Jjmklk

په دستار نامه کې ښوونیز او روزنیز اړخونه

02.01.2010 08:52

     څیړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار

 

د خوشحال خان خټک

په دستار نامه کې ښوونيز او روز نيز اړخونه

          خوشحال خان خټک د تورى او قلم خاوند په داسى يوه زمانه کې دنيا ته راغى او ځوانى ته ورسيد چې په دى سيمه کې د مغلو د پاچاهى تسلط خپل اوج ته رسيدلى و ، او د هندوستان او افغانستان زياتره سيمى يې نيولې وې . له بلى خوا د پښتنو په سيمو کې پښتانه خپل مينځى جنگونو او بى اتفاقيو کې اخته وو .

          په دى مقاله کې لومړى د خوشحال خان او د هغه د کورنى سره د مغولى پاچاهانو د اړيکو په اړه  باندى لنډه يادونه کيږى او بيا وروسته په دى دوره کې د ښوونې او روزنې په اړه ، چې په دى سيمه کې ښوونه او روزنه څنگه او په کومه سطح کې وه يو څه معلومات به وړاندى شى او په اخره کې چې خوشحال خان خټک په دستار نامه کې د ښوونى او روزنى په اړه  څه ويلى دى رڼا واچوله شى .

          د خوشحال د کورنى سره د ډيرې پخوانه د مغولى پاچاهانو مناسبات او دوستى وه . د خوشحال د زيږيدونه نژدى څلويښت کاله پخوا دغه دوستى او اړيکى پيل شوى وې . او دغه دوستى او مناسبات چې نژدى ٨٥ کاله يې دوام وکړ په ١٦٦٤ ميلادى کال کې هغه وخت پاى ته ورسيده چې د مغولى واکمنانو لخوا خوشحال خان په دغه کال کې بندى شو اونژدى يونيم کال ددوى په بند کې و . ددى تاريخ نه د مغولى واکمنانو او خوشحال خان خټک تر مينځ اختلافات او جنگونه پيليږى په دى برخه کې د ارواښا د گل پاچا الفت په ليکنه کې مفصل معلومات وړاندى شوى دى چې په لنډه توگه دلته وړاندى کيږى : (( . . . مغولى پاچاهانو د خوشحال خان د کورنى سره زړه اوپخه دوسى لرله .

          جلال الدين اکبر په ٩٨٩ هـ ق _ ١٥٧١ ميلادى کال کې د خوشحال خان غورنيکه ملک اکوړى ته له خير آباد نه تر نو ښاره پورى علاقه په جاگير کې ورکړى وه او ددغه علاقى ټول اختيار دده و .

          وروسته تر هغه د خوشحال خان نيکه يحيى خان او دده پلار شهباز خان هم د جهانگير او شاه جهان له خوا ددغې علاقې واکمن وگڼل شول . او پخپله سيمه کې د اولس مشران وو ، کله چې د خوشحال خان پلار مړ شو نو شاه جهان ده ته هم په هماغه سترگه کتل او خوشحال خان هم د هغه خدمت ته تيارو .

          په ١٠٦٧ هـ ق _ ١٦٥٧ ميلادى کې چې شاه جهان په ناجوړۍ اخته شو او زامن يې د پادشاهى په نيولو په خپل مينځ کې سره ونښتل او په نتيجه کې او رنگ زيب بريالى شو او خپل پلار يې بندى کړ ، ځکه چې هغه دده ورور (( د اراشکوه )) طرفدار و .

          او رنگ زيب خپل نورو وڼه هم بنديان کړل او دارا شکوه يې وواژه ، په دغو پيښو کې خوشحال خان د او رنگ زيب ملگرى و ، او له ده سره يې ډيره مرسته وکړه ، کله چې  او رنگ زيب بريالى شو خوشحال خان يې تيرا ته ولږه چې دده مخالفين مات کړي ، له تيرانه چې فارغ شو، نو بيايې له يوسفزو سره د او رنگ زيب له پاره جنگ او جگړه شروع کړه . مگر له دغو ټولو خدمتونو سره په ١٠٧٤ هـ ق _ ١٦٦٤ م کې خوشحال خان په پيښور کې دسيد مير خوافى په اشاره چې په کابل کې د او رنگ زيب والى و په چل ونيول شو او بيا يې دهلى ته بندى بوته . همدغه وخت د خوشحال خان د کورنى ٨٥ کلنه دوستى او وفا دارى چې له مغولو سره يې ساتلى وه، په دښمنى بدله شوه او خوشحال خان د او رنگ زيب دښمن شو ( ١ )

( ١ ) _ الفت گل پاچا _ ملى قهرمان ، ٣ او ٤ مخونه .

          د خوشحال خان د ژوند په مهال کې د اوسنى زمانى په شان مکتبونه او پوهنتونو نه وو . په هغه کې خلکو په جوماتونو او دينى مدارسو کې دينى مضامين لکه صرف ، نحو ، حديث ، تفسير ، فقه ، عقايد ، د فارسى ژبى د ادب مضامين او ليک او نور لوستل او زده کول . د دينى مدارسونه بر سيره د بادشاهانو په دربارونو کې کوچنى مدرسى وى چې د شهزادگانو د زده کړى لپاره جوړى شوى وى ، او همدارنگه ډير خلک په خصوصى توگه هم دا علوم زده کول . په هغه زمانه کې په پښتو ژبه  ډير لږ کتابونه موجود وو ، زياتره درسى کتابونه په عربى او فارسى ژبه وو او د ښوونى اوروز نى په برخه کې چې په دى زمانه کې کوم مهم او غوره کار شوى دى هغه د نورو ژبو څخه په پښتو ژبه د کتابونو ژباړل دي ، چې په هغه وخت کې ډير کتابونه د خوشحال خان او د هغه د کورنى د ليکوالو اوشاعرانو لخوا له عربى او فارسى څخه په پښتو ژبه وژباړل شو .

          د خوشحال خان د ژوند په مهال کې په پښتو نخوا کې د ښوونى او روز نى د وضعى او د هغه وخت د فرهنگى تدريسى چاپيريال په اړه کې سر محقق عبدالله بختانى خدمتگار ليکلى دى :

          (( . . . د هند د نيمى وچې د مسلمانانو او د پښتو نخوا په سيمه کې چې د کابل صوبې پورى مربوطه وه ، د عربى ژبى تر څنگ دينى ، ادبى ، علمى درسي کتابونه په فارسى ژبه زيات مروج شوو او زياتره په ماوراء النهر او افغانستان کې ليکل شوى فارسى درسى کتابونه ، هلته هم په درسى تدريسى نصاب کې ځاى شو .

          په دغسى فرهنگى تدريسى چاپريال کې د روښانيانو او د رويزه خيلو د ځينو آثارو له شته والى سره ، چې د تدريسى اړخ نره يې مسلکى خو اوې يې  ځواکمنې وې ، د پښتنو د بچو د ضرورتونو درفع کولو لپاره په شعورى او منظم ډول خوشحال خان خټک په پښتو ژبه ددغسې آثارو ليکلو او له عربي او فارسي ژبو څخه د هغو ژباړلو ته توجه واړوله شو . په فقه کې د نوموړي منظومه فضلنامه او د شيخ شرف الدين بخارى (( نام حق )) د فقهي درسي کتاب منظومه ترجمه ددې د عوې عادل شاهدان دي .

          په دې لړ کې عبدالقادر خان خټک عليه الرحمه ډير ارزښمن کارونه تر سره کړي دي . نو موړى د مولانا عبدالرحمن جامي عليه الرحمد يوسف زليخا په پښتو نظم وژباړه . ددغه کتاب د داستان اساسي منبع قران کريم د يوسف عليه السلام سورت دى او هلته دغه قيصه (( احسن القصص )) بللى شوې ده .

          د جامى ( رح ) يوسف ز ليخا دغسې ، د گلستان او بوستان د شهرت په معيار د فارسي ادب يو غوره کتاب دى چې هم د نړى په ډيرو ژبو ترجمه شوې او هم زمونږ تر زمانى پورى درسى کتاب و . دغسى عبدالقادر خان خټک د سعدى ( رح ) گلستان هم نثر په نثر او نظم په نظم ، د خپلى سيمې د پښتنو شاگردانو د درسى ضرورت لپاره ژباړلى دى . ( ٢ ) .

          په هغه زمانه کې يو بل مهم کتاب چې په پښتو باندى ژباړل شوى و د (( ابن اعثم کوفى تاريخ )) دى ، چې دغه تاريخ د افضل خان په غوښتنه د محمد مظفر لخوا د فارسى نه په پښتو باندى په ١١٢٦ هـ ق کې ژباړل شوى دى او د هغې زمانې د ښوونى او روزنى په برخه لوى خدمت گڼل کيږى . په دى برخه کې د پښتانه شعراء په پنجم ټوک کې يى يادونه راغلې ده ، چې څوټکى يې دلته بيانوم:(( محمد مظفر د ملا اسماعيل قريشى زوى په ١١٢٦ هـ ق کې ژوندى او د افضل خان خټک د زمانى سړى و .

( ٢ ) _ بختانى خدمتگار سر محقق عبدالله _(( گلستان او گلدسته درسى کتابونه )) کابل مجله _( ٧ _ ٨  ) گڼه _ ١٣٨٤ هـ ش کال _ ٢٨ _ ٢٩ مخونه .    

 

محمد مظفر د افضل خان خټک په ونيا (( ابن اعثم کوفى تاريخ )) نومى کتاب په پښتو ژباړلى  دى . که څه هم په پښتانه شعراء لومړى ټوک کې تر ( ٥١ ) لمبر او افضل خان خټک تر عنوان لاندى ، نوموړى کتاب دپادرى هيوز په روايت د افضل خان خټک ترجمه گڼل شوى ده ، ځکه چې د نوموړى کتاب د چاپ په وخت کې په ١٣٢٠ هـ ش کې د هغه مؤلف ته يوازى همدغه رسيدلى وو ، چې نوموړى کتاب محمد مظفر د افضل خان خټک په غوښتنه ژباړلى دى او څرنگه چې په مقدمه کې يى څو ځايه د افضل خان نوم راغلى او په دى کتاب کې د هغه ډير ياد شوى دى نو ځکه پا درى هيوز داسى گمان کړى دى ( ٣ ) .

          عبدالقادر خان خټک د خوشحال خان خټک هغه زوى دى چې دى هم شاعرو او هم ژباړونکى و او په عربى ، فارسى او هندى ژبو پوهيدل او په دغو ژبو ليکل کول او د هغى زمانى د ښوونى او روزنى په برخه لوى خدمت کړى دى . د شيخ سعدى گلستان او د مولانا جامى يوسف زليخا په پښتو ژبه ژباړلى دى او په دى برخه کې د عبدالقادر خان خټک په (( گلدسته )) کې داسى يادونه شوى ده :

          (( د عبدالقادر خان خټک د لوړى پوهى اوزده کړې د ثبوت په لړ کې د يادونى وړ ده چې نوموړى په عربى ، پارسى او هندى ژبو پوهيده . عربى شعرونه يې په پښتو شعر ژباړلى ، د عربى شعر يو بيلگه يې هم په لاس کې لرو او په فارسى ژبه پوهيدنه خو يې تر دې کچې وه چې د شيخ سعدى ( رح ) د گلستان او د مولانا جامى د يوسف ذليخا غوندى شاهکار ادبى آثار يې پخپل ټول ادبى خوند او رنگ سره په پښتو ژباړلى دي . عبدالقادر خان خټک د خپل عصر د دوديزو او ادبى علومو منظمه زده کړه کړې  او پکې له لوړې پوهې ، ژورى مطالعى او پيا وړى اسعتداد نه برخمن و او په دغو علومو کې يې نو ورته د تدريس اواستادى دنده هم تر سره کړى ده ( ٤ )

          د خوشحال خان خټک د زمانى د ښوونى او روزنى او په هغه زمانه کې په پښتو ژبه د نورو ژبو څخه د ژباړلو حالت په لنډه توگه بيان شو ، اوس اصلى خبرى ته راځو چې هغه د خوشحال خان خټک په دستار نامه کې د ښوونى اوروزنى اړخونه دى .

          د خوشحال خان خټک د دستارنامې ټولى برخى اصلاً روز نيز او ښوونيز اړخونه لرى چې د ژوند په بيلا بيلو برخو کې معلومات اونظريات وړاندى کړى دى اوبيا په خاصه توگه په دوو برخو کې ، چې يو دعلم په اړه کې او بله برخه يې د اولاد د روزنى په اړه  کې ده ، چې دا دواړه برخى د ښوونى او روزنى سره نژدې اړيکى لرى . د مقالى په دى برخه کې به د دستار نامى په هغه برخه چې د اولاد تربيت تر عنوان لاندى ليکل شوي دي يو څه تحليلى رڼا واچول شى .

          خوشحال خان خټک د اولاد او د ماشوم د ښوونى او روزنى لپاره پړاونه او ضفونه څانګړى کړي دي . چې دغه پړاونه د هغه وخت څخه پيل کيږى  چې ماشوم د مور په نس کې پيدا کيږ ى . د خوشحال خان خټک په نظر د ماشوم دسالمى روزنى لومړى مرحله اوځاى د مور په نس کې دى ، دوهمه روز نيزه دوره د ماشوم دزيږيدونه پيل کيږى اوترڅلور کلنى پورى رسيږى .

          دريمه ښوونيز او روز نيزه دوره د څلور کلنى نه پيل کيږى اوتر اوه کلنى پورى دوام لرى . څلورمـه

( ٣ ) بختانى خدمتگار سر محقق عبدالله _ پښتانه شعراء _ پنځم ټوک _ ١٣٦٤ هـ ش _ ١٣٤٤ م مخ .       ( ٤ ) _ د گلدستى سريزه _ د عبدالقادر خان خټک _ د افغانستان د علومواکاډمى ١٣٨٣ هـ ش _ ٥ _ مخونه .

 

دوره داوه کلنى نه پيل کيږى تر ځوانى پورى او بيا د ژوند تر آخره پورى دوام کوى  .

          پورتنى څلور ښوونيزى اوروز نيزى دورى او پړاونه د خوشحال خان خټک په دستار نامه کې په واضح ډول بيان شوى دى چې دغه ښوونيزى او روزنيزى دورى او پړاونه نه يوازى په هغه زمانه کې يو منل شوى او مکمل پروگرام و ، بلکه دغه دورى د اوسنى او معاصرى زمانى د ښوونيزى او روزنيزى پروگرامونو او نظر يو سره مطابقت لرى چې په دى برخه کې هره دوره په ځانگړى توگه تو ضيح او تشريح کيږى .

١ _ داولا د تربيت د مور په گيډه کې : -

          کله چې اولاد د مور په گيډه کې پيدا کيږى او ژوندى کيږى نو هغه روزنى اوپالنى ته ضرورت لرى ، چې دغه روزنه او پالنه په مستيم ډول د اولاد سره ډير گران کار دى ، دغه روز نه او پالنه د ماشوم د مور په واسطه سر ته رسيږى .

          د خوشحال خان خټک په نظر د اولاد تربيت د هغه وخت نه پيل کيږى چې اولاد د مور په نس کې پيدا کيږى . دا داسى تربيه ده چې د ماشوم مور ته ځينى دستورونه او هدايتونه ورکوى چې د هغى په عمل کولو سره اولاد روغ او جوړ وزيږى . په هغه زمانه کې چې طبى علومو دومره پرمختگ نه وکړى . د خوشحال خان دا هدايتونه ډير مهم او د قدر وړ ځکه دى چې د اوسنى زمانې د ډاکترانو او د طب او طبابت د پوهاند لخوا هم تائيد شوي دي . خوشحال خان خټک د مور په نس کې د اولاد د روزنې په اړه  کې داسې وايى :

          (( اولاد يازوى وى يالور ، خو چې عورتينه په فرزند ډکه شى ، نور يې تربيت لازم شى ، حامله عورتينه دې د روند بار نه اخلى تر لوړه دى نه تر پلى بادگين طعام دى نه خورى . لکه مار ، مزرى ، مهيب څينر دى په سترگونه گورى ، چې زړه يى ورته وشى هغه څير دى زروخورى . غم عصه ، جنگ ژړا دى نه کا ، چې په دا څيزونو کې مسطور شول که بر عکس يې وکا د فرزند زيان کولو ډار دى . . .    ( ١٥ )

       ٢ _ د ماشوم روزنه د زيږيدو دوخت نه تر څلور کلنى پورى:

          کله چې ماشوم پيدا کيږى ، ددى ورځى نه تر څلور کلنى پورى ماشوم ډيرې پاملرنى او روزنى ته اړتيا لرى چې بايد په ډير دقت اوجدى  توگه تر پاملرنى او روزنى لاندى ونيول شى . په لومړى سر کې کوم شرعى احکام چې دى هغه بايد تر سره شى او بيا وروسته ماشوم ته د خوراک د ورکولو پروگرام او د ساتنى وسايل جوړ شى . ماشوم بايد نه ډير گرم ځاى کې وساتل شى او نه په ډير يخ ځاى کې د کوټى هوا بايد معتدله وى او د ماشوم جامى هم نه ډيرى گرمى وى او نه ډيرى نرى وى . دا ټول هدايتونه په دستار نامه کې په واضح ډول بيان شوى دى . په دستار نامه کې د اولاد د روزنى په برخه کې د اولاد د زيږيدونه وروسته د هغه په باره کې وايى چې :

          (( . . . ناف دى په هوښياره عورتينه پرې کا، اول حال دى يوه عورتينه يا څوک محرم د هلک په غوږ کې بانگ نماز ووايى . که بانگ نماز نه وايى يو بل نوم د حق تعالى دې دده په غوږکې ورواورى.

 

 

 

( ٥ ) _ خټک خوشحال خان _ دستار نامه _ پښتو ټولنه _ ٦٥ مخ

          مقصود دادى چې اوله خبره چې په دا دنيا دده تر غوږ تيريږى د خداى رسول نوم دى وى . غوغا دى پرى  نه کا ، چرکين سړى دى هو ر ته نه وى ، هسى دى نه تفاړى چې گرم شى ، خولى شى ، بيا زر بر منډى کا ، په دا کې با دوهى _ هغه چې وايې هلک مرگبو وواهه . مرگى نه وى ، هم دا باد زحمت وى . هلک دا اوم وى ، دنيا په گرم په سرد هوا عادت نه وى ، مور تپاک پى وکا ، له باد يې ډير محافظت وکا ، خو چې بر منډشى ، هوا پرى اثر وکا وژاړى ، پس په څووم ورځ شين ومرى . که او ړى وى ، منى وى ، سپرلى وى اصلاً دى نه پټوى ، هم هسى دې پريږدى . که بليږدى هم هاله دې بليږدى چې اوه اته ورځى تير شى . هم په نرى څادر دې بليږدى ، که ژمى وى د ساړه د ماړه دې په گرمه خونه ، کوټه کې ساتى ، چې هوايې په يو شان وى . نه ډيره توده ، نه سړه معتد له هوا په هر وخت ولره بويه ( ٦)

          دبښتنو په مينځ کې او د دنيا د زياترو قومونو په مينځ کې کله چې ماشوم پيدا کيږى که هلک وى ورته ښادى او خوشحالى کوى او که نجلى وى نو ښادى او خوشحالى نه کوى اوځينى کسان ډير خپگان هم کوى چې دا کار هم د شريعت نه او هم د بشرى قوانينو مخالف کار دى . په دى برخه کې هم خوشحال خان خټک په دستار نامه کې داسى يادونه کړى ده :        

          (( د زوى په زوکړه ښادى ، اما د لور په زوکړه هم د لگيرى نه بويه _ خداى زده چې بخت ، برکت په کوم کې ده ؟ او هم دا لوڼه دى چې مردان ترى پيدا کيږى ، که واړه زوى وى ، جهان به خراب شه ( ٧)

٣_د ماشوم ښوونه اوروزنه د څلور کلنى نه تر اوه کلنى پورى:

          په معاصره زمانه کې کوم ماشومان چې څلور کلنى ته رسيږى دوي نه يوازى تر روزنى لاندى نيول کيږى بلکه دوى باندى ښوونه هم پيل کيږى ، چې دغه ښوونه او روزنه په وړکتون کې پيل کيږى او يا ځانته صنفونه لرى چې د مدخل ، صفرى او يا امادگى په نوم يا ديږى چې په دغه ښوونيزه او روزنيزه دوره کې ماشوم ته ډير لومړنى ليک او لوست زده کيږى او دوى د ښوونځى د لومړى ضف لپاره تياريږى ، چې دا يو ښه اوپر ځاى ښوونيز پروگرام دى مگر په وروسته پاتى هيوادونو کې داسيستم دير ضعيف دى او په ځينو هيوادونو کې دا ښوونيزه سيستم له سره نشته . د ښوونى او روزنى د پوهانو له نظره هم دغه سيستم د ماشومانو لپاره ډير ضرورى دى . خوشحال خان خټک لا په هغه زمانه کې په دستار نامه دى ټکى ته اشاره کړى ده ، چې ماشوم بايد تر اوه کلنى پورى کولى شى چې ليک لوست زده کړى . د ماشوم ددى دورى دزده کړى په برخه کې خوشحال خټک داسى وايى :

          (( چې د څلورو کالونو شى ، څلور مياشتى ، څلور ورځى ، به لوستن دې کښينوى . . . چې او ستا د لره ورشى په اول سبق دې وبخښل شى . معلم دى ور سره هنر کا چې آزار يې نه کا . دده په زړه دې ورسره چليږى . که هلک عالى فطرت وى تر اوه کاله پورى سواد خوان شى . . . ( ٨ )

٤ _ د ماشوم ښوونه او روزنه داوه کلنى څخه تر ځوانى پورى :

          په اوسنى زمانه کې ماشومان چې اوه کلنى ته رسيږى ښوونځى ته ځى او تر ځوانى پورى يعنى نژدى لس دولس کاله زده کړه کوى . په اوسنى زمانه کې ددى دورى ماشومانو ته لومړى دينى زده کړه

( ٦ ) _ پورتنى اثر _ ٦٦ مخ .

( ٧ ) _ پورتنى اثر _ ٦٦ مخ .

( ٨ ) _ پورتنى اثر _ ٦٦ مخ .

 

ورکول کيږى او بيا د نورو علومو لکه رياضى ، هندسه ، کيميا ، فزيک ، بيالوژى ، ادبياتو او نورومبادى زده کول ، د علم لاره ورته خلاصيږى او لوړو تحصيلاتو لپاره اماده کيږى . د خوشحال خان خټک په زمانه کې د ښوونى اوروزنى معيارونه دغسى يو حالت کې و ، خو دمره تفاوت و چې په هغه زمانه کې دينى مضامين  نسبت نورو مضامينو ته زيات او په لوړه سطح کې وو او د درس ، از موينى او ټولگيو سيستم فرق درلود . خوشحال خان خټک ددى دورى ماشومانو لپاره لاندى مضامين توصيه کړى وو چې په دى دوره کې دى ووايى : (( اول دې قران ولولى ، په قران کې پنج سوره او ايته الکرسى ، حديث اقوال د مشايخانو ، علم طب دادى ولولى ، العلم علمان علم الابدان و علم الاديان ، علم نجوم واجب دى چې وکا ، له فارسى مثنوى المعنوى ، سلسله الذهب ، نفحات الانس ، معارج النبوه ، شاهنامه ، سکندر نامه ، ظفر نامه دا کتابونه دى مطالعه کوى . اخلاق ناصرى ، په تمام غور گلستان دى په ياد کا ، تمام عمر که د تحصيل په کار کې تيريږى سعادت دى او که نه دا هومره چې وکښل شو دا خو دى وى ، چې ددين دنيا له خبر دارۍ مايوس نه وى ، نقص يې په قابليت کې واقع نه وى . دا خو يې مرتبه په مرتبه د علوم بخره، دا هومره چې وشى د قابليت د دايرى په خارج نه وى . چې د علم خوند بيا مومى ، د علم پايان نشته ، پخپله به ورپسى کوښښ کا ( ٩ ) .

          دغه دوره يعنى داوه کلنى څخه تر ځوانى پورى د ماشوم د روزنى اساسى دوره ده ځکه چې په دى دوره کې که ماشوم ښه روزنه وگورى په ښه لاره به روان شى او که ښه روزنه يې ونشى نو په بدو لارو به روان شى . که ماشوم په دى دوره کې دبدو خلکو سره ناسته پاسته ولرى نو د هغو په شان کيږى او که دښو خلکو سره وى نو ښه روزنه يې کيږى . لنډه دا چې خوشحال خان خټک په دستار نامه کې د ماشوم ددى دوره د روزنى لپاره ډير ښه هدايتونه او دستورو نه ورکړى دى لکه چې وايى :        

          (( . . . په ايام صبا کې څو تر بلوغ رسيږى خوښ دى هم نه ساتى . بلکه د ښه اغوستنى دې غندنه ورته کاندى _ چې د مردانو په ښه آغوستن څه کار دى . دا د زنانو کار دى ، د مردانو کمال په څه کې دى ، هم هغه هنرونه دې ورته ستايى ، سپک خوى ، سپک ناستى پاڅيدل دادى ورته غندى ، خاموشى ، کتمان راز دادى ورته ستايى ، د بدانو د بد خويو د صحبت دى ويزار لرى . د هلک زړه لکه سپين کوره کاغذ هسى ده ، هر چه پرې وکاږى هغه حرف پرى پريوزى . د اشرارو د صحبت اثر پرې وشى ، اشرار شى چې د اخيارو اثر پرى وشى ، اخيار شى ، که هر څو په فطرت کې پاک جوهر زوولى وى ، د بدانو دصحبت په تاثير بدشى . لکه سره زر جعفرى ، يارابانى وى ، چې مس ورسره گډشى ، ضايع شى ، هر کار چې دى هم په  دا کې دى . احتياط کلى بليغه مبالغه بويه . هلک ته نه ډير لذيز طعام هميشه ور کاوه شى . کله کله سپوره ، وچه راوټۍ ورکړې بويه ، سرتور ، پښى برمندى ، غارمه ساړه ورته گرزيده ورلره فايده لرى ، نازنين نازک مزاج آموختن نشى ... ( ١٠)

          خوشحال خان خټک ددى په څنگ چې د زوى روزنى  او پالنى لپاره کوم هدايتونه ورکړى دى همدغسى د ښځو د ښوونى او روزنى لپاره هم شرايط او دستورونه لرى چې به هغى د دينى ښوونى او روزنى چارى په ټولنه او کورنى کې د ښځو مسؤليتونه او دندى پکښې شاملى دى . ښځى بايد په کور کې د کور کارونه څه قسم سمبال کړى او څه قسم پخلى وکړى او د ميړه سره او د نو رو سره څرنگه مناسبات او اړيکى ولرى .په دستار نامه کې د لور د ښوونى او روزنى لپاره مفصل بحث شوى دى چې        

 

( ٩ ) _ پورتنى اثر _ ٦٧  مخ  .

(١٠) _ پورتنى اثر _ ٦٨ مخ . 

څو مهمى ټکى يې يادوو :

          (( لکه د زوى تربيت لازم دى ، مينه پرى بويه هسى په لور مينه بويه بلکه لوڼه لاحقداري دي . د هلک والى د تربيت کار خو لکه د زوى هسى دلور ، امالور دې نازمين ساتله شى د عصمت ، د عفت ، د شرم ، د حيا ارشاد دى ورته کيږى . په لوستن خو قران ، د مسايلو کتابونه چې د طاقت عبادت و قوف يى تمام د فرايضو د سر نتو ددين د چارو وشى ، مرغوب رنگين حکايتونه ، شيرين بيا نو نه ، اقوال د بزرگانو ، مشايخانو په يادکا، قصى افسانى هم زده کا ، هنر د شطرنج دادى هم ښه زده کا ، دستى کار لکه کښيده دا مهارت دى تمام وى د پختن ، داشتن ، د کاله داراستن د خپل ځان د ارايش ، خوشبويى د سازولو علم دادې ډير وى . . . بزرگى دعا، بزرگ سورتونه ، د قران څو يادول شى هومره دى په ياد کا د نظم قصايد ، غزليات ، ادبيات دى هم لږ ډير په ياد کا ، چې د شعر په کار کې څه خوو وقوف يې وى . د يوانونه دى نه لولى ، مگر گلستان بوستان هر گا چې تر نه کاله ورسيږى ، د پلار د مشرانو وروڼو ، د ترونونه دې هم په ادب اوسى ، گستاخ ويل ناست ولاړه دې نه کا ( ١١ ) .

          دستار نامه د خوشحال خان خټک نثرى اثر دى چې نه يوازى د اولاد د ښوونى او روزنى په برخه کې د مؤلف مهم نظريات وړاندى کړى دى بلکه د ټولنى نورو خلکو ته او خپلو لوستونکو ته هم ځينى مهم هدايتونه او لارښودني کړي دي .مثلاً د پادشاهانو لپاره ځانته لارښودني دي چې پادشاهان څنگه پاچاهى وکړى ، د خلکو سره څه قسم چليد وکړى او ښکاريانو لپاره ځانته لارښودنى دى ، د شعر او نظم هنر ، د شجاعت هنر ، د زراعت هنر ، د نقاشى هنر او نور هنرونه چې نژدى پنځه څلويښتوته رسيږى دهرې يوې په برخه کې ځانته خپلې نظر يى اولار ښودنى وړاندې کړې دي ، چې هره برخه يې پوره ښو ونيزه او روزنيزه محتوا لرى ، اوپه  هره څانگه او برخه کې لازمى لارښودنى شوى دى ، چې زياتره يې اوس لا هم په کاريږى او د منلو اوعملى کولو وړ دي .

          لکه چې د مخه ويل شوي دي د خوشحال خان خټک او د هغه کورنى سره د مغولى پاچاهانو اړيکى په لنډه توگه څيړل شوي دي . مهمه برخه پکې داده چې دستار نامى ښوونيزى او روز نيزى برخى چې د اوسنى زمانى د ښوونيزى او روزنيرى اړخونو سره مشابحت او مطابقت لرى څرگند شوى دى اوپه هغو باندى لنډه تبصره شوى ده .

منابع او ماء خذونه

١ _ الفت گل پاچا _ ملى قهرمان  .

٢ _ بختانى خدمتگار سر محقق عبدالله _ (( گلستان او گلدسته درسى کتابونه)) _کابل مجله _ ( ٧ _ ٨ گڼه ) _ ١٣٨٤ هـ ش کال _ _                         

٣ _ بختانى خدمتگار سر محقق عبدالله _ پښتانه شعراء پنځم ټوک  _ ١٣٦٤ هـ ش .

٤ _ خټک عبدالقادر خان _ گلدسته _ د گلدستى سريزه _ د افغانستان د علومو اکاډمى _ ١٣٨٣ هـ ش .

٥ _ خټک خوشحال خان _ دستار نامه _ پښتو ټولنه .

 

 

 

 

( ١١ ) _ پورتنى اثر _ ٦٩ مخ