو. د نوموړى پروگرام په لومړى ماده کې داسي ليکل شوى دى: ((در اصلاح سبک و توحيد اسلوب و انشاء و املاى ادبيات وطن زير نگرانى (سرمنشى حضور) باسم (انجمن ادبي) انجمنى تاسيس يافته نشر افکار و مرام ميکند)) [3] .

          ((محمد نادر شاه د ١٣١٢ هـ ل کال د عقرب په ١٢ مه د ١٩٣٣ز کال د نوامبر په ٨ مه نيټه د نجات ليسې د يو شاگرد لخوا چې عبدالخالق نوميده په شهادت ورسيد. په همدې نيټه د سلطنتي کورنۍ د شورا د جلسې نه وروسته د افغانستان د اساسى قانون د (٥) مې مادې په اساس د محمد نادر شاه يوازنې زوى محمد ظاهر شاه د افغانستان د پاچا په توگه اعلان شو.)) [4]

          کله چې محمد ظاهر شاه په ١٣١٢ هـ ل کال کې د افغانستان د باچا په حيث اعلان شو. د هغه په څنگ کې د هغه تره محمد هاشم خان د محمد ظاهر شاه د صدراعظم په توگه مقرر شو. محمد هاشم خان تر ١٣٢٥ هـ ل کاله پورې د افغانستان صدراعظم وو.

          ((محمد هاشم خان خپل ټول پام يې بين المللي اړيکو، د هيواد امنيت او پر سلطنت کامل تسلط ته واړاوه. هغه د بيان له آزادۍ نه سخت ويريده او هيڅکله يې هم ونه غوښتل چې دده په صدارت کې دى مطبوعات سر را اوچت کړى، د بيان آزادى په چوپتيا بدله شوى وه. په دې دوره کې يوازې دولتي جريدې او ورځپاڼې لکه اصلاح او انيس په کابل او رسمي جريدي په ولاياتو کې چې د دولت د اهدافو خپروونکى وي. خپريدى او د مطبوعاتو عمده کار د دولت د ابلاغيو او فرامينو خپرول وو.)) [5]

          د محمد هاشم خان د صدارت نه وروسته په ١٣٢٥ هـ ل کال کې د شاه محمود خان د صدارت دوره پيل شو او تر ١٣٣٢ هـ ل کاله پورې دوام وکړ. د شاه محمود خان د صدارت په وخت کې د هېواد په مختلفو برخو کې يو شمير اصلاحات رامنځته شو، د دغه اصلاحاتو په اړه مير غلام محمد غبار ليکي: ((د کابل په ښار کې نوى ودانۍ او سړکونه جوړ شو، د ميوند جاده، نادر پښتون جاده او سينما پامير په عصرى ډول جوړ شو. د کابل ښار ډير سړکونه قيريزى شول. د نجونو ښوونځي پرمختگ وکړ او د شاگردانو شمېر يې ٤٠٠٠ انجونو ته ورسيد، د ټولو شاگردانو شمير نژدى يو لکو ته ورسيد د کابل پوهنتون تاسيس شو او په کابل پوهنتون کې د لومړى ځل لپاره د محصلينو اتحاديه او د محصيلنو سياسي غورځنگ پيل شو.)) [6]

          ((شاه محمود خان د نورو اصلاحاتو په لړ کې د مطبوعاتو د قانون په نافذولو سره فکرى ساه اخستنى ته اجازه ورکړه. د مطبوعاتو د دوهم قانون په انفاذ سره، په افغاني ټولنه کې د فرهنگي، سياسي او روښانفکرو شخصيتو له خوا نورې آزادې خپرونې رامنځ ته شوې. مثلاً د انگار جريده، د تاسيس کال يې ١٣٢٩هـ ل، مسئول مدير يې فيض محمد انگار، نداى خلق، د تاسيس کال ١٣٢٩هـ ل، مسئول مدير يې دوکتور عبدالرحمن محمودى، وطن جريده، مسئول مدير يې مير غلام محمد غبار، نيلاب جريده، مسئول مدير يې محمد فيروز ولس جريده، مسئول ميدر يې گل پاچا الفت، آئسيه جريده، مسئول مدير يې غلام حبيب نوابى او يو شمير نورې جريدى لکه اتوم، پامير، صداى ملت، پيام افغان او الفبا.)) [7]

          د شاه محمود خان د صدارت په وخت کې د استاد عبدالروف بينوا قلمي همکارى د کابل مجلې سره پيل شو، د ١٣١٩ کال نه وروسته د کابل مجلې تقريباً په ټولو گڼو کې د استاد بينوا شعر او يا مقاله يې چاپ شوى دي. په دې دوره کې چې د استاد بينوا سن نژدې ٣٠ کلونو ته رسيدلى و د افغانستان نورو تکړه ليکوالان او شاعران نومونه چې په علمي، څېړنيزو او ادبي فعاليتونو بوخت و په لاندى ډول دي: استاد گل پاچا الفت، استاد قيام الدين خادم، استاد عبدالرحمن پژواک، پوهاند صديق الله رښتين، نور محمد تره کى، محمد قدر تره کى، شاه عبدالله خان بدخشى، اوراد الدين خان ، ايازى، محمود خان، استاد عبدالحى حبيبى، محمد گل خان نورى، محمد رحيم خان، لعل محمد خان، عبدالغفور، محمد شريف خان، عزيز الرحمن خان، محمد رحيم خان، لعل محمد خان، عبدالغفور، غلام جيلانى جلالى، اخلاص، خوږمن، عبدالکريم، على احمد کهزاد او نور.

          د شاه محمد خان د صدارت نه وروسته په ١٣٣٢ هـ ل کال کې د سردار محمد داود خان صدرات پيل شو، او تر ١٣٤٢ هـ ل کاله پورې دوام وکړ. د سردار محمد داود خان د صدارت په مهال افغانستان په سياسي، فرهنگي او ادبي برخو کې ډير پرمختگونه ترلاسه کړ. د روسانو په مرسته د پوليتخنيک انستيتوت جوړ شو، په کابل پوهنتون کې ځينې نوې پوهنځى زيات شو د ښوونې او روزنې په برخه کې اصلاحات او ريفورم اعلان او عملى شو. همدارنگه په مرکز او ولاياتو کې د ښوونځيو په تشکيلاتو کې زياتوالى راغى. د نړيوالو اړيکو په برخه کې د ډيرو هيوادونو سره اړيکې ټينگې او نوي قراردادونه لاسليک شو. په څانگړي توگه د شوروى اتحاد سره ډير نژدى شو او نوى قراردادونه لاسليک کړل، همدارنگه د محمد داود خان صدارت په پاى (١٣٤٢) کې د افغانستان نوى اساسى قانون تصويب شو. د دغه اساسي قانون د يو ديرشمې مادې له مخې د افغانستان خلکو ته د بيان او د سياسي، فرهنگي او ادبي فعاليتونو د چاپ او نشر آزادى ورکړ شو. په دې اړه ددې اساسي قانون په يو ديرشمه ماده کې داسي ليکل شوى دى: ((د فکر او بيان آزادې د بلوسى نه په امن ده. هر افغان حق لرى چې د قانون د حکمونو سره سم په وينا، ليکنه، تصوير او يا داسى نورو وسايلو خپل فکر څرگند کړي. هر افغان حق لرى چې مطالب د قانون د حکمونو سره سم يې له دې چې لومړې يې دولتي مقامونو ته وښيئ چاپ او نشر کاندى.)) [8]

          د ١٣٤٣هـ ل کال د اساسي قانون د همدي مادى له مخې په افغانستان کې آزاد او غير دولتي خپروني په فعاليت پيل وکړ. ((د آزادو مطبوعاتو درېيم قانون چې په افغانستان کې د مشروطيت له اعلان سره ملگرى و، د ټولنې په سياسي او فرهنگي جوړښت کې لوى بدلونونه رامنځ ته کړل، او آزادي خپرونې چې جلا سياسي او عقيدتي فکرونو ته منسوبې وې بازار ته راووتى. د خپرونو سره جوخت د نشراتو پر شاوخوا سياسي فعاليتونه هم چې وروسته د احزابو نومونه ورته منسوب شوه، په غير رسمي، خو فعاله توگه منځ ته راغلل. په دې دوره کې د مطبوعاتو قانون د محمد ظاهر شاه د سلطنت تر سقوط پورې دوام درلود. ددې دورې نشرات هم د ډلو، طبقو او قشري صنف بنديو د سياسي فعاليتونو تاريخي څرگندونه کوله. ددې دورې غير دولتي خپرونې په لاندې ډول دي: اتحاد ملى، افغان، افغان ملت، افغان اولس، افکارنو، پرچم، پروانه، پکتيا، پيام امروز، پيام وجدان، پيکار، ترجمان، جبهه ملى، خلق، خيبر، روز، روزگار، سپا، سپيده دم، شعله جاويد، شوخک، صداى عوام، کاروان، کمک، گهيځ، مردم، مساوات، معرفت، ملت، نداى حق، وحدت او هدف. په دې دوره کې دوه آزادې مجلې د ((اسلام)) او ((دريا)) په نومونو فعاليت کول.)) [9]

          د ١٣٤٣هـ ل کال د اساسي قانون د دوه ديرشمې مادې له مخې په افغانستان کې د سياسي گوندونو فعاليتونه آزاد شو. په افغانستان کې د سياسي گوندونو د فعاليتونو په اړه د نوموړى اساسي قانون په دوه ديرشمه ماده کې داسي يادونه شوى ده: ((د افغانستان اتباع حق لري چې د قانون په حکمونو برابر سياسي گوندونه جوړ کړې خو په دې شرط چې:

          ١- د گوند هدف، فعاليت او هغه مفکورې چې د گوندونو تشکيلات پرې بناء شوى وې ددې اساسي قانون له ارزښتونو سره تناقض ونلري.

          ٢- د گوند تشکيلات او مالي درکونه په ډاگه وې. هغه گوند چې د قانون په حکم برابر جوړ شوې وې د قانوني موجباتو او سترې محکمې له حکم پرته ړنگيدى نه شي.)) [10]

          د ١٣٤٣هـ ل کال د اساسي قانون د همدې مادې پر اساس په افغانستان کې سياسي گوندونه جوړ شو او پخپلو فعاليتونو باندې پيل وکړل. ((سياسي گوندونه په دې مرحله کې د خپلو پلوى هيوادونو په ملاتړ په غير رسمي خو فعال ډول تاسيس شوې او په افغانستان کې يې په سياسي او تبليغى کچ خپل فعاليتونه پيل کړل. چين او شوروى يو له بل سره په رقابت کې د مائوئيزم له تز سره د مسکو د مارکسيزم- ليسيزم ته په برترى ورکولو سره، لکه د دريمي نړئ په نورو هيوادونو کې يې چې د خپلو سياسي جريانونو تاداو ايښى و، په افغانستان کې يې هم د خپلو پلوي سياسي جريانونو تاداو کښيښود، او له هره پلوه يې تقويه کړل. نور گوندونه هم د افرادو د فکري خصوصيتونو پر بنا د بهرنيو هيوادونو له ملاتړ نه برخمن و. د مشروطيت د دوري سياسي گوندونه چې ښکاره يې سياسي فعاليتونه کول دا دي:

          د افغانستان خلق دموکراتيک گوند (الف- خلق، ب – پرچم)، ستم ملى و شعله جاويد، افغان ملت، مساوات، صداى عوام، اتحاد ملى، حزب اسلامى (د جوانان مسلمان غورځنگ) )) [11]

          د سردار محمد داود د صدارت نه وروسته ډاکتر محمد يوسف د ١٣٤١ هـ ل کال نه تر ١٣٤٤ هـ ل کاله پورې د افغانستان صدراعظم شو. د ١٣٤٤ هـ ل کال نه تر ١٣٤٦ هـ ل کاله پورې محمد هاشم ميوند وال د افغانستان صدراعظم و. د ١٣٤٦هـ ل کال نه تر ١٣٥٠هـ ل کاله پورې نور محمد اعتمادى د افغانستان صدارعظم و. د ١٣٥٠هـ ل کال نه تر ١٣٥١هـ ل کاله پورې داکتر عبدالظاهر د افغانستان صدراعظم و. د ١٣٥١ هـ ل کال نه تر ١٣٥٢هـ ل کاله پورې محمد موسى شفيق د افغانستان صدراعظم و.

          د سردار محمد داود خان صدارت نه وروسته د افغانستان دولتي مطبوعات هم ډير پرمختگ وکړ. ((د افغانستان دولتي مطبوعات چې د دولت د اهدافو بيانوونکى او د رسمي پيغامونو او ابلاغيو رسوونکي وو، په مرکز او ولاياتو کې يې د اطلاعاتو او کلتور وزارت تر څارنې لاندې کار کاوه. انيس او اصلاح ورځپاڼو، د زيات تيراژ او اعتبار له امله چې د لوستونکو په منځ کې يې پيدا کړى و، خپل نشراتي اهميت ساتلى و. په انيس او اصلاح ورځپاڼو سربيره، لاندې خپرونو او ورځپاڼو د دولت د خپرنيو اورگانو په توگه کار کاوه: آريانا، ادب، افغانستان بانک، پوهنه، پيام حق، تعليم او تربيه، جغرافيه، رڼا، زيري، ژوندون، ساينس، سره مياشت، سواد، شرعيات، شکينه، شورى، الفلاح، قضا، کابل ټايمز، کانونه او ضايع، د کوچنيانو انيس، لمر، مهرى، ميرمن، وږمه او هيواد. همدارنگه په ولاياتو کې ځينې دولتي خپرونې فعاليت کول لکه: اتحاد بغلان، بدخشان، پروان، ستاره، ستوري، سنايې، سيستان، وړانگه، هرات او هلمند.)) [12]

          د سردار محمد داود خان د صدارت نه (١٣٣٢هـ ل) کال نه تر (١٣٥٢هـ ل) کاله پورې ډير علمي او څېړنيز مرکزونه جوړ او په فعاليت پيل وکړ، لکه پښتو ټولنه، د تاريخ انجمن، د آريانا دايرة المعارف انجمن، د لرغون پيژندنې مرکز او نور. په دې موده کې د علمي او څېړنيزو کارونو په څنگ کې په افغانستان ډير سيمه ييز او نړيوال علمي تحقيقي سيمينارونه هم جوړ شو. په دغو سيمينارونو او کنفرانسونو کې د خارجى هيوادونو پوهانو گډون کول او خپلې مقالې، نظريات او وړانديزونه بيانول. همدارنگه د افغانستان شاعران او ليکوالان هم په خارجى هيوادونو کې په سيمينارونو او کنفرانسونو کې برخه اخيستل. ددې دورې تکړه شاعران او ليکولان چې شعرونه او مقالې يې په دولتي او غير دولتي خپرونو کې چاپيدل د ځينو نمونه په لاندې ډول دي:

          پوهاند عبدالحى حبيبى، مايل هروى، مير حسين شاه، محمد کاظم آهنگ، فکرى سلجوقى، دوکتور شاهى باى مستمندى، محمد تقى مصطفى، غلام محمد تره کى، معتمد شينوارى، محمد صديق طرزى، پوهاند عبدالشکور رشاد، حبيب الله رفيع، محمد ابراهيم خليل، پوهاند صديق الله رشتين، خير محمد شينوارى، سليم کرهڼوال، اسدالله لودين، سيد محمد طاهر بينا، عبدالله بختانى خدمتگار، دوست محمد شينوارى، فضل الله رشتين، محمد عارف غروال، دکتور دولت محمد لودين، على محمد منگل، دکتور سعد افغاني، خير محمد شينوارى، ډاکتر سيد عبدالقيوم، عبدالمنان دردمند، سيفى، محمد هاشم غمشريک، محمد صفدر سالارزى، دوکتور پولاد، دوکتور هلالى، پروفيسور افضل رضاء، حبيب الله تږى، دوکتور مجاور احمد زيار، عبدالحکيم هلالى، محمد دين ژواک، محمد حليم يوسفى، محمد نعيم سالارزى، نصر الله حافظ او نور .

          ((د ١٩٧٣ز کال د جولاى په ١٧ مه- د ١٣٥٢هـ ل کال د سرطان په ٢٦مه سردار محمد داود خان چې په ١٩٦٣ز کال کې د صدارت نه مستعفى شوى او دا لس کاله يې په گمنامۍ کې ژوند کاوه يوه کودتا سرته ورسوله، چې په دې توگه يې افغانستان کې د پاچاهۍ کمپله ټوله او جمهوريت يې اعلان کړ، او د داود خان په وخت کې دې کودتا ته د سرطان د ٢٦ انقلاب نوم ورکول شوى و، او داود خان هم د انقلاب د لارښود (رهبر) په نامه ياديدى.

          دې کودتا د ١٩٦٣ د اساسي قانون لسيزې ته خاتمه ورکړه، که څه هم د هغې لسيزې پنځو حکومتونو د دموکراسى دعوه کوله خو په حقيقت کې يې انارشيستى خصلت غالب و او د داود خان کودتا هغه انارشيستى دموکراسى ته خاتمه ورکړه او پر ځاى يې ديکتاتورى راپورته شوه چې ټول گوندي فعاليتونه او مطبوعاتي آزادۍ يې له منځه يو وړى او تر ډيره ځايه يې د عامو خلکو پر ژوند هم شوم سيورى وغورځاوه.)) [13]

          څرنگه چې مخکې يادونه وشوه چې د داود خان په دوره کې ټول سياسي گوندونه او ټولې غير دولتي خپرونې غير قانوني اعلان شو او پر فعاليتونو باندې بنديز ولگيد. د ١٣٥٢هـ ل کال د سرطان (٢٦) نيتې نه وروسته په نشراتي برخه کې يوازى د دولت په چوکات کې دولتي خپرونې پاتي شو او نور ټول بند شو. د ټولو سياسي گوندونو فعاليتونه هم بند شو. يوازې د محمد داود خان (د ملي غورځنگ گوند) فعاليتونه آزاد و. د داود خان لخوا د ١٣٤٣هـ ل کال اساسى قانون هم لغو اعلان او لويه جرگه جوړ کړى نوى اساسى قانون يى په تصويب ورسول. ((ملي رهبر يا د دولت رئيس محمد داود خان په ١٩٧٦ز کال ١٣٥٥هـ ل د کب په ٥ مه نيټه کې په خپل فرمان د نوي اساسي قانون د تسويد هيئات وټاکه، هغو مسوده تهيه کړه او د دغه مسودې د تصويب لپاره لويه جرگه راوغوښتل شوه. په همدې جرگه لومړى اساسي قانون تصويب شو، او بيا د همدې قانون د ٧٦ مادې په اساس محمد داود خان د جرگي د غړو لخوا د ٦ کالو لپاره د جمهور رييس په توگه اعلان شو.)) [14]

          داود خان د ١٣٥٧هـ ل کار د ثور تر ٧مې نيتې پورې د افغانستان جمهور رئيس په توگه پاتي شو. په همدې نيټه د افغانستان خلق دموکراتيک گوند لخوا کودتا وشو او داود خان په شهادت ورسيد. نوى حکومت رامنځته شو.

          د محمد داود خان په نيمه کلنه دوره کې د آزادو خپرونو فعاليتونو بند شو او گن گونديز سيستم لغوه شو او يو گونديز سيستم رامنځته شو. مطبوعات علمي او تحقيقاتى مرکزونه ټول د دولت تر کنترول لاندى و. په دې دوره کې علمي، فرهنگي، ادبي او تحقيقاتي چارې ډېر پرمختگ وکړ. د لرغون پيژندنې په برخه کې نوى کارونه وشوه. علمي- تحقيقي مرکزونه جوړ شو او خپلو فعاليتونو ته وده ورکړل. په دې دوره کې سيمه ييز او نړيوال سيمينارونه جوړ شو.

          ((د ١٩٧٨ز کال د اپريل په ٢٧ ورځ، چې د ١٣٥٧هـ ل کال د ثور د اوومې سره سمون خوري په جمهور رئيس محمد داود خان او د هغه پر دولت کودتا وشوه. نور محمد تره کى جمهور رئيس، د انقلابي شورا رئيس او صدراعظم، ببرک کارمل د جمهوري رياست، انقلابى شورا او صدارت مرستيال او حفيظ الله امين د صدراعظم مرستيال او خارجه وزير وټاکل شول. خو د دوى اعتمادونو ډير دوام ونه کړ او ډير ژر ژر به يې موقفونه بدليدل رابدليدل. خلقيانو پر پرچميانو ډير باور نه کاوه، نو ځکه يې له ځانه ليرې کړل او يو شمېر مشران لکه ببرک کارمل چکوسلواکيا ته، نور محمد نور امريکا ته، اناهيتا يوگو سلاويا ته، عبدالوکيل لندن ته، محمود بريالى کراچى ته، ډاکتر نجيب الله ايران ته، فيض محمد عراق ته، باچا گل وفادار هندوستان ته، راز محمد پکتين مسکو ته او انجينر نظر محمد المان غرب ته د سفيرانو په توگه واستول.

          هغه مهال چې حفيظ الله امين وزير دفاع وټاکل شو، خپل کسان يې د اردو په مهمو ځايونو کې ځاى په ځاى کړل او د تره کي ملگري يې بنديان کړل. دا مهال په هرات کې پاڅون وشو او په زرگونو مسلمانان پکې ووژل شول. د دوى خپل منځي اختلافات د ورځې په تيريدو ډيريدل، نور محمد تره کى د حفيظ الله امين لخوا ووژل شو او د ١٩٧٩ز کال د سپتمبر په ١٧ مه نيټه د گوند د عمومى منشى، انقلابي شورا د رئيس او صدراعظم په توگه ومنل شو. خو دده د حکومت ټوله دوره درې مياشتې وه. د ١٣٥٨هـ ل کال د جدي په ٦ مه نيټه تر سل زره تنو زيات شورويان په وسلو سمبال افغانستان ته راننوتل او ببرک کارمل يې هم له ځانه سره له تاشکند نه را په خه او په کابل کې يې د حفيظ الله امين تر وژلو وروسته واک وروسپاره. تر کارمل وروسته، په ١٩٨٦ز ١٣٦٥هـ ل کال کې د مى په څلورمه نيټه ډاکتر نجيب الله د گوند عمومى منشى او د انقلابي شورا رئيس په توگه وټاکل شو.)) [15]

          په دې دوره کې د افغانستان پخوانۍ اساسى قانون چې د ١٣٥٥هـ ل کال د حوت په ٥ مه نيټه تصويب شوى و لغوه اعلان شو او د هغه په ځاى د ((اصول اساسى جمهورى دموکراتيک افغانستان)) په نوم بل اساسى قانون د ١٣٥٩هـ ل کال د حمل په ٢٥ نيټه تصويب او نافذ شو. دغه قانون د ډاکټر نجيب الله تر وخت پورې نافذ و. په ١٣٦٦هـ ل کال د قوس په ٩ مه نيټه د افغانستان نوى اساسي قانون د لويي جرگي لخوا تصويب او نافذ شو.

          په دى دوره کې هم لکه د سردار محمد داود خان د دورى په شان يوازې دولتې خپرونې فعاليت کول. خپلواکي او خصوصي خپرونو باندې بنديز لگيدلي و. په دې دوره هم يو گونديز سيستم و، نور گوندونه غير قانونى اعلان شوى و. يوازې د افغانستان نه د باندې د افغانانو نور گوندونه په خپلو فعاليتونو او مبارزو مصروف و.

 

 

 

 

منابع او ماخذونه

١- مجموعه کالم ملى قوانين اساسي افغانستان، اصول اساسى دولت عليه افغانستان، دوره محمد نادر شاه سال ١٣١٠ هـ ش، د افغانستان اسلامى جمهوريت دا عدليى وزارت، ١٣٨٦هـ ل کال، (٦٢ مخ).

٢- دکتور محمد حليم تنوير، د افغانستان تاريخ او خپرونې، ژباړونکي: زبر شفيقي او فدا محمد فايض، د افغانستان د څېړنو او بيا ودانولو انستيتوت، ١٣٨٠هـ ل کال، (١٣٦ مخ) .

٣- پروگرام انجمن ادبي، کابل مجله، شماره اول، ١٥ جوزاى سال ١٣١٠ هـ ش، (ص ٢٧) .

٤- کانديد اکاديميسن محمد ابراهيم عطايى، نگاهى مختصر به تاريخ معاصر افغانستان، د ميوند نشراتي موسسه، ١٣٨٤هـ ل کال، (٢١١ مخ) .

٥- دوکتور محمد حليم تنوير، د افغانستان تاريخ او خپرونې، (١٤٠ مخ) .

٦- مير غلام محمد غبار، افغاسنان در مسير تاريخ، د ميوند کتاب چاپولو موسسه ١٣٨٧هـ ل کال، (٢١٧ مخ) .

٧- دوکتور محمد حليم تنوير، د افغانستان تاريخ او خپرونې، (١٤٦ مخ) .

٨- مجموعه کامل قوانين اساسى افغانستان، (١٢٦ مخ) .

٩- دوکتور محمد حليم تنوير، د افغانستان تاريخ او خپرونې، (١٧٥-١٩٢ مخونه) .

١٠- مجموعه کامل قوانين اساسى افغانستان، قانون اساسى دوره محمد ظاهر شاه، سال ١٣٤٣هـ ش، رياست نشرات وزرات عدليه، ١٣٨٦هـ ش، (ص ١٢٧) .

١١- دوکتور محمود حليم تنوير، د افغانستان تاريخ او خپرونې، (١٥٧- ١٦٤ مخونه) .

١٢- پورتنۍ ماخذ، (٢١٨-٢٢٠ مخونه).

13- کانديد اکاډميسين محمد ابراهيم عطايي، د افغاسنان پر معاصر تاريخ يوه لنډه کتنه، د ميوند نشراتى موسسه، ١٣٨٣هـ ل کال، (٢٨١ مخ)

١٤- پورتنې اثر، (٢٩٢ مخ) .

١٥- اورنگ زيب ارشاد بابکر خيل، افغانستان پيژندنه، دانش خپروندويه ټولنه، ١٣٨٤هـ ل کال، (٧٤مخ) .

 


[1]- مجموعه کالم قوانين اساسي افغانستان، اصول اساسسى دولت عليه افغانستان، دوره محمد نادر شاه سال ١٣١٠ هـ ش، د افغانستان اسلامى جمهوريت دا عديى وزارت، ١٣٨٦هـ ل کال، (٦٢ مخ).

[2] - دکتور محمد حليم تنوير، د افغانستان تاريخ او خپرونې، ژباړونکي: زير شفيقي او فدا محمد فايض، د افغانستان د څېړنو او بيا ودانولو انستيتوت، ١٣٨٠هـ ل کال، (١٣٦ مخ) .

[3] - کابل مجله، پروگرام انجمن ادبي، شماره اول، ١٥ جوزاى سال ١٣١٠ هـ ش، (ص ٢٧) .

[4] - کانديد اکاديميسن محمد ابراهيم عطايى، نگاهى مختصر به تاريخ معاصر افغانستان، د ميوند نشراتي موسسه، ١٣٨٤هـ ل کال، (٢١١ مخ) .

[5] - دوکتور محمد حليم تنوير، د افغانستان تاريخ او خپرونې، (١٤٠ مخ) .

[6] - مير غلام محمد غبار، افغاسنان در مسير تاريخ، د ميوند کتاب چاپولو موسسه ١٣٨٧هـ ل کال، (٢١٧ مخ) .

[7] - دوکتور محمد حليم تنوير، د افغانستان تاريخ او خپرونې، (١٤٦ مخ) .

[8] - محموعه کامل قوانين اساسى افغانستان، (١٢٦ مخ) .

[9] - دوکتور محمد حليم تنوير، د افغانستان تاريخ او خپرونې، (١٧٥-١٩٢ مخونه) .

[10] - مجموعه کامل قوانين اساسى افغانستان، قانون اساسى دوره محمد ظاهر شاه، سال ١٣٤٣هـ ش، رياست نشرات وزرات عدليه، ١٣٨٦هـ ش، (ص ١٢٧) .

[11] - دوکتور محمود حليم تنوير، د افغانستان تاريخ او خپرونې، (١٥٧- ١٦٤ مخونه) .

[12] - پورتنۍ ماخذ، (٢١٨-٢٢٠ مخونه).

[13]- کانديد اکاډميسين محمد ابراهيم عطايي، د افغاسنان پر معاصر تاريخ يوه لنډه کتنه، د ميوند نشراتى موسسه، ١٣٨٣هـ ل کال، (٢٨١ مخ)

[14]- پورتنې اثر، (٢٩٢ مخ) .

[15]- اورنگ زيب ارشاد بابکر خيل، افغانستان پيژندنه، دانش خپروندويه ټولنه، ١٣٨٤هـ ل کال، (٧٤مخ) .